د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په حدیث پوهنه کي دمتن اوسنددڅېړني اصول

مومن مهاجر
25.01.2011

لیکنه : حافظ حمزه مدني
ژباړه : مؤمن مهاجر
دلوی الله جل جلاله په مرسته مي هوډکړی چي دحدیث پوهنې په لړکي دخپل اولس دخدمت په موخه لاندي مقاله دیوې لړۍ په شکل راوژباړم چي همدایې لومړنۍ برخه ده .
پیلامه :
داچي مادتحقیق اوڅېړنې لپاره ولي یاده موضوع غوره کړه؟ نوپه انګېزه یې دپوهیدولپاره بایدداوسني عصردعلمي اوفکري غورځنګونودبنسټګرشاه ولی الله دهلوی رحمة الله علیه وخت (۱۱۷۶هـ) ته ستانه شو،ده دکوچنۍ وچې دمسلمانانوناوړه حالت ته په پام دجهاداواجتهاد په غبرګوډګرونوکي دخپل فکرنیلی وزغلاوی . زه به داشالیدپه ډېرلنډډول وړاندي کړم له همدې وجې دفکري ارتقاء دجاجونې په موخه خپله پیلامه پردووبرخووېشم :
(۱) له شاولی الله دهلوي رحمة الله علیه څخه دخپلواکۍ ترجګړې (۱۸۵۷) پوري .
(۲) له سرسیدڅخه تراوسني وخته .
دشاه ولی الله دهلوي رحمة الله علیه په وخت کي دجهاداواجتهادغورځنګ :
شاه ولی الله دهلوي رحمة الله چي په پاکستان اوهندکي داوسنیوعلمي،فکري اودیني غورځنګونومؤسس هم بلل کېدای شي چي کله دعلم اوفکرپه ډګرکي ګام کېښودنوهغه ترټولو وړاندي له سیاسي زوال سره سره په فکري ډګرکي هم دمسلمانانوشاتګ احساس کړ. هغه ولیدل چي یوه لورته هندوان په هندکي دمسلمانانومتزلزل ځواک ته په کتوپرټول هندوستان دواکمنۍ خوبونه ویني اوبل لورته مسلمانان دتصوفوپه ناولي ډنډکي په لوېدودبې علمۍ اوبدعملۍ ښکارشوي اوجامدتقلیددکتاب اونبوي سنت لاره هم ترې ورکه کړې ده . له همدې وجې هغه دمسلمانودسیاسي قدرت دترلاسه کولولپاره جهادي هڅې پیل کړې اوپه هندکي له مغولي واکمنوپه ناهیلي کېدویې دوخت افغاني واکمن ستراحمدشاباباته هلته دورتلودعوت ورکړچي نوموړي د ۱۷۶۱م پرمهال دپاني پت په میدان کي له مرهټیانوسره درېیمه تاریخي جګړه وکړه . ددې واقعې له یادولوموپه جهادي ډګرکي دشاه ولی الله دهلوي رحمة الله علیه هڅوته اشاره مقصود وه،خوزماډېربحث به دده پراجتهادي هڅواونوښتونووي .
دشاه ولی الله دهلوي رحمة الله په دعوتي اوتدریسي هڅوکي دامشهوره ده چي ده که له یوې خوا دمغل اعظم جلال الدین اکبردالهي دین دپاللوغالي تصوفوداصلاح مسؤلیت پرغاړه واخیست نوله دې سره په خواکي یې دجامدتقلیدپه ماتولواوپراخولوکي هم دپام وړخدمتونه وکړل . په دې اړه چي تردقیقې ارزونې وروسته ده دیوماهرډاکټرپه توګه کوم علاج وړاندي کړهغه له قرآن کریم اونبوي صحیحوسنتوسره دخلکونېغ په نیغه اشناکول وو،دهمدې لپاره هغه دمغلوپه رسمي ژبه فارسي دقرآن کریم ترجمه اوتفسیروکړاودحدیثوپه لړکي یې دنبوي سنتوپرلومړۍ ترټولوکره مجموعه مؤطأامام مالک نه یوازي په عربي اوفارسي کي دمسوّی اومصفی په نوم شرحې وکړې بلکي په درسي نصاب کي یې داخله هم کړه . په دې ډول یې دقرآن کریم اواحادیثوپه ژوره مطالعه داجتهاددژوندي کولوتحریک ژوندی کړچي خلاصه یې له قرآن کریم اونبوي سنتوسره دهروخت دفقهې پرتلیزه ارزونه وه . دشاه ولی الله رحمة الله دجهاداواجتهادغورځنګونه که څه هم دده زامنواولمسیانوپه پوره متانت پرمخ بوتلل خوددې تحریکونودپوره عروج زورپه ۱۸۵۷کي دخپلواکۍ ترجګړې دوام وکړ . ترشاولی الله رحمة الله علیه وروسته دقرآن کریم دتفسیرچاره په خپله دده دووزامنوشاه رفیع الدین اوشاه عبدالقادرجاري وساتله مګردوئ دفارسي پرځای په مسلمانانوکي ډېره عامه شوې ژبه اردوغوره کړه . په تدریسي ډګرکي دهغه دمشرزوی شاه عبدالعزیرزمانه دهغه دلمسي شاه محمداسحق تروخته دحدیثوپه پرمختګ کي مهم رول لري، خوپه ۱۸۴۲کي حرمینوته دشاه محمداسحاق ترهجرت وروسته دده دحدیثومسندسیدنذیر حسین دهلوي ته وسپارل شواوددعوت وجهادپه سلسله کي دشاه ولی الله رحمة الله علیه دلمسي شاه اسماعیل شهیداودهغه دروزلي سیداحمدبریلوي شهیدهڅې ډېرې جوتې اوڅرګندې دي . ددواړوشهیدانوتحریک داسلامي خلافت دژوندي کولوترڅنګ دشرک اوبدعت په له منځه وړلوکي هم ښکاره نقش درلودچي د۱۸۳۱پرمهال په بالاکوټ کي ددوئ ترشهادت وروسته هم په دې ډګرکي دوام لري،بلکي دبالاکوټ ترواقعې وروسته د۱۸۵۷اوترهغه وروسته دقربانیوجهاد سوړشوخودشرک اوبدعت پرخلاف دسنت اوحدیث دژوندي کولوتحریک ترپخواډېرګړندی شوچي ډېره برخه یې دخپلواکۍ ترجګړې وړاندي پیل شوه اوترشلمې پېړۍ وروسته هم دشاه محمداسحق دځای ناستي سیدنذیزحسین دهلوي اودهغه دمعاصروشاګردنواب صدیق حسن خان دهڅوپه بڼه ښکاري خودخپلواکۍ ترجګړې وروسته هم دنوروعلماووهڅې اوکوششونه ترشاپاتي نه شول . په دې لړکي دعلماوودخپل منځې پرتلي پرځای مهمه داده چي دکفراوالحاد پرخلاف دټولوګډې هڅې ددرناوي وړوبلل شي .دوام لري ....


