نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ټولنې:د طالبانو ډېر جنګيالي تنكي زلميان دي
لاونګ
13.02.2011
ګرانو وړونو او خویندو، سلامونه او نیګې هیلې.
نن مې دا خبر ولوست او زړه می وغوښتل چې تاسو سره یې شریک کړم او پوښتنه درنه وکړم چې په دې کې تاسې څه نظریه لری؟
په درنښت
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ يو شمېر ټولنې وايي، په افغانستان كې تر ۱۳ كلونو د ټيټ عمر ماشومان د جګړې اصلي قربانيان دي.
د افغانستان د امنيتي سرچينو له حواله په هېواد كې تر ۸۰ سلنې ډېر ځانمرګي بريدونه له ۱۳ تر ۱۷ كلونو پورې تنكي زلميان كوي.
په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د ۶۶ كنډك قوماندان مايك كين وايي، د وسله والو جنګياليو پر مركزونو په بريدونو كې ليدل كيږي، چې د هغوى د جنګياليو عمرونه ډېرى له ۱۵تر ۱۶ كلونو پورې دي. دده په وينا، دوى ته هغه كس پيسې وركوي، چې يوازې ۲۰ كاله عمر لري.
كين، چې له خپلو پوځيانو سره يو ځاى د كندهار ښار په نږدې سيمه كې پروت دى، د افغانستان اوسني حالات د ځوانانو، په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره ډېر سخت بولي.
يوه بل پوځي چارواكي له نومښودنې پرته وويل، بهرني پوځيان دې ته نه ګوري، چې د وسله والو جنګياليو عمر څو كاله دى، خو، چې ورسره مخامخيږي، ډزې پرې كوي.
http://www.khedmatgar.com/news/41-news/2961-د-ماشومانو-د-حقونو-د-ملاتړ-ټولنې-د-طالبانو-ډېر-جنګيالي-تنكي-زلميان-دي
عنوان
chaparharay
14.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ورونو دا دماشومانو ټولنه دښځو ټولنه دغه ټولنه هغه ټولنه
دا ټول دکافرو داستخباراتوشبکی دی چی یرغلګرو ته کارکوی
یا دجاسوسی په شکل یا دخلکو داذهانو دتخریبولو په شکل
کی نور هڅ شی ندی نه یی ماشومانو ته کومه فایده رسیږی
نه یی ښځوته نه بل چا ته او کوم چی دامریکا فوځی صاحبمنصبان
دی نو دوی خو یواځی دانه چی کافردی اوپه خبرو یی باید
باورونه شی اوس مهال په جګړه کی ښکیل پلو دی نو څنګه
یی په خولو باور وکړو .
پاتی شوه دتنکیو ځوانانو خبره نو هو ځانمرګی بریدکونکوکی
به ډیر استشهادیان ځوانان وی خو په هر دور کی مبارزین
او مجاهیدین زیاد تعداد یی تنکی ځوانان وی دروسانو سره
په جنګ کی اګر چی استشهادیان داسی شکل کی نه وو خو
کله به یی چی په کومه پوسته جګره کوله نو یو قومندان صاحب
به رامخکی شو او وبه یی ویل چی څوک ځان قربانول غواړی
نو ځما خواته دی راځی نو مونږ به لیدل چی اکثر به یی تنکی
ځوانان وو ما هم دا محضرپه څو وار لیدلی چی بیا به هغه
قومندان صاحب هم شهید شو او ورسره تللی مجاهدین به اکثر
شهیدان شول دننګرهار دخوګیاڼو په لویه پوسته باندی برید
چی پکی دحزب اسلامی یو نومیالی قومندان جنت ګل حقیار
هم شهید شو او ورسره نو ر ډیر مجاهدین چی اکثر یی تنکی
ځوانان وو شهیدان شوه هم داسی وو چی حقیار صاحب وویل
چی هرڅوک نن ځان دالله جل جلاله په دین قربانول غواړی نو ځما
خوا ته دی راځی یو چا وویل چی مونږ خو ټول دهمدی مقصد لپاره
راغلی یو نه هغه رحمه الله وفرمایل چی نه مونږ تغرض کوو او په
دښمن منډه وراخلو نو بیا ډیر ځوانان وروتل خو هغه رحمه الله بیا
ورنه یو څو دځان سره غوره کړل اوتعرض یی وکړ چی بیا هغه پوسته
فتح شوه او په نتیجه کی یی حقیار صاحب هم شهید شو او ورسره
نور هم ډیر تنکی ځوانان شهیدان شول .
نو مقصد می دا دی چی دا کومه نوی خبره نده او مجاهدین
په هردور کی اکثر تنکی ځوانان وی او داخبره چی پیسی ورکوی
نو پیسی خو له هرچانه زیاتی د امریکایانو خوښی دی او دهمدی
مقصد لپاره یی ددنیا په هرګوټ کی جګړی پیل کړی نو ایا تاسی
تر اوسه یو امریکایی ولیده چی دډیرو پیسو لپاره یی ځان پوری
باورد تړلی وی اوځان یی قربانی کړی وی یو سړی دی په خپل
ځان قیاس وکړی چی ایا داکاربه همدومره اسان وی چی یوڅوک
دی دپیسو لپاره وکړی ؟
هو هغه خلک چی جنګ دپیسو لپاره کوی هم شته خوهغوی بیا دیخوا
نه هاغه خوا دکرزیانو شمالیانو شاړکیانواو یا دامریکیانو سره
ولاړ وی پیسی اخل او جنګ کوی خو بیا هم هڅکله داسی
استشهادیانی نشی کولای او نه به څوک یو مثال راوړی .
او څوک چی جهاد کوی نو هغوی بیا چا پسیو ته لاس نه نیسی .
نو خلاصه خبره داشوه چی دا دکفارو تخریبی خبری دی اوپدی
لاری غواړی چی دالله هغه نور اورڼا چی دالله دین دی په خپلو
خولو باندی مړه کړی خوالله خپل نور اورڼا به پوره کوی که
هرڅومره یی کفار بده وګڼی .
والسلام