اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
که دا حدیث چاته معلوم وي ودي لیکي
نادر
04.02.2011
سلام علیکم. پس دسلامه یوه ورځ مي دیو ملګري دخولې دا حدیث اوریدلی ؤ چي کله په انسان باندي یو مصیبت نازلیږي نو مصیبت ګرځي ګرځي چې اول دانسان په مال کې مصیبت ورورسیږي که چیرې په مال کې ځای پیدا نکړي بیا په ځان یا اولاد کي په مصیبت ګرفتاریږي. که ددي حدیث عربي متن چاته معلوم ودي لیکي خو وړاندې تردې دا مهمه ده چې آیا دا ریشتیا هم حدیث دی؟
د جواب په انتظار یم
عبد السلام
07.02.2011
څوک شته چې د نادر ورور پوښتنې ته ځواب ووايي ؟
نادر
07.02.2011
عبدالسلام صېب ډېره مننه چې زما په ستونزه کې مو ځان شریک کړی او د فورم په ملایانو مو د مرستې ژغ کړی.
ماته ستاسې همدردي راورسیدله. خو ترڅو چې ماته جواب میلاویږي، د مصطفی سالک خبره، د انتظار چاړه مې په زړه ښخه وګڼئ(۱).
----------------------------------------------------
(۱) پاتې شه باران دی (ناول)، لیکوال: مصطفی سالک، ص: غالبا د ۲ او ۸ صفحې ترمنځ.
عنوان
chaparharay
07.02.2011
السلام علیک ورحمةالله
نادرخان وروره تاسی چی کوم الفاظ بیان کړی نو ماته خو پدی معنی کوم حدیث نه دی یاد او بالکل انکار ورنه هم نشم کولای ځکه چی ماته ندی یاد نو ددی معنی به دا نه وی چی بالکل وی دی نه نوکه وی باید مولوی صاحبان ځواب درکړي.
او دی ته ورته نور احادیث شته:
عن ابراهیم بن مهدی عن ابیه عن جده وکانت له صحبة من رسول الله:
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان العبد اذاسبقت له من الله منزلة لم یبلغها بعمله ابتلاه الله فی جسده اوفی ماله اوفی ولده ثم صبره علی ذلک حتی یبلغه المنزلة التی سبقت له من الله. اخرجه احمد ۵/۲۷۳ وابو داود فی کتاب الجنایز باب امراض المکفرةللذنوب۳/۲۳۸ رقم ۲۶۴۹ وصححه الالبانی فی سلسلة الاحادیث الصحیحة ۶ القسم الاول ۱۸۹ رقم ۲۵۹۹
ترجمه :رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی کله کوم بنده ته دالله تعالی له طرفه یو لوړ منزلت (مقام) په نصیب شی چی هغی مرتبی اومقام ته په خپل عمل نشی ور رسیدی نو الله تعالی بیا ورباندی ابتلاء(مصیبت اومشکل)په بدن کی راولی یا یی په مال کی یا ولد (بچی)کی راولی اوبیا دصبرکولو توفیق ورکړی ترڅو چی هغه منزلت ته چی الله تعالی ورته لیکلی ورسیږی .
او داسی نور احادیث هم شته چی په دی معنی سره دی او یو بل قوی کوی خو داچی تاسی کوم الفاظو سره ښای نو ماته خو نه دی رامعلوم او نفی یی هم نشم کولای خو نور مولوی صاحبان به یی ان شاءالله ځواب درکړی خاصکر الوزیری صاحب خو اوس فورم کی ډیر ګورو نو شاید ستاسی ځواب ووای .
مع الاعتزار
حذيفه
11.03.2011
سلام عليکم
عين په دي الفاظوماته هم کوم حديث ندی معلوم .
ع کريم حليمي
03.04.2011
السلام علیکم و رحمة
أیوب علیه الصلاة السلام یو نامداره صابر نبي وو ، رب ابتلاءت په وکړل
لاندي متن روایت دی اما ندی حدیث نبوي
[color=red:7f8febdd3a]فإن الله تعالى ابتلاه بولده وأهله وماله ، ثم بجسده ،[/color:7f8febdd3a]
بسم تعالی -وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۸۳﴾ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ (۸۴) وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ ﴿ ۸۵﴾ الانبیاء
د أیوب علیه الصلاة السلام د صبر قصه په لاندي ادرس کي کتلای شی
http://www.youtube.com/watch?v=TtY5v-xUCEE
http://www.r-azar.com/index.php?option=com_content&view=article&id=178:sabr-ayob
ډیر ګران مکرم نادر صاحب ، تاسو چه د کوم حدیث په باب پوښنته کړېده
[quote:7f8febdd3a] یوه ورځ مي دیو ملګري دخولې دا حدیث اوریدلی ؤ چي کله په انسان باندي یو مصیبت نازلیږي نو مصیبت ګرځي ګرځي چې اول دانسان په مال کې مصیبت ورورسیږي که چیرې په مال کې ځای پیدا نکړي بیا په ځان یا اولاد کي په مصیبت ګرفتاریږي.[/quote:7f8febdd3a]
دا تر لمر روښانه ده او هر چا چه دغه خبري تاسو ته کړي ، حدیث نه بلکي
د ایت شریف تعبیر او معنیٰ ئې تاسو ته ویلې ده
وقال تعالى: ولَنَبْلُوَنَّكَم بشيءٍ مِنَ الخوفِ والجوعِ ونَقْصٍ من الأموالِ والأنْفُسِ والثَّمراتِ وبَشِّرِ الصابرينَ . الذين إذا أصابَتْهُم مصيبة قالوا إنَّا لله وإنَّا إليهِ راجعونَ . أولئكَ عليهم صلواتٌ مِنْ ربِّهِم ورحمةٌ ــ البقرة ۱۵۶ او ۱۵۷ آیتونه