اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
څو پوښتنې
اور- بل
24.01.2011
محترمو دينپوهانو ورونو او خويندو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
څو پوښتنې ذرحه کوم :
١- د فرض لمانځه په يو رکعت کې څو سورتونه چې د قران کريم له مخې يې مخکېوالی او وروسته والی مراعات شي خو يو دبل پسې مسلسل نښتي نه ، بلکې يو يې ٢٢ -مه ، بل يې په ٢٥-مه او دريم يې په ٢٩-مه پاره کې وي، قرائت کول سم دي او که حتماً بايد پرله پسې يو د بل سره تړلي اوسي ، او که څنګه ؟
٢- آيا د څو سورتونو د قرئت په صورت کې هر سورت بايد د بسم الله په ويلو سره بېل شي ، که څه هم يو دبل پسې مسلسل تړلي اوسي ؟
٣- آيا د څوبيلابيلو سورتونو څخه څو څو ايتونه په يوه واحد رکعت کې يو دبل پسې قرائت کول جايز دي ، که جايز وي آيا د بسم الله الرحمن الرحيم په ويلو سره بايدهم سره بيل او هم وصل کړی شي که نه ؟
٤- د فرض لمانځه د رکعتونو په رکوع او سجده کې له سبحان ربي العظيم او سبحانه ربي الاعلی ويلو سربېره نورې دعا ګانې لکه سبوح قدوس ربنا و رب الملائکته و الروح او اللهم اجرنا من النار يا مجير يا مجير يا مجير .... ويل کېدای شي که نه ، که فرضا نشي ويل کېدای آيا په سنت يا نفلي مانځه کې يې ويل جايز دي ؟ که په ټولو کې يې ويل جايز وي ، نو د امام پسې د جَمعې په لمانځه کې
خو به جواز ونه لري ، څو د امام اومقتدي ترمنځ فرق رامنځته نشي او که څنګه .
دا پوښتنه له نارينه و سربېره ډيرو خويندو له پاره چې د جمعې د ورځې په لمانځه کې د ملا امام پسې برخه اخلي هم مهمه ده !
ځواب ويونکي ديني عالم ته دلوی خدای څخه ډير اجرونه غواړم !
مومن مهاجر
25.01.2011
درنې خورغوټۍ اوربل!زماسلامونه اونیکې هیلې ومنئ!
[color=red:a4d0638e86]دلومړۍ پوښتنې ځواب : [/color:a4d0638e86]
درنې خور!په دې اړه تحقیق دادی چي په لمانځه کي دقرأت پرمهال دسورتونوترتیب ضروري نه دی په بخاري ومسلم کي له عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي :انَّ النبی صلی الله علیه وسلم بعث رجلا علی سریة وکان یقرألاصحابه فی صلاتهم فیختم بقل هوالله احد،فلمارجعواذکرواذالک للنبی صلی الله علیه وسلم فقال : سلوه لائ شئٍ یصنع ذالک فقال : لانهاصفة الرحمن وانااحب ان أقرأها فقال النبی صلی الله علیه وسلم اخبروه ان الله یحبه (وګورئ مشکاة اول جلدص : ۱۸۵)
ژباړه : له عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړی په یوه پوځي ټولګي کي دمشرپه توګه ولېږئ ده به خپلوملګروته لمونځ ورکاوی نولمونځ به یې پرقل هوالله ختماوی کله چي دوئ له سفره راستانه شول نوداخبره یې نبی صلی الله علیه وسلم ته وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ ته وویل چي تاسوله ده څخه ددې کاردکولوعلت وپوښتئ ده په ځواب کي وویل : دادرحمن صفت دی اوماته یې قرأت خوندراکوي نونبی صلی الله علیه وسلم وویل : ده ته ووایاست چي بې شکه الله جل جلاله له ده سره مینه کوي .
له دې حدیث څخه معلومه شوه چي دترتیب مرعات ضروري نه دی .
[color=red:a4d0638e86]ددویمې پوښتنې ځواب : [/color:a4d0638e86]]
درنې خورې! که څوک په یوه رکعت کي ګڼ سورتونه وايي نوترمنځ یې دبسم الله ویل نه شته په ابوداودکي په صحیح سندله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی چي په یوه رکعت کي یې متعددسورتونه ویلي خودهغوترمنځ دبسم الله دویلونقل نه شته یعني ددووسورتوترمنځ دبسم الله ویل سنت نه دي که یې ووايي باک ځکه نه کوي چي دفاقرأوماتیسرمن القرآن په عموم کي دبسم الله قرأت هم داخل دی .
[color=red:a4d0638e86]ددریمې پوښتنې ځواب :[/color:a4d0638e86]
داسي هم سړی کولای شي چي په یوه رکعت کي دڅوبېلابېلوسورتنوبعضي آیتونه ووايي،ځکه په قرآن کریم کي ویل شوي چي دقرآن دکوم څه ویل درته اسانه وي هغه قرأت کړئ اوپاتي شوه په بسم الله سره دبېلولومسئله نوداکارسنت اوضروري نه دی یعني له بسم الله ویلوپرته هم سړی په یورکعت کي دمختلفو سورتونوآیتونه ویلای شي .
[color=red:a4d0638e86]دڅلورمې پوښتنې ځواب :[/color:a4d0638e86]
درکوع پرمهال په ګڼوصحیحواحادیثوکي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مختلفې دعاوې نقل شوې دي که څوک کولای شي په هرلمانځه کي فرضي وي،که نفلي،دجمعې وي که غیرله جمعې په امام پسي وي اوکه له امام پرته هغه دعاوې ویلای شي . څوک چي په رکوع اوسجده کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه منقول اذکارپه نوافلواویاسننوپسي خاصوي هغوئ هیڅ دلیل نه لري . سمه خبره داده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په عامولمنځوکي په رکوع،سجده اونورومقاماتوکي مختلفې دعاوې ویلي دي اوله همده څخه موږدتخصیص دلیل نه دی ترلاسه کړی بلکي مشکوة دصحیح البخاري په حوال نقل کړی چي : وعن رفاعة بن رافع قال : كنا نصلي وراء النبي صلى الله عليه و سلم فلما رفع رأسه من الركعة قال : " سمع الله لمن حمده " . فقال رجل وراءه : ربنا ولك الحمد حمدا كثيرا طيبا مباركا فيه فلما انصرف قال : " من المتكلم آنفا ؟ " قال : أنا . قال : " رأيت بضعة وثلاثين ملكا يبتدرونها أيهم يكتبها أول " . رواه البخاري .
ژباړه : رفاعة بن رافع ویلي : موږپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي لمونځ کاوی کله چي یې سر له رکوع راپورته کړویې ویل : سمع الله لمن حده . نودده ترشایوسړي وویل : ربَّناولک الحمدحمداکثیرا طیباً مبارکافیه . کله چي له لمانځه خلاص شونوویې ویل : دااوس خبري کوونکي څوک وو؟ هغه سړي وویل : زه! رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : ماڅه دپاسه دېرش ملائکې ولیدې چي بیړه یې کوله څویوه یې اول داکلمې ولیکلي .
وینوچي په دې حدیث کي دعاپه فرض لمانځه کي ویل شوې خورسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازي داچي منع ترې نه ده کړې بلکي تائیدیې کړی دی . نوښه داده چي په رکوع،سجده،قومه اونوروکي تل مسنونې دعاوې په هرلمانځه کي اوهرځای ووایو. زماپه اندکه علماووخلک ددې دعاووویلوته خلک تشویق کړي وای نونن به خلکولمونځ دومره په بیړه نه کاوی .
پتوال
25.01.2011
قدرمن ورور مؤمن مهاجر صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
تاسو د غوټۍ خور پوښتنو ته ښه ځوابونه ويلي اجرونه مو نصيب شه، داسې ورته پوښتنې ما هم درلودلې، چې ما فکر کاوه دا زما د پوښتنو ځواب دی، خو اوس بايد د وړاندې شويو پوښتنوپه اړه نور
ديني عالمان هم خپل نظر څرګند کړي ، اوس ستاسو د ځوابونو په تړاو دومره پوښتم چې :
[quote:0d4352177e]
له عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړی په یوه پوځي ټولګي کي دمشرپه توګه ولېږئ ده به خپلوملګروته لمونځ ورکاوی نولمونځ به یې پرقل هوالله ختماوی کله چي دوئ له سفره راستانه شول نوداخبره یې نبی صلی الله علیه وسلم ته وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ ته وویل چي تاسوله ده څخه ددې کاردکولوعلت وپوښتئ ده په ځواب کي وویل : دادرحمن صفت دی اوماته یې قرأت خوندراکوي نونبی صلی الله علیه وسلم وویل : ده ته ووایاست چي بې شکه الله جل جلاله له ده سره مینه کوي .
[color=red:0d4352177e]له دې حدیث څخه معلومه شوه چي دترتیب مرعات ضروري نه دی . [/color:0d4352177e][/quote:0d4352177e]
له پورتني حديث څخه دغه نتيجه چې
له عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړی په یوه پوځي ټولګي کي دمشرپه توګه ولېږئ ده به خپلوملګروته لمونځ ورکاوی نولمونځ به یې پرقل هوالله ختماوی کله چي دوئ له سفره راستانه شول نوداخبره یې نبی صلی الله علیه وسلم ته وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ ته وویل چي تاسوله ده څخه ددې کاردکولوعلت وپوښتئ ده په ځواب کي وویل : دادرحمن صفت دی اوماته یې قرأت خوندراکوي نونبی صلی الله علیه وسلم وویل : ده ته ووایاست چي بې شکه الله جل جلاله له ده سره مینه کوي .
[quote:0d4352177e]له دې حدیث څخه معلومه شوه چي دترتیب مرعات ضروري نه دی . [/quote:0d4352177e]
ډيره کره نه ښکاري، ځکه له حديث نه صرف دا معلوميږي چې وروستی سورت به اخلاص و، نه داچې ترې مخکې سورتونه په ترتيب سره نه دي قرائت شوي،
کېدای شي چې معوذتين له سره قرائت شوي نه وي نو بيا خو ترتيب په سورت اخلاص باندې د ختمولو په صورت کې هم پوره مراعات کيدلی شي .
دويم داچې پوښتنه په يو او عين رکعت کې د نامسلسلو سورتونو د ترتيب په اړه ده ، نه په بيلابيلورکعتونو کې د مسلسلو سورتونو د ترتيب په اړه !
[quote:0d4352177e]ددویمې پوښتنې ځواب : ]
درنې خورې! که څوک په یوه رکعت کي ګڼ سورتونه وايي نوترمنځ یې دبسم الله ویل نه شته په ابوداودکي په صحیح سندله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی چي په یوه رکعت کي یې متعددسورتونه ویلي خودهغوترمنځ دبسم الله دویلونقل نه شته یعني ددووسورتوترمنځ دبسم الله ویل سنت نه دي که یې ووايي باک ځکه نه کوي چي دفاقرأوماتیسرمن القرآن په عموم کي دبسم الله قرأت هم داخل دی . [/quote:0d4352177e]
دلته هم ښايي چي په یوه رکعت کي یې متعدد خو مسلسل سره نښتي سورتونه مطلب وي چې په بسم الله يې سره بيلول ضرور نه وي، ولې پوښتنه خو د نا مسلسلو سورتونو په اړه مطرح شوې ده چې آن د څو سورتونو ياڅو سېپارو څخه په کې خيز وهل کيږي .
[quote:0d4352177e]
ددریمې پوښتنې ځواب :
داسي هم سړی کولای شي چي په یوه رکعت کي دڅوبېلابېلوسورتنوبعضي آیتونه ووايي،ځکه په قرآن کریم کي ویل شوي چي دقرآن دکوم څه ویل
درته اسانه وي هغه قرأت کړئ اوپاتي شوه په بسم الله سره دبېلولومسئله وداکارسنت اوضروري نه دی یعني له بسم الله ویلوپرته هم سړی په یورکعت کي دمختلفو سورتونوآیتونه ویلای شي . [/quote:0d4352177e]
له دې څخه چې په قرآن کریم کي ویل شوي چي دقرآن دکوم څه ویل درته اسانه وي هغه قرأت کړئ دا نتيجه اړينه نه ده چې سړی په یورکعت کي دمختلفو
سورتونوآیتونه ویلای شي، او بيا چې د بسم الله په واسطه سره بيل هم نشي نو داسې بريشي لکه سړی چې د څو سورتونو له يويو يا دوه دوه ... اياتونو څخه يو بل او بيل مستقل صورت جوړ کړي او که دقرائت ترتيب هم لکه پورته چې ويل شوي په کې مراعات نشي ، نوبيا خو بالکل منسوخ الحکمه آيتونه به وروسته او غير منسوخ الحکمه آيتونه به مخکې راشي او د نص معنی به هم ګډه وډه شي !
