ادبي ټوکې ټکالې
كله به ما واهله او كله به تا
پښتون.
23.01.2011
يو خان ؤ او يو يي نوكر ؤ چیرته يو ځاي ته په چكر تللي ؤ نو دا خان سهار وختي را ووت او دا نوكر ته یی وويل چي ياره ډيرښه ځاي ده خو كاشكي وايف يعني ښځه مي راسره واي نوډیر خوند به يي كړي واي نو دا نوكر يي ورته وويل چی خان صیب دا وايف څه شي ده.
خان ورته وويل چی باجه يادوم نوكر ورته وويل چی او خان صیب رښتيا وايي كله به ما واهله او كله به تا. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
23.01.2011
پوښتونه دخلکو به له خندا نه پختورکی درد کوی ،زمادی له خندا نه کولمی راوچولې :roll: :roll: :roll: :roll: ٠
یره که حامد صاحب مونږه ټولوته داسپ نعل په اورسور کړی او تندې مو پری وداغې :roll: :roll: :roll: ،هم که دټوکو څخه څوک لاس واخلې،په دی مطمئن یم٠
تربیا٠
کله به ما وهله او کله به تا
chaparharay
23.01.2011
السلام علیکم!
دښاغلي تندر صاحب دخبري په تاید چي له ټوکو به څوک لاس وانخلي:
واي د یو چا تکیه کلام وو ( چي دی )نو داسي به يي ویل کابل ته تللی وم چي دی دی هلته مي دوه شپي وکړي چي دی او ملګري مي ولیدل چي دی .
نو بل چا ورته وویل چي دا چي دی چي دی پکي مه وایه دادي څه شئ شروع کړی!
ده ځواب ورکړویل يي:
ته خو وايي چي دي پریده چي دی خو زه چي دی پریښودی نشم چي دی او که مي څوک سر له تني بیل کړي چي دی نو له چي دي نه به وانه وړم چي دی
نو اوس داټوکي هم دا هغه سړي ماما چي دی دی څوک يي پریښودی نشي
تر بیا
عنوان
tandar
23.01.2011
پوښتون،قریش،هوتک،اوچپلیاری یارانو سلامونه٠
پتنګ صاحب خو هم په خپلو جملو کی خواږه خواږ ټکی استعمالوی،چل کی خپلی ټوکی غلی غلی لیکی،هوتکه یاره ته خو هم دسپین بولدکه ،یعنی قندهار څخه، ې دا ورستی ټکې په دی لاندی جمله کی څه احساس سړی ته پیدا کوی؟
رڼاپری اچولې شې؟
تربیا٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لودګي په توان دڅلورو ، ددې بحث نه سر شته او نه يې کونه !!٠
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ
محمدزمان هوتک
23.01.2011
سلامونه ،پښتون ، تندر،قریش، چپلیاری اوټولو ګډونوالوته،
تندرصیب دپتنګ صیب نه سوم پوه که یې لږ راته تشریح کړی ښه به وی
تربیا
عنوان
tandar
23.01.2011
هوتک یاره سلام٠
یاره ښه پری پوهیږی،خو ځان دحسن شرق په کوڅه کی وهی٠
ددغی جملی ټکی ولوله او هر ټکی ې راته معنی کړه٠ ایا کیدلای شی چه دغه جمله په عین مفهوم سره په نورو ټکو سره هم ولیکل شی ؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ددې بحث نه سر شته او نه يې کونه !!
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
زمامنظور دا و چه پتنګ صاحب هم غلی غلی ټوکی کوی٠
تربیا٠
عبد السلام
23.01.2011
تندره ! ګران هوتک خو ځان مو ادبانه تیر کړ، زه به یې درته ووایم : ته وایي یعنی پتنګ دبحث کونې پسې سرګردانه ګرځي ، خو نه یې شي پیدا کولای ؟ :lol: :lol: :lol: که هسې وي ولاکه خویې ته هم پیدا کړي :wink: ما خو تر اوس ونه موند ه .
عنوان
tandar
23.01.2011
عبدالسلام وروره سلامونه می په نیک وخت کی ومنه٠
اول خو دا راته ووایه چه ادرس او دغرڅه دغوښی کباب څنګه شو؟
مونږ خو ورته میاشت وشوه چه رژیم نیولی،او که دا لفظونه په یخ لیکل شوی وه؟
زمونږ په کلی کی یو سړی وو،خلکو به ٢٠٠٠ ټوکی وکړی او حتی په ده پسی به ې وکړی ،مګر دی به غلی ناست واو خیال به ې هم په چا نه راوړو چه داخلک څه واې٠
خو په اخره کی به ې خپله یوه ټوکه وکړه،چه دټولو ټوکی به ځواب شوی٠
تاسو ته چه ګورم همهغه راپه یاد شی،یو وار کوی مګر پوخ ې کوی٠
یوه تیره شوی خاطره ددی سړی درته لیکم٠ محمدشاه خان نومیده ٠
ددی سړی په کور مرض پیښ شو،ښځه او بچیان ې پر له پسی له لاسه ورکړل،دی خپله او یو معیوب ورور دوه په دوه پاتی شوه،او ورو ورو ې کور هوجره شوه،بس چرسیان ،او هلکان دکلی به دده کره راټولیدل٠
نژدی کلو کی چه به ساز اواز وو ،دده سره به ملخی سرپوخ ټوپک په اوږه و او هلکانو ډله به وه، حتمی به تلو٠
اوړی دی او سخته ګرمی ده ،دمازدیګر ټیم کی ې دنورو ځوانانو سره بنګ او جوړ کړی او ورته دچرسو چلم سره ناست دی ،بس بنډار جوړ دی٠
نو په اوړی کی به دسپین غره خلکو په کچرو باندی واوری ،هوارو کلو ته راوړلی او په جوارو او غنمو به ې خرڅولی،خلکو به هم واوره تری اخیسته او د ګوړی شربت به ې ور باندی اچولو او پالوده به ې ورڅخه جوړوله٠
دا دواور ی سړی دواوری سره دکلی په مخ کی ناست دی ،چه خپله واوره خرڅه کړی٠
محمدشاه خان چه بنګ تیار کړه،نو یو جام ې تری ډک کړو سره دیوی شنی چیناې پیالی دکلی خولی ته ورغی،او دواوری خاوند ته واې،ماما زما یو ځوی ځوانې مرګ شوی او هغه پسی می دغه شربت خیرات کړی،تاته می هم راوړو چه ې وڅښی او هغه ته دوعا وکړی٠
وروره د واوری والا دغره ساده سړی واو بنګ او ې څه پیژنده، دشربت نه ې چه ډیر خوږ و په تبه خرپ تیر کړو او دوعا ې ورته وکړه٠
دی تری واپس راغلو،اوس نو دکلی خلک دماښام لمانځه لپاره جومیت ته روان دی ،چه ګوری د واوری والا یوی خوا ته بی هوشه پروت دی او له خولی نه ې قپونه راوتلی او واوره بله خوا پرته ده ٠
اخر خلک رازیات شوی دی په غیږ کی ې اخیستی جومیت ته ې وړی،مستی ې ورته راوړی ،یخی اوبه څوک ورته په سر اچوی ،خو خلاصه سړی بیرته نورمال او راژوندی شو ،شپه ې تیره کړه ،سباچه تللو خلکو ته ې ویلی وه ،چه یو جیګ سړی راباندی شربت وخوړو بس نور په ځان پوه نه شوم،بس دخدای په امان بیالکه چه دلته زما دلاسه څوک واوره ونه خوری او ما هم ونه وینې٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
ته هم لکه چه دغرڅه غوښی پسی ښکارته تللی ې،تر اوسه نه ې راغلې؟ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا
پښتون.
24.01.2011
[img:94132cee33]http://i6.tagstat.com/image05/0/ea87/007_052YeG7.jpg[/img:94132cee33]
عنوان
tandar
24.01.2011
یاره څومره هاهاها چه ورته ولیکم هم کمه ده ،مګر دا فورمول دی په ډیرو ادبی کلماتو کی ځای پر ځای کړیدی٠
که دی خپل فورمول وی،نو کمپیوټر ته زمونږ سلام دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
واې له باد نه چا پوښتنه کړی وه،که زمونږ په کارشی ،نو چیرته به دی پیدا کړو؟
باد ورته ویلی وه ،دکشمیر په شنو درو کی٠
او که هغلته نه وی ،نوبیا؟
دنورستان په شنو درو کی٠
اوکه هغلته نه وی؟
دسالنګ دتونل په دواړو خواو کی٠
اوکه هغلته نه وی؟
بس بیا به په خپل کور کی وم٠
باده وروره دا کور دی په کوم ځای کی دی؟
باد ورته وویل چه ،کور مو په درونټه کی دی :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
د درونټې په بند او تنګې کی ٢٤ ساعته باد لګیږی٠
تربیا٠
محمدزمان هوتک
24.01.2011
عبدالسلام،پښتون ،قریش،تندر،وروڼو سلامونه
عبدالسلامه یاره ولا روشتیا هم چه ماهرڅه وکړه (نه یې سرشته نه یې ک.....ون.....ه )په دی خبره می هیڅ سرنه سو خلاص
!
یاره پښتونه داسی ښکاری لکه دحامد صیب دجارو ګذاردی وخوړ که څنګه
،،،،،،،داده دچرسیانو وروستی ټوکه ده
وای دیو سړی څخه چاپوښتنه وکړه چه زوی دی شته سړی ویل نه
ملګری ورته وویل چه ولی ستاخو یو زوی شته :
سړی په جواب کښی ورته وویل چه چرسی زوی نه زوی
.تربیا.
پښتون.
24.01.2011
[img:a3ff2cbdba]http://i6.tagstat.com/image05/0/ea87/007_052YeG7.jpg[/img:a3ff2cbdba]
[quote:a3ff2cbdba]یاره څومره هاهاها چه ورته ولیکم هم کمه ده ،مګر دا فورمول دی په ډیرو ادبی کلماتو کی ځای پر ځای کړیدی٠
که دی خپل فورمول وی،نو کمپیوټر ته زمونږ سلام دی٠
[/quote:a3ff2cbdba]
تندر صیب زما فورمول یی لکه چی رانه پټ کړ او کیدای شی اوس به پری خپله مزی کوی.نوش جان چی داسی دی ړنګه کړه خو نا ؟؟؟؟ګوره هغه سلامونه خو به دی پریښودی وای.
عنوان
tandar
24.01.2011
پوښتونه یاره دا اوس ټول افغان ته راغلم ته می له وطمنل صاحب سره څنګ په څنګ ولیدلی،کوم نوی پلان خوبه نه جوړوی :roll: :roll: :roll: :roll:
مقصد که دترفیعاتو موضوع وه چه یاران دی له یاده ونه باسی :roll: :roll: :roll:
تربیا٠
داعکس خو راته داشغالګرو په بګرام کی دشکنجی زندان رایاد کړو٠
په داسی حال کی دی خدای ،ج، راباندی دتا سپی هم مه لیدل کوه٠
دچپ او چوپا معنی به ورکوی ،مګر داسری قطری ې چندان دلیدلو وړ نه دی٠
تندر٠
قريش
24.01.2011
هوتکه! تندره!
پښتون ولی خوله ګنډلی اوخبرو نه کولو اعتصاب یی کړی؟؟؟؟
وایی لاس چی مات شی غاړی ته ورځی،تندرصیب موږ اعنی زه، هوتک، پښتون خو په دی فورم کی ترتا غټه واسطه نلرو، سترګی موتاته دراوړی دپښتون داعتصاب څه چاره خووسنجوه، اقلا دپارلمان په غونډو کی داخبره یاده کړه..
محمدزمان هوتک
24.01.2011
سلامونه ټولو ټوکیانوته!
پښتونه یاره داچا
زه خو دی حیران کړم داخوله اوسترګی دی چا در پلاستر کړی چاپه خوبه نه وی درباندی وهل سوی ؟قریشه یاره یوه مظاهره کول پکار دی ؟؟
دافورم خو په داڅو یارانو ښائسته دی حامدجانه که ستاداسی هغه دکندهاریانو خبره ناسی جارو په لاس کی وی بیابه دافورم ټول عمر بی توړی،اعنی (بی دسلاپه) وی بیابه دا دوکانداری همداسی نه چلیږی؟؟؟
تندرصیب هغه دقریش خبره صحیح ده په فارلمان کی خو داخبره دمیزپرسر ورته کښیږده
تربیا
عنوان
tandar
24.01.2011
پوښتونه یاره اوس نه غواړی چه ټوکه ووینې او یا ې وواې، مګر دټوکو اوریدو ته خوی دی غوږونه ښه خلاص پریښی دی ،او دپزی له لاری دټوکی به بوی باندی هم قناعت کوی ،ځکه چه پزه دی هم نه ده بنده کړی:roll: :roll: :roll: :roll:
دغی مرحلی ته چه مونږ،زه ،قریش اوهوتک رسیږو شاید ډیر وخت وغواړی :roll: :roll: :roll:
تربیا٠
Re: عنوان
پښتون.
25.01.2011
تندر صیب،قریش او هوتک ورونو ته د زړه له کومی سلامونه!یارانو مننه چی مو یاد کړی یم.
خو یاره تندر صیب پدی لاندینیو خبرو دی زه له خندا شین کړم.الله تعالی دی تاسی ټول خوشحاله لری.
[quote:561910d14d="tandar"]پوښتونه یاره اوس نه غواړی چه ټوکه ووینې او یا ې وواې، [color=blue:561910d14d]مګر دټوکو اوریدو ته خوی دی غوږونه ښه خلاص پریښی دی ،او دپزی له لاری دټوکی به بوی باندی هم قناعت کوی ،ځکه چه پزه دی هم نه ده بنده کړی[/color:561910d14d]:roll: :roll: :roll: :roll:
دغی مرحلی ته چه مونږ،زه ،قریش اوهوتک رسیږو شاید ډیر وخت وغواړی :roll: :roll: :roll:
تربیا٠[/quote:561910d14d]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
نو دا دی تندر صیب نور می غوږونه او پوزه هم وتړله.
[img:561910d14d]http://i0.tagstat.com/image05/0/ea87/0080052YeG7.jpg[/img:561910d14d]
محمدزمان هوتک
25.01.2011
سلامونه ،پښتون، ،تندر،قریش، اوټولو یارانو ته !
پښتونه یاره خپلی ټوکی لیکه یو متل دی وای :وای دا ورځ دبلی خورده:
حامدجان دی ړنګه وی موږبه دومره ټوکی ورته و لیکو چه دی په ړنګولوستړی شی که دفورم لږ زړی ټوکی وګوری نو زموږ ټوکی به ورته هیڅ هم نه وی اوس نو د ټوکی نمبردی
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
په روژه کی یوسړی خپل یو دوست ته زنګ وواهه چه څنګه یې دروژی سره ډیر زور خوبه نه درباندی کوی ؟ هغه ورته ویل نه یاره تردی زور وری می خوړلی دی ؟؟ که یې خوند ونکړ هم خیردی
تربیا
عنوان
tandar
25.01.2011
یارانو سلامونه داځلی ټوکه نه ده خفګان دی او ژړا ده ههې ههې ههې............
بیګاه می ټوله شپه تر سهر پوری په لاندی عنوان سره ،،
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دوطن اوړی ، ددیری کټونه او دیارانو مجلس می یادیږی،،
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
مستند ه او ژوندی قیصه سر ه له یوه شعره ولیکله او په تیروو کې راڅخه نوم وغوښتو درحالکی چه ماځان ثبت کړی و،بس ټوله خوارې او بې خوبې دسهر تر ٤بجو پوری صفر شوه،لیکنه پیرانو یووړله،اوس نوهیڅ کتنه او لیکنه خوند نه راکوی٠
تربیا٠
محمدزمان هوتک
25.01.2011
تندرصیب داسی چل په ما هم څو ځله سوی دی مګرما هم اوس چل ورسره زده کړی غواړم چه تاته یې هم در وښیم ! چه لیکنه دی وکړه اول یې ثبته وه مه دځان سره یې کاپی کړه که تیره سوه خو صحیح اوکنه دوهم ځل یې بیا خوندی کړه انشاءالله چه بیابه خوشحالی خوشحالی وی ! خفګان دی خپل سروخوری
قریشه ، اوپښتونه ، یوه یوه ټوکه راوتوغوی
قريش
25.01.2011
[quote:a6f3a7b0bf]چه لیکنه دی وکړه اول یې ثبته وه مه دځان سره یې کاپی کړه که تیره سوه خو صحیح اوکنه دوهم ځل یې بیا خوندی کړه [/quote:a6f3a7b0bf]
یاره هوتکه لکه په زړونو کی سره ډیر نږدی یو زه پخپله کټ مټ همداسی کوم.
خو داپښتون چی دځان نه صم بکم عمی جوړ کړی دا ښه نشوه. خو زه ډاریږم چی زما دیوملګری غوندی به ځان هم په تکلیف کړی اوڅوک به پری خبر هم نه وی چی پښتون غوسه دی :lol: :lol: :lol: :lol:
زما یوملګری شاعر دی، یوچیرته مشاعره وه نوملګری می ډیر په طمع وه چی دستیج چاری به هم ده ته ورکوی..خو وریی نکړی.. چی دمشاعری ورځ شوه ماته یی ویل که ویی غوښتم شعر هم نه وایم بس چوپه خوله کینم اوتراخیره همداسی چوپه خوله بیرته راوځم، په هرحال، مشاعره شروع شوه زه اوملګری می هم ورغلو اوکیناستو،شاعران رابلل کیدل شعرونه یی ویل اوبیرته تلل،مشاعره ډیره دلچسپه وه چی مانه دخپل ملګری اعتصاب هم هیرشوی وه چی ورته متوجه شم چی دی څه کوی؟، چی مشاعره ختمه شوه اوبیرون راووتو داسی می ورته ونه ویل چی ستا نوم خو یی وانه خیست، ماویل تا لکه چی خپل نوم بیرته پری وران کړی وه؟، هغه ویل: وخو دی لیدم چی ولاکه خو می دچاسره خبر هم کړی وی،چی پته ورته ولګی.. ماته ډیره خندا راغله خوځان می ټینګ کړ، دځانه سره می وویل ولاکه چاته ورپه یادهم وی چی فلانی راغلی او که نه. :lol: :lol: :lol: :lol:
دا خومی هسی ګپ لګاوه، خو که چیرته پوه شم چی پښتون په ریشتیا سره فورم پریږدی نودهغه نه مخکی به ماخپل بایکاټ اعلان کړی وی.
موږ اعنی زه، پښتون،تندر، هوتک، به یا ټول یو، اویا به یوهم نه یو.
داسی نو نه کیږی چی پښتون به دفورم پریښودو ته اړ کیږی او موږ (زه، تندر، هوتک) به هماغسی په خندا اوخوشالۍ په فورم کی ګرځو. کلا وحاشا.
عنوان
tandar
25.01.2011
سلامونه خوږو وروڼو لږ صبر وکړی ،دپوښتون یار دغه کار خپله یوه ټوکه ده،که باالکل دلته په چازیات و،په پوښتو او پوښتونولې کې زه درته ولاړ یم،که هغلته هم له ریاست جمهوری څخه حالات راخرابه شوه،نو دمهاجر به څه شې مهاجر شې،په ګډه سره به ځو،ملک خدا تنګ نیست،پاې ګډا لنګ نیست٠
بی پوښتونه او بی پوښتو مو ژوند نه کیږی،او که وی نو ښه به نه وی،پوښتون زمونږ دی او مونږ دپوښتون یو،په دی باید ټول پوه شې٠
تربیا٠
محمدزمان هوتک
26.01.2011
سلامونه پښتون ،قریش،تندر،اوټولو یارانوته[quote:2f3cef91b2]
یاره هوتکه لکه چه په زړه کی ډیرسره نږدی یو[/quote:2f3cef91b2]
نوچه یار وی هغه زړه ته نږدی نه وی دهغی یاری دی خوند ورک سی
قريش
26.01.2011
هوتکه خدای دی زموږ یاری خاص دالله دپاره وګرځوی اوزړونه مودی نورهم نږدی کړی.
خو نه پوهیږم چی داپښتون څه رنګ اعتصاب کړی چی کله هم فورم ته راشم پښتون به انلاین وی ددی نه خومعلومیږی چی موږ نه یو او دی یواځی وی بیادسترګو نه پټۍ لییږ لیری کوی او په پټه زموږ لیکنی ټولی تعقیبوی :wink:
هو ریشتیا نن خو می ولیدو چی دفورم په مودیراتور hotak باندی یی سخته غوسه کړی وه، هغه دپښتنو کابلیانو خبره خپل یو شینګ یی ورښودلی وه. خو زه پوه شوم دومره چی ډاډه چی دتندر دبرکته، ځکه چی پوهیږی په پارلمان کی یوڅوک دپوښتنی لرم. که ریشتیا ووایم زه هم همداسی یم په فورم کی ډیر بی زړه یم خوچی تندرصیب رایاد کړم زړه می داسی باغ باغ شی لکه دتندرصیب نوم چی دانلاین کیدو پروخت په شنه رنګ لیکل شوی وی، او زړور شم. نن می په اسلامی فورم کی یوه لیکنه بی موجبه ړنګه شوی وه نو تندرصیب ته دی خدای اوږد عمر ورکړی ماهم په جواب کی داسی تبصره ولیکله چی په یادیی وی بیابه داسلامی فورم مودیراتوران دچا لیکنه ړنګه نکړی.
اوس نودټوکی نوبت شو دچپرهاری خبره فورم دټوکو دی نوچی حق یی هم اداشی دابیله خبر ده چی تاسی به وخندوی یا نه، زه خو یی وخندولم:
وایی پخوانی قومندان عبدالحق (چی بیا دطالبانو په لاس ووژل شو) یوه ورځ ارواښاد خالص بابا ته خپل یو نږدی ملګری ورولیږه ورته ویل دا زما دماشومتوب دوخت ملګری دی اونږدی دوست می دی هیله ده چی مرسته ورسره وکړی.
مولوی صاحب خالص ورته ویل: خو مشکل همدلته دی چی ماشوموالی یی تاسره تیر کړی.....
تربیا
محمدزمان هوتک
26.01.2011
سلامونه:
،قریشه، تندر، اوپښتون،
داپښتون راځی فورم ته مګر لیکنه نه کوی چه داولی ،
اوقریشه نن به زه دتندرصیب څخه دایوه پوښتنه وکړم هغه داسی :
چه په دامشری کی څه ګټه سته او کنه اوکه وی نوڅه شی ده: اودڅه شی واک یې په لاس درکړی دی :
اوس نو ټوکه !
وای یوسړه یوه کورتی یا،کوټ، غلاکړوخپل زوی ته یې ورکړه چه دایوسه اوخرڅه یې کړه ، زوی یې چه کوټ راواخست پرلاری چاځنی غلاکړه؟
چه کورته راغلی پلاریې پوښتنه ځنی وکړه چه کورتی دی خرڅه کړه : زوی ې ورته وویل چه هو: پلاری ورته وویل په څو دی ورکړه زوی یې ورته ویل چه تارانیولی وه په هغه می ورکړه
تربیا