ادبي ټوکې ټکالې
د ډاکټر نجیب ټوکه
قريش
16.01.2011
تندر،پښتون،هوتک،ملابختور.... اونور
نن دټوکو په خونه کی ډاکټرنجیب الله هم غواړی موږته یوه ټوکه وکړی.
راځۍ په ګډه یی تری واورو:
http://www.youtube.com/watch?v=0TlRTHcPYfs&feature=related
پښتون.
16.01.2011
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: که څوک د ډاکټر نجیب الله د لیدلو توان نلری بیا دی دلته ولولی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6152
واه واه واه واه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ټوکه نه لیکم،ځکه وایی ټوکی کول ښه ندی او بعضی حتی وایی چی ګناه لری.او حتی بعضی د عقل او شعور نه خلاص دا فکر لری ګنی دلته چی چا ټوکه ولیکله یا ټوکی کوی نو دا به کوم جوکر او یا متخصص د ټوکو وی.
در حالیکه ما زیاتره د ټوکو مخالفین او یا د خوشخویی مخالفین لیدلی چی د اعصابو په ناروغی اخته ، بخیلتوب او بی اتفاقی ته لمن وهل، او چټی په نورو تور لږول یی عادات وی.
نو نور به په سیاسی او اسلامی بحثونو کی ګورو چی داپاخه لیکوالان(اګر چی په یو خای کی می ولوسته چی دلته په ټول افغان کی د يو سره ټول لیکوالان د املا او انشأ په تکلیف اخته دی)، سیاستمداران او مولایان صاحبان څومره یوبل دګی ،رټی او اخر د موضوع یی هیڅ ،بی نتیجی او حتی لیکنی ړنګی اویا تا ویل ما ویل،او لیکوال مجبور شی چی وتښتی او له سره په بل نوم په لیکلو پیل وکړی .دا چی څوک حقیقت وایی نو د خو یواځی الله پاک پوهیږی.
قريش
16.01.2011
پښتونه ډیره بښنه چی ټوکه می تکراری لیکلی. خو داوروستۍ خبری دی ماته داسی تصادفی افکار نه معلومیږی چی یوپه یو دافکر درلویدلی وی،زه درسره بالکل موافق یم خوداسی پوه شوم چی چاغوسه کړی یی ماخونن پرته دټوکوفورم نه بل ته سرندی ورښکاره کړی که ددی غوسی انګیزه دی ولیکلی چی آیا چاڅه ویلی چی ته یی داسی خبروته مجبور کړی او که په بله کومه خبره داسی قهریدلی معلومیږی؟؟ :cry: :cry: :cry: :cry:
پښتون.
16.01.2011
قریشه ټوکه دی ډیره ښه او په ځای لیکلی ده.هغه ادرس خو ما پدی خاطر چی کیدای شی څوک یی د ویدیو د لیدلو توان ونلری او بل دا چی اوس څوک داسی په جرات دلته په کومه ویدیو کلیک نکوی چی بیا به یی په ورځو خوبونو او د خولی خوند خراب وی.
او نور افکار می همدلته په فورم کی ګډوډ شول .په همدی بی ځایه نی وکو او کلانکاریو باندی تندر صیب هم له دی ځایه غیب ښکاری .د ټول افغان ګډونکوونکی څو زره ته رسیدلی ولی خوزیږی پکښی همدا په شمار څو نفره.او چی ځان میلډ یا انلاین نکړی نو د سره د ټوکو خونی ته راتللی نشی نو بیا څه لپاره ټوکی ولیکو.
محمدزمان هوتک
16.01.2011
سلامونه قریش ، پښتون، تندر، اوټولