نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دطالبانو اسلامی غورځنګ په اړه دمولانا شیرعلی شاه څرګندونی
قريش
24.01.2011
فورم دملی اسلامی غورځنګونو دی. دلته به دطالبانو داسلامی غورځنګ دامیر په هکله د پښتون ، مولانا شیرعلی شاه، د ويديويي وينا پښتو ژباړه وړاندې کړم .
--------------
قريش صيب! ډیره په زړه پوری ویډیو وه خو څرنګه چی حقایق پکی ویل شوی وه ومو نشوه زغملای، په ډیری بښنی سره باید ووایو چی ړنګه مو کړه.
که څه هم موږ به پلمه د اردو ژبی وکړو خو په اصل کی موږ د مولانا شیر علی شاه په ټولو اردو خبرو پوه شوو په همدی خاطر مو دا تحمل نشوای کولای چی لوستونکی د مولاناشیرعلی شاه صیب له خولې د په زړه پوریو واقعیتونو څخه خبر شی.
ښاغلی قریش صیب په آینده کی کوشش وکړه په اردو ژبه هغه لینکونه راونښلوې چی د جهاد اومقاومت سپکه پکی ویل شوی وي، پروا نکوی که پښتو ژباړه یی هم ونه لیکۍ، موږ دپښتو ژباړی د نشتون پلمه یواځی هغو لیکنو ته نیسو چی دجهاد اومقاومت صف پکی ستایل شوی وي په همدی پورتنۍ ویډیو کی که چیرې دطالبانو سپکه ویل شوی وای هیڅ مو نه ړنګوله.
په درنښت
د بحثفورمونو مودیراتور
ډاکتر څپاند
24.01.2011
محترم قريش
زه په پاکستانۍ ژبه نه پوهيږم ،هيله ده پښتو ئي کړې٠
پتوال
29.01.2011
دغه پاکي (پنجابي) مولينا صيب خپلو پنجابيانو ته د ملا عمر په اړه د اميرالمؤمنين په نامه تبليغ کوي ، نو لږ تر لږه خپل اميرالمؤمنين خو يې بايد و بولي، ولې داسې نه ده،
دوی يې د ځان له پاره د افغانستان اميرالمؤمنين بولي ، که نوموړی په افغانستان
کې قدرت ته ونه رسول شي نو بيا پرې لاړې هم نه توکوي ،
خو چې افغانستان کې يې دوی قدرت ته رسول غواړي نو بيا خو د اميرالمؤمنين لقب ورکول ځکه ورته اړين دي چې په بل نامه پرې
ځانونه خپلو موخو ته دومره اسانه نشي رسولی ، په لره پښتونخواکې هم ملتپال پښتانه په طالبانو وژني نو په افغانستان کې به هم
ملتپالنه او ملتپال افغانان په يوه پلمه او يوۀ پلمه وال له منځه وړي او دا کار هغه وخت امکان پيدا کوي چې طالب واکمن ته يې ښه پوره
بوس ورلاندې کړي وي . د خلافت د اعلامولو هم يوه طرحه شته ، په کوم کې چې افغانستان له پاکستان سره د اميرالمؤمنين په منځمهاله ظاهري مشرۍ مدغميږي . که پنجابي او نور پاکي ديني علما د مسلم ليک په سياسي مشرۍ دغسې يا ورته سياسي پانګونه د اميرالمؤمنين په لقب او ملقب کې کې نه وي کړي، نو د بيا د افغانستان په سياسي مشرئ پورې ددوی څه کار او
څه له پاره يې په دغه لقب ورکولو دومره ټينګار کوي . دوی خو ليونيان نه دي چې
بې ښې بې بدې په مفته توګه د افغانستان يو بېطرفه او مستقل واکمن ته
د اميرالمؤمنين او پنجابيانو ته د مؤمنانو لقب ورکړي ، او که نه تاسو دغه مولينا د افغانستان يا ملا محمد عمر له غمه مړ بولئ ؟
قريش
30.01.2011
که هغه ستا دپښتونخوا اوپښتونستان او لراوبر پښتون شعارونه درنه هیر نه وی نوبیا خو مولانا شیرعلی شاه هم پښتون دی بیا ستادپاکی او افغانی ملایانو تقسیم بندی په کوم اساس؟
[quote:5e6bee7ac3]او که نه تاسو دغه مولينا د افغانستان يا ملا محمد عمر له غمه مړ بولئ ؟[/quote:5e6bee7ac3]
ولا زه خویی دافغانستان دمسلمانانو دغمه مړ بولم!
دومره تنګ نظری نه یم چی ستا په اصطلاح ټول پاکیان په پټو سترګو په یوه تله وتلم. څه به درته دروغ وایم پتوال صیب! که ستا په شان خلکو نه دا ټوله دنیا هم ډکه شی زه یی دمولانا شیرعلی شاه صاحب سره نه برابروم. تنګ نظری او تعصب په اسلام کی مذموم دی، قران موږ ته امر کوی چی حتی ددښمن سره به هم دعدل نه کار اخلو. دا اوس چی دجهاد په سنګرو کی کوم مجاهدین پراته دی او دجهاد سنګرونه یی تاوده ساتلی او ددینی او ملی نوامیسو څخه دفاع کوی دهمدغه مولانا صاحب شاګردان دی، که همدا دمولانا صیب دشاګردانو قربانی اوسرښندنی نه وای ګومان نکوم چی تا دی داسلام او مسلمانانو نوم داسی په ډاډه زړه اخیستی وای، ته یی منی او که یی نه منی ستا په تنګ نظرۍ اوتعصبه پوری اړه لری خو نن ورځ په سنګر کی دهرپروت مجاهد او شهید په ثواب کی دا مولانا صیب لویه ونډه لری ځکه چی دهمدی مولانا صیب په لاس روزل شوی شاګردان وه چی دوخت دفرعون اوطاغوت په وړاندی یی دلومړی ځل دپاره دجهاد جنډه پورته کړه، داچی ځینی پاکیان ددی فرصت څخه ناروا استفاده کوی په مولانا صاحب پوری اړه نلری او جلا موضوع ده خوموږ ته نه ښایی دمولانا صیب شخص او شخصیت پری خدشه دار کړو.
نوروز خان
30.01.2011
السلام علیکم
پتوال صیب لومړی خو دیوه مسلمان هیله درنه کوم ، چې دهرې مسئلې او هرچا په اړه په بیړه او جسورانه قضاوت مه کوئ ، دا مو په دنیا کې په خیر ده او هم په اخرت کې .
مولانا شیرعلي شاه مدني زه ډیرښه پیژنم ، تردې چې زما دتفسیر استاد دی ، نوموړی داکوړه خټک اوسیدونکی یوډیر مشر عالم دی ، په حدیثو کې دمدیني منورې له جامعې ډاکټري لري ، لومړی په مدینه منوره کې استاده وه ، خو دافغانستان دروس ضد جهاد سره دعلاقې له امله یې مدینه منوره پریښودله او ډیره موده په شمالي وزیرستان کې دمولوي جلال الدین حقاني په مدرسه کې دشیخ الحدیث په عنوان استاد پاته شو ،اوله هغه راوروسته داډیر وخت ددارالعلوم حقانیې مشر شیخ الحدیث دی ،نوموړی له سیاست سره یو خورا بې علاقې استاد دی ، او چې زه یې پیژنم په پاکستاني ملایانو کې هغه یوازینی څوک دی ، چې په افغانستان او افغانانو مین دی ، په هرتقریر او درس کې په پاکستاني اجړا ګانو نفرتونه اوروي ، خو دافغانانو د ایمان او غیرت په کیسو نه مړیږي ، نوموړی زما دمعلوماتو له مخې دپاکستان دهیڅ ګوند غړیتوب نلري ،او نه تراوسه څوک سیاست او سیاست بازي پرې ثابتولای شي ، نوله داسې دریځه چې دافغانانو او ملامحمد عمر دمنل شوي ایمان او عزم تعریف څوک کوي آیا دابه بدکاروي .
پتوال صیب دلته زه داسې فهموم لکه تاسو چې هم په داډول مسائلو کې دغفور لیوال غوندې باور لرئ
لیوال یوځای لیکلي وه ، په هند کې داسیایي هیوادونو دنمایندګانوپه کوم کانفرانس کې دافغانستان له خوا نماینده وم ، دلته دکوم هیواد ( اوس یې نوم رانه هیر دی ) استازی چې کله پوه شو چې زه افغان یم ، نوډیر راته خوشال شو په غیږ کې یې ونیولم ، او ټوله هڅه یې کوله زما قدرونه وکړي ، نوموړي نماینده راته وویل داسې افغانان په مونږ نورواسیایانو ډیر حق لرئ ، تاسو مونږ یوځل له انګریزي ښکیلاکه خلاص کړو ، بیا مو زمونږ له سره دکمونیزم او شوروي ښکیلاک خپسه پورته کړه ، او اوس لګیایئ له یوه بل نړیخور ښکیلاک امریکا څخه مونږ ته نجات راکوئ .
غفور لیوال صیب فرمایي چې ددې خبرې په اوریدو مې ځان ترې لرې کړ او په رډو خبرو مې مخاطب کړ ، چې زما ستا دې نازونو ته اړتیا نشته ، آیا مونږ داسیا ددروازې سپي یو چې هر غل به مونږ درته شړو ، تاسو غواړئ په دې شاباسیو مونږ ته دخپلې سرټمبګۍ جایزه راکړئ ، او په همدې دسپیتوب په دریځ کې مو خوشاله وساتئ . . .
نوپتوال صیب که پاکستاني شیرعلي شاه صیب دافغان ملامحمد عمر دعزم او ایمان یادونه کوي نه پوهیږم ، تاته ولې زور درکوی ،آیا په داډول مسائلو کې خو دغفور لیوال په مذهب نه یې ؟؟؟
اوبله داچې ته وایي داملایان غواړي په دې خبرو په طالبانو افغان ملت او ملتپالان وځپي ؟؟ نه پوهیږم ته افغان ملت پال څوک بولي ، هغوی چې ملت یې په شنو ډالرو خرڅ کړ او په کابل کې امریکایي کاسې څټي
زما په باور خو افغان ملت یوازې طالبانو په حقه پالنه سره وپاله نور خو ټول په کې کیناستل
حساب په عنوان نه کیږي په معنون کیږي
پتوال
02.02.2011
درنو ورونو نوروزخان او قريش خان ته سلام !
تاسې ولې يو افغان پښتون د لومړی ځل له پاره د هغه د يوې اردوژبې وينا په کيسټ دلته معرفي کوئ ؟؟؟؟؟ بې له دې چې د نوموړي ژوند ليک ورسره هم يو څه وړاندې کړئ او يايې سياسي دريځ معرفي کړئ؟؟؟؟؟؟؟
يو په هيواد مين افغان پښتون چې د ملاعمر صفت کوي يوه معنی لري او د افغانستان يو دوښمن پنجابي يې چې کوي بالکل بله معنی لري . کهد همدغه وينا په پښتو يا دري اورېدل کيدای له محتوا څخه به يې هم څه پته لګېدلې وه چې نوموړي د ملاعمر له صفت سربېره نور څه ويلي دي .
هو، که ISI والا، مسلم ليکيان او داسې نور د افغانستان تاريخي دوښمنان راته په پښتو هم وګړيږي د افغانستان په اړه يې زه يو ټکی هم د منلو وړ نه بولم !
قريش
08.02.2011
پتواله ستاپه فلسفه می سر نه خلاصیږی چی ستا هدف څه دی؟ خپلی خبری پخپله بیرته ردوی. خو زه به خپله خبره درته وکړم او پرته دتفلسفه په ساده ټکو کی جواب راکه. زه وایم دا خو لا په اردو غږیږی، که په انګریزی هم وغږیږی زه یی دخبرو محتوا ته ګورم، نه ژبی ته. دا خبره به دی څومره عاقلانه وی چی دپردیو په ژبه غږیدا دپردیو دموقف نمایندګی کوی؟
زه تانه پوښتنه کوم چی ته څه شی دومره ډاډه کړی چی که دډیورنډ دکرښی هاخوا پښتون په پردی ژبه وغږیدو نو دپنجابي ویاند شو، خو که دکرښی دیخوا پښتون په پردۍ ژبه ګړیږی ژبی ته هیڅ اعتبار نه شته اوخیراوخیرت دی؟؟؟؟
زه حیران یم چی هلته دمحمودخان اڅکزی دمرکی لینک ورکوی خو دمولاناشیرعلی شاه صاحب خبری په پټو سترګو ردوی؟ آیا اڅکزی اومولانا صاحب دواړه پښتانه ندی؟؟؟
آیا همدغه اڅکزی دی هره ورځ په پارلمان کی په اردو ژبه پنجابیانو ته خطاب نکوي؟؟؟
اصلا ته دمولانا صاحب سره فکری جوړ نه یی دا اردو اوپښتو دی هسی بهانه ده.
دا د محمود خان اڅکزی او دمولانا شیرعلی شاه ترمنځ توپیر دی ډیر عجیبه غوندی ندی؟؟؟؟
پتوال
08.02.2011
وعليکم سلام قريش خانه !
وروره زه او بل او بل ددغه مولينا له پښتونتوب نه څه خبر يو؟ تا هم نه دی معرفي کړی چې دا هم يو پښتون دی ! له اردو ويلو خو څوک نه معلوميږي چې پښتون دی .
نو که يو پنجابی په اردو د ملاعمر له پاره تبليغ کوي ستا څه خيال دی چې
هغه به د پښتنو له غمه مړ بريښي که د خپلو پنجآبيانو له غمه ؟
[color=yellow:0103a9c510]او تاته معلومه ده چې په نوم پښتون په اړه د پنجابيانو سياسي غم صرف يو دی او هغه په لر افغانستان ددوی ښکيلاک بر افغانستان ته هم غځول دي ! [/color:0103a9c510]
له بلې خوا په يوه پښتو ويبپاڼه لکه ټول افغان کې اردو لينک ورکول په يوه بيځايه تمه ولاړه خبره ده چې ګواکې دټول افغان لوستونکي به په اردو هم پوهيږي ؟؟؟؟
قاعده داده چې عربي ، اردو او انګليسي متنونه دې له پښتو ژباړې پرته نه وړاندې کيږي ، که نه نو بايد ړنګ شي ، خو زه نه پوهيږم چې وطنمل صيب ولې
دلته خپله پيګيري هېره کړې ده او نه يې ړنګوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
له بلې خوا اردو ژبي پنجابي مبلغين او د مسلم ليک والا هم کم نه دي چې تمامه ورځ دافغانستان په چارو کې مداخله ګرانه تبليغات کوي . نو زه له کوم ځای څخه په دې پوه شم چې جناب مولينا صيب اصلا پښتون دی خو په اردو ژبه
د پښتنو خير غواړي ؟؟؟؟؟؟؟ داچې نوموړی د پښتنو دوښمن نه دی دايې نو له اردو ويلو څخه نشي قياسېدلای ، که اردو متن يې په پښتو وژباړې بيا به پرې قضاوت وکړو چې څومره د پښتنو خير غواړي ، که نه ډير پښتانه هم شته
چې دISI غړي توب او پنجابي رسالت لري او د پښتون قام ريښه او هويت ختمول غواړي ، ايا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ .
[color=red:0103a9c510]هو، که تيروتنه زما هم وي پړه يې پر تا پرته ده چې د اشغالګرو ، ښکېلاکګرو او افغاندوښمنو پنجابيانو ژبه اردو دې له پښتو ژباړې پرته وړاندې کړې ده![/color:0103a9c510]
قريش
09.02.2011
یعنی ته دمولانا شیرعلی شاه صاحب په خبرو اصلا پوه شوی نه یې چی دی په اردو ژبه څه وايي؟ زه ستا په مطلب اوس پوه شوم چی تاویلی چی نه شیرعلی شاه صیب پیژنی او نه یی په خبرو پوهیږی.
نو چی داسی ده پتوال صیب بیا ته په خبره ځان نه پوهوې او جواب لیکي. په تاباندی هماغه ټوکه چی راپه شوه چې طالبانو (اعني د مدرسو طالبان، سیاسی طالبان نه) دشپی دخپلو استاذانو غیبت کاوه. یوطالب ته خوب ورغی نو ملګرو ته یی وویل چی کله دفلانی استاذ دغیبت نوبت راغی نوبیا راویښ کړۍ. لږه شیبه وروسته نورو ته هم خوب ورغی او ویده شول. دشپی دکوم چاپښه ورباندی په خوب کی ولګیده نو هغه طالب داسی فکر وکړ چی دهماغه استاذ دغیبت نوبت دی. نوپه خپل ځای پروت وه سترګی یی پټی وې او وویل: زه یی دمور په ک.... کی دا پښه وهم.
نو پتواله اوس راسره وخت نشته زه به درته دمولانا شیرعلی شاه صاحب خبری پښتوته ترجمه کړم اوبیاته کولای شی چی رد پری وکړې ترهغې وړاندی راته تاسره بحث بې ګټې ښکاره شو تا دمولنا صیب دخولی نه دطالبانو نوم اوریدلی وه نوخپله د isi او پنجاپي ببولاله دی په پټوسترګو تکرارکړی ده.
پتوال
09.02.2011
[quote:89886ab995]تا دطالبانو نوم اوریدلی وه نوخپله د isi او پنجابي ببولاله دی په پټوسترګو تکرارکړی ده.[/quote:89886ab995]
وروره نه د ISI لاسوهنه په افغانستان کې کومه ببو لاله ده او نه د لوی افغانستان په وړاندې د پنجابيانو دوښمنانه سياست کومه نوې خبره ده ،
نو پنجابيانو ته افغانستان په اړه د يو پنجابي له تبليغ څخه او هغه هم په اوردو ، کله هم دا هيله نشي کېدای چې د افغانستان په ګټه او
د پنجابي سياست مخالف تبليغ دې وي ! نو بيا يې په اردو ژبې پوهيدلو ته هم يو
پښتون څه اړتيا نه لري ، خبره روښانه ده
يو پنجابي د څه له پاره دملا عمرملاتړ ته نور پنجابيان رابولي ! نو په داسې شرايطوکې هغه تبليغ بيا دلته نشر ته سپارل دافغانستان په ضد پنجابي سياست ته يو خدمت انګيرل طبيعي خبره ده .
خو ښه شوه چې ته وايي مولينا يو پښتون دی ، ولې پښتونولي يې په دغه حال ده چې مجبور يې خبرې يې اوس ته پښتو ته راوژباړې ، بيا به يې زه هم در سره ومنم چې خبرې يې د تاييد او که د ترديد وړ دي ،
خو فکر نه کوم چې زما په پورته ليکنه کې تر ژباړې وروسته هم کومه غلطه خبره پيدا کړې ، پاتې شوه په اوردو پوهېدل ،
ددوښمن په ژبه پوهېدل هم بد کار نه دی، خو د کوم افتخار وړ تيا نه لري، مګر داچې د وطن له دوښمن څخه پرې
ځان خبرول غواړې ، نه داچې په مهاجرت کې يې زدکړې ته مجبور شوی يې ، خو وروسته يې د اردو په لينکونو سره بيا په نوروهم
تحميلوې ! بس دی چې لر افغانستان يې رانه خوړلې او د اردو په کلچري زهرو يې راڅخه پردی او پنجابي کړی دی .
M Tahir
11.02.2011
درنو وروڼو
اسلام عليکم
تاسې چې پۀ کومه موضوع بحث کوئ، زۀ هم ورسره دلچسپي لرم خو د جمعې لمانځۀ ته راباندې ناوخته کېږي ځکه يو څو خبرې کول غواړم .
د شېخ الحديث مولانا شيرعلي شاه صاحب يوه وېډيو ما هم کتلې چې نوموړی د طالبانو ژوند له صحابه کرامو سره ورته بولي او د پاکستاني ملايانو کندهار ته هغه سفر يادوي چې له نوموړي سره د پاکستان نور لوی علما هم ملګري وو لکه شېخ الحديث مولانا سليم الله خان صاحب او مولانا مفتي محمد تقي عثماني صيب او نور ...... خو پۀ هر حال مسلمان علما چې د هرځای وي زموږ لپاره محترم او مکرم دي . خو زموږ د ځورېدلي هيواد پۀ تړاو د ګاونډيانو پۀ ځانګړي ډول ايران او پاکستان افغان ضد کردار ته چې ګورو نو هغه د چا خبره د قورغو له امله مو غنم هم تر پام بد دي يا هم پۀ بل ډول تور پنجابي مار خوړلي يو، اوس د دغې خاورې هر پړی مار راته ښکاري او له ايراني رافضانو څخه هسې هم ګيله نشته !
دا يو روښانه واقعيت دی چې که طالبان د افغانستان ګټې ونه ساتي او افغانان ورڅخه خوښاله نۀ وي، دسيمې پۀ تېره بيا د اسلامي نړۍ پۀ اوسني سياسي او جغرافيايي حالت او موقعيت کې د پاکستان پۀ ګډون د هيڅ اسلامي هيواد د خلکو او ملايانو له خوا مشروعيت او حمايت يې د افغانستان د مشرۍ وړ نۀ شي ګرځولای . او بيا د پاکستان ملايان چې يو لوی اکثريت يې د ISI نېټ ورک جوړوي (زما خبره پۀ مولنا شېرعلي شاه صيب هيڅکله هم نه ده) لومړی دې پۀ خپل هيواد کې د اسلام خدمت وکړي .......... پۀ خپل هيواد کې يي د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ناموس عيسايانو او قاديانيانو ته د قانوني اجازت لپاره هڅې کېږي او د کراچۍ او فيصل اباد پر مځکه د حضرت صديق اکبر او حضرت عمر او نورو اصحابانو رضوان الله علهيم اجمعين ګوداګي سوځول کېږي او داسې نور پۀ زرګونو اسلام ضد فعاليتونه او پروګرامونه پۀ رڼا ورځ پرمخ بيول کېږي! خو پۀ تاسف سره چې هلته ورته تر اسلامي ګټو ان د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر عزت هم خپلې ملي ګټې لوړې او قدرمنې ښکاري خو زموږ پۀ هيواد کې يي د مرزا اسلم بېګ ، حميدګل، نصرالله بابر پۀ څېر ملحد او بې دينه انسانان هم د اسلام خدمت کول غواړي. د پاکستاني ملايانو منافقت او دوه مخيزتوب اوس دومره بربنډ شوی دی چې هغه طالبان چې پۀ پاکستان کې د پاکستاني پوځ پرخلاف جنګېږي د هند،امريکا او افغانستان جوړ شوي طالبان او داسلام او پاکستان دښمنانا يې بولي خو چې کله همدا طالبان افغانستان ته ځي نو کله يي خدايي پوځ بولي او کله يي بيا د امام مهدي لښکر! کنه دا خو هرچا ته څرګنده ده چې د وزيرستان طالبان د افغان ملي اتل شهيد ملا داد الله له خو منظم شول او اوس يې هم مشري افغان طالبان کوي!
خلاصه يي دا چې افغانان د پاکستاني ملايانو Confirmation ، حمايت او مشروعيت ته تر هغه وخته پورې کورټ اړتيا نه لري تر څو چې يي پۀ خپل هيواد کې د خپل پليت او غلام رژيم پر ضد وسلوال پاڅون نۀ وي کړی!
پۀ درنښت
ستاسو طاهر
عنوان
chaparharay
11.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!
دمحمد طاهر خبره نه ردوم اونه یی مکمل تاید کوم رښتیا هم چی هرڅوک په پاکستان؛ایران یا کوم بل هیواد کی چی بغیر ماانزل الله فیصلی کوی او نور یی بی شمیره دلایل دکفربواح اعنی ښکاره کفرمعلوم وی جهاد حرام او په افغانستان کی فرض ګڼی نو بیا همدا د محمد طاهر ورور خبره ښه او روغه او هرمسلمان او افغان باید همداسی فکر ولری .
خو یوه مهمه خبره چی باید وویل شی هغه داده چی لکه څرنګه چی ټول افغانان په یوه فکر او یودریځ نه دی او ځینی یی مونږ دا دی ولیدل اوګورو چی د دښمن سره ولاړ دی او دی نه مخکی هم یو شمیرخلک وو چی د پردوګوډاګیان وو او د اسلام اوفغانانو دښمن روس سره ولاړ وو اوس هغه ټول بلا استثنی ورسره جمع نور دامریکا فرانسی بریطانیه المان وغیره وو غلامان دی چی یو ځل بیا یی دګران هیواد په پلورلوکی ونډه واخسته او ددښمن سره ولاړدی .
همدا راز په پاکستان کی هم او خاص کر په ملیانو کی هم داسی یو شمیر خلک شته چی د isiپالیسی چلوی که ورسره کارکوی اوکه نه خو پالیسی یی خوښوی او وای چی په پاکستان کی جنګ حرام اوپه افغانستان کی فرض دی .
خو دپاکستان ټول ملایان اوپښتانه باید په یوه تله ونه تلو !
هغه دقران حافظان ددینی علومو طالبان ملایان چی ګورو چی ځانونه فداکوی دپاکستان دفوځ پولیسو او isiپه ضد نو که هغوی هم دisiملګری او خلک وګڼو نو دا به بیا هسی یو تعصبی خبره وی او دحقیقت نه به ډیره لیری وی .
باید چی حق وویل شی او همداملاصاحب یا الشیخ الحدیث شیرعلی خان صاحب که دطالبانوپه مدح کی خبری کړی وی نو دی کی څه حرج دی ؟
ولی یی حق وینا کړی ؟
او که چیری داتشششششششششششششششش په نوم پښتون سپندو ولی په اردو خبری کوی لکه په کراچی کی چی یی په اردو خبری کولی په اسلام ابادکی په اردو خبری کوی او بیا دپښتو دعوه ګیرهم دی او پغیر دپښتوبل کوم سیاست یی هم نشته نو هغه بیاخیر دی خو چی الشیخ شیرعلی خان صاحب په اردو خبری وکړی نو بیاټولو قیامت جوړ کړی چی ولی یی اردو ویلی دا اوس کوم انصاف دی ؟
او بیا خو هغه دطالبانو مدح کړی او دامیرالمومینین ملامحمدعمر امارت یی منلی او ورسره یی همغږی اعلان کړی او دطالبانو امارت تر افغانستان محدود ندی بلکی یو عالمی تنظیم دی او دی کی به پنجابیان هم شامل وی دا خو لاپښتون دی اوس که څوک دا ثبوت لری چی الشیخ شیرعلی خان صاحب هم دنورو isiدملایانوپشان لکه فضلو ملا یا نورو غوندی فکر لری او په پاکستان کی جهاد حرام ګڼی نو بیا همداستاسی خبری صحیح دی او که هغه په پاکستان کی هم جهاد فرض ګڼی نو بیا خو ځمونږ وروردی بلکی که دامارت لخوا راباندی امیر وټاکل شو نو هم به یی منو او بایدچی وی منو داسلام په لحاظ هم او دیو پښتون په لحاظ هم. څومره ډیر دلري پښتونخوا وګړی دلته په افغانستان کی په ښو جګو دندو ټاکل شوی وو ځکه چی پښتانه وو نو اوس خلاصه داده چی که چیری الشیخ شیرعلی خان صاحب دفضل رامان غوندی فکر لری نو په حق کی یی همدا خبری صحیح دی او که دپاکستان په هکله هم جهاد فرض ګڼی نو بیاالله نه وویریږی اوهسی په هسی له چا سره دښمنی مه کوی
نوربیا
M Tahir
13.02.2011
ښاغلی چپرهاری صيب
اسلام عليکم
پر قلم مو برکت شه چې دومره ښکلې خبرې مو ليکلې دي . ستاسو د تشريحاتو پۀ دوام بايد زياته کړم چې دا يو واقعيت دی چې پاکستان ملايان ټول د ISI د استخباراتي شبکې غړي نۀ دي او ډېر ښکلي عظيم او پياوړي علما هم لري چې د لوړ علمي استعداد او دردمن زړۀ خاوندان دي . خو دا هم يو واقعيت دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه پۀ ټولو کې يو ډول محبوبيت لري ان تر دې چې ISI د اسلامي نړۍ يو پټ او غښتلی ځواک بولي چې پۀ ټوله نړۍ کې د امريکا،اسرائيل او هند پټې او ښکاره دسيسې شنډول غواړي. همدا لامل دی چې د ISI هر سازش او عمل ته پۀ درنه سترګه ګوري او هر ډول ملاتړ يې کوي . خو پۀ خواشينۍ سره وايو چې عملا دغه اداره د اسلام خدمت نه، له يهودو او روافضو سره پۀ خپل ګډ مشن کې د اسلام د پياوړې کلا (افغانستان) بنسټونه نړول غواړي او له دې لارې خپلې چټلې موخې لاسته راوړي!
ستاسو د پام لرنې لپاره د صميم کټوازي له ليکنې څخه يوه برخه را کاپي کوم :
[color=white:523f335416]زموږ ګران هيواد د اسلامي نړۍ يو بل هيواد دی چې هر وخت د استعمار او استثمار د سترګو ازغی ګرځېدلی دی . له تېرو درې لسيزو راهيسې د جنګونو پۀ اور کې يي ان هډونه لا وسوځېدل، مادي او مانوي شتمنۍ يي توله لولپه شوه ........ امريکايانو او انګرېزانو زموږ د دوو ګاونډيو هيوادونو، پاکستان او ايران د استخباراتو پۀ مرسته د لوی افغانستان د وېش پلان تيار کړی دی او غواړي چې د خپلو شکست خوړلو پوځيانو تر ايستلو مخکې دغه چټل، افغان ضد، اسلام ضد او انسان ضد پلان عملي کړي . پاکستان غواړي چې د پښتونستان قضيه د لوی افغانستان د لوی نوم پۀ ړنګولوسره د تل لپاره تر خاورو لاندې کړي او ايران د خپلې تاريخي دښمنۍ پۀ ساتلو او پۀ سيمه کې د خپل سياسي، اقتصادي او مذهبي حاکميت د ټينګښت او پۀ پای کې د نړيوال رافضي (خلافت) يا هم د امريکا او اسرائيل پۀ ملتيا د دجالي رياست د قيام لپاره د لوی افغانستان د ماتولو او ړنګولو موکې لټوي. زموږ هيوادوال دې خبر وي چې دغه لوی ناورين د هيواد پر دروازو ولاړ دی. د سېمې اوضاع له موږ څخه د ملي بيدارۍ او سياسي ويښتيا غوښتنه کوي .د هيواد ټولې پرګنې او قومونه دې د ګران هيواد د جغرافيايي بشپړتيا، ناموس ساتنې او خپلواکۍ پۀ جګړه کې پۀ ملي روحيه او کلک افغاني هوډ سره د دښمنانو دسيسې شنډې کړي او پۀ دې برخه کې دې هيڅ سياسي، سمتي او ژبني تفاوتونو او مخالفتونو ته ځای ور نۀ کړي او د ګډ دښمن پر خلاف دې د يو بل مټې پياوړې کړي . پۀ دې موخه د عامه ذهنيت د روښانولو او ويښولو لپاره دې زموږ د قلم او پوهې خاوندان خپل علمي استعدادونه پر کار واچوي او پۀ هيواد کې د بين الافغاني تفاهم او روغې جوړې لپاره دې يوه ګړۍ هم قرار نه کېني . دغه راز سياسي او قومي مشران دې د پارليمان، جرګو او مرکو له لارې هڅه وکړي چې پۀ خپلو سياسي هلوځلو سره خارجي عسکر له هيواد څخه وتلو ته اړ، او پۀ هيواد کې د مرورو اړخونو د پخلاينې او يو پراخ بنسټه دولت د جوړونې لپاره د ځان تېرېدنې او قربانۍ پۀ روحيه بېړني ګامونه واخلي .[/color:523f335416]
ټوله ليکنه يي دلته وګورئ :
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=42054
ايا هغه ملايان چې د داسې يوې شبکې غړي وي يا هم ملاتړ يې کوي، د دې وړ دې چې تعظيم يې وشي؟ ايا طالبان پخپلو افغاني او اسلامي چارو کې د دوئ Dictation او Accreditation ته کومه اړتيا لري؟
پۀ مينه
ستاسو طاهر
و.افغان
13.02.2011
ګران او محترم ورور محمد طاهر صاحب:
په پاکستان کې هر هغه پاکستانی ملا چې په سياست کې ګوتې وهي؛ د همدغې
شبکې غړيتوب لري، دا زه په هغوی تهمت نه لګوم، بلکه له ډېرو يې مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دي،
چې دغې جهنمي شبکې ته ځان منسوبوي، بلکه فخر هم پرې کوي.
يوه استثناء شته، چې ځینې (نه ټول) هغه ملايان چې د القاعدې سره رابطه لري؛ دغې
جهنمي شبکې سره لاس نه لري؛ خو دا خلک ډېر کم دي، دوی کې بيا دا بل غم دی:
تکفيري متشدد افکار.
خو زه دغې دويمې طائفې ته ډېر په درنه سترګه ګورم، نسبت هغه بلې ذليلې منافقې
طائفې ته.
پاتې دې نه وي؛ چې په لمړنۍ طائفې کې ځينې (نه ټول) کم داسې خلک شته ده، چې
مخلص دي؛ البته غوليدلي دي.
په درنښت
عنوان
chaparharay
14.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ساپی صاحب له نورو خبرو سره سره یوی بلی ښی خبری ته مو اشاره کړی
چی هغه دتکفیرمسله ده نو دتکفیر مسله خو له مونږ نه تاسی ته ځکه ښه درمعلومه
ده علم مو زیاد دی خو یوه ضروروی خبره دا ده اوباید چی یاده یی کړم چی
تاسی خو په بهرنی ملک کی یی او بیا په تعلیمی دوره کی یی نوډیر وخت نه لری
چی دخلکوسره موملاقاتونه وشی نو له دی امله به مو په پاکستان کی مطالعه لږه
کمه وی خو بالعکس مونږبیا ددی مسایلو سره ډیر مخامخ کیږو .
په پاکستان کی یوه ډله خلک شته چی تکفیری عقیده لری او په کبایرو لاڅه چی
هرڅوک ددوی سره نه وی هغه ته کافر وای .
خو ددی سره سره بیامونږ ډیر داسی خلک (ملایان)اعنی شیوخ پیژنو چی هغوی
بیا دهمدغی ناولی شبکی isiنوم دی ورک شی دانوم یی هم دانسانیت ندی سره
کار کوی که زه یی درته نومونه دروښایم (خو نه یی درښایم) نو حیران به شی
او راسره به یی ونه منی چی نه نه وروره داسړی خو ددی نه مبراء دی او
ته هسی بهتان پری وای خو مونږ سره یی ثبوتونه شته کوم بهتان نه دی اوځینو
خو یی پکی سر هم وخوړه داحادیثو درس به یی هم په یوه دیوبندی مدرسه کی
کاوه خو ورسره یی همدا مفکوره لرله چی په پاکستان کی ایین اوقانون دی او
پاکستان داسلام قلعه ده او دی قلعی ساتنه په هرمسلمان فرض ده اوکه څوک
غواړی چی جهاد وکړی نو افغانستان ته کفاراومشرکین راغلی هغلته دی لاړ
شی اوجهاد دی وکړی او په پاکستان کی چی دا استشهادی حملی کیږی نو دا
خو پکی مسلمانان وژل کیږی دلته نه دادی په افغانستان کی وشی نو چی بیا
دپاکستان طالبانو یی سر وروشینده چی مونږ ځانونه فدا کوو او ته وای چی
حرامی دی چی تاته داحلال او حرام دروښایو.
نوبیا همداسی ملایان چی دپاکستان دisiناولی شبکی سره مزدوران دی وای
چی دا فلانی ملا خو تکفیری دی او ددی خبره مه اوری مسلو ته یی مه کینی
او هغه ملاتکفیری ځکه وی چی دپاکستان حکومت یی یو غیر اسلامی اوغلام
حکومت یاد کړی وی او په خپلو خطبو کی یی نرررررررررررررغوندی د
پاکستان حکومت د بغیر ماانزل الله په حکم او دکافروسره دمسلمانانو دوژلو
په جرم کافربللی وی نو دوی ورته تکفیری وای باید چی دی موضوع کی لږ
احتیاط نه کارواخستل شی او هسی په هسی دیو چا په خوله یو څوک تکفیری
ونه ګڼل شی که الله موسره ملاقات نصیب کړ نو په ګوته به یی درته وښایم
او د دواړو ملاصاحبانو خبری اوکارنامی به درته وښایم .
نوربیا
پتوال
14.02.2011
چپرهارس صيب ليکي :
[quote:d648754d2e]دپښتوبل کوم سیاست یی هم نشته نو هغه بیاخیر دی خو چی الشیخ شیرعلی خان صاحب په اردو خبری وکړی نو بیاټولو قیامت جوړ کړی چی ولی یی اردو ویلی دا اوس کوم انصاف دی ؟ [/quote:d648754d2e]
چپرهاري صيب متل وايي سليم عقل په سړه ککره کې وي !
زه د مولينا پښتو ته څه اړتيا نه لرم او نه ترې پښتو غواړم ، خو همدومره خپل حق ګڼم چې کله د نا بلدۍ په عالم کې نوموړی پنجابيانو ته په اردو خبرې کوي د شلو او زرو نورو پنجابيانو غوندی په ده هم د يو پنجابي ګمان وکړم او د شلو ازرو پنجابي علما و غوندې چې د ISI په خدمت کې عين دنده تر سره کوي په دۀ هم دISI دخدمتګار ګومان وکړم او تر څو چې بل او بل راته نه وي معرفي کړی چې پښتون دی تر هغه يې اردو ژبی پاکستانی وګڼم ، او تر څو چې يې د ISI نۀ غړيتوب نه وي ثابت کړی تبليغ يې د ISI له پاره وبولم ، ځکه چې دا د هرپنجابي سياسي لار او سياسي ګټه ده، نو تر څو چې له هغوی سره يې ظاهري توپير نه وي معلوم شوی زه څه مجبوريم چې پښتون ، د پښتنو دوست او که دا دوستي يې واقعي وي
نو په اړينه توګه يې د پښتون دوښمنه ISI پر ضد هم وبولم ؟؟؟؟
ښه شوه چې زما له دغسې څرګندونې څخه نورو ډيرو ګډونوالو وښودله چې رښتيا هم ده ته ورته ډير سياسي عالمان په پاکستان کې د ISI تالي سټي دي، نو که بله ورځ دده په اړه هم چا د ISI غلامي رسوا کړه مخکې له مخکې په ددرک وړ هم ګرځېدلې وي !
دا چې تاسو واياست :
[quote:d648754d2e]او بیا خو هغه دطالبانو مدح کړی او دامیرالمومینین ملامحمدعمر امارت یی منلی او ورسره یی همغږی اعلان کړی[/quote:d648754d2e]
دا خو د پاکستان يا ISI سره ددوښمنۍ کوم معيار نه دی، که معيار وي نو ددوښمنۍ نه ، بلکې ددوستۍ بيلګه کېدای شي !
[quote:d648754d2e] او دطالبانو امارت تر افغانستان محدود ندی بلکی یو عالمی تنظیم دی او دی کی به پنجابیان هم شامل وی [/quote:d648754d2e]
ښه دی چې خپله اعتراف کوې چې د څه له پاره پنجابي سياستوال او ISI د طالبانو ملاتړ کوي ! په نهايي توګه ددې له پاره چې په يو پنجابي خلافت کې افغانستان د طالبانو پواسطه مدغم او له منځه يې يوسي!
د خلافت په پلمه هم د پنجآب په ديکتاتورۍ کې د افغانستان ادغام هېڅ افغان نه مني ، خو يو تن يې مني او هغه ته يې ، دايې هم ثبوت :
[color=yellow:d648754d2e]((دا خو لاپښتون دی ))[/color:d648754d2e]يعنې که پنجابی هم وي، چې
[quote:d648754d2e]...په پاکستان کی هم جهاد فرض ګڼی نو بیا خو ځمونږ وروردی بلکی که [color=red:d648754d2e]دامارت لخوا راباندی امیر وټاکل شو نو هم به یی منو او بایدچی وی منو داسلام په لحاظ[/color:d648754d2e][/quote:d648754d2e]نو وروره د اسلام په پلمه ستا روحياټ بالکل د علام غلامۍ ته اماده دي، نو که تاغوندې نور طالبان هم فکر کوي نو بيابه ولې ترې ISI ګټه نه پورته کوي اونه به يې غولوي ، څو د ځان له پاره يې په افغانستان کې و جنګوي ؟؟؟؟؟؟؟
او دومره پرې غولېدلی يې چې نورو ته هم وايې چې که نوموړی
[quote:d648754d2e]دپاکستان په هکله هم جهاد فرض ګڼی نو بیاالله نه وویریږی اوهسی په هسی له چا سره دښمنی مه کوی [/quote:d648754d2e]
حال داچې ټول افغانستان هم پرې ګټلی شي د هغه پنجابيانو په ضد به هم جهاد وکړي چې تيار له دوی يعنې مسلم ليګ او ISI سره ګوندي مخالفت لري ،
د ٥ پنجابيانو په وژلو سره ٥٠زره افغانان وژلو ته طالبان استولی او چمتو کولی شي ، نو دغسې مفته ګټه او مفت جهاد به څوک ونکړي لکه د ISI پنجابيان يې چې کوي ؟؟؟؟؟ او د غسې پښتانه ملايان لکه مولينا به ولې تبليغ ته نه ګماري ؟؟؟؟
د همدې له پاره ISI قبايلی طالبان نه وژني ، بلکې ساتنه يې کوي او په هغوی خپل دوښمنان هم په لر او هم په بر افغانستان کې وژني !
هو، باور لرم چې دا حقيقت له پيګير فکر او شننې پرته درته ددرک وړ نه ګرځي . والسلام
Re: عنوان
و.افغان
14.02.2011
محترم او دروند چپرهاری صاحب:
الله جل جلاله مو ژوندی لره.
تاسې به خامخا د خرڅ شوو ملايانو په اړه زيات معلومات لرئ، هيله ده چې خپلو
افغانانو وروڼو سره يې شريک کړئ، او د دغو معلوماتو له مخې د غلطو خلکو
مشخص کول ستاسې په غاړه کې امانت دی،کولای شئ چې په مستعار نامه يې له مونږ سره شريک کړئ.
افسوس په دې خبره راځي، چې حتا دغه د تکفيري عقيدې خاوندان زما افغان
ځوان د افغانستان د طويل الأمدې بربادۍ (اوسنی جهاد او مقاومت مې دلته مقصد نه دی) لپاره تربيه کوي، خو بيا د نفس افکارو څخه د پاکستان لپاره کار نه اخلي.
يعنې: قربان شوم خدا را، يک بام ودو هوا را.
په درنښت
[quote:af563277f7="چپرهاری"]بسم الله الرحمن الرحیم
ساپی صاحب له نورو خبرو سره سره یوی بلی ښی خبری ته مو اشاره کړی
چی هغه دتکفیرمسله ده نو دتکفیر مسله خو له مونږ نه تاسی ته ځکه ښه درمعلومه
ده علم مو زیاد دی خو یوه ضروروی خبره دا ده اوباید چی یاده یی کړم چی
تاسی خو په بهرنی ملک کی یی او بیا په تعلیمی دوره کی یی نوډیر وخت نه لری
چی دخلکوسره موملاقاتونه وشی نو له دی امله به مو په پاکستان کی مطالعه لږه
کمه وی خو بالعکس مونږبیا ددی مسایلو سره ډیر مخامخ کیږو .
په پاکستان کی یوه ډله خلک شته چی تکفیری عقیده لری او په کبایرو لاڅه چی
هرڅوک ددوی سره نه وی هغه ته کافر وای .
خو ددی سره سره بیامونږ ډیر داسی خلک (ملایان)اعنی شیوخ پیژنو چی هغوی
بیا دهمدغی ناولی شبکی isiنوم دی ورک شی دانوم یی هم دانسانیت ندی سره
کار کوی که زه یی درته نومونه دروښایم (خو نه یی درښایم) نو حیران به شی
او راسره به یی ونه منی چی نه نه وروره داسړی خو ددی نه مبراء دی او
ته هسی بهتان پری وای خو مونږ سره یی ثبوتونه شته کوم بهتان نه دی اوځینو
خو یی پکی سر هم وخوړه داحادیثو درس به یی هم په یوه دیوبندی مدرسه کی
کاوه خو ورسره یی همدا مفکوره لرله چی په پاکستان کی ایین اوقانون دی او
پاکستان داسلام قلعه ده او دی قلعی ساتنه په هرمسلمان فرض ده اوکه څوک
غواړی چی جهاد وکړی نو افغانستان ته کفاراومشرکین راغلی هغلته دی لاړ
شی اوجهاد دی وکړی او په پاکستان کی چی دا استشهادی حملی کیږی نو دا
خو پکی مسلمانان وژل کیږی دلته نه دادی په افغانستان کی وشی نو چی بیا
دپاکستان طالبانو یی سر وروشینده چی مونږ ځانونه فدا کوو او ته وای چی
حرامی دی چی تاته داحلال او حرام دروښایو.
نوبیا همداسی ملایان چی دپاکستان دisiناولی شبکی سره مزدوران دی وای
چی دا فلانی ملا خو تکفیری دی او ددی خبره مه اوری مسلو ته یی مه کینی
او هغه ملاتکفیری ځکه وی چی دپاکستان حکومت یی یو غیر اسلامی اوغلام
حکومت یاد کړی وی او په خپلو خطبو کی یی نرررررررررررررغوندی د
پاکستان حکومت د بغیر ماانزل الله په حکم او دکافروسره دمسلمانانو دوژلو
په جرم کافربللی وی نو دوی ورته تکفیری وای باید چی دی موضوع کی لږ
احتیاط نه کارواخستل شی او هسی په هسی دیو چا په خوله یو څوک تکفیری
ونه ګڼل شی که الله موسره ملاقات نصیب کړ نو په ګوته به یی درته وښایم
او د دواړو ملاصاحبانو خبری اوکارنامی به درته وښایم .
نوربیا[/quote:af563277f7]
عنوان
chaparharay
15.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ښاغلی پتوال صاحب زه فکرکوم چی تاسی هسی تعصب راخستی یی .
ستاسی په اړه معلومات نه لرم چی دکوم پلو به یی اعنی پخوانی مجاهد یی او
که خلقی به یی خو یوه عامه خبره کوم دخلقیانوباره کی که تاسی چیری مجاهد
یی نوبیاخو له دی خبری نه مستثنی یی اوپه ځان به یی نه را اړوی او که یی نو
وبه وایم چی یی خو یی خو پنځه روپی نشته!
پخوانی جهاد چی کله پیل شو نوپیل یی ددی نه وشو چی دداود حکومت دیوی کودتا به صورت کی له منځه لاړه او نظامیانو چی اکثره یا ۹۰سلنه یی کمونستان
وو حکومت واګی یی په لاس کی ونیولی او هرهغه څوک چی به ددوی سره نه
وو کمونستان به نه وو نوهغوی به یی په توره ارتجا(ارتجاع)بلل او مړه کول
به یی په افغانستان کی دټولی نا ارامی اوشخړو عامل همدا کمونستان دی او
حتی دچاسره به یی چی کومه شخصی دښمنی راغله نو هم هغه به یی دپاکستان
به جاسوسی تورن اوتورو خاورو ته به یی ژوندی ورکوزکړ.
اوس هم چونکی پاکستان په افغانی چاروکی ګوتی وهی او ښی ډیری وهی اوهر
څومره چی وغندل شی اوراښکاره شی نوښه به وی رښتیا خبره ده چی ځمونږ
په دښمنانو کی لوی دښمن پاکستان دی اومونږسره یی ډیر ظلمونه کړی اوکوی
یی پدی بایدی سترګی پټی نه شی خوددی دامعنی هم نده چي څوک دکرزی لاسپوڅی
حکومت ته بد ووای نوهغه دی دپاکستان جاسوس اوغلام او تنخواخور ونومول شی
نه داسی هڅکله نه ده ډیر خلک مونږ وینو چی همدا اوس ددی ګوډاکی حکومت سره کارکوی او ورسره دپاکستان ایران فرانسی امریکا روس اونوروځمونږ
دښمنانوته کار کوی نو هغه څوک چی ددوی سره جنګ کوی نو بیا ددی قسم غلامانو
یوه حربه داوی چی په پاکستانی جاسوسانو اونوکرانویی بدنام کړی داقسم خلک
چی ګورو نو ټول یی پخوانی کمونستان او یا افغان ملتیان دی چی ځانونه رښتنی
افغانان ګڼی او دهچا بچی ندی اونه به ورنه کومه نیکه توقوع ولرو.
باید هغه خلک چی په رښتیا دپاکستان نوکران وی که افغان وی اوکه پاکستانی
باید رسوا اومحکوم شی خو بیا هغه خلک چی دپاکستان غلامان نه وی او ورسره
وران اودښمنی اعلانوی نوکه هغوی ته هم دپاکستان نوکران ووایو نودابه یوه
ډیره جاهلانه خبره وی .
اوپتوال صاحب تاسی دطالبانوباره کی لیکلی دی نو زه دطالبانو نمایندګی نه کوم
خو دایو حقیقت دی چی طالبان یو نړیوال تنظیم دی او داسی نه چی دپنجابیانو
تابع دی بلکی پنجابیان او نور ملتونه ددوی سره دی اوبیعت یی کړی دا چی تاسی
ورباندی نه پوهیږی یا ورباندی ځان نه پوهوی شاید بل لامل وی خو حقیقت داسی ندی لکه داتاسی یی چی انګیری بلکی بلعکس دی .
او وهاج ساپی صاحب نه پوهیږم چی تاسی به ځما دلیکنی نه څنګه احذ کړی وی
تاسی چی ویلی دی چی دپاکستان لپاره تکفیری نه وی اوځما ځوان دافغانستان
لپاره بیا وی نو څرنګی زه خو پدی پوه نه شوم ستاسی لدی جملی څه مقصددی
ماخو درته لیکلی دی چی هغه کسان چی پاکستان کی جهاد فرض ګڼی نو بیادا
بل لوری خلک چی فرض یی نه ګڼی او حیلی جوړوی نو هغه داعیین الی الجهاد فی الارض پاکستان ته تکفیریان وای .
خو دلته چی تاسی کومه خبره کړی ددی حقیقت بالعکس ده شاید تاسی ځما په لیکنه ښه نه یی پوه شوی یا مانه عبارت ادل بدل شوی وی ځکه زه په لیکنو کی
ښه نه یم که ډیرښه مقصد هم وی نو رانه ګډوډشی اوداځینی لیکوالان صاحبان
وینم چی یو ډیره غلطه فکره وی خوډیره ملونه اوحسینه یی لیکلی وی .
اوکه په مامودتکفیری ګمان کړی وی نو ساپی صاحب زه تکفیری نه یم خو مرجئه هم نه یم چی کافر وی هغه ته کافر وایم اوچی نه وی نو ورته یی نه وایم اوس نو ستاسی خپله خوښه چی څرنګی می ګڼی الله په دهرچا په زړه ښه خبردی .
نوربیا
و.افغان
15.02.2011
محترم ، دروند او د قدر وړ چپرهاری صاحب:
زمونږ بحث د پاکستاني سياسي ملايانو په اړه ادامه لري.
زما د پورتنيو ليکنو په يوه کرښه کې هم تاسې مقصود نه ياستئ.
نه پوهېږم، چې تاسې ولې داسې انګېرلې؟
په درنښت
عنوان
chaparharay
15.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!
مننه وهاج ساپی صاحب ستاسی دڅرګندونی نه.
ما په خپل ځان ځکه وانګیرله چی نن سبا عجیبه دور دی یو سړی
به سبای مومن وی ماښام به کافر یا ماښامبه مومن وی او سبای
به کافر نوماویل چی زه خو دی کارونو کی ډیر احتیاط کوم خوبیا
هم ویل کیږی څه رانه نافهمی کی لیکل شوی وی ځما مقصد یو وی
او دا چی لیکنو سره بلد نه یم په چل یی نه پوهیږم بل څه ورنه
جوړ شوی نه وی.
اعنی دیوه کلمی دبلی سره اختلاط نه وی راغلی اومعنی یی بدله شوی نه وی .
په هرحال ستاسی له وضاحت نه مننه.
پتوال
15.02.2011
زه هم درته ډاډ درکوم دروند چپرهاری صيب چې ما په مولينا صيب د دغسې يو سياسي ملا ګومان کړی و، او هغه مې له دې کبله کړی و چې يو خو
د پنجاب په خدمت کې دغسې سياسي ملايان ډير دي او بل نوموړی په اردو هم غږېدلی و ، داچې تاسو هغه له سياسي ملايۍ څخه مبرا بولئ نو
ستاسو په په خاطر زما هم ور پورې کارې نشته، خو که بيا هغه چيرې دپنجاب له پاره سياسي ملا راووت نو بيا به درباندې غږ کوم ، چې اګاهانه يا غير اګاعانه تا هم ورته سياسي خدمت کړی دی ، سمه ده ؟ او که سياسي راونه ووت نو له اوس نه لا درڅخه مننه کوم چې زما د ګومان په رفع کې دې کوښښ کړی دی .
داچې زما په اړه دې پوښتلي چې زه کومه لار تعقيبوم نو که د کوم بې رحمه ځوی زما ليکنې نه وای ړنګې کړې ښايي ډير ژر به پوه شوی وې چې پتوال اسلام ، ملتپالنه او ملي اسلامي اومت واکي غواړي ، لهذا نه يې له تنظيمي مجاهدينو، نه له طالبانو ، نه له کمونستانو .نه له موجوده حزبي ملتګرايانو ، نه له سويالدموکراتانو ،نه اشغالګرو او نه يې د ګوډاګيانو سره لګي په پورتنۍ فارموله د ټولو هغو افغانانو وحدت غواړم چې لاس يې د افغان په وينه نه وي ککړ او د اشغالګرو په ضد هر ډول قربانۍ ته چمتو وي !
نو ته اوس راته ووايه چې په دغسې سپېڅلې طلايي لاره کومه مردار خوره ډله يا
مردارخواره اشخاص منلی شي ؟؟؟؟؟؟
زه خو وايم چې په مردارخورو دې خدای هېڅکله ونه مني ، چې دا پاکه ملي اسلامي لار راته ککړه نکړي ، خو دا پاک خواره دې راڅخه نه منع کوي او بس !
عنوان
chaparharay
15.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
محترم دروند او دقدروړ ورورپتوال صاحب که کومه ستوغه خبره رانه لیکل شوی وی بښنه غواړم.
او ترکومه چی دمولاناشیرعلی شاه صاحب خبره ده نو ما به داسی نه وی لیکلی چی صاحب بالکل له هرڅه نه پاک صاف دی خو داسی می لیکلی چی که فقط پدی خبره چی ولی یی دملاصاحب محمدعمر مدح کړی نو پدی دisi نوکراو ورته کارکونکی کیږی نه بلکی که دایی وویل چی پاکستان کی جهاد نشته لکه مولانا فضلرامان یا نورسیاسی ملایان یی چی وای نو بیا خو که isiتنخوا ورکوی او که نهخو دisiسړی دی اوځمونږ دښمن دی اوکه نه نو نه دی .ماداسی ډیر پاکستانیان لیدلی دی چی پاکستانیان دی خو دپاکستان سره ښه په کلکه وران دی او دپاکستان پالیسی چی داسلام اومجاهدینو باره کی ده ورسره ندی جوړ او دافغانانو سره همدردی لری اویواځی دانه چی په خوله یی وای بلکی په عمل کی هم مونږ لیدلی دی اوپاتی شوه ستاسی په اړوند خبره نوزه دی فورم ته نوی راغلی یم ایله می دوه میاشتی کیږی نوځکه څوک سم نه پیژنمکه تاسی همداسی یی چی دالیکلی مو دی نوبیاخو زه هم تقریبا اوس مهال همداسی یم دهچا سره نه یم البتة دیرغلګرو په مقابل کی باید دطالب سره همغږی شم او یم خوطالب نه یم یو ازاد سړی یم او دا هم وایم چی په عموم کی دملامحمد عمر امارت منم او بغاوت ورنه نه کوم یو څه اشکال راته وو چی هغه بله ورځ می دنوروزخان صاحب سره موضوع ګرمه شوی وه بیا هغه صاحب دطالبانو یو ویب ا درس راکړ او ماورنه پوښتنه وکړه او هغه کوم غلطفهمی می چی وه حل شوه اوس مهال ورسره کوم اشکال نه لرم اوتاید یی کوم خاصکر دیرغلګرو په مقابل نورکه امارت قایم شی او ان شاءالله کیږی به نو هم به زه دا د اوس په څیر یو بی طرف سړی یم اوحقایق به لیکم که څوک خفه کیږی اوکه خوشحالیږی خوحق به وایم اوباید حق وویل شی .
مننه
پتوال
16.02.2011
چپرهاری صاحب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
ښه شوه چې پوهاوی مو سره وشو، نوروز خان هم پر ما ډير ګران دی ستا سې قناعت يې حاصل کړی پرې خوښ يم، نو که
زما قناعت هم حاصل کړي بده به نه وي،هغه لينک چې تاته يې درکړی و ماته يې هم ښايي راکړی وي خو د کوم ظالم بچي زما ليکنې
ټولې ړنګې کړې او دۀ راکړي لېنکونه هم ورسره مخکې له دې چې ترې کار واخلم زما له ساتونبکس څخه ړنګ شوي دي،
نو هيلمن يم درکړی لينک ماته هم راواستوئ خوښ به شم .
نور نو زه د ډلو ټپلو سره يواځې مخالفت نه لرم بلکې د هغوی وحدت طرحه هم لرم او تکرار تکرار مې وړاندې کړې وه ، تاسوته يې لنډيز داسې وړاندې کوم :
د افغانستان د تاريخ په وروستي جګړه ييز او جګړه مار تاريخ کې د داود خان له کودتا راهيسې وحدت نقض او دوښمنيو ته لمن وهل شوې ده :
د افغانستان خلکوته ٣ اساسات خورا مهم دي چې د هغوی وحدت د افغانانو وحدت او سره پيلول يې افغانان يو له بل څخه بيلوي
يا دوښمن کولی شي ددغو اساساتو په بيلولو سره افغانان هم سره وويشي او په کورنيو جګړو يې اخته کړي :
لومړی اساس د اسلام سپېڅلی دين دی
دوهم اساس ملتپالنه ، آزادي او خپلواکي ده
دريم اساس په اسلام او ملتپالنې ولاړه افغاني امت واکي (يا ملي اسلامي ولسواکي) ده .
که ته وګوې هره ډله چې د بهرنيانو په ملاتړ راغلې يو اساس يې پلمه کړی او دوه نورې يې ځپلي دي، آن داود خان هم دا کار کړی
او ديکتاتوري يې قيمه کړې وه !
کمونستانو د دموکراسۍ په پلمه هم اسلام او هم ملي ګټې او ملي آزادي وځپله
مجاهدينو د اسلام په پلمه ملي ګټې
او ملي اسلامي ولسواکي وځپلاه او ديکتاتوري يې پيل کړه ، طالبانو هم د اسلام په پلمه ملي ګټې اود ملي اسلامي امتواکۍ امکانات
له منځه وېوړل، اشغالګرو خو طبعا ملي آزادي، ملي ګټې ، ملي ناموس را پيما کړل، د اسلا م او ملي اسلامي ولسواکۍ مخه يې هم نيولاې ده .
نو ځکه په دې ټوله ٣٥ کلنه دوره کې سوله ، آزادي ، خپلواکي ، اسلاميت او
ملي او اسلامي ولسواکي پرمختګ او سوکالي
منځته رانغلل او نه راتلای شي ! فلهذا مونږ بآيد په هر رژيم د اسلام، ملي آزادۍ ، ملتپالنې او ولسواکۍ وحدت ومنو، کومې ته چې
[color=blue:8cdb0fbe0a]ملي اسلامي امت واکي ويلی شو ، که نه له دې ذرېګوني وحدت پرته نه له افغانستان څخه د پرديو لاسوهنې قطع کيږي
او نه سوله منځته راتلای شي، بلکې د هر جز په فقدان سره د پرديو مداخلې او کورنۍ جګړو ته يوه کړکۍ پر مخ پرانيستل کيږي ! والسلام ! [/color:8cdb0fbe0a]
chaparharay
16.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صاحب پدی خوشحاله شوم چی داسلام اوبیا افغانستان لپاره ښه سوچ لری
باید چی یو انسان سره ښه احساس وی اوس که دچا په لاس کی هڅ هم نه وی
خو چی ښه احساس ورسره وی نو دامهمه خبره ده که یو ورځ یی لاس برشی
نو ښه کاربه وکړی او چی چاسره ښه احساس نه وی او یو پلان په زړه کی ونه
لری نوکه فرست په لاس ورشی نوهم بیا څه نشی کولی او بی کفایته څرګندشی
داچی تاسی یو ښه احساس ښه سوچ لری دا دکارخبره ده.
ښه اوتاسی دطالبانو د ویب اډرس خبره کوله نودا لاندی دهغوی اډرس دی او که ورسره پوښتنی ګرویږنی وکړی نو ښه په سړه سینه به مو پوښتنو ته معقول ځوابونه ووای ماته خو یی قناعت بخشه ځواب راکړ او هیله ده چی تاسی ته هم ښه ځواب درکړی او یو څه مو اشکال رفع شی ضرور ورسره مخاطب شی او چی څه موپه زړه وی ورنه وپوښتی ترڅو مو ګمان په یقین بدل شی .
مننه
http://shahamat.info/islam/index.phpoption=com_conten&view=category&id=11&Itemid=4
اسد مومند
18.02.2011
السلام علیکم:
هیله ده روغ او جوړ اوسئ
چپرهاری صاحب لیکي:
[quote:4b5379f82c]اوکه څوک غواړی چی جهاد وکړی نو افغانستان ته کفاراومشرکین راغلی هغلته دی لاړ شی اوجهاد دی وکړی او په پاکستان کی چی دا استشهادی حملی کیږی نو دا خو پکی مسلمانان وژل کیږی دلته نه دادی په افغانستان کی وشی[/quote:4b5379f82c]
ډېر ځله د یو چا سره د دښمنۍ په نتیجه کې یو څوک د مقابل لوري د سمې خبرې منلو ته هم آماده نه وي.
چپرهاری صاحب ډېرې ښې موضوع ته متوجه شوی چې ولې پاکستاني علماء وايي چې په افغانستان کې جهاد روا او په پاکستان کې ناروا دی؟
که څه هم زه پخپله هم ورته نظر لرم خو وړاندې تردې چې خپل نظر په تفصیل سره ولیکم چپرهاري صاحب باید زما ددې پوښتنې جواب راکړي چې په اسلام کې په کومو کومو حالاتو کې جهاد فرض ګرځي؟
تر دې وروسته به دا موضوع په تفصیل سره وڅېړو چې ولې هغسې جهاد چې په افغانستان کې فرض دی په پاکستان کې ندی فرض؟
ښاد اوسئ!
تربیا