ادبي ټوکې ټکالې
خبرتیا
رښتینی
18.01.2011
.
.
ددی خونی ټولو ګډونوالو او دټول افغان محترمو لیکوالانو
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
درنو وروڼو قلم یا دنن سبا کیبورد هغه سپیڅلی اله ده چی لوی څښتن په
قرانکریم کی په هغه باندی سوګند کړی دی : الله جل جلاله په قرانکریم کی
وایی :
ن والقلم ومایسطرون
په قلم اوسیاهی یا رنګ باندی قسم دی
درنو وروڼو لوی څښتن بل ځای په قرانکریم کی وایی چی ستاسو له خولی نه
چی یو حرف وځی هغه ستاسو داعمالو په صحیفو کی لیکل کیږی او خوندی
پاته کیږی :
ما یلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید
درنو او خوږو وروڼو دقلم عفت هغه مهم او اړین نورم او اصل دی چی
ټولو مسلمانانو اوپه ځانګړی توګه افغانانو هغه تل مراعت کړی او
لا یی مراعت کوی افغانی مطبوعات او بریښنا پاڼی ټول افغانان
ګوری چی په دی لوستوالو کی نر اوښځی ټولی شاملی دی ډیری
درنی میرمنی او درانه نارینه هر وخت دی ویب پاڼو ته راځی او مختلفی
لیکنی ګوری چی طبعا به د ټوکو بحثفورم ته هم سر را ښکاره کوی
نو دلته ټولو وروڼو ته دا واضح کول غواړم چی باید په هرصورت دقلم
عفت خوندی وساتی او له ادب او اخلاقو لویدلی خبری ونه لیکی
سپکی او له اخلاقو لویدلی ټوکی که یولورته دڅو ځوانانو د خوشالی
او خندا له پاره په زړه پوری وی وی به خو بل لورته ډیرۍ درانه لوستوال
نه غواړی داسی سپکی ټوکی او لیګنی ولولی او خپله انرژی بیځایه
ضایع او وخت یی عبث شی
بناء له درنو وروڼو نه په ډیره جدی توګه هیله کوم چی له ادب او اخلاقو
لویدلی ټوکی نوری ونه لیکی او له دی عبث او ناروا کار نه ډډه وکړی
او دمخالفت په صورت کی به لیکنی ټولی ړنګول کیږی
ستاسو ورور حامد
bette
05.04.2011
هۍ هۍ ملا صیب دلته اوس خلک عجیبه ټوکو ته اړم شوی دی :cry: :cry:
SADEQ MUSALMAN
05.04.2011
حامدصیب بښنه غواړم يوه پوښتنه لرم
په پښتوموليکلي
[color=red:7c8924b9d5]قلم یا دنن سبا کیبورد هغه سپیڅلی اله ده چی لوی څښتن په
قرانکریم کی په هغه باندی سوګند کړی دی[/color:7c8924b9d5]
اوايات بياداسي دی
اعوذبالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
[color=white:7c8924b9d5]ن والقلم ومایسطرون[/color:7c8924b9d5]
ښه ولي اياتونه راته ورانوې :?: :?: :?:
کېبورډموپکي زيات کړی نه دی