نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان د مظاوم ملت خير خواه ځوک دي؟؟؟؟؟؟؟؟
داکتر هوسي
06.06.2004
د افغانستان د مظاوم ملت خير خواه ځوک دي؟؟؟؟؟؟؟؟
که ځوک د افغانستان په شل کلن تاريخ نظر واچوي او حالاتو ته د خپل فکر په ښيښه کي وګوري دا به را جوته شي چي د ګران مور وطني خير خواه ځوک او بد خواه ځوک دي؟؟؟
دا د هيچا نه پټه او پرده نده چي په دي ځه باندي دوه لسيزو کي مختلفي ډلي ،ګوندونه موسسي او داسي نوري دستګاه وي په کار واچول شوي او هره يو په خپل واردا ادعا وکړه چي،دوي د افغانستان خير خواه دي او د افغان ملت سريې د همدردي دعوا وکړه ، دوي په ظاهر يو او په باطن نور ځنګه وختل
دوي به کوکي والي چي مونږه د افغانستان د ابادي او سوکالي د پاره کار کوو.
خو حقيقت دا نوه :
بلکه هر ګوند او هري ډلي خپل خاص مقاصد لرودل،
پدي کي داسي ډلي هم وي چه د دوي سوچ او فکر سوچه اسلامي او خيرخواه وو،
خو دوي ونتوانيدل چي مجاز په حقيقت بدل کړي.
ځکه هر انسان د دي دپاره چي مجاز په حقيقت بدل کړي دوه شيانو ته حاجت لري
١_د هدف ته د رسيدو دپاره د لاري نه خنډونه لري کړي
٢_دومره خرچه او توخه ولري چي ځان مقصد ته ورسوي
نو دا وو چي مخلص خلک د کاروان نه پاتي شوو او د نورو په لار لاړل
په هغه لار چي بد خواه ډلي رواني وي ځکه د هغوي دواړه حاجتونه پوره وو
هغوي به خڼډونه او بنديزونه په خپله لري کول توخي او خرچي به ورته خارجيانو او خفيه موسسو برابرولي
او مصارف به هغوي ورکول،
تر ځو چي هدف ته وار په وار ورنزدي شول هري دلي ته به خپلو نفسياتي خواهشاتو او خارجي دوستانو ډاډ ورکاوه چي هدف ته وردرومه چي بل ځوک درنه مخکي نشي هر خنډ د مخي نه لري کوي خو بايد ځانونه هدف ته ورسوي او دوي ظالمانو هم ورته ملاوي وتړلي خپل ورونه يي هم د خپلو مقاصدو د پاره قربان کړل او په ډيرو شهيدانويي پښي واړولي وطني د کونډو رنډو يتيمانو او معيوبينو ډک کړ
او خلکي دي ته مجبور کړل چي مهاجرت وکړي
پردو ملکونو خو هر يو په خپل وار د وطن د خاوري نه فايده وچته کړه او بيا په خپله مخه لاړ او خپله بستره يي ټوله کړه
وايي
د ليوني حاجت پوره شوو
په لاره ځي په ګاڼؤ ولي زيارتونه
او اوس دا هيځ ځوک نشي په ډاکه کولاي چي:
A_چا د خپل اقتصاد دپاره نه د وطن د اقتصاد دپاره کار وکړ؟
B_ کومه ډله د افغانستان خيرخواخوږي وه؟
C_ اوس ملامته ځوک ده؟
D_ چا ته بايد سزا ورکول شي؟
E_ ځوک بايد ګريوان نه ونيول شي؟
د دي پوښتونو ځواب د چا سره شته؟
دا وسه لري چي مجرمان ميدان ته روباسي؟
محترمو ډير وبښي چه زه د ياګانو((((ي ې ی ۍ ئ)))) ليکني کي مشکلات لرم خو انشالله زر به دا مشکل حلشي هيله ده دا غلطي مي د بښني وړتيا ولري.
په درناوي
داکتر هوسي
Re: د افغانستان د مظاوم ملت خير خواه ځوک دي؟؟؟؟؟؟؟؟
نقاد
06.06.2004
[quote:209bcf3ec2="داکتر هوسي"]
د دي پوښتونو ځواب د چا سره شته؟
د افغانستان د مظاوم ملت خير خواه څوک دي؟؟؟؟؟؟؟؟.........
A_چا د خپل اقتصاد دپاره نه د وطن د اقتصاد دپاره کار وکړ؟
B_ کومه ډله د افغانستان خيرخواخوږي وه؟
C_ اوس ملامته ځوک ده؟
D_ چا ته بايد سزا ورکول شي؟
E_ ځوک بايد ګريوان نه ونيول شي؟
د دي پوښتونو ځواب د چا سره شته؟
دا وسه لري چي مجرمان ميدان ته روباسي؟
محترمو ډير وبښي چه زه د ياګانو((((ي ې ی ۍ ئ)))) ليکني کي مشکلات لرم خو انشالله زر به دا مشکل حلشي هيله ده دا غلطي مي د بښني وړتيا ولري.
په درناوي
داکتر هوسي[/quote:209bcf3ec2]
زبردستې پوښتنې دي، اود ځواب يو تصور يې هرسړی لري، خو ځواب ته يې هر څوک زړه نه ښه کوي.
په لومړۍ پوښتنه کې چې د افغانستان د مظلوم ملت خيرخواه څوک دي ؟ ، ټول ځوابونه نغښتي دي:
ـ هر څوک چې قدرت لري او د ملت د خير له پاره يې ونه کاراوه، د ملت دوښمن دی . د قدرت ټوپک سالاران خو ډير دي ، چې د ملت ددوښمنانو شمير پرې ﻻ ډير شوی دی.
ـ د و طن او ملت خواخوږې هغه ډلې دي چې وسله ږدي او د د ديموکراسۍ له لارې د حکومت ملاتړ په هغه پيمانه کوي چې څومره ملي او ديموکراتيکه لوښه او ظرفيت ښودلی شي.
ـ ملامت امريکا يان او د هغوی ګوډاګيان دي، ګوډاګيان چې پر خپل ملت تکيه نه کوي او د هغې پر ځای مامله ګري ، سازشونه او پټه سياسي سوداګري کوي. د راروانو ټولټاکنو په سر دمظلوم ملتپر ضد سازشونه يې ښکاره بېلګې دي.
ــ سزا ورکول اوس هيچا ته هم امکان نه لري، يواځې هغه ملي او ديموکراتيک څواک او واکمنۍ د تقويې له پاره کر کول پکار دي، کوم چې خاينانو او ملامتو ډلو ته سزا ورکولی شي. دغسې ملي او ديموکراتيک ځواک او واکمني خو ﻻ تراوسه نه ده منځته راغلې.نو ځکه خو اوس :
ــ هيڅوک هم له ګريوانه نشي نيول کېدای، ولې هڅه امکان لري چې ملت خپل ګريوان د ظالمانو له پنجې څخه خلاص کاندي. راروان انتخابات يوه ښه ﻻراو ښه چانس ګڼل کيده، خو د مشرتابه پر ملت دا چانس پيرزو نه شو ، او د جنګ سالارانو او ملي سولې ددوښمنانو سره يې بيا له معامله ګرۍ څخه کار واخيست . د هغوی کوم ﻻس چې د ملت ګريوان ته رسيدلی نور هم ځواک ور بخښل کيږي او د ګريوان پر څای د ملت په سينه ورښخيږي.
په درنښت .