د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا عمر د پاکستان غلام دی، ده ته زما توصیه دا ده، چې نور خلک مه وژنه راشه او په دیموکراتیکه توګه مبارزه وکړه

لاونګ
13.02.2011

د تیرې جمعې ورځې په ماښام امروز تلویزون له یوه پخواني طالب چارواکي سره مرکه لرله. دا طالب ملا عبدالسلام حنفي و. ملا حنفي اوس د طالبانو له دریځه نه غږیده، خو حکومت یې هم نه ستایه. ده د طالبانو د رژیم او اوسني حکومت په اړه خورا جالبې خبرې کولې.

ملا حنفي ویل، چې طالب رژیم د هغه جنګسالارانو او پروفیسورانو پر وړاندې رامنځته شو، چې اوس په ملي شورا کې ناست دي. ده د طالبانو د سقوط عوامل هم د طالبانو په درون کې بلل. د ملا حنفي په وینا، هغه مهال، چې مولوي متوکل د خارجه چارو وزیر و، هغه ته يې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند اسلامي او شرعي نه دی، ښځې حق لري، چې زده کړې وکړي او په حجاب کې ټولنیزې چارې تر سره کړي، خو د ده په وینا، طالبانو ته هغه مهال داسې خبرو معنا نه لرله.

ده وویل، د طالبانو په ناکامیدو کې یو لوی علت د هغوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر ډله وه، چې له ولس سره یې توندي کوله، د ښځو پر وړاندې یې تشنج کاوه او خلک یې بې ځایه ځورول. ملا حنفي وویل، چې که طالبانو یوازې د ښځو پر وړاندې خپل دریځ سم کړی وای او خپله توندي یې یو څه راکمه کړې وای، نو دا به د تاریخ بریالی نظام و. هغه په زغرده د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي وغندله، ځانمرګي بریدونه یې ناروا وبلل او د بې ګناه خلکو وژنې یې قتلونه وبلل، چې طالبان پرې ککړ دي.

خو ده ولسمشر کرزي ته هم وویل، چې دیموکراسي دې له چتې وتلې ده، فساد ډیر دی او چارواکي دې بې کفایته دي. د حنفي په وینا، د طالبانو په اوسنیو جنګونو کې ډیر د کرزي د حکومت لاس دی. ده ملا عمر یو بې تجربې سړی وباله، چې ډير کتابونه یې هم نه دي لوستي، خو په خبره یې، چې د کرزي د حکومت د بې کفایتۍ په مرسته خلک مجبوروي، چې دلته ځانمرګي وکړي او فضا متشنجه کړي. ملا حنفي وویل، چې د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي ځکه اسلامي نه ده، چې دوی په خپل مهال کې پر مخدره توکو بندیز لګولی و، خو اوس ډیری طالبان په هلمند کې د مخدره توکو قاچاقبران دي.

د امروز خبریال، چې په وروستیو کې له ملا حنفي نه د ملا عمر په اړه د هغه نظر وپوښته، نو ویې ویل، چې ملا عمر د پاکستان غلام دی، ده ته زما توصیه دا ده، چې نور خلک مه وژنه راشه او په دیموکراتیکه توګه مبارزه وکړه، ځان کانديد کړه، که د خلکو خوښ وې رایه به درکړي، ګنې د پردو په لمسه خپل خلک مه وژنه. د ملا حنفي په وینا، اوس د جهاد وخت نه دی، هر وخت په توره کارونه نه کیږي، د ده په خبره د افغانستان روانې جګړې ته توره د پای ټکی نه شي ایښودلای.

د ملا حنفي بله جالبه خبره دا وه، چې لس میاشتې مخکې يې له کرزي سره د لیدنې پر مهال هغه ته وویل، چې امریکایانو ته دایمي اډې ورکړه، چې دلته جنګ ختم شي. د ده په وینا، افغانستان د امریکایانو لپاره د خپلو سیاسي نقطو د کنټرول په هدف مهمه ستراتیژیکه نقطه ده، تر هغې، چې دوی دې هدف ته نه وي رسیدلي، جنګ به روان وي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا کله کله جالبې خبرې اوریدل کیږي. د افغانستان د معارف وزیر تیره میاشت په لندن کې یوه کنفرانس ته وویل، چې طالبان اوس د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري او زیاتره وخت دوی د ښوونځیو د سوزیدو پړه هم پر بل چا وراچوي. ملا حنفي هم وویل، چې زده کړې په اسلام کې فرض دي، په ټولو اسلامي هیوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړې شته، په افغانستان کې دې ولې نه وي. انسانان، چې کله د احساساتو له توپانه راووزي، نو پر خپلو احساساتي کړو پښیمانیږي او د جبیرې فکر یې کوي. په وروستیو کې د طالبانو د دریځ د نرمښت په اړه ګڼې خبرې کیږي. ان کله کله خو لویې جنګي ډلې هم له دولت سره یو ځای کیږي. که طالبان رښتیا هم په غړولو سترګو فکر وکړي، نو ممکن ومني، چې د دوی جګړه زیاتره مهال د بهرنیانو تر نامه لاندې د خپل ولس پر وړاندې ده. که مکتب سیزل کېږي، که پل ورانیږي، که خلک په ځانمرګو بریدونو کې وژل کیږي، که امریکایي ړندې الوتکې کلي بمباردوي، دلیل ورته ټول د طالبانو په نوم یو اړخ برابر کړی دی. دا کارونه که هر څوک کوي، خو تاریخ به یې ځکه د طالبانو په دوسیه کې لیکي، چې دوی ورته زمینه جوړوي.

د یوه فرد په توګه د ملا حنفي خبرې ممکن ځینو ته جالبې نه وي، خو دغه ډول نظریات اوس د طالبانو له یوې لویې کتلې اوریدل کیږي. په جنګ کې یوه محدوده ډله راښکېل ده، چې لا یې ګټې ورپورې غوټه دي. که ولسمشر کرزی لږې هم په خپله سیاسي چالاکۍ ګوتې ووهي او د خپل حکومت د حیثیت لمنه د فساد او بې کفایتۍ له داغونو پاکه کړي، په افغانستان کې له ډیرو خواوو نه، حتی د طالبانو له اړخه، حالات سولې ته مساعد کیدای شي.


لاونګ
13.02.2011

ګرانو خوږو وطنوالو، د طالبانو د بدلون په راوستلو کې څه واۍ؟ او د عبدلاسلام په وینا څه نظریه لری؟ ښی خبرې یې وکړی او که بدې؟ ولې ښې او یا ولې بدې؟ کومې خبرې یی ښې وې او کومې یې بدې وې؟

یوه بله پوښتنه، ولې د پاکستان طالبان د افغانستان طالبان یو رنګ ندي؟


pattang
13.02.2011

خوشې لوده شی دی داسې ډول خلک هيڅ په درد نخوري٠
هو غله او لاسپوڅي پرې خوښاله کيږي٠

[quote:1090903020]..... ده ملا عمر یو بې تجربې سړی وباله، چې ډير کتابونه یې هم نه دي لوستي.....[/quote:1090903020]


عادل عادل
14.02.2011

سلامونه

خدای وکړي چې ښاغلي حنفي صاحب به ددې خبرو مزد تر 150 ډالرو پورته حاصل کړی وي.


نوروز خان
14.02.2011

سلامونه
دطالبانو په وخت کې دخپلې سیمې دیوې مدرسې په درسي صنف کې سبق ته ناست وم ، استاد په تدریس مصروف وه ، چې یوه تن ددرس په مابین کې صنف ته له دروازې سر را اوږد کړ، او ترسلام وروسته یې په فارسي ځپلې پښتو بې مقدمې وویل چې دمعارف دمرستیال وزیر عبدالسلام حنفي دموټر ډرایور یم ، هغه هلته په موټر کې دی ، راون یو دپکتیکا مرکز ښرنې ته ،مګر دلته لار رانه ورکه شوه ، که مونږ ته مو لږ لار راوښیله ،یوطالب ورولاړ شو او دمعاون وزیر صیب ملاسلام حنفي رهنمایي یې وکړه .
نور یې نه پیژنم او نه ترې خبر یم چې چیرې دی ، خوله خبرو یې ښکاري چې دی ددملاخاکسار خیلو له جملې دی ، که دامریکا ډالر وي داسې به نورې هم ډیرې خبرې وکړي ، څوک چې ضمیر په پیسو خرڅ کړی بیا نو نه ورته دپیاز سر ویلای شو او نه هم بیخ
مننه


عنوان

chaparharay
14.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
دا داطالبانو پسپای څه ناکامی نه وه اونه ناکامی ده ناکامی به هلته وه چی
طالبانو له جګړی لاس اخستی وی خو یو داخبره ده چی یوه تصفیه وشوه
او ډیر خلک دحنفی صاحب په څیر(هسی یی دانوم بد کړی باید بدل یی کړی )
په طالبانو کی دخپل مقصد لپاره ورننوتلی وو اوحنفی صاحی هم یوه خوا په افغانستان کی یی ځای ورک شو او بله خوا په پاکستان کی هم دهغه چینایی انجینرانو په اغوا کی پاکستان ته مطلوب وو نو له ناکامه طالبانوسره شو بله
چاره یی نه وه ګنی دګلبدین غوندی به بی وطنه اوبی وطنوالو داهم پاتی وو
اوس معلومه شوه چی طالبانو کی چا په رښتیا سره دالله لپاره جهاد کاوه اوچا
دخپلو مقاصدو لپاره کاوه هغه چا چی دالله لپاره جهاد کاوه نو اوس هم په
سنګر کی جنګیږی او یا هم دالله په لارکی قربانی شوه او څوک چی دخپلو مقاصدو لپاره طالبانو سره وو نو هغوی اوس یا په بهرنیو ملکونو کی خپل عیش
کوی او یا هم بیا دکرزی غلامی اداری سره کارکوی اویا هم خپل تجارتونه کوی
او قرار دهرڅه نه ناخبره ژوند کوی چی دهغوی له جملی نه یو پکی عبدالسلام حنفی هم دی خپل تجارتونه کوی او چی څوک ورسره مصاحبه کوی نو پدی خو
به هرڅوک پوهیږی چی دټولو سوالونو ځوابونه یی هم ورته ورښودلی وی چی
چی مونږ به داسی سوالونه کو او تاسی به داسی ځوابونه راکوی نو بیا خو داقسم ځوابونه حنفی صاحب خپل نه وی بلکی ورښودل شوی وی .
نوربیا


قادر خان
25.02.2011

[quote:bf3bd37125="عادل عادل"]سلامونه

خدای وکړي چې ښاغلي حنفي صاحب به ددې خبرو مزد تر 150 ډالرو پورته حاصل کړی وي.[/quote:bf3bd37125]

ګرانه ورور عادل صیب، ستا نوم خو ډیر ښه معنی ورکوی مګر تاسو د خپل په خبرو کی بلکل د عدل او انصاف څخه کار نه اخلی، ولی؟
ما په یوه مبارکه حدیث کی چی د معاذ بن جبل (رضی الله عنه) څخه روایت شویدی دا سی لوستلی وو:
وایی چی ما د رسول اکرم (ص) څخه عرض وکړه چی ما ته په یو داسی امر باندی حکم وکړه چی ما جنت لخوا بوځی.
رسول الله (ص) مهربانی وکړه: په الله (ج) ایمان راوړه او بیا د شر او فساد خبره مکړه، چی دا ټول ستا په عمل نامه باندی ولیکل شی.
بیا ما د حضور څخه پوښتنه وکړه چی آیا مونږ په خپل خبرو څخه هم نیول کیږو؟
رسول الله (ص) وویل: هو، خلک د خپل په بدو خبری کولو له امله د جهنم په اور کی پر مخ غوزول کیږی.

خو مونږ افغانان یو ډیر بد عادت لرو چی په ډیری آسانی او په پوره ډاډ سره یو بل ته د کفر او یا مزدوری نومونه ورکوو، دا ټاپه وهل زمونږ په مینځ کی متا سفانه چی عادت شویدی.
د هر څه نه دمخ کی مونږ باید وګورو چی د دغه سړی خبری زمونږ د دینی احکاما تو څخه برابر دی او که ندی.
دویم دا چی آیا ددغه سړی په خبره کی زمونږ د مسلمان ولس کوم خیر او یا ګټه شته دی او که ندی.
زما په نظر مونږ باید چی د حق او خیر خبره ومنو، مهم نشته چی طالب دی او یا کوم بل.
آیا یواځی یو خاص ګروپ دا حق لری چی زمونږ د مظلوم ولس او بیچاره ملت په باره خبری وکړی، او یا ټول افغانان دا حق لری؟
که یواځی یو ټاکلی ګروپ دا حق لری، او نور خلک باید چی ټول ومنی، خو دا د حق خبره نشو، نو مونږ د خدای (ج) په دربار کی او د هغه د ستر پیغمبر په حضورکی څه ځواب لرو؟

و من الله توفیق،
ستا ورور قادر خان


pattang
25.02.2011

[quote:70df2a83c1]که یواځی یو ټاکلی ګروپ دا حق لری، او نور خلک باید چی ټول ومنی، خو دا د حق خبره نشو، نو مونږ د خدای (ج) په دربار کی او د هغه د ستر پیغمبر په حضورکی څه ځواب لرو؟ [/quote:70df2a83c1]
انډيواله هر شی په خپل وخت کې ، په اوس وخت کې يو ګروپ يوه ايديالوګي او
حرکت د لاسپوڅي او اشغالګرو په ضد ضربه واردولی شي کوم شی چې ته يې
ليکې هغه کلتور غواړي د کتابو په لوستلو او نقل کولوسره، سرته نه رسيږي ٠
که پر ديني مسائلو او اعمالو خلکو خپل عمل کولی نو بيا خو قانون ته به هيڅ
حاجت نوو ، هغه دخدای لار ه به يې په وينوکې ننوتلې او پخه وه خو داسې نده
په ديني خبرو څينې نور خلک غلول دي ،(( يواځي يو شمېر دطالبانوواقعي
په ديني لاره روان وو اويو شمېر نور دبدنامي لپاره ورغلي وو ))٠
اول پښتون پيدا وو ،بياپه عنعناتو کې لوی ورسره پښتو ، قومي غرور او
ناڅوناليزم منڅ ته راغلل او بيا داسلام په دين مشرف شول نو ته څنګه
داirreversibel پروڅيس Reversibility ته ګرزوې !!!!!!!!!!!!!!


م افغان
02.03.2011

پرملاسلام بله لار ورکه سوه مجبوره دی اوس دجیب ډکولو دپاره هر راز تورونه وایې ؟
خو لاونګ صیب ملامحمدعمر ستا وتوصیې ته هیڅ ضرورت نلرې


Mujahid Islam/مجاهد
07.03.2011

Assalamulaikum,
Having a glimpse of the interview of the so called Taliban leader, we at once come to the conclusion that Mullah Hanafi resembles the Puppet president Hamid Karzai.
The words he has uttered are not his, rather of his masters****
I from the core of my heart appreciate the replies against his worst wordings..

Regards


لاونګ
14.03.2011

[quote:f421075678="Mujahid Islam"]Assalamulaikum,
Having a glimpse of the interview of the so called Taliban leader, we at once come to the conclusion that Mullah Hanafi resembles the Puppet president Hamid Karzai.
The words he has uttered are not his, rather of his masters****
I from the core of my heart appreciate the replies against his worst wordings..

Regards[/quote:f421075678]

سلامونه او نیکې هیلې،

ګرانه وروه که دومره پښتو د زده وي چې دا ټول افغان پوست د لوستۍ وي او په موخه یې سم پوه شوۍ وې نو په خوږه ژبه (پښتو) به دې ټولو ته یو سلام وړاندې کړۍ ول. که څنګه؟

کوښښ وکړه چې د پښتنو سره په پښتو ژبه وغږیږې. دا د پښتنو فورمه ده.

په پښتنه منیه،
لاونک


Mujahid Islam/مجاهد
14.03.2011

[quote:522a43d4a3="لاونګ"][quote:522a43d4a3="Mujahid Islam"]Assalamulaikum,
Having a glimpse of the interview of the so called Taliban leader, we at once come to the conclusion that Mullah Hanafi resembles the Puppet president Hamid Karzai.
The words he has uttered are not his, rather of his masters****
I from the core of my heart appreciate the replies against his worst wordings..

Regards[/quote:522a43d4a3]

سلامونه او نیکې هیلې،

ګرانه وروه که دومره پښتو د زده وي چې دا ټول افغان پوست د لوستۍ وي او په موخه یې سم پوه شوۍ وې نو په خوږه ژبه (پښتو) به دې ټولو ته یو سلام وړاندې کړۍ ول. که څنګه؟

کوښښ وکړه چې د پښتنو سره په پښتو ژبه وغږیږې. دا د پښتنو فورمه ده.

په پښتنه منیه،
لاونک[/quote:522a43d4a3]
Assalamulaikum,
Brother just tell me the place, i mean the introductory forum or section where i can introduce myself to the members. With the passage of time, Inshallah you will see my post in Pashto.
Regards[/quote]


لاونګ
15.03.2011

[quote:f4e130d4ea="Mujahid Islam"][quote:f4e130d4ea="لاونګ"][quote:f4e130d4ea="Mujahid Islam"]Assalamulaikum,
Having a glimpse of the interview of the so called Taliban leader, we at once come to the conclusion that Mullah Hanafi resembles the Puppet president Hamid Karzai.
The words he has uttered are not his, rather of his masters****
I from the core of my heart appreciate the replies against his worst wordings..

Regards[/quote:f4e130d4ea]

سلامونه او نیکې هیلې،

ګرانه وروه که دومره پښتو د زده وي چې دا ټول افغان پوست د لوستۍ وي او په موخه یې سم پوه شوۍ وې نو په خوږه ژبه (پښتو) به دې ټولو ته یو سلام وړاندې کړۍ ول. که څنګه؟

کوښښ وکړه چې د پښتنو سره په پښتو ژبه وغږیږې. دا د پښتنو فورمه ده.

په پښتنه منیه،
لاونک[/quote:f4e130d4ea]
Assalamulaikum,
Brother just tell me the place, i mean the introductory forum or section where i can introduce myself to the members. With the passage of time, Inshallah you will see my post in Pashto.
Regards[/quote:f4e130d4ea][/quote]

وعلیکم وسلام مجاهد وروه،
یو کن انټروډوس یور سلف ان اني سب فورم هییر....

خو ګرانه وروره، که پښتو لوستلۍ شې نو ولې [b:f4e130d4ea][u:f4e130d4ea]اوس[/u:f4e130d4ea][/b:f4e130d4ea] په پښتو ژبه ځواب نشې راکولۍ؟؟؟؟؟

انګلش از ناټ ولکم هییر، ساري!
د انګلش ژبې خدمت ډیر دۍ. دلته به د خپلې مورنۍ ژبې خدمت کوو! که څنګه؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more