نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په مصر کښي څه تیریږي انقلاب که سیرتکاملي
ع کريم حليمي
29.01.2011
په مصر کښي څه تیریږي انقلاب که سیرتکاملي
پرون په تونس کښي یوه ځوان ( عزیزي ) قرباني ورکړه ځان ته يې اور واچاوه
http://www.youtube.com/watch?v=47d6fyaOjRM&feature=player_embedded#
عزیزي د ځمکي پر سر دوږخ ولیده ، دده د سر په بیع د تونس ملت له دیکتاتور نه خلاص شوه ،
او د عزیز قربانۍ خبر د یوسف علیه السلام و اولادونو (مصریانو ) ته هم ورسېدلی ، پوښتنه داده چه : تونس خو تکامل وکړ ، مصر به تکامل وکړي او که انقلاب ؟؟؟؟؟
په درنښت
عادل عادل
29.01.2011
سلامونه
دروند عزتمند حلیمی صاحب
که مو لوستې وي، ښاغلي لیکوال صمد صاحب د "مفلسه واكمني" تر سرليك لاندې په زړه پورې لیکنه او تحلیل کړی دی، د لیکنې د محتوی په رڼا کې، ویلی شم چې د تونس پیښې، مصر کې روان حالت، اردن کې ویره، او نورو اسلامي ولسونو کې له اوږد لبریزه صبر څخه راټوکیدلې قهرجنه امادګي او داسې نور ........... ان شاء الله چې د غاصبې وحشي امریکې د زوال د نښو نښانو څخه دي، او که خدای کول ډیر ژر به ددوی تر سیوري لاندې لاسپوڅي واکمنان یو پر بل پسې نسکوریژي تر دې چې د زوال موجونه پنډ او د یرغلګرې امریکې غاړې ته په داسې شدت سره ور غبرګ شي چې نور به یې د بچاو هیڅ چاره نه وي.
الله پاک دې قران کریم او اسلامي شریعت پر ټولو انسانانو حاکم وګرزوي، آمین
لقمان
29.01.2011
عادل صیب داسې خبرې مکوه کنه چې دامریکا دزوال شیبې رالنډې دي او داسلامي نړۍ غلام زعامتونه به رانسکوریږي، او......
دامریکا دنسکوریدو په خبره خو دې زما زړه ډیر نری کړو، ها دخوشحال خټک خبره خدای خبر چې دځوانانو به څه حال وي؟؟
که دلته په فورم کې دچا زړه وچاودیدو ګناه یې ستا په غاړه!
و.افغان
30.01.2011
إذا الشعب يوما أراد الحياة
فلا بد أن يستجيب القدر
ولا بد لليل أن ينجلي
ولا بد للقيد أن ينكسر.
هر كله چې يو ولس ژوند وغواړي؛ نو تقدير به يې ضرور مرسته وکړي.
شپه به يې خامخا په سهار بدله شي، او ځولنې به يې ضرور ماتېږي.
افسوس چې د جهل او ناپوهۍ له وجهې په افغان ولس کې داسې څرک نه لګيږي، اکثره
يې د مختلفو مجرمينو، ډاکوانو او مفسدينو ګرد چاپېر د قبيلوي سېستم په برکت
ويشل شوي دي، او له خپلو مجرمينو څخه دفاع کوي.
رب دې د علم رڼا په ټول افغانستان کې عامه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د تونس په اړه زما نظر له مصر څخه مختلف دی، د تونس انقلاب يوه سوچه ولسي
انقلاب وو، کامياب انقلاب وو، او ان شاء الله چې ثمرې به هم ورکړي.
د مصر انقلاب کېدای شي چې له بده بدتر شي، په دې چې نور ډېر لاسونه يې تر شا دي،
چې هغه ترې استفاده کوي، يو له دغو دولتونو اسرائيل او بل يې ايران دی، کاش چې
حسني مبارک دې وخت کې قربانۍ ته تيار شي، او يو حقيقي وطني دولت رامنځ ته
کړي، چې وطن له تباهۍ بچ کړي، او د بهرنيو لاسونه هم لنډ شي.
د دې امکان شته، چې د ځواک د ناسم انتقال له وجهې مصر د داسې چا لاس ته ولويږي،
چې له حسني مبارک څخه زيات اسرائيلو او امريکا ته وفادار وي، او د اسلام دښمن وي.
نن سبا د مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن ايران دی، چې په ډېر سرعت سره د امريکا او
يهودو په مرسته شرقا او غربا خوريږي.
په درنښت