د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

بدعت بدعت بدعت، دا بدعت څه شی ته وایی؟؟؟

وزیري
08.02.2011

نن سبا چی کوم شی د چا په طبیعت باندی جوړ رانشی نو بیا صرف همدا یوه ټاپه ده چی پری لګوی یی، او هغه دا چی دا بدعت ده.
له ټولو وروڼو نه هیله کوم چی د اسلام په خاطر دی دا لیکنه پوره ولولی ترڅو یی په علم کی اضافه راشی او په دی باندی وپوهیږی چی دا بدعت څه شی ته وایی؟
ایا بدعت کفر ده؟ که کفر وی نو کوم بدعت کفر ده او کوم قسم بدعت رواء ده؟ ټول بدعاتو ته که په یوه سترګه وکتل شی نو بیا خو دا بدعت د اصحابو له وخت نه راشروع ده او بیا به ټولو صحابه وو ته د بدعتیانو ګمان خپله کفر وی. د جمعی په ورځ دوهم آذان د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کی نه وه. دا د خلفاء راشدینو په وخت کی شروع شه نو آیا خلفاء راشدین مبتدعین وه؟
نه هیڅکله هم نه!!! نو د همدی تفکیک لپاره ستاسی پام د ښه او بد بدعت ته را اړوم.

هر هغه نوی کار چی د کوم لپاره شرعی دلیل، شرعی اصل مثال یا نظیر، په سنتو او آثار صحابه کی نه وی بدعت بلل کیږی. لیکن هر بدعت نا پسندیده، ناجائز او حرام نه وی بلکه هغه بدعت حرام او ناجائز ده کوم چی د کتاب او سنت د احکاماتو سره واضحا متعارض او متناقص وی.
یا بدعت سیئه او بدعت ضلاله هغه بدعت ته وایی چی په واضحه توګه سره د کوم متعین سنت د ترک باعث وګرځی. په هغه عمل سره په کوم کی چی سنت نه ترک کیږی نو بیا هغه ناجائز نه ده بلکی مباح ده.
ددی موقف د تائیدولو لپاره زه د معروف غیرمقلد عالم، نواب صدیق حسن خان بهوپالی وینا چی شیخ وحید الزمان په خپل کتاب [هدیة المهدی] صفحه ۱۱۷ کی لیکلی رانقلوم، او همدارنګه د نورو علماؤ اقوال به هم دلته ذکر شی.

علامه بهوپالی وایی:
البدعة الضلالة المحرمة هی التی ترفع السنة مثلها والتی لا ترفع شیئا منها فلیست هی من البدعة بل هی مباح الاصل.

د بدعت لغوی مفهوم:
د بدعت لفظ له بدع نه مشتق ده چی لغوی معنی یی ده:
د کوم سابقه مثال نه بغیر نوی شئ ایجادول یا جوړول.
ابن منظور افریقی د بدعت لفظ معنی داسی کوی.
أبدعت الشیء: اخترعته لا علی مثال (ابن منظور، لسان العرب، ۸: ۶)

همدارنګه حافظ ابن حجر عسقلانی رحمه الله د بدعت لغوی مفهوم داسی بیانوی.
البدعة أصلها ما أحدث علی غیر مثال سابق. (عسقلانی، فتح الباری، ۴: ۲۵۳) او (شوکانی، نیل الأوطار شرح منتقی الأخبار، ۳: ۶۳)

د بدعت معنی له قرآن کریم نه:
الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی په مختلفو ځایونو کی د بدعت د لفظ مشتقات بیان کړیدی له کومو نه چی د مذکوری معنی توثیق کیږی لکه:

الله جل جلاله زمکه او اسمانونه بغیر له کوم مثال سابق نه پیدا کړیدی نو الله جل جلاله ورته د بدیع کلیمه استعمالوی.
بدیع السموت والارض. واذا قضی امرا فانما یقول له کن فیکون. (البقره، آیه ۱۱۷)

بدیع السموت والارض. (الانعام، آیه ۱۰۱)

له پورتنیو دوه آیاتونو نه دا څرګنده شوه چی د ارضی او سماوی کائناتو د تخلیق هر مرحله بدعت ده ځکه چی له عدم نه وجود ته راوړی یعنی مخکی د ځمکی او اسمانونو کوم مثال موجود نه وه. نو راوړونکی ذات یی بدیع بلل کیږی.

د بدعت اصطلاعی مفهوم:
د اهل علم په نزد د بدعت اصطلاحی مفهوم په لاندی ډول ده:

امام نووی رحمه الله د بدعت تعریف داسی کوی:
البدعة هی احداث ما لم یکن فی عهد رسول الله صلی الله علیه وسلم. (نووی، تهذیب الأسماء واللغات، ۳: ۲۲)
یعنی له بدعت نه مراد هغه کارونه دی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی نه وه.

شیخ ابن رجب حنبلی رحمه الله د بدعت اصطلاحی تعریف داسی کوی:
المراد بالبدعة ما احدث مما لا اصل له فی الشریعة یدل علیه، واما ما کان له اصل من الشرع یدل علیه فلیس ببدعة شرعا، و ان کان بدعة لغة. (ابن رجب، جامع العلوم والحکم فی شرح خمسین حدیثا من جوامع الکلم: ۲۵۲).

حافظ ابن حجر عسقلانی رحمه الله د ښه او بد بدعت (بدعت حسنه او بدعت سیئه) ترمنځ داسی وضاحت کوی:
والتحقیق أنها ان کانت مما تندرج تحت مستحسن فی الشرع فهی حسنة، وان کانت مما تندرج تحت مستقبح فی الشرع فهی مستقبحة. (عسقلانی، فتح الباری، ۴: ۲۵۳)
یعنی تحقیق دا ده که بدعت داسی یو کار وی چی د شریعت په امورو کی مستحسن وشمارل شی نو دا ښه بدعت ده او که د شریعت په امورو کی بد وشمارل شی نو دا بیا قبیحه بدعت ده.

نو له دی تعریفونو نه دا څرګندیږی چی هر نوی کار په اسلام کی باید تقبیح نه شی او هر نوی کار مطلقا حرام یا ممنوع نه ده. بلکی هر نوی کار باید ولیدل شی که مستحسن وه او د نورو سنتو د ترک کیدلو باعث نه وه نو روا او ښه بدعت ده او که نه نو ناروا او بد بدعت ده.

د بدعت تصور د صحابه کرامو په اثارو کی:

اول: د قرآن کریم جمع کول او د شیخین رضی الله عنهما عمل:

نور بیا....


وزیري
08.02.2011

په تیر پسی...

د بدعت تصور د صحابه کرامو په اثارو کی:

اول: د قرآن کریم جمع کول او د شیخین رضی الله عنهما عمل:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وصال مبارک نه بعد کله چی سیدنا ابوبکر رضی الله عنه د خلافت منصب باندی متمکن شه نو په دی وخت کی د نبوت د دعودار مسیلمه کذاب په خلاف جنګ یمامه کی تقریبا ۷۰۰ صحابه کرام رضی الله عنهما چی د قرآن عظیم الشان حافظان وه شهیدان شول.
له دی نه مخکی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی قرآن کریم یو جلد کی نه وه جمعه شوی بلکی په متفرقه مقاماتو کی په مختلفو صورتونو لیکل شوی وه.
په دی وخت کی سیدنا فاروق اعظم رضی الله عنه دا محسوسه کړه که دا جنګونه همدا شانته دوام پیدا کړی او مونږ په کراره کراره د قرآن حافظان له لاسه ورکړو نو حفاظت قرآن کی به یو څه دشواری راپیدا شی.
نو د همدی اندیښنی په خاطر یی حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه ته دا تجویز وکړو چی باید قرآن عظیم الشان د یو کتاب په صورت جمع شی. نو صدیق اکبر رضی الله عنه ورته وویل:

کیف افعل شیئا ما لم یفعله رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ یعنی زه به څنګه داسی یو کار وشم کولای کوم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ده کړی؟

نو حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ورته وویل چی ای امیر المؤمنین! زه په دی پوهیږم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ظاهری حیات مقدسه کی دا کار نه دی کړی خو [هو والله خیر] یعنی په الله قسم چی دا ښه کار ده. نو په دی وخت کی د حضرت ابوبکر رضی الله عنه سینه الله جل جلاله خلاصه کړه او د وحی کاتب حضرت زید بن ثابت رضی الله عنه ته یی وظیفه ورکړه چی دا عظیم کار وکړی.
حضرت زید بن ثابت رضی الله عنه د خرماوو په پاڼو، سپینو تیګو باندی دا قرآن کریم ولیکه او څو نسخی یی چی له ام المؤمنین بی بی حفصه رض سره په کور کی موجودی وی د حضرت عثمان رض په وخت دی په ننی موجوده ترتیب یو جای کړ. دا حدیث شریف په
(بخاری، الصحیح، کتاب التفسیر، باب قوله: لقد جاءکم رسول من انفسکم عزیز علیه ما عنتم حریص علیکم) کی او په (ترمذی، الجامع الصحیح، کتاب تفسیر القرآن، باب من سورة توبة) کی راغلی ده.

دوهم: په جماعت سره د تراویحو ابتداء
په احادیثو کی دا ذکر ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی صرف دوه دری دفعی په جمعه تراویخ شویدی بیا د فرض کیدو له ویری هر سړی ځان ځانته کولی. همدارنګه د ابوبکر الصدیق رض په ټوله دوره کی هم تروایح ځانته ځانته کیدلی خو حضرت عمر رضی الله عنه بیا ورته خاص یو امام چی حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه وه انتخاب کړ ترڅو خلکو ته د تراویحو جمعه ورکړی. کله یی چی دا کار وکولو او په تراویحو یی خلک ولیدل نو داسی یی وویل:
نعم البدعة هذه، والتی ینامون عنها افضل من التی یقومون.
(بخاری، الصحیح، کتاب صلاة التراویح، باب فضل من قام رمضان)

نو له دی روایت نه معلومه شوه چی هر بدعت ته باید بدعت سیئه ونه ویل شی ځکه بدعت حسنه هم شته. او بله جالبه نقطه دا هم ده چی د حضرت عمر رضی الله عنه مخی ته یو صحابی هم ونه دریده چی ته ولی په جماعت د تراویحو امر کوی په کومو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر رض امر نه وه کړی. دا پخپله ددی ښکارندوی ده چی ټول صحابه په دی پوهیدل چی نیک بدعت بد کار نه ده.

په دی کی سوال دا پیدا کیږی چی ولی حضرت عمر رضی الله عنه د شپی د اولی حصی عبادت د شپی په اخیری حصی عبادت باندی بهتره وباله سره له دی چی د اخیری شپی عبادت له ټولو نه بهتره ده.
ددی په جواب کی ابن حجر عسقلانی رحمه الله فرمایی:
هذا تصریح منه بان الصلاة فی آخر اللیل افضل من اوله، لکن لیس فیه ان الصلاة فی قیام اللیل فرادی أفضل من التجمیع. (فتح الباری، ۴: ۲۵۳)

دریم: د جمعی لمانځه لپاره دوهم اذان:
د جمعی د لمانځه لپاره دوهم اذان د حضرت عثمان غنی رضی الله عنه په وخت کی شویده. امام بخاری رحمه الله لیکی:
أن التأذین الثانی یوم الجمعة أمر به عثمان بن عفان حین کثر أهل المسجد. (بخاری، الصحیح، کتاب الجمعه، باب الجلوس علی المنبر، ۱: ۳۱۰)

نو له دی دری روایتونو نه دا معلومیږی چی په دین کی هر نوی کار راباسلو ته باید په بده سترګه ونه کتل شی. ځکه چی دا د صحابه کرامو رض معمول هم تیر شویدی.

د بدعت اقسام، د آئمه او محدثینو په نظر:

نور بیا....


وزیري
08.02.2011

د بدعت اقسام، د آئمه او محدثینو په نظر:

اول:
امام شافعی رحمه الله د بدعت اقسام په لاندی طور تقیسموی:
المحدثات من الأمور ضربان: ما أحدث یخالف کتابا او سنة او أثرا أو اجماعا فهذه البدعة ضلالة، وما أحدث من الخیر لا خلاف فیه لواحد من هذا، فهذه محدثة غیر مذمومة، قد قال عمر رضی الله عنه فی قیام رمضان: نعم البدعة هذه.
(ذهبی، سیرأعلام النبلاء، ۱۰: ۷۰)
سیوطی، الحاوی للفتاوی: ۲۰۲)
سیوطی، حسن المقصد فی عمل المولد: ۵۲، ۵۳

یعنی محدثات په دوه قسمه دی، اول قسم یی هغه دی چی نوی امور وی او د قرآن، سنت، آثار صحابه یا د اجماع امت خلاف وی نو دا بدعت بیا بدعت ضلاله ده. دوهم قسم نوی امور هغه دی چی د خیر لپاره وی او په دی کی د قرآن، سنت، آثار صحابه یا اجماع امت مخالفت نه وی نو بیا دا نوی امور ناپسندیده نه دی. ددی لپاره حضرت عمر رضی الله په رمضان کی د تراویحو قیام په موقع وفرمایل چی: څومره ښه بدعت ده.

دوهم:
شیخ عزالدین بن عبدالسلام په خپل کتاب [قواعد الاحکام فی مصالح الأنام] کی لیکی:
البدعة فعل ما لم یعهد فی عهد النبی صلی الله علیه وسلم، تنقسم الی خمسة أحکام یعنی الوجوب والندب ..... الخ. وطریق معرفة ذلک أن تعرض البدعة علی قواعد الشرع فأی حکم دخلت فیه فهی منه، فمن البدع الواجبة تعلم النحو الذی یفهم به القرآن والسنة، ومن البدع المحرمة مذهب نحو القدریة، ومن البدع المندوبة احداث نحو المدارس والاجتماع لصلاة التراویح، ومن البدع المباحة المصافحة بعد الصلاة، ومن البدع المکروهة زخرفة المساجد والمصاحف ای بغیر الذهب.
(ابن حجر هیتمی، الفتاوی الحدیثیة: ۲۰۳)

شیخ عزالدین بن عبدالسلام د القواعد په آخیر کی بدعت په څو برخو ویشلی:
د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم په کلام باندی د پوهیدو لپاره، د فقهی د اصولو د تدوین لپاره او د علم جرح او تعدیل لپاره د نحوی علم حاصلوی بدعت واجبه ده.
نوی مذاهبو جوړول لکه جبریه، مرجیه، قدریه او مسجمه بدعت محرمه ده.
د مدارسو قیام او په جماعت تراویح بدعت مندوبه ده.
د شوافعو په نظر د مساجدو او قرآن تزئین او آرایش بدعت مکروهه ده. او د احنافو په نزد دا یو امر مباح ده.
د شوافعو په نظر د فجر او عصر له لمانځه نه بعد مصافحه بدعت مباحه ده. ولی د احنافو په نزد دا امر مکروه ده.

د کل بدعة ضلالة صحیح مفهوم:

نور بیا...


عنوان

chaparharay
08.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
الوزیری صاحب څنګه یی ښه یی طبیعت دی ښه دی؟
ښه صاحبه زه یا بل کوم ملګری چی ستاپه لیکنه کوم اعتراض یا تاید کوی نو تاسی پوه شی چی ستاسی لیکنه یی ښه په غور لوستی ده ځما په لیکنه چی څوک غلی پاتی شی نو والله چی ورباندی خفه کیږم زاه وایم چی داګوره ما په څومره خوارۍ چی ټایپنګ می هم ښه نه دی اودکمپیټر سره نابلد یم نو لیکل به هم یو څه مشکل وی دلاس لیکل راته اسان دی خو داکمپیوټر بلا وهلی راته ګران ښکاری خو چی پدی لیکل وکړم او بیا یی څه تردید یا تاید ونه ګورم خفه یم چی ما په څومره خواری دا لیکل وکړل او صاحبانوبیییییییییییییخی ورباندی هڅ ونه لیکل ګویا هڅ لوستلی یی نده.
نو یو خو ددی پرځای چی تاسی شونډی شریفی را اوږدی شی نو پدی خوشحالی څرګنده کړی چی لیکنه مو خوشی هدر لانه ړه کنه ستاسی لیکنه ښکلی او خایسته وی خو ډیر خلک یواځی هغه لیکنی ګوری چی مختصری وی چی لږه اوږده شی نوبیا یی دلوستلو تابیا نه وی ورته!
بیا کومه لیکنه باندی چی یو څه ناڅه لیکل وشی نو قیمت یی زیاتیږی او لوستونکوته هم جالبه شی کاششششششششششش چی یو څوک ځما لیکنه هم داسی وشاربی لکه داستاسی چی څیړی !!!
اوس راځو ستاسی خبری اعنی دبدعت معنی ته نو زه په دی تعریفونو کی بالکل درسره موافق یم همدایی تعریف دی خو که یو کلیمه مو پکی ورزیاده کړی وای نو تعریف به یی کامل وا ی اوهغه کلمه داده:
په دین کی نوی کوم شی ورزیاتول یا ورنه کمول چی درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی یا دصحابو په وخت که نه وو په دین کی بدعت بلل کیږی .
نو ډیر به کامل وو خیر په هرتقدیر تاسی لږ ددی اصطلاحاتو سره نابلد یی لکه مونږچی دصوفیانو داصطلاحاتوباندی ښه نه پوهیږو مګر کوم کتاب کی یی تعریف وګورو .
او بیادهمدی تعریفونو په بنیاد ستاسی مدعا باطله ده ځکه چی داکار (عیدمیلاد نبی) یا د نبی صلی الله علیه وسلم دزیږیدنی لمانځل نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی وو اونه بیا دصحابو په وخت کی وو او نه دتابعینو اونه تبع تابعینو په وخت کی بلکی دا نوی ګل د سلطان اربل په زمانه کی ۶۰۰هجری کی اعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت نه۶۰۰کاله بعد پیدا شوی لکه نوروزخان صاحب چی د ختم خواجګان باره کی په خپل تایدی نظر کی لیکی چی د کابل د ابراهیم مجددی صاحب طریقه ده نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم جشن هم ۶۰۰کاله بعد دکوم صوفی لخوا چی تاسی ته به یی فلسفه ښه معلومه وی ځما خو هسی هم ورته هڅ ضرورت نشته چی دومره فلسفی او تاریخونه به لټوم اوهغه هم د یو بدعت پسی.
نو داشی داسلام په دین کی مردود دی اوس چی ستاسی مزاج باندی ښه لږی مونږ پکی څه نه وایو تاسی پوه شه اوخپل مزاجونه مو خو ددین پوری یی مه تړی دین نه دی دین نه دی او دین نه دی .
نوربیا


وزیري
09.02.2011

په تیر پسی...

د کل بدعة ضلالة صحیح مفهوم:

چپرهاری وروره! ډیره زیاته مننه له انتقاد نه مو. لکه څنګه چی زما پاسنی پاتی لیکنه د (کل بدعة ضلالة) صحیح مفهوم کی پاتی وه نو زه به ستا د انتقاد جواب په همدی برخه کی خلاص کړمه.

ملا علی قاری رحمه الله د کل بدعة ضلالة صحی مفهوم واضح کوی او لیکی:
ای کل بدعة سیئة ضلالة، لقوله علیه الصلاة والسلام: من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها واجر من عمل بها. وجمع ابوبکر و عمر القرآن وکتبه زید فی المصحف وجدد فی عهد عثمان.
(ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، ۱: ۲۱۶)
(شبیر احمد دیوبندی، فتح الملهم بشرح صحیح مسلم، ۲: ۴۰۶)

ملا علی قاری رحمه الله په پورتنی توضیح کی یو حدیث راوړیدی چی لیکی:
من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها و اجر من عمل بها. معنی یی دا شوه چی که یو څوک په اسلام کی د یو نیک کار تهداب کیږدی نو الله جل جلاله به ده ته ددی کار اجر ورکړی او د هغو کسانو اجر به هم ورکړی چی له ده نه بعد په دی کار عمل کوی.
ددی حدیث شریف پوره متن داسی ده:
من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها و اجر من عمل بها بعده، من غیر ان ینقض من اجورهم شیء. و من سن فی الاسلام سنة سیئة کان علیه وزرها ووزر من عمل بها من بعده، من غیر أن ینقص من اوزارهم شیء.
(مسلم، الصحیح، کتاب الزکاة، باب الحث علی الصدقة ولو بشق تمرة او کلمة طیبة و انها حجاب من النار)

په دی حدیث کی (سن) د لغوی معنا په اعتبار سره د (ابدع) معنی ورکوی چی دواړه هم معنی دی.
معنی به یی داسی وی چی که څوک یو ښه بدعت په اسلام کی را وباسی نو الله جل جلاله به ده ته ددی ښه بدعت د تهداب کیښودلو اجر ورکړی او د هغو کسانو اجر به هم ده ته ورکړی چی له ده نه بعد دا کار کوی. او د عمل کوونکو له اجر نه څه شی نه کمیږی. او همدارنګه که څوک په اسلام کی د بد بدعت تهداب کیږدی نو الله جل جلاله به یی جزاء ورکړی او د هغه کسانو په جزاء کی به هم شریک وی چی له ده نه بعد دا کار کوی. او د عمل کوونکو له جزاء نه به څه سپک هم نشی.

دا حدیث واضحا په دی دلالت کوی چی بدعت حسنه هم شته او بدعت سیئه هم شته.

نو چپرهاری وروره! اوس ځان د الله جل جلاله په محکمه کی ولاړ تصور کړه او دا ووایه چی میلاد النبی صلی الله علیه وسلم لمانځل بد بدعت ده او که ښه بدعت؟
که بد بدعت وی ولی بد ده؟ او که ښه وی ولی ښه ده؟

دوهم، ستا په نظر څومره خلک به دا میلاد النبی لمانځی؟
او زما د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم لیکنی هم وګوره چی څومره علماؤ ښه کار بللی دی.

نو آیا دا دومره علماء چی دی کار ته یی ښه ویلی او دا دومره عوام چی دا کار بالفعله کوی په ضلالت جمعه کیدای شی؟ سره له دی چی حضرت انس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړیدی چی:
ان امتی لا تجتمع علی ضلالة، فاذا رأیتم اختلافا، فعلیکم بالسواد الأعظم.
(ابن ماجه، السنن، کتاب الفتن، باب السواد الأعظم، ۲، ۱۳۰۸، رقم: ۳۹۵۰)
امام جلال الدین سیوطی رحمه الله په حاشیة سنن ابن ماجه (صفحه ۲۴۳) کی له سواد اعظم نه مطلب طبقه اهل سنت مراد کړیده او دا د حدیث مدعا هم ده.

والسلام


وزیري
09.02.2011

په تیر پسی...

د کل بدعة ضلالة صحیح مفهوم:

چپرهاری وروره! ډیره زیاته مننه له انتقاد نه مو. لکه څنګه چی زما پاسنی پاتی لیکنه د (کل بدعة ضلالة) صحیح مفهوم کی پاتی وه نو زه به ستا د انتقاد جواب په همدی برخه کی خلاص کړمه.

ملا علی قاری رحمه الله د کل بدعة ضلالة صحی مفهوم واضح کوی او لیکی:
ای کل بدعة سیئة ضلالة، لقوله علیه الصلاة والسلام: من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها واجر من عمل بها. وجمع ابوبکر و عمر القرآن وکتبه زید فی المصحف وجدد فی عهد عثمان.
(ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، ۱: ۲۱۶)
(شبیر احمد دیوبندی، فتح الملهم بشرح صحیح مسلم، ۲: ۴۰۶)

ملا علی قاری رحمه الله په پورتنی توضیح کی یو حدیث راوړیدی چی لیکی:
من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها و اجر من عمل بها. معنی یی دا شوه چی که یو څوک په اسلام کی د یو نیک کار تهداب کیږدی نو الله جل جلاله به ده ته ددی کار اجر ورکړی او د هغو کسانو اجر به هم ورکړی چی له ده نه بعد په دی کار عمل کوی.
ددی حدیث شریف پوره متن داسی ده:
من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها و اجر من عمل بها بعده، من غیر ان ینقض من اجورهم شیء. و من سن فی الاسلام سنة سیئة کان علیه وزرها ووزر من عمل بها من بعده، من غیر أن ینقص من اوزارهم شیء.
(مسلم، الصحیح، کتاب الزکاة، باب الحث علی الصدقة ولو بشق تمرة او کلمة طیبة و انها حجاب من النار)

په دی حدیث کی (سن) د لغوی معنا په اعتبار سره د (ابدع) معنی ورکوی چی دواړه هم معنی دی.
معنی به یی داسی وی چی که څوک یو ښه بدعت په اسلام کی را وباسی نو الله جل جلاله به ده ته ددی ښه بدعت د تهداب کیښودلو اجر ورکړی او د هغو کسانو اجر به هم ده ته ورکړی چی له ده نه بعد دا کار کوی. او د عمل کوونکو له اجر نه څه شی نه کمیږی. او همدارنګه که څوک په اسلام کی د بد بدعت تهداب کیږدی نو الله جل جلاله به یی جزاء ورکړی او د هغه کسانو په جزاء کی به هم شریک وی چی له ده نه بعد دا کار کوی. او د عمل کوونکو له جزاء نه به څه سپک هم نشی.

دا حدیث واضحا په دی دلالت کوی چی بدعت حسنه هم شته او بدعت سیئه هم شته.

نو چپرهاری وروره! اوس ځان د الله جل جلاله په محکمه کی ولاړ تصور کړه او دا ووایه چی میلاد النبی صلی الله علیه وسلم لمانځل بد بدعت ده او که ښه بدعت؟
که بد بدعت وی ولی بد ده؟ او که ښه وی ولی ښه ده؟

دوهم، ستا په نظر څومره خلک به دا میلاد النبی لمانځی؟
او زما د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم لیکنی هم وګوره چی څومره علماؤ ښه کار بللی دی.

نو آیا دا دومره علماء چی دی کار ته یی ښه ویلی او ماسره یی لیست شته چی مخورو علماؤ تقریبا ۱۲۰ کتابه په دی باره کی لیکلی او دا کار یی ستایلی دی نو دا دومره عوام چی دا کار بالفعله کوی په ضلالت جمعه کیدای شی؟ سره له دی چی حضرت انس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړیدی چی:
ان امتی لا تجتمع علی ضلالة، فاذا رأیتم اختلافا، فعلیکم بالسواد الأعظم.
(ابن ماجه، السنن، کتاب الفتن، باب السواد الأعظم، ۲، ۱۳۰۸، رقم: ۳۹۵۰)
امام جلال الدین سیوطی رحمه الله په حاشیة سنن ابن ماجه (صفحه ۲۴۳) کی له سواد اعظم نه مطلب طبقه اهل سنت مراد کړیده او دا د حدیث مدعا هم ده.

والسلام


عنوان

chaparharay
09.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم.
الوزیری صاحب تاسی د بدعت حسنة اوبدعت سیة خبره کړی اوپه دوه قسمه مو تقسیم کړی اوبیا مو دلیل کی درسول الله صلی الله علیه وسلم نیم حدیث بلا اسناده راوړی دا ولی؟
دا ځکه چی که چیری تاسی پوره حدیث ذکر کړی نو بیا ستاسی دمدعا نفی کیږی خو تاسی ته به درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث نه وی یا د چی فرمایلی یی دی :من کذب علی متعمدا فالیتبوءمقعده من النار.
ترجمه :څوک چی ما باندی دروغ ووای (چی دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی یا کړی اومانه وی ویلی)نو مقعد دی یی له اوره ډک شی یعنی ځای دی یی اور شی نو نیم حدیث راوړل او بیا دهغه هماغسی نیم ګړی ترجمه کول په رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ ویل نه دی ؟
او اوس ګوره پوره حدیث ته!
عن ابی عمرو جریربن عبدالله رضی الله عنه قال کنا فی صدرالنهارعندرسول الله صلی الله علیه وسلم فجاءقوم عراةمجتابي،اوالعباءمتقلدی السیوف عامتهم من مضر بل کلهم من مضرفتمعر وجه رسول الله صلی الله علیه وسلم لما رای بهم من الفاقة فدخل ثم خرج فامر بلالافاذن واقام فصلی ثم خطب فقال:(یاایهاالناس اتقواربکم الذی خلقکم من نفس واحدة)الایة الی انه کان علیکم رقیبا )والایةالاخری التی فی سورةالحشر(یاایهاالذین امنوا اتقواالله والتنظرنفس ماقدمت لغد)تصدق رجل من دیناره من درهمه من ثوبه من صاع بره من صاع تمره حتی قال ولو بشق تمرة فجاءرجل من الانصاربصرة کادت کفه تعجز عنها بل قد عجزت ثم تتابع الناس حتی ریت کومین من طعام وثیاب حتی ریت وجه النبی صلی الله علیه وسلم یتهلل کانه مذهبة فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سن فی الاسلام سنة حسنة فله اجرها واجرمن عمل بها من بعده من غیران ینقص اجورهم شیاومن سن فی الاسلام سنة سیة کان علیه وزرها ووزرمن عمل بها من غیر ان ینقص من اوزارهم شیا.رواه مسلم
ترجمه:دابی عمرو جریربن عبدالله نه روایت دی چی مونو درسول الله سره یوه ورځ څاښت کی ناست وو چی یو قوم خلک راغله چی لوڅ لپړ وو(کالی یی شکیدلی وو نه چی بالکل یی اغوستی نه وو)وږی تږی او سپره میره وو اوتورې یی غاړو کی اچولی وی کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدل نودرسول الله صلی الله علیه وسلم مخ مبارک زیړ شو چی دوی یی پدی بدحال اووږی حالت کی ولیدل نو ننوت بیاراووت او بلال رضی الله عنه ته یی امر وکړ چی اذان وکړه نو هغه اذان وکړ بیا یی اقامت وکړ نو لمونځ یی ادا کړ بیا خلکوته مخاطب شو(خطبه یی وویله)اودا ایة یی تلاوت کړترجمه یا خلکو دخپل رب نه وویریږی دهغه رب نه چی تاسی یی دیو نفس نه پیداکړی........اوالله جل جلاله تاسی په هرحال اګاه دی اولیدونک دی .بیا یی دسورة الحشر ایة تلاوت کړ(ای مومنانودالله نه وویریږی او هرڅوک دی دی ته وګوی چی دسبا ورځی ته یی څه تیاری کړی(قیامت ورځی ته)اوخلک دی خیرات کړی دخپل دینارنه درهم نه (دهغه زمانی کرنسی وه)کالیو نه یوچارک غنمو نه خرما نه تردی چی وی فرمایل چی که یو خرما هم وی نو یو سړی چی دانصارو له جملی څخه وو راغی او ورسره یودرنده غوټه په لاس کی وه چی سپین زر پکی وه چی لاس کی یی نشوی ټینګولی اورښتیا یی هم نشوی ټینګولی خیرات یی کړه بیاخلکو هم دده غوندی شول او ډیر څه یی راوړل چی ماخپله ولیدل چی دوه جوالونه دخوراکی توکونه اوکالیو نه ډک شول نو درسول الله صلی الله علیه وسلم مخ می چی ولیده نو داسی ځلیده لکه دسروزرو پشان (له خوشحالی نه)نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی څوک په اسلام کی یوه سمه لاره جوړه کړی نوده ته به یی اجروی اوهغه څوک چی دده په لاره ځی نوهغه ته به هم اجر وی اوده ته به یی هم اجروی پغیر له دی چی ددی عمل کونکی له برخی نه کم شی اوڅوک چی په اسلام کی کوم بده لاره جوړه کړی نوده ته یی ګناه ده اوهرهغه چاته یی هم ګناه ده چی دابد کارکوی او بیا دهغه دګناه په وجه ده ته هم نوره ګناه زیاتیږی پغیرلدی چی دهغه نه کمه شی .داحدیث مسلم روایت کړی.
نو الوزیری صاحب پوره حدیث دادی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکوته وویل چی خیرات وکړی دی غریبو خلکو باندی نو یو سړی چی ډیر غټ خیرات یی وکړ اوخلکو هم دده نه زده کړه او ډیر ډیر خیراتونه یی وکړل نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی دی سړی خلکو ته ښه تیږه کیښوده چی هغه ډیره صدقه وه نو اصل یی موجود وو چی خیرات وو خو دا ډیر خیرات کول اوخلکو هم ورپسی ګام ایښودل سنة حسنه شوه ګوره بیا یی هم بدعت حسنه ونه ویل ځکه چی بدعت هرهغه شی ته وای چی دین کی یی اصل نه وی ددی خو په دین کی اصل وو چی درسول الله صلی الله علیه وسلم امر وو نو اوس داڅنکه بدعت حسنه شو په کوم دلیل خو بس نیم حدیث یا دچا نیم قول راوړی بیا وای چی ګوره دایی دلیل دی !
لږ دانصاف نه کاراخله او پوره خبره رانقل کوه نو اصلی معنی به یی معلومیږی .
او تاسی چی د هغه قسطلانی قول رانقل کړیدی نو ځما په اند چی ستاسی به داسی عقیده نوی چی کوم هغه قول دی ځکه چی په هغه کی خو دیوایة نه چی دقرانکریم ایة دی دصریح ایة نه انکاردی چی دی سره سړی داسلام نه خاجیږی او په کفر کی داخلیږی .
الله جل جلاله فرمای چی [لیلة القدر خیر من الف شهر)لیلة القدرچی یوه شپه ده نو د۱۰۰۰ زر میاشتونه غوره او ښه ده دا په هغه وخت کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم تولد شوی څه چی پیغمبر وو نو الله ولی ونه ویل چی درسول الله دمولد شپه د لیلةالقدر نه غوره ده اوس په الله باندی هم دناپوه ګمان کوی العیاذبالله داکوم منطق دی که چا څه ویلی وی اویا غلط وی یا غلط شوی وی نو تاسی ولی داسی عقیده اختیاروی داستاسی اسلام اوایمان دی بیاته خو یواځی نه یی بلکی له خپلی مدرسی لخوا غږیږی دټولی مدرسی مو داعقیده ده چی ګوندی الله جل جلاله چی فرمایلی داغلط دی اوصحیح دادی چی درسول الله دمولد شپه دلیلةالقدر نه غوره اوښه ده؟!!!
دقران کریم دیو ایة نه انکار یا دکوم بل بنده په قول ردول څنګه دی .
خو صوفی یی نو همدا تاسی لپاره کافی دی چی صوفیان یی !!!


وزیري
10.02.2011

چپرهاری وروره، ته ډیره ښه خبره کوی، په خپل ځای ډیر ښه غږیږی. خو زما په پوره یقین په احادیثو کی دی علم کم ده نو ځکه د احادیثو په معناوو او له احادیثو نه اخذ کی کمزوری ښکاری.

دوهم: تاسی به قسطلانی رحمه الله نه پيژنی ځکه خو مو د آیت نه منکر ورته ویلی. ستا له دی خبری نه داسی معلومیږی چی امام قسطلانی رحمه الله غلطه خبره کړیده او له یو آیت نه منکر راغلی دی کوم چی کفر ده.

خو کلا وحاشا، اما قسطلانی رحمه الله باندی د آیت نه د منکر ټاپه تاسی کفر ته باسی. مهربانی وکړی توبه وباسی او بی علمه مه غږیږی.

هیچا هم له دی نه انکار نه دی کړی چی د لیلة القدر شپه د زرو میاشتو نه بهتره نه ده. خو په دی آیت کی په کوم ځای کی دا انحصار شویده چی له دینه به بهتره شپه بله نه وی؟
او بل دا یواځی د د امام قسطلانی رحمه الله نظریه نه وه بلکی د اکثره علماؤ همدا نظر ده.

تاسی ماته غیر مقلد ښکارۍ خو بیا هم که ستاسی په نظر کوم امام یا عالم بهتره وی نو ماته یی نوم واخله کوشش به وکړمه چی د همغه محترم اقوال درته مخی ته کیږدمه، در غیر از او تاسره بحث هیڅ نتیجی ته نه رسیږی ځکه چی ته به بیا ددی حدیث منکر یی چی:

عَنْ أَنَسِ بنِ مَالِکٍ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اﷲِ صلي الله عليه وآله وسلم : إِنَّ مَثَلَ الْعُلَمَاءِ فِي الْأَرْضِ کَمَثَلِ النُّجُومِ فِي السَّمَاءِ يُهتَدَي بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ فَإِذَا انْطَمَسَتِ النُّجُوْمُ أَوْشَکَ أَنْ تَضِلَّ الْهُدَاةُ.

رَوَاهُ أَحْمَدُ.
الحديث رقم 8 : أخرجه أحمد بن حنبل في المسند، 3 / 157، الرقم : 12621، والديلمي في مسند الفردوس، 4 / 134، الرقم : 6418، وابن رجب في جامع العلوم والحکم، 1 / 343، والمنذري في الترغيب والترهيب، 1 / 56، الرقم : 128، و الهيثمي في مجمع الزوائد، 1 / 121. 122.


عنوان

chaparharay
10.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
الوزیریة صاحب تاسی پدی مه خفه کیږی چی ولی ستاسی په لیکنه تنقید وشو !
کومه لیکنه چی کوی نو دا لازمی نده چی خلک دی په پټو سترګو ومنی تنقید دهرچا حق دی او ددی مسلی ښه حل دا دی چی ضعیف اقوال او ضعیف احادیث او نیم احادیث یا دکوم چا نیم قول رانه وړی او نه یی بغیر دسنده یا جرحی والتعدیل ذکر کړی که چیری تاسی صحیح احادیث او دعلماءو پوره اقوال راوړی او بیا یی جرح والتعدیل هم وڅیړی نو خلک به پکی څه ووای !
ګوره تاسی اول هاغه حدیث نیم ګړی راوړ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم قول وو اصل یی موجود وو چی درسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته وفرمایل چی صدقه وکړی نو چی هغه یو انصاری د سپینو زرو(درهم)امیانی (ګنډه یا غوټه)راوړه او خلکو ولیده نو خلکو هم ورپسی تحریض شو او راوی وای چی ما ولیده چی دوه (ډیری یا رشی)د خوراکی توکو اوکالیو(ثیاب)ودریدی نو دی کارته رسول الله صلی الله علیه وسلم سنة حسنة ونوموله نه بدعت حسنه او تاسی ځکه دحدیث نیمه توکړه ذکر کړه که ټول حدیث ذکر کړی نو ستاسی مدعا نه ثابتیږی !
اوس دی دا ضعیف حدیث راوړی نو زه پدی څه وکړم دعلماءو خبری خو په پټو سترګو نه شو منلی کومی خبری یی چی دقران وحدیث سره برابری وی نو حتما یی منو خو چی دصریحو نصوصو سره چی هغه قران وسنة دی مخالف وی ولی یی ومنو!!
ښه اوس ستاسی دا حدیث نو وروګله تاسی یی دجرحی اوتعدیل باره کی ولی نه دی څه ویلی ؟
احمد شاکرصاحب وای :اسناده ضعیف جدا رشدین ابن سعد ضعیف جدا اوابو حفص صاحب انس مجهول کما قال الهیثمی فی مجمع الزواید ۱/۱۲۱
وعبدالله الولید وهوالتجیبی المصری ذکر: وضعفه دارقطنی قال لایعتبر به وقال ابن حجر الحافظ فی الحدیث العسقلانی فی التقریب لین الحدیث.
وفی الترغیب والترهیب :رواه احمد عن ابی حفص صاحب انس عنه ولم اعرفه وفیه رشدین ایضا ۱/۵۶
وفی مجمع الزواید :رواه احمد وفیه رشدین ابن سعد واختلف فی الاحتجاج به وابو حفص صاحب انس مجهول .
دادی ستاحدیث چی ضعیف دی او همدا کتابونه چی تاسی پری حواله ورکړی وا ی چی حجت پدی حدیث نشی نیولی نواوس دی کی ته څه وای ؟
او هغه بل حدیث دی چی نیم ګړی راوړی نو پوره دی ولی نه ذکر کاوه؟
خو تاسی سره هم په ټوله مدرسه کی د صوفیانو له کتابونو پرته نور هڅ نشته او کله چی کوم حدیث راوړی نو د کوم ویب سایټ نه یی ډاونلوډ کړی نور خو په صحت یی ته څه پوهیږی چی څنګه دی خو بس د یو لیونی سړی چی ځان ته پخپله علامه وای او یو مطلق صوفی دی بل هڅ شی نه دی ته یی هم پدی نوم غولیدلی یی چی دا خو نو رښتیا علامه دی داعلامه من علامات الساعة طاهر القادری چی ته یی دویب سایټ Islamic libraryنه راکاپی کوی خو ګوره دا کاردی خرابوی بیا به خلک درنه سند غواړی نو ته به بیاڅه ورته وای چی دا خو می د علامه د ویب سایټ نه کاپی کړی دی دا بیا څوک درسره نه منی ښه لوی شی .
او تاچی کوم د قسطلانی خبره کړی نو ځما د شخص سره کار نشته که دا دهرچا عقیده شی که ځما یا ستا یا دقسطلانی خو دا په الله جل وعلا باندی اعتراض دی او کفر دی اوس دا د کفر کلمه په هچا هم ښه نه لږی کنه نو په شرط سره یو هندو ته ووایه چی ته کافر یی نه یی منی درسره خو هرهغه کار چی دالله دلاری نه چپ وی او دکبایرو نه هم واوړی لکه په الله باندی اعتراض نو دا کفر دی که په چا ښه لګیږی او که نه خو همدا یی حکم دی ښه به دا وی چی دداسی خبرونه ځان وساتی !!!
نوربیا


وزیري
10.02.2011

چپرهاری وروره، ته ښه وایی، ستا او ستا په څیر خلکو سره بحث هم تر اخیره ځکه نه رسی چی غیر مقلدین د هیچ عالم خبره هم نه منی. خو که بیا یی په کی فایده وی نو له ټولو نه به یی بیا غیرمقلد مخکی مخکی کوی او کره ثبوت به یی ترینه جوړ کړی وی.
تا مخکی په عسقلانی صاحب رحمه الله دا تور ولګاوه چی هغه غلط کار کړی چی د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم شپی ته یی په لیلة القدر شپی باندی فضیلت ورکړی.
ښه ګرانه چی عسقلانی صاحب رحمه الله دومره هم نه پوهیده چی لیلة القدر شپه د زرو میاشتو نه هم زیات فضیلت لری نو بیا دا په حدیثو جرحی یی څنګه ماته لیکی.
ستا په نظر خو د هغه اقوال په صفر کی ضرب دی نو بیا دی دا حدیث ولی دده په قول جرح منلی دی؟
دا ځکه چی ستا فایده ده په کی. بیا دی لیکلی هم دی چی (وقال ابن حجر الحافظ فی الحدیث العسقلانی).

زه په حدیثو باندی جرحه د علماؤ منم خو ستا لپاره یی نه منم.
ماته به دا حدیث په کوم صحابی او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی جرحه کوی. در غیر از او د عالم جرحه به نه لیکی.

زما دا غوښتنه به درته ډیره لیونی معلومه شی. که دا درته لیونی معلومه شوه نو په دی پوه شه چی ستا ټوله عقیده لیونی غوندی ده. ځکه ته غیرمقلد خو علماء نه منی نو بیا دی چی په کی فایده وی ولی یی راوړاندی کوی.

که د عالمانو نه منل په همدی طریقه مخکی لاړ شی نو ستا جرحی په حدیث باندی به بیا په چا ومنی؟
ته خو ځان د هیڅ عالم پیرو نه بولی او ډاریک ځان له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په تماس کی کوی (هوا دی ډیره جیګه ده).
داسی ډاریک تماسونه چی لری نو راښکته خبره دی نه منم. د علماؤ نه مو ښه ګوداګیان جوړ کړی، په خپل سر یی ډنګوی، که مو خوښه شی منی یی کنه چور بازار مو جوړ کړی.
حدیث به جرحه کړی او د صحابی په خله.

والسلام


عنوان

chaparharay
10.02.2011

الوزیریة صاحب ګوره نیکبخته داحادیثو متن نیمای راوړی او سند یی نه بیانوی بیا چی سند بیان کی نو ضعیف حدیث وی جرح پری شوی وی هغه نه بیا نوی د علماءو اقوال راوړی چی یا خود هغه په نوم هڅ کتاب نه وی لکه تاسی دابن جوزی صاحب ذکر کړی بیان میلاد النبوی چی پدی نوم کتاب شته نه ګنی نو ابن جوزی او ابن قیوم جوزی دواړه ښه اوجید علماء وو ددواړو کتابونو کی می ولټول پدی نوم پکی یو کتاب هم نه وو او که دریم کوم ابن جوزی وی نو هغه بیا زه نه پیژنم چی څوک به وی او څنګه به وی .تاسی به یی رامعرفی کړی!
خو اوس ماسره هم چی لا ژوندی یم او بحث کی هم درسره اخته یم ځما خبره هم نیمای راته رانقل کوی او وای چی ته دهڅ عالم خبره نه منی ولی یی نه منم چی د قران او حدیث سره برابره وی که ورنه مخالفه وی او هغه مسله په قران یاسنة کی ذکرشوی وی یا یی نهی ذکر شوی وی او دکوم عالم قول دصریح نص سره په ټکر کی شی نو بیا دهغه عالم (که هرڅوک وی)رایه او قول پریدم او په حدیث اوقران به عمل کوم .
لکه پدی ځای کی چی میلاد النبی د صریح حدیث نه مخالف دی اوبدعت دی چی په ۴۰۰هجری بیا په ۵۲۴هجری په مصرکی دفاطمی دولت چی شیعه دولت وو او بیا په ۶۰۰هجری په مدینة اربل کی چی بدعت ډیرپه زور کی وو شروع شوی اونه درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی رسول الله نه کوم صحابی اوبیانه کوم تابعی نه تابع تابعی کړی او نه یی په دین کی کوم اصل شته او ته یی اوس راته ددین نه ګڼی او دین ورنه جوړوی نو نه یی درسره منو خو مطلق د عالم خبره نه منل چی دحدیث اوقران سره برابره وی چاویل چی نه یی منم که داسی وکړو نو بیا دا احادیث چاترمونږ را رسولی دی خو رښتیاهم چی دبدعتی عقل نه وی .
اوس پدی نه خلاصیږی او یابه اوس ځما هغه عبارت راوړی چی ما لیکلی وی چی خوشی په خوشی دعلماءو خبره نه منم که هرځای کی ما دنه منلو خبره کړی وی نو دابه می ورسره ضرور ویلی وی چی دحدیث اوقران په مقابل کی یی خبره نه منم او اوس هم پدی باوریم او همدا می دریځ دی اوس ته نرشه او ځما دلیکنو نه داسی یو عبارت راوړه چی ما دکوم عالم خبره چی دحدیث اوقران سره په ټکرکی نه وی رد کړی وی !
او داحدیث چی تا راوړی ددی جرح دی ولی نه وه لیکلی ؟
او هغه مخکی حدیث دی ولی نیم راوړی وو ځواب یی درته پاتی دی هسی یی مه تیروه دا ځواب ضرور غواړم!
ددی لیک ځواب کی دی ضرور دا خبره مله وی چی هغه حدیث دی ولی نیمګړی ذکر کړی او دا روستی دی ولی جرحه نه وه ذکرکړی؟


وزیري
11.02.2011

چپرهاری وروره!
زما او ستا بحث نورو وروڼو ته خسته کن ده ځکه چی هیڅ د فایدی خبره په کی نشته هسی تا ویلی او ما ویلی دی. ښه به دا وی چی ترینه تیر شو. خو دوه پوښتنی دی راباندی قرض دی او جواب یی داده:

تا ویلی حدیث دی ولی نیمائی راوړی؟
جواب یی دادی چی حدیث می په دی خاطر نیمائی راوړی وه چی زما مطلب په هماغه ځای کی وه او حدیث ډیر طویل وه نو د خلکو ماغزه می نه پری خوړل. زما مطلب په من سن سنة ... کی وه نه د خرماوو په ویشلو کی.

بله پوښتنه دی د حدیث د جرحی په باره کی وه چی ولی دی نه وه ذکر کړی؟
په دی حدیث جرحه زه درسره نه منمه نو څنګه یی راوړمه.

ته به حتما پوښتنه وکړی چی ولی یی نه منی؟
جواب به یی دا وی چی د غیرمقلد، وهابی وغیره و سره زه د حدیث جرحی نه منم او نه ددوی په خله د کوم عالم خبره منم ځکه چی دوی د عالمانو منکرین دی نو چی په کوم ځای کی یی بیا فایده وی نو بیا یی وړاندی وړاندی کوی.
تاته به بیا دا پوښتنه پیدا شی چی کله مو له علماؤ انکار کړیدی؟
جواب یی داده چی د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم په بحث کی میلاد علماؤ ښه بللی دی او تاسی وایی چی مونږه خو څه د علماؤ مقلدین نه یو چی خبره به یی راته حجت وی. نو همدا دی د علماؤ نه انکار ده.
بیا به ته وایی چی د علماؤ په هغه ځای کی خبره نه منو چی د کتاب الله او سنتو سره مخالفه وی.
نو ددی جواب دی داده چی د میلاد النبی صلی الله علیه وسلم لمانځل د کوم سنت سره مخالفت ده؟
له هیڅ سنت سره مخالفت په کی نشته! نو بیا خو د عالم ومنه کنه.

نو خلاصه دا شوه چی هرکله دی له ماسره بحث کوه نو فقط او فقط د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رض اقوال به راوړی. د تابعی او تبع تابعی هم نه درسره منم ځکه هغه په علماؤ کی راځي او تاسی یی په خپله نه منی نو ماته یی ولی دلیل کی.

تاسی چی همداسی غولبند نشی نو دی خپلی غلطی عقیدی ته مو پام کیږی نه.
چی دا وایو څه او کوو څه.

ځه په مخه کی ښه په کوم بل بحث کی به سره مینه وکړو.

والسلام


عنوان

chaparharay
11.02.2011

الوزیریة صاحب پدی اسلامی فورم کی دغایطو نوم مه یادوه ښه نه ښکاری بیا خو تاسی دیوی دینی مدرسی لخوانمایندګی کوی نو ستاپه خوله غایط ښه نه دی چی وای یی که تاسی هررنګی یی نو لږ ترلږه ځمونږ لحاظ خو کوی !
تاسی دعلماءو ویلی وو نو دا می مخکی هم درته لیکلی وو اوبیا یی هم لیکم چی مونږ هڅکله دعلماء سپکاوی ندی کړی نه یی کوی نه یی خبره ردو ترڅو یی چی خبر دکتاب الله او سنة رسول سره برابره وی .
دا خبره چی میلاد النبی دی دنبوی صریح نص سره چی کل بدعة ضلالة نو کل حرف سور دی که په حدیث نه پوهیږی او نه پوهیږی نو عالم به نه یی فنان خوبه یی اوپدی خوبه دی سرخلاص وی چی په کومه کلمه حرف سور داخل شی نو معنی یی څه راځی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی کل بدعة ضلالة وکل ضلالة فی النار په کوم ایات یا حدیث کی چی داسی وعید ذکرشی نو مقصد ورنه تحریم قطعی وی پدی لږ ځان پوه کړه.
اوبیا چی ته ځان ته حنفی وای اوځان مقلد بولی نو امام ابو حنیفه یو ښه عالم او دښی عقیدی خاوند وی نو دهغه درحمه الله قول ولی نه راوړی ؟
ځکه چی هغه داسی کارونه نه کول کوم چی دا نن بدعتیان کوی اوبیا ځان احناف بولی .
نوربیا


وزیري
11.02.2011

چپرهاری وروره، کټر سلفی یوسف القرضاوی دی هم میلاد لمانځل مستحسن بللی دی. دا درته دلیل نه نیسم ځکه چی تاسی د خپلی خبری په مقابله کی د هیڅ عالم دریځ هم نه منی خو هسی یو شوق می وکړو چی دده فتوی هم درته لاندی واچوم، تمعه لرم که خدای دی هدایت نصیب کړی، څوک څه خبر دی.
که دقیقه حواله دی په کار وه هم دربه یی کړم.

الاحتفال بمولد النبي والمناسبات الإسلامية

موقع القرضاوي/1-3-2009
من فتاوى العلامة الشيخ يوسف القرضاوي
السؤال: ما حكم الاحتفال بذكرى مولد النبي الأكرم صلى الله عليه وسلم وغيره من المناسبات الإسلامية مثل مقدم العام الهجري وذكرى الإسراء والمعراج؟
الإجابة:
بسم الله، والحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد ...
هناك من المسلمين من يعتبرون أي احتفاء أو أي اهتمام أو أي حديث بالذكريات الإسلامية، أو بالهجرة النبوية، أو بالإسراء والمعراج، أو بمولد الرسول صلى الله عليه وسلم، أو بغزوة بدر الكبرى، أو بفتح مكة، أو بأي حدث من أحداث سيرة محمد صلى الله عليه وسلم، أو أي حديث عن هذه الموضوعات يعتبرونه بدعة في الدين، وكل بدعة ضلالة وكل ضلالة في النار، وهذا ليس بصحيح على إطلاقه، إنما الذي ننكره في هذه الأشياء الاحتفالات التي تخالطها المنكرات، وتخالطها مخالفات شرعية وأشياء ما أنزل الله بها من سلطان، كما يحدث في بعض البلاد في المولد النبوي وفي الموالد التي يقيمونها للأولياء والصالحين، ولكن إذا انتهزنا هذه الفرصة للتذكير بسيرة رسول الله صلى الله عليه وسلم، وبشخصية هذا النبي العظيم، وبرسالته العامة الخالدة التي جعلها الله رحمة للعالمين، فأي بدعة في هذا وأية ضلالة ؟!
إننا حينما نتحدث عن هذه الأحداث نذكر الناس بنعمة عظيمة، والتذكير بالنعم مشروع ومحمود ومطلوب، والله تعالى أمرنا بذلك في كتابه (يا أيها الذين آمنوا اذكروا نعمة الله عليكم إذ جاءتكم جنود فأرسلنا عليهم ريحاً وجنوداً لم تروها وكان الله بما تعملون بصيرًا، إذ جاءوكم من فوقكم ومن أسفل منكم وإذ زاغت الأبصار وبلغت القلوب الحناجر وتظنون بالله الظنونا)، يذكر بغزوة الخندق أو غزوة الأحزاب حينما غزت قريش وغطفان وأحابيشهما النبي عليه الصلاة والسلام والمسلمين في عقر دارهم، وأحاطوا بالمدينة إحاطة السوار بالمعصم، وأرادوا إبادة خضراء المسلمين واستئصال شأفتهم، وأنقذهم الله من هذه الورطة، وأرسل عليهم ريحاً وجنوداً لم يرها الناس من الملائكة ، يذكرهم الله بهذا، اذكروا لا تنسوا هذه الأشياء، معناها أنه يجب علينا أن نذكر هذه النعم ولا ننساها، وفي آية أخرى (يا أيها الذين آمنوا اذكروا نعمة الله عليكم إذ هم قوم أن يبسطوا إليكم أيديهم فكف أيدهم عنكم واتقوا الله وعلى الله فليتوكل المؤمنون) يذكرهم بما كان يهود بني قينقاع قد عزموا عليه أن يغتالوا رسول الله صلى الله عليه وسلم ومكروا مكرهم وكادوا كيدهم وكان مكر الله أقوى منهم وأسرع، (ويمكرون ويمكر الله والله خير الماكرين).
ذكر النعمة مطلوب إذن، نتذكر نعم الله في هذا، ونذكر المسلمين بهذه الأحداث وما فيها من عبر وما يستخلص منها من دروس، أيعاب هذا ؟! أيكون هذا بدعة وضلالة؟!
والله أعلم


عنوان

chaparharay
11.02.2011

لره پښتونخوا کی یو متل دی چی زه مرم له غوچی او ته بیا وای چی غوچی
اوبیاپه پاړسی کی داسی وای چی مه چی میګم ودمبوره م چی میګه!
نو ما فکر کاوه چی ته به رښتیا هم جاهل یی خو دا چی ته دومره اندازی ته جاهل نه یی خو یو څه ورسره تجاهل هم کوی نو ددی بیا علاج نشته.
ځکه چی ویده وی نو په یو یا دوه غږه به ویښ شی خو چی ځان په ویدو واچوی نو بیا به یی دچا پلار ویښ کړی لکه الوزیریة صاحب چی ځان راته داسی ویده کړی .
خو بس دا به ووایم چی الله دی تاسی ته هدایت وکړی که دهدایت وړ یی او کنه نو الله په خپل کار ښه پوهیږی .
وای چی ملا ان باشد که چوپ نشود نو اوس الوزیرة صاحب هم هغه فرموله اجرا کوی ..
بس څنګه چی دی خوښه وی الوزیریة صاحب لکم دینکم ولنا دینناالاسلام.


پښتون.
12.02.2011

ښه نو نتیجه مو معلومه شوه او که بحث دوام لری؟
وروڼو پدی بحٍثونو به له ډیرو لاره ورکه کړی چې اوس څه صحیح دی او څه غلط.


عنوان

chaparharay
12.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله!
پښتون وروره ښه خبره دی کړی او پدی خوشحاله شوم چی یواځی دپښتو لنډۍ او شعرونه نه بلکی دنوروفورمونو او اسلامی فورم لیکنی هم ګوری.
تاسی دنتیجی خبره کړی نو پدی باره کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی ترکت فیکم امرین لن تضلوا ماتمسکتم بهما کتاب الله وسنتی .
ترجمه:رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی ما تاسی (مسلمانانو)ته دوه شیان پریښی دی تاسی به هڅکله بی لاری نشی ترڅو پدی دوه شیانو ټینګ ووسی چی یو دالله جل جلاله کتاب یعنی قران دی اوبل ځما سنت دی احادیث دی نو دالله کتاب هم موجود دی او درسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث چی دهغه لاره راښای هم موجود دي نوکه دی باندی منګولی ولږو اوراټینګ یی کړو نو هڅکله به بی لاری نشو او چی کوم کار درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی نه وی شوی صحابه وو نه وی کړی تابعینوهم نه وی کړی تابع تابعینو هم نه وی کړی او ۴۰۰یا ۶۰۰کاله روسته راپیداشوی وی اوهغه هم دشیعګانو لخوا اول رواج موندلی وی نو مونږ یی څنګه وکړو او هغه هم بیا ددین اوثواب په نوم .
رسول الله صلی الله علیه سلمی فرمایلی چی مالیس علیه امرنا فهو رد.
ترجمه :هرهغه کار چی ځمونږ امر پری نه وی شوی هغه رد یعنی مردود دی او عمل ورباندی ګناه ده نو نورتاسی پخپله هم پوهیږی الله تعالی عقل درکړی او بیا ییی مسلمانان پیدا کړی دومره خوبه اوس حق اوباطل پیژنی چی حق کوم شو اوباطل.
د سپینی پوښتنی نه مویوه نړی مننه


عادل عادل
12.02.2011

سلامونه

[quote:af582235d5]لکم دینکم ولنا دینناالاسلام[/quote:af582235d5]

چپرهاري صاحب لږ وچه ورسره نیسه، ستا په لست کې به خدای خبر ستا په ګډون د مسلمانانو تعداد د ګوتو له شمېره اوړي کنه.

یا خو به صاحب د وحی یاست او یا مو هم خپل ځان ورک کړی دی، چې د بحث په مهال ډیر کله (السلام علی من اتبع الهدی) ته ټوپ وهی او کله هم په پورتني قول سره اسلام د خپل پلار په شخصي انحصار کې راولی !!! الله دې له مونږ ټولو سره درته د نیکو هدایت وکړي.

هیله ده چې ښاغلی وهاج صاحب او ښاغلی حلیمي صاحب به دې په دې اړه یو څه تنبه او وپوهوي.


عنوان

chaparharay
13.02.2011

وعلیک سلامونه!
دوه وراری عادل صاحب نوم خو دی ډبل لیکلی دی او دعدل دی داحال دی چی کله په یوچاسترګی راوباسی او کله هم په بل چا .
ماته دی مخکی ځل هم ستوغی خبری لیکلی وی او ما په ډیره عاجزی ځواب درکړچی عادل صاحب ځمالیکنه ټوله وګوره بیا راته ملامت وایه .هغه دنوروزخان صاحب سره په بحث کی بیا دی هغه بل بحث کی چی دپتوال صاحب اوشهیرصاحب بحث وو هڅ په هڅه دی په شکور صاحب وکانځه او اوس بیا ماته لګیا یی .
دا ولی ؟
هغه ځل دی هم لیکلی وو چی افغانستان کی غوړ ځان ګرځی څوک به وهل درکړی اوس بیا ګواښونه او بدی ردی وای نودوه واری عادل صیب افغانستان ځما هیواد دی اوهڅوک ماته ځما په عقیده وهل نشی راکوی او که دا ته هم ورسره شی پاتی شوه دعقیدی خبره نوماتاسو غوندی په پټوسترګو نده منلی الحمدلله په ټوله عقیده پوه یم اوپه څه چی عقیده لرم د دلیل سره راته معلومه ده.
دا فورم ستا دپلار نه دی چی ته یی خپل شخصی ملکیت ګڼی دلته که هرڅوک یو څه لیکی نود دلیل په زور به یی ثابتوی که ما السلام علی من اتبع الهدی لیکلی وی نودا می دیو خاص شخص سره چی بحث وو لیکلی دی هغه خو داسی سلام هم نه دی کړی او تا هم کوم مسنون سلام ندی کړی اول خو دی دی سلام ته ګوره سلام همداسی وی لکه دا ته یی چی کوی ؟
اوبیا درته وایم که خپل عزت درته ګران وی اودپلار په نوم خفه کیږی نوبیا هوش کوه چی دبل چا پلار دلته یاد نه کړی کنه نو دپلار نه به دی هم هاااااااااااااخوا ورتیر شم او دا اوس می چی ستاپلار یاد کړ نو پدی خاطر چی تاته محسوس شی چی دچا پلار یادول څنګه وی کنه نو زه تا غوندی نه یم چی بحث می له تاسره وی اویادوم دی پلار .
ته که خامخا په چا کوم تنقید کوی نو باید په شرعی نصوصو بنا وی او شرعی حدود په نظرکی ونیسی .
او بیا هم درته یادګیرنه کوم چی دا ټول افغان دهچا شخصی ملکیت نه دی اونه څوک د لیکنو نه منع کولی شی البته سوال وځواب انتقاد دهرچا حق دی خو دادب په چوکاټ کی دننه !!!
هیله ده چی یوڅه به دی سترګی غړیدلی وی !
والسلام


عادل عادل
13.02.2011

سلامونه (دا هم بدعت دی کنه) ..... او حکم یې د چپرهاري صیب په تله کې اُور دی.

او خاص چپرهاری صاحب ته السلام علیکم و رحمة الله و بركاته

وروره زه ستا سره شخصي ستونزه نلرم، خبرې به مو په خپل ذات کې ډیرې سمې وي، ستاسو د موقف او عقیدې مخالفت څوک نه کوي، بحث کې اختلاف د نظر حتمي دی، ..............خو دا چې په پټو سترګو خام قضاوت او د کچالو ټاپې وهې، دا کار به مو د مدللو خبرو تاثیر په صفر کې ضرب کړي، او د هیچا زړه ته به هم و نه لویژي، ځکه چې د بحث او اختلاف په نتیجه کې تر ځان دایره راتاوول او هغې ته اسلام ویل مو نفاق، فتنې او خپلمنځي تنفر ته لار پرانیزي.

لکه تاسو چې د ټول افغان په اړه ویلي چې د چا شخصي نه دی، زما مطلب هم دا دی چې اسلام هم د چا شخصي یا پلرنی دین نه دی او نه هم په هغه اندازه کوچنی او محدود دین دی چې زمونږ او تاسو وړو سرونو او قاصرو فکرونو پرې احتوا کړې ده.

ما ستاسو پلار (که ژوندی وي الله دې اوږد او صحتمند عمر ورکړي) په بدو سره نه دی یاد کړی، په هر حال که فکر کوی چې بد مې کړي، نو په همدې ځای درنه بښنه غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more