ادبي ټوکې ټکالې
دچرسیانوپلان
حذيفه
22.01.2011
څوچرسیان په یوه کوټه کي یوځای اوسېدل یوه ورځ یي مشوره وکړه چي دکوټې مخ ته به ګلان کري خوپه دوی کی یوه وویل چي ګلان نه کروبل ورته وویل : ولي؟ هغه ځواب ورکړځکه چي دفلانی زوی یي شکوي هغه ډیرشریرماشوم دی . هغه بل وویل : ددې چل زمازده دی . اولني ورته وویل : څرنګه؟ ده وویل : کله چي هلک راسي بیابه یی دروښیم که ګوري هغه ماشوم په کوڅه کي راروان دی . هغه یوچرسي سمدستي ورغی ماشوم یي څوڅپیړي پرکوناټوتودکړاوورته ویي ویل ګوره دلته موږګلان کرو چي ویي نه شکوې؟
قريش
22.01.2011
ترهرڅه نه مخکی درته بعد له ډیره وخته تاوده سلامونه او هرکلی وایم.
او دټوکی په رابطه دی باید ووایم چی: هاهاهاهاهاههاهاها
خو داټوکه ما داسی اوریدلی وه:
دواړه لاړل دماشوم پلار ته یی شکایت وکړ چی زوی دی زموږ دباغ نه ګلان شکوی، پلار یی خپل زوی سم سم وواهه چی ولی پردی باغ ورخرابوی. بیا یی دچرسیانو نه پوښتنه وکړه چی ستاسی باغ چیری دی؟ هغوی وویل: کرو به یی که خیر وی..
پښتون.
22.01.2011
یوه ورځ څو چرسیان په ډیرناولی ځای کی ناست وه او ښه چرس یی وڅکل او ښه نشه شول نو دایو چرسی وویل
راځی ملګرودلته ګلان وکرو .
بل چرسی ورته وویل:نه وروره که مونږ دلته ګلان وکرو نو دګاونډی ځوی به یی هره ورځ شکوی.
بل چرسی پری راتوپ کړو، او دګاوندی دروازه یی وټکوله یوسړی راووت او ورته یی وویل :دا ولی ستاسو ځوی زمونږ ګلان شکوی سړی په تعجب کی شو او وی پو ښتل چی کوم دی ستاسو ګلان. دا دریم چرسی ورته وویل خو مونږ یی کرووو کنـــــــــــــــه
حذيفه
22.01.2011
سلامونه قريش صاحب !
ستاسوله تودواحساساتواوغوره هرکلي څخه مننه کوم .
زه نه پوهیږم چي زمااوستاپه روايت کي به کوم يوثقه وي نوددې هدف لپاره بايد دواړه خپل راويان هم معلوم کړوله دې وروسته به ان شاء الله په دې برخه کي دجرحې اوتعديل رئيس تندرصاحب پرې فيصله کوي !!!
مګربیاهم ستالپاره يوازي داډالۍ سته :D
پښتون.
22.01.2011
السلام علیکم ښاغلو،ستاسو ټوکو ډیر وخندولم .خو چرسیان بیا بعضی صفتونه لری چی د ( راځی چی له چرسیانو یی زده کړو) تر عنوان لاندی په یو ځای که یی داسی تعریف شوی دی.
چرسیان هیڅ نوع تبعیض نلري، نه ژبه ورته اهمیت لري نه سیمه، یواځې د دوي ملګرتوب او بنډار له هر څه نه زیات ارزښت لري، یو ټوټه چرس چې له هرې خوا یې راپیدا کړي په ډیر اتفاق، خوشحالۍ او ملګرتوب سر ه یې څښوي او پوره خوند ورڅخه اخلې په خپلو منځونو کې ډیر صادق دي، هیڅکله د خپلو ملګرو په منځ کې دروغ نه وایي، په ډیر نا څیزو شیانو اکتفا کوي. بل دا چې ډیر خاکساره دي، بې ځایه غرور نلري، همیشه په کنډوالو او خاورو کې سره ناست وي او خپل بڼدار کوي.
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
په کنډوالو او خاورو کې سره ناست وي او خپل بڼدار کوي.
ډیر ښه بانډار او ډیر لکس ځایونه لری!نن سبا خو په ارګ کی هم کیښینی.
اوس د چرسیانو یوه ټوکه:
دوه چرسیان سره په خبرو وه
لومړی یی وویل : یاره پروسږکال مې یو انډېوال په ګولۍ پر سر ولګید ..یو ساعت وروسته مړ شو
دویم چرسی : زه یی نه منم ! څنګه ځای پر ځای مړ نه شو ؟
لومړی چرسی : دا ځکه چې ګولۍ یی یو ساعت په سر کې " د مازغو پسې " ګرځیدله ، تر هغو چې یی پیدا کړل .
عنوان
tandar
22.01.2011
حذیفه صاحب پس له ډیره وخته ستړی مشی٠
زمافیصله چه دی غوښتی ده،نو زماسوالونه راځواب کړه٠
١، چرسیان زاړه او که ځوانان وه؟
٢، دچرس څککولو په وخت کې ې ډزی هم کولی؟ :roll: :roll: :roll: :roll:
ددغو ٢ سوالو معلومات راکړه ،بیا داخری فیصلې انتظار وباسه٠
چه حامد صاحب بیا دلښتی سره را ننوځی،دحامد صاحب سره یوه لاس کی لښته ده او په بل لاس کی جارو ده ،چه پری ړنګول کوی :roll: :roll: :roll: :roll:
وړکو راځی چه مظاهره وکړو،چه نه مو څوک په وطن کی ارام ژوند ته پریږدی او نه مو څوک دلته خپلو ازادو ټوکو ته،ددی ژوند نه به څه خوند وی؟
..................................................................
دحذیفه ورور لیکنه٠
زه نه پوهیږم چي زمااوستاپه روايت کي به کوم يوثقه وي نوددې هدف لپاره بايد دواړه خپل راويان هم معلوم کړوله دې وروسته به ان شاء الله په دې برخه کي دجرحې اوتعديل رئيس تندرصاحب پرې فيصله کوي !!!
......................................................................
حذیفه وروره تازه داغونه می تر اوسه ورک نه دی ،نوری فیصلی په خپله کوی،چه ځان خو می لږ وهلو ته جوړ شی ،بیادرته ولاړ یم٠
مننه٠
حذيفه
23.01.2011
تندرصاحب!تاسوته هم تاوده سلامونه اوتقدیرات وړاندي کوم!الله جل جلاله دي وکړي چي جوړ،موړاوروغ به یې .
پاته سوه دچرسیانودځواني اوبوډاتوب خبره نوماخوخپل راوي نه دی پوښتلی اوتاسوته معلومه ده چي ټوکي خودلنډیواویامتلونوپه څېرترډېره دشفاهي ادب برخه ده اونقلوونکي یي خوراډیروي سړي ته پته نه معلومیږي چي داټوکه مي له چا اوریدلي ده؟په هرحال دټوکي له سیاق څخه زمااخذدادی چي چرسیان به بوډاګان ول نه ځوانان،ځکه ځوانان ماشومان نه وهي اوبوډاګان خونوهغه دي چي ژرغوسه ورځي . اوپاته سوه دډزوخبره نوتاسوته بهتره معلومه ده چي چرسیان بې ډزووخت نه تیروي معنی ډزې ددوی دژوندلاینفک جزء دی .
هو!تندرصاحب!دحامدصاحب له غوسې هم ځان ګوره هسي نه چي یادي په لښته ووهي اویادي لیکنه په جارودعدم په کندوکي وغورزوي اعني ړنګه یي نه کړي یو څه احتیاط به کووګوندي حامدصاحب هم کارراونه لري،ځکه ځوان دی ان شاء الله ژربه نه په غوسه کېږي . له بوډاګانوسره احتیاط په کاردی .
دچرسیانو پلان
chaparharay
23.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ګرانو ورونو تاسي خو به ټوکي کوۍ او دحامد صاحب ویره به هم درسره وي .
خو زه بیا په دي ویریږم چي دا ځیني ورونه که راخبر شول دا به هم دطالبانو په کهاته (دوسیه) کي جمع کړي!!!
عادل عادل
23.01.2011
سلامونه
دروند حذیفه وروره
زما په څیر مو که د چرسیانو سره وخت نه وي تېر کړی، نو د دوی د خپل منځ د اصطلاحاتو په کارولو کې احتیاط کوه، یو ځل زما ورور د خبرو په ترڅ کې د "حق ده پیره " اصطلاح له خولې ووته، چې پلار مې نهایت زیات پرې غوسه شو، نو زما ورور ترې پس له یو څه وخته پوښتنه وکړه چې په دې خبره کې خو ظاهرا داسې څه بد نه تر سترګو کیژي چې تاسو یې دومره وقهرولی؟ پلار مې صرف دومره ورته وویل چې زویه ددې وضاحت زما په خوله نه راځي چیرته یې د بل چا نه پوښتنه وکړه!
آخر راته مالومه شوه چې دا اصطلاح د چرسیانو د ډزو سره مستقیما اړیکه لري کوم چې ښاغلي تندر صیب یې له تاسو څخه پوښتنه کړې :lol: ........ په هر حال ..... مشهوره خبره ده چې وایي: چرسي سړی نه سړی
عبد السلام
23.01.2011
ځینې بې جرسو مستان بیا داسې وایي او لیکي :
. http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=45299#45299
زه خو وایم دجرسیانو ټوکي په دې لیکنې زرکرته شرف لري اقلاً په جرسیانو کې خو
منافقت دوه رنګی او ریا نشته .
ددرنو تندر ،پښتون ، او دټوکو دخونې دنورو علاقمندانو نه بښنه غواړم . ستاسو ټوکې دډیرو کسانود لیکنو نه با ارزښته دي .
که مظاهره کوي زه هم درسره یم !!!
دچرسیانو پلان
chaparharay
23.01.2011
السلام علي من اتبع الهدي
عبدالسلام جانه !
تاته دي الله جل جلاله نیکه لیار دروښايي که الله يي ښه ګڼي او کنه نو الله جل جلاله دي خپله کړنه درسره وکړي. آمین
لږ دي ځاي او دي لیکني ته خو وګوره تا والله ددي لیکني همدا ځاي دی؟؟؟
بیا دي لیکنه کي تاسي کومه بده خبره یا لږترلږه یو بد ټکی ګورۍ !
بس خو دخپلي عقیدي نه ناخبره یاست بالکل نا خبره.
او شیعګانو ګنده او داسلام نه ډیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییري لیری عقیدي مو خپلي کړي پدي غلط فکر چي ګوندي دا ځمونږ حنفي مذهب دی.
نه هڅکله نه حنفي مذهب عقیده ۱۰۰٪ اسلامي عقیده ده په شرط ددي چي ریښتیني حنفي عقیده وي نه ماتوریدیه یا ستاغوندي شیعه او رافضي عقیده .
دلته چي حقمل صاحب کومه لیکنه کړي کټ مټ یوه سوچه عقیده ده او دروافضو (شیعه ګانو ) عقیده یي راښکاره کړي او رد يي پري کړی چي ان شاءالله هڅ کوم صحیح مسلمان چي دعقیدي نه خبروي پري اعتراض ونه کړي خو دا چي تاته يي ولي خوند ندی درکړی دا ستا عقیده د اسلام نه بهر او د روافضو شیعه ګانو عقیده ده چي داسلام نه خارج ده ته باید توبه وباسي او ځا لپاره اسلامي عقیده غوره کړي کنه نو کاردي خراب دی!
او د اډمین صاحب نه هم په ډیر درناوي هیله کوم چي دا موضوع اسلامي فورم یا د ناندرو فورم ته بدله کړي دايي ځاي ندی داخو دټوکو فورم دی او عبدلسلام جان دلته پکي رادرز وهله
ولسلام علي من اتبع الهدي
عبد السلام
23.01.2011
چپلیاری صاحب لیکي :
[quote:d504a681f4]السلام علي من اتبع الهدي [/quote:d504a681f4]،
وعلی کل جاهلِ ومن اتبع هواه !
چپلیاری صاحب ! څنګه یې ؟ ښه یې مزاج لطیف خو به ښه وي ان اشا الله ؟ کور دې دحلوی ډک شه ! دې ښیراو ته څه اړ تیا ؟ که په ښیراو کار کیدای نو بهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا !!!! ټوله نړۍ به اوس د ګازرو ډکه واي !!!
یو چرسی بل چرسی ته : که ته پاچا شوي څه به وکړې ؟ په ټول اوغانستان کې په ګازرې وکرم !!!
دحسن نظر څخه مو مننه .
حذيفه
23.01.2011
عبدالسلام خانه!چپرهاري صاحب ښه لیکلي چي محترم حقمل صاحب دشیعه وو پرناسمه اسلامي عقیده ښه ردکړی دی . اوبله خبره داده که ته غواړي هغه لیکنه له علمي اواصولی اړخه چیلنج کړې نومهرباني وکړه همالته پرې خپل نظرڅرګندکړه . دهرشي خپل ځای اوخپل مقام دی بېلابېل بحثونه مه سره ګډوه دلته چاداپوښتنه کړې چي چرسیان څرنګه خلګ دي؟ کړنې خبرې اوحرکات یي څرنګه ارزوئ!صرف یوه ټوکه مانقل کړی هغه هم ددې لپاره چي لوستونکي یوه شیبه ورته مسکي شي دژوندله ستړه بهیره دڅه وخت لپاره په وتودظرافت اوطنزدنیاته ولاړشي اوخپل مصروف ذهنونه په دې تفریح سره یوڅه سوکاله کړي .
قريش
23.01.2011
دتاسی نه خو په یو شی کی چرسیان هم ښه دی، دهغه تعریف له مخی چی پښتون لیکلی په چرسیانو کی مینه صداقت ملګرتیا او محبت ډير وی خوتاسی ته چی ګورم دټوکو په فورم کی هم تروه تروه کیږۍ.
ریشتیا په چرسیانو کی دایو شی ما هم ملاحظه کړی که نور هرڅنګه وی خو ډیر غیرتی خلک وی اعنی ځوانمردانه خلک وی. عادل صاحب کولی شی چی زما نظر رد کړی :wink:
:D :D :D :D :D :D :D
قريش
23.01.2011
پښتونه ډیری باریکی نقطی ته متوجه شوی یی!
دا اوسنۍ دصلحی عالی شوری ده که څه بلا، اعنی دکوم چی ربانی یی مشری کوی، ماته خو کټ مټ دارګ دچرسیانو پلان معلومیږی.
محمدزمان هوتک
23.01.2011
ټولوګډونوالوته سلام
پښتون ، اوقریشه ، یاره ډیر بلاوی یاست داده آرګ په چرسیانو چا خبرکړاس!
روشتیا هم چه چرسیان ډیرصادقان وی او زړونه یې هم ډیرباریک وی که خوشحاله وی هم ژړا ورځی او که په غم کی وی هم ژړا ورځی تاسی به په آرګ کی دغه یو چرسی لیدلی وی زوی مړی همیشه په یوه سترګه ژاړی !
اوس نو دایوه دچرسیانو ټوکی درواخلی!
،،،،
دوه چرسیان سره ناست وه ښه چرس یې وڅکول نشه سول دغه یوه چرسی دی بل ته وویل زړه می غواړی چه دامخامخ غر راواخلم اوپر دغه بل مخ یې راواړوم ! هغه بل ملګری یې ورته په ژړاسو ویل نه پام کوه چه داکار ونکړی ولی هاخوا زما خپلوان به ترلاندی کړی
دتندر په اصطلاح
تربیا
دچرسیانو پلان
chaparharay
23.01.2011
السلام علیکم !
قریش صاحب الله دي وکړي چي روغ جوړ او خوشحاله يي.
دترو ترو کیدلو نه مو که مونږ مراد یو نو قریش صاحب دا تاسي قضاوت وکړۍ
دابحث چي جناب وړاندي کړي ښه او بد يي پریګده خو ایا دا ځاي يي دی ؟
دي فورم کي دا بحث مناسب دی ؟.
دا خو دټوکو ټکالو خونه ده او مونږ ټول لوستونکي دخوشحالۍ او خندیدلو لپاره دلته راځو خوپدي کي هم را ته دناندرو بحث رامخي ته کړي
مونږ بیا څه ملامت یو ځواب خو به یو څه ورکوو کنه
بیا هم ډیییییییییره بښنه دټولو ملګرو او لوستونکو او لیکونکو نه غواړو چي ترو ترو شو رښتیا هم دا يي ځاي نه وو.
په مینه
عادل عادل
23.01.2011
سلامونه
[quote:3b30470301]ریشتیا په چرسیانو کی دایو شی ما هم ملاحظه کړی که نور هرڅنګه وی خو ډیر غیرتی خلک وی اعنی ځوانمردانه خلک وی. ....... عادل صاحب کولی شی چی زما نظر رد کړی [/quote:3b30470301]
قریش صاحب ستا په خبرو کې به زه څه ووایم، بس د چرسیانو په طبیعت مو جوړې خبرې کړې دي، زما رد به کیدای شي لویه ګستاخي وي، نو بهتره ده هماغه د چرسیانو په اصطلاح سره ستاسو د ګل خبرو :) تایید وکړم چې وایي: """"حق ده پیره!"""" :lol: :lol:
عنوان
tandar
23.01.2011
چپلیاری صاحب سلامونه٠ د ترو ترو په معنی او مطلب پو ه نه شوم لږ ې راته روښانه کړه؟
تاسی چرسیان رانیولی ، نوری ژوندی قیصی چه په واقیعت سر ه تیری شوی کمی دی؟
کله چه مجاهدین په قدرت راغلل دخلقیانو او پرچمیانو دوطن پریښودلو لړی بهر ته شروع شوه،په پیښور کی به خلکو ویل چه دکابل اصلی بلبلی اوس راغلی٠
نو یو نفر له غربه اسلام اباد ته دواده لپاره تللی و ،او هغلته په یو ه چالاکه سړی اوښتی و او دده لپاره ې دیوه پرچمی خور په ډیره زرنګې نامزد او په یوه هفته کی واده جوړ کړ٠
کله چه دواده میله خلاصه شوه او سره کورته شوه ،نودا هلک ګوری چه دپرچمی خان دخور سامان نه بل چا خرپ تیر کړی ،فوری هغه هغه چالاکه سړی راوغوښت اودښځی ورور پرچمی خان ې پری حاضر کړو ٠
پرچمی خان نه ې تپوس وکړ ،چه خور دی دبل چاسره نامزادی او میلی تیری کړی وی ،و لی دی په اول کی راته ونه ویل؟
پرچمی خان څه واې، به لحاظ قران تو خو یک غرب دیده هستی ،چشم هارا پت کن ،این حرف ها چه معنی دارد :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
هلک هم یواځی دغرب خواته دوه پښی خپلی اودوه ې قرض کړی برو که نه میری٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
هرڅوک که زیاته علاقه لری چه ددی خلکو نومونه اوچیرته ژوند کوی هم ورته ولیکم اوداپرچمی خو ټول کابل پیژنی٠
افغانستان دیموکراتیک کی بعضو ښی میلی کړیدی،دزړه اهونه ې وتلی دی :roll: :roll: :roll:
چاته سوال پیدا نه شی،ددی زرنګ سړی اوښی ماسره اشناشوی واودده په سلسله زه خپله په دی واده کی وم ،او له دغه هلک څخه می داقیصه په لاس راوړه،او دغه هلک دخدای،ج، او زما دمټو او خولو په زور ،،یعنی پیسی،، نن په کاناډا کی ګرځی او په دا١٠ کاله کی ې ولاکه یو tel هم راته کړی وی٠
تربیا٠
حذيفه
23.01.2011
یاره!تندرصاحب داخویي نوډیره ناځواني کړې ده اوبیابه تایوټیلفون ورته کاوی چي یاره بی وفاچیرته ګرزئ . په هرحال دژوندپه دې اوږده بهیرکی هرډول سړي اوتودې راځي خوګورئ داصولوپه چوکاټ کي ګفي له یاده مه باسئ .څوله یوي خوالږشیبه ارام شواوبل حامدصاحب هم راته په غوسه نه سي .
دچرسیانو پلان
chaparharay
23.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ډیر ګران اوقدردان او خوشحاله ورور تندر صاحب!
الله جل جلاله دي وکړي چي روغ رمټ او خوشحاله يي.
دمعمول مطابق مي دټوکو فورم ته سر راښکاره کړ ځکه چي دټول افغان پاڼه څوک خلاصه کړي نو ضرور به دټوکو ټکالو فورم ته یو ځل سر ور ښکاره کوي
ماهم چي داسر راښکاره کړ څه ګورم چي یو ملګري اسلامي فورم یا که هغه نه يي هم ورتیر وګڼو نو د ناندرو دفورم موضوع یي دلته رااچولي وه .
ما هم همدلته یو نصیحت وروکړ ځواب يي پاتي دي نورو عالمانو ورونو ته خو فقط یو خبر داری مي ورکړ
او دا مي هم ورته وویل چي داخو ددي موضوع ځاي ندی
دا خو د خندیدو او مسکا ځاي دلته دي هم دا د خفګیان خبري راوړي او داډمین صاحب نه مي وغوښتل چي را بحث دي ځاي نه لیري کړي ځکه هغه د قریش صاحب خبره چي دا سوړه يي نده
او دا ښاغلی هم ځما پشان نابلد نه دی بلکه ښه پخوانۍ ددي فورم لیکوال دي
نو بیا قریش صاحب لیکلي وو اولیکل يي په ځاي بولم چي دلته ولي سره تروه تروه کیږۍ داخو دخندا خونه ده
نو د تروه تروه کیدو دا قیصه وه.
اوس یوه ټوکه دي هم پکي وي هسي هم دټوکو خونه ده چي حق يي اداشي که ټوکه ښه وي او که نه.
یو چا بل ته له پښي نه اغزئ ویستلو نو د اغزي والا نه باد لاړل زر يي چلاکي وکړه چي دا خبره پټه کړي ویل چي نو څنګه چل شو اغزئ ښکاري که نه
دي بل سړي ځواب ورکړ چي نه وروره ښکاري نه خو اواز يي راځي هاهاها
په درناوي
قريش
23.01.2011
ههاهاهاهاهاهاهاهاها اواز یی راځي :lol: :lol:
چپرهاری صاحب ټوکی دی ډیروخندولم. وایی دسپرلۍ په یو موټر کی دوه ښځی څنګ په څنګ ناستی وی او په دی موضوع یی بحث کاوه چی دڅه شی درد سخت وی؟ یوی وویل داولاد دپیداکیدو درد ډیر سخت وی، دی بلی ویل نه دواده داولی شپی درد ترټولو سخت وی...
شاته یو سپین ږیری چی ددوی ټولی خبری تعقیبولی په منځ کی ورولوید وویل: خوری تاسی به د خوټو لغته نه وی خوړلی؟
:D :D :D :D
تربیا
قريش
23.01.2011
یو چرسی خپل ملګری دریل ګاډی په اډه کی ډیر خفه ولید، پوښتنه یی تری وکړه چی ولی داسی خفه یی؟
هغه وویل: ريل ګاډی رانه لاړ...
چرسی: لکه چی ریل ګاډی ډیر وختی تللی اوته ناوخته راغلی یی؟
ملګری: نه وختی ندی تللی، فقط دوه دقیقی مخکی زما دراتګ نه تللی وه.
چرسی غوښتل خپل ملګری ته ډاډینه ورکړی وویل: بیا نو په دومره خفګان نه ارزی، ته خو داسی خفه یی فقط چی ریل ګاډی یو دوه ساعته مخکی وتلی وی..
پښتون.
24.01.2011
سلامونه!
وایی یو چرسی بل چرسی ته وویل :پدرا، ته په کال څو ځلی اودس ماتی ته ځی.
بل چرسی ځواب ورکړ:یو وار په پسرلی کی بل ځل په اوړی او بیل بل ځل په منی کی او یو ځل هم په ژمی کی.
لمړنی چرسی ورته وویل:والله پدرا، نو بیا ته خو هم زما پشان اسهال یی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: