اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په کندهار کي د حضرت محمد (ص) د مبارکي خرقي د ٢٥٠ کال په ياد
مومن مهاجر
24.01.2011
له درنوپوهانوپه ډېردرناوي هیله کوم چي دلاندي لیکنې دمحتوا،شرعي حثییت، تاریخي کره توب اواوبېلابېلواړخونوپه اړه هرومروخپل مستنداوباروي اندونه راسره شریک کړي .
دوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د سلواغې ٤tolafghan.com
په کندهار کي د حضرت محمد (ص) د مبارکي خرقي د ٢٥٠ کال په ياد
سیف الدین لودین
23.01.2011 17:54
د پښتنو په څو تېرو امپرا طوريو کي يوه هم د لوي احمد شا بابا امپراطوري وه ،چه ددې امپراطورى شغلې د ايران ختيځو سيمو څخه نيولې بيا تر هنده پوري لګېدلي وې .
احمد شا بابا د هرات د حکمران زمان خان زوى چه په خټه ابدالي سدوزى په ١١٣٥هـ س کال کي د زرغوني نومي مېرمني څخه چه په خټه الکوزى وه وزېږېدى .
احمد شا باباد خپل عمر پنځه ويشت پسرلي تېر کړى وه چه د ١٧٤٧م کال د اکتوبر په مياشت کي د اوسني کرز د شېرسرخ په هغه لويه جرګه کي د پا چا په توګه و ټاکل سوه چه د قومي ترکيب لمخي جوړه سوې وه.
سره له دې چه احمد شا بابا د سن لمخي ډېر کشر ؤ خو دخپل سلطنت پر مهال يي افغانستان ته ډير خدمتونه کړې دي اوډېر لوى لوى وياړونه يي ور په برخه کړې دي ،چه ددې وياړو د جملي څخه يو هم زموږد ستر محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص)مبارکه مرقع يا خرقه شريفه کندهار ته راوړل ده چه سږ کال يي د ١٣٨٩ل د سلواغې ٢٣ د شنبې ورځ چه د ١٤٣٢ هـ س کال د لومړى خور (ربيع الاول )له نهمي او د ٢٠١١ م کال د فبرورى د ١٢ سره سمون خور ٢٥٠ کاله پوره کيږي .
البته د کندهار ځني خلګ خرقې شريفي ته خلقه شريفه وايي دا چه ولي دوى دغه کلمه د اصلي کلمې څخه بل ډول تلفظ کوي دا بله موضوع ده،خو بهرنيان دغې خرقې شريفي ته خرقه ،چوخه،جبه ،او مرقع وايي چه دهر لغات څېړنه لاندي په لنډ ډول راوړم
١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى .
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي .
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يوډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.
٤—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او ګنډلي جامې ته وايي په فرهنګ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يوډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي .
وړاندي تر دې چه د خرقې شريفي تاريخي بهير ته راسم ،اړين بولم چه د مبارکي خرقي پر جوړښت هم څه ووايم.
د هېواد نامتو مورخ او د حسن خط خاوند خداى بخښلى عزيز الدين وکيلي يو ځاى ليکلي :خرقه شريفه يو پنډه وړېنه جامه ده چه اصطلاحاً يې وړينه قاقمه بللې ده ،دواړه مبارک لستوڼې يي د لمنې تر اوږدوالي لنډ دي ،د اوښ دخالي وړيو څخه جوړه شوې ده ،رنګ يې اسماني غوندي دى او ځانګړې ځلاء او شغله لري او د انسان د قد (ونې)په تناسب لنډه ښکاري،ايستر نلري او د لمنې څنډو ته يي هم بل ټوکر (سنجاف)نه دى ورکړل سوى دمخ دوه پېشه يي لږ څه شوړېدلي دي او په وړېن تار ګنډل سوې ده .
کندهار ته د خرقي شريفي راوړل :
په تاريخونو کي راغلي دي چه د کندهار په ښار کي دغه اوسنى خرقه شريفه د حضرت محمد (ص) د رحلت څخه وروسته د هغه د وصيت سره سم د يم اوسېدونکي اويس قرني ته ورکړل سوه .
زموږ ګران پېغمبر تر رحلت دمخه حضرت علي(رض) او حضرت عمر فاروق (رض) ته وصيت وکئ او ورته ويې ويل چه دا خرقه به زما تر مرګ وروسته په يمن کي هغه شپون ته ورکئ چه نوم يي اويس قرني دى او د قرن د ښار اوسېدونکى دى ،او پر ما باندي يې نادېده ايمان راوړى او مين سوى دى .
د حضرت محمد (ص) د وفات سره سم حضرت علي(رض) او حضرت عمر فاروق(رض)دا مبارکه خرقه يمن ته يو وړه او په يمن کي يې هغه ځوان پيدا کړچه حضرت محمد (ص) ورښودلى ؤحضرت علي (رض)اوش حضرت عمر فاروق (رض) پر اويس قرني باندي زېرى وکئ او ورته وېې ويل :
موږ دواړه راغلي يوه چه د خپل محبوب نبي وصيت پر ځاى کړو او دادى د هغه د وصيت سره سم دا سپېڅلې خرقه تاته سپارو
اويس قرني چه دا خبره واورېده نو ېې ورته وويل اې حضرت علي(رض)او حضرت عمر(رض) دا به يې زه نه يم در ښودلى دا به ېې بل اويس در ښودلى وي .
حضرت علي (رض)ورته وويل ته اويس يي را ښودلئ يې چه په قرن کي اوسيږي او پسونه پيايې .
دا خبره چه اويس قرني واورېده ،ډېر خوشحاله سوه او خپل خداى (ج) ته پر سجده سو ،او ژر ېې دوره رقعته د شکرانې نفل يي اداکړه ،وروسته يي دا مبارکه خرقه واغوستل او د ژروند تر پايه پوري ورسره وه.
په کندهار کي د ځينو فولکلوريکو خلکو په خبره چه اويس قرني په خپل ټول ژوند کي دا خرقه مبارکه پر مځکه نه ده ايښې او نه يې د ځانه څخه ليري کړېده ،خو بالاخره داسي يو وخت راغلى چه اويس قرني د معاويه په وړاندي د حضرت علي (رض) په ملاتړ په يوه جکړه کي په يوه قول په ٣٢ هـ س په بل قول په ٣٧ هـ س کال کي شهيد کړل سو .
خو خرقه مطهره د مکي معظمې په حراء غار کي ساتل کېده چه وروسته د شېخ دوست محمد په لاس بغداد ته يووړل سوه او د ېلدام بايزيد بن سلطان بن مراد بن سلطان خان بن سلطان قراعثمانلو تر واکمنى پوري په بغداد کي پرته وه ،او وروسته د ګوډ تېمور په امر د بغداد څخه سمر قند ته وليږل سوه .
په ١٠٢٤ هـ س کال کي د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد او غلان وغوښته چه دا سپېڅلې خرقه د محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د ثمر قند څخه چيني ترکستان ته يوسي خو پر دغه مهال دا مبارکه خرقه د شيخ اقا محمد او شيخ نظر محمد په واسطه بلخ ته راوړل سوه .
خو ارواښاد علامه رشاد (رح) بيا وايي چه خرقه شريفه بلخ ته تر راوړو دمخه دا مبارکه خرقه په بخارا کي پرته وه او د خپلې دې ادعا د باره د امير البحر سيد علي او خواجه بهاوالدين حسن بخاري نثاري روايتونه رواړي .
ارواښاد عزيز الدين وکيلي دکندهار خرقې شريفي تاريخچه نومي اثر کي کاږي:
په ١١٠٩ هـ س کال کي دو کسانو شيخ محمد ضياء او شيخ نياز غوښتل چه دا مبارکه خرقه د بدخشان او چترال د لاري هندوستان ته يو سي خو کم وخت چه د بدخشان حاکم مير يار بېګ په دې طوطيه خبر سو ،نو پردې مبارکي خرقي باندي يي خپل سپاره (پهره داران)وګمارل تر څو دا سپېڅلى امانت راوګرځوي او د جوزګون(ګوزګون)په کلا کي يې خوندي کړه ،پس ددغي ورځي راهيسي ددې کلا نوم فيض اباد سو چه اوس د فيض اباد د ښار په نامه ياديږي ،چه د بدخشان ولايت مرکز دى .
د تاريخ سلطاني مولف سلطان محمد خان خالص بيا وايي :کله چه دا مطهره خرقه کندهار ته راوړل کېده په وروستى شپه ددې مبارکي خرقې سوندخ داوزبکو متوليانو لخوا خلاص کړل سو،او د خرقي شريفي د اوږو تر منځ د نبي عليه السلام مهر د نوموړو متوليانو لخوا غلاء کړل سوو.(وګ:تاريخ سلطاني ١٤٤-١٤٥مخ))
څنګه چه د احمد شا بابا په دوران کي د بخارا حکمران شامراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي دخرقي شريفي په توسط د احمد شابابا پر ضد ياغيان پارول ،نو بالاخره لوي احمد شابابا په ١١٨١ هـ س کال خپل لوى وزير شاولي خان د شپږو زرو سپرو سره د کندهار څخه بلخ او بدخشان ته وليږل او لوى احمد شابابا حکم وکى څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز اشرالبلاد کندهار ته راوړي .
هغه ؤ چه خرقه شريفه په ١١٤٧ل کال په دوبي کي چهد ١١٨٢ هـ س سره سمون خوري د بدخشان څخه و کندهار ته راوړل سوه .
دا مبارکه خرقه د فيض اباد څخه و کندهار ته په ٣٠ ورځو کي راوړه او پر لاري څو ځايه تم سوه ،چه لومړى تم ځاى يي د اوسني کابل په ده افغانان کي د مسجدي خان په سراى کي ؤ،کم وخت چه دا مبارکه خرقه د هغه ځاى څخه پورته کړل سوه نو خلګو په هغه سراى کي چه خرقه شريفه پر ايښودل سوې وه يو دېوال را وګرځاوه او ل؛عليحضرت تيمور شابابا يې و بغل ته يو څا هم وکيندى چه زيارت يي تر اوسه پوري هم هلته سته .
کندهار ته د خرقي شريفي د راوړلو په دوران کي چه به پرتم ځاى تم سول نو به يي هغه اوښ چا مبارکه خرقه پر راوړل سوې وه ازاد کړى او يو ليک به يي وليکي چه (( پر دې اوښ باندي د رسول اکرم(ص) خرقه شريفه راوړل سوې ده هيڅ دا حق نلري چه پر دا اوښ باندي بار يوسي )).
د ١١٨٢ هـ س کال د لومړى خور نمه د شنبې ورځ وه چه دا مطهره خرقه اشرف البلاد کندهار ته راورسېده،او د معمول سره سم يې د احمد شاهي ښار د لمر خاته خواته په زړه جامع کي امانت کښېښودل ،چه اوس ددې جامع موقعت دکندهار په ښار کي د قلافصيل ته نيزدې په کورو کي پټه پرته ده .
کله چه اعليحضرت احمد شابابا په ١١٨٣ هـ س کال د افغاني امپراطورى د سمون د پاره د هېواد لويدځو ولايتونو (هرات،نيشاپور،مشهد) ته په سفر ولاړ دا تکل يې درلودى چه د خرقې شريفي د زيارت د پاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بناء باندي داسي جوړ کړى چه په لاندي پوړ کي دده زيارت او سربېر پوړ کي خرقه شريفه کښيښودل سي .
خو د ستر ټولواک تر مړيني وروسته د ځينو ځېرکو او مُدبرو علماؤ په مشوره تېمورشا سدوزي دا پرېکړه وکړه چه دا مطهره خرقه بايد د باچاهانو دنامه او زيارتونو سره تړلى و نه ګڼل سي ،ځکه بيا هر پاچا ددې خرقي وړولو ته زړه ښه کوي نو په دې غرض يي د احمد شابابا په حکم رغېدلي دوه پوړيزه ودانى دده مقبرې ته ځانګړې کړه ،او د خرقي شريفي د پاره يي يوه نوي وداني چه د احمد شا بابآ د زيارت لمر خاته خواته وه واچوله .
هغه ؤ چه په ١١٩٠ هـ س کال ددغي وداني په بشپړولو سره دا متبرکه خرقه د اوسنى زړې جامع څخه و نوې ودانى ته يووړل سوه چه تر ننه پوري دلې پرته ده .
تر اوسه پورې دوه ځله خرقه شريفه راويستل شوېده ، يو ځل په هرات کې په ۱۳۱۸ د وبا ناروغي د خپرېدو د مخنيوي لپاره اوبل ځل هم د ملا محمد عمر په واکمنى کي رايستل سوېده.
په کندهار کي د خرقي شريفي ودانى :
دخرقي شريفي د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه سوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کي يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل سوى دى ،چه د خرقې شريفي د زيارت دروازه ،پنجره او دسپينو زرو هګى غلام قادر زرګر جوړ کړي دي ،چه دده دوکان د حاجي لعل جان تر مسجد لاندي په ښکار پر بازار کي دى .
کندهار او خرقه شريفه
د افغان محمود طرزي کلام
خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد
شيرين بودکه نام خوشش قندهار شد
فخر رسول محمد مختار کزشرف
علم به نور اوشده از جهل بر طرف
يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش
بهر اويس کرده عطاءدر زمان پيش
آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست
پرسي کجا بګويي که در قندهار ماست
اين است فضل باقي اين شهر بې نظير
قدسيتش قيتس کن اى ذات خوشضمير
دراين ولايتست اراضي پُرشرف
انهاربس بزرګ دران جاري هر طرف
اقوام پر سلاح اصيل دلاوري
در روى شان ستاره چوشيران غاوري
پورتني نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلي بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ١٣٢٧هـ س کي ليکل سوي دى .
کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه و کندهار ته راغلى او د خرقي شريفي زيارت يي وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل :
قندهار آن کشور مينو سواد
اهل دل را خاک او خان مراد
کوى آن شهر است مارا کوى دوست
ساربان بربند محمل سوى دوست
خرقه آن برزخ لا يبخيان
ديدمش در نکته ((لي خرقتان))
دادمارانعرۀ الله هو
په اخير کي د استادانجینیر شیرشاه رشاد خبره زه هم تکراروم :زه په ډېر درنښت سره د ټول ځورول سوي او کړول سوي اولس له هر غري د کابل له دولت،د کندهار ولايت له ادارو د اوسنى واکمنى د ټولو مخالفينو په جنګې او سياسي شخړو کي د ښکېلو ټولو اړخو څخه غواړم چه په دغه ورځ په ټولو کورو ،ښوونځيو ،مدرسو،ماجيتو،پوهنتونواو ادارو کي د قران عظيم الشان ختم وکړي او که کيداى سواى په دغه ورځ مبارکه خرقه په ډېر درنښت او حرمت سره يو پلا ښکاره سي ،کېداى سي د حضرت نبي کريم (ص)ددې سپېڅلي او مطهرې خرقي د درنښت او احترام په روى سره رب العالمين پر موږ ټولو افغانانو او پر دې سيمه باندي د رڼا پلو و غړو .
په پښتني مينه
سيف الدين لودين
د کندهار پوهنتون
د ښووني او روزني پوهنځئ
عادل عادل
24.01.2011
سلامونه
زما د معلوماتو له مخې چې له مشرانو مې اورېدلي دي، د نوموړې خرقې مبارکې انتقال له خدای بښلي عزیز الدین وکیلي څخه په نقل قول د زئين خان په مشری شوی چې د احمد شاه بابا د دفاع وزیر وو، زئين خان چې په زین خان بابا سره شهرت لري د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالی د شیخ آباد د سیمې د زین خان خیلو د کلي څخه دی چې اوس دده په نامه سره شهرت لري.
لکه څنګه چې په پورتنی لیکنه کې یادونه شوې، د انتقال په دوران کې چې چیرته هم دمه شوي دي نو ځایي خلکو هغه ځای نښاني او یا هم ابادي پرې جوړه کړې، چې د همدې ولایت په څیرمه بل کلي کې چې د زئين خان بابا مشر ورور پکې میشت وو، هم شپه تیره کړې، او همغه ځای تر ننه پورې د خرقې په نوم سره شهرت لري او یوه کوټه پرې اباده ده، د ځایي خلکو په وینا چې زئين خان په همدې ځای کې د خپل مشر ورور په درخواست سره د خرقې مبارکې یو تار هم پرې ایښی دی، جالبه یې هم دا چې د وخت په تیریدو سره چې کله د نفوسو د زیاتیدو په وجه خلک د نوموړې کلا نه پورې وورې کورونه اباد کړل، نو نوموړې خرقه یعنی کوټه چې د کلي د یوه اوسیدونکي ملکیت وو، هم په داسې توګه ړنګه کړل شوه چې د چت لرګي یې ترې وایستل، او د خرقې مبارکې هغه تار چې خدای خبر چا به لیدلی وي کنه، یې هم له ځانه سره پټ وساته، لدې وروسته د خدای ج تقدیر داسې وو چې د نوموړې کوټې مالک چې درې زامن یې درلودل خپل زامن یو په بل پسې د لاسه ورکوي یعنې مري او دی هم په خپل مرګ سره وروڼو ته میراث کیژي...... دده وروڼو ته ویره پیدا کیژي چې د ورور د میراثیدو وجه به د خرقې ړنګیدل وي، نو په همغه څلورو بربڼډو دیوالونو باندې یو ځل بیا چت ابادوي، دړه پکې ږدي او وخت په وخت یې صیانه هم کوي.
یو مهم ټکی چې د سیمې د خلکو په قول یقیني او روښانه دی دا دی چې نه خو هلته څوک ښځه یا نارینه د خپلو مشکلاتو د حل لپاره ورغلي او نه یې هم د چا خبره ګرم کړی دی او نه هم خدای شته چا پرې جنډې ځړولې دي او نه هم د چا د ساعت تیری او کاروبار دربار پکې جوړ یا چلیدلی دی.
زما په نظر د ورته موضوع شاربل به د اسلامي بحثونو پر ځای د تاریخ او تاریخ پوهنې په بحث کې مناسب وي.
مومن مهاجر
25.01.2011
ښاغلی عرفان وحدت!که دیادې موضوع په اړه پراصولوولاړ،منطقي اومقعول بحث کولای شې الله جل جلاله دي راوله . کنه دبحث دګډوډولوهڅه مه کوه که څه درسره وي هغه له لوستونکوسره شریک کړه . په دې برخه کي لوستونکي پرمتقابل درناوي ولاړاوپرمستندوعلمي وتاریخي اصولوبرابربحثونه کوي دیوبل دتورنولو اوپرزولوخبرې نه شته هیله ده چي تل همدااصول په پام کي ولرې . په مینه