د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

غائب امام نالوستی لارښوود

مومن مهاجر
23.01.2011

غائب امام نالوستى لارښود
23-01-2011

حقمل

ځيني (غائب امام) او (نالوستى لارښود) خوښوي، له حاضر امام او لوستي لارښود سره ئې طبع نه لگېږي، ترې تنگ وي، له ويناوو ئې، له انتقادونو او اعتراضونو ئې، له گواښونو، پوښتنو او گروېږنو ئې بد راځي، غواړي يا دى ترې لري شي او يا دوى. دا د هر جاهل ولس او په غرض او مرض لړلي انسان دود دئ. په يوه قوم كي به يو صالح انسان راپيدا شي، خلكو ته به نصيحت پيل كړي، ښو ته به ئې هڅوي، له بدو به ئې منع كوي، د كلي مفسدين به ترې تنگ شي، د هغه د شړلو او له سيمي د ايستلو هڅه به وكړي، د كلي ملك به ورسره شي، بده ورځ به پرې راولي، دې ته به ئې اړ كړي چي يا له خپلو ويناوو لاس واخلي يا سيمه پرېږدي، دى به د خپل ديني واجباتو او مسئوليتونو د پرېښودو او له مفسدينو سره د روغي جوړي پر ځاى له كلي كډه شي، الله تعالى به په بل ځاى كي ده ته هم د رزق او روزي بند و بست وكړي او هم به د دعوت چلولو مناسب شرائط ورته برابر كړي، ډېر خلق به د ده په دعوت سره په سمي لار روان شي، الله ته به مخه كړي، حق لاري ته به راوگرځي او صالح انسان به ترې جوړ شي، خپل ټول عمر به د خپل رب په عبادت او د ده لوري ته د خلكو په بلني كي تېر كړي، له خپلي سيمي او خپلوانو لري به هملته وفات شي، خپلوان به ئې مړى د ده د وصيت خلاف د خپل كلي هدېرې ته انتقال كړي، په جنازې كي به ئې ټول كليوال برخه واخلي، هغه هم چي دى ئې له كلي شړلى وو، هر څوك به وايي: ښه سړى وو، الله تعالى دې وبخښي، كليوال به د ده په جنازې كي داسي خلك وگوري چي له نورو سيمو راغلي، او د ده پر مرگ د ده تر نږدې خپلوانو زيات خفه دي، د ده ښېگڼي به بيانوي او يو صالح او بختور انسان به ئې گڼي، لا به ډېره موده نه وي تېره شوې چي د ده پر قبر به جنډي ولگول شي، ښځي به ئې زيارت ته ورځي، پر جنډو به رنگ ټوټې تړي، چرسي ملنگان به راشي او د ده د قبر خوا ته به دېره شي، د همدې په اړخ كي به د مراد غوښتونكو ښځو له شكرانو او نذرانو تغذيه كېږي، همدا ملنگان به خلكو ته د هغه د كراماتو قصې كوي، يو به وايي ما ئې د قبر خوا ته تكه سپينه رڼا وليده چي له آسمانه راغله، پر قبر كښېنسته او بېرته بره ولاړه، بل به وايي د دې قبر له طفيله فلانۍ ښځه د اولاد خاونده شوه، هغه چي په خپل ژوند كي تحقير شوى او له خپل كلي شړل شوي وو، اوس چي تر خاورو لاندي دئ د كرامتونو خاوند شوى او گنبده او زيارت پرې جوړ شوى!!!
د كوفې منافقينو له حسين (رضى الله عنه) سره په غياب كي بيعت وكړ، بلنه ئې وركړه چي كوفې ته راشي خو كله چي غائب امام ئې څرگند شو په ميدان كي ئې يوازي پرېښود، او چي شهيد او له سترگو ئې غائب شو نو پر قبر ئې زيارتونه جوړ كړل او د هغه د شهادت د ورځي ماتمونه ئې پيل كړل!!! يهودان د غائب مسيح راتلو ته منتظر ول خو كله چي مسيح عليه السلام راغى، ستري ستري معجزې ئې وروښودې نو دوى ورته وويل: ته هغه مسيح نه يې چي موږ ئې راتلو ته منتظر وو، هغه ئې نه يوازي د منتظر مسيح په توگه ونه منلو بلكي د هغه د وژلو لپاره له مشركو روميانو سره يو ځاى شول، د ده ياران ئې ووژل او د ده د نيولو او اعدامولو لټه ئې وكړه!!! شيعه داسي پنځه كلن غائب امام مني چي نه په قرآن پوهېدو، نه ئې خپله كلمه سمه ويلى شوى، نه ئې يو ركعت لمونځ كړى وو، نه ئې د ده رنگ ليدلى، نه ئې د ده خبره اورېدلې، نه ئې د ده ليكنه لوستلې، نه ئې د دوى امامت او لارښوونه كړې، دا موهومي غائب امام مني خو د ابوبكر، عمر او عثمان (رضى الله عنهم) په څېر هغه امامان نه مني چي ټولو پرې اتفاق كړى، دوه ئې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) خوا ته دفن شوي!! د دې ورك شوي غائب امام په اړه د ده تره وايي چي ما په دې نامه كوم وراره نه درلود، زما ورور اصلاً كوم زوى نه درلود چي غائب شوى وي!! خو دوى داسي امام ترې جوړ كړى چي اوس تر عرش څو گزه بر ناست دئ، خداى د دوى او دغه غائب امام تر منځ واسطه دئ، خداى ته په خپلو دعاگانو كي وايي: اې خدايه!! ستا په جلال درته قسم دركوو چي زموږ دعاگاني تر امام زمان پوري ورسوه!! اې خدايه! امام زمان له موږ راضي كړه!!! خو آيا پوهېږي كه دا موهومي امام راغى نو دا شيعه به هغه ته څه وايي؟! باور وكړئ همغه څه به ورسره كوي چي يهودو له مسيح عليه السلام سره وكړل!!
د دوى په څېر ځيني نور هم داسي دي چي وايي: نالوستى هم امام، پير، مرشد او لارښود كېدى شي!! ښه مضبوط دليل هم وړاندي كوي او وايي: مگر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امي او نالوستى نه وو!! حيف سل ځلي حيف چي ځيني سادگان په داسي خبرو هم باور كوي او داسي دلائل هم مني!! رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نالوستى وو خو داسي كتاب ئې وړاندي كړى چي تر نن پوري ئې زرگونه تفسيرونه شوي او لا هره ورځ نور پرې اضافه كېږي!! هغه كتاب چي كه ټول انسانان او پېريان سره راغونډ شي د دې كتاب د يوې وړې سورې په اندازه كومه ليكنه نشي وړاندي كولى!! داسي كتاب چي علمي اعجاز ئې تر قيامته پوري نه ختمېږي، په امي والي كي د داسي ستر معجز كتاب وړاندي كول د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) معجزه ده، دا د هغه امتياز دئ، كوم كتاب چي پر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نازل شو پيل ئې له (اقرأ: ولوله) څخه شوى، په لومړيو آيتونو كي چي پر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نازل شوي د ليك، علم او قلم يادونه په كي شوې
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)
ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا ئې كړ. انسان ئې له ځوړندو پيدا كړ. ولوله چي رب دي ډېر كريم دى. هغه چي په قلم ئې پوهه وركړه. انسان ته ئې هغه څه ورزده كړل چي نه پرې پوهېدو.
په دي آيتونو كي څو مهمي لارښووني زموږ په وړاندي ځلېږي:
الف: د الله تعالى له لوري وحي د اقرأ (ولوله) په امر پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دئ او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړى امر دئ، په دغه امر سره ئې د وحي لېږل پيل كړي.
ب: لوستل د خپل رب په نامه او د هغه په مرسته پيل كړه، هغه رب چي هر څه ئې پيدا كړي، ته او دا هر څه يوازي يو رب لرئ، چي هم ستا رب دئ او هم د نورو ټولو مخلوقاتو رب.
كه په قرآن ايمان لرې نو مه غائب امام نيسه او مه نالوستى لارښود، ځان ته څرگند صالح امام غوره كړه او په دين پوه لوستى لارښود، د چا د علم او تقوى په اړه چي باوري نه وې مه ئې ځان ته امام نيسه او مه لارښود. كه داسي څوك په نظر درغى چي په غائب امام باور لري او نالوستى لارښود او مرشد ئې ځان ته غوره كړى نو پوه شه چي يا ډېر جاهل دئ او يا په خرافاتو كي تر ستوني غرق.
څوك چي له تنظيمي جماعت بهر وي، د يوه جماعت په ليكو كي ژوند نه كوي او له كوم امير سره بيعت نه لري مرگ ئې د جاهليت مرگ دئ، هغه چا ته د مخلص، مصلح او وحدت غاړى په سترگه مه گوره چي د اسلامي صف غړى نه وي، د لمانځه تارك جماعت دومره گناهگار نه دئ لكه د تنظيمي جماعت تارك، د لمانځه د جماعت تارك يوازي خپل ثواب راكموي خو د تنظيمي جماعت تارك له اسلامه وتلى گڼل كېږي، څوك چي له جوماته په جمعي د لمانځه له ادا كولو پرته وځي غلطي كوي خو څوك چي له تنظيمي جماعت څخه وځي د اسلام كړۍ ئې له غاړي ايستلې، لكه څنگه چي په جومات كي بايد په اقرأ امام پسي لمونځ وكړې همدا راز په تنظيمي جماعت كي بايد په اعلم پسي اقتداء وكړې.
ددې لیکنې محتواپه دقت ولولئ اولطفادتائيداوتنقیدوړټکي پکي په ګوته کړئ!


و.افغان
23.01.2011

په ليکنه مې د لمړي ځل لپاره سترګې ولګېدې، په تلوار مې ولوسته، ليکنه
بده ليکنه نه ده، البته لاندې اقتباس شوو خبرو کې يې ډېر جاهلانه استنباط يې کړی دی، رب دې پوه کړي:

[quote:8553a659c5]
څوك چي له تنظيمي جماعت بهر وي، د يوه جماعت په ليكو كي ژوند نه كوي او له كوم امير سره بيعت نه لري مرگ ئې د جاهليت مرگ دئ، هغه چا ته د مخلص، مصلح او وحدت غاړى په سترگه مه گوره چي د اسلامي صف غړى نه وي، د لمانځه تارك جماعت دومره گناهگار نه دئ لكه د تنظيمي جماعت تارك، د لمانځه د جماعت تارك يوازي خپل ثواب راكموي خو د تنظيمي جماعت تارك له اسلامه وتلى گڼل كېږي، څوك چي له جوماته په جمعي د لمانځه له ادا كولو پرته وځي غلطي كوي خو څوك چي له تنظيمي جماعت څخه وځي د اسلام كړۍ ئې له غاړي ايستلې، لكه څنگه چي په جومات كي بايد په اقرأ امام پسي لمونځ وكړې همدا راز په تنظيمي جماعت كي بايد په اعلم پسي اقتداء وكړې.
[/quote:8553a659c5]

په اسلام کې تحزب او حزبيت نه شته، او نه د امير حزب يا کوم تنظيم لپاره بيعت شته،
بيعت یواځې د مسلمانانو د خلافت، دولت، يا قطر د برلاسي فعلي مسلمان حاکم سره
کیږي.، چې بيا اسلامي شرعه د دغه بيعت ماتول غدر او ناروا بولي.
او يواځې او يواځې د پورته ذکر شوي خلافت د وجود په صورت کې د نه بيعت په حالت کې مرګ د جاهليت مرګ بلل کيږي. او بس.

په درنښت


قريش
23.01.2011

ماته خوداسی ښکاری چی لیکوال یی بریلوی (دشین بیرغ والا) اعنی حزبی وی.
افغانی بریلویان اعنی حزبیان هم ورته نظر لری.


پښتون.
23.01.2011

قریشه پدی پورتنی لیکنه خو چپلیاری زمونږه عبدالسلام داسی ملامته وښوده لکه کومه غټه ګناه چی کړی وی ،در حالیکه عبدالسلام له هماغه ټوکو ځای څخه یی ټول دلته یو وار راولیږل چی دا هم وګورۍ او قضاوت پری وکړی.نو نن سبا دلته په عربی ډیر تکلم کیږی خلک یو بل ته په عربی دوعاګانی او ښیراګانی کوی چی ګوره په مونږه یی چُف نکړی ګوره ایری به مو کړی.پام دی ساته.
خو دلته بیا ساپی صاحب لیکلی چی :
[quote:71f979889d] د لاندې اقتباس شوو خبرو څخه راته څرګنده شوه، چې د جمعيت
اصلاح کوم غړي ليکلي وي:
ډېر جاهلانه استنباط يې کړی دی، رب دې پوه کړي:

اقتباس:

څوك چي له تنظيمي جماعت بهر وي، د يوه جماعت په ليكو كي ژوند نه كوي او له كوم امير سره بيعت نه لري مرگ ئې د جاهليت مرگ دئ، هغه چا ته د مخلص، مصلح او وحدت غاړى په سترگه مه گوره چي د اسلامي صف غړى نه وي، د لمانځه تارك جماعت دومره گناهگار نه دئ لكه د تنظيمي جماعت تارك، د لمانځه د جماعت تارك يوازي خپل ثواب راكموي خو د تنظيمي جماعت تارك له اسلامه وتلى گڼل كېږي، څوك چي له جوماته په جمعي د لمانځه له ادا كولو پرته وځي غلطي كوي خو څوك چي له تنظيمي جماعت څخه وځي د اسلام كړۍ ئې له غاړي ايستلې، لكه څنگه چي په جومات كي بايد په اقرأ امام پسي لمونځ وكړې همدا راز په تنظيمي جماعت كي بايد په اعلم پسي اقتداء وكړې.

[/quote:71f979889d]


هیښ
23.01.2011

سلامونه
ترکومه ځایه چې دتفکر اوژورسنجش او دعلم او پوهې دزدکړې په هکله په پورتنئ لیکنه کې تاکیدشوئ دئ دتائید اوستاینې وړده او هر مسلمان باید نور دتنبلئ او کاهلیت دخوب نه ځان راوباسي او دخپل ځان ،ماحول ،ټولنې او اسلامي امت ددې ذلت باره او فلاکت باره حالت نه دراوتلو دپاره حرکت وکړي او د ړندو او کڼو په شان ځانونه دابن الوخته او ځان غوښتونکو افرادو اوډلو دهدفونو دلاسته راوستلو دپاره یوه ارزانه اوبې بیې وسیله ونه ګرزوي او خپل برخلیک دیوڅو دزرو ،زوراو تزویر دغلامانو په لاس ونه ټاکي ،بلکه دیوه مستقل او هوښیار انسان په شان دټولنې په سیاسي ،اجتماعي ،امنیتي ،اقتصادي ،علمي او فرهنګي مسایلو کې خپله فعاله او خلاقه ونډه واخلي او نور دا وروست دستور چې یوازې یوه محدوده او معینه ډله او افراد باید دسلطان ،رهبر،حاضر او غائب امام ،پیر،حضرت ،عالم اومرشد ترنومونو لاندې دافرادو او ټولنې دسرنوشت په هکله تصمیم ونیسي او فیصلې وکړي او عوام ئې باید ومني او اطاعت ئې وکړي له منځه يوسي.نور اسلامي وولس او اسلامي امت ته په کاردي چې دا د دین ترنامه لاندې سوداګر وپیژني او داحتکار او دروغو تجارت ته ئې چې داسلامي امت په سر ئې کوي دپائ ټکئ کیږدي.
مګر بله موضوع چې په لیکنه کې مطرح شوې ده دتنظیمي جماعت او امام سره بیعت دئ ،چې ډیر ګونګ او مرموز شکل لري .زه نه پوهیږم چې دلیکوال مخصد کوم تنظیمي جماعت او امام دئ ؟چې دومره پافشاري پرې کوي او حتمی باید ورسره تړاو ولرل شي ؟
یو مسلمان باید دومره دذهن او عقل نه خالي نه کړل شي چې ټول عمر دیوه شخص یایوې ډلې سره بیعت وکړي او په هرحالت کې ئې تصدیق او تائید کړي ،ولوکه دهغه شخص او ډلې اعمال او کړنې دامت دصلاح او خیر سره مخالفت ولري .دغو کورکورانه او بې فکره بیعتونو او مریدیو خو دمسلمانانو بیخ او بنیاد ویوست اونن ورځ دژوند په ټولو برخو کې که علم دئ ،که تخنیک دئ ،که سیاست دئ ،که امنیت دئ ،که تولید او تجارت دئ او که روغتیا او درملنه ده دسوالګرو او فقیرانو په شان دخوارۍ ،احتیاج او سرټیټئ کچکول په لاس د هر کس او ناکس په دروازه کې په ټیټو سترګو ولاړدي او فقر کوي .
مسلمان وولس او امت ته دا فکر او نظر ورکول په کاردي چې دهغه لوئ الهي نعمت څخه چې ورکړل شوئ دئ او عقل بلل کیږي دخپلو شخصی او ټولیزو مسائیلو په برخه کې کار واخلي او که د یو چا او یا کوم تنظیمي جماعت سره تعلقات ساتي او یا کوم امام او یا رهبرسره بیعت کوي نو تصمیم او فیصله ئې باید دعلم او معرفت په اساس وي نه داحساساتو او جذباتو په بنسټ.همدارنګه تنظیمونه ،رهبران ،امامان اوامیران نه نبیان دي او نه ملائیکې چې معصوم وي او دګناه او اشتباوو نه پاک وي او ددوئ سره دائمي او مطلق بیعت باید وتړل شي ،بلکه دوئ هم انسانان دي او دزماني اومکاني حوادثو او حالاتو تر تاثیر لاندې حتمي راځي اوشیطاني هوسونه او میلونه هم کله ناکله انسانان دسیده او سمې لارې نه دفساد کندو ته غورځوي .نو دیوه مسلمان بیعت او تائيد دائمي او تغیر ناپذیره نه دئ ،بلکه دا تعهد او بیعت مشروط اومحدود دئ او ترهغه وخته پورې اعتبار لري چې دده ترنظر لاندې ډله ،امیر او یا امام دقران کریم او نبوي سنتو سره مطابق اوپه وفادارئ اوتعهد سره په ټولنه کې عمل وکړي او کړه وړه ئې دټولنې درفاه ،ثبات او نیکمرغۍ په برخه کې ګټور او مؤثر وي .

مننه


حذيفه
23.01.2011

ټولووروڼوته سلامونه!
لیکنه چي دهرچاده تریوځایه بده نه ده مګردساپي صاحب له خبرې سره سم په اسلام کي ګوندونه،حزبونه اووړې وړې ډلې نه سته په کوم نص چي ده له یوه حزبه پروتلو سړی له اسلامه وتلی بللی نوپه رښتیاهم داحکم هغه وخت پریوچاکیږي چي هغه د سم اسلام خلافت په شتون کي بیعت ونه کړي خونن سباچي دین ته منسوب کوم حزبونه اوګوندونه دي له هغووتل نه داسلام له دائرې وتل دي اونه هم دانص پرې عملي کیدای سي ځکه یویي هم دهغومعیارونوپه تول پوره نه دی چي داسلامي خلافت په لړکي اسلام وضع کړي دی .


عادل عادل
23.01.2011

سلامونه

که د ښاغلي لیکوال د لیکنې پای ته وګورو نو ټول هغه څه چې په مقدمه کې یې وړاندې کړي دي او نورو درونو ګډونوال وروڼو یې ستاینه هم کړې، د یوه سره هغه څه دي چې د لیکنې د پای عجایبو ته یې پرتوګ بللی شو.

لیکوال که د یوې خوا خدای خبر کوم غایب او نالوستی امیر تر ګوزار لاندې نیولی خو په عین وخت کې یې د خپل مطلوب ډول بل غایب امیر ته د بیعت ورکولو لازمي تجویز وړاندې کړی دی.

لیکوال به ګومان کوم حاضر امیر هغو څیرو ته وایي چې په ککړه میډیا کې راڅرګندیژي، د سیاف او رباني و اصحابهم په شان تش په نوم مسلمانې بڼې ولري.

نور بیا ......

محترم ورور مومن مهاجر صاحب، که مهرباني وکړی خپل نظر هم پرې څرګند کړی، دا ستاسو دوهمه لیکنه ده چې د نورو نظر مو پر غوښتی خو تاسو تر دې دمه څه نه دي پرې لیکلي.


مومن مهاجر
24.01.2011

ټولوروڼوته احترامات اوسلامونه وړاندي کوم .
پورتنۍ لیکنه چي دحقمل په یوه مستعارنامه دحزب اسلام په ویب پاڼه شهادت کي نشرشوې وه پرون ماله له درنولوستونکوسره دنظرشریکولوپه موخه دټول افغان داسلامي برخې دبحث فورمونوخونې ته راوړه . ترکومه ځایه چي زماپه حدس اوتجربه پوري تړاولري نوزه سل په سل کي په دې باوریم چي لیکنه دحزب اسلامي افغانستان دمحترم مشرانجینرصاحب حکمتیارپه قلم لیکل شوې اوهدف یې یوازي همدادی چي په افغانستان کي نورامیران له یوې خوادپردیوتراغېزلاندي دي اوله بلې خوانالوستي دي . که تاسودحزبیانومطبوعات وګورئ په ډاګه به درته معلومه شي چي دوئ په اوس وخت کي خپله ټوله پاملرنه دې ته اړولي چي په څه ډول په خلکوکي دحزب بایللی اوترټلی اعتبارلوړکړي . څوورځي وړاندي مي یوه ملګري دهغوئ یوه مجله راکړه چي نوم یې ووبرهان اوالله مي دي غاړي نه بندوي دلومړي کال لومړۍ ګڼه وه،هلته یې داسلامي امارت په مجاهدینوپسي دومره سپکي سپوري ویلې وې چي که بوش ته ووايې نوهم به دومره سپکه،بې شرمه اوبې ادبه ژبه ونه کاروي،له ګېدړنیولي،ترسپي،مفسد،شیطان،جاهل اونالوستي پوري هرهغه لفظ یې کارولی ووچي لیکوال غوښتل خپله قهراوغضب پرې سوړکړي . پورتنۍ لیکنه په همدې تناظرلیکل شوې اوهدف یې له دې پرته بل هیڅ نه دی چي راشئ له حزب سره بیعت وکړئ!که له حزبه خارج شوئ نوله اسلامه وزئ . اوکېدای شي ددې لیکنې هدف داهم وي چي حزب فی الحال په داخل کي دسختوناندریو،بېلتونو او انشعابونوښکاردی امیرصاحب غواړي چي ملګري په همدې لیکنوبیرته راوګرزوي،خپل ګوندي اختلافات په داسي لیکنوحل کړي اوخپله وړه ډله تریوڅه وخته مطرح وساتي څووکولای شي له حالاتوسره سم یوه داسي پرېکړه وکړي چي له فعلي شرائطوسره یوڅه مادي ګټه ولري . اوکه څوک غواړي دامارت پرخلاف دحزب پروپاګندوګوري نوهرومرودي دبرهان مجلې داول کال اوله ګڼه مطالعه کړي .


عادل عادل
24.01.2011

سلامونه

حزب اسلامی او نظار شوری د افرادو د شخصیت له مخې د یوې سیکې دوه مخونه دي او بس.

په افغانستان د ننه او نړی کې د حزب اسلامی امیر ښاغلي مجاهد ورور حکمتیار صاحب ته مخلص او زړه سواندي خلک دده د نه بدلیدونکو خواصو په سبب ده ته د الله پاک په لاره کې د شهادت د لوړ مقام تمنا کوي، تر څو په دې ډول د بري نه ورسته پړاو کې د فتنو او خپلمنځي جګړو مخه ونیول شي، او له بلې خوا به دده نوم د تاریخ له زرینو پاڼو څخه هم نه وي ښویېدلی.


أبوخليل قدوسي
11.04.2011

مؤمن مهاجر ورور السلام علیکم
له اسلام او ملت سره ستاسو دي خواخوږي له نېکو احساساتو ډېره زیاته مننه
الله تعالی دزمونږ ټولو هدایت په برخه کړی.
دپورتنۍ لیکني په هکله چي وهاج صیب څه لیکلي کافي او بې پرې او سالم قضاوت دی او زه هم پدې باوریم چي بیعت يواځي دمسلمانانو له هغه امیر سره لازمي دی چي دمسلمانانو په اتفاق او یا داهل الحل والعقد په وسیله ورته ديوې اسلامي خاوري دواک چاري وسپارلي شي ترڅو دتفرقې او تحزب مخه ونیوله شي .
تاسو چي دبرهان په نوم کومه مجله لوستي او هلته مو داسي څه لېدلي چي په هغه کي دجهاد دنورو اتلانو او ننګیالیو په هکله سپک ورک ويل شوي په کار داوو چي دهغې مجلې دلیکني ایمېجونه دي دلته مښلولي وای او که دي وس رسېږي ويې مښلوه خبره مستنده ښه وی ترڅو لوستونکي پې باور وکړي .
که بالفرض داسي شوي وي نوهغوی ولي خپلي پُښې پخپله غوڅوي او هغه وحدت او پیوستون چي زما او زما په شان دنورو افغانانو هیله او ارمان دی له داسي ناکامو هڅو سره به څه ډول تحقق مومي ؟
دحزب اسلامي دنشراتو اداره باید ددې ډول لیکنو چي مهاجر مؤمن ورور يې په بُرهان نومي مجله کي دلیدلو ادعاء کوي سپیناوی وکړي او معترضینو ته ډاډ ورکړي یا خو دي يې تایید کړي، ځواب اومبررات دي يې ووايي او یا دې رد کړي که نه نو دا دیوه بل کورني اور تازه کولو ته لمن وهل نه دی نور څه دی ؟
اللهم أرنا الحق حقا وارزقنا اتباعه .


bette
11.04.2011

ددې لیکنې محتواپه دقت ولولئ اولطفادتائيداوتنقیدوړټکي پکي په ګوته کړئ![code]

په دی لیکنه کی دا وروستی کرښه خوندوره ده خو داسی بریښی چی
داهم کلیشیی بڼه لری ځکه انجنیرحقمل چی دخپلونږدی ملګروخبری
منلی وای له دی شرمندګیوسره به نه مخامخ کیدی هغه دعادل ورور
خبره الله دی دشهادت جام په نصیب کړی


نوروز خان
12.04.2011

السلام علیکم
دالیکنه ما تردې وړاندې دحزب اسلامي په رسمي نشریه تنویرمجله کې لوستې وه ، که تاسو دتنویر وروستۍ ګڼه پيدا کړئ ، له الف تریاء نږدې ټوله دحکمتیار صاحب لیکنو ته ځانګړي شوې ده ، چې په یوه ورقه کې حقپال وي په بله کې حقمل په بله کې موحد او دشعرونو په برخه کې شیرین خروټی . . .
زه په دې اړه نورڅه ویل ملګرو ته پریږدم خو دحکمتیار همت ته یقیني حیران یم چې څنګه ټوله مجله یوازې لیکي ،دغه راز نور هم ګڼ کارونه په مخ وړي .
دحکمتیار دالیکنې دنوموړي دهغو هڅویوه برخه ده چې په دې وروستیو کې پيل کړي دي ، نوموړی هڅه کوي دافغانانو ترمنځ دملامحمدعمر اثر رسوخ چیلنج کړي ،
اومحترم قدوسي صیب تاددې لیکنې لینک غوښتی وه
لاندې لینکونه ټول دحکمتیار دهمداډول ناندریزولیکنو دي چې په شهادت پاڼه سربیره په تنویر کې هم چاپ شويدي .
http://dailyshahadat.com/mujale-show-page.php?id=245
http://dailyshahadat.com/mujale-show-page.php?id=214
http://dailyshahadat.com/mujale-show-page.php?id=205
http://dailyshahadat.com/mujale-show-page.php?id=240


أبوخليل قدوسي
12.04.2011

نوروزخان صیب!! نه اصلا ما هغه دمهاجر مؤمن ورور لیکنه سمه نه وه لوستي ما فکر کاوه چي هغه دګېدړانو سپیانو خبري يې په شهادت کي لیدلي دي خو چي بيا مي وکتله نو هغه په بُرهان نومي مجله کي لوستي ځکه مي خپله لیکنه بدله کړه له تاسو نه مننه .
پاتي شو ستاسو راکړل شوي لینکونه نو په هغو کي ما ځېني مخکي لوستي وو.
۱- دحقمل دلیکني په هکله دوهاج صیب برېکړه معقوله ده زه يې تاییدوم.
۲- له ناقد صیب څخه دشهادت ګېله او یا دمجاهدینو په هکله ددشمن اختراع شوي مصطلحات کارول تر يوه حده په ځای ده خو دشهادت ځېني څرګندوني مبالغه آمېزه ګڼم هغوی زمکني حقایق باید په پام کی ونیسي نه خپل مصلحتونه .
۳- دحضرت کلمه زما له معلوماتو سره سم چېرته سلف صالحینو یا صحابه وو نده کارولي او دتشیع او برېلویت بوی ځېني را ولاړېږی کارول يې په شرعي لحاظ سم نه ګڼم مفتی نه يم دا زما خپل نظر دی .
۴- دملا او مکتبي تر مېنځ دواټنونو اېجادول دښکېلاک د دسېسو يوه کړۍ ده زه پدې لړ کی له شهادت سره همغږی يم مکتبی باید دعصری علومو ترڅنګ په دیني علومو ځان خبر کړی او طالب یا ددیني علومو زده کوونکی د دېني زده کړو ترڅنګ باید په عصری علومو هم سمبال وي داغوره خبره ده، دا هم ډېره ضروري ده چی ددې دواړو طبقو تر مېنځ توپېرونه باید له مېنځه یووړل شی او داعلاء کلمة الله لپاره دواړه طبقې به يوه منظم صف کی کار کولو ته چمتو کړای شي.
دا وو زما نظر ستاسو درالېږل شويو لېنکونو په هکله .
زه دلته يو ځل بيا له ټولو وروڼو څخه عاجزانه هیله کوم چي دتاریخ پدې حساسه مرحله کي چي ټول اسلامي امت له يوه بوږنوونکي حالت څخه تېرېږي دالله تعالی درضاد لاس ته راوړلو، دخپل کړېدلي ملت دپرهارونو لپاره ددرمل دچمتوکولو په خاطر دناندریو اوشخړو او اختلافي ټکو له را پارولو څخه ډډه وکړي او دمسلمانانو دبېلابېلو صفونو درايوځای کولو او دوحدت او پیوستون دبرقراره کولو لپاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي مونږ شرعاً پدې مکلف يو.


نوروز خان
12.04.2011

[quote:0e5043f03d]زه دلته يو ځل بيا له ټولو وروڼو څخه عاجزانه هیله کوم چي دتاریخ پدې حساسه مرحله کي چي ټول اسلامي امت له يوه بوږنوونکي حالت څخه تېرېږي دالله تعالی درضاد لاس ته راوړلو، دخپل کړېدلي ملت دپرهارونو لپاره ددرمل دچمتوکولو په خاطر دناندریو اوشخړو او اختلافي ټکو له را پارولو څخه ډډه وکړي او دمسلمانانو دبېلابېلو صفونو درايوځای کولو او دوحدت او پیوستون دبرقراره کولو لپاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي مونږ شرعاً پدې مکلف يو.


[/quote:0e5043f03d]
قدوسي صیب ستاسو داخبرې ډيرې پرځای دي ،مګر دحکمتیار په لوړو لیکنو چې مایي لینکونه ستاسو مخې ته ایښي ، ستا له لنډکیو تبصروسره هیڅ سر نه خوري ، ځکه تاسو له یوې خوا دمجاهدینو او جهادي صفوفو دیووالي استدعاء لرئ ، مګر بلې خوا ته دحکمتیار په زهرجنو او نفاق پاروونکو څرګندونو باندې سترګې پټوئ او په تجاهل ترې تیریږئ .
قدوسي صیب تاسو به یا خبریاستئ اویانه ، خو حکمتیار داځل ډیره خطرناکه لوبه پيل کړې ده ، نوموړي په خپلو مطبوعاتو کې دمقاومت دیوه بل قوي ځواک ( طالبانو) په وړاندې سم پروپاګندي جنګ اعلام کړی دی او هغه څه وایي چې قلم یې په لیکلو شرمیږي ، حکمتیار جناب په خپله برهان مجله کې دطالبانو دبغلان دمجاهدینو په اړه څه لیکي حکمتیار صیب فرمایي
دطالبانو دبغلان ولایت دسرپه دریو مشرانو کې یوه یې تیر کال دداني له ولسوالۍ څخه یوه میړوښه ښځه راوتښتوله چې دوه میاشتې په کوټه کې ورسره وه ،بیا چې دښځې قوم پرې ډیر فشار راووړ نو مجبورا یي اولني میړه ته وسپارله ،داکار دطالبانو دې مشر دکومي اجتهادي خطايي په نتیجه کې نه وه کړی بلکې ددې ښځې سره یې غیرمشروع اړیکی لرل ، همدغه رنګه دطالبانو دسرددوه درۍ مشرانو څخه یوه بل یې په دې اواخرو کې دملي امنیت دیوه رئيس سره چې ډير بې وجدانه سړی او دامریکایانو خاص غلام دی دښځو دخپلوئ راکړه ورکړه وکړه چې ټول بغلان ورباندې خبرشو او . . .
قدوسي صیب اوس ته قضاوت وکړه ، چې په طالبانو پسې دې تراوسه داسې پروپاګند دیهودو او نصاراو په میډیا کې اوریدلي دي ، ښه دې ته په پام سره بیا تاسو دعبدالکریم نافذ دمرکې په اړه دده بې شرمانه څرګندونې وګورئ چې له طالبانو غواړي ، ترڅو ددوی دفعالیتونو په اړه هم خبر ورکړي ، او په مطبوعاتو کې یي وروڼه مجاهدین وبولي .
ترکومه چې زه خبریم دطالبانو په اړه دحکمتیار داسې پوچه خوله ښورول او په وړاندې یې دطالبانو مطلق سکوت اوعاقلانه خاموشي ددې باعث شوي چې اوس دحکمتیار دشمشتو په پارلمان کې هم دده په وړاندې په عمومي افکارو باندې اغیز وکړي ، اوس لله الحمد پاخه پخواني حزبیان هم دې نتیجه ته رسیدلي چي حکمتیار په غلطه سر دی ، او له همدې امله خو دنظامي مجاهدینو غوندې دحکمتیار زیاترو فرهنګي کسانو هم اوس دطالبانو خواته رجوع کړې ده .
قدوسي صیب خدای دې وکړي چې زما په خبرو خاطر دروند نه کړئ ، خوداباید ومني چې په اوس وخت کې دنفاق اور ته لمن وهونکي لومړنی شخص ښاغلی حکمتیار دی ، چې نه یوازې دطالبانو په ادرس بد تورونه او زهرجن تبلیغات حواله کوي ، بلکې غیرپښتانه ، اهل حدیث دنورو اسلامي تنظیمو غړي او هیڅوک هم ترې خلاص نه دي خداې دې سم کړي [/quote]


أبوخليل قدوسي
12.04.2011

ډېر ښه


نوروز خان
12.04.2011

قدوسي صیب
تاسو دالقابو خبره کړې وه ، ماهم په خپله لیکنه کې هغه نامانوس توری چې مازدیګر دډیرې بیړي او دوهم ځل نه لوستلو له وجې رانه لیکل شوی او پاته شوی وه اصلاح کړ، مګر لطفا حکمتیار صیب ته هم ورته توصیه وکړئ ، چې سپک لغات ونه کاروي .
برهان مجلې دنوموړي شخصیت داسې ځپلی چې ښایي طالبانو او دده نورو سیالانو په ګڼو تبلیغاتو سره هم دومره زیان ورته نه وای رسولای ،زه سکینر نه لرم او نه دلته دعکس داپلوډ چل راځي .
مؤمن مهاجر صیب هم دامجله لیدلي ده زه دروغو ته هيڅ اړتیا نه لرم او دنه حکمتیار په اړه بحث خوند راکوي ، حکمتیار پوه شه خدای یې پوه شه


آيا مونږ په مجهول امير المومنين پسې روان يو....!!!

ع.تسل
14.05.2011

په داسې حال كې چې د افغانستان اسلامي امارت هميشه د حزب د منافقانه او دوه رويي سياست په مخ كې د خپل ملي ،افغاني او اسلامي اهدافو او مو خو ته د رسيدو په خاطر او پدې هيله چې كيداى شي د امارت دغه پراخه سينه او صبر به ګلبدين ته كومه ورځ حقيقت څرګند كړي او هغه به له خپل هميشني سر تمبګي دريځ څخه په شا شي خو
د هرې ورځې په تيريدوسره دده ژبه لا په چټكى سره د اسلامي مبارزينو پر ضد چليږي او هره ورځ يې د فساد يوه نوې منافقانه وينا په مختلفو نومو لكه د حقمل،موحداو په لسګونو ورته نومونو سره د خپلو نشراتي متعصبو ارګانو څخه نشريږي او دا ټول مختلف نو مونه خا ص پدې خاطر كارول كيږي چې نو موړى د خپل پخواني ديكتاتوري او پښتون دښمنه سيا ست له مخې په ملت كې خپل محبوبيت له لاسه وركړى او اوس غواړي خپل محبوبيت د حقمل ، موحد او داسې نورو نومونو په واسطه بيرته تر لاسه كړي او ترده چاپيره ملت دښمنه عناصر به هم د خپل هميشني چاپړوسي خا صيت له مخې دده هره ليكنه د هيواد د بحران حل ګڼي او نور به يې هم تشويقوي چې ورته ليكنو ته دوام وركړي.
اوبله د بت پرستى مسله ده چې محترم
انجينر محدث شيخ القران و الحديث مفتي صدر صاحب ګلبدين شايد پدې باندې نا خوښه وي چې ولې د اميرالمومنين مجاهد ملا محمد عمر (حفظه الله) تصويرونه ولې هره ورځ نه چاپيږي او ولې دده د تصويرو په څير چې په هر دفتر او هر كاري ځاى كې په لسګونو لګيدلي وي نه لګيږي.
خو شايد چې شيخ القران ....................ګلبدين كيداى شي چې د قوم نو ح تفسير لا نوي لوستى نو كه يې نه وي لوستى تو جه يې غواړم:
كله چې نو ح عليه السلام پدې باوري شو چې د قوم نور كسان ورباندې ايمان نه راوړي نو يې د الله څخه پر قوم باندې د عذاب د نازليدو دعا وكړه هما غه وه چې طوفان راغى او درست سره كفار يې غرق كړل د ځمكې پر مخ ټول مومنين صالحين پاته شول د وخت په تيريدو سره چې كله هم دغه صالحين وفا ت شول نو شيطان د خپل هميشني مومن دښمنه نظريو سره راغى او دوى ته يې لارښوونه وكړه چې د خپلو صالحينو ياد مو پدې تو ګه وكړى چې د هغوى تصويرونه جوړ او په كورو كې يې وساتى پدې سره به د هغوى يادتازه وي چې د وخت په تيريدو سره همدا د بت پرستى د بيرته شروع كيدو پيلامه شوه .
نو څه فكر كوى چې كه د هغې زمانې ها غه مخلص او مومنين خلك بت پرست كيدلى شي نوپدې زمانه كې به دنوموړي عكسونه څومره منفي اثر ولري.
او بله خبره داده چې دې عكسو ته د احترام مسله هم ده نو تا سو څه فكر كوى كه كوم كس د انجينر،شيخ.............ګلبدين عكس باندې خط را كاږي او يا يې وشلوي نو دغه كس به دده د ملګرو لخوا له كوم قسم غبرګون او عكس العمل سره مقابل شي آيا دوى به سكوت وكړي او كه نه عكس العمل به وشي نو كه پدې حالت كې دوى عكس العمل شيي نو دا د څه په معنا ده آيا داددې عكس ته دتقدس او سپيڅلتيا په معنا نشوه كه وي نو تاسو خپله وواياست چې دې ته څه ويلى شو.


حذيفه
14.05.2011

ښاغلو! په ژوندکي له هرچاتیروتني اوغلطۍکيږي نوځکه یوپربل باندي نیوکي هم کیدای سي خوبایدکوشش وکړوچي اعتراضات موادبي اومعقول وي .


ع.تسل
18.05.2011

محترم حذيفه وروره السلام عليكم.......................
ستا له نيكو پيرزوينو ډيره زياته مننه او رشتياهم چې بايد انتقادات په منصفانه توګه باندې وشي خوكله كله د چازړه ډېر ودرديږي آخر تر كومه پورې به اقتدار او كرسى ته د رسيدو لپاره زمونږ مظلوم ملت دداسې خلكو ددسيسو شكار كرزي چې هره ليكنه يې له بلې ليكنې سره فرق ولري هره ليكنه كې د بلې ليكنې تضاد خبرې شوي وي په مختلفو نومو سره ملت ته له هر طرف نه راځي په مختلفو افكارو او نظريو سره كچېرې په رشتيا هم څوك غواړي چې ملت ته كار وكړي نو ولې په يو ثابت دريځ باندې د هميشه لپاره نه دريږي .


توجه مو غواړم

أبوخليل قدوسي
18.05.2011

وروڼو دالېنک لطفا يوځل وګورﺉ کېدای شي دستونزي په حل کي درسره مرسته وکړي .
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7110


عادل عادل
18.05.2011

السلام علیکم

محترم ابو خلیل قدوسي صاحب

ستاسو د سرو زرو نسخه تر ډېره حده پورې د "غايب امام او نالوستي لارښود" د لیکنې ځانغوښتونکي لیکوال ته مفیده ده.

وایي چې هر عمل عکس العمل لري، مساوي او مختلف الجهت، پدې اساس د وروڼو د لهجې شدت د یادې لیکنې لیکوال تعین کړی دی.

که حکمتیار صاحب سمې په درد خوړونکې، تفرقه اچونې نه خالي او غیر مغرضانه لیکنې وکړي، نو لوستونکي به یې د سر په سترګو ومښي، ملاتړ او دفاع به یې وکړي، زده کړه به ترې وکړي او ښه به یې یاد کړي.

د مثال په ‌ډول تاسو لاندې لینکونه وګوری:-

د ښایست او ښکلا په اړه د حکمتیار صیب لیکنه:
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=36569

د حکمتیار صیب د لیکنې په اړه د یوې پښتنې خور تبصره:
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=36594

په همدې اړه د یو بل ښاغلي لیکنه :
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=36684

د حکمتیار صیب په لیکنه او د پورتنیو تنقیدي تبصرو په اړه لاندې لیکنه هم د نتیجې په توګه له پامه مه غورځوی:
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=36744


أبوخليل قدوسي
18.05.2011

عادل صيب لومړی خو درته دزړه له کومي
السلام عليکم وايم
داچي زما په عاجزانه او ساده ليکنه مو هلته هم خوندوره عالمانه تبصره کړي وه او دلته مو بيا په خپل سلام ونازولم نو دا مي خپله اخلاقي وجيبه وګڼله چي په ډېره مينه درته ځواب ووايم ستاسو ليکني نه يوازي داچي علمي بلکي ډېري مثبتي اوژوري وي چي دهرسالم نظر لرونکي لوستونکي پا م دځان لورته اړوي او په ډېره مينه يې لولي .
ماټول ستاسو راکړي لينکونه دوخت له کمښت سره په بېړه ولوستل خو ترټولو خوندوره او جالبه ليکنه ستاسو وه چي بې پري او زړه راښکونکي وه دلته چي ما دخپلي ليکني لينک ورکړی وو زما مقصد دځېنوتبصره کوونکيو، لوستونکيو او ليکونکيووروڼولپاره دهغي ښکلاخپلول وو چي اسلام په مونږ پېرزو کړي ده مونږ ولي هغه ښکلانه خپلوو چي رښتوني او حقيقي ښکلاده او هغه په خپلو غبرګونونو کي دعالي اخلاقو ښکلاده ؟
که مونږ دومره بېوسه يو چي پخپل شخصي چلند او غبرګون کي بدلون نشو راوستلای بيا به څه ډول وکولای شو چي په چاپېريال، ټولنه اونړۍ کي هغه بدلون راولو چي اسلام زمونږ رسالت ټاکلی دی؟
دامام مالک رحمه الله هغه مقوله چي ما خپل لاسليک ټاکلي ده او دقرآنکريم دا ايت کريمه چي فرمايي:
إن الله لايغير ما بقوم حتى يغيرو ما بأنفسهم .
په استناد به مونږ کله هم پخپلو راپېښو ستونځو برلاسي نشو ترڅوچي مو پخپلو ځانونو کي نوښت او اصلاح نوي راوستي دا کار ډېر آسان دی خو قوي عزم او پخو پرېکړو ته اړتيا لري دتغير او بدلون راوستلو په هکله هم دا اوس يوه بله ليکنه ستاسو دتاييد په تمه پورته کوم الله تعالی دي وکړي چي دلوستونکيو پام دځان لورته واړوي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more