نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان هم يو ولسي انقلاب ته اړتيا لري.
و.افغان
01.02.2011
بسم الله الرحمن الرحيم.
له 35 کلونو راپدېخوا افغانستان د نړيوالو، سيمييزو او داخلي جګړو په ډګر بدل شوی
دی، د همدې مودې په ترځ کې وخت په وخت په مستمر ډول د عقل آوازونه داخلي
ښکېلو اړخونو ته چيغې او ځارۍ کوي، چې د الله څخه وويرېږئ، د خپل دين، ملت، او وطن ګټې په نظر کې ونيسئ، او له ملت سره ملګري شئ.
خو متأسفانه چې نه خو تر اوسه چا دغه د عقل اواز اورېدلی، او نه يې د ملت په ټپونو
باندې ملهم لګولی دی، بلکه هره ډله د خپلو شخصي ګټو په نظر کې نيولو سره د خپل
دين، ملت او وطن په سر سوداګانې کوي، خيانت کوي، او د دغو سوداګانو بازار لا
تر اوسه تود دی، او د لمر څخه هم ډېر ظاهره دی، هر هغه څوک چې ترې انکار کوي؛
يا ړوند دی؛ او يا د شيطاني اهدافو په خاطر خپلې سترګې په حقيقت پټوي.
په تونس کې پرون د همدغه وطن ولس کامياب انقلاب تر سره کړ، او ان شاء الله
د عاجلو ثمرو سره سره به يې ډېر ژر نور طويل الأمده مېوې عيان ته ښکاره شي.
په مصر او نورو اسلامي هيوادونو کې هم خوزښتونه ادامه لري، او اميد دی چې په
کاميابۍ متوج شي.
په افغانستان کې د ورته انقلاب راپورته کول يواځې د افغانستان د کشالې اساسي
حلل بللی شو، مګر هغه قوي عوامل چې په مذکورو هيوادونو کې د انقلاب
د کاميابۍ لپاره موجود وو؛ په افغانستان کې په نظر کمزوري راځي، موخه مې د افغانستان
د عامو خلکو د پوهې د کچۍ ټيټوالي ته اشاره دی، چې تل ترې دښمن سوء استفاده
کړې، او کوښښ يې کړی دی چې افغانان د علم له رڼا لرې وساتي.
مګر له دې سره سره د مخلصو مؤمنانو، طالب العلمانو او علماوو، دمساجدو امامانو،
د علمي مراکزو، لېسو، مدرسو او پوهنتونو د استاذانو او شاګردانو، او د نورو وطنپاله ځوانانو، او حقيقي ملتپاله ځواکونو په مټ کولی شو، چې دغه رنګ ولسي انقلاب رهبري کړو.
خاصکر د افغانستان ټول ولس به خامخا د تلويزونونو له لارې د تونس او مصر او
نورو اسلامي هيوادونو کامياب انقلابونه څاري.
افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، او بايد په دغه رنګ انقلاب کې ټول شريف
افغانان بلا استثناء برخه واخلي.
يواځې حقيقي ولسي انقلاب کولی شي، چې افغانستان په خپلو پښو ودروي، او د
پرديو لاسونه ورلنډ کړي.
په درنښت
احمدجان
02.02.2011
افغانانو د امریکایي ښکېلاک پرضد لا له وړاندې ولسي پاڅون کړی، او دا دی د کامیابۍ په درشل یې پل ایښی، او ډېر ژر به افغانستان کې د افغانانو په لاس سوچه اسلامي، افغاني حکومت رامنځته، او استعماري هیوادونه به د خپلو افغاني مزدورانو سره په ګډه زموږ د هیواد کډه وکړي.
larghonay laraway
03.02.2011
السلام عليکم!
ښاغلی شيخ الحديث وهاج صيب!
که انقلاب په لغوي معنی واخلې چې ګډوډۍ او اړولو ته وايي نو افغانانو ډېر انقلابونه تېر کړي دي خوکومه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.
افغانان يو شعوري او هدفمن انقلاب ته اړتيا لري !
ځکه چې يوه قصه واوره:
وايي يو څو لنډغرو اميانو شپنو يو هيندو راحصار کړی ؤ او ورته ويل يې چې هله زرشه کلمه ووايه!
هندو يې چې څو ډانګه وهلی ؤ نو چيغې يې کړې وې چې کلمه وايم خو زده مې نه ده راويې ښيئ!
شپانه حيران دريان پاتې شوي وو ځکه چې دوی ته خپله هم کلمه نه وه ياده
لومړی ټولنه د مصر سره نه خو يو څه په پوه کې ورنږدې کړئ او بيا يې پېښې کوئ
مننه
ډاکټر څپاند
04.02.2011
مصر کې څه تيريږي؟
مصر په اسلامي نړۍ او لوی منځني ختيځ کې تر ټولو مهم هيواد ګڼل کيږي٠
ټولو ته معلومه ده چې مصر ډير لرغونې تاريخ لري،خو ددې هيواد معاصر تاريخ، ددويمې نړېوالې جګړې روسته دتوجه وړ ګرزيدلی دی٠
مصر په 1892 کې دانګليس له خوا اشغال شو٠خو دانګليس ترکنترول لاندې تش په نامه شاهي نظام ،ديوې نظامي کودتا په ترڅ کې په کال ١٩٥٢ ړنګ اوجنرال محمد نجيب په ١٩٥٣ کال جمهوري نظام اعلان کړ٠
جمال عبدالناصر ١٩٥٤ کې،جنرال نجيب ګوښه اوپخپله ددولت رئيس شو٠
په همدې کال،جمالناصر د انګليس نه د مصر، کامله ازادي اعلان کړه٠
د١٩٥٦ جمهوري رياست دټولټاکنې په پايله کې،جمال ناصر دمصر دجمهور رئيس په توګه وټاکل شو٠
ناصر په همدې کال دسويز کانال چه په کال١٨٦٩ کې پرانستل شوې وو،ملي اعلان کړ٠ددي اعلان سره سم اسرايلو په مصر حمله وکړه،دملګرو ملتونو سوله ساتونکې ځواکونه دمصر او اسرايلو تر منځ ځای پر ځای شول٠
په ١٩٦٧ کې جمال ناصر،دسويز کانال داسرايلي کشتيو پرمخ وتړه او دملګروملتونو په اسطلاح سوله ساتونکو نه ئي وغوښتل چه له سيمي بهر شي٠خو اسرايلو بيا پر مصر بريد وکړ اوپه هغه جګړه کې چه په تاريخ کې
د٦ ورځنئ جنګ په نامه ياديږي،اسرايلو دسينا ټاپو په مکمل ډول اشغال کړ،او دفلسطين يوه بله برخه ئي هم ونيوله٠جمال عبدالناصر په ١٩٧٠ کال په ناڅاپي ډول وفات شو٠
دده دجنازې په مراسمو کې پنځه ميلونه وګړو برخه اخيستې وه،چې دنړې په تاريخ کې ساری نلري٠
جمال ناصر نه يواځې په مصر بلکه په ټوله نړۍ کې،خاصتا په اسلامي او عربي نړۍ کې خورا ډير محبوبيت درلود٠
دده وېناوي او کړني انقلابي وې٠
جمال ناصر کمونست نه وو،خو خورا ملي يا نشنلست عنصر ګڼل کيده٠
کله چه غربيانو د مصر د ملي اردو داکمالاتو او داسوان دبريښنا دتوليد دبند،د ودانولو په هکله دمصر تقاضا ته مفي ځواب ورکړ،ناصر مجبور شو چه پخواني شوروي اتحاد ته مخ کړي٠
دناصر له مرګه روسته د هغه نږدې همکار،انورالسادات دمصر جمهور رئيس شو٠
په ٦/١٠ /١٩٧٣،مصر او سورئي په ناڅاپي ډول،پر اسرايلو يرغل وکړ٠
په ډيره چټکۍ سره ئي دسويزکانال او دسينا ټاپو داسرايلو له اشغال نه ازادکړه،خو اسرايلووکړې شول چه د امريکا دبيسارې او مستقيمي نظامي مرستې په وجه،مصر او سورئي ته ماته ورکړي٠دسينا ټاپو اودغه راز دګولان لوړې چه دسورئي خاوره وه دفلسطينيانو دنورې خاورې سره اشغال کړل٠
داسې برېښي چې انورالسادات او دمصر رهبري،تردې نظامي ماتې روسته ډيرمايوس اوزړه ماتي شول٠څرنګه چې دپخواني شوروي اتحاد اقتصاد د اويايمي لسيزې له پيله دبحران سره مخامخ وه،مصر پدې بريالی نشو چه د
پخوا پشان د شوروي نه ستر نظامي او اقتصادي کومونه تر لاسه کړي٠نتيجه داشوه چه انورالسادات،په ناڅاپي ډول،امريکې او اسرايلو ته د دوستئ لاس ورکړ٠داسرايلو سره ئي په ځانګړې توګه دسولې قرار داد امضا او دسينا
ټاپو ئي بيرته تر لاسه کړ،دغه راز امريکې وعده وکړه چه مصر ته به دکال١,٣بليونه ډالره نظامي مرستې ورکوي٠( کله چه سردار محمد دواود ،ونکړې شول چه دشوروي اتحاد دويجاړ اقتصادي وضعيت په وجه،دهغه هيواد نه لازمې مرستې تر لاسه کړي،شايد هم څه نا څه د سادات د کړو تر تاثير
لاندې، پدې هڅه کې شو چه د امريکې سره خپلې اړېکې نږدې او په سيمه کې دهغه دژاندارم، پاکستان، ايران، سعودي اونورو ته ددوستۍ لاس ورکړي)٠
انورالسادات،داسريلو هيواد په رسميت وپيژند او دنورو عربي هيوادو لکه سوريه،فلسطين،اردن اولبنان دخلکو دارادې خلاف،چه دهغو خاوره هم داسرايلوتر اشغال لاندې دي،ديهودو نږدې ملرې او دوست شو٠
دسادات ددې عمل پايله داشوه چې نوموړی په مصر،ټوله عربي او اسلامي نړې کې دنفرت وړ وګرزي٠بالاخره،انورالسادت په ١٩٨١ کې ،پداسي حال کې چې دنظامي رسم ګذشت نظاره ئي کوله،ديوه نظامي افسر په وسيله ووژل شو٠دده له مرګه روسته يوبل نظامي،حسني مبارک چه د سادات مرستيال وو دمصر جمهور ريس شو٠مبارک ته دجمهوري رياست مقامم او دامريکې مرستو ډير خوند ورکړ او دتش په نامه ټولټاکنو (دکرزي پشان) ډرامې، چه هر پنځه کاله تر سره کيږي، ده ته فرصت ورکړ چه ٣٠ کاله پدې مقام کې پاته شي٠
مصر ٨٠ ميليونه نفوس لري،چه قريب ٨٣ په سلو کې نارينه او نږدې ٦٠ په سلو کې اناث ،ليک لوست کولې شي٠مصريان اکثرا دعالي زدکړو لرونکي دي٠په غربي نړۍ خاصتا انګليسي ژبو هيوادو کې يو ګڼ شمير مصري متخصصين په کار بوخت دي٠
دافغانستان د په اسطلاح ولسمشريزو او پارلماني ټولټاکنو په شان،په مصر کې دمبارک رژيم،چې د امريکې او اسرايلو نږدې دوست او مرستندوئ دی،هم دجعل اوتقلب له ليارې،پر دولتي واک اختيار خيټه اچولې ده٠
دحيرانتيا ځای ندی چه مصريانو تصميم نيولې چې د مبارک رژيم را نسکور کړي٠دالمغرب حوادثو،چه دهغې په ترڅ کې،ذين العاب الدين بن علي،رانسکور شو،دمصر دپاڅون لپاره دسپرغۍ حيثيت درلود٠
غربيان،خاصتا امريکا او اسرايل په دې ايره او ډار کې دي چه "نارنجي" انقلاب به نورو عربي او اسلامي هيوادو ته منتشر اوپدې وسيله،ددې هيوادو خلک به د کاملې ازادۍ په لور ګامونه پورته کړي٠
تر مبارک روسته؟
په مصر کې يو پيژندل شوی ځواکمن ملي،دموکراتيک اوچپ جنبش نه تر سترږو کېږي،خو واضحا،په انفرادي ډول دداسې شخصيتونو کمی نشته٠
دمصر اخوان المسلمين ګوند،يو پياوړی او منظم سازمان بريښي،خوداسې ښکاري چه په اوسني پاڅون کې نومړې ګوند،دعام ولس ته شا،په دويمه جبهه کې فعاليت کوي٠ايا دا حالت ددوې دکمزورتيا يا سياسي هوښيارې په وجه دی؟راتلونکې اونۍ اومياشتې به ددې سوال ځواب ورکړي٠
سره ددې چه دافغانستان اخوانيانو دمصري اخوانيانو سره نږدې اړېکې لرلې،خو داسې برېښي چې مصري اخوانيان له يوې خوادپياوړواسلاميپوهانو دلرلو په سبب او له بلې خوا په مصر کې د باسواده او تعليميافته خلکو داکثرت په وجه،دنسبتا سليم عقل څښتنان دي٠
ځنډ يا ژر،دمبارک رژيم سقوط کوي٠خو دابه دمصريانو "دبخت اوطالع"خبره وي چه څرنګه سياسي ځواک به داوسنئ انقلابي حالت نه استفا ده وکړي٠
کاپي:mosalehaimeli.org
و.افغان
11.02.2011
د مصر ستر ولس آخر د عظيم کامياب انقلاب له لارې خپل سرنوشت ټاکلو ته لاره
پرانيسته.
مصر د اسلامي نړۍ لپاره د ستون فقري حيثيت لري. په دې
اميد چې دا عظيم انقلاب د اسلام او مسلمانانو د سرلوړی سبب شي، او نورو ټولو
بندي ولسونو ته د آزادۍ الهام شي.
د تونس د پېښې له پيل څخه تر نن ورځې پورې به مې هره ورځ ساعتونه ساعتونه
خپلې سترګې د جزيرې ټلويژن په پرده ګنډلې وې.
د ديکتاتور نظام د سقوط او د ولسي عظيم انقلاب د کاميابيدو د خبر اورېدلو سره مې
بې اختياره په خوله د تکبيراتو زمزمې پیل شوې، داسې مې حس کاوه چې له ډېرې
خوشالۍ الوځم، په خونه کې له خپل ورور سره د تلويزون مخې ته ناست وم، تر څو
دقيقو پورې مو په ډېر حماس سره لاسونه وپړقول.
خو د کوټې په دېوال باندې د افغانستان د لګېدلې نقشې باندې چې مې سترګې
ولګېدلې، ډېرې اوښکې مې تويې کړې؛ او په زړه کې له آه او سوزه ډکې پوښتنې
راولاړې شوې؛ چې آيا زما اولس به زما په زندګۍ کې دومره حالت ته ورسيږي، چې
د دې جوګه شي، چې په خپلو مټو دارنګه يو کامياب انقلاب ترسره کړی شي؟؟
په درنښت
د خدای (ج) لار،
قادر خان
11.02.2011
[quote:2086a4401b="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ښاغلی شيخ الحديث وهاج صيب!
که انقلاب په لغوي معنی واخلې چې ګډوډۍ او اړولو ته وايي نو افغانانو ډېر انقلابونه تېر کړي دي خوکومه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.
افغانان يو شعوري او هدفمن انقلاب ته اړتيا لري !
ځکه چې يوه قصه واوره:
وايي يو څو لنډغرو اميانو شپنو يو هيندو راحصار کړی ؤ او ورته ويل يې چې هله زرشه کلمه ووايه!
هندو يې چې څو ډانګه وهلی ؤ نو چيغې يې کړې وې چې کلمه وايم خو زده مې نه ده راويې ښيئ!
شپانه حيران دريان پاتې شوي وو ځکه چې دوی ته خپله هم کلمه نه وه ياده
لومړی ټولنه د مصر سره نه خو يو څه په پوه کې ورنږدې کړئ او بيا يې پېښې کوئ
مننه[/quote:2086a4401b]
ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
مونږ افغانان په ډیر تاُسف سره یو داسی عادت لرو چی اکثراً زمونږ ذاتی اعمال زمونږ په زیان او تبایی باعث ګرځی او مهمه دا چی زمونږ د دښمنانو په ګټه ختمه کیږی، او هغه دا دی چی مونږ یو بل سره نه کینو او یا چی یو بل سره د مشوری کولو لاری چی زمونږد مبارک خالق د احکامو څخه دی، کار نه اخلو. ټول پدی باندی پوه یو چی الله تعالی په قرآن کریم د انفال په مبارکه سوره په یوه شپږمه آیه کی فرمایلی دی چی:
ترجمه: او که دوي (دښمنان) د صلح او مشوری له طرفه مایل شو، نو تاسو هم د طرفه مایل شی. که تاسو د الله تعالی څخه اعتماد او ایمان ولري. بیشک چی خدای (ج) زمونږ په هره شیانو پوهیږی او واوري.
اکثراً مونږ ځانونه (ماشاُالله) دینی عالمان وایو، دغه دواړه طرفه ځانونه ډیر ټکړه مسلمانان وایی، خو دواړه خوا ددغه مبارک حکم د منلو څخه ځانونه ساتی، ولی؟
مننه،
قادر خان
Re: د خدای (ج) لار،
pattang
11.02.2011
انډيواله يو څه بوی مې سپونږموته راغی !
وروره هغه نور مسائل وو ، کله به چې رسول الله مبارک له يهو دو سره خبرې کولي.
هلته دواړه پلوه يو له بل سره ګاوڼډيان وو٠
که هغه وخت اشغال وی نو جهاد به هغه وخت هم فرض وو.
وروره په اشغال کې څوک بنګلې نه غواړي او حرامي دي ٠
دلته موضع دغسې ده :
زمونږ هېواد ناحقه اشغال دی نو داشغالګرو باسل او په مقابل کې يې جهاد
په هر افغان فرض دي٠ صليبيان زمونږ کورته ته راغلي او قبضه کړی يې دی
بېرته به وځې او تاوان به هم راکوي٠
ته دې سولې خبرې کوې ، د څه شي سوله ورسره وکړو! ، داخود دې مانا لري چې
خپله عورته ورته پرېږدو٠ ايا دا خبره اسلام او پښتو مني ?
تا داشغالګرو چاپې او بونګنې طيارې ندي ليدلې ?
ما ليدلي دي ، نالت پر هغوی چې ددوی چټل رژيم او ديموکراسي غواړي٠
[quote:d8f9749a6a="قادر خان"][quote:d8f9749a6a="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ښاغلی شيخ الحديث وهاج صيب!
که انقلاب په لغوي معنی واخلې چې ګډوډۍ او اړولو ته وايي نو افغانانو ډېر انقلابونه تېر کړي دي خوکومه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.
افغانان يو شعوري او هدفمن انقلاب ته اړتيا لري !
ځکه چې يوه قصه واوره:
وايي يو څو لنډغرو اميانو شپنو يو هيندو راحصار کړی ؤ او ورته ويل يې چې هله زرشه کلمه ووايه!
هندو يې چې څو ډانګه وهلی ؤ نو چيغې يې کړې وې چې کلمه وايم خو زده مې نه ده راويې ښيئ!
شپانه حيران دريان پاتې شوي وو ځکه چې دوی ته خپله هم کلمه نه وه ياده
لومړی ټولنه د مصر سره نه خو يو څه په پوه کې ورنږدې کړئ او بيا يې پېښې کوئ
مننه[/quote:d8f9749a6a]
ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
مونږ افغانان په ډیر تاُسف سره یو داسی عادت لرو چی اکثراً زمونږ ذاتی اعمال زمونږ په زیان او تبایی باعث ګرځی او مهمه دا چی زمونږ د دښمنانو په ګټه ختمه کیږی، او هغه دا دی چی مونږ یو بل سره نه کینو او یا چی یو بل سره د مشوری کولو لاری چی زمونږد مبارک خالق د احکامو څخه دی، کار نه اخلو. ټول پدی باندی پوه یو چی الله تعالی په قرآن کریم د انفال په مبارکه سوره په یوه شپږمه آیه کی فرمایلی دی چی:
ترجمه: او که دوي (دښمنان) د صلح او مشوری له طرفه مایل شو، نو تاسو هم د طرفه مایل شی. که تاسو د الله تعالی څخه اعتماد او ایمان ولري. بیشک چی خدای (ج) زمونږ په هره شیانو پوهیږی او واوري.
اکثراً مونږ ځانونه (ماشاُالله) دینی عالمان وایو، دغه دواړه طرفه ځانونه ډیر ټکړه مسلمانان وایی، خو دواړه خوا ددغه مبارک حکم د منلو څخه ځانونه ساتی، ولی؟
مننه،
قادر خان[/quote:d8f9749a6a]
pattang
11.02.2011
نه داانقلاب ندی ، انارشي ده .
انقلاب د يوه اقتصادي سيستم ويشل ، تغير او تبديل ته وايې ٠
نو په افغانستان کې څو په اقتصاد پو هېدل ? او چا داسې اراده لرله
خو ټول سپوږن سره يو ځای وو او دي ٠
[quote:4447394a4b="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ښاغلی شيخ الحديث وهاج صيب!
که انقلاب په لغوي معنی واخلې چې ګډوډۍ او اړولو ته وايي نو افغانانو ډېر انقلابونه تېر کړي دي خوکومه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.
افغانان يو شعوري او هدفمن انقلاب ته اړتيا لري !
ځکه چې يوه قصه واوره:
وايي يو څو لنډغرو اميانو شپنو يو هيندو راحصار کړی ؤ او ورته ويل يې چې هله زرشه کلمه ووايه!
هندو يې چې څو ډانګه وهلی ؤ نو چيغې يې کړې وې چې کلمه وايم خو زده مې نه ده راويې ښيئ!
شپانه حيران دريان پاتې شوي وو ځکه چې دوی ته خپله هم کلمه نه وه ياده
لومړی ټولنه د مصر سره نه خو يو څه په پوه کې ورنږدې کړئ او بيا يې پېښې کوئ
مننه[/quote:4447394a4b]
و.افغان
12.02.2011
د مصر ولس په 18 ورځو کې د پوره نظام د چپه کولو په ترځ 300 ځوانان له لاسه ورکړ.
د مصر ټول فوځ دغو شهيدانو د احترام او تعظيم سلامي ووهله.
خو افغان ولس د وطن د ازادۍ په لاره کې 2 مليونه شهيدان ورکړل، په مليونونو په کې
معيوبين شول، يتيمان شول، ښځې کونډې شوې.
خو دغو مظلومو قهرمانانو ته نه د تش په نامه مجاهدينو حکومت تعظيم او احترام وکړ.
نه طالب حکومت.
او نه اوسني ګوډاګي دولت.
آخر ولې؟
أسفا على الأفغان، لا بواكي لهم.
په درنښت
Sangar Watan
13.02.2011
دمحترم وهاج صيب نه يو سوال؟
المغرب او مصر دتغير او تحول جامونه په سرواړول٠
داسې بريښي چه الجزاير او يمن هم راويښ شوی دی٠
ايا په سعودي عرب کې دپاڅون احتمال شته؟
که فرضا پاڅون وشي او بري ته نږدې شي،دامريکې دپوځي هډو نقش به څه وي؟(هغه هډې چه دمرحوم صدام حسېن رحمته الله ليه له ډاره جوړې شوې وې)ايا پدې هکله په افغانستان کې د پوځي هډو دطرفدارانو لپاره څه ويل لرئ؟
و.افغان
13.02.2011
سنګر وطن صاحب:
ما په بار بار ويلي دي، چې افغانانو ته خپلې دومره کشالې پرتې دي، چې د نورو
کشالو ته په هيڅ
صورت نه وزګار دي، نه ورته وسعه لري، نه ورته وخت لري، او نه شرعا او عقلا ترې
په کې څه غوښتل کېدلی شي.
زه عقيده لرم چې زمونږ د قوانينو مصدر بايد اسلامي شريعت وي.
او د سلطې مصدر مو بايد عام ولس وي، دا چې نن سبا اسلامي نړۍ په هېوادونو
وېشل شوې ده، نو د هر هېواد ولس د هغه هېواد د سلطې مصدر دی.
هر ولس په شمول د سعوديانو حق لري چې خپل سرنوشت هغسې وټاکي ، لکه څنګه يې
چې خوښه وي.
زما غريب چې يواځې خپل افغان ولس ته څه خير ورسيږي؛ بس به وي.
خو دا تاسې څنګه هر وخت ما ته سعودي مخکې او وروسته کوئ؟؟؟ :)
په افغانستان کې د امريکايي هډو په اړه بحث تر بل سرليک لاندې روان دی؛ همالته
به يې جاري وساتو.
په درنښت
[quote:10dc3fdc79="sangar watan"]دمحترم وهاج صيب نه يو سوال؟
المغرب او مصر دتغير او تحول جامونه په سرواړول٠
داسې بريښي چه الجزاير او يمن هم راويښ شوی دی٠
ايا په سعودي عرب کې دپاڅون احتمال شته؟
که فرضا پاڅون وشي او بري ته نږدې شي،دامريکې دپوځي هډو نقش به څه وي؟(هغه هډې چه دمرحوم صدام حسېن رحمته الله ليه له ډاره جوړې شوې وې)ايا پدې هکله په افغانستان کې د پوځي هډو دطرفدارانو لپاره څه ويل لرئ؟[/quote:10dc3fdc79]
Sangar Watan
14.02.2011
محترم وهاج صيب،
ستاسو دلاندنئ ليکنې ترلوستو روسته،ما داسې وانګېرله چې ستاسو معلومات
پدې هکله تر نورو ډېر او دې سپړنئ وړ دي٠
وهاج صيب ليکلي:
[quote:ab7f2a78a3]په تونس کې پرون د همدغه وطن ولس کامياب انقلاب تر سره کړ، او ان شاء الله
د عاجلو ثمرو سره سره به يې ډېر ژر نور طويل الأمده مېوې عيان ته ښکاره شي.
په مصر او نورو اسلامي هيوادونو کې هم خوزښتونه ادامه لري، او اميد دی چې په
کاميابۍ متوج شي. [/quote:ab7f2a78a3]
ډاکټر څپاند
16.02.2011
دوکتور س. ح. روغ
[color=yellow:aa2560b09c]مصدرها نو می شوند! [/color:aa2560b09c]
مبارک در بست و رفت؛ و همه نسبت های نامبارک ، دربست ، رفتند؛ و اما چی برجا ماند؟
پاسخ سهلگیرانه همانست که ما هم به آن عادت داریم: مردم بر جا ماندند!
ولی مردم همواره بر جا ماندند؛ و مردم همواره تنها ماندند؛ مردم بر سر راه ماندند.
اروپا در برابر جریان وقایع در مصر، عقب نشینانه و با تلخی موضع انتظار اتخاذ کرد؛عکس العمل رهبران اروپایی ، حتا در برابر پیروزی مصریان ، بسیار کرخ بود . امریکا کوشید همراه با وقایع گام بردارد؛ این که غرب دانست که مردم مصر، علیرغم غرب، پیروز می شوند، این خود یک پیروزی مهم بود.
پس چی واقع شده است؟ و چی واقع خواهد شد؟
[color=blue:aa2560b09c]
چیزی غریب واقع شده است: دنیای عرب از دست غرب برون می لغزد؛ و غرب با دلهره می بیند که دیگر نه می تواند از این برون لغزیدن ممانعت کند.[/color:aa2560b09c]اوباما با صراحت گفت که امریکا ، که تا کنون از دیکتاتوری های فاسد در افریقا حمایت می کرده است ، پس از این این کار را نه می کند ؛ این یک موضع روشنفکرانه بود .
و امریکا، راه درازی پیمود، تا به مصر رسید؛ و در مصر است که امریکا با بصر دید که مصدر ها نو میشوند .
وقایع مصر، سه مشخصه ی اصلی دنیای کنونی را در یک نسخه می پیچد:
یکی این که یک نسل جوان سیاسی وارد میدان می شود؛ این نسل هم تعلقات مکتبی سیاسی راعدول میکند؛ و هم تفاوت های فرقه یی را عدول می کند؛ نه فقط فرقه های متعدد، بلکه مسلمانان و مسیحیان مصری در کنار هم برای امر مشترک آزادی رزمیدند .
منطق ِ سازمانیابی و آرایش سیاسی دگرگون می شود؛ دوران سازمان بازی و بازی با سازمان ها به پایان میرسد؛ و این مهم است، زیرا سرتاسر ستراتژی قبلی غرب در برابر دنیای مسلمانان، متکی بر منطق آرایش سیاسی قبلی-آرایش سیاسی مبتنی بر تشدید تفرقه و مقابله ی درونی، و ازینطریق سرکوب ، بود . درست این آرایش سیاسی جدید است که این منطق را در هم شکست .
دو دگر این که در حالی که مطبوعات امریکایی مشغول این بحث هستند که آیا آن چی در مصر می گذرد، یک انقلاب است و یا نیست؟ در این حال رویدادها در مصر، مجموع گفتمان سیاسی غربی را عقب میزند .
[color=white:aa2560b09c]مصر یک کشور "مستقل" بود؛ یک نظام جمهوری داشت؛ انتخابات دایر میکرد؛ و اما اینکه در تحت دیکتات مستقیم غرب ، در این کشور استبداد و فساد بیداد می کرد ، برای این یک استدلال ِخوش لباس پوشانیده می شد: مسلمانان مستعد نیستند که به گونه ی دیگر باشند .[/color:aa2560b09c]
در عقب این "استدلال"، اما یک حقیقت بسیار تلخ پنهان نگهداشته می شد: د رطی 60 سال گذشته، امریکا و اروپا به منظور برقرار ساختن یک "ترتیب مطمین" برای ادامه ی تسلط و چور شان بالای منابع عربی انرژی، با سماجت ناسیونالیزم عرب را سرکوب کردند .
[color=red:aa2560b09c]در حالی که جهان پیشرفته از ثروت های غارت شده از عربها غرق در عشرت بود ، مردم عرب از بدوی ترین حقوق مدنی محروم نگهداشته شدند؛ و در غیاب ِ ناسیونالیزم ِ عرب؛ سه ناسیونالیزم افراطی اسراییل و ایران و ترکیه بر حوزه ی عربی مسلط ساخته شدند.[/color:aa2560b09c]
و تونی بلیر خود را به سر وقت ِ "پالیسی" شرقمیانه رسانید تا یک اطمینان انگلیسی بدهد که، در قرن21 هم، غرب به نفت- لیسی ادامه خواهد داد . و اینک اما کامرون "سخاوتمندانه" فرموده می سازد که انگلیس هر چی کومک بتواند به مصر می کند!!
نظام های استبدادی، ابزاری برای دیکتات بودند . عرب ها این نظام ها را بر می اندازند، تا از یوغ دیکتات آزاد شوند . از این رو است که شعار اصلی انقلاب مصر آزادی است!!
عربها به خود بر می گردند .
شعار آزادی بر درفش ناسیونالیزم عرب می درخشد؛ و هرگونه دیده شود ، دین یکی از عناصر شکل دهنده ی این ناسیونالیزم ِ نو است.
[color=yellow:aa2560b09c]انقلاب مصر، یک انقلاب مدنی است .[/color:aa2560b09c] این انقلاب نه بر مبنای جمع و تفریق ها و بر مبنای «الترناتیف ها» ، بلکه بر مبنای همه گانی پیروز شد . در این میان از تحول های جالب توجه یکی هم این که جای روشنفکری دینی جابه جا می شود-روشنفکری دینی از عرصه ی نظامی ، به عرصهء سیاسی منتقل میشود ؛ روشنفکری دینی به اعضای شکل دهنده ی«جامعه ی مدنی» مبدل می شود .
سه دگر این که دنیای گلوبال به شدت به سوی چندین جانبه شدن جلو می رود: جهان ِیک قطبی فرو می ریزد .
صرافت و ظرافت یک نسل کامل از سیاست نویسان و ستراتژی نویسان امریکایی و اروپایی که کوشیدند سراسر جهان را در قطی یکقطبی امریکا بگنجانند، در برابر چشمان ِ ما به هیچ می شود . دنیا دیگر به ضرب نظام های وابسته ، و به ضرب مداخله ی نظامی و لشکر کشیها قابل نگهداری نیست .
[color=red:aa2560b09c]ضَرَبَا ؛ ضَرَبُوا؛ متروک می شود؛ ضَرَبتُم؛ ضَرَبتُنَ به میدان می آید: مصدر ها نو می شوند!![/color:aa2560b09c]
حوزه ی عربی، شاید آخرین حوزه یی است که زبردستی را بر می افگند و از زیردستی امریکا فرا می لغزد . قیام سراسر ِ دنیای عرب را در می نوردد.
آن چی امروز در دنیای عرب می گذرد، این را نه باید خصوصیت زنجیری رویداد ها نامید .
دنیای عرب، در مقام یک حوزه ی تمدنی وارد جهان گلوبال می شود . درست گلوبال شدن ِ جهان است که برای این تحول خیره کننده راه گشود . انقلاب مصر، از طریق انفارماتیک به پیروزی رسید . وایل غنیم یکی از رهبران جوان انقلاب مصر، این انقلاب را «انقلاب انترنیتی» نامید .
بدون هیچ گونه تردید یک همگرایی نو عربی در پیش است که موازنه ها در شرقمیانه را برهم می زند . اهمیت ستراتژیک اسراییل برای امریکا و غرب رنگ می بازد . اسراییل برای زنده گی مشترک و مسالمت آمیز با اعراب دیر کرده است؛ " بازی" شرقمیانه به پایان رسید!!
[color=cyan:aa2560b09c]بدون هیچ گونه تردید، در حوزه ی ما نیز، قیام مردم در برابر استبداد های سیاسی و استبداد های دینی در پیش است: تابستان آینده در تهران بسیار گرم خواهد بود؛ و اسلام آباد نیز باید به زودی برای آبادی تخلیه شود.[/color:aa2560b09c]
*
یک بار دگر:
آن چی را این قلم در کتاب «سندروم افغانستان» مطرح کرد در کانون توجه ما قرار می گیرد .
ما هر چی بیشتر به توجه به مشخصات حوزه یی انکشافات در منطقه ی ما معطوف می شویم. راه آینده ی ما، از تاسیس حوزه ی تمدنی ما می گذرد .
افغانان برای این که بتوانند در مقام آزاد کننده ی حوزه ی تمدنی ما وارد عمل شوند، باید بتوانند بر تمایزات مکتبی و فرقه یی و قومی و مذهبی در میان خود فایق آیند .
دامن زدن به این تمایزات،از ابزار ها و از تبعات ِ مداخله ی خارجی است ؛ از ابزار های سرکوب اراده ی ملی است.
[color=red:aa2560b09c]مصر به ما می آموزد- اگر ما بتوانیم درس بگیریم .[/color:aa2560b09c]
*
مبارک رفت ؛ عیدآمد.
و اما پس از عید، کار زیاد در پیش است:
به سوی وطن و هموطن!!
مردم افغانستان را در راه آزادی و صلح سازمان دهیم !!
کاپي از
mosalehaimeli
پتوال
06.03.2011
پرانيستل شوې سکالو ډيره مهمه ده، بايد مفصل بحثونه پرې وشي، په مصر تونس او نورو په لاريونونو او سوله ييز پاڅونونو کې
د خلکو د پوهې او شعور په ښه سطحه استدلال کيږي ، هلته د ملي او اجتمکاعي شعور سطحه تر افغانستان ډيره لوړه ګڼل کيږي او قومي
قبايلي شعور ددغسې بدلونونو مخ ډب کونکی بلل کيږي . قبيلوي شعور اوس په افغانستان کې هم ستونزې رامنځته کړي دي اوپه افغانستان کې يې په مساوي توګه د طالب غورځنګ د پراختيا او تعميم مخه نيولې ده .
همدغه قبيلوي شعور دی چې په حکومتي قدرت کې يې بيا شمالي ټلوالي ته ترکيز او تمرکز وربښلی دی . ملي ځواکونه له دواړو خواو څخه تر ګواښ لاندې نيول کيږي ، که ملي پاڅون رامنځته کيږي نو لومړی
به د قدرت قبيلوي وېش ته د پای ټکی ږدي . د بدمرغۍ ځای دادی چې همدغه قبيلوي ويش د بهرنيانو له خوا ظاهرا په غير قبيلوي
پلمو او نومونو تقويه کيږي څو د خپلو موخو له پاره يې وکاروي ، وکاروي، پاکستان د اسلام په نامه او لويديځوال بيا
د چټلې ليبرالې غربي دموکراسۍ په نامه د شريکې جنګ جګړې د خره په ملا خپل خپل انډي درنوي او له يوې خوا پرته هغه بله خوا منزل ته نشي رسيدلای .
په منځ کې ټوله لوبه په مظلوم افغان ملت روانه ده ، ملت بآيد درک کاندي او په سوله ييزه پاڅون دجګړې عوامل شنډ او عاملين يې له هيواده وشړي .
دا کار هله کيدای شي چې د افغانانو ملي پاڅون لکه په مصر او تونس کې هم ملي هم اسلامي او هم ولسواک پاڅون وي ، ځکه زمونږ د جهادونو ناکامي او ناورينونو عامل هم همدا و او او دی چې هېڅ حرکت مو تر اوسه پورې شعوري نه و او نه تر اوسه پورې يې شعوري بڼه غوره کړې ده ، بلکې احساساتي او جذباتي بنسټ لري او له جطباتو څخه خو مو هر ګاونډی ، هر ((خپل)) او پردی ناوړه ګټه پورته کولی او جهادونه مو زمونږ پر ضد تمامولی شي . خو په مصر او تونس کې
دوښمن تر اوسه دغه چانس نه دی موندلی .
عادل عادل
07.03.2011
السلام علیکم
درنو د بحث ګډونوالو لوستونکو وروڼو خویندو
راځی چې هر څه ته په خلاصو سترګو وګورو، هیڅ ملت نه غواړي چې په پیل کې د متشنج وسلوال پاڅون لاره غوره کړي، دا سمه ده چې د سواد، فرهنګ او سیاسي شعور لوړه کچه د پاڅونو او انقلابونو په جهت کې کارنده رول لوبوي او د انحراف او ګډوډی مخه یې نیسي، خو زما په نظر دا د موضوع یو اړخ دی.
په تونس، مصر، لیبیا، عمان، بحرین، اردن ...... ټولو کې ولس سولییز ملي پاڅون پیل کړ، دا چې یو لږ متشنج بل ډیر او بل تر وسلوال اخ و ډب پورې رسیژي، دا د ولس ګناه او کمی نه دی، بلکه د حاکم نظام د برخورد او عکس العملونو محصول یې بللی شو، په بل عبارت د سولییز او وسلوال پاڅون بڼې د حاکم نظام تر عکس العمل پورې اړه لري چې څومره ژر د ولس اردو ته د تسلیمی غاړه ږدي او یا تر کومه د دوی د روا غوښتنو په وړاندې د فرعون صفته قذافي په شان د کبر، غرور او بربریت سیاست په لاس کې نیسي.
سره لدې چې زمونږ د ګران وطن افغانستان شرایط او روانه تحمیل شوې غمیزه په هیڅ اړخ کې د پورتنیو انقلابونو او پاڅونو سره مشابهت او ورته والی نلري، ځکه چې په پورتنیو هیوادونو کې هر څه کورني پیښيژي، تر پرونه که حاکم نظامونه هر څو هم د بهرنیو استعمارګرو تر تاثیر لاندې وو، خو ولسونو یې د مصلحت له مخې د رضایت غاړه وړله او له نن وروسته یې اوښتون او بدلون غواړي.
که څوک په افغانستان کې د اشغالګرو او ددوی د وحشي لاسپوڅو په وړاندې د ملي سولییز پاڅون توصیه کوي، نو دا محض د تیوری او کاغذ پر مخ یوه خبره کیدای شي، لکه چې ما پورته اشاره وکړه، د سولییز پاڅون سولییزه یا خونړی بڼه که په پورتنیو هیوادو کې د حاکمو نظامونو تر عکس العمل پورې مربوطه وه، زمونږ په ګران هیواد کې د غاصبو پردیو یرغلګرو په عکس العمل پورې تړلې ده چې تر سپږمو پورې په وژونکو وسلو سمبال دي، دلته نه د پوهې کچه او نه هم سیاسي شعور د ملي پاڅون په انساني ضایعاتو کې مرسته کولاس شي او نه هم غاصب اشغالګر زر له خپلې پاکې خاورې څخه ایستلی شي. د پوهې لوړه کچه او سیاسی شعور مونږ ته یوازې له بري وروسته پړاو کې تر هر څه لوړ اهمیت لري او بس.
مونږ ټولو ته تر لمر څرګنده ده چې د تېرو دېرشو کلونو په اوږدو کې مظلوم ولس د هر بهرني اشغالګر او کورني لاسپوڅي نظام په وړاندې په تش لاس (سولییز) ډول پاڅون کړی، خو د اشغالګرو یا د دوی د لاسپوڅو له خوا له داسې وحشي غبرګون سره مخ شوي چې نور یې د تش لاس پر ځای وسلې ته لاس اچولی، د روسانو په وړاندې ملي ولسي مقاومت په تش لاس او سولییزه توګه پیل شو، د کورنیو جګړه مارانو د له منځه وړلو په موخه ولس یعنې طالبان د خپل پاڅون په پیل کې تش لاس او په بشپړه سولییزه توګه د شر او فساد مرکزونو ته ننواتې ورتلل، نتیجه دا چې افغانان هیڅکله هم د کړکیچونو سره د برخورد لپاره سختې لارې چارې نه خوښوي، او نه خو هم تر بل هیڅ ولس د ټیټ تاریخ او فرهنګ خاوندان دي، سره لدې چې افغانان دېرش کاله پرله پسې غمیزو ځپلي خو بیا هم د همدې اسلامي او افغاني فرهنګ پر مټ یو خودکاره قانون ته ژمن ولس دی چې تر ډیرو قانونمندو ولسونو نه د خپل منځ بهترین ولسي متقابل احترام او حقوقي تعامل او راشه درشه څښتنان دي.
زما د پورتنی خبرې بل ښه ثبوت د تاریخي عراق د اشغال پیښې او نتیجې دي، همغه اشغالګرو زمونږ خاوره هم اشغال کړې ده، د پوهې او سواد د لوړې کچې تقاضا خو دا ده چې عراقي ولس دې خپل برحقه مقاومت د افغانانو په نسبت زر ځله په ښه توګه رهبري او د کامیابی پړاو ته رسولی وای، ولسي تلفات باید چې د افغانستان په نسبت ډېر کم وای، خو حقیقت سل په سلو کې ددې بر عکس دی، چې دا د افغانانو په خودکاره مدیریت، سیاسي نبوغ، په خدای ج او ځان تکیه، او اوچت فرهنګ باندې دلالت کوي.
د افغانانو د لا وحدت او یرغلګرو د حتمي ماتې په هیله