د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم حاظر او ناظر ده؟؟؟

Erfan Wahdat
27.01.2011

محترمو مولوی صاحبانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترمینو زه شخصا خپله په دی یقین نه یمه چی جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم به حاظر او ناظر وی لکه بریلویان چی وایی، ځکه چی حاظر او ناظر کیدل یواځی او یواځی د الله جل جلاله صفت ده. ولی، په بعضی ځایونو کی بیا انسان ته د کم علمی په خاطر، یو خبره یو لړ مشکلات را ولاړ کړی.
هیله ده چی د لاندی آیت مبارکه او مفردات راغب ترمنځ تړاو باندی یو څه رڼا واچول شی.

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا. سورة الاحزاب، ایه نمبر ۴۵.

امام راغب اصفهانی په مفردات کی لیکی:
(الشهود و الشهادة الحضور مع المشاهدة اما بالبصر او با البصیرة)

د (شهد) د معنی لپاره تاسی کولای شی لاندی متن هم مطالعه کړی.

- الشهود والشهادة: الحضور مع المشاهدة؛ إما بالبصر، أو بالبصيرة، وقد يقال للحضور مفردا قال الله تعالى: (عالم الغيب والشهادة( [السجدة/6]، لكن الشهود بالحضور المجرد أولى، والشهادة مع المشاهدة أولى؛ ويقال للمحضر: مشهد، وللمرأة التي يحضرها زوجها مشهد، وجمع مشهد: مشاهد، ومنه: مشاهد الحج، وهي مواطنه الشريفة التي يحضرها الملائكة والأبرار من الناس. وقيل مشاهد الحج: مواضع المناسك. قال تعالى: (ليشهدوا منافع لهم( [الحج/28]، (وليشهدوا عذابهما( [النور/2]، (ما شهدنا مهلك أهله( [النمل/49]، أي: ما حضرنا، (والذين لا يشهدوا الزور( [الفرقان /72]، أي: لا يحضرونه بنفوسهم ولا بهمهم وإرادتهم. والشهادة: قول صادر عن علم حصل بمشاهدة بصيرة أو بصر. وقوله: (أشهدوا خلقهم( [الزخرف/19]، يعني مشاهدة البصر ثم قال: (ستكتب شهادتهم( [الزخرف /19]، تنبيها أن الشهادة تكون عن شهود، وقوله: (لم تكفرون بآيات الله وأنتم تشهدون( [آل عمران/70]، أي: تعلمون، وقوله: (ما أشهدتهم خلق السموات( [الكهف/51]، أي: ما جعلتهم ممن اطلعوا ببصيرتهم على خلقها، وقوله: (عالم الغيب والشهادة( [السجدة/6]، أي: ما يغيب عن حواس الناس وبصائرهم وما يشهدونه بهما. وشهدت يقال على ضربين: أحدهما جار مجرى العلم، وبلفظه تقام الشهادة، ويقال: أشهد بكذا، ولا يرضى من الشاهد أن يقول: أعلم، بل يحتاج أن يقول: أشهد. والثاني يجري مجرى القسم، فيقول: أشهد بالله أن زيدا منطلق، فيكون قسما، ومنهم من يقول: إن قال: أشهد، ولم يقل: بالله يكون قسما، ويجري علمت مجراه في القسم، فيجاب بجواب القسم نحو قول الشاعر:- 274 - ولقد علمت لتأتين منيتي(الشطر للبيد، من معلقته، وعجزه:إن المنايا لا تطيش سهامهاوهو من شواهد سيبويه 1/465؛ ومغني اللبيب ص 524؛ ويروى عجزه:لا بعدها خوف علي ولا عدموهو بهذه الرواية لم ينسب؛ وانظر: خزانة الأدب 9/159)ويقال: شاهد وشهيد وشهداء، قال تعالى: (ولا يأب الشهداء( [البقرة/282]، قال: (واستشهدوا شهيدين( [البقرة/282]، ويقال: شهدت كذا، أي: حضرته، وشهدت على كذا، قال: (شهد عليهم سمعهم( [فصلت/20]، وقد يعبر بالشهادة عن الحكم نحو: (وشهد شاهد من أهلها( [يوسف/26]، وعن الإقرار نحو: (ولم يكن لهم شهداء إلا أنفسهم فشهادة أحدهم أربع شهادات بالله( [النور/ 6]، أن كان ذلك شهادة لنفسه. وقوله: (وما شهدنا إلا بما علمنا( [يوسف/ 81] أي: ما أخبرنا، وقال تعالى: (شاهدين على أنفسهم بالكفر( [التوبة/17]، أي: مقرين. (لم شهدتم علينا( [فصلت/21]، وقوله: (شهد الله أنه لا إله إلا هو والملائكة وأولوا العلم( [آل عمران/18]، فشهادة الله تعالى بوحدانيته هي إيجاد ما يدل على وحدانيته في العالم، وفي نفوسنا كما قال الشاعر:- 275 - ففي كل شيء له آية *** تدل على أنه واحد(البيت لأبي العتاهية، وهو في ديوانه ص 62؛ والزهرة 2/502؛ وهو في البصائر 3/352؛ ونظم الدرر 4/289، دون نسبة)قال بعض الحكماء: إن الله تعالى لما شهد لنفسه كان شهادته أن أنطق كل شيء كما نطق بالشهادة له، وشهادة الملائكة بذلك هو إظهارهم أفعالا يؤمرون بها، وهي المدلول عليها بقوله: (فالمدبرات أمرا( [النازعات/5]، وشهادة أولي العلم: اطلاعهم على تلك الحكم وإقرارهم بذلك (قال ابن القيم: وهذا يدل على فضل العلم وأهله من وجوه:أحدها: استشهادهم دون غيرهم من البشر.الثاني: اقتران شهادتهم بشهادته.والثالث: اقترانها بشهادة الملائكة.الرابع: أن في ضمن هذا تزكيتهم وتعديلهم، فإن الله لا يستشهد من خلقه إلا العدول.راجع: مفتاح دار السعادة 1/48)، وهذه الشهادة تختص بأهل العلم، فأما الجهال فمعبدون منها، ولذلك قال في الكفار: (ما أشهدتهم خلق السموات والأرض ولا خلق أنفسهم( [الكهف/51]، وعلى هذا نبه بقوله: (إنما يخشى الله من عباده العلماء( [فاطر/28]، وهؤلاء هم المعنيون بقوله: (والصديقين والشهداء والصالحين( [النساء/69]، وأما الشهيد فقد يقال للشاهد، والمشاهد للشيء، وقوله: (معها سائق وشهيد( [ق/21]، أي: من شهد له وعليه، وكذا قوله: (فكيف إذا جئنا من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيدا( [النساء /41]، وقوله: (أو ألقى السمع وهو شهيد( [ق/37]، أي: يشهدون ما يسمعونه بقلوبهم على ضد من قيل فيهم: (أولئك ينادون من مكان بعيد( [فصلت/44]، وقوله: (أقم الصلاة( (الآية: (أقم الصلاة لدلوك الشمس إلى غسق الليل وقرآن الفجر، إن قرآن الفجر كان مشهودا( سورة الإسراء: آية 78)، إلى قوله: (مشهودا( (الآية: (أقم الصلاة لدلوك الشمس إلى غسق الليل وقرآن الفجر، إن قرآن الفجر كان مشهودا( سورة الإسراء: آية 78) أي: يشهد صاحبه الشفاء والرحمة، والتوفيق والسكينات والأرواح المذكورة في قوله: (وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين( [الإسراء/82]، وقوله: (وادعوا شهداءكم( [البقرة/23]، فقد فسر بكل ما يقتضيه معنى الشهادة، قال ابن عباس: معناه أعوانكم (انظر: تفسير الماوردي 1/77؛ والبصائر 3/353)، وقال مجاهد: الذين يشهدون لكم، وقال بعضهم: الذين يعتد بحضورهم ولم يكونوا كمن قيل: فيهم شعر:- 276 - مخلفون ويقضي الله أمرهمو *** وهم بغيب وفي عمياء ما شعروا(البيت للأخطل في ديوانه ص 109.وهو في البصائر 3/353 دون نسبة؛ وعجزه في مقدمة جامع التفاسير للمؤلف ص 155؛ ولم يعرفه المحقق) [استدراك]وقد حمل على هذه الوجوه قوله: (ونزعنا من كل أمة شهيدا( [القصص/75]، وقوله: (وإنه على ذلك لشهيد( [العاديات/7]، (أنه على كل شيء شهيد( [فصلت/53]، (وكفى بالله شهيدا( [النساء/79]، فإشارة إلى قوله: (لا يخفى على الله منهم شيء( [غافر/16]، وقوله: (يعلم السر وأخفى( [طه/7]، ونحو ذلك مما نبه على هذا النحو، والشهيد: هو المحتضر، فتسميته بذلك لحضور الملائكة إياه إشارة إلى ما قال: (تتنزل عليهم الملائكة ألا تخافوا... ( الآية [فصلت/30]، قال: (والشهداء عند ربهم لهم أجرهم( [الحديد/19]، أو لأنهم يشهدون في تلك الحالة ما أعد لهم من النعيم، أو لأنهم تشهد أرواحهم عند الله كما قال: (ولا تحسبن الذين قتلوا في سبيل الله أمواتا بل أحياء عند ربهم يرزقون *** فرحين بما آتاهم الله من فضله( [آل عمران/169 - 170]، وعلى هذا دل قوله: (والشهداء عند ربهم لهم أجرهم ونورهم(، وقوله: (وشاهد ومشهود( [البروج/3]، قيل: المشهود يوم الجمعة (أخرج الترمذي والبيهقي وغيرهما عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (اليوم الموعود يوم القيامة، واليوم المشهود يوم عرفة، والشاهد يوم الجمعة). انظر: الدر المنثور 8/463؛ وعارضة الأحوذي 12/237)، وقيل: يوم عرفة، ويوم القيامة، وشاهد: كل من شهده، وقوله: (يوم مشهود( [هود/103]، أي: مشاهد تنبيها أن لا بد من وقوعه، والتشهد هو أن يقول: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدا رسول الله، وصار في التعارف اسما للتحيات المقروءة في الصلاة، وللذكر الذي يقرأ ذلك فيه.

والله اعلم و رسوله اعلم.

:o :o :o :o


آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم حاظر او ناظر ده؟؟؟

chaparharay
27.01.2011

عرفان خانه ګوره دي کي دي هم تقیه کړي د شیعه ګانو غوندي .
او څه فرق هم ورسره نه لري .پیران او شیعګان دواړه دیو خره غوږونه دي.
او ګوري چی تابیا د وهاج ساپي صاحب دخبري ځواب ندی ویلي!
لکه چی پیر سیپور دي بی څوکه پریښوده چی خلک هرڅه پري کوي که څنګه؟
دا اوس چی ساپي صاحب دپير نوۍ خبره کړي تا خو پکي هڅ هم ونه ویل چي
صحیح ده یا نه یو څه خو به دی پکي ویلي واي که همداسي وی نو تاید خو يي کړه
الله یهدیک


حذيفه
27.01.2011

محترم عرفان وحدت صاحب!په لنډواوصفاټکوبه درته ووایم چي دقرآن کریم، نبوي احادیثواوهمدارازدسلفوصالحینوله ویناسره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم حاضراوناظرنه دی . پاته سوستانقل کړی متن نواړونده موضوع له هغه سره هیڅ تړاونه لري . که په دې اړه دلائل لری ،اویاشک درته پیداسوی وي نودخپل شک ځای اویادلیل ذکرکړه چي وروسته به دعلمي اصولوپه رڼاکي پرمخ ځو.


Erfan Wahdat
28.01.2011

حذیفه وروره،
داسی لنډه او بی ربطه یی راتاو کړی چی هیڅ تړاو نه لری.
دا خو خبره نه شوه. ولی تړاو نه لری؟ دا واضحه کړه.
زه په دی کی بحث نه درسره کوم ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم
حاظر او ناظر نه ده.
خو که یو څوک دا دلیل ونیسی نو بیا به جواب همدومره وی چی دا صحی دلیل نه ده؟
او که په تشریح کولو سره به یی رد کوی؟


وزیري
30.01.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

عرفانه وروره ستا په پورتنی بحث کی د (شاهد) نقطه قابل د بحث ده چی دا روښانه شی چی دا شاهد څه شی ته وایی. زه به په دی لیکنه کی د شاهد په باره کی خپل معلومات وړاندی کړمه او دا به زما د فعلی عقیدی ښکارندوی وی، ټول هغه ورونه چی له دینه بهتره دلایل لری او زما د عقیدی تائیدونکی او یا ردونکی وی خپل اسلامی دلائل وړاندی کړی ترڅو مونږه ټول ترینه مستفیده شو ځکه هیڅوک هم په علم کی پوره نه دی.

شاهد = مشاهده کولو والا یا حاظر او موجود. (زرقانی، شرح المواهب اللدنیه، ۴، ۲۷۲)
شاهد = دا د شهود نه د اسم فاعل صیغه ده او د شهود معنا داده چی په یو موقع باندی حاضریدل. (صالحی، سبل الهدی والرشاد، ۱، ۴۷۴)
شاهد = شاهد ځکه ورته وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ورځ د قیامت د نورو پیغمبرانو په باره کی په دی ګواهی ورکوی چی دی پیغمبرانو خپلو امتونو ته دین رسولی دی. او په ضمن کی به د خپل امت په ایمان باندی هم شاهدی وایی. دا شاهدی به اصالة وی ځکه چی الله جل جلاله، رسول الله صلی الله علیه وسلم په اولین او اخرینو احوالو مطلع کړیده. (خفاجی، نسیم الریاض، ۳، ۲۶۴)

الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی وایی:
یایها النبی انا ارسلنک شاهدا و مبشرا و نذیرا. (الاحزاب، آیه ۴۵)

انا ارسلنک شاهدا و مبشرا و نذیرا. (الفتح، آیه ۸)

حضرت انس رضی الله عنه نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
انا شاهد علیکم الیوم. (حاکم، المستدرک، ۱: ۳۶۵، رقم: ۱۳۵۱)
زه (د نن د ورځی په څیر) به د قیامت په ورځ (هم) په تاسی باندی شاهد یمه.

همدارنګه په نورو حدیثو کی داسی اشاری شته چی د قیامت په ورځ به امتونه خپل پیغمبران په دی تورن کړی چی مونږه ته یی دین نه دی رارسولی نو بیا به محمدی ص امت په دی باندی شاهد تیر شی. څنګه به دوی په دی باندی شاهد تیریږی حالانکه دوی هلته حاضر هم نه وه؟ نو دا به د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو پر بنا وی. بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل امت شاهدی تصدیق کړی.
بیضاوی، التفسیر، ۱: ۱۴۹
قسطلانی، المواهب اللدنیه، ۲: ۴۱
زرقانی، شرح المواهب اللدنیه، ۴: ۲۷۲-۲۷۳
ابن منظور، لسان العرب، ۳: ۲۴۲

همدارنګه کله چی نوح علیه السلام باندی په ورځ د قیامت امت د تبلیغ نه رسولو تهمت ولګوی نو محمدی امت به شاهدی ورکوی چی نوح ع دین رسولی دی. دا حدیث بخاری په کتاب الانبیاء، کتاب التفسیر، کتاب الاعتصام بالکتاب والسنه او ابن ماجه په السنن، کتاب الزهد او احمد بن حنبل په المسند او ابن حبان په الصحیح او ابویعلی په المسند کی راوړیدی.

د شاهد معنی حاضر او ناظر کیدو ته وایی ځکه چی شاهدی هغه څوک ورکوی چی هم حاظر وی او هم ناظر وی.
امام راغب په المفردات صفحه ۴۶۵ کی لیکی:
الشهود والشهادة: الحضور مع المشاهدة، اما بالبصر او بالبصیرة.
یعنی د شهود او شهادت معنی د مشاهدی سره حاضریدلو ته وایی دا که د سر په سترګو وی او یا د زړه په بصیرت سره وی.

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه روایت کوی چی:
قام فینا النبی صلی الله علیه وسلم مقاما، فاخبرنا عن بدء الخلق حتی دخل اهل الجنة منازلهم و اهل النار منازلهم، حفظ ذلک من حفظه و نسیه من نسیه. (بخاری، الصحیح، ۳: ۱۱۶۶، کتاب بدالخلق، رقم ۳۰۲۰ او خطیب تبریزی، مشکوة المصابیح، ۳: ۲۴۳، کتاب صفة القیامة، رقم: ۵۶۹۹، او عسقلانی، تغلیق التعلیق، ۳: ۴۸۶، رقم ۳۱۹۲)

ملا علی قاری ددی حدیث مبارک په شرح کی لیکی:
دل ذلک علی انه اخبر فی المجلس الواحد بجمیع احوال المخلوقات من المبدا والمعاد و المعاش، و تیسیر ایراد ذلک کله فی مجلس واحد من خوارق امر عظیم. (ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح، ۱۱:۴)

ددی حدیث مبارک تائید د حضرت عمروبن اخطب انصاری رضی الله عنه له حدیث نه هم په ډیر ښه شان سره کیږی چی:
صلی بنا رسول الله صلی الله علیه وسلم الفجر، وصعد المنبر فخطبنا حتی حضرت الظهر، فنزل فصلی، ثم صعد المنبر فخطبنا حتی حضرت العصر، ثم نزل فصلی، ثم صعد المنبر، فخطبنا حتی غربت الشمس فاخبرنا بما کان و بما هو کائن، فاعلمنا احفظنا.
مسلم، الصحیح، ۴: ۲۲۱۷، کتاب الفتن واشراط الساعه، رقم ۲۸۹۲
ابن حبان، الصحیح، ۱۵: ۹
شیبانی، الآحاد والمثانی، ۴: ۱۹۹
حاکم، المستدرک، ۴: ۴۸۷
طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۷: ۲۸
خطیب تبریزی، مشکوة المصابیح، کتاب الفضائل، ۳: ۳۱۱

بیشکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وجودا په خپله روضه مبارکه کی حاضر ده ولی د مشاهدی له رویه په ټولو کایناتو ناظر ده نو د ناظر کیدو په بناسره حکما حاظر هم ویلی شو خو حاظر والی یی په روحانی طریقی سره ده.

د شاهد او شهود لپاره قرآنی تائید:
قرآن کریم هم په اکثره ځایونو کی شاهد د حاضر په معنی استعمال کړیدی لکه:
ام کنتم شهدآء اذ حضر یعقوب الموت.
فمن شهد منکم الشهر فلیصمه

له دی آیاتو نه دا معلومیږی چی د شهود او ددی د مشتقاتو استعمال په قرآن کریم کی د حاضر په معنی شویدی.

اوس دا سوال پیدا کیږی چی شاهد چاته وایی؟
نو جواب به یی داسی وی چی شاهد هغه ته ویلی کیږی چی لیدو والا وی او په یو ځای کی موجود هم وی. په معنوی طور سره حاضر او ناظر ته هم شاهد ویلی شو.
شاهد نګهبان ته هم وایی لکه ابن منظور چی په لسان العرب دریم جلد صفحه ۲۴۳ کی لیکلی دی.

ستاسو د تصدیق او انتقاد په تمه.


پتوال
30.01.2011

ډيره بخښنه غواړم :
په دې ټولو ليکنو کې يو ډول  افلاس، غربت او  نيمګړتيا او له منطق سره دوښمني  ليدل کيږي : 
[quote:0e93f255c1]بیشکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وجودا په خپله روضه مبارکه کی حاضر ده ولی د مشاهدی له رویه په ټولو کایناتو ناظر ده نو د ناظر کیدو په بناسره حکما حاظر هم ویلی شو خو حاظر والی یی په روحانی طریقی سره ده. [/quote:0e93f255c1] 
ښه د[color=red:0e93f255c1] بشيرا و نذيرا [/color:0e93f255c1]په اړه  نوبيا  څه واياست ؟؟؟


وزیري
31.01.2011

پتوال صاحب،
ستاسی له نظریی نه یو جهان مننه.
زما په نظر په یو اسلامی مسئله کی هیڅکله هم نباید فقط د خپل عقل په اندازه فیصله وشی بغیر له دی اسلامی نص یی په مقابله کی وړاندی شی.

تاسی کولای شی چی له دینه بهتره دلایل وړاندی کړی ترڅو دا ستاسی انتقاد پرځای وښایی، ستاسی د حقه دلایلو په مقابله کی به زه هیڅکه هم ونه دریږم او بی درنګه به یی په خپل ځان عملی کړمه.

مننه


پتوال
31.01.2011

دروند ورور الوزيريه صاحب السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

تاسو پخپله داسې سم او ښکلي ليکلي چې :
شاهد = مشاهده کولو والا یا حاظر او موجود.
شاهد = دا د شهود نه د اسم فاعل صیغه ده او د شهود معنا داده چی په یو موقع باندی حاضریدل .
هو همداسې ده : محمد (ص) موجود و،څه ناڅه ٦٣ کاله يې ژوند کړی، قران پرې نازل شوی او رسالت يې سرته رسولی دی او په همدې اړه او مفهوم سره
دا ايت راغلی چې :

[color=blue:ec2821ef66]انا ارسلنک شاهدا و مبشرا و نذیرا. (الفتح، آیه ۸) [/color:ec2821ef66]
نبي کريم (ص) چې مبشر او نذير و نو د خپل رسالت په دوره کې بشير او نذير و او شاهد هم د همدې دورې له امله ورته وايي !
داسمه ده
[quote:ec2821ef66]چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ورځ د قیامت د نورو پیغمبرانو په باره کی په دی ګواهی ورکوی چی دی پیغمبرانو خپلو امتونو ته دین رسولی دی . [/quote:ec2821ef66]
خو شاهد ورته په دنيا کې د پيغمبرۍ او قران د نزول له کبله وايي او د همغه قران له مخې نه يواځې په دنيا کې شاهد دی بلکې په آخرت کې هم په آخرت کې هم د د قران له مخې شاهدي وايي، خو قران په دنيا کې د شهادت، بشارت او نذارت دنده سرته رسولې او د مبعوث رسول محمد (ص) د رسالت پواسطه !
نو ځکه په آخرت کې هم شاهد پاتې کيږي ، خو هلته بيا بشارت او نذارت ته اړتيا
نشته ، ځکه چې دعمل وخت نور نشته ، نو د بشارت او نذارت غوندې شهادت هم په کلي توګه دې دنيا ته مختص دی، خو صرف دغه يو جز يې په آخرت کې هم تکراريږي چې په نورو امتونو د قران له مخې شاهدي ورکوي !
دا مطلب نه بريښي چې
[quote:ec2821ef66] دا شاهدی به اصالة وی ځکه چی الله جل جلاله، رسول الله صلی الله علیه وسلم په اولین او اخرینو احوالو مطلع کړیده. (خفاجی، نسیم الریاض، ۳، ۲۶۴) [/quote:ec2821ef66]
بلکې هلته هم شاهدي د قران په استناد ده او بس !
وګورۀ :
[quote:ec2821ef66]حضرت انس رضی الله عنه نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
انا شاهد علیکم [color=red:ec2821ef66]الیوم. [/color:ec2821ef66](حاکم، المستدرک، ۱: ۳۶۵، رقم: ۱۳۵۱) [/quote:ec2821ef66]
خو تاسو په [color=blue:ec2821ef66]اليوم [/color:ec2821ef66]سترګې پټې کړي او اليوم مو
[quote:ec2821ef66] (د نن د ورځی په څیر) [/quote:ec2821ef66] ترجمه کړی دی
او له دنيا څخه مو بچ تاوکړی اود د قیامت له ورځې سره مو وصل کړی دی !
زه وايم چې داد څراغ لاندې تياره ولې ده ، په دنيا کې دده ټول رسالت شاهدي نه ده ؟؟؟؟ دا شاهدي کل او اصل دی او دا چې [quote:ec2821ef66] دقيامت په ورځ [color=red:ec2821ef66](هم)[/color:ec2821ef66] په تاسی باندی شاهد یمه. [/quote:ec2821ef66]يوه فرعه ده .
خو په دې ناسمه توګه مو د رسالت شاهدي صرف د قيامت پورې تړلې، او چې تړلې مو ده نو پوښتنه داده چې بيا مو دغه (هم) د څه له پاره ورزيات کړی دی ؟؟؟؟؟

نتيجه داچې حاضر او ناظر د الله تعالی صفتونه دي ، نۀ د پيغمبر ، هغه (ص) په ژوندانه هم له حسي ساحې بهر د خپلو اصحابو په حال حاضر او ناظر نه و
اوپه اړه يې غيب وينا نه کوله ، نو له وفات وروسته تر قيامته پورې څنګه وپورې دغه د الله تعالی ځانګړنې او اوصاف تړلی شو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:ec2821ef66]
پرستش صرف د الله کول پکار دي ...... پيغمبر ته غوږ د زړه کيږده او بس ![/color:ec2821ef66]


و.افغان
31.01.2011

درنو ګډونوالو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د حاضر او ناظر معنی خو دا ده، چې له هر څه خبر دی.
ځکه چې په هر ځای کې حاضر دی، او هر څه ويني ناظر دی، او که څوک بيا فرق کوي
چې نه، دا ويني، او هغه نه ويني، نو دا توپير کول عقلا متناقض دي.
نو کله چې د حاضر او ناظر معنی هر څه ته حاضرېدل او په هغو باندې ناظر کېدل شول؛
د دې مطلب دا شو، چې غيب د پيغمبر لپاره هيڅ وجود نه لري، او په علم کې الاهي
علم او د پيغمبر علم نږدې يو دی.
خو راځئ له ما سره په ځير دا لانديني آیتونه ولولئ:

قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ.
ووايه ای پيغمبره چې نه پوهيږي د اسمانونو او د ځمکې په غيبونو مګر الله جل جلاله.

همدارنګه الله جل جلاله د خپل پيغمبر په ژبه فرمايي:
قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
ووايه ای پيغمبره، زه مالک نه يم د خپل ځان لپاره د هيڅ ډول ګټې، او نه د هيڅ ډول
ضرر، او که چېرې زه په غيبو پوهېدلی؛ نو ډېر خير به د ځان لپاره ټول کړی وو، او
هيڅ رنګ تکليف به ما ته نه وی رسيدلې؛ نه يم زه مګر وېروونکی او زېری ورکوونکی
يو داسې قوم ته چې ايمان راوړي.

په پورتنی آیت کې فکر وکړئ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايي، چې زه په غيبو
نه پوهېږم، که چېرې پوهېدی؛ نو ما ته به تکليف نه وی رارسېدلی، معنا دا چې زه په
غيبو نه پوهېدلم او نه پوهېږم، ځکه راته تکليف راورسېدی، او رارسيږي به.
لکه د احد په غزا کې ده ته تکليف ورسېد، د ده تره شهيد شو، دی مبارک پخپله زخمي
شو، د افک په قصه کې ده ته تکليف ورسېد، په نورو ډېرو ځايونو کې چې دا ځای
د تفصيل نه دی.
که چېرې پيغمبر حاضر او ناظر وی؛ نو ولې به دغسې تکليفونه ورسېدل، دا چې په
خپل ژوند کې حاضر او نه وو؛ نو له مرګ څخه وروسته به څنګه حاضر او ناظر شي،
الله جل جلاله فرمايي:
انک ميت و انهم ميتون.
په تحقيق ته مړ کېدونکی يې، او دوی هم مړه کيدونکي دي.

په بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي:
وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ
او شته له الله جل جلاله سره کونجيانې د غيبو، نه پرې پوهيږي هيڅوک مګر الله.

په بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي:
عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا ، إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فانه يرسل من بين
يديه ومن خلفه رصدا.
عالم دی (دا الله) په غيبو باندې، پس نه مطلع کوي په دغو غيبو هيڅوک. مګر هغه څوک چې راضي وي ترې او غوره کړی يې وي په اطلاع د غيبياتو( له رسول خپل څخه، نو بېشکه هغه (الله) روانوي په مخ د هغه کې او وروسته له هغه ځنې ساتونکي څوکيداران له هر طرفه (له ملائکو).

نبي کريم صلی الله عليه وسلم په نبوي صحيح حديث کې فرمايي:
صلوا علي فإن صلاتكم تبلغني حيث كنتم
تاسې په ما درود ووايئ، په تحقيق چې ستاسې درود هر چېرې چې تاسې یاستئ
ماته رسيږي.
په بل حديث کې فرمايي: ان لله ملائکة سياحين يبلغونني عن امتي السلام.

له دې دوه نبوي حديثونو څخه معلوميږي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د خپل امت
د اعمالو په تفاصيلو باندې نه خبریږي، یواځې او يواځې زمونږ درود او سلام د ملائکو
په لاس هغه ته رسيږي.

د دې دواړو حديثونو معنا يو بل درېیم صحيح حديث هم تأیيدوي، چې نبي کريم
صلی الله عليه وسلم د محشر په ورځ هم د خپلو هغو امتيانو په اعمالو نوي خبر، کوم
يې چې په دنيا کې کړي دي، او الله جل جلاله به هغه په دغو اعمالو خبروي.

په صحيح مسلم کې په یوه حديث کې راځي
يذاد أناس عن حوضي يوم القيامة فأقول: يا رب أمتي! وفي لفظ يقول: أصحابي أصحابي! فيقال: إنك لا تدري ما أحدثوا بعدك إنهم لم يزالوا مرتدين على أعقابهم منذ فارقتهم فأقول: سحقاً سحقاً لمن بدل بعدي.

د قيامت په ورځ به زما له حوض څخه ځينې خلک لرې کړل شي، نو زه به ووايم: يا
ربه، دا خو زما امتيان دي، په بل لفظ کې راځي چې: ملګري دي زما، ملګري دې
زما، نو راته وبه ويلی شي چې: ته نه پوهېږې، چې دوی له تا وروسته څه څه کړي دي،
يا څه نوي نوي څه دوی په دين کې پيدا کړي دي، دوی ستا له فراق څخه وروسته په
خپلو پوندو شاته ګرځېدلي دي؛ نو وبه وايم: لرېوالی دې وي، لرېوالی دې وي؛ د هغه
چا لپاره چې له ما څخه وروسته يې بدلون راوستی.
يعنې په ديني امورو کې.
نو که نبي کريم صلی الله عليه وسلم حاضر او ناظر وی؛ نو خامخا به په دغو ټولو خبر
وی، او الله جل جلاله به هغه ته په دغې مسئلې کې د نه پوهې خطاب نه کاوه.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم تر ټولو پيغمبرانو بهتر دی، خو په غيبو ټول له يوه سره
نه پوهيږي.
الله جل جلاله فرمايي: يوم يجمع الله الرسل فيقول ماذا أجبتم قالوا لا علم لنا انک أنت
علام الغيوب.
ياده کړه هغه ورځ چې راټول به کړي الله جل جلاله ټول رسولان، نو ورته وبه وايي چې:
تاسې ته څه ځواب درکړ شوی دی، نو ټول به ووايي: مونږ هيڅ ډول پوهه نه پرې لرو،
په تحقيق سره همدا ته په ټولو غيبياتو ډېر پوه يې.
په بل حديث کې راځي، چې کله راته الله جل جلاله ووايي: چې ته نه يې خبر؛ چې دوی
له تا وروسته څه څه کړي؛ يا څه نوي څه يې په دين کې ايجاد کړي؛ نو زه به د عيسی
عليه السلام په شان ووايم: وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ.
زه شهيد وو (يعنې شاهد وم ګواه وم) په دوی باندې تر هغې مودې چې زه په دوی کې
وم، نو کله چې تا زه وفات کړم، ته د دوی څارونکی وې، او ته په هر څه باندې ښه ګواه
ښه خبر دار يې.

نو له دې واضحو دلائلو وروسته چې څوک دا عقيده ولري، چې نبي صلی الله عليه وسلم
حاضر او ناظر دی؛ نو هغه په حقيقت کې د الله جلاله قرآني نصوص، او صحيح نبوي
احاديث ردوي، او د پورتني حديث د دې لفظ مصداق ګرځي چې وايي:
انک لا تدري ما أحدثوا بعدک.
ته نه پوهېږې، چې څه نوي نوي څيزونه دوی په دين کې له تا وروسته را داخل کړل.

ليکنه مې په عجله کړې، د لغوي او املائي خطاګانو تصحيح مو راڅخه مه سپموئ.

په درنښت


وزیري
01.02.2011

ګرانه او محترمه ساپی صاحب ډیره زیاته مننه ستا له علمی بحث نه، تاسو او محترم پتوال صاحب زما د حدیثونو په باره کی هیڅ هم نه دی ویلی. مهربانی وکړی زما ذکر کړی احادیثو باندی هم یو تبصره وکړی او ورسره لاندی احادیث هم په کراره سره واضحه کړی.

عن حذیفة رضی الله عنه قال: قام فینا رسول الله صلی الله علیه وسلم مقاما ما ترک شیئا یکون فی مقامه ذلک الی قیام الساعة، الا حدث به حفظه من حفظه ونسیه من نسیه. (متفق علیه وهذا لفظ مسلم) که دقیقه حواله دی پکار وه مهربانی وکړی فقط یو امر وکړی.

په دی ځای کی خو د (ما ترک شیئا یکون فی مقامه الی قیام الساعة) الفاظ ډیر عجیب دی.

او په پاسنی د عمرو بن اخطب رضی الله په حدیث کی د (فاخبرنا بما کان وبما هو کائن) الفاظ هم ډیر عجیب دی.

بل حدیث شریف کی راځی:
عن حذیفة رضی الله عنه انه قال: اخبرنی رسول الله صلی الله علیه وسلم: بما هو کائن الی انن تقوم الساعة. فما منه شیء الا قد سألته الا انی لم اسأله ما یخرج اهل المدینة من المدینة. رواه مسلم و احمد.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]

په دی حدیث کی هم د (فما منه شیء الا قد سألته الا انی لم اسأله...) الفاظ عجیب دی.

بل حدیث شریف کی راځی چی:
عن ابن عباس رضی الله عنهما عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: اتانی ربی فی احسن صورة فقال: یا محمد، قلت: لبیک وسعدیک. قال: فیم یختصم الملا الاعلی؟ قلت: ربی لا ادری، فوضع یده بین کتفی، حتی وجدت بردها بین ثدیی، فعلمت ما بین المشرق والمغرب. رواه الترمذی و ابویعلی. وقال ابوعیسی: هذا حدیث حسن.
وفی روایة عنه: قال: فعلمت ما فی السموات وما فی الارض وتلا: (وکذلک نری ابراهیم ملکوت السموات...) رواه الترمذی و احمد والدارمی واللفظ له.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]
وفی روایة: عن معاذ بن جبل قال: فتجلی لی کل شیء وعرفت. رواه الترمذی و احمد والطبرانی. وقال ابوعیسی: هذا حدیث حسن صحیح
وفی روایة: عن ابی امامه رض قال: فعلمت فی مقامی ذلک ما سألنی عنه من امر الدنیا والاخرة. رواه الطبرانی والرویانی.
وفی روایة: فعلمت من کل شیء وبصرته. رواه الطبرانی.
وفی روایة: عن جابر بن سمرة رض قال: فما سألنی عن شیء الا علمته. رواه ابن ابی شیبة وابن ابی عاصم. اسناده حسن و رجاله ثقات.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړې :[/color:4b5d61b7ac]

ساپی صاحب محترم دا دنیا خو ده مشرق او مغرب نو چی شرق او غرب یی ولید، پاتی څه شی شول؟

تاسی لیکلی چی:
پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايي، چې زه په غيبو
نه پوهېږم، که چېرې پوهېدی؛ نو ما ته به تکليف نه وی رارسېدلی، معنا دا چې زه په
غيبو نه پوهېدلم او نه پوهېږم، ځکه راته تکليف راورسېدی، او رارسيږي به.
لکه د احد په غزا کې ده ته تکليف ورسېد، د ده تره شهيد شو، دی مبارک پخپله زخمي
شو، د افک په قصه کې ده ته تکليف ورسېد، په نورو ډېرو ځايونو کې چې دا ځای د تفصيل نه دی.

ساپی صاحب!
تاسی همیشه یوی خواته ګوری او بلی خواته نه ګوری. دا تکلیف چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسیده نو دا دده تقدیر وه. د بدر د غزا په باره کی دی دا پیش بینی لکه چی هیره ده.

عن انس رضی الله عنه فی روایة طویلة ان رسول الله صلی الله علیه وسلم شاور، حین بلغنا اقبال ابی سفیان، وقام سعد بن عبادة رض فقال: والذی نفسی بیده، لو امرتنا ان نضرب اکبادها الی برک الغماد لفعلنا. قال: فندب رسول الله صلی الله علیه وسلم الناس، فانطلقوا حتی نزلو بدرا، فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: هذا مصرع فلان قال: ویضع یده الی الارض، هاهنا و هاهنا، قال: فما مات احدهم عن موضع ید رسول الله صلی الله علیه وسلم. رواه مسلم و ابوداود.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]

په دی حدیث کی خو ساپی صاحب د (هذا مصرع فلان قال: ویضع یده الی الارض، هاهنا و هاهنا، قال: فما مات احدهم عن موضع ید رسول الله صلی الله علیه وسلم) الفاظ بیخی پسی له حده ورتیر دی. که څنګه؟

ساپی صاحب د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د غیبو اشیاو او واقعاتو لیدلو په باره کی دی احادیث لکه چی نه دی لیدلی. لګ صبر چی زه خو یو د نمونی په څیر درته ولیکم.

عن انس رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم نعی زیدا وجعفرا وابن رواحة رض للناس قبل ان یاتیهم خبرهم، فقال: اخذالرایة زید فاصیب، ثم اخذ جعفر فاصیب، ثم اخذ ابن رواحة فاصیب. وعیناه تذر فان حتی اخذ الرایة سیف من سیوف الله، حتی فتح الله علیهم. رواه البخاری والنسائی واحمد.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]
ساپی صاحب محترم مذکوره ټول احادیث د بخاری شریف او مسلم شریف دی. جرحه هم نشی پری کولای نو اوس ته ووایه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم لری لیدل کولای شول او که نه؟
که ته ووایی چی ځه دا خبری خو ټولی درسره منم ځکه چی دا خو د الله جل جلاله نه ورته په طور د معجزی خبر ورکول کیده، نو دا به یوه عجیبه خبره وی.
دا ځکه چی دا خو عام او خاص خلک منی چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم علم ټول د الله جل جلاله له طرفه ده.

ښه! وړاند به لاړ شو.

تاسی لیکلی:
په بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي:
وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ
او شته له الله جل جلاله سره کونجيانې د غيبو، نه پرې پوهيږي هيڅوک مګر الله.

زه دا نه وایمه چی تاسی د آیت شریف په معنی نه پوهیږی. بیشکه چی پری پوهیږی به، ولی سترګی پری پټوی.
زه او ته په آیات داسی نه پوهیږو لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی پری پوهیده.
څنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی حدیث بیانوی په شتون ددی آیت مبارکه کی.

عن ابی هریرة رض: ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: بعثت بجوامع الکلم، ونصرت بالرعب وبینا انا نائم رایتنی اتیت بمفاتیح خزائن الارض فوضعت فی یدی.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]
ساپی صاحب دا خو د صحیح البخاری، کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة حدیث ده لکه چی هیر دی شو.
که دا هسی نعوذباالله یو خوب ده، حقیقت به نه لری؟

یو بل حدیث ده چی مسلم شریف په کتاب الصلاة، باب فضل السجود واحث علیه کی رواړیده.
حضرت ربیعه بن کعب اسلمی رض وایی:
کنت ابیت مع رسول الله صلی الله علیه وسلم فاتیته بوضوئه وجاجته، فقال لی: سل! اسئلک مرافقتک فی الجنة. قال: او غیر ذلک؟ قلت هو ذاک.
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]
ددی حدیث شریف په باره کی شیخ عبدالحق محدث دهلوی رحمه الله فرمايي:
ان الله مکنه من اعطاء کل ما اراد من خزائنه تعالی. (عبدالحق محدث دهلوی، لمعات التنقیح، ۳: ۱۷۳)
[color=red:4b5d61b7ac]ژباړه :[/color:4b5d61b7ac]
په بل ځای کی په فارسی لیکی:
واز اطلاق سوال که فرمود (سل) بخواه و تخصیص نه کرد بمطلوبی خاص، معلوم می شود که کار همه بدست همت و کرامت اوست صلی الله علیه وسلم. هرچه خواهد هر کرا خواهد باذن پروردګار خود بدهد. (عبدالحق محدث دهلوی، اشعة اللمعات، ۱: ۳۹۶)

تاسی لیکلی دی:
په صحيح مسلم کې په یوه حديث کې راځي
يذاد أناس عن حوضي يوم القيامة فأقول: يا رب أمتي! وفي لفظ يقول: أصحابي أصحابي! فيقال: إنك لا تدري ما أحدثوا بعدك إنهم لم يزالوا مرتدين على أعقابهم منذ فارقتهم فأقول: سحقاً سحقاً لمن بدل بعدي.

ساپی صاحب محترم، زه خو دیته حیران یمه چی دا پوه پوه خلک له دی عقل نه ولی استفاده نه کوی.
مطلب می دا ده چی دا پورتنی ستا راوړی د مسلم شریف حدیث چا ویلی دی، دا د چا خبره ده؟؟؟؟؟
ستا ځواب به دا وی چی دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ده. همداسی ده؟

هو! نو چی ۱۳۰۰ کاله مخکی یی ما او تا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیش بینی په طور وایی نو خو مبارک صلی الله علیه وسلم پری خبر ده کنه چی زه به داسی کوم او خلک به هغسی کوی.
نو خبر یی نور څنګه وی؟؟؟ چی ما او تاته یی قیصه کوی نو نور یی خبر څنګه وی؟

والسلام.
.........................................................................................
[color=blue:4b5d61b7ac]درنو او محترمو ليکوالانو ته سلام! که غواړئ چې له بحث نه مو شخصي ديالوګ جوړ نشي او نور لوستونکي هم ترې ګټه پورته کړي
نو د محترم ساپي صيب غوندې د هر آيت او حديث سره تل پښتو يا دري ژباړه هم مل کړئ !!!!!!!!!! ومن الله التوفيق ،
ستاسې يو ورور : وطنمل [/color:4b5d61b7ac].



طالب جان
10.02.2011

محترمواوقدرمنووروڼواوخوېندو:السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دالله تعالی په محبوب ګران پېغمبر حضرت محمد صلی الله علېه وسلم باندي دبريلويانوپه څېر دحاضراوناظر عقيده درلودل خو له يوې څېلمي ناسمه ده.
البته هغه څه چي خدای جل جلاله ورڅرګندول غوښتل هغه يې ورښکاره کړل،هغه آیاتونه چې په هغو کې انبياوو ته دعلمِ غيب دورکړې کومه يادونه شوي،له هغو ټولو نه موخه همداڅه دي والله اعلم. اوهغه څه چي نه يي غوښتل هغه يي له خپل ځان سره وساتل لکه هغه پنځه شيان چي دسوره لقمان په پای کې ورته نغوته شويده :
إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وما تدري نفس بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ)( لقمان 34 صدق الله العظيم
ژباړه: بې شکه له ده (الله جل جلاله) سره دی دقيامت علم،او نازلوي باران(په خپل هغه ټاکلې وخت سره چې علم يې يوازي له الله سره دی)،او پوهيږي( په نوعيت او کيفيت) دهغه څه چې (دميندو) په نسونو کې دي،او هيڅ انسان پدې نه پوهيږي چې هغه به سبا ته څه کوي( په اعتبار د تقدير سره او په اعتبار دوقوع دهغو حوادثو سره چې ده ته مقدر شويدي)،او هيڅ انسان پدې نه پوهيږي چې په کومه ځمکه به مري. بې شکه لوی خدای علم لرونکی او په هرڅه(له هره پلوه) خبر ذات دی.


وزیري
11.02.2011

ګرانه طالب جانه په خیر راغلی،

د سمی خبری باید سم جواب وی او د غلطی خبری باید غلط جواب وی. غلط جواب په دی خاطر باید ورکول شی چی لګ خو دی مخالف طرف ته هم درد ورشی.

په الله جل جلاله باندی قسم دی چی زه په دی عقیده نه یمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم حاظر او ناظر ده. !!!!!
بلکی نه ده. خو دا بحث می له ساپی صاحب او نورو هم امثال وروڼو سره په دی روان کړیدی چی په دی لګ پوه شی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی کمرتبه نه وه/ده لکه دا کسان چی یی شمیری. هغه ته الله جل جلاله ډیر څه ورکړی وه. هغه د رحمن بابا یو شعر ده چی:
خدای یی مه بوله بیشکه چی بنده دی
نور یی کل واړه صفات دی په رښتیا

اوس به بیا دا تند مزاجه خلک را پرش وهی چی اوووووو دا د رحمان بابا شعر خو څه آیت نه ده چی ویی منو.

نو وروڼو مرچ مه خوری په ریښتیا هم چی آیت نه ده. هسی یو مثال می درته وړاندی که.
ما له ډیرو وهابیانو، پنجپیریانو، سلفیانو، تبلیغانو او نورو داسی فرقو والاو سره ناسته ولاړه کړیده. عمده منفی شئ چی ما په دوی کی لیدلی دی هغه د جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کی ګستاخی ده او دده هغه خدای ورکړی قدرتونه له ده مبارک نه نفی کوی.
دوی په دی نه پوهیږی چی مونږه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو څه غیرمستقیم سپکاوی کوه. که پوهیدای بیا یی نه کوه خو ولی هغه متل ده چی خپل عیب د ولو منځ وی او د بل عیب د کلی منځ وی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more