د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د حزب او اتحاد یووالی

قريش
29.01.2011

دپخوانی جهاد پرمهال چی اوه بیلابیل جهادی تنظیمونه پرفعالیت بوخت وو، ځینی مخلصو او اصحاب الخیر خلکو غوښتل چی دجهادی مشرانو ترمنځ اتفاق او یووالی راولی. یوه ورځ سیاف ته چاوویل چی تاسی اوحکمتیار به اتفاق وکړۍ اواختلافات شاته وغورځوۍ.. اعنی یووالی ته یی هڅاوو. سیاف وویل: موږ او حزب خو له پخوا اتفاق کړی!
نوموړی سړی په تعجب وپوښتل: هغه څنګه؟
سیاف وویل: خو جنګ به موږ کوو او نشرات به یی حزب کوی....
:lol: :lol: :lol: :lol:
خو ماته داسی ښکاری چی نن طالبانو هم دحزب سره اتفاق کړی چی عملیات به طالبان کوی اوپه مطبوعاتو کی به یی مسئولیت حزب په غاړه اخلی.


tandar
29.01.2011

قریشه یاره ددوه روپیو ټوکه هم نه وه :roll: :roll: :roll:
دسیاست مخ کی به دی سمه قیصه لیکلې وې :roll: :roll: :roll:
دا بی ځایه بی ځایه مه ګرځه چه څوک دی راڅخه ونه وهې :roll: :roll: :roll:
زه خپله مریض یم او دا نور هم ورک دې٠ :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


محمدزمان هوتک
29.01.2011

یارانو تندرپښتون او قریشه سلامونه !
تندرصیب الله دی زموږ نه مه ورکوه آمین خدای ج دی روغ صحت درکړی!
قریشه یاره تندر صیب ښه درته وایې هرځای هرځای مه ګرځه؟
او پښتون قریشه یارانو تاسی چرته ورک یې هغه دټوکو څانګه مه هیره وی! اودا تندرصیب مریض دی د روغ صحت دوعا ورته کوی!


عنوان

tandar
29.01.2011

زه خو دتاسو دلاسه نور مریض یم :roll: :roll: :roll: چه خپله سوړه نه پیژنې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


نوروز خان
29.01.2011

دلیکنه ړنګه شوه


hotak
29.01.2011

يارانو مينه!
قريشه د بلې بوجۍ خوله دي خلاصه کړي لالا. دا دټوکو ټکالو فورم دی،دسياست نه.
په سياست والو پسې ټوکي کوﺉ،خو دانه چې تاسې خپله کومي ځانګړي ډلي ته تمايل وښيﺉ. په اصل کې هغه ټوکه داسې وه چې سياف په ځواب کې ورته ويلي وو چې ما اوحکمتيار خو مخکې لا اتفاق کړی وو. چاترې وپوښتل چې څنګه؟
ده ځواب ورکړ : داچې اتفاق به نه کوو.....
په هرحال دطالبانو دمهال هم ښې خوندوري ټوکي شته که يارانو ته خوند ورکوي سره کوو به يې....
او دغه بل خان چې لومړۍ ليکنه کړيده نو هغه دې پدې پوه شي چې سلام يې پرهندو لګيدلی دی...داسي ښکاري چې دلته دسياست بازۍ لپاره راغلی دی.
که سياست خوند درکوي ورشه هاغو نورو خونو ته .داسې غوبل پکې ګډ دی چې تا وارو مرغان ولا که څوک پکې وهم پيژني......
که دغه حال دي وو وطنمل به دې پر اوږو ستوری در ونه منډي بلکې ولا سومبه به دي کړي...مينه او مننه......ستاسې ټولو نصيرهوتک


عنوان

spinkar
29.01.2011

چه بل ته یوه ګوته نیسې ځانته دې ٣ نیولې ،دغه کلمه سومبه ډیره بې ادبه کلمه ده حتی دغه جمله بې ادبه ده او بیا یو لیکوال ته٠
بیاچه څوک سخت ځواب درکړی نو په انګلیسی لیکنې شروع کړی٠
دابهتره ده چه هیڅوک ځواب درنکړې ٠

مننه٠


قريش
29.01.2011

ټولو یارانو ته سلامونه خاصکر موږ: اعنی هوتک، تندر، پشتون ته ډیر ډیر سلامونه
ولا ماته خو یی ډیرخوند راکړ نه پوهیږم تندرصیب یی ولی په دوه پیسو هم نه اخلی؟
اوهوتک یی هم ملاتړکوی عجیب؟!
نصیراحمدهوتک صیب ستادمشوری نه هم ډیره مننه کوم. په سیاستوالو به ټوکی کوو خودسیاست دپاره خپله سوړه شته..
خونصیرهوتک صیب ستا سومبه کیدلو خوند رانکړ :cry: :cry:


پښتون.
29.01.2011

[quote:ccf166ca3d="قريش"]ټولو یارانو ته سلامونه خاصکر موږ: اعنی هوتک، تندر، پشتون ته ډیر ډیر سلامونه
ولا ماته خو یی ډیرخوند راکړ نه پوهیږم تندرصیب یی ولی په دوه پیسو هم نه اخلی؟
اوهوتک یی هم ملاتړکوی عجیب؟!
:cry: :cry:[/quote:ccf166ca3d]
قریشه یار سلامونه !ټوکی یی در سره کړی دی ،چی ماته یی خوند راکړ نو هغوی ته خو به یی لا خوند ورکړی وی.زما لخوا بیا هم هاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


محمدزمان هوتک
29.01.2011

قریشه پښتون او تندر صیب اوټولو وروڼو ته سلامونه !
قریشه یاره ستاټوکی خوند څنګه ندی راکړی ولا یاره ستاسی دلاس زهر راته شکری دی مګر زموږ مطلب بل څه وو
ظالمه دومره ژر ګله من سوی
خیر ګیله دخپله کیږی
اوس واوره
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها

داسی به دی تر اوسه نه وی خندلی


احمدجان
29.01.2011

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
خپله لومړنۍ لیکنه مې په دې هیله د ټوکو ټکالو په فورم کې خوندي کړه چې په راتلونکي کې په خندا او خوښۍ وخت سره تیر کړو.
نور بیا
ستاسې ورور
احمد


عادل عادل
29.01.2011

سلامونه

قریش لیکلي:

[quote:fa48cacdba]خونصیرهوتک صیب ستا سومبه کیدلو خوند رانکړ [/quote:fa48cacdba]

چا کړ؟؟ تاسو که بل چا؟؟؟


قريش
29.01.2011

عادل صیب !
په (چا) خو یی زه هم نه پوهیږم خو که کړی وی نو بیا وطنمل صیب.......
دهوتک لیکنه ولوله پخپله یی کس ښودلی.


قريش
29.01.2011

پښتون او هوتک صاحبانو، ګیله من نه وم او نه خوابدی، معمولی غوندی حیران شوم اعنی ستاسی داړخه دداسی ټوکی سره لیږ نااشنا غوندی وم :wink:
دخندا نه مویوه نړۍ مننه زموږ دنادرکه ورور اعنی چپرهاری صیب په اصطلاح: اضحک الله سنکما :? :roll:
او نوی یار اعنی احمدصیب ته ښه راغلاست اوخیرمقدم هم وایم.


عادل عادل
29.01.2011

سلامونه

قریش وروره

ستاسو دا خپله جمله څه وایي؟

[quote:fac5dc57ef]خونصیرهوتک صیب ستا سومبه کیدلو خوند رانکړ[/quote:fac5dc57ef]


عبد السلام
29.01.2011

سلامونه :
عادل صاحب ! دقریش جملې (( [color=brown:7ae9e2f9a3]خونصیرهوتک صیب ستا سومبه کیدلو خوند رانکړ[/color:7ae9e2f9a3]))ما ته هم بېشماره پوښتنې پیداکړې !!! چې څوک، چا،چیرته، چيري ، څنګه او ولې س .... کړ . ؟ :D


