نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپیرانو عقیدی او مذهب
chaparharay
18.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ګرانو ورونو ښاغلیو لیکوالانو او لوستونکو اودټول افغان چلونکو په دی نازک او جهادی وخت کی د جهاد نه علاوه چی د یرغلګرو اود هغوی د لاسپڅو سره مجاهده وشی او هر ورور هر لیکوال باید دخپلی ایمانی او ابیاافغانی اواخلاقی دندی په اساس په پوره زور سره مقابله او د سپیڅلو مجاهدینوسره دیو والی غږ اوچت کړو
خو متاءسفانه چی داځینی خلک هسی دیو چا توجه بلی خوا ته اړولو لپاره یو ه مذهبی خبره او مساءله شروع کړی بیا اګر چی روسته نشی سر ته دسولی خو هغه وخت سره ځان سرخط کړی دنور وخت هم ضایع کړی او خپله خو هسی نه هم اوزګار وی
راځۍ یو څه وڅیړو ترڅو داحق او باطل معلوم شی اوس هس نه هم شروع شوی او شروع هم پیرصاحبانو کړی ډیر څه یی وویل او بیاتاسی ټولو ولیدل چی څه تری جوړ شول خو هسی ځان یی نور هم خلکو ته څرګند کړ
دادی اوس د نورو پیرانو عقاید وګوری چی دوی څه وای زه به یی فقط درته مخکی ږدم نور انصاف په تاسی چی څرنګه یی ارزوۍ
د نن بحث کی د یو پیر لیکلی کتاب چی ځان ته ۱۶پاس یا هغه نه هم پورته ګڼی کوم بیسواده هم ندی
د کتاب نو م دی تصوف او مصنف یی دی فقیر محمد عباس قادریه د چهارسدی درځړ دمحمدزی دکندی اوسیدونکی یی لیکلی دی کتاب رحمان ګل پبلشرز ډهکی نعلبندی قصه خوانی چاپ کړی او بازار کی شته
کتاب غټ دی د کنز اومره کتاب دی خو ما تر یوڅو مشت نمونه خروار راواخست اوتاسی ته یی مخکی ږدم اوفیصله یی لوستونکوته پریدم چی څه پری لیکی البته دومره بیسیواده هم نه یم چی تبصیره پری نشم کولای خو دتطویل نه هیریږم چی اوږد به شی او که څوک پکی اشکال لری ورته شرحه او د اهل السنة والجماعة دعقیدی سره بالخصوص دحنفی مذهب دصحیح عقیدی سره د ماتوریدی او جبریه قدریه یا رافضیه سره بلکی حنفی مذهب صحیح عقیده چی د قران وسنت نه ماخوذه وی وتلم
اوس نو ورته ګوری چی پیرصاحب څه څه وای
صوفی: صاحب وصول دی چی دمقتضیات طبایع نه ازاد دی حق سره پیوسته شویدی اوخپل ځان نه فانی شویدی اوحق سره باقی دی .تصوف ص ۶۴
قلندر: رساله غوثیه کی ذکر دی چی دا د الله نوم دی او صوفی قلندر هغه دی چی دحالاتو مقاماتو اوکراماتونه تجاوز وکړی او هرقسم موانعاتونه مجر کیدل اوخپل ځان ورکول ته قلندر وای چی صوفی کوم وخت مقصد ته ورسی نو قلندر شی زمین واسمان هردوشریفند ـ قلندر درین دو مکان نیست. تصوف ص ۶۵
اناالحق:کله چی عارف اناالحق استعمال کړی نو هغه د حق تعالی د انانیت خبر ورکوی اودحق تعالی دجانب نه وی ځکه چی عارف حق تعالی کی فانی شی نو که هوالحق یا اناالحق ووای تعبیر یی یو حقیقت دی تعین لری کولو سره انا او هو هم معنی شی قم باذنی وقم باذن الله هردو یک نغمه اور ازلب یار. تصوف ص ۹۶
بت: تصوف کی دا لفظ او ددی مرکبات مثلا بت خانه بت کده بت پرست بت پرستی وغیره ومختلفو مواقعو د لحاظ نه مختلفو معنوکی استعمالیږی لفظ بت نه کله ماسوی الله کله مظهر یا مظهر عشق یا تعین یا تجلی شهودی یا مطلوب جانب ته ددی اشاره وی کله تری وحدت یا جمعیت وحدت ذاتیه مفهوم اداکیږی تصوف ص ۹۹
عین بت پرستی: بت پرستی یاعین بت پرستی نه مراد توحید اوبسااوقات استغراق فی التوحید وی حق تعالی یګانه ګڼل عین بت پرستی ده . تصوف ص ۱۰۲
بت ترسابچه: تصوف کی عموما اوتصوفی شاعری کی خصوصا بت تر سابچه نه حقیقت محمدیه مراد وی . تصوف ص ۱۰۳
بت خانه بتکده دیر:دصوفی په نزد هرهغه څیز چی وصول الی الله کی واسطه او ذریعه جوړه شی هغه بت دی نو لازمی طور سره دبت خانی بتکدی او دیر نه لاندینی شیان مراددی
دشیخ خانقا دمرشد داوسیدوځای دعارف کامل باطن چی د جذبات الهی کیفیات روحانی ذوقو شوقو معارف الهی ګنجینه وی . تصوف ص ۱۰۳
برزخ: دشیخ صورت محسوسه ته برزخ وای . تصوف ص ۱۰۴
بقره بدنه: صوفی اصطلاح کی نفس انسانی ته بقره وای اوکله چی د هغه ریاضت اومجاهده سره اراسته او پیراسته شی نو هغی نوم بیا بدنه شی .تصوف ص ۱۰۵
توحید مطلب: خپل شیخ ته یکسوی هغه سره دانتها درجی محبت او جان ومال نه هم هغه زیاد عزیز ګڼل . تصوف ص ۱۱۱
ترانه: اهنګ محبت
ترسا : مرد روحانی چی دهغه نفس اماره مرده شوی وی . تصوف ص ۱۰۲
ترسابچه: مکمل پیر چی خپله هم کامل وی او نور هم کامل کوی .تصوف ص ۱۲۲
ربوبیت: دعالم پرورش چی د ظهور اسماءپه واسطه په عمل کی راځی.تصوف ص ۱۶۰
قطب الاقطاب:هره زمانه کی ټوله دنیا کی د ټولونه لوی قطب یو وی چی په قطب الاقطاب یا قطب العالم یا...........یادیږی عالم سفلی او علوی کی دهغه تصرف وی اوټول عالم دهغه دفیض او برکت نه قایم وی که د قطب عالم وجود له منځه لاړ شی نو ټول عالم به درهم برهم شی .قطب عالم د حق تعالی نه براهی راست او بلا واسطه فیض حاصلوی او په نورو ماتحت اقطابو یی تقسیموی او په لوی ښار کی استوګنه کوی او دلوی عمر خاوند وی او دنور خاصه محمدی له برکته هرطرف لیده کولای شی خوا سترګی یی غړیدلی وی یا بندی . تصوف ص ۱۶۲
اوتاد :اوتاد څلور وی او د عالم په څلورو ګوټونو کی هغوی یویو متعین وی
۱ اول مغرب کی وی او دهغه نو م وی عبدالودود
۲دویم مشرق کی وی اودهغه نوم وی عبدالرحمن
۳سوم جنوب کی وی او د هغه نوم وی عبدالرحیم
۴چهارم شمال کی وی اود هغه نوم وی عبدالقدوس
قیام عالم کی دوی نه د میخونوکار اخستی شی لکه قران کی راځی والجبال اوتادا نو هغه اوتاد همدوی دی . تصوف ص ۱۶۴
ابدال: ابدال اوه ۷ دی او په ۷ اقلیمونو کی متعین دی ددوی مشرب دانبیاءو دی اوددوی کار معنوی مدد او دعاجزانو فریاد رسی ده چی تفصیل یی لاندی دی
۱ابدال اقلیم اول برقلب ابراهیم علیه السلام نوم یی عبدالحی
۲ابدال اقلیم دویم برقلب موسی علیه السلام نوم یی عبدالعلیم
۳ابدال اقلیم سوم برقلب هارون علیه السلام نوم یی عبدالمرید
۴ابدال اقلیم چهارم برقلب ادریس علیه السلام نوم ی عبدلقادر
۵ابدال اقلیم پنجم برقلب یوسف علیه السلام نوم یی عبدالقاهر
۶ابدال اقلیم ششم برقلب عیسی علیه السلام نوم یی عبدالسمیع
۷ابدال اقلیم هفتم برقلب ادم علیه السلام نوم یی عبدالبصیر
دی کی عبداقادر او عبدابصیر هغه ابدال دی چی په کوم ملک یا قوم باندی مسلط کیږی چی په هغوی الله قهر نازلوی او دوی دمقهور ذریعه جوړیږی . تصوف ص ۱۶۵
روزه نماز: توجه باطن الی الله او ماسوی الله نه اعراض یعنی مخ اړول . تصوف ص ۱۷۷
صمدیت: دایو مقام دی مقام سلوک کی دی ته رسیدو سره سالک دصفت بشری نه ازاد شی . تصوف ص ۲۱۶
صراط المستقیم: هغه لاره چی کشف طرف ته سړی بوزی . تصوف
صنم : حقیقت روحیه
صومیعه: مقام تنزیه
عبودیت : دبنده مرتبه الهیه سره دالله معیت کی خلکو ته واپس راتلل. تصوف ص ۲۲۲
ود: یو سر دی چی کیفیت هوا پیدا کیدو سره محبت باطن کی داخلیږی . تصوف ص ۲۳۱
غپ غپ: لطف قهر امیز
عرش: دبنده قلب دالله عرش دی چی هغه کی حق تعالی بذات ظاهریږی. تصوف ص ۲۵۰
کعبه: مقام وصل
لیلةالقدر : هغه شپه چی هغه کی په سالک په اول ځل خاص تجلی وشی . تصوف ص ۲۶۸
مسجد: مرتبه محمدی ،مظهر فیض نفس رحمانی ،د پیر او مرشد استانه. تصوف ص ۲۷۲
مطرب : شیخ مکمل
میخانه: شرابخانه او د پیر خانقا. تصوف ص ۲۷۸
تصرفات: اولیاءالله دصفات الهیه په قوت سره خلق کی تصرفات کوی . تصوف ص ۲۸۸
داسی نور ډیر شیان پکی دی چی نور یی په لیکلو ستړی شو م نور نن همدومره بس دی دا وګوری او خپلی تبصیری پری ضرور وکړی دی کی ما هڅ یو حرف هم ما د ځانه ندی بیان کړی ټول د کتاب خپل دی
ستاسی ورور چپلیاری
رښتینی
18.01.2011
وروره که اوس په دی ځای کی کوم پیروهلی را پیداشو نو داستا په رانقل
ټولو موضوعاتوکی به داسی تاویلات او مجازات راپیل کړی چی په ټولوکی
به دجواز درڅی پیداکړی او ځینی خوبه لا دنومړی پیر کرامات هم وګرځوی !!
وروره دالله د دین لاره ترلمر نه روښانه ده د دی دین دووه بختوری سرچینی په
صفا او خوند ی شکل کی زموږ په لاس کی دی الحمدلله ثم الحمد لله باید کوښښ
وکړو چی دا صفالاره د بودمت او هندومت تراغیزوخوندی وساتو دالله ستر
پیغمبر هرڅه روښانه بیان کړی دی او دد ی امت علماو رحمهم الله هغه موږته
رارسولی دی .
دپیری او مریدی موضوع نن سبا یو عجیب لوری غوره کړی دی دبیلګی له پاره
دیوی نقشبندیی تصوفی کړۍ د پیرانو تر منځ ډیر اختلافات شتون لری ددی کړۍ
ځینی یی یوه لوی خلیفه ته ځانونه منسوبوی او ځینی یی بل یوه ته یعنی خبره په
شخصیاتو کی منحصره شوه .
اوبیا ددی شخصیاتو په اړوند خلکو کی ډیر ناپوهه خلک داسی دی چی هغه د
خپل پیر کړنی دین بولی او له هغه نه ها خوا څه نه منی که یوڅوک ددوی په کړۍ
کی دا خل وی هغه داړوند پیرانو په کړنو دنیوکو مجال نلری او که څوک ددوی په
کړۍ کی نه وی داخل د هغه نیوکی دځان توهین بولی نو موخه داشوه چی دوی څه
وایی هغه به دین بولی او حتما به یی منی یعنی یوډول مذهبی دیکتاتوری یی
رامنځته کړی ده او په دین کی یی سپیره جکود را وستی دی البته استثائات
شاید... شتون ولری
که په دی اړه نور حقایق را سپړو نو بیا به سیمییزی بدی ته ملاتړو او ددی خلکو
له لوری ډول ډول ټاپوته به ځان ټینګوو نو د ( نوربیا) پلمه به دځان له پاره پرده
کړو .....
په مینه
دپیرانو عقیدی او مذهب
chaparharay
19.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
حامد صاحب تاسی ډیره خاسته خبره کړی چی مونږ ته د الله رسول دوه اوچت شیان راپریښی دی چی ځمونږ لپاره غوره تګ لاره ده چی هغه دالله کتاب او دنبی صلی الله علیه وسلم احادیث دی
او بله دا خبره چی دوی کی هم ډیری فرقی دی او هره یو ه طایفه خپل پیر ترنورو ټولو غوره ګڼی او همدا خبره می پدی کتاب کی هم ولیده چی هر پیر مرید خپل پیر له اجاز بغیر هڅ نشی کولای او د پیر سره د نکاح عقد کوی وای(احکام بیعت یی په نکاح منطبق کړی دی څنګه چی دخاوند په ژوند کی ښځه پغیر د خپل سړي نظر نشي غورځولی دغه شان مرید دخپل شیخ په حیات ظاهری کی دویم شیخ ته رجوع کول حرام دی . تصوف ص ۱۱۱ )
او مونږ خو مخکی هم دا عرض وکړ چی پدی وخت کی باید هر څوک خپل
ټول طاقت که هغه بدنی وی علمی وی مالی وی داشغال ګروپه مقابل کی صرف کړی
خو دوی مونږ اوتاسی نه پریدی او توجه مو دی پلو ته رااړوی که ځواب کوی یی نه هم بیا وای چی ما وځغلول ملامت می کړل نو ښه به داوی چی لږ دی لوستونکو ته د دوی اصل معلوم شی
والسلام
حذيفه
19.01.2011
محترم چپلیاري صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډېره ښه اوګټوره لړۍ موپیل کړی ده!الله جل جلاله دي توفیق درکړي چي دپیرانوپه جامه کي ددي لیوانوخطرناک اوایمان تروړونکي عقائدپه پرله پسی ډول لوستونکوته وړاندي کړی!محترمه داهم یوډول جهاددی اودامربالمعروف اونهي عن المنکر په حکم کي هم داخل دی،هغه دمسلم حدیث خوبه درته معلوم وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي که په تاسوکي چامنکرکارولیدنوپه لاس دي منعه کړي،که يي ددي وس نه ووپه خوله دي منعه کړي اوکه يي ددي وس هم نه وونوپه زړه دي وکړي اوهمداضعیف ایمان دی . موږبه هم له خپل وس سره سم درسره همکاري کوو.
دپیرانو عقیده او مذهب
chaparharay
19.01.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته
ښاغلی محترم مجاهد او داعی الی الله الشیخ حذیفه وروره ستاسی د تاءید اوراسره ملتیا نه ډییییییییییییره مننه
که تاسی راسره مله شی نو ځمونږ ارادی به ان شاءالله نوری هم مضبوطی شی او داقتصاد نه هم ډیر خراب نه یو دالله شکر دی دومره حلال ګټو چی ګذاره مو ښه پری روانه ده جمع کول مونږ نه کوو او روان کار پری چلیږی هسی خو زارق دټولو بندګانو یو الله دی خو درسول الله صلی الله علیه وسلم په اتباع سره کارباید وکړو چی چاته محتاج نشو او نه چا نه دپیمانو او سرسایه او خیرات په طمع شو
نوخبر می ددی کوله چی اقتصاد ډیر بد ندی او کتاب پری اخستی شو زه اوس لپاره په پیښور کی یم او د سفر نه راستون شوی یم اودیو میاشت لپاره دلته یم هغه بله ورځ تاسی لیکلی وو چی که چا دا کتابونه راپیدا کړل ماته دی راولیږی پرون می چی کله دا کتاب رانیوه نو ملګری ته می چی کتابخانه لری لست ورکړ ستاسی د کتابونو نوچی هغه یی راکړی ان شاءالله ضرورو یی درلیږم
دا ډیر ضروروی جهاد دی ډزی به هم کوو اودعوت به هم چلوو دمسلح جهاد نه هم ان شاءالله روسته نه یو برخه پکی لرو اودعوت به هم چی څومره ځمونږ په وسع کی وو کوو ان شاءالله
او تاسی اومونږ بس یو مومنین یو عقیده یو لاره یو دوست یودوشمن اعنی هر شی کی سره یو یوو ان شاءالله او اوس نو نور هم ډاډه شوم چی تاسی د ملګرتیا غږ راوکړ
هو رښتیا وروره هغه ستاسی کتابونه که راورسی نو په کوم ادرس یی درولیږم ماته په شخصی پیغام کی که خپله پته راکړی ښه به وی یا زه په اثراباد عند(الجامعةالاثریة المرکزیة)سپینه وړۍ پیښور کی اوسیږم که غواړی نو خپل اصلی نوم او مکمل ادرس به په شخصی پیغام کی درولیږم
ډیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییره مننه
ستاسی ورورو چپلیاری
ډاکتر څپاند
20.01.2011
دا خلک څوک دي او څه کوي؟
http://www.youtube.com/watch?v=b9mHaA2rMoQ&feature=player_embedded