په حدیث پوهنه کي دمتن اوسید څیړني اصول

chaparharay
26.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
محترم او ښاغلی ورور مومن مهاجرصاحب !
الله جل جلاله دي داستادخدمتونو اجر په دنیا او اخرت
دواړو کي درکړي. آمین دا یو ډیر لوی خدمت دی ترڅو
ځمونږ افغانان ورونه دحدیثو سره اشنا شي او په دي
باندي هم پوه شي چي چا د قران دتفسیر لپاره ۲۲علوم
شرط ایخي نوداددي لپاره چي خلک دقران نه نا پوهه پاتي
کړي او همدا راز خلک په عبث شیانو لکه منطق کي څوڅو
کلونه تیروي چي هڅ علم له سره دي نه او دقران او حدیث
نه ناخبره وي ځان ته به ملا واي ځکه ډیر وخت يي
مدرسو او جماتونو کي تیر کړي وي خو په قران اوحدیث
به نه پوهیږي او یا به يي صرف ونحو خو یاده وی
اوضروري هم ده خو دا یواځي وسیله ده او یو فن دي نو فنون
يي زده وي خو علم چي اصلي غایه ده قرانکریم او حدیث نبوي
به ورنه پاتي وي نو دا ډیره ښه سلسله مو شروع کړي
الله جل جلاله دي توفیق درکړي چي ددین خدمتونه وکړۍ امین


مومن مهاجر
26.01.2011

چپرهاري صاحب!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!الله موژوندي اوبریالي لره ستاسوله هڅونې اوتشویق څخه یوه نړۍ مننه . ماهم دالړۍ په دې موخه شروع کړې چي زموږمسلمان پښتانه وروڼه تریوحده له قرآن کریم اونبوي سنتوسره اشناشي او ورووروخپله توجودې لورته زیاته کړي . ستاسوددعاوواوهمکارۍ په هیله!


عادل عادل
26.01.2011

سلامونه

ِښاغلی دروند مومن مهاجر وروره ډیره په زړه پورې لړی مو پیل کړې، الله ج دې بې شمیره اجرونه درکړي، آمین

ښاغلي چپرهاري صیب تاسو لیکلي:-

[quote:a68e058961]دا یو ډیر لوی خدمت دی ترڅو
ځمونږ افغانان ورونه دحدیثو سره اشنا شي او په دي
باندي هم پوه شي چي چا د قران دتفسیر لپاره ۲۲علوم
شرط ایخي نوداددي لپاره چي خلک دقران نه نا پوهه پاتي
کړي او همدا راز خلک په عبث شیانو لکه منطق کي څوڅو
کلونه تیروي چي هڅ علم له سره دي نه او دقران او حدیث
نه ناخبره وي ځان ته به ملا واي ځکه ډیر وخت يي
مدرسو او جماتونو کي تیر کړي وي خو په قران اوحدیث
به نه پوهیږي او یا به يي صرف ونحو خو یاده وی
اوضروري هم ده خو دا یواځي وسیله ده او یو فن دي نو فنون
يي زده وي خو علم چي اصلي غایه ده قرانکریم او حدیث نبوي
به ورنه پاتي وي نو دا ډیره ښه سلسله مو شروع کړي [/quote:a68e058961]

دروند ورور ښاغلي وهاج صاحب د حکمتیار صاحب په تفسیر باندې د خپلو علمي نیوکو په لړ کې دا خبره واضح کړې وه چې د قران کریم د تفسیر نه مخکې د ځنو علومو حاصلول ضروري او لازمي دي، چې ما ته ستاسو د پورتني نظر سره په ټکر کې برېښي.

اوس پوښتنه دا ده چې نوموړي 22 علوم د ښاغلي وهاج صاحب د نظر مطابق د قران کریم د حفاظت او سم تعبیر په هدف وضع شوي او کنه ستاسو په قول د خلکو د جاهل ساتلو په مقصد وضع شوي دي؟

په هر حال که تاسو ته صرف او نحو او نور فنون هسې د وخت ضیاع ښکاري نو د مهربانی له مخې به د "قد أفلح المؤمنون" پښتو ژباړه زمونږ لوستونکو مخې ته کښېږدی؟


په حدیث پوهنه کي د متن او سند څیړني اصول

chaparharay
26.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل عادل صاحب تاسي لکه چي ځماپه لیکنه نه يي پوه شوی
ما کله داسي ویلي چي صرف و نحو عبث شی دی تاسی يي بیا
په غور خیر دی وګوری ما لیکلي چي دا فنون دي او علم د قران
او حدیث علم دی
نو ایا تاسي پدی کي شک کوۍ چي دا صرف و نحو ګنی فنون ندي
او علوم دي که څنګه؟
په قد افلح المومنون کي د قد معنی او کیفیت او کمیت په صرف ونحو
سره پیژنو دی کي څوک درسره اختلاف نه کو ی خو ځمونږ هیله داده
چي دا صرف نحو غایه نده دا فقط وسیله ده او غایه دقران وحدیث علم دی نو که تاسي يي نه منی مه یی منئ.خو زه دا بیا هم وایم چي صرف و نحو
ضرور دی خو ددي لپاره چي نور علوم چي په سرکی يي قران و حدیث دی
ورباندی اسان شي نه داچي په صرف ونحو دي اکتفا وکړي .
هیله ده ځما په مقصد به پوه شوي يي
په ډیر درناوي


قريش
26.01.2011

عادل صیب زما په فکر دچپرهاری نیوکه دمدرسو په تدریسی نظام باندی ده چی په قران دپوهیدلو په پلمه کلونه کلونه په منطق کی تیروی اوخلک دقران نه په جهل اوناپوهۍ کی ساتي، نه په هغه چاچی دتفسیر دپاره ۲۲ علوم شرط ګڼی.
دا نظر یی زه هم تاییدوم په منطق اوصرف اونحوه باندی کلونه تیروی خوصحاح سته په یوکال کی لکه دتراویح لمونځ داسی اړوی. که ماته خدای واک راکړ نودمدرسو په درسی نظام کی به ډیر بدلون راولم چی یو دهغو نه به دلویی دوری موده اقلا تردریوو کالو پوری وغځوم. وړی اولویی دوری به یی کړی وی خودبخاری شریف متن به دمخی نشی لوستلی. نو ته ووایه چی اساسی عامل یی په صرف اونحو او منطق کی داړتیا نه زیات وخت مصرفول ندی؟
دصرف اونحو اونور فنون دوخت ضیاع نده، خودکوم هدف دپاره چی باید زده کړل شی، اوبیا یی اندازه واخلو چی ددی فنونو څخه موڅومره ددغه هدف دلاسته راوړلو دپاره استفاده کړی، اوڅومره یی زموږ وخت ضایع کړی؟
بیا به عادل صیب تاسی پوه شۍ چی په داسی درسی نظام کی ددی فنونو یادول دوخت ضیاع ده او کنه؟
والله اعلم بالصواب وعلمه اتم واکمل

نوټ: دالیکنه می دچپرهاری دپورتنۍ لیکنی نه مخکی لیکلی وه خو چی تیره می کړه چپرهاری رانه مخکی شوی وه. دی ته مو پام وی.


په حدیث پوهنه کي د متن او سند څیړني اصول

chaparharay
26.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
دقریش صاحب ځوابی لیکنه بالکل صحیح ده همدا مي مقصد او غایه ده
چي نور فنون باید د قران پوهني او حدیث پوهنی لپاره وکارول شي
نه دا چي قران او حدیث ته دی بیخي ورونه ګوري یا دي ډیر لږ وخت ورکړی
دقریش صاحب نه مننه چی ځما مقصد باندي پوه شو او په ښو الفاظو
کي يي ادا کړ.
والسلام علی من اتبع الهدی


و.افغان
26.01.2011

محترم او پياوړي ورور مؤمن مهاجر او د بحث نورو درنو ګډونوالو ته سلامونه
اونېکې هيلې.
السلام عليکم
عرب وايي: لا شکر علی واجب.
له تشکرۍ به تېر شم، ځکه چې د دين خدمت زمونږ ټولو ستر واجب دی، د رب
جل جلاله څخه غواړم چې مونږ ټولو ته د خپل دين د خدمت توفيق را په برخه کړي؛
اودغه رباني توفيق ستره کاميابي ده.
طالب العالم محترم مؤمن مهاجر صاحب ډېره مهمه او ښکلې لړۍ پيل کړېده، هيله ده چې نوره به يې هم غني کړي،ان شاء الله چې ډېر مسلمانان وروڼه به ترې استفاده وکړي.
[color=white:00c16242d2]
او له نورو درنو وروڼو هيله کوم چې د بحث په اړه يواځې د کمال ، تحسين په او مهمې
زياتونې لپاره خپل نظرونه وړاندې کړي، او بحث له خپل اصلي مسار څخه بل اړخ
ته کش نه کړي، د بحث لپاره لاندې نورې پنځه خونې ځانګړې شوي دي.
[/color:00c16242d2]
په درنښت


مومن مهاجر
26.01.2011

په حدیث پوهنه کي دمتن اوسنددڅېړنې اصول (دویمه برخه)
لیکنه : حافظ حمزه مدني
ژباړه : مؤمن مهاجر
دسرسیدله زمانې تراوسه داسلام اومسلمانانوساتنه :
دابه ښايي بې انصافي وي چي د ۱۸۵۷پرمهال دمسلمانانواوهندوانوله خوادخپلواکۍ په ګډه جګړه کي ترناکامۍ وروسته دسرسیداودهغه دپلویانوپه اړه وویل شي چي دوئ شعوراً دانګریزي ښکېلاک په دسیسه کي شریک شوي ول،بلکي داسلامي لارښوونوپه رڼاکي له بدګومانۍ په ځان ساتلوبه ووایم چي سرسیداودهغه ټولوملګروهغه ډول داسلام اومسلمانانو دساتلوهڅې کولې لکه شاه ولی الله دهلوي رحمة الله علیه اودهغه ملګروچي دجهاداواجتهاد په غورځنګ کي پرکاراچولې وې،خوداهم فطري خبره ده چي دسیاست په مرېتوب کي نښتي مزاج له خپلواک مزاج څخه بېل دی . شاه ولی الله رحمة الله علیه،دهغه کورنۍ ،شاګردانواوپلویانو چي څرنګه لومړی دسکانواوبیادانګریزانوپرضدجګړې وکړي هغه که څه هم تر۱۸۵۷وروسته هم جاري وې مګرتردې مودې وروسته دوه توپیره پکي راغلل :
(۱) په هندکي دننه دتورې جهادورووروکمزوری اوبالاخره یوازي ترسرښندنې محدودشوخوله هنده دباندي په خپلواکوسیموکي دنامه ترحده پاتي ووتردې چي په ۱۹۷۹کي دافغانستان په جهادسره بیاله سره ژوندی شو.
(۲)په سیاسي ډګرکي دمسلمانانوترعمومي محرومتیاوروسته فکري جګړې هم ترډېرخپله بڼه بدله کړه اویویوازي ترعقائدو،عباداتواوځينوټولنیزورواجونومحدوده شوه،بلکي انګریزي ښکېلاک ددسیسوپه جوړولوله یوې خواترخپلې مشرۍ لاندي دډلوټپلوجوړولولوبه ګړندۍ کړه له بلې خوامسلماناوپه عامه چارولکه سیاست اواقتصادکي له شریعت سره اړیکي غوڅې کړې چي پایله یې یوه لورته په شخصي ډول دمختلفوډلوپه بڼه څرګنده شوه اوبل لورته په عمومي ډول مسلمانان دذهني مریتوب په لومه کي ښکېل شول . سرسیداودهغه پلویانوچي کومه تېروتنه وکړه هغه داوه چي دیوماتي خوړلي ملت درملنه یې په دې کي ولیده چي دمسلمانانو بریااوژونددبرلاسي قوم دعلومواوفنونوپه خپلولوکي دی . که څه هم دې خبرې دفنونوترحده یوڅه وزن لري مګردعلوموپه لړکي داخبره بالکل غلطه وه چي ترماتي وروسته اسلام دجامعیت اوابدیت په اعتبارخپل اثرله لاسه ورکړی دی . لنډه داچي دفکري پرشاتګ په داسي نازک پړاو کي مسلمانان پردووډلوووېشل شول یوې خواته ځیني مسلمانان ددیني شعائرودساتنې احساس په مسجدونواوخانقاووکي ناستي ته مجبورکړل اوبلې خواته دکمزوري ایمان مسلمانان نه یوازي داچي حکومتي دندوته په منډه ورغلل بلکي دلارډمیکالي جوړه شوي ناوړه تعلیمي نصاب یې ذهنونه دومره ګډوډکړل چي دانګریزانودسیاسي اواقتصادي نظام مرېیان شول آن دشلمې پېړۍ اوله نیمايي چي دخپلواکۍ دغورځنګونوڅرګندویه هم ده دخپل سلوک په اعتباربالکل له لوېدیځه پرراغلیوسیاتوولاړه ده،په دې حالاتوکي چي دشریعت بنسټونه کتاب اوسنت له کوموناخوالوسره مخ شول هغوخپله څېره داسي ښکاره کړه :
(۱) دقرآن کریم له الفاظوچورلټ انکارناشونی وو،خودهغه تفسیر(نبوي سنت) ددرایتي نقد په نوم دلوبونانځکه شوه .
(۲) دسنت اوحدیث دشکمنولولپاره له یوې خوادعقل اوفطرت دموافقت نومونه اخیستل کېدل له بلې خوانبوي اسوه دقرآن پرځای دعجمي دسسې ثابتولوناوړه هڅې هم ګړندۍ شوې .


مومن مهاجر
27.01.2011

په حدیث پوهنه کي دمتن اوسنددڅېړنې اصول (دریمه برخه)
لیکنه : حافظ حمزه مدني
ژباړه : مؤمن مهاجر
څرنګه چي محمدي شریعت وروستی شریعت دی اوترقیامته منسوخ کېدای نه شي،ځکه نولازمه ده چي داشریعت ترقیامته راتلونکونسلونوته دعلماووپه وسیله ورسول شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته حکم کړی چي شرعي احکام نوروته ورسوي لکه چي وايي : بَلِّغوا عني ولوایةً الخ ...یعني له ماڅخه یې ورسوئ که څه هم یوآیت وي . (صحیح البخاری حدیث نمبر: ۳۴۶۱،سنن ترمذی حدیث نمبر: ۲۵۹۳) دمحمدي شریعت په خپرولوکي الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم دامسؤلیت سپارلی وو: (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ) (المائده : ۶۷)
ژباړه : اې رسوله!ستادرب له خواچي څه درباندي نازل شوي هغه ورسوه اوکه دې داکارونه کړنو خپل رسالت دي نه دی رسولی .
ترامت پوري دمحمدي شریعت درسولواوخوندي کولولپاره مسلمانانودروایت لاره خپله کړه،څرګنده ده چي محمدي شریعت دوه اساسي اصول لري یوالهي کلام چي قرآن بلل کېږی اودویم الهي مرادچي سنت اوحدیث بلل کېږي . دهمدې دواړودساتلوپه موخه دروایت لاره غوره شوې ده . دقرآني روایت په سلسله کي عمومادتلقي اوتلاوت اصطلاح کارېږي اودسنتوپه روایت کي دتحمل اواداالفاظ . دروایت دڅېړنې لپاره چي محدثینوکومه لاره غوره کړې وه هغه متأخرینوددرایت په نوم یاده کړه حال داچي دمتقدمینوپه اندددرایت اصطلاح عموماددروایت په سلسله کي داخله وه . دوئ چي به کله یوروایت په معلومه صیغه بیاناوی نوداترې معلومېده چي دروایت تحقیق شوی دی،که نه دوئ بیاروایت په مجهوله صیغه بیاناوی . دروایاتوپه راغونډولواوڅېړلوکي محدثینوډېرۍ خوارۍ وکښې . ګڼ شمېرکسانوخپل ځانونه همدې ته وقف کړل . اودحدیثونودغونډولواوجاجولوپه موخه یې دزرګونوکیلومیټروله کړاووډک سفرونه په ورین تندي ومنل داپه داسي حال کي چي امکانات اووسائل بې اندازې محدودوو. دوئ درسول الله صلی الله دسنت اوسېرت په سلسله کي له سندسره روایت ته هم پاملرنه وکړه څواروېدونکي دسندله سلسې په خبرېدودروایت تحقیق وکړای شي چي په دې ډول دټولو احادیثوزېرمه دسندله روایت سره خوندي شوه . له لومړۍ پېړۍ ترننه ددې ګټوروهڅو له کبله نه یوازي داچي قرآن اوسنت وساتل شول بلکي دهغودروایت هرډول تحقیق هم شونی دی .

دروایاتودڅېړني لپاره چي کوم فن رامنځ ته شوپه هغه کي دروایت اودرایت ډېرلوړاصول موجوددي،خوځیني خلک پرهغوباورنه لري . دوئ دې اصولوته له پام پرته ددې روایاتومتن بې له سنده دعقل اورایې په تله تلي . په همدې لړکي حنفي فقهې ته منسوب یومعتزلي متکلم عیسی بن ابان دروایت دردپه لړکي دااصول وړاندي کړي ووچي دغیرفقیه راوي پرروایت قیاس راجح دی،خودااصول دهغه وخت وتلوحنفي علماووهم ونه منل،مګراوس یوځل بیاځينوخلکو همدې عقل ورایې ته پرنبوي حدیثوترجیح ورکولوته ددرایت اصطلاح وضعه کړې ده . زه غواړم په دې لړکي دمحدثینوپه حواله داتحقیق وړاندي کړم چي ایادادمحدثینودفن ارتقااوپرمختګ دی اوکه دمحدثینوپه فن دملنډووهلوپه موخه دداسي اصولوله لارې دحدیثوانکارته دروازه پرانستل کېږي؟ همدارازدمحدثینوپه فن کي چي دتصیح اوتضعیف کوم وسیع باب دهغه په مقابل کي چي دعقل اوقیاس کومه لاره غوره شوې هغه ترکومه ځایه معیاري ده؟ دحدیثوله روایتودشکوکواوشبهاتوپه له منځه وړوداهم تابته شوې چي دمحدثینوپه فن کي ددرایت اوتحقیق ټول ممکنه اړخونه موجوددي،ترهغه بهرهیڅ شی نه شته . دحدیثوله فن هاخواچي دعقل اورایې خبره دکومومحدثینوپه حواله کېږي نوهغه نه ددوئ دالفاظومفهوم دی اونه دصحابه کرامو،تابیعینواوددوئ دپیروانوفقهاووتګلاره وه،بلکي دحدیثومنکرینوپه دې وسیله دهغوئ عبارت ددې لپاره په ناسم ډول وړاندي کړي چي ساده مسلمانان په ځان پسې کړي . دوام لري ....


مومن مهاجر
28.01.2011

په حدیث پوهنه کي دمتن اوسنددڅېړني اصول (څلورمه برخه)
لیکنه :حافظ حمزه مدني
ژباړه : مؤمن مهاجر
پورتنی بحث په دې لیکنه کي پرشپږوبابونووېشل شوی دی :
اول باب : دلیکنې دعنوان په اعتبارپه دې باب کي داسناد،متن اوځینونوروبنسټیزو اصطلاحاتوترپېژندنې وروسته داسناداومتن پرڅېړنیزواصولواوفني ارتقاء بحث شوی دی . په دې ځای کي پوره هڅه شوې څوداخبره واضحه شي چي په بېلابېلوعلوموکي ددرایت په اعتبار دمختلفومفکوروخپل منځي فرق څه دی؟ څوله فن سره نااشنالوستونکي په بحثي ګډوډېو داخته کېدوله امله دروایت دتحقیق پرمهال دمحدثینوددرایت اصول دنوروفنونوله درایتي مفکورې سره ګډوډنه کړي .
دویم باب : په دې باب کي داسناداومتن دتحقیق هغه اصول وړاندي شوي چي حدیث پوهانو یعني محدثینودسنداومتن دڅېړني په لړکي درسول الله صلی الله علیه وسلم،صحابه کرامو رضی الله عنهم اوتابعینورحمة الله علیهم له تعامل څخه اخیستي دي، په دې باب کي په ځانګړي ډول دمحدثینوپه انددمتني څېړنې تراسلوب اوتګلارې وړاندي کولووروسته واضحه شوې چي محدثین کرام داهل الرأی له خوادوړاندي کېدونکي عقلي درایت په هیڅ ډول قائل نه دي .
دریم باب : په دې باب کي واضحه شوې چي دفقهي فن دکاردائره څه ده؟ اوپه څلوروفقهاووکي دامام ابوحنیفه اوامام مالک رحمة الله علیهماوروستنیوپیروانودروایت دنقدلپاره دفقهي درایت کوم اصول وړاندي کړي چي په واسطه یې حنفي اومالکي فقهې عملاپرنبوي احادیثو لاس بری وموند؟ مطلب په دې باب کي دمختلفوفقهاووله خوادحدیث دمتن دڅېړنې لپاره وړاندي شودرایتي نکات په بشپړډول بیان اوبیایې پوره تحقیقي ارزونه وړاندي شوې ده .
څلورم باب : سره له دې چي حدیث اوفقه دوه بېل فنون دي خوپه دې باب کي ددوئ پرخپل منځي تړاواواړیکوبحث شوی دی . همدارازددې دووفنونودپوهانوترمنځ دموجودکړکېچ پرشالید،اسبابواواغېزووپایلودتفصیلي رڼاپه اچولوددواړوډلوترمنځ دموجودکړکېچ او جنجال معتدل حل وړاندي شوی دی،دهمدې بحث په ترڅ کي دعربي نړۍ دوتلي عالم شیخ محمد الغزالي دکتاب ((السنة النبویه بین الفقه واهل الحدیث)) مفصله تحقیقي څېړنه هم بیان شوې ده .
پنځم باب : په دې باب کي دمعاصرومفکرینوپرهغونظریاتوبحث شوی چي دمحدثینوله منل شویواصولوسره ضددي . په دې لړکي په خصوصي ډول دسرسیداحمد،مولاناشبلي نعماني اوددوئ له ګډونظریاتوداغېزمنوڅېرولکه مولاناامین احسن اصلاحي،دهغه دشاګردجاوید احمدغامدي اونوروافکارپه خاص ډول څېړل شوي دي چي په دې کي ددوئ ددرایتي نقدپر اصولوهم تفصیلي تبصره شوې ده .
شپږم باب : په دې باب کي دمعاصرومفکرینوله خوادوړاندي شویودرایتي نقدپراصولو سربیره دهغوئ ځیني جزي دلائل هم څېړل شوي دي چي اهل الرأیه یې عموماپه دې اړه دخپلودلائلوپه توګه وړاندي کوي .
دلیکني دبشپړولوپه لړکي له محترم حافظ زبیرعليزي،حافظ عمران ایوب،محمدشفیق کوکب، محمداصغر،سمیع الرحمن،حافظ آصف جاوید،عمرفاروقي،عبدالرشیدصادق اونوروملګرو ډېرمننه کوم چي په دې سخت علمي کارکي یې له ماسره دهرستونزمن پړاوپرمهال هرډول ممکنه مرسته وکړه .
زه دخپلې لیکنې له څارونکي محترم پروفیسرډاکټرعبدالرؤف ظفر(دبهاولپورپوهنتون داسلامي علومودڅانګې استاد) څخه دزړه له کومي مننه کوم چي نه یوازي علمي لارښوونه یې راته وکړه بلکي دتحقیقي اسلوبوپه سمون کي دهغه مشورې زمادلارې مشال شوې . دتحقیق په دې کلونوکي چي دده سلامشوره اومشري په څه ډول له ماسره مله وه نوپه الفاظویې بیان ناشونی دی .
له دې سره سره له محترم ډاکټرشمس البصراوپروفیسرډاکټرسلیم طارق څخه ځانګړې او داسلامي علومودڅانګې له ټولودرنواستادانوپه عمومي ډول مننه چي کوم چي ددوئ تریونه یوډول مرستې وروسته زمازیارنتېجه ورکړه . الله جل جلاله دي داسلامي دین اونبوي احادیثوپه اړه زماداوړه هڅه مقبوله اومنظوره کړي . آمین!حافظ حمزه مدني . دوام لري ....


حذيفه
28.01.2011

محترم اومکرم ورورښاغلی مؤمن مهاجرصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! له متعال الله جل جلاله څخه درته اوږداوموفق ژوندغواړم .
باوروکړئ چې ددې لړۍ په پیلولومویوې عاجلې،لازمي اوضروری تقاضاته ځواب ویلی . تاسوته ددې نیک کارپه پیلولوتبریکي وړاندي کوم اوالله جل جلاله دي له یوې خواتاسوته دپیل کړی لړی دسرته رسولوتوفیق درکړي اوله بلې خواهیله لرم چي لوستونکي یي زماپه ګډون هم ولولي اوهم درسره دوس په اندازه مرسته وکړي بیاهم دژوندپه هرډګرکي درته بریالي توب غواړم . الله جل جلاله موسرلوړي او کامیاب لره .


مومن مهاجر
28.01.2011

په حدیث پوهنه کي دمتن اوسنددڅېړني اصول (پنځمه برخه )
لیکنه : حافظ حمزه مدني
ژباړه : مؤمن مهاجر
لومړی باب
(اسناد،متن،معنی مفهوم اوارتقاء)
لومړی فصل : داسناداومتن معنی ومفهواودڅوبنسټیزواصطلاتوپېژندنه
داسنادومتن معنی ومفهوم :
دحدیثوپوهان دشرعي دلائولوپه بیان کي ترقرآن کریم وروسته په عمومي ډول دنبوي سنتوپه اړه څلورالفاظ ذکرکوي :
(۱) خبر(۲) اثر(۳) حدیث (۴) سنت .
داحادیثوعاملین چي ترکتاب الله وروسته داحادیثوپرحجتیت باورلري اوشرعي دلیل یې بولي هغوئ په دیني کتابونوکي په مختلفونومونومشهوردي :
(۱) اهل السنة (۲) اهل الحدیث (۳) اهل الاثر.
داحادیثواوسنتوپه نقل کي په عمومي ډول اخباراوآثارپردووشیانومشتمل وي : (۱) اسناد (۲) متن .
پردې سربیره حدیث پوهانوداحادیثوراویان دمختلفووړتیاوواواستعدادونوله وجې په بېلابېلو نومونویادکړي دي لکه : الحافظ،المحدث،الحجة،الحاکم اونور.
په دې فصل کي همدابنسټیزاصطلاحات اوتعبیرات بیانوو .
دسندمفهوم :
(۱) لغوي مفهوم :
امام خلیل بن احمد(مړینه ۵۷۱ هــ) دسندلفظ داسي تشریح کړی :
((السندماارتفع من الارض فی قبل جبل اووادوکل شئ اسندت الیه شیئافهومسند))
ژباړه : سندپه غره اویاناوه کي لوړځای ته وايي اوهرهغه شی چي تکیه پرې وشي مسندبلل کېږي .
ابن منظورافریقي (مړینه :۷۱۱هــ) وايي :
((السندماارتفع من الارض فی قبل الجبل اوالوادي والجمع الاسناد))
ژباړه : په غره اویاناوه کي لوړځای سندبلل کېږي اوجمعه یې اسناددی .
علامه مجدالدین فیروزآبادي (مړینه : ۷۱۲هــ) لیکي :
((السندماقابلک من الجبل وعلاعن السفح ومعتمدالانسان وضرب من البرود،وجمعه اسناد))
ژباړه : سنددغره هغې برخې ته وايي چي تاته مخامخ اوله لمنې لوړوي،باوري سړي اودجامې یوې نوعې ته هم سند ویل کېږي اوجمعه یې اسناددی .
امام زبیدي (مړیینه : ۱۲۰۵) دسندهماغه معنی بیان کړي چي ابن منظورافریقي بیان کړې او زیاتوي :
((په مجازي ډول باروي سړي ته هم سندویل کېږي لکه چي وايي :سیّدسندیعني مشردباوروړ وي . ))
امام زین الدین رازي (مړینه : ۷۷۷هـ ) دسنددمعنی په بیانولولیکي :
((فلان سندای معتمد))
ژباړه : فلانی سندیعنی باوري سړی دی .
امام زرکشي (مړینه : ۷۹۴) ویلي دي :
((السندهوماارتفع وعلاعن سفح الجبل ))
ژباړه : سندهغه شی دی چي لوړاودغره له لمنې پورته وي .
ډاکټرمحمودالطحان لیکي :
((السند: لغة المعتمدوسمی کذالک لان الحدیث یستندالیه ویعتمدعلیه))
ژباړه : سندپه لغت کي داعبتاروړشي ته وايي اود(حدیثودراویانوتسلسل) ځکه دسندپه نامه یادېږچي پرهغواعتماداوتکیه کوي .
(۲) اصطلاحي مفهوم :
په اصطلاح کي سنددراویانوهغې سلسلې ته وايي چي دحدیث ترمتن پورې غزېدلې وي،په بل عبارت ترمتن وړاندي دهمدې متن نقلوونکوته سندویل کېږي .
ډاکټرنورالدین عترليکي :
((واماالسندوالمرادبه عندالمحدثین حکایة رجال الحدیث الذین رووه واحدعن واحدالی رسول الله صلی لله علیه وسلم ))
ژباړه : سنددمحدیثوپه انددحدیث دراویانوهغه حکایت دی چي دوئ یې یوله بله نقلوي اوبالاخره رسول صلی الله علیه وسلم ته رسېږي .
دسندڅونوراصطلاحي تعریفونه :
حافظ ابن حجر(مړینه : ۸۵۲هـ) وايي :
((هوحکایة طریق المتن))
سنددمتن دحکایت طریقې یالاري ته وايي .
دطریقې په وضاحت کي علامه عبدلرؤف المناوي ((۱۰۳۱هـ) وايي :
((الطریق اسماء الرواة))
یعني طریقه دراویانونومونه دي .
بدربن جماعه (مړینه : ۷۳۲هـ)،دطیبي (مړینه ۷۴۳هـ) په حوال علامه سیوطي (مړینه : ۹۱۱هـ) اوشیخ جمال الدین قاسمي (۱۳۳۲هـ) وايي :
((هوالاخبارعن طریق المتن : قیل : فلانُ سندُای معتمدفسمی الاخبارعن طریق المتن سنداً لاعتمادالحافظ فی صحة الحدیث وضعفه علیه واماالاسنادفهورفع الحدیث الی قائله قال الطیبي وهمامتقاربان فی معنی اعتمادالحافظ فی صحة الحدیث وضعفه علیهماوقال ابن جماعة : المحدثون یستعملون السندوالاسنادلشئ واحد. ))
ژباړه : دحدیث ترمتن پوري رسوونکې واسطې یالاري ته سندویل کېږي .په عربي کي وايي :فلانی سنددی یعني باوري دی . له متن څخه خبرورکوونکې واسطه ځکه سندبولې چي دحدیثو حافظ دحدیث په قوت اوضعف کي تکیه پرې کوي . اوترقائل پوري دحدیث رسول اسنادبلل کېږي طیبي وايي سنداواسناددواړه په دې کي سره نژدې دي چي حافظ دحدیث په قوت اوضعف کي پردوئ دواړوتکیه کوي اوابن جماعة ویلي دي چي محدثین سنداواسناددیوه شي لپاره استعمالوي . دوام لري .....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more