د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دالیکنه څرنګه ارزوئ!؟

مومن مهاجر
22.01.2011

لاندي لیکنه مي له تاندویب سایټ څخه کاپي کړې لطفایې تاسودسمودیني اواصولي سیاسي معلوماتوپه تله وتلئ!چي څومره وزن لري اویادامفکوره مثبته ده که نه؟ ستاسودرغنده نظرونو،شننواوتبصروپه هیله!
دين او استعمار/ لیکوال: ډاکتر مبارک علي
Wednesday, 01.19.2011, 02:38am (GMT)

ژباړن : اسدالله غضنفر

اسلامي دنيا په نولسمه پېړۍ كې د استعمار له بحران سره مخ وه . استعمار اسلامي دنيا ايساره كړه او ورو ورو يې د مسلمانانو په كابو ټولو سيمو باندې سياسي لاسبري ومونده. استعماري دولت يو نوى قانوني نظام معرفي كړ چې له شريعته يې پوره توپير درلود او دين و سياست يې له يو بل بېل ساتل.

په دغسې شرايطو كې ، په اسلامي هيوادونو كې دوه ډوله نهضتونه راڅرګند شول : يو د احيا نهضتونه وو چې له استعماري دولت او د هغه له غلبې سره يې مخالفت كاوه او د شريعت د تطبيق غوښتنه ورسره وه. په سودان كې د مهدي سوداني غورځنګ او په ليبيا كې د سنوسي غورځنګ دغسې نهضتونه وو.

له بلې خوا ځينې نورو مذهبي حركتونو بې له دې چې په سياست كې مداخله وكړي او له استمعاري دولت سره د همكارۍ شوق ولري ، په اسلامي ټولنه كې د پياوړي ديني احساس د پيدا كولو هڅه وكړه . د مثال لپاره به ديوبندي حركت ياد كړو چې د خپل ژوند په اول پړاو كې له سياسته بېل و او ډېره توجه يې دې ته وه چې مسلمانانو ته اسلامي تعليمات ورسوي او د هغوى په معنوي روزنه كې برخه واخلي.

بريلوي حركت خپل فعاليت لا زيات په ديني شعايرو پورې محدود وساتۀ او په هغو سياسي مسلو كې يې له مداخلې پېڅې ټولې كړې چې اختلاف به پكې و.

خو، استعماري دولت او موسسو يې د مستعمره شويو هيوادونو د خلكو په كلتوري ، اجتماعي او اقتصادي ژوند باندې ژور اغېز وكاوه. د ټكنالوژي خپرېدا نه يوازې د ټولنې جوړښت بلكې د خلكو سلوك بدل كړ . د ناسيوناليزم ، سوسياليزم ، ماركسيسزم او ازاد بازار مفكورو پخواني دودونه ، عادتونه او ارزښتونه چلينج كړل. دين ، چې په داسې وضعيت كې نه و چې دغو نويو چلينجونو ته ځواب ووايي، په دفاعي حالت کې راغی او د نوي تمدن په خلاقه پروسه كې يې برخه وانه خيسته. كله چې دين ځاى په ځاى ودرېد او له عصريت سره د مقابلې د جاري ساتلو انرژي ورپاتې نه شوه ، ځینو دیندارو د افراطيت او بنسټ پالنې ايديالوژي خپله كړه.

د استعماري دوران بله مهمه ځانګړنه د هغه تعليم يافته قشر را څرګندېدل وو چې عصري زده كړې يې كړې وې او اروپا ورته د لارې مشال او د پرمختګ مثال ښکاریدله. دوى د دين او سياست د بېلتانه مفكوره لرله چې په نتيجه كې يې دين د وګړيو په شخصي موضوع بدل شو. كله چې په اسلامي هيوادونو كې د نشنليزم په بنياد سياسي حركتونه راپيدا شول ، د دين په موقعيت كې نور تغيير هم راغى . ناسيوناليزم د جغرافيايي ساحې ، ژبې يا توكم په اساس و او د يوې ساحې ، ژبې يا توكم خلك يې د ناسيوناليزم تر بېرغ لاندې متحد ساتل . ناسیونالستو چې د ازادۍ لپاره مبارزه كوله ، دا وېره ورسره وه چې د خلكو په ديني هويت باندې ټينګار به خلك سره ووېشي ، ځكه خو د ناسيوناليزم له پياوړتيا سره دين لږ نور هم څنډې ته كړاى شو. مثلا په عربي ناسيوناليزم كې مسلمان او مسيحي عرب د واحدې ژبې په بنياد سره يو لاس شول او عربي ژبه د دوى د يووالي او اخوت منبع وګرځیده.

د استعمار له ختمېدو او په پخوانو مستعمرو كې د ملي دولتونو له جوړېدو وروسته ، د تازه خپلواكو شويو هيوادونو په اساسي قوانينو كې ټولو اتباعو ته د رنګ او عقيدې له توپيره پرته په برابره سترګه وكتل شول او دولتي موسسو ديني چارې د خلكو خپلې شخصي چارې وګڼلې .

البته، په پاكستان کې وضعيت بېخي بل ډول و. په دغه نوي جوړ شوي هيواد كې هڅې وشوې چې اسلامي نظام پكې راشي او په سياست او اقتصاد باندې مذهب غلبه وكړي. ديني ناسيوناليزم د نورو دينونو پيروان له خپلې ساحې وايستل او كله چې ټولنه په مسلمان او غير مسلمان ووېشل شوه، د اتباعو له يو بل سره برابر دريځ ته صدمه ورسېده. دغه حالت ديني اقليتونه له خپلو بنيادي حقونو محروم كړل . دين د لاسبرې ايديولوژي په توګه د ژوند په ټولو ساحو كې ، كه هغه اقتصاد و، يا تعليم يا ساينس و ټكنالوژي ، مداخله وكړه.

د مختلفو ماډلونو د اغېز له شننې وروسته ، موږ پوهېږو چې دين او سياست كه سره يو او متحد وي ، كوم حالت راځي ؟ او كه دين د سياست يا سياست د دين تابع وي ، نتيجه به يې څه وي؟ د دين او سياست د يوكېدو په حالت كې يو استبدادي او ديكتاتوري نظام راڅرګندېږي چې له ټولنې د خلاقيت او ابتكار قوت اخلي او خلك له اجتماعي او كلتوري فعاليتونو محروم ساتي. د مثال لپاره د نن ورځې سعودي عربستان یادولای شو چې پراخ مادي امكانات لري او خلك يې خورا لوكس او اسوده ژوند كوي ، مګر كلچر پكې نشته. د كلتور له اړخه سعودي عربستان خورا ډېر وروسته پاتې هيواد دى . سعودي ټولنې نه نامتو موسيقار، نه لوى انځورګر، نه ستر ليكوال او نه تكړه فلم جوړوونكى پيدا كړ. سعودي ټولنه د توليد نه بلكې د مصرف ټولنه ده.

خو هر چېرته چې دين سياسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند ته د ازاد فعاليت اجازه وركړي، هلته ټولنه د هنر، فلسفې ، موسيقي او ادب په انكشاف كې فعاله برخه اخلي. عباسي دوران همداسې يو وخت و. عباسي خلفاوو به د ساينس د پوهانو او د قلم د خاوندانو مالي ملاتړ كاوۀ. دغه راز، د مغولو په سلطنت كې د اكبر دوران ځكه مهم دى چې د نويو فكرونو غوړېدو ته اجازه وركړه شوه. كله چې د مذهب فشار ورباندې كم شي ، ټولنه ازادېږي او كله چې مذهب په ټولنه لاسبرى وي ، ټولنه شنډه شي ، له هر ډول تحول سره د مخالفت لاره خپله كړي ، پخوانو دودونو ته مخ واړوي او پرمختګ پكې بې اهميته شي.

د دين او سياست بېلېدا د دين د كمزوري كېدو يا دين ته د صدمه رسولو سبب نه ګرځي. د دين اصلي قوت په دې كې نه دى چې دى د دولت ساتندوى وي يا دولت د دۀ ساتندوى وي ، بلكې اصلي قوت يې په هغه باور كې دى چې خلك يې ورباندې لري. تاريخ راته وايي چې كه حكومت د دين خدمت ته ملا تړي نو پخپله ګټه به استفاده ورنه كوي او د خپلو مقصدونو لپاره به يې استعمالوي چې په نتيجه كې د خلکو دیني عقیدې کمزورې کیږي.

دغه راز، هركله چې دين په سياست او اقتصاد كې مداخله كوي او له تحولاتو سره ګام په ګام نه ځي ، انتقادونه ورباندې پيلېږي. څرګنده ده چې په اوسنۍ زمانه كې اجتماعي او طبيعي علوم چټك پرمختګ كوي او دين په داسې وضعيت كې نه دى چې دا ټول تحولات پخپله لمن كې راونغاړي او د دين په اساس يې تعبير او تفسير كړي . نو تر ګردو ښه لاره دا ده چې دين له سياست ،اقتصاد ،ساينس او ټكنالوژي څخه بیل د معنویت په چوکاټ کې وساتو.


دالیکنه څنګه ارزوۍ

chaparharay
22.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
دمومن مهاجر صاحب لیکني ډیري ښي لیکني وي او دالیکنه چي داسدالله غضنفر لیکنه ده نو دابه ووایو چي اسد صاحب لیکنه دترتیب او املا له پلوه به ښه وي اوشاید یو څوک پري وغولیږي خو چي چاسره ددین لږه پوه هم وي نو پوهیږي چي یار د بلي مفکوري سړی دی .
اصلا دین د سیاست نه بیل ګڼل دا یوه انګریزي او استعماري فکر او دعوت دی غواړي خلک پدي پلمه داسلام ددین نه لیري کړي .
داسلام دین دانسان لپاره یو هراړخیز قانون او پوره تګلاره ده پدي دین کي انسان ته دژوند لپاره هرڅه په روښانه سره ښودل شوي دي.
عقاید ،عبادات(لمانځنه) معاملات(رانیول پلورل جوړول )مدارات(چاسره مخامخ کیدل یا برخورد) او هرشی پروت دی.
که مونږ وګورو نو ځمونږ نبي صلی الله علیه وسلم په مدینة النبی کي یو اسلامی دولت تاسیس کړی وو او فیصلي به یي کولي او دهغه صلی الله علیه وسلم نه بعد څلورو واړو خلیفګانو هم یو اسلامي دولت وو او دخلکو فیصلي به یي کولي.
اروپا چي په توره تیاره کي پرته وه همدا مسلمانان وو چي هغه وخت به د اروپا نه خلک دلته علم زده کړي ته راتلل خو چي کله مسلمانانو خپل دین پریښود او بي لاري شول نوهغه پخوانی برم یي لاړاو نه يي بیا علم شو نه حکومت او نه بل شی.
نو دین سیاست دی اوسیاست عین دین دی دا دواړه لایتجزء اجزا دي چي تجزیه نه قبلوي خو دا سیاست کوم سیاست ؟
که دا اوسنی غربي سیاست وي چي ټول دروغ وي او خپل مرام اوهدف ته ځان رسوي که هغه په هره لاره وي که څه هم داخلاقو نه ډیره لیري ولي نه وي نودابي دینه سیاست په اسلام کي نشته او که سیاست د اسلام له نظره شي نو تعریف يي بیا داسي کیږي چي.
سیاست دیو قوم یا ملت په صحیح طریقه اداره کول اصلاح کول او برابرولو ته سیاست وای ترڅو په یو چا ظلم ونشي اونه څوک دخپلي برخي نه بي برخي پاتي شي سیاست وايي .
دیوچا حق هغه دی چي الله ورته ورکړی دی نه هغه چي دا یي غواړي ډیر کله یو څوک څه غواړي خو هغه يي حق نه وي په غربي نظامونو کي همدي ته جمهوریت او سیاست وايي خو اسلام کي داسي نده بلکي هغه څه چي اسلام ورته جق ګڼلی حق یی دی
نو اسلام کي الهی قانون په بدګانو باندي پلي کولوته سیاست واي چي همدا دین هم دی اوسیاست هم نو ویلاي شو چي دین سیاست دی او سیاست دین خو دسیاست نه اسلامي سیاست مراد دی چي دالله جل جلاله قانون دی بندګانو لپاره نه داغربي وحشي قانون .
هو په نورو مذاهبو کي لکه یهودیت نصرانیت هندو ازم بت مت او داسي نورو کي به البته داسي نه وي خو داسلام دین دنورو ادیانوسره دا امتیاز لري چي داسلام دین یو الهي قانون دي دالله لخوا خپلو بندګانو ته.
دا څو کرښي مي عاجلي ولیکلي شاید څه نواقص به پکي وي خو داموضوع یومفصل بحث ته ضرورت لري هیله ده چي علماء کرام لکه وهاج صافی صاحب ښاغلی زیارمل صاحب او دروند استاد حذیفه صاحب حامد صاحب او پخپله مومن مهاجر صاحب چي یو ښه او عالم لیکوال او شریعت پوه دی وڅیړي او محترمو لوستونکوته به ښي او ضروري لارښوني ولیکي دایوه ډیییییییییییییییره اهمه موضوع ده او باید ښه ډیییییییییییییییییییییره وغځول شي ترڅو ټولو خلکو پري سر خلاص شي.
الله دي مونږ ټولو ته هدایت وکړي او دالله په لار باندي د تللوتوفیق دي راکړي آمین


عادل عادل
22.01.2011

سلامونه

رقیب مې نور رټلی ټولې هیلې یې ناهیلې
قایل د فاتحې قل هو الله ته وایستم

که د دین او ننني مروج سیاست بیلتون وي نو ان شاالله چې داسې به کیژي:-

غضنفر صیب خو د هغې بیلتون په تجربه سره د اسلام او سیاست بیلولو ناکام تجویز ترجماني کړې ، چې له مخې یې په اوروپایي ټولنه کې د منسوخ شوي عیسویت او سیاست تر منځ واقع شو.

پورتنی یاد شوی بیلتون به ځکه ظاهرا مثمر تمام شوی وي چې لومړی په دین کې د دیانت څه پاته نه وو، منسوخ شوی، له بیخه تحریف شوی، او د کلیسا د پاپانو د شخصي مصالحو او واک د تحفظ لپاره یوه وسله جوړ شو ی وو، نو د دوه مخلوقه نظریو په منځ کې بیلتون یا یوې ته رجوع کول او د بلې تجرید څه د انتظار نه لرې خبره نه بریښي.

خو د پورته خلاف، اسلام وروستی معاصر او داسې سپیڅلی اسماني دین دی چې د هر ډول تحریف نه منزه پاتې شوی، د لوړو اخلاقو منبع دی، د ښځو منجی او د هغوی د حقوقو محافظ او د ژوند هرې ناحیې ته شامل او کامل دین ثابت دی چې حتی کفري نړی هم ترې د عقیدتي اړخ په استثنا، د خپلو مدني موضوعه قوانینو په اخلاقي او حقوقي جوړونه کې د مسلمانانو په تناسب زښت ډیره استفاده کړې او لا یې هم ترې کوي، نو د داسې دوه نظریو مقایسه او یا هم د مطلوب تجرید ناکامه هڅه چې یوه خوا یې مخلوقه او بله الهي دین چې د لوړو معیارونو له مخې مسلط دی نه تنها چې هیڅکله به عملي بڼه خپله نکړي، بلکه زما په قاصر نظر پدې اړه فکرکوونکی به هم خامخا یا خو د اسلام په اړه د نشت په تول معلومات لري او یا خو به له منطق او سالم تعقل څخه خالي او تهي وي.

نو دا چې اسلام )مسلمانان( بیا هم په وروسته پاته کې د مخ په وړاندې پرمختګ سوکه سوکه قدمونه اخلي او یا هم لکه څنګه چې یې د غضنفر صیب متاثره خیالات انځوروي، هیڅکله هم په دې مانا نه دی چې اسلام خدای مکړه د پرمختګ په مخ کې خنډ او ټولنیز ژوند ته ګواښونه پیښوي، بلکه سبب یې که له یوې خوا هر څو هم پخپله ویده، غافل او ويشلي مسلمانان دي خو له بلې خوا همدا اسلام دښمنه کفري نړی او د دوی واکمن وحشي سیاسیون دي چې په پورته ګټه اخیستنې سره یې د اسلام د عقیدتي نشر مخه نیولې او د هغې د قیام په مسیر کې خنډونه جوړوي، ولسونه یې لومړی د مادیاتو سره په بې کچې مینه کې غورځولي او ورپسې یې د روزافزونو خواهشاتو د پوره کولو په حرص کې داسې مصروف او تر پوزو بار ساتلي چې نشي کولای یوه ورځ یا کم تر کمه څو دقیقې ازاد فکر وکړي، د خپل فطرت غوښتنې حس کړي ..... او داسې نور ..........چې ژوندي مثالونه یې موجود او له هیڅ چا پټ نه دي.

