اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دغه سوال لطفا راحل کړی
tandar
19.01.2011
دغه سوال لطفا راحل کړی،زمادپاره تشویش پیداشو،چه ددغو نومون ترمینځ څه فرق دی،خدای ،ج، او الله،؟ زما دلپاره دواړه د هغه ذات نومونه دی چه کائینات ې خلق کړی او په سر بل قدرت نه لری،او دا ذات په ډیرو نومو سره یادیږی٠
زه د عذتمند چپلیاری صاحب خبره او هیله پرځای ګڼم ،مګر له فرق کولو څخه ې عاجز یم٠
مننه٠ تندر٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چپلیاری
دغړيتوب نېټه: 31 دسمبر 2010
ليکنې: 62
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه جنوري 19, 2011 12:51 pm عنوان : دژمی لویه شپه....
--------------------------------------------------------------------------------
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
تندر صاحب الله مو روغ جوړ او تر ډیره وخته ژوندی لره ډیری ښی خبری دی لیکلی داسی ښکاری لکه یو ژوندی انځور چی ګورم دلیکلو فن دډیرو زده خو ستاسی لیکل بیل خوند لری چی فهرست کی ستاسی نوم ووینم نو ضرور یی بیا هماغه فورم ته لمړی ورځم چی تند صاحب څه لیکلی دی .
خو تندر صاحب بده به یی نه ګڼی مونږ دلته ټول ورونه یو او یو باید دبل غلطی اصلاح کړو ځکه یو موءمن دبل مومن اینه ده
ستاسی په لیکنه کی یوه جمله می ولیده پوښ باور لرم چی عقیده مو داسی نده خو د سړي له خولی کله داسی خبری راوځی چی ښی نه وی بلکی منع ورنه شوی وی
تاسی لیکلی دی (مګر دخدای اوستاسو په مرسته )
داجمله که داسی اصلاح شی (دالله اوبیا ستاسی په مرسته) نو ښه به وی دی پورتنۍ جملی نه پاک نبی صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی .
هیله مند یم خفه شوی رانه نه یی
ستاسی کشر ورور چپلیاری
بېرته سر ته
tandar
ستوري
دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009
ليکنې: 748
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه جنوري 19, 2011 2:05 pm عنوان : عنوان
--------------------------------------------------------------------------------
وروره سلامونه داحساس نه دی مننه کوم ،مګر دلوی او بی نیازه ذات ډیر نومونه دی ،هدف ټول خپله د یوه او هغه ذات څخه دی چه هغه خالق دکائیناتو دی،او دغه موضوع په اسلامی بحثونو فورم پوری اړه نیسی،چه نور وروڼه او داسلام نه پو ه عالمان پری څه واې زه دهر او پر ځای انتیقاد نه خوښی کوم او دهیڅ خفګان عامل نه شی ګرځیدلای،انسان له غلطیو سره پیدا دی او پوه او کامل فقط او فقط زمونږ پیداکونکی دی٠
مننه٠
دغه سوال لطفا راحل کړۍ
chaparharay
19.01.2011
تندر صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه
تاسی د عالمانونه سوال کړی نو ان شاءالله کوم عالم به ضرور ځواب ووایی
خو زه دلته فقط یو خبره واضحه کوم او هغه دا چی
داچی مونږ تاسی الحمد لله مسلمانان یو نو اسلام مونږ ته دالله نومونه او صفتونه ښودلی چی دالله جل جلاله په ۹۹ نومونوکی خدای نوم نشته اونه یی په صفتونو کی شته اګر چی د معنی په لحاظ به سم وی خو اسلام ندی بیان کړی
بل ځما هدف دلته دادی چی الله اوبیا تاسی (اوبیا)ټکی دلته ضروری دی نو که کوم ورور ځواب وای دغه دواړو ټګو ته په نظر کی دی ځواب ووای که زه غلط شوی یم نوچی خپله خبره بیرته واخلم او دتندر صاحب نه بښنه هم وغواړم اوکه خبره سمه وی چی تندر صاحب یی اصلاح کړی . فقط
زيارمل
19.01.2011
د چپرهار مولوي صاحب، او ښاغلي تندر صاحب ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه وړاندې کوم.
چپرهاري صیب صحیح خبره کړې ده. وايي یوه ورځ نبي علیه الصلاة والسلام ته یو سړی وویل: ماشاء الله وشئت..
هغه مبارک وته وویل داسې مه وایه، داسې وایه:
ماشاء الله ثم شئت.
ددې نه معلومیږي چې د الله تبارک وتعالی نوم د بنده دنامه سره جمع کول روا ندي. داسې نه شې ویلی چې: دا کار الله وکړ او تا وکړ..
نه!
داسې به وایې:
فلانی کار اول الله وکړ او بیا تا وکړ.
وايي ګپ از ګپ میخزد، زموږ په کلي کې یوې زړې انۍ د هګیو چرګې ساتلي وې، صاحبه یوه ورځ پرې ګیدړه وربرابره شوه خو قسمت داسې ښه وه چې د انۍ ځوی پرې راغی او چرګه یې د ګیډرې له پنجو بچ کړه. په سبا یې یوې سپین سرې خپلوانې ورته وویل چې فلانۍ ښه شوه چې خدای دې چرګه د ګیدړې له خوراکه وساتله، هغې ورته ویل: خدای ونه ساتله ځونډي ګل پرې راغی او ترېنه بچ یې کړه..
دې زړې انۍ ته داسې مناسبه وه چې ویلي یې وای:
اول خدای وساتله او بیا ځونډي ګل!
زه ملا نه یم خو چپرهاری صیب زما ملايۍ ته ډیر معتقد دی په اوله ورځ یې همدا زه وم چې ډیرې پوښتنې مې ورځوابې کړې شاید زما هماغه نیکي یې له یاده نه ووځي په هر حال مننه ترې کوم. نو یوه ورځ نبي علیه الصلاة والسلام د یوه خطیب په خطبه کې واوریدل چې ویل یې:
من یطع الله ورسوله فقد رشد واهتدی، ومن یعص[color=green:84510d47b5]هما[/color:84510d47b5] فقد ضل وغوى.
نو دالله رسول علیه الصلاة والسلام وفرمایل:
بئس خطیب القوم أنت.
یعنی په دې قوم ته ډیر چټي خطیب یې.
نو چپرهاری صیب دا هغه معلومات وه چې ماسره ددې موضوع په اړه ماسره په جعبة کې پراته وه. اوس به نورو مولوي صاحبانو ته ورکړو چې لکه دهمیشه په څیر زما دځواب نه وروسته خپل ځوابونه تیروي، او زه به لاړ شم چې زموږ یو نوی عرب انډیوال فورم ته راغلی چې ټول عمر یې په سعودي کې تیر کړی او پښتو یې هم سمه نده زده، نو وربه شو چې هغه ته هم هرکلی ووایو.
و.افغان
19.01.2011
درنو ښاغلو وروڼو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
الله جل جلاله فرمايي:
ولله الأسماء الحسنی فادعوه بها.
که چېرې د خدای لفظ د الله جل جلاله د حسنی نومونو څخه د کوم يو نوم ژباړه وي؛ نو
جواز به ولري؛ لکه څنګه چې ځینې علماوو جواز ورکړی، په ځانګړي ډول کله چې
د اخبار په توګه استعمال شي؛ ځکه چې د اخبار باب ډېر واسع دی.
خو که خبره د بهتر او بهترین شي؛ نو پرته له شکه چې د الله جل جلاله لفظ او ورته د
نورو نومونو چې منصوص عليه في القرآن والسنة وي؛ کارول يې بهتر، بهترين او له
شبهې لري دي.
په درنښت
زيارمل
20.01.2011
(((((لیکنه لیکونکي ته واستول شوه چه پښتوته ئې واړوي)))))))))))))))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ډیر احترام یو پیشنهاد کوو چه : خپل پیشنهادونه او پوښتني زموږ په ملي
افغاني ژبه ولیکئ
مننه
حلیمي
زيارمل
20.01.2011
پیشنهاد لکه څرنګه چې رالیږل شوی وه بیرته راستوونکي ته واستول شو چې دځان سره یې په جیب کې خوندي کړي زه داسې پیشنهادونو ته ضرورت نلرم.
خو ژړیږم پردې چې دلته په فورم کې په لسګونو انګریزي، جرمني، اردو..... لیکنې بې ژباړې پرتې دي خو هیچا لیکونکي ته د پښتو کولو لپاره بیرته ونه لیږله، خو نن د اسلام؟، اسلامي شرعه؟، او د اسلام تاریخ؟ په فورم کې یوه لنډه لیکنه په عربي ژبه نشي تحمل کیدای!!!!!!
آیا تاسې ته مناسبه نه وه چې د ړنګولو او ماته درالیږلو پرځای مو په ځوابي لیکنه کې د پښتوژباړې غوښتنه کړې وای؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که داسې مو کړي وای ما به په ورین تندي ستاسې دغوښتنې سره سم پښتو ته اړولې وای او له تاسې به مې شکریه هم ادا کړې وای.
لیکنه ړنګول او بیرته لیکوال ته لیږل، زما په فکر پرته د استهزاء، تمسخر، او ملنډو څخه بله معنی نلري.
زه هغه پیغام چې ع کریم حلیمي ماته رالیږلی کټ مټ ستاسې مخې ته ږدم او قضاوت تاسې ته پریږدم چې د حلیمي صیب لهجه ترکومه حده د متقابل احترام په پولو ولاړه ده او څومره کستاخانه او جارحانه ده؟؟!!!!!
[color=red:3e8fdd9fb8]محترم مکرم زیارمل صاحب ! دا تشکر او پیشنهاد دي په ملی ژبه ولیکۍ ، زموږ خو عرب نه یو ، داچه "سنتنا" ته احترام نه کوېٖ فکر کوم چه ښه کار نه کوۍ ؟[/color:3e8fdd9fb8]
قضاوت پرتاسې،
او زما یې د تل لپاره د خدای پامان!!!!!!!!!!!!!!!!
ع کريم حليمي
20.01.2011
محترم او مکرم زیارمل صاحب سلام علیکم و رحمة الله
ګرانه ! مطلب او هدف مي ستاسو خوږول نه وه ، او اخلاقآ حق هم نه لرم
تاسو کوم د کتاب ، اخبار، او یا سایټ نه لیکنه نه وه کاپي کړېٖ
خپل یو پیشنهاد مو کړی ؤ ، نه پوهېدلم او اوس هم نه پوهېږم چه ولي ، تاسو
په پښتو نه لیکلئ ؟که په سبب ئې ما وپوهوئ نو بیا په له تاسو بښنه هم و غواړم .
درنښت
دغه سوال لطفا راحل کړۍ
chaparharay
21.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ګران ورور زیارمل صاحب ستاسي او د عبدالکریم حلیمي صاحب تر منځ مونږ مداخله نه کوو تاسي دواړه ځمونږ ورونه یاست خو دا به ووایو چي ددی بحث یا موضوع نوم تندرصاحب [یوسوال لرم لطفا یي را حل کړۍ]ایښی وو نو د تندرصاحب سوال به حل شوی وي خوتاسي ورنه نور سوالونه جوړ کړه
دا چی عبدالکریم حلیمي صاحب تنده لهجه کارولي ښه نه دي شوي باید په نرمه لهجه خطاب وشي ځکه دومره بد کار ندی شوی چی بدي ته دي ووځي خو اوس چي حلیمي صاحب وايي چي ځما مقصد ستاسي خفګیان نه وو نو بس خبره خلاصه شوه نور نو څه غواړي؟
او داچي تاسي د الله په امانۍ او بیا نه راتګ خبره کوی نو دا ښه نه ده . مونږ خو ټول ورونه یو خبري به منځ کي راځي خو ډګر به نه پریدو هسي نه بیا څوک درپسي ولیکي چي زیارمل صاحب وتښتید نو دابیا مونږ نشو ځغملی نو وروره ښه به دا وي چي خپلو قیمتي لیکنو ته دوام ورکړي او زرتر زره راستون شي دیوي ښي او با ارزخته لیکني سره دپخوا پشان..
اللهم اصلح لنا شؤوننا کلها. آمین