د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پردى


Shponkay
05.06.2004

صديق كاوون توفاني
[size=24:967ec1aceb]پردى
دلته پردى يم څوك مې نه پيژني
څوك مې سلام ته هم سلام نه وايي
څوك مې له ځانه سره ځان نه ګڼي
څوك راته سيال د ننګ او نام نه وايي

نه مې له چا سره خندا وېشلې
نه مې له چا سره ژړا شريكه
نه مې له نورو سره مينه يو شان
نه مې له نورو سره سا شريكه

لكه له ونې جلا شوې پاڼه
د زمانې سيلۍ په سر اخيستي
لكه د شپې توفان وهلى مرغه
سړو بادونو مې وزر اخيستى

لكه له ياده تښتېدلې كيسه
نور د چا زهن تخڼولى نه شم
لكه د وخت په شپو كې وركه هيله
نور د چا زړونه تودولى نه شم

لكه په سوبه كې مات شوى سرباز
له ځانه ستړى له جهانه ستړى
لكه په مينه كې ناكامه مين
له هوډه ستړى،له پيمانه ستړى

هلته مې سر وو تر اسمانه اوچت
دلته پردى يم،خيراتخور مې كڼي
هلته اتل ومه په خپله خاوره
دلته بې وياړ يمه،تور مې ګڼي

د سرو سكروټو له بارانه راغلم
د تومتونو د ږليو ښار ته
له تورو وريځو نه را وتښتيدم
راغلم د باد او د سېليو ښار ته

زما شرقي وينه د مينې تږې
خو دلته كركه ده په هر قدم كې
زه د يوې پستې خبرې ليوال
خو دلته تيږې دي زما په چم كې

راته سړو سړو كتو كې وايي:
ته بيګانه يې ته وطن نه لري
ته د سپيرو د ښتوسپيره اغزي يې
ته لياقت ددې چمن نه لرې

ته دوزخي يې ستا يې څه په جنت
ته صحرايي ،يې ته چمن څه كوې
ته وچ لرګى د سوزيدلو وړ يې
ستا يې په باغ څه په ګلشن څه كوې؟

كه لرې پاتې شم وحشي مې بولي
كه ور نژدي شم رانه ځان ټولوي
كه مينه وغواړم كركه كوي
كه كركه وكوم دنيا نړوي.

د بوټو څانګې يې اغزي دي راته
د ګل خندا يې له پيغوره ډكه
له وړو ونو نه يې زهر څاڅي
ځوانه اروا يې له سره اوره ډكه

زه د وطن د جګو غرو بوټي يم
دلته پردي چمن كې نه شين كيږم
په لمر خاته كې مې ريښه ښخه ده
دلته غربي ګلشن كې نه شين كيږم

دلته پردى يم،څوك مې نه پيژني
زما غزت او زما پت هلته دى
دلته پردي جنت كې نه ځايږم،
زما دوزخ،زما جنت هلته دى[/size:967ec1aceb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more