وطن پال او نور ګټور شعرونه
{{{ ديوشوروي عسکر ليک خپلي ميرمني ته }}}
        
        
      محمد اسحق شيوانی
      05.06.2004
    
[img:9e137baa22]http://us.f1.yahoofs.com/users/3f064a0f_5d7c/bc/2952/__sr_/1f21.jpg?phSRbwABopeT.0cJ[/img:9e137baa22]
  تاته څه وليکم څه درته بيان کړم  ___________ څه به وايم څه به ليکم څه تيريږي 
ای زما د ژوند ملګري سيا بختي __________  ډير خطاسوم ډير تباه سوم بدمي حال دي
د درد ژبه مي سلام داوښکووايې __________  اوس مجبور پر خودکشۍ سم سوه راټپه 
ګوره چيري مي پرسر جګي سي شنختي _____  دکرملين بچوته وايه بدموفال دي
دکوتل په کوړچ کي پروت يم ته مي ياده _____  دفولاد پرټانګ پروت يم ناآرامه
کندهار ته ورنژدي په ارغنداب کي _________  هر بارود مي په دفاع دځان ناکام دی
اعتبار ديوه ساعت مي په ژوند نسته _______   هر يو اور مي بي اثر پر ابراهيم دی
افغانانو چي ژوند ايښی دی په داوکي ______  بس داغه مي بد شګون د بد انجام دی
د ستا شونډي به بيا يا فلک چي ځبيښم _____  ددي درست جهان سرکښه خاوره داده
زما او ستا دعشرت خوب پاته نيمګړی _____   سر کوبي ته يې ناکام دي تدبيرونه
ستا دزلفو د زيندي ارمان په يو سم _________ هره پرښه هره لوخه هره خوا يې 
هر جنون او ليونتوب پاته نيمګړی _________  هر فلک وغوی وايې تکبيرونه
دلته ماته د غضب په سترګو ګوري _________ دهرقبر سرته جګي تيري توري
واړه ستوري چي ځليږي په آسمان کي _______ دلته مړه د قبر لاس راباسي جنګ کړي
هر شپه سپوږمۍ لمبه راځي وزړه ته ________  ميرويس خان او احمدشاه يې پس له مرګه 
هر يو کاڼی مست زمری دي په بيا بان کي ____  لالګيا دي دافغان پرتاريخ ننګ کړي
هره پاڼه تکبيري سندري وايې _____________ دغه يو وصيت در استوم بچي ته
دهوا يخه څپه دتوري واردی ______________  که بقا دي د ژوند غواړی ای بچيه !!!
ډير ملګري مي دغي خاوري خوړلي _________ [color=red:9e137baa22]وه افغان ته په کږه سترګه مه ګوره[/color:9e137baa22]
مرګ مي وازه خوله نيولي ده څاردی _________ دلته هيڅوک نه بيريږي له مرګيه 
په پښته مينه 
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی