نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دټول افغان نوی ډيزان که دګورجي کرزي چپنه او قره قلي !
pattang
24.01.2011
دټول افغان نوی ډيزان که دګورجي کرزي چپنه او قره قلي !
انډيوالانو دټول افغان دنوي ډيزاين په هکله څه نظر لرۍ ??.
- د احمد شاه، خوشال خټک او ميرويس نيکه عکسونه ورځخه لري شوي دي
اواوس داسې يوه بڼه لري لکه بي ژيرې مخ او يا بې شملې سر ٠
- دبحث پخواني فورمونه په نورو نومونو تجزيه شوي ، دوطن دازادي
موضع ،د اشغالګرو اود لاسپوڅي رژيم عمل ته په فوروم کې لږ توجه کيږي٠
ستاسو دتبصرو په هيله !
larghonay laraway
03.02.2011
سلامونه!
لومړی مخ خو يې ډېر ښه شوی دی ځکه چې نړيواله بڼه يې غوره کړې ده. زما په نظر لوګو يې الجزيرې ته ورنږدې شوې ده.
پاتې شوه د بحث فورمونو خبره. په رښتيا چې يو څه تنسته شوې دي!
پتوال
06.02.2011
زه هيلمن يم تاسو د بحث فورمونو سرليک له وېبماسټر څخه په همغه مخکيني رنګين شکل خودومره وړوکې بڼه چې په همدغه اوسنۍ ليکه ولې د ټولو
سرليکونو په منځنۍ برخه کې ځای په ځای شي د کمپوتري مرستو د
چلونکي : Tolafghan په پته وغواړئ ، څو نوي لوستونکي د بحثفورمونو دغه پته وموندلی شي .
pattang
06.02.2011
[quote:7a5027d000]
سلامونه!
لومړی مخ خو يې ډېر ښه شوی دی ځکه چې نړيواله بڼه يې غوره کړې ده. زما په نظر لوګو يې الجزيرې ته ورنږدې شوې ده.
پاتې شوه د بحث فورمونو خبره. په رښتيا چې يو څه تنسته شوې دي![/quote:7a5027d000]
نړۍ واله بڼه څه کوې ! خپل استعداد او فکر نلرې ? کوم شی ښه او کوم بد
دي چې اندازه يې خپل کلچر او ملي ګټې دي ٠ په خپله کار کوه په نورو پسې
مه ګرزه ځکه چې دسړي شخصيت خرابيږي کيږي ٠
( لالی + سوټی ==> 0 ) مقصد مې ته نه يې زه ټولو مريضانو ته وايم ٠
ولې هر شی مونږ ته نور وکړي او له نورو يې نقل کړو ???????????????
خبره يو څه راڅخه بلې خواته لاړه !!٠
larghonay laraway
07.02.2011
سلام!
پتنګ صيب عجيبه خو دا ده چې هغه خلک هم د پښتنو دکلچر او ملي ګټو خبرې کوي چې ټول عمر د پرديو په اشاره پښتانه جنګ ته دعوت کوي!؟
جنګ د پښتنو کلتور نه دی اوملي ګټې د ويب سايټ په ډيزاين پورې نه دي تړلې، بلکې ملي ليکنې په کار دي.
ستا خبره بېخي سمه ده د نړيوالتوب دښمن، تنګنظره او سپمت پالونکي مريضان بايد د ملي ليکنو له لارې ورټل شي.
پتنګ لالا تاسو د نقل خبره کړې ده. دلته د نقل نه بلکې د سيالۍ خبره ده. که له هيچا سره سيالي ونه کړو نو بيا به د هيچا سيال هم نه يو!
راځئ چې د دروغو له ورستو بړستنو خلک راوباسو او لږ لمر ورکړو!
pattang
07.02.2011
او لېونيه!
دا خپلې خبرې دې يو وار تحليل کړه چې ما څه ليکلي او ته يې څه
ځواب راکوې ! اول ښه ژور فکر کوه بيا يې ځواب ليکه ،خو ستاسي د
فر هنګيانو ګوتې او قلم له فکر څخه ډېر تېز دی ٠
[quote:98979064f3="larghonay laraway"]سلام!
پتنګ صيب عجيبه خو دا ده چې هغه خلک هم د پښتنو دکلچر او ملي ګټو خبرې کوي چې ټول عمر د پرديو په اشاره پښتانه جنګ ته دعوت کوي!؟
جنګ د پښتنو کلتور نه دی اوملي ګټې د ويب سايټ په ډيزاين پورې نه دي تړلې، بلکې ملي ليکنې په کار دي.
ستا خبره بېخي سمه ده د نړيوالتوب دښمن، تنګنظره او سپمت پالونکي مريضان بايد د ملي ليکنو له لارې ورټل شي.
پتنګ لالا تاسو د نقل خبره کړې ده. دلته د نقل نه بلکې د سيالۍ خبره ده. که له هيچا سره سيالي ونه کړو نو بيا به د هيچا سيال هم نه يو!
راځئ چې د دروغو له ورستو بړستنو خلک راوباسو او لږ لمر ورکړو![/quote:98979064f3]
larghonay laraway
08.02.2011
سلام!
ياره پتنګ صيب نه پوهېږم چې (اولېونيه) به دې څومره د غوسې په حالت کې ليکلی وي خو باور وکړه چې ستا دا غږ په ما دومره خوږ ولګيدو لکه يو مشر چې د خپل کشر په سر د ترحم لاس راکاږي.
pattang
08.02.2011
نه غوسه نه ، داسې مې فکر کاوو چې نازولي کشر ته نصيحت کوم ،
زړه په زړه ائينه ده٠
[quote:eb7b22299f="larghonay laraway"]سلام!
ياره پتنګ صيب نه پوهېږم چې (اولېونيه) به دې څومره د غوسې په حالت کې ليکلی وي خو باور وکړه چې ستا دا غږ په ما دومره خوږ ولګيدو لکه يو مشر چې د خپل کشر په سر د ترحم لاس راکاږي.[/quote:eb7b22299f]