نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان دوروستیو پیښو په اړه دطالبانو دریځ دذبیح الله مجاهد په مرکه کې
نوروز خان
30.01.2011
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=8037:2011-01-30-05-49-18&catid=4:interweivs&Itemid=6
احمدجان
30.01.2011
ډېر په زړه پوري جوابونه یې ورکړي او لکه څرنګه چې د یو اسلامي تحریک د رسمي استازي او ویاند سره ښايي د مرکې نه یې ډېر اسلامي او عقدي درسونه اخیستل کیدای شي.
خو آیا څوک شته چې د زړه په غوږ یې واوري؟
Re: دافغانستان دوروستیو پیښو په اړه دطالبانو دریځ دذبیح الله مجاهد په مرکه کې
pattang
30.01.2011
[quote:d50b35b5c8="نوروزخان"]http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=8037:2011-01-30-05-49-18
&catid=4:interweivs&Itemid=6[/quote:d50b35b5c8]
[color=darkred:d50b35b5c8]نوروزخانه سلام عليکم !
مايې ټوله انترويو دلته راوړه، ترڅو چې منافقين يې ولولي ٠ [/color:d50b35b5c8]
يکشنبه, 30 January 2011 05:49 مرکه : دشهامت مجلې اداره
..دهیواد دوروستیو سیاسي او پوځي حالاتو په اړه داسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهدسره مرکه :
پوښتنه : ښاغلی مجاهددکابل دادارې مشر حامد کرزي له څومیاشتني جنجال وروسته نوې په اصطلاح ولسي جرګه پرانیسته که په دي اړه خپل نظر راسره شریک کړئ ؟
ځواب : بلې ، دافغانستان بهرني اشغالګران او کورني اجیران یې دپخوا غوندې اوس هم تل په دې هڅه کې پاته شویدي ، ترڅو دیولړ بهیرونو اوپروسو په عملي کولو سره داولس له سترګو دهیواد اشغال پناه وساتي او ددیموکراسي په نامه خپله راوړې نسخه پرې ومني ، دوی دهمدې غولوونکو هڅو په لړ کې په تکراري توګه یوځل بیا دولسي جرګې انتخابات ترسره کړل ،
دافغانستان اسلامي امارت دا انتخابات له پیله یوفرمایشي او دپردیو له خوا په لاره لویدلې پروسه وبلله ، چې لګښتونه یې هم بهرنیان ورکوي او استفاده به هم هغوی ترې کوي
، بهرنیانو نیت درلود ددې پروسې په تمثیل سره نړیوالو او افغان اولس ته داسې وښیي چې دادی دوی خپل هدف ته رسیدلي ، یومشروع او دټاکنو له لارې رامنځته شوی حکومت او پارلمان یې رامنځته کړی اونور هیڅوک داحق نلري چې ددې انتخابي حکومت په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي .
دغه راز بهرنیانو باوردرلود چې ددا ډول ډراماتیکو او له فساد ډکو انتخاباتو په توسط دوی کولای شي ډیر هوسا خپل اخیستل شوي اشخاص او تاریخي ګوډاګیان دتقنیني شوراګانو ترڅوکیو ورسوي ، چې په دې توګه به دوی وتوانیږی دلته دپاته کیدلو او اوږدمهالي ستراتیژیک مشارکت اسنادپه ډیره هوسا توګه له داسې یوې فرمایشې شورا څخه ترلاسه کړي .
له بلې خوا په دې انتخاباتو کې لکه چې ولیدل شول بهرنیانو نیت درلود ځیني هغه کسان پارلمان ته وردننه کړي ، چې هغوی په متحد افغانستان باندې باور نلري ، نړیوال اشغالګر به ددا ډول کسانو په توسط کوښښ وکړي ، دافغانستان دتجزیي او قومي بدبینیو دراپیدا کولو لپاره په لوړه سطحه کار وکړي .
دافغانستان اسلامي امارت چې دغه پروسه له پیله یوه امریکایي اشغالګرانه پروسه بلله او دهیواد او مسلمان اولس په زیان یې بلله ، اوس چې ددې پروسې نتایج اعلامیږي هم په هماغه نظر ورته ګوري او داشغالګرو له خوا دیوې پلان شوې غولوونکې ډرامې وروستۍ برخه یې بولي .
پوښتنه
دامریکادمتحده ایالاتو دحکومت په شمول نړیوالو حکومتونو دغه راز دملګروملتونو ادارې ددې پرانیستنې خورا تود هرکلی وکړ، تاسو دې عکس العملونو ته په کوم نظر ګورئ ؟
ځواب
ما وړاندې اشاره وکړه ، چې تیرشوي انتخابات او داپارلمان دکابل درژیم دیوه قانوني ضرورت درفعې په ځای ترډيره دبهرنیانو دپوځي ستراتیژۍ دبشپړتیا لپاره ترسره شول ، تاسو ګورئ ناټو یو نظامي ایتلاف دی ، خو دناټو مشر راسموسن حامد کرزی په دې مجبوروي چې باید زرترزره نوی پارلمان پرانیزي دغه راز دپرانیستلو په مراسمو کې دیادو ملکونو دملکي استازو په ځای پوځي قومندانان شتون لري ، له دې څخه معلومیږي چې دنوي پارلمان پرانیستل ترهرڅه زیات دامریکایانو دپوځي ستراتیژۍ اړتیا وه چې باید پوره شوې وای ،په حقیقت کې امریکایان غواړي له دې پارلمان څخه دخپلې سیمیزې ستراتیژۍ لپاره دیوې وسیلې کار واخلي ، او له دې لارې خپلې خودسرۍ ته مشروعیت ترلاسه کړي ، داچې ملل متحد هم ددې پارلمان تود هرکلی کوي نو اوس خو داخبره په یوه نړیوال منل شوي حقیقت اوښتې چې ملل متحددامریکا دخوښي خلاف حرکت نشي کولای .
پوښتنه
ستاسو په اند به دغه نوې شورا دافغانستان په روانو جریاناتو کومه اغیز ولري ؟
ځواب
نه هیڅکله نه ، داپارلمان هم دپخواني هغه غوندې نه افغاني دي او نه هم قانوني ، زیاتره غړي یې په انتصابي توګه دیرغلګرو او دهغوی دګوډاګیانو له خوا ټاکل شوي دي ، څرنګه چې دپخواني پارلمان واک او عمل یوازې دتنخواګانو تراخیستلو پورې محدود وه دابه هم همداسې وي او دافغانستان په روانو جریاناتو به کوم ښکاره اغیزو نلري .
پوښتنه
که ددې نوي پارلمان په اړه داسلامي امارت دریځ په لنډه او کوټلې توګه راته واضح کړئ ؟
ځواب
دافغانستان اسلامي امارت داد ډول شوراګانو پرانیستلو او نه پرانیستلو ته په کوم ارزښت قائل نه دی ،داشورا هم چې ډير ی غړي یي انتصاب شوي ،په حقیقت کې دګوډاګي رژیم یوه برخه ده ،نوی پرانیستل شوی پارلمان زمونږ له انده دهغې پرپله پسې ډرامې یوه برخه ده ، چې دامریکایانو له خوا دتبلیغاتي موخو او عامه اذهانو داغفال لپاره په کار لویږي او بس .
پوښتنه :
مننه ښاغلی مجاهد که راشو نورو موضوعاتو ته ، په داوروستيو کې امریکايي جنرال پترايوس دعوه کړي چې دوی په افغانستان کې دلمس وړ پرمختګونه لري تاسو دې ډول ادعاووته په کوم نظر ګورئ ؟
ځواب :
بلې! داسې آوازي موږ هم دمطبوعاتو دلاري اورو چې خوراحيرانونکي دي زموږ ملت شاهد دی چې بهرني يرغلګر دلته همدا اوس دبل هروخت په نسبت ترډيروفشارونو لاندې دي له يوې خوا مجاهدينو ددوی د تعداد دډيروالي سره سره په دوی باندې پریکنده بريدونه په ټول هېوادکې زيات کړي اوهره ورځ دسر درانه زيانونه وراړوي له بل پلوه دغه يرغلګرقوتونه او په خاص ډول ددوی مشران اوپوځي جنرالان دخپلو ملتونو اوخلکو له خواترکلک سياسي فشارلاندې دي چې ولی دوی ندي توانيدلي دخپلووعدوسره سم د درنولګښتونو اوځاني ،مالي زيانونو سره سره په افغانستان کې یو دحساب وړ استقرار راولي خو ددښمن له دې ښکاره شکست سره سره بياوينو چې د خپلو بریا اوازو او تبلیغاتو ته زور ورکوي او هڅه کوي تریوه حده په نړیوالو باندې خپل خیالي پرمختګ ومني ، ترکومه چې خبره دجنرال پیټرایوس دڅرګندونو ده نو موږ چې په تیرو څو میاشتو کې ولیدل دنوموړي ادعاوې ترډیره سیاسي او تبلیغاتي انګیزې لري ، دبیلګې په ډول څه موده وړاندې چې بارک اوباما امریکایي اولس او ولسي نمایندګانو ته دخپلې کلنۍ وینا سناریو تیاروله ،دیوې موافقې له مخې جنرال پیټرایوس دې ته واداره شو چې باید په افغانستان کې دپرمختګ په اړه نوې ادعاوې وکړي ، دنوموړي دادعاوې دحقائقو دپرتلې له مخې نه وې بلکې ظاهرا یوازې ددې لپاره وې ترڅو بارک اوباما په خپله مهمه وینا کې استناد پرې وکړای شي ، دافغانستان دروانو حالاتو او دلته داشغالګرو دخیالي پرمختګونو دواقعیت رابرسیره کولو لپاره ښایي هغه راپورونه او سروې ګانې کافي وي چې په دې وروستیو کې دیوشمیر ازادو سازمانونو له خوا ترسره شویدي دلته زه یوازې دبیلګې لپاره درویټر خبري اژانس په استناد هغه سروې ته اشاره کوم چې داروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ ددوی دیوې خپلې ادارې له خوا ترسره شوې ده .
درويټرز خبري آژانس دراپورله مخې يوه اروپایي امنيتي اداره چې دانجیوګانو دامنیت مسؤلیت لري دافغانستان دروانو حالاتو په اړه په خپل څيړنيز راپورکې موندلي دي چې هغه ادعاوې چې امريکايي پوځي مشران يي په افغانستان کې دپوځي پرمختياو په باره کې کوي ددې هېواد دحالاتوسره هيڅ سرنه خوري ، دغه راپورزياتوي چې په دې کې هيڅ شک نشته چې په تير ۲۰۱۰م کال کې دمخکني کال په نسبت وسلوال مقاومت دوه په دريو کې زيات شوی او په بعضوشمالي ولاياتوکې خو درۍ برابره زيات شوی دی ،دغه راپوروايي چې دافغانستان دجګړې په اړه دامريکادولس مشربارک اوبا دتيرې مياشتې ارزونه بيخې بل ډول وه چې پکې ويل شوي وه په افغانستان کې دجګړې په ډګرکې پرمختګونه شوي او ددې هېوادپه اکثروبرخو کې دطالبانو دفعاليتونو مخه نيول شوي ده خو ورسره داهم ويل شوي چې دغه پرمختګونه پايدارندي اوکيدای شي بيرته له لاسه ووزي ،دراپورله مخې په دې هېوادکې دامريکاپوځې قومندانانو او دامريکالوی درستيز ( مايک مولن )هم ددغې جګړې په اړه دسپينې ماڼۍ دبياکتل شوې ستراتيژۍ دراپور دخپريدو يوه ورځ وروسته افغانستان ته دسفرپه ترڅ کې دپرمختګونوورته ادعاکړې وه، دغه راپورواي چې دا ادعا يواځې ديوه هدف لپاره کيږي هغه داده چې په امريکا او اروپايي هېوادونو کې دخلکوعامه افکار ترخپل اغيز لاندې راولي اوله دې هېواده دځواکونو تروتلومخکې حالات آماده کړي ،راپور وايي چې په تير ۲۰۱۰م کال کې دطالبانو په بريدونوکې په سلوکې څلورشپيته زيات والی راغلی دی .
پورته ذکرشوی راپورچې په بهرنيانوپورې د تړلې يوې ادارې لخوا ترتيب شوی چې زه فکرکوم که کومه آزاده څيړنه اوسروې وشي حالات به نورهم ډير ديرغلګرو په زيان ثابت کړي ، خوبياهم زه دلته ددوی لخوا ددغه راپور په يادونه بسنه کوم .
پوښتنه :
په افغانستان کې دميشتو امريکايي ځواکونومشر جنرال پتريوس دا دعوه هم کوي چې ددوي ځواکونو دهېواد په بيلابيلوبرخو کې يوزيات شمير دمجاهدينو مشران ياخو شهيدان کړي اويايې هم ژوندي نيولي که په دې اړه لوستونکوته معلومات ورکړئ چې اصلي واقعيت څه دی ؟
ځواب :
په دې اړه موږ دومره وايوچې له يوې خواخو زموږ مقدس جهاد حتماً قربانيوته ضرورت لري اوزموږ دټولو مجاهدينو لپاره که هغه مشران دي که کشران په دې لاره کې قربانۍ دافتخار وړ دي اوموږ باورلروچې دخدای تعالی په لاره کې شهادت زموږ لپاره مرګ نده بلکې يو باسعادته ژوند ده ؛ خوترکوم ځايه پورې چې ددښمن ترادعاوو پورې اړه لري دا دعوه بالکل حقيقت نلري چې دوی دې په ګڼ شمېرکې دمجاهدينو مشران شهيدان کړي ياژوندي نيولي وي ، ولې چې موږګورو چې هره ورځ موپه جهادي فعاليتونوکې ډيروالی راځي اوجهادي نظم اودسپلين مودپخوا هروخت په تناسب پياوړی کيږي ،جهادي سنګرونه موزياتيږي ،دتسلط لاندې سيمې مو پراخيږي چې داټول څه په خپله شاهدي ورکوي چې لله الحمد زموږ په جهادي سنګرونوکې رهبري اومسئولينوته هيڅ کوم دپام وړ زيان نده اوښتی چې که چيرې خدای مکړه ددوښمن دغه ادعا رښتياواي نو اوس به موپه طبعي ډول دومره سوبې اوبرياوي نه درلودای زه فکر کوم چې په دې اړه ددښمن تبلیغاتي ادارې او اجیرې رسنۍ یومخیزه مبالغه کوي همدا اوس ددوی ددې ادعاوو برعکس عمومي باور دادی چې دتيروکلنو په نسبت سږژمی مجاهدينوخپل عمليات په پوره شدت کې ساتلي دي ،چې داخبره پخپله ددوښمن له داډول دروغژنولاپونه پرده پورته کوي .
پوښتنه :
دهېوادپه شمالي ولاياتوکې په دا اواخروکې دکابل ادارې دچارواکولخواپه مطبوعاتوکې داسې ادعاوې وشوې چې يوتعدادمجاهدين دوی ته ورتسليم شوي او دالړۍ لاهم روانه ده په دې اړه مو معلومات څه دي ؟
ځواب :
زمونږ په باور داادعاوې ديوه منظم غولونکی پلان له مخې کيږي لکه څنګه چې واقعیت دی دښمن هم فکر کوي چې په شمالي ولاياتوکې دجهاد اومقاومت څپې لا دزور اخيستو په حال کې دي نو ددې سيمو مجاهدين به دپيسو اوکارپيداکولو په بدل کې اوهم دتشويقونو اوفريبونونه په توسط له خپله جهادي مسيره راوګرځوي چې ددي کاردعملي کولولپاره دکابل ادارې دبهرنيو استخباراتو په لارښونه يوتعداد هغه په کورناست اشخاص چې له ډيرپخوا څخه په مختلفوسيموکې دمجاهدينولخواخلع سلاح شوي وه یاپه ځینو هغوقومندانانوپوري چي له ګوډاګئ اداري سره کار کوي مربوط کسان دیوې دسیسي له مخي داسي معرفي کړي چي ګویا طالبان دي او دادی تسلیم شول هغوي ته موږ دعوت ورکړ اودادی له ځانه سره مو ملګري کړل اوبيايي مطبوعاتوته ښکاره کړي،چي دادی داسلامی امارت مجاهدین تسلیم شول ، موږدتل غوندې ددښمن داسې بې اساسه راپورونه په کلکه ردوو او وايوچې دغه خلک نه تنهامجاهدين نه دې بلکې دمجاهدینو په ضد دسیسه جوړونکي دي چي کله هم دکوم طالب اومجاهدنمايندګي نشي کولای اودکابل اداره غواړي چې په دې توګه دهېوادپه شمال کې متدين اوباعزمه مجاهدين دپيسو او نورو طمعو په بدل کې له خپله اسلامي هوډه راوګرځوي مګر دښمن بايد پوه شي چې کله به هم په خپل د ې شوم هدف کې کاميابه نشي ځکه يو واقعي باعزمه مجاهد کله هم جهاد اودخدای تعالی په لاره کې مبارزه دپيسو اودنیوي ګټولپاره نه پريږدي دا ادعاوې دخارجي استخباراتي ارګانونولخواپلان شوې تشويقي بڼه لري چې ريښتونی مجاهد يي په آسانۍ سره درک کولای شي اوموږ ډاډه يو چې واقعي مجاهدين به کله هم ان شاء الله داسې يوې بدنامې لومې ته ځان و نه غورځوي .
پوښتنه :
په داوروستيوکې دهېواد په بيلابيلو برخوکې دامريکايي ځواکونو لخوادشپې له مخې يادورځې ناڅاپي چاپې وهل کيږي چې دښمن دا تاکتیک خپل یو ترټولو بریالی تاکتیک هم بولي آيا واقعا دښمن له دې ناحيي کومې لاسته راوړنې لري ؟
ځواب :
دناڅاپي چاپو په اړه بايدووايو چې زموږ قهرمان مجاهدين دداسې چاپو څخه په ځان ساتنه کې په پوره توګه مهارت لري اودخپلومسئولينولخوا ورته لازم هدايات شوي دي او په ګڼو ځايونوکې يي دښمن ته دچاپو په مهال درانه تلفات هم وراړولي دي ،خوهغه چاپې چې اکثره دشپي له خوا وهل کيږي هغه اکثره په ملکې خلکوباندې دغلطومعلوماتوپه اساس وهل کيږي چې ټول پکې ملکې بي دفاع خلک ترهدف لاندې راځي ياهغه دديني مدارسو استادان اوشاګردان نيول کيږي چې په کلواو بانډوکې داسلامي تعليم اوتعلم په کار بوخت دي اوياهم زياتره دمساجدو ملا امامان ځورول کيږي او زندانونو ته اچول کيږي چې داسې کړني زموږ په ټولنه کې دخارجيانو په وړاندې لاهم دخلکوکرکه اونفرت زياتوي اودمجاهدينو دصفوفو دلاتقويه کيداسبب ګرځي او داسي اعمال زموږ په هېواد کې دپخواني شوروي اتحاد د يرغل په وخت کې هم دسرولښکرو اوکورنيو غلامانولخواترسره کيدل خونتيجه يي هغه وه چې زموږ دملت دقهر اوغوسې دراپارولو سبب شوه او دکمونيستي بلاک په نړيدوتمامه شوه اوس هم نتیجه یوازې همدا کیدای شي چې داوسنيويرغلګرودغه انساني اواسلامي ضداعمال زموږ دملت دلا راويښونې اوپارونې سبب شي اوپه پايله کې به ان شاءالله ديرغلګروداشغال دعمرلنډيدا يوه وسيله وګرځې ؛ځکه زموږ ملت ته ديومسجد دامام نيول اوزندان ته اچول ياديوې ديني مدرسې داستادانو اوشاګردانو کړول او ځورول کله هم په هغه مفهوم اومعنی نه دي څرنګه چې يرغلګراوکورني اجيران يي فکرکوي؛ بلکه داپه مقدساتوباندې تيری اوتجاوزبلل کيږي اوددې ټولنې هروګړی يي دتحفظ اوساتنې مسئوليت احساسوي چې طبعي خبره ده په مقابل کې به يې خلک دخپلومجاهدينو وروڼوسره لاهم خپله مرسته زياتوي اواوږه په اوږه به ورسره دجهاد پيټی پورته کوي ان شاء الله .
پوښتنه :
څرنګه چې تاسو خبريئ چې په داوروستيوکې بهرنيولښکرو دهېواد په بیلابیلو برخوکې دخلکوپه عامه شتمنيوباندې بريدونه پيل کړي لکه دغزني ولايت دبندسردې په سيمه کې په زرهاوو مثمرې ونې له منځه وړل اوهم دهملند اوکندهارپه عملياتوکې دکلو اوښارګوټو له بيخه نړول ،څه فکرکوي چې له دې کړنونه به ددښمن موخې څه وي او څه لاسته راوړنې به ولري ؟
ځواب : موږ په دې باوريو چې دعامو خلکواموال ،کښتونه ،کورونه .کلي او بازارونه دبشريت په ټول تاريخ کې په جګړيزوحالاتوکې تروروستي ممکنه حده پوري مصؤن دي او دله منځه وړلوحق يي څوک نلري مګرداچې نن زموږ په اشغال شوي هېواد کې دغه جنايت ديرغلګرو لخوادکوم فورمول له مخې ترسره کيږي ؟ فکرکوو يوخوزموږ اوسني دوښمنان چندان دانساني قوانينو او ضوابطو پابنده ندي اوله هرڅه نه ځانونه لوړ بولي بل داچې دوی دغه جنايات د افغان مسلمان ملت دهغې عامې اوفطري همکارۍ دانتقام په وجه ترسره کوي چې افغانان يي دخپلو ديني مکليفيتونو په وجه له خپلومجاهدينو وروڼوسره کوي ،بهرنيان غواړي خلک په زور اوخشونت ، حتی قصدي وژنواوعامه تباهيوسره دمجاهدينو له ملاتړه راوګرځوي اودالس کاله يي دغه ناکامه هڅه کړي مګرلاهم په واقعيتونو باندې پوه شوي ندي چې افغانان دهيڅ شي په بدل کې هم اشغال نشي زغملای او يوه ورځ هم دپرديو دواکمنۍ لاندې ژوندنشې کولای که دوی هرڅومره عامه تأسيسات له منځه يوسي اودخلکوپه ضدپه جنايتونولاس پورې کړي په همغه اندازه به خپل عمرپه دې هېوادکې لنډکړي اوعامه ذهنيت به په خپل مقابل کې راوپاروي چې پايلې به يې ترهرچاوړاندې دوي ته خطرناکې وي او په دې اړه موږ مخکې دپخواني شوري اتحاد دلښکرو دجنايتونويادونه وکړه اوهمداراز موږ ډاډه يو چې هېواد وال به مو دخپلودغو غليمانو په وړاندې خپله جهادي اراده لاهم لوړه او قوي وساتي اولابه هم لاس په کارشي ترڅوخپل ملت له دغه شره هرڅومره ژر چې کيدای شي دمبارزي اوپياوړي مقاومت دلارې وژغوري.
پوښتنه : که د وروستۍ پوښتنې په عنوان داوپوښتوچې په عموم کې په افغانستان کې دپوځي او سياسي وضعيت په اړه دغربي نړي خصوصاً ښکيلوهېوادونو دسياسي اوپوځې مشرانو په نظرونو کې يوه عدم همآهنګۍ اونه توافق ترسترګو کيږي حتی ديوه چارواکي په نظرکې په نيږدي زماني واټن کې ژر ژر بدلونونه راځي اوپه خپلوڅرګندونوکې متضادې ويناوې کوي ددې اساسي لامل څه کيدای شي ؟
ځواب : زموږپه باور کله چې غربي يرغلګروهېوادونو په افغانستان باندې ديرغل تابياکوله نو دوی ډيرپراخ هدفونه لرل چې هغه داوږدي زمانې لپاره دافغانستان دلارې خپلوهغو هدفونوته رسيدل وه چې غربي ټولنه او په رأ س کې امريکا يووخت دپخواني شوروي اتحادسره پرې په سيالۍ بوخته وه مګرخوشبختانه کله چې دوی په افغانستان کې دسرسامونکي مقاومت سره مخامخ شول او دالس کاله دځپونکې جګړې په جال کې ګير دي اوله دې لاري نه ټولو ښکيلوهېوادونواو خصوصاً امريکا دستراقتصادي ناورين سره مخامخ شوه نو اوس دوی په يوه بل لوی بحران کې لارورکي شوي دې هغه داچې څرنګه وشې کړای چې ددې حوصلې خوړونکې جګړې چې پيل يې هم امريکاکړي له شره ځان داسې وباسي چې نړيوال اعتبار اوسياسي اُتوريته يي په خپل حال پاتې شي اوبياپه عينې حال کې دخپلو ناخبره او غافلګیره شویوخلکو دحساسيتونو سره هم مخ دې چې طبعاًهغوی نور دخپلو سياسي چارواکو داوږدي زمانې دروغونه هم دخبريدوپه حال کې دي نو حتمې خبره ده چې په عموم کې ټول غربي سياست مداران اوپه خاص ډول امريکايي سياسيون يي بې ارادې کړي دي اوهره ورځ يي په نظرکې منفي اومثبت بدلونونه راځې اوله بله پلوه دجګړې داوږدېدوپه وجه هم دغه عاقبت ناسنجه رهبران له عصبي پریشانۍ سره مخامخ دي ځکه دغوټولنو کله هم دجګړې دومره اوږده سلسله نه وه ليدلی ، امريکايواځې په ويتنام کې څوکاله جګړه تجربه کړې وه چې ددوي په تاريخ کې يې ډيرترخه يادونه پريښي دي او هرامريکايي وګړی لاتراوسه هم دويتنام له نامه سره خاص حساسيت لري او دويرې اوترهې احساس کوي نو په داسې يوه حالت کې چې دوړوکې اوجنګ ځپلي افغانستان خوړل او ايل کيدل دوی ډيراسانه او ارزانه فرض کړي وه هغه ورته په خوراګرانه بيعه پريوتل نو خامخابه يې هره ورځ په نظر اوفکرکې نوي بدلون راځي اونن به دپرون په خلاف موقف نيسي او دادجګړې رواني اغیز دی چې په نامسلمانو او بې عقیدې ټولنو او وګړو کې رابرسیره کیږي .
ـــــــ محترم مجاهد صیب مننه چې له ټولو ورځنیو مصروفیاتو سره سره زمونږ سره دې مرکې ته حاضر شوئ .
ـــــــ له تاسو نه هم ډیره ډیره مننه الله مو موفق لره
نوروز خان
31.01.2011
وعلیکم السلام
مننه پتنګ صیب !
الله مو نیت او عمل قبول کړه آمین
په مینه او درناوي
نوروزخان
احمدجان
02.02.2011
پتنګ صیب زما مننه هم ومنئ.
زما په فکر باید مجاهد صیب په خپلو مرکو کې هڅه وکړي چې وروسته لدې د طالبانو د راتلونکې پالیسۍ په اړه د هیوادوالو ابهام رفع، او په راتلونکي سیاست رڼا واچوي.
د مجاهد صیب د څرګندونو اساسي موضوع په حال باندې راڅرخي، او د وخت ضرورت هم همدا وه چې ولس د دښمن په لاس د روانو لوبو څخه آګاه وساتي، اوس چې دښمن د شکست په حال کې دی مجاهد صیب باید د مستقبل په روښانه کولو باندې زیات ترکیز وکړي.
د امریکا د عاجل شکست او افغان مسلمان ولس په لاس د خپلواک اسلامي حکومت د ټینګښت په هیله