د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
يو نظم
      Arman zazai
      07.06.2004
    
-------------نظم--------------
تا به د يو تار دواړه  سرونه سره غوټه کړل
بيا به دې په لسو واړو ګوتو کښې ښه راښکلو
تا به د يو ﻻس ګوتو نه بل ﻻس ته ول واړوه
دغه شان به ستا د ګوتو مينځ کښې يوجال جوړ شولو
ماته به دې اووې , دې کښې داسې ځای راونيسه
زه چې تار د ګوتو نه راخلاص کړم ,چې ته ګير نشې
څنګه به چې ما په تار کښې ځای درته په نښه کړو
تا به تار د ګوتو نه را خلاس کړو , زه به ګير شومه
ښه پرې پوهيدمه چې په کوم ځای زه ګيريږم خو
ستا د يوې  خندا په خاطر دا سودا ارزانه  وه
--------------------------------------------
Amin-u-llah  dawoodzai