نو په داسې یوه حالت کې چې د نړی او ولسونو واک د مفسدو سیاسیونو په ککړو لاسونو کې منحصر دی، او په ورته وخت کې د قلابي بشر دوستی، دروغجن شفافیت او ریښتینولی شعارونه هم ورکوي، نو دا چې پاک او ناپاک دواړه د واحدې کاري مفکورې لایتجزا برخې نشي کیدای، نو په داسې وخت کې د ورته بیلتون ضرورت به هغه څه وي چې نوموړي سیاسیون له یوه سره د واک او ځواک څخه ګوښه، تجرید او وغورځول شي او ځای یې د تل لپاره شفاف اسلامي نظام ډک کړي چې په خپل ذات کې کامل او هر څه لري.

که نن سبا زور او ځواک ظاهرا په اسلحه، اتوم، قوي اقتصاد او زور واکی کې دی، خو د فاسدو او انسان دښمنه سیاسیونو د بشري ضد ککړو کړو وړو په وجه به د دوی تر واک لاندې محکوم ولسونه ډیر ژر دې ته اړ کیژي چې د تش لاس هغو خلکو تر شا ودریژي چې مِلاک یې زر او زور نه بلکه په حق او شفافیت باندې قایم او دایم استقامت دی.

د سوچه اسلامي قانون د پلې کیدو او قیام په هیله


وصيل پېروز
22.01.2011

ټولوګډونوالوته سلامونه اونېکي هيلې
دښاغلي مبارک علي پوري داليکنه که له يوې خواپه نولسمه پېړۍ کي دمسلمان امت له فعاليتونواوداستعمارپه وړاندي له مبارزې څخه پرده پورته کوي نوله بله پلوه دهغه څه استازيتوب هم کولای شي چي رښتنومومنانويې تل په وړاندي په کلکه مبارزه کړې اواسلام يې په کلکه غندي .
دښاغلي مبارک علي په ليکنه کي که کوم تاريخي نقص نه وي نوله ديني نقصانونو څخه ډکه ده ، زه يې په اړه صرف دومره ويلای شم چي دين اوسياست ديوه بدن سترګې اوغوږونه دي ، دين اوسياست دوه نه بېلېدونکي شيان دي ، که له دين پرته سياست پرټولنه حاکم وي نوداسياست به هرومرونيمګړی وي اواسلام خوله سياست پرته راتللی نه شي .
الله جل جلاله ددې ايت (اليوم اکملتُ لکم دينکم ) په وسيله موږته داوويل چي د اسلام په دې سپېڅلي نظام کي ستاسودغوښتنې مطابق هرهغه څه وجودلري چي تاسوورته اړياست هغه که سياست وي اويادټولنې کومه بله څانګه چي له دين سره تړاوولري .
دښاغلي مبارک علي له ليکنې څرګندېږي چي نوموړی له دين څخه په بشپړډول خبرنه دی اوددين داساسي اصولوپه اړه یې معلومات بېخي ناکافي دي ، زه په پوره باورسره ويلای شم که نوموړي داسلام دبنيادي اصولوپه اړه معلومات لرلای نوبالکل به يې نظريه بدله وای خودډېرتأسف خبره داده چي په مسلمانه ټولنه کي لوی شوی اومسلمان ليکوال له خپل اسلامي دين څخه معلومات نه لري .
په دې اړه په پای کي داويلای شم چي دښاغلي مبارک علي وړاندي شوې نظريه په بشپړډول غلطه اوناسمه ده ، نوموړی که څه هم ځان تاريخپوه معرفي کوي خوياله اسلامي تاريخ څخه معلومات نه لري اوياعارفانه تجاهل کوي ځکه داسلامي تاريخ په مطالعې سره موږدې پايلې ته رسېږوچي که څوک په مکمل ډول الهي اموروته غاړه کښېږدي نودارتقاء ډېري پوړۍ وهلای شي چي اسلامي تاريخ پرې شاهددی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more