اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مبارک موسه
خیریوسی
14.02.2011
ډیرو ګرانومحترمووروڼو طالب جان ، حلیمي صاحب ،پتوال صاحب ، وطنمل صاحب مشر اکا پتنګ صاحب ،الوزیری صاحب ، چپر هاری صاحب ،ډاکتروهاج صاحب ، پښتون صاحب ، تندر صاحب ، عادل عادل صاحب ،قریش صاحب ، دټول افغان مینه والو ،لوستنکو ، او خاصتاٌدرسول کریم صلی الله علیه وسلم وعاشقانو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تر هر څه نه مخکی وټولو ته دعید میلاد النبی مبارکي وایم .
إذا كان هـذا كافرًا(1) جـاء ذمـه _____ وتبت يـداه في الجحـيم مخـلدًا
أتى أنـه في يـوم الاثنين دائـمً ------- يخفف عنه للسـرور بأحــمدا
فما الظن بالعبد الذي طول عمره _____ بأحمد مسرورا ومات موحـــدًا
(1) ابالهب
عنوان
chaparharay
14.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
خیر یوسی وروره! ځمونږ پدی موضوع سرونه خوږ شول ځینو خلکو خو
به دطاهرالقادری د ویب سایټ (بدعت حسنه)څخه کاپی ګانی کولی خو ځمونږییدکتابونو په لټولو لاسونه ستړی کړل چی داکار بدعت دی بیا
مقابل لوری داخبره خو منله چی داکار بدعت دی خو بدعت یی په
AاوB وویشلو چی یو قسمبدعتA دی چی جایز دی او بل قسم یی
بدعتBدی چی دابیا جایز ندی بیامو دی کی سره نږدی ګریوانونه
شکیدلی وو خو بیا الله خیر کړ د یو څو نوروملګرو دښکنځلو او
سپکو سپورونه روسته لدی موضوع له سره تیر شو .اوس تاسی
بیا منځ ته را واچوله !.
نو وروره نور پدی موضوع کی هڅ نه وایم چی بدعت Aدی او که
بدعتBخودومره به ووایم چی خیریوسی صاحب درسول الله صلی الله
علیه وسلم په پیدایشکی اختلاف دی چی همدا ورځ ده که نه اوم۷د
ربیع الاول دی خو په وفات کی یی هڅ اختلاف نشته چی په ۱۲دولسم
دربیع الاول ده نو که پدی ورځ حتما یو څه کول وی نو باید چی
ماتم یی وشی بدعت خو هسی هم دی څه یی Aاو څه ییB .
الله تعالی فرمایلی :قل ان کنتم تحبون الله فاتبعونی یحببکم الله.
ترجمه :الله جل جلاله فرمای ای نبی دی خلکو ته ووایه چی که
تاسی دالله جلجلاله سره مینه لری نو ځما په لاره لاړشی اوځما تابعداری
وکړی(اتباع دچاپه نقش قدم تلل)تاسی بهالله خوښ کړی یعنی له تاسوبه الله
راضی شي.
نوربیا
ع کريم حليمي
14.02.2011
ګران او محترم ورور (خیر یوسې ) صاحب وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
بسم الله الرحمٰن الرحیم
قال الله تعالی فی کتابه الحکیم ــ يا أيها الذين آمنوا اذكروا نعمة الله عليكم ...
تاسو ته هم مبارکي وړاندي کوم ،
ددې پر ځای چه کشمکش او شخړو سلسلې لټوو ، دا !! هر مسلمان ورور ته په کار ده چه د سردارعالم د میلاد د ورځي څخه په استفادېٖ سره خلګو ته ددې درنې ورځي تاریخ او د محرفو احکامو په ځای اصلي احکام د دنیا د حال سره سم او ناقص په ځای دکامل او دکامل په عوض د ډېر پوره کامل ، تعلیم خلګو ته وړاندي کړئ "أمر بالمعروف و نهي عن منكر"
مننه
وزیري
15.02.2011
ټولو وروڼو ته سلام.
تاسی ټول یقین په خدای وکړی چی د کریم حلیمی صاحب عقیده می ډیره خوښه ده.
ما چی دده لیکنی لیدلی دی نو په پراخه او ډاګیزه توګه می دا په کی حس کړیده چی د حلیمی صاحب په عقیده کی نه افراط شته او تفریط. نوشی جان!!!
والسلام
عادل عادل
15.02.2011
سلامونه
الحمدالله چې مسلمانان او د محمد صلی الله علیه و سلم بختور امتیان یو، لکه څنګه چې ښاغلي حلیمي صیب فرمایلي پکار ده چې د میلاد نبی په مناسبت لږ تر لږه د رسول الله صلی الله علیه و اله و سلم یو سنت په عمل کې ژوندی کړو، پدې سره به د مسلمانانو د شمیر په اندازه د هغه صلی الله علیه و سلم سنت راژوندي او د عمل جامه واغوندي.
دروند منلي چپرهاري صاحب ته لاندې غیر مرتبطه یوه کیسه کوم:-
د کابل په امام ابوحنیفه مدرسه کې دیني عالم مرحوم مولانا نوراحمد صاحب یوه ورځ ټولګي ته ننوزي، چې ګوري یو تن په ټولګي کې ناست دی، پوښتنه یې ترې وکړه چې دا نور چیرته دي؟ په ټولګي کې پاتې یوازیني طالب په خورا حق په جانب دریځ کې ځواب ورکوي چې صیب نن ټولو ټولګیوالو فیصله وکړه چې پارک ته به ځو او ستاسو له راتګ نه مخکې ټول وتښتیدل.
مرحوم مولانا صیب ورته وایي چې ښه تاسو به دلته کښینی، زه بیرته راځم، له ټولګي راوزي او یوه چپړاسي ته د یوه کوتک (لرګي) د راوړلو امر کوي، د لرګي سره ټولګي ته ننوزي، د ټولګي دروازه تړي او پاته شوی یوازینی طالب دومره ډبوي چې چغې یې نیمه مدرسه اوري، د وهلو په مهال همدا ورته وایي چې کله ټولو فیصله وکړه چې پارک ته به ځو نو ته بیا ولې او د څه لپاره ترې راوګرزیدې او په ټولګي کې ناست یې؟؟
عنوان
chaparharay
15.02.2011
وعلیکم سلامونه!
عادل عادل صیب دلیل دی ډیر قوی دی اودی دلیل سره به نوڅوک نورڅه دلیل
ووای شاباش شاباش شاباش.
خو تاسی دعبدالکریم حلیمی په خبره سر ندی خلاص شوی ښاغلی حلیمی صاحب
وای چی تاسی هسی بی فایدی شخړی مه کوی او ددی پرځای چی بدعت وکړی
پدی ورځ دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سنت چی خلکو ته په نیکو کارونو امر
کول اوله بدو کارونونه منع کول دی پیل کړی .
څومره دکار خبره ده زه خویی ورسره سل په سلو کی منم او ددی توصی نه یی ډیره شکریه اداکوم ښی خبری ته یی ځمونږ اوستاسی راپام کړی راځی
راځی چی همدا اوس نه پیل وکړو او خلک په کلی کوڅوکی له خرافاتو اومنکراتو
نه منع کړو او په نیکوکارونو ورته امر وکړو اول له خپله کوره پیل وکړو او
بیا کلی ته ورووځو راځی راځی راځی.
دحلیمی صاحب نه ډیره مننه!
میوند ننګیال
15.02.2011
سلامونه !
ښی خبری مو کړی او د حلیمی صا حب خبره خو بیخی د تیږی کرښه ده میلاد النبی کی څه نه وایم ځکه مخکی هم پری اوزد بحث شوی خو دا وایم چی باید خلک دخرافاتو او هغه اسرایلی او ایرانی اخندیزم حقیقت ور وپیژندل شی کوم چی نن پّ افغانستان او د نړی پّ هر ځایی کی روان دی لکه په جومات کی ګډیدل او یا هم داسی نا روا چغی وهل چی سړی ورته کوته پّ غاښ شی داسی په لکهاوو خبری دی چی زما پّ اند باید خلکو ته یی حقیت بیا ن شی