hotak
29.01.2011

يارانو مينه اوسلام!
زه خو وايم راځﺉ چې تر دې سومبه سومبه کیدا تېر شو.يو خو دوي واي چې بې ادبي ده اوبله داچې ډيرو يارانو پدې اړه له ژورنالستيکي آرونو سره سمي پوښتني ليکلي دي چې که موږ يې په ځوابولو پيل وکړ نو بيا ولاکه يوهم پدې حمام کې پوښلی پاتي شي.
ټول به لغړ سره ګرځو........
په تېره بيا دعبدالسلام جان پوښتني خو دومره بيخکي وې چې ماته يې دخپل کالج دليليې ملګری سلام جان راپه يادکړ چې موږ به ورته خر سلام ويل(دعبدالسلام جان مخې ته دي دګلو زرګونه ګيډۍ وي.).
هغه ته به هم دې کار ډير خوند ورکاوه. موږ دجنسي انساييکلوپيډيا نوم هم ورباندي ايښی وو. موږ که به دکوم بوټي يا سبزي په ښيګڼو کې لګياوو هم نو سلام به سم له واره پرې راټوپ کړ او موضوع به يې جنسي لوري ته کش کړه.......
عجبه خو داوه چې په ايف ايس سي، ساينس کې موږ دفزيک مضمون درلود. ښوونکی به مو په فزيکي فورمولونو کې راته لګيا وو او سلام به ژورپه فکر کې ډوب وو.ناڅاپه به يې له استازه داسې پوښتنه وکړه چې وه خوبه سکوټ دجنسياتو په اړه خو هغه دچاخبره داسې جنسي ټچ به يې ورکړ چې استاز به هم ورته ګوته په غاښ پاتي شو.
دساري په ډول يوه ورځ استاز راته Velocity تشريح کوله او ويل يې چې دا يوه داسې پيمانه ده چې پرمټ يې دکوم توکي دحرکت سرعت او جهت اندازه کيږي .
سلام سم له لاسه سر راپورته کړ او له استازه يې داسې عجيبه پوښتنه وکړه چې څوشيبې هغه هک پک ودريد....بيا يې سلام ته ورغبرګه کړه چې ته به له درسه وروسته زماکوټې ته راشې.ماولاکه تراوسه دغه تجربه کړي وي.ښه ده په ګډه به تجربه وکړو........ :wink:
ياره هغه ورځ چې مو څومره خندلي دي په عمر به مو دومره نه وي خندلي....
بيا چې به سلام چا وليد بس دهمدغې ويلوسيټي بحث اوملنډي به وې...
ځينو هلکانو به ورته د ويلوسيټي فورمول تير کړ اوبيا يې ترې وپوښتل چې هلکه سلاميه وايه کنه داستاد ويلوسيټي څنګه وه؟ سلام هم له تنه غوښن او له رنګه سور سپين وو......
نو اوس که مو داکيسې سره پيل کړې دسلام ويلوسيټي به ترې جوړه شي.......
بله داچې له ماسره دلته یوبل چلونکی دی حامد...لکه چې لوی ملا دی اوچيري په کوم جومات کې امامت کوي..هغه پدې شيانو ډيره خوابدوي..هغه ورځ يې ماته ليک استولی وو او غوښتي يې وو چې لږ ګوزاره وکړم.مافکرکاوه چې ياره راځه دادټوکوپه فوروم کې هلکانو ته دقرآنکريم دتفسير درس ورپيل کړه.هم به ثواب وي هم خورما...
بيا مې ويل چې نه والله راځه په ټول افغان کې اعلان تير کړ چې مولوي حامد غواړي له پلانۍ ورځي دټول افغان له لاري خلکو ته دقرآنکريم دتفسير درس پيل کړي.....
ماويل چې داسې يې مصروف کړو چې پته ورته ولګي.خوبيادغه کار لږغيرمسولانه رامالوم شو.ځکه مې ډډه ترې وکړه....
په هرحال! يوه بله خبره داده چې ياران دې زماپه خبرو خوا نه بدوي او نه دې هم هغه جدي نيسي. داخو بس دخولې باد دی چې په کومه لاړ،لاړ...
يوه یار راته ليکلي چې له چاسره دې نه وي جوړه نو په انګليسي ليکل ورته کوې!
ته خو هم واتياره زما ادې شوې. دری مياشتي مخکې مې زه او ميرمن پيښور ته لاړو.په څه خبره مو بحث شو انګليسي مو سره ويله...ادې مې راته ويل حراميانو دابيامو څه په کړنګ کړينګ پيل وکړ...ماځان ترې خلاص کړ او ورته ومي ويل چې ماينه مې راته واي چې ادې دي عجيبه شی ده،پلار دې څنګه ګوزاره ورسره کوله...ادې ته مې غوسه ورغله راته ويل یې ته يې ځواب نشې ويلای..ماورته وويل چې مورې مايې ځواب ووايه.
ماورته ويل چې پلاربه مې حتما داسې ګوزاره ورسره کوله لکه زه چې له تاسره کوم....


عبد السلام
30.01.2011

[quote:8b3590f9f5](دعبدالسلام جان مخې ته دي دګلو زرګونه ګيډۍ وي). [/quote:8b3590f9f5]Hotak صاحب سلامونه !
د نورو تیرو بیرو څخه دې یواځې همدا پورتنۍ جمله را ته سنجیده او په حساب برابره ښکاري !!!
نور نو: ولا حول ولا قوه .... ضمیریې ماته مه راجع کوه :wink: اوداسې فکر ونکړې
چې ور... وو، اوپوه نشو ، هم دې شورا یخه وه ،او هم دې غوښه شخه :wink:


قريش
30.01.2011

عادل اوعبدالسلام صاحبانو!
داچی زما دجملی په اړه ستاسی مخی ته لاهم داستفهام نښه پرته ده ماته دخپلی ګرامری تیروتنی ځیږنده ښکاری. خو ځه تاسی یی صحیح ولیکۍ چی څرنګه یی لیکۍ؟


hotak
30.01.2011

سلام خانه او يارانو بيا سلامونه!
هلکه تاته چې زماپه ليکنه کې همدايوه جمله سمه ښکاره شوه نو هغه به دې لکه د ....ضمير دځان خواته راجع کوله. تاخو ټکي په ټکي هرڅه ځان ته نيولي دي.په هرحال داخو نو دټوکوټکالو فورم دی....خوبياهم که خوابدی یې دا زما غاړه او داستاچاړه!
هو! سلام مې هم دليليې ملګری وو،هم دکوټې او هم دچپرکټ! په ليليه کې خوبه دې حتما شپې کړي وي. عموما چپرکټونه دوه يا دری پوړه وي او هغه هم سپرنګي وي... چې د دوو سپرنګانو ترمنځ يې يو غ..........ڼ ځای خالي وي.....زما او دسلام کانه داسې وه چې کله به زه پرې باندي وم او کله به دی رالاندي وو. چې يوه څړګي شي،بل دليليې چپرکټونه شي،بل يې دسپرنګانو ترمنځ ازاد سوري شي،بل چې دې لاندي سلام پروت وي......نو ته وا هغه مهال به سړی دتبليغيانو شپږ لمبره بيانوي! والله ماته خو ساده ګي ښکاري!
بله داچې تا ويلي چې له هغه سره په کوم وصف کې شريک وې،ستاڅه خيال دی؟ پرمادې هم دخره ګومان راځي؟ يه يه دغسي مه کوه! زه که ومه هم بې ډبه نه وم.ښايسته سوجاتي خر وم....خو دی بيا بيخي بې ډبه وو........
پاتې شوه داچې زه اکاونټنټ شوم او دی لا هماغسې خر پاتي شو،نو شک نشته چې سلام سره له دې چې انګليسي ادبيات يې ترماسټرۍ ولوستل او له سويډن،کارل سټډ پوهنتونه يې ايم فل هم واخيست،خو زموږ ترمنځ لاهم هماغه سوټی سلام دی. تر تادې بِه نه وي............
بله عجيبه خو داستا سادګي ده چې پدغه عصر کې هم خر درته دومره بيکاره اجتماعي عنصر ښکاري! ته ورشه په کابل کې دسلام ارګاه برګاه وګوره! د يوه ډير لوی وزارت مشاور دی او معاش يې هم زرګونه او زرګونه ډالري دي!
بله داچې تا نو زما انګليسي چيري ليدلي ده چې دومره کمزوري ده؟
بې شکه چپړاسي يم خو هغه دي ندي اوريدلي چې په ړندو کې يو سترګی باچا وي،په تاسې کې خدای زه له موره يو پیدا کړی يم.
تا داهم ليکلي دي چې دا ټولي ټوکي دي چې خفه نشې،ته وا چې د زړه له کومي دي ليکلي وای پرما به يې فرق وای!
ما هغه دپيښوريانو خبره اوس ځان درته ميښه کړی دی.اوس به مو نران بولم چې که پرې راپيښه مو کړه!
بله داچې دا دمضاف او مضاف اليه په بحثونو دې زما سر نه خلاصيږي. ماته سم رست ووايه چې .....ييې مې که دي و.........يم؟ تر بيا هينګاري


عبد السلام
30.01.2011

نه هوتکه ! نه داسې او نه هسې ، ته پوه شه او هم صنفی دې :lol:


عنوان

tandar
30.01.2011

سلامونه ٠


hotak
31.01.2011

تندر صېب واليکم
تش سلام؟
ته هم لکه دسلام په څير لکه چې په غورزيدا کې يې


مؤمن
01.02.2011

السلام علیکم

وروسته له څه وخته مې دې خونې ته سر اښکاره کړ، خو خبرې له ټوکو وتلي او ښکنځلو ته رسیدلي.

بیشکه چې ټوکې وکړي او ښې ډیرې ټوکې وکړئ، خو په هر څه کې د قلم عفت باید په پام کې ونیول شي.

دا خو د څو یارانو تر منځ خبرې نه دي، بلکې د نړۍ په هر ځای کې یې هر څوک لوستلی شي، او همدلته خوندې کیږي.

د هوتک ورور د ټوکو لیکلو او ویلو استعداد د قدر وړ دی، خو که لږ څه د قلم درنښت په پام کې ونیسي نو دا هغه به یې یو په دوه شي.

په مینه او مننه
مؤمن


hotak
01.02.2011

يارانو! سمه ده ما مطالعه پيل کړه او که خدای کړي وو سر له سبا به دلته دتفسير درس درته پيل کوم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more