[quote:0d4352177e]رفاعة بن رافع ویلي : موږپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي لمونځ کاوی کله چي یې سر له رکوع راپورته کړویې ویل : سمع الله لمن حده . نودده ترشایوسړي وویل : ربَّناولک الحمدحمداکثیرا طیباً مبارکافیه . کله چي له لمانځه خلاص شونوویې ویل : دااوس خبري کوونکي څوک وو؟ هغه سړي وویل : زه! رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : ماڅه دپاسه دېرش ملائکې ولیدې چي بیړه یې کوله څویوه یې اول داکلمې ولیکلي .
وینوچي په دې حدیث کي دعاپه فرض لمانځه کي ویل شوې خورسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازي داچي منع ترې نه ده کړې بلکي تائیدیې کړی دی [/quote:0d4352177e]
دلته هم رفاعة (رض) د مقتدي په رول کې زياتونه کړې ده، نه له امام سره په ګډ
ويلو کې ،
که په رکوع او سجده کې تر هغه څه چې رسول کريم (ص) ويل، دۀ ترې زيات ويلي وای او د الله پيغامبر تاييد کړي وای نو په هغه صورت کې به دغه ځواب بشپړ ډاډمن ځواب وای . داچې امام يو څه او مقتدي بل څه ووايي ، د اقتدا له پاره
يو څه عجيبه او ((ناسم )) بريښي . د امام له سمع الله لمن حمده وروسته ربنا ولک الحمد ويل يواځې د مقتدي دنده ده او د امام سره شريک نه ويل کيږي چې زياتونه يې نقص وکړي ، لهذا دا پيله موضوع ده او د بيلې مطرح شوې پوښتنې له پاره ترې قياس کول چندان کوټلی نه ښکاري !
نور له غوټۍ خور او نورو ورونو نه هم بخښنه غواړم چې ما دبل چا په پوښتنو کې
دومره مداخله وکړه اوآن دخپلو پوښتنو د ځوابونو
په توګه مې نورې پوښتنې هم ورضميمه کړې !
حذيفه
25.01.2011
ګرانووروڼوسلامونه اواحترامونه
په داسي حال کي چي بیړه مي ده اودبحث لپاره مناسبه موضوع پیداسوي ده په دې ارزي چي سړی ځان پوري ستړی کړي خودوخت دتنګي اوعجلې له کبله په تفصیل سره لیکلوته وزګارنه یم په لنډوه به ووایم چي دغوټۍ اوربل خورپوښتني ته محترم مؤمن مهاجرصاحب له کافي دلائلوسره تریوحده مفصل ځواب ویلی دی په ټوله کي زه دهغه له تحلیل سره موافق یم خوکه وخت راسره وای دده دتائیداومزیدوضاحت په موخه به می خپل معلومات درسره شریک کړي وائ . والسلام .ورورموحذیفه!
قريش
26.01.2011
دفورم مودیراتورانو صاحبانو:
طالب جان، خاټول، ع کریم حلیمی، وهاج ساپی!
هیله ده په ځان به جوړ وۍ.
اکثره وخت سړی یوه لیکنه وکړی لږ وروسته ګوری چی ورکه شوی ده، هرچاته خپله لیکنه ډیر ارزښت لری تاسی دتجربی په توګه دیوی ورځ دپاره خپله مودیراتوری پریږدۍ او بل څوک دی ستاسی لیکنی ړنګی کړی بیابه پخپله پوه شۍ لیکنه ړنګیدل څومره زور لری؟ دفورم دشړیدلو لوی عامل همدا وینم چی اکثره وخت لیکنه ړنګه شی خو دړنګیدو عامل یی په ګوته نشی نو لیکوال پخپله ګوناه پوه نشی چی ولی ړنګه شوه؟ بله ورځ بیا عین غلطی کوی اوبیا یی لیکنه ړنګیږی یو څو ځله چی داکار ورسره وشی اخیر لیکوال هم انسان دی هوش لری، احساس لری، دومره غیرت به هم لری چی دفورم سره ابدی الوداع وکړی نو په داسی حال کی دفورم دشړیدو عامل څوک کیدای شی؟
زما دخپلی لیکنی دړنګیدو دعامل دراښوولو جدی غوښتونکی یم، داسی خونه کیږی چی لیکنی به ړنګیږی او څوک به یی دپوښتنی جرئت هم نشی کولای.
په پټه خوله لیکنه ړنګول بغیر ددی چی عامل یی وښودل شي په دوه څیزونو دلالت کوی: یاداچی دشخصی او غرضی مقصد پراساس ړنګه شوی ځکه یی دړنګیدلو سبب نشی ښوول کیدای، اویا داچی که سبب یی وښوول شی نودلیکنی خاوند ته داعتراض موقع په لاس ورځی چی ولی (د عین سبب په خاطر) یواځی زما لیکنه ړنګول کیږی په داسی حال کی په لسګونه لیکنی په فورم کی شته چی د عین سبب له وجی دړنګیدلو وړ دی خو ندی ړنګی شوی.
زه یو ځل بیا خپله غوښتنه جدی تکراروم: یا دی زما لیکنه بیرته اعاده شی، اویا دی یی دړنګیدلو سبب په واضحه توګه په ډاګه شی بیابه قضاوت لوستونکی وکړی چی که دړنګیدلو سبب یی ریشتیا هم همدا وی ولی بیا دلیکوالانو سره دمور اومیری سلوک کیږی دبل چا لیکنی په هسکه غاړه پریښودل شوی خو دقریش لیکنه نشی پریښودل کیدای......
ډاکتر وطنمل
26.01.2011
درنو ورونو قريش او پښتون ته سلامونه نيکې هيلي او درنښتونه !
ستاسو دواړو ليکنې نه، بلکې اړونده يادونې مو په شخصياتو او تخنيکي تيروتنوڅرخېدلې او موضوع يې بلخواته وړله،
نو دد ې له پاره چې اصلي بحث له اخلال پرته وغځول شي لازمه وګڼل شوه چې بې ضرورته اشارې ړنګې شي،
البته دغه سمون له تاسو سره ذاتي کوم تړاو نه درلود او هيله کوم چې پرې خفه نشئ . [color=blue:71bb2750f2]ومن الله التوفيق ![/color:71bb2750f2]
قريش
26.01.2011
ګران او د قدروړ ډاکټرصیب!
لکه څنګه مو زما نیوکی ته دروند نظر کړی اوپه درنه لهجه موځواب کړی، الله پاک مو په دارینو کی دروند اودعزت څښتن لره.
زما نیوکه هیڅکله په تاسی نه وه، خوداچی تاسی لطف کړی اوځواب مو راکړی زه ستاسی دخاطره تری تیر یم، او خاص ستاسی دخاطره می هرډول خفګان د زړه نه وویست.
که زما دنیوکی په اصلی انګیزه غواړۍ پوه شۍ نوپه شخصی پیغام کی به یی درواستوم، ستاسی دلطف نه یوځل بیا دزړه له تله مننه کوم.
په درنښت
ستاسی کشر ورور
ع کريم حليمي
27.01.2011
درنو وړونو او پتمنو خویندو ، لوستونکو او د بحث ګډونوالو
په تېره بیا دانشمندي / دانشمند وربل ، محترم او مکرم پتوال صاحب ، دروند ډاکتر صاحب ، ګران مومن مهاجر صاحب ، قدرمن حذيفه صاحب ، او ګران قریش صاحب
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ، خدای دي وګړي چه جوړ روغ او خوشحاله یاست .
لمړی به بښنه وغواړم چه ستاسو د پوښتنو جوابونه وځنډېدل ، راځم ستاسو لمړۍ پوښتني ته
[quote:ec371e7ead] - د فرض لمانځه په يو رکعت کې څو سورتونه چې د قران کريم له مخې يې مخکېوالی او وروسته والی مراعات شي خو يو دبل پسې مسلسل نښتي نه ، بلکې يو يې ٢٢ -مه ، بل يې په ٢٥-مه او دريم يې په ٢٩-مه پاره کې وي، قرائت کول سم دي او که حتماً بايد پرله پسې يو د بل سره تړلي اوسي ، او که څنګه ؟ [/quote:ec371e7ead]
حذيفة رضی الله عنه فرمايي چه النبي صلى الله عليه وسلم : أنه صلى الله عليه وسلم قرأ في ركعة واحدة البقرة ثم النساء ثم آل عمران
مبارک علیه السلام په لمانځه لمړی بقره ولوستلې ده بیا ئې النساء او بیا ئې آل عمران
دا د عثماني مصحف تر ترتیب نه مخکي خبره ده
د قرآن مجید ترتیب په نص سره ندی ثابت ، علماء کرام وايي چه ترتیب د مصحف د حضرت عثمان رضی الله عنه او اصحابی کرامو اجتهاد دی
نو کله چه د حضرت عثمان په عصر کښي قران مجید اصحابو کرامو ترتیب کړ ( البقرة ) ( آل عمران ) ( النساء ) ( المائدة ) ( الأنعام ) ( الأعراف )
نو بیا په دغه ترتیب سره ټول سلفو او امامانو لمنځونه کړي ، که څوک په قصد
سره ترتیب پېش اوپس کړي ، نو بیا د سلفو خلاف عمل دي ، نو کراهت لري
[quote:ec371e7ead] ٢- آيا د څو سورتونو د قرئت په صورت کې هر سورت بايد د بسم الله په ويلو سره بېل شي ، که څه هم يو دبل پسې مسلسل تړلي اوسي ؟ [/quote:ec371e7ead]
د دوو سورتونو تر منځ دي لږ توقف وکړي (وقفه) چه اورېدونکي و پوهېږي
دغه يې مسنونه طریقه ده
[quote:ec371e7ead]- آيا د څوبيلابيلو سورتونو څخه څو څو ايتونه په يوه واحد رکعت کې يو دبل پسې قرائت کول جايز دي ، که جايز وي آيا د بسم الله الرحمن الرحيم په ويلو سره بايدهم سره بيل او هم وصل کړی شي که نه ؟
[/quote:ec371e7ead]
اول : نه پوهیږم چه یو ملا امام به ولي داسي کوي څه مجبوریت لرئ ؟
داعمل مسنونه هم نه دی
لمونځ د بنده او خالق تر منځ یوه رابطه او ذِکر دي ، او که ملا امام غواړي چه د په لمانځه کښي د ذکاة تبلغ وکړي ، اوبیا ئې اجرونه بیان کړي ، او بیا خانانو ته ووايي چه ستاسو سره د غریبانو حق سته ..........
نوکه د لمانځه نه مخکي مخکي يې د ایاتونو اراده کړېوه لمونځ خراب سو
تر لمانځه نه مخکي د ایاتونو اراده نده ښه ، بېله د اختر او جمعی د لمنځونو
ولي چه مبارک د جمعي او اختر په لمنځونو کښي تکرار سورتونه لوستل لکه
سبح اسم ربک الاعلی
[quote:ec371e7ead]د فرض لمانځه د رکعتونو په رکوع او سجده کې له سبحان ربي العظيم او سبحانه ربي الاعلی ويلو سربېره نورې دعا ګانې لکه سبوح قدوس ربنا و رب الملائکته و الروح او اللهم اجرنا من النار يا مجير يا مجير يا مجير .... ويل کېدای شي که نه ، که فرضا نشي ويل کېدای آيا په سنت يا نفلي مانځه کې يې ويل جايز دي ؟ که په ټولو کې يې ويل جايز وي ، نو د امام پسې د جَمعې په لمانځه کې
خو به جواز ونه لري ، څو د امام اومقتدي ترمنځ فرق رامنځته نشي او که څنګه .[/quote:ec371e7ead]
هیڅ خبره نه ده چه زړه ئې غواړي هغه أذكار دي وايي که سبحان ربي العظيم وي او که - سبحانك اللهم ربنا وبحمدك اللهم اغفر لي
سبوح ، قدوس ، رب الملائكة والروح
اللهم لك ركعت ، وبك آمنت ، ولك أسلمت خشع لك سمعي ، وبصري ، ومخي ، وعظمي ، وعصبي ، وما استقل به قدمي
سبحان ذي الجبروت......
درنښت