د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غږ

pashton
08.06.2004

غږ
دا ستا له هسکې غاړې ځار زما ايمان پښتونه
دا ستا زړګي او ځان نه زار باتوره ګران پښتونه
چې شي غږ د ميړانې يو دا ستا ستوری ځليږي
چې غږ د غيرت وشي بس دا ستا توره چليږي
هر ځای کې ننګيالی وې توريالی وې هم زمری ئې
له ستا ګذاره ځار ته په غليم تل بريالی ئې
خو ته ښه ګورې زه ښه ګورم چې غليم مو دی په بده
هر ځل ئې زړه کې بد وي تل ئې ما و تاته پلمه ده
تل لاره به دې ګورې دا ګيدړ پيښ به جنجال کړي په يو مکر
دا تاته وايم ګرانه تير ونه وځې دا زما دی درته ذکر
راځه زړګيه يو شو يوه سمه لوړه وکړو
د خپل غريبې ژبې د مختګ تړيزه وکړو
دنيا ته دا ثابت کړو چې پښتون هر کار کې ننګ کړي
د توري سره خوا کې د قلم په زور هم جنګ کړي
په خدای قسم تاريخ به مو زرين شي اتفاق کې
چې تورې سره سم مو د پښتو آواز وي خوا کې
پښتون اوس هم عالم دی په هر څه باندې پوهيږي
چې خپله ژبه نکړي ستا او زما نه پکاريږي
پيژندلی چې دنيا وي په هر ګوډ د دې جهان کې
بلا دې ورپسې کړه چې پښتون زړه ئې نه وي ځان کې
دا زما د زړه آواز دا زما د خولې دعا ده
ای خدايه عزت ورکړه، عفت ورکړه چا چې کړې د پښتون او پښتو سره وفا ده
پښتون پسرلی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more