د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تحریک ګډوله

chaparharay
03.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ګرانو لوستونکو د نوروزخان صاحب سره چی ځان د تحریک طالبان نمایده
ښایی او د هغوی په نمایندګی خبری کو ی ځما خبره په هغه بل فورم کی روانه
وه خو ماچی یو څه سپینی ورته ولیکلی نو د نوروزخان صاحب په مزاج ښی
ونه لګیدی او له یوه سره یی ټوله لیکنه د (اصلاح کیږی )په میزایل وویشته.
ورونو اوس زه څه وکړم که بس کوم یی نوبه وای چی ګوره پړشو مدعای غلطه
په ناحقه وو نو ځکه غلی شو که ځواب ورکوم راړنګوی یی نو دا اوس کوم منطق شو
دا د تحریک نوم هم نوروز خان صاحب غوره کړی او ویلی یی دی چی دا یو ګډوله
تحریک دی نو چی دا پړه پر ما را ونه توغوی دا نوروز خان صاحب وینا ده
زه دلته دوه پوښتنی لرم د تحریک طالبان څخه:
۱:که د افغانستان حکومت بیا همدی تحریک ته په لاس ورشی(الله مکړه)نو دا
چی د نوروز خان صاحب په وینا ددوی منشور دی چی په ټول افغانستان کی
به حنفی مذهب باندی فیصلی کیږی او د همدی نوروز خان صاحب په وینا چی
ختم خواجګان چی د صدراعظم خان لخوا به په خلکو د سوټي په زور عملی کیده
او ښاغلی نوروز خان صاحب یی دحنفی مذهب جز ګڼی هم دی
نو هغه خلک چی دا کار نه کوی او بدعت یی ګڼی او د مذهب سره یی تړاو
نامناسب ګڼی نو دهغوی سره به څنګه چلند کیږی ؟
هماغه دپخوا پشان او که څنګه؟
۲:دقرانکریم ترجمه کول او خلک په قران پوهول او د قران وحدیث نبوی درس
کول چی د طالبانو(نوروزخان په ویناګډوله تحریک)کی په سختی سره منع وو
دا به څنګه کیږی ؟
هغه خلک چی اوس سلفیان دی او د تحریک سره ملګری دی او د یرغلګرو په ضد
جنګ کوی دهغوی سره به څنګه چلند کیږی ددی قانون نه به مستثنی وی کنه
که مستثنی وی نو دا به د هغوی ددی اوس جنګیدو مزد وی ؟
کنه نو نورو سلفیانو سره به یی ولی تمیز وی ؟
او که مستثنی نه وی نو هغوی بیچارګان چی داخپلی او پردۍ وینی تویوی نو
ددی لپاره چی د کرزی کافر حکومت ړنګ او پرځای یی د ختم خواجګان حکومت راشی بس همدومره؟!!!
او که دنوروز خان صاحب په وینا ګډوله تحریک وی نو تشکیل به یی څنګه وی
او قانونه به یی څه وی که همدا حنفی مذهب چی نوروزخان صاحب یی په صوفیت
تعبیروی نو دهغه نورو وګړو چی داشی نه شی کولای څه لاره وی هغوی ته به
پدی ګډوله تحریکی حکومت کی څه بیل قانون وی که څنګه ؟
ددی وضاحت وکړۍ ! ځکه
وای جنګ په خاره ښه دی که په شودیاره
چی همدا اوس خبره صفا شی شف شف نه سم شفتالو شی
مننه


وزیري
03.02.2011

چپرهاری وروره!
اول خو ته لګ حوصله وکړه او ډیر خفګان مه کوه، ځکه صحت ته تاوان رسوی.
دوهم زما دا یقین نه راځی چی نوروز خان ورور دی رسمی د طالبانو نماینده وی ځکه چی نوروز خان ورور خو د کابل په کمپنۍ کی د کوم چا مرید ده او پیران له طالبانو سره لاس نه لری او نه دا نن سبا ګدوډه حکومت کی علاقمند دی.

ختم خواجه ګان د تصوف مربوط شی ده په عوامو نه تحمیلیږی او نه به صدراعظم دیته اوزګار وی چی دا کار وکړی او په عین حال کی صدراعظم به نخواهد چی په تصوف کی مرید وی.
دا که په فقهی حنفی پوری تړاو لری او که یی نه لری نو کومه مهمه خبره نه ده. تړاو نه دا یی تړاو نو ولی؟

څوک چی ختم خواجه ګان نه منی له هغوی سره د چلند په باره کی مو پوښتلی دی.
لکه ما چی مخکی وویل ختم خواجه ګان د تصوف شی ده او په عوامو یی تحمیل نشته. که څوک یی نه منی نو کافر کیږی نه پری. او که څوک ورته بدعت وایی نو هم ښه کار نه ده. زه هم ورته بدعت وایم خو بدعت حسنه نه سیئه.

که غواړی چی د هغه خلکو په باره کی چی په نامه دسلفیانو د طالبانو په لیکو کی وینی تویوی معلومات لاسته راوړی نو مهربانی وکړه په لاندی لینک کی خپله پوښتنه طالبانو ته ولیږه.
http://shahamat.info/islam/index.php?option=com_content&view=category&id=11&Itemid=4

والسلام


نوروز خان
03.02.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم الوزیریه صاحب
الله مو په عزت لره ډیره هوښیاره خبره مو کړې ده ، زه رښتیا هم دطالبانو ویاند نه یم ، او نه مې تراوسه دا دعوه کړې ده ، خو چپرهاری ماته داسې ګډ ده ، لکه زه چې اصلي مدعي او دطالبانو ویاند یم ، نوموړي پایڅي بډ وهلي دي ، چې دده په زعم دخپل احتمالي سلبیدونکی حق لپاره د ټول افغان په شودیاره جنګ پیل کړي ، زه رښتیا هم دکابل په کمپنۍ کې نه بلکې دقلعه جواد دکمونیستانو وړي مرشدحضرت ضیاءالمشائخ ابراهیم جان مجددي ، بالواسطه مرید یم ، او دغزني په په شلګر کې دهمدې حضراتو له سترې مدرسې نورالمدارس څخه دقران کریم دحفظ ددستار شرف لرم .
لکه چې تاسو ویلي ، تصوف یو اسلامي باور دی چې نوی نه دی ، له ماسره دشیخ عبدالقادر جیلاني رحمه الله معتبر کتابونه ، فتوح الغیب او الفتح الرباني شته ، چې دتصوف په اړه ښه معلومات لري ، خو خبره داده چې دکشمالو په بوی څوک پوهیږي څوک نه ،
څومره چې مالیدلي ، دطالبانو په دستور او لوائحو کې دتصوف په اړه یوه کرښه هم نشته ، اما داشته چې دجهاد شرعي مسائل به په حنفي فقهه حل کیږي ، دغه راز داهم واقعیت دی چې طالبان اکثره سوچه احناف دی ،
چپرهاري ورور نه پوهیږم ولې دشودیارې جنګ او ماجراجویي ته ملاتړلې ، تاسو الوزیري محترم چې کوم لینک ورکړی واقعا غوره کار مو کړی نو موړی دې خپله غوښتنه له دې لارې له طالبانو سره شریکه کړي ، دغه راز ګومان کوم طالبان دسمع شکایاتو لپاره هم یو عمومي ایمیل ارس لري اوس رانه هیر ده که مې پیدا کړ دلته به یې کیږدم
په درناوي


عنوان

chaparharay
03.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
الوزیری صاحب له تاڅخه ډیره مننه چی دا منځګړتیا مو وکړه
باروکړی چی زه ښه سوچه مسلمان مجاهد او د طالبانو ورونو سره همغږی یم
زه له ډیرو طالبانو سره پیژنم خو هغوی بیا داسی نه وای احناف دی او صوفیان هم پکی شته خو هڅکله دا نه وای چی د صوفیت کوم عمل دی په چا په زور تحمیل شی او د صدراعظم او مولوی صاحب عبدالکبیر په باره کی هم ووای چی داکار یی تیروتنه کړی او پدی سره یی د خلکو اذهان مشوش کړی او دطالبانو په تحریک کی داسی تنګ نظری نشته کوم چی هغوی په ننګرهارکی کړی او ما پخپله هم دوه مدرسو کی سبق ویلی چی دواړه د احنافو وی او زه دخپلو استاذانو دکوښښ لامله دومره شوی یم چی حق او باطل وپیژنم
نوروزه خان ورور ته ما په یو شخصی پیغام کی داسی ګیله او ناخواله ذکرکړی وه چی د طالبانو په امارت کی مونږ سره داسی ظلم شوی خو هغه صاحب راته وویل چی زه دطالبانو په تحریک کی ۷کاله کیږی کارکوم او داځمونږ د طالبانو منشور دی مولوی صاحب عبدالکبیر اوصدراعظم دا کار له خپله ځانه نه دی کړی هغه پدی باندی مامور وو نوځکه ماته هم دا فکر راوغورځیده چی که سبا افغانستان ازاد شی او ان شاءالله ازادیږی به او او شاءالله د طالبانو حکومت به راځی او یو ښه اسلامی امارت به وی او دهرچا حقوق به پکی خوندی وی دا ځما باور دی خو نوروز خان صاحب خبرو ځما ذهن مشوش کړ.
او الوزیری صاحب نور سلفیان که هر رنګی وی زه فقط د خپل ځان نماینده ګی کوم بل دهچاهم نه او زه همدا اوس دهغه سلفیانو سره کلک مخالف یو چی د پاکستان isi سره دی اوکار ورته کوی
زه ورپسی لمونځ نه کوم ماسره په څنګ کی یو حنفی مسجد دی همدلته ټول لمونځونه کوم اګر چی د صف په نه برابروالی او ځینو بدعاتو کی ورسره تنګ هم یو خو بیاهم همدلته خپل لمونځونه کوم
او تاسی مهربانی وکړی ټول سلفیان په یوه تیږه مه تلی !
تاسی که کوم خلک پیژنی چی په هرچا دکفر تاپی لګوی نوه ما دهغوی ځنی مه شمیری دا د تکفیر مسله ډیره ضروری او ډیره اهمه خو بیا ډیر باریکه هم ده
که څوک چا ته کافر یا مشرک ووای او هغه کی نه وی نو دا کلمه ګرځی کرځی او چی په هغه بنده کی ځای ونه مومی بیرته په ویونکی راولیږی .
او هغه چا چی کفر یی ښکاره وی نو هغه ته بیا کافرنه ویل هم په نواقض ایمان کی راځی کافرته به هم کافر وای او مسلمان ته یا هغه چاته چی کفر يي ښکاهر(کفربواح) نه کافر نه وای پدی ښه پوهیږم.
په هرتقدیر ځما او د نوروز خان بحث همدلته د الوزیری صاحب په منځګړ تیا پای ته ورسیده نور به نو نوروز خان صاحب د طالبانو ملاتړ کو ی خو په نمایندګی به یی څه نه لیکی او نه به زه وربادی څه بد وایم پدی باندی هغه خلکوته ګټه رسیږی چی د یرغلګرو سره ملګری دی .
اللهم نور اذهاننا واصلح اعمالنا ومن توفیته منا فتوفه علی الایمان.آمین

 


و.افغان
03.02.2011

درنو وروڼو سلامونه او نېکې هيلې.
محترمو:
طالبان ټول طالب العلمان نه دي، بلکه د دغه تحريک له امله په ټولو دطالبانو اطلاق
کيږي، مونږ که په رښتيا د طالبانو د تحريک د اعضاوو په شمېر طالب العلمان لرلی،
نو دا وطن به ګل ګلزار وو.

په طالبانو کې تر اوسه هم داسې خلک شته دي، چې د طالبانو رنګ بدوي، بلکه د
ملايانو په نوم هم داسې خلک شته، چې د بدعتونه په سر خلک وژني.

د مؤکدو معلوماتو له مخې چې د قندوس د ولايت څخه يې لرم، چې هلته د طالب په
نوم ځينو مفسدينو يو دروند عالم د مرګ کومې ته روان کړی وو، او ګناه يې دا وه
چې هغه اسقاط بدعت بللی وو، سړی د وژلو په طرف روان کړی وو،
او دغه کار دوی د کندوز د يو طالب امير په امر تر سره کاوه.
پاتې دې نه وي چې دغه دروند عالم د طالبانو سره مالي او جسمي مرستې دواړه کولې.
په دې کې يوه کس هوښياري کړې وه، او هغوی ته يې ويلي وو، چې ملا صاحب
د هغه د وژلو امر نه دی کړی، بلکه په کېبلونو يې د هغه د وهلو حکم کړی دی،
بيا يې په کېبلونو وهلو سره له پښو غورځولی وو، او نږدې مرګ ته يې رسولی وو.

الله جل جلاله د دې وطن واګې د هغه چا په لاس کې ورکړي، چې په حقيقي دين، پوهې
او عقل سمبال وي.

په درنښت


وزیري
03.02.2011

نوروزخانه وروره دا مو ډیره زبردسته کار کړیدی چی د قرآن کریم حفظ مو کړی او ورسره په څنګ کی د مولوی صاحب ابراهیم جان مجددی مرید هم یی.
هو! دا خبره دی هم صحیح ده چی د کشمالو په بوی څوک پوهیږی او څوک نه.
زما یو ملګری دی هغه همیشه کمی خبری کوی خو بیا یی چی کوی نو ډیر د پند نه ډکه خبره کوی.
یوه ورځ د تصوف په باره کی خبره شوه او د کراماتو نه یو څه انکار راغی نو ما له منکر سره یو څه بحث شروع کړ نو دی ملګری می راته ویلی چی یاره ته ظلم کوی!
ما ورته په تعجب سره وویل چی څنګه زه ظلم کوم؟
ده راته وویل: چی یو چا څه شی نه وی لیدلی او ته یی پری منی نو دا خو غټ ظلم ده.

چپرهاری وروره! زمونږه دی سترګی ووځی چی ستا په مسلمانی او مجاهدتوب باندی به شک لرو. الله جل جلاله دی له مسلمانۍ نه مومنتوب ته ارتقاء درکړی او مجاهده دی خدای په ریاضت بدل کړه.
نه ما سلفیانو ته کافر ویلی او نه سلفیان کافر دی. سلفیان زمونږه وروڼه دی او مسلمانان دی.
ته که سلفی یی هم زما ورور یی او که حنفی یی هم زما ورور یی.

مونږه ټول د طالبانو ملاتړی یو خو په نمایند ګۍ یی خبری نه کوو ځکه چی نماینده ګان یی نه یو.

الله جل جلاله دی وکړی چی ستاسی دواړو ترمنځ می صلحی ته لمن وهلی وی او کشمکش مو په دوستی بدل شوی وی.

والسلام


نوروز خان
03.02.2011

الوزیري صیب او وهاج صیب مننه چې زمونږ په بحث کې مومداخله وکړه ، اوپه خپلو قضاوتونو مو دا بحث نهایي کړ .
زما په باور طالبان هم دبل هرخوځښت غوندې له انسانانو جوړ خوځښت دی ، چې خامخا به ناسم او لنډفکره خلک په کې وي ، خویوڅه چې دطالبانو تحریک یې لري دادی چې داساسي پالیسي او رهبري په سطحه یې ښایي داسې څه نه وي ، لکه ځینې ملګري یې چې مثالونه ورکوي ، که له افرادو کوم اشتباهات کیږي ، باید هڅه وشي خبره دطالبانو ترمشرانو ورسول شي ، چې خامخا به انشاءالله حق په حقدار سپاري .
ما وړاندې ویلي وه ، چې طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو ولایاتو کې دسمع شکایات لپاره ځانګړي نمبرونه فعال کړي ، دغه راز یې یو عمومي ایمیل ادرس هم ورسره دشبنامو له لارې ویشلی دی ، اوښایي دالړۍ درست افغانستان ته پراخه کړي ، نو دطالبانو دنیمګړتیاوو یابدو کړنو په اړه که څوک اګاهي لري ، نودنوموړي لپاره دوه لارې دي ، که غواړي طالبان تخریب کړي ، نوخپل معلومات دې په مطبوعاتو کې خپاره کړي او که غواړي اصلاح یې کړي خپل شکایت دې مستند او بشپړ کړي اوپه دې عمومي نمبر دې چې تازه یې په کار پیل کړی واستوي ، خدای ته تمه شته چې غږ به یې واوریدل شي
adalat6@gmail.com
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more