ادبي ټوکې ټکالې
درانه بوټونه اوتاوان یي
حذيفه
30.01.2011
درانه بوټونه
په بغدادکي دابوالقاسم په نوم يوسړی ووچي يوه جوړه بوټونه يې درلودل اوله اووکلونو راهيسي يې په پښوکول . هروخت چي به يې يوځای پرې سونويوه پينه به يې ورته کښېښودله چي په دی سره یی بوټونه ډیردرانه سول . يوه ورځ دغسل لپاره حمام ته ولاړنو يوه ملګري يی ورته وويل : ابوالقاسمه! کاش چي له دی بوټونودي ځان خلاص کړی وی ځکه ته ډیرشتمن يی . ابوالقاسم ورته وويل : ته رښتیاوایې ان شاء الله زه به ژرنوي بوټونه رانيسم .
کله چي له حمام څخه راووت اوجامې يې واغوستلې نودخپلوبوټونوترڅنګ یی نوي بوټونه وليدل فکریی وکړچي ملګري يې دده لپاره رانيولي دي نوهماغه نوي بوټونه يې په پښوکړل کورته ولاړخوهغه دقاضي بوټونه ووچي په همدې ورځ حمام ته راغلی اوخپل بوټونه يې دابوالقاسم دبوټونوترڅنګ کښلي وو، کله چي قاضي له حمام څخه راووت خپل بوټونه یې ولټول مګرويی نه موندل . ويی ويل : چاچي زمابوټونه وړي هرومروبه یی خپل بوټونه پرييښي وي کله چي دوی ډیره پلټنه وکړه نودابوالقاسم له بوټوپرته یی نورونه موندل نوپوه سول چي دقاضي بوټونه ابوالقاسم وړي دي . قاضي خپل نوکران دابوالقاسم کورته ولیږل دوی بوټونه هلته وموندل اوابوالقاسم یي قاضي ته راووست هغه ښه وډباوی يوڅه موده یی بندي کړاوبيايی دمالي تاوان په بدله کي خوشي کړ.
کله چي ابوالقاسم له بنده راخوشي سونوخپل بوټونه يی راواخيستل اوډېرورته په قهروو سمدستي ويالی ته ولاړاوپه اوبوکي یی وغورځول چي په دی منځ کي يوښکاري راغی خپل جال يې اوبوته واچاوی دابوالقاسم بوټونه پکي راوختل . ښکاري وپیژندل اوفکريي وکړچي په اوبوکي ترې لوېدلي دي نودابوالقاسم کورته یی راوړل مګردی یي کورونه موند. يوه کړکۍ یی وليدله چي خلاصه وه له هماغې څخه یی بوټونه کورته وغورځول چي هلته دښيښوپرګيلاسونوولګیدل اومات یي کړل . کله چي ابوالقاسم راغی نوپه کيسه پوه شوخپل مخ یي په څپيړووواهه ژړل يی اوپربوټونويی لعنت وايه .
ابوالقاسم په شپه کي دبوټونوښخولولپاره غارکانی چي ګاونډيانویي اوازواوریداوفکر یي وکړچي يوڅوک يې دکورنړولوهڅه کوي ، دوی قاضي ته شکايت وکړ. قاضي ابوالقاسم راوغوښت اوورته ويي ويل : څرنګه دي داجرأت وکړچي پرخپلوګاونډيانوکور ونړوې؟ بيايي بندي کړاودمالي تاوان ترورکولووروسته يي ازادکړ.
ابوالقاسم داځل دخپل کورچت ته وخوت اوخپل بوټونه يي دخلکوله سترګوپټ همالته کيښودل خويوه سپي وليدل په خوله کي يي واخيستل اوبل بام ته يي يووړل چي له سپي څخه ديوه سړي پرسروغورځېدل دهغه سړي سريې ډېرزخمي کړ. دوی پلټنه وکړه اودبوټونو دخاوندمعلومولوپه تلاش کي سول ، دوی وپیژندل چي بوټونه دابوالقاسم دي . بيايي قاضي ته عريضه وکړه . قاضي پرېکړه وکړه چي ابوالقاسم به زخمي ته مالي تاوان ورکوي اودهغه دمرض ټولي چارې به پرخپله غاړه اخلي . په دې سره دابوالقاسم ټول مال مصرف شوهيڅ ورته پاتي نه سول .
اخيريی خپل بوټونه راواخيستل قاضي ته ورغی ورته ویی ويل : زمااودبوټونوترمنځ مي شرعي برأت نامه يابېلتون پاڼه وليکه پردې چي نه بوټونه زمادي اونه زه دبوټويم هريوله بله بېزاره دی ، هروخت چي دابوټونه يوکاروکړي زه یی مسئول نه يم . قاضي ورته وخندل او بېلتون پاڼه يي ورته وليکله .
احمدجان
30.01.2011
ښه ټوکه، خاطره، طریفه ده.
دا ټوکه د عربي ژبې د زده کړې کتاب (العربیة للناشئین) په څلورم یا پنځم جلد کې د (حذاء ابي القاسم) ترسرلیک لاندې راغلې.
د الله پاک نه درته اجر غواړم چې پښتو ته مو راړولې.
ستاسې د نورو ګټورو لیکنو په هیله.
حذيفه
30.01.2011
محترم اومکرم احمدجان صاحب ترهرڅه مخکي درته هرکلی اوتبریک وایم چي په فورم کي راسره ګډونوال سواست . الله دي وکړي چي له موږسره مودملګرتیاشیبې خوږې،په زړه پوري اوله لطفه ډکې وي . بلي همداسي ده زمانقل کړې ټوکه له عربي کتاب څخه ژباړل سوی یوه روایتي طنزي کیسه ده .
وزیري
06.02.2011
حذیفه وروره سلام دی در ورسیږی!
وروره ټوکه خو ښه خوندوره وه خو یو نقص په کی وه هغه دا چی دا نوم دی که ورته بدل کړای وای نو ښه به وه ځکه چی ابو القاسم ډیر معتبر او د قدر وړ نوم ده. او داسی په ټوکه کی یی راوستل ښه نه بولمه. دا منم چی په عربی متن کی به هم همدا نوم وه. خو اجتناب بهتره بولم.
والسلام
حذيفه
11.03.2011
ولي ؟اوس خوجواز ثابت دی اوکوم قباحت پکي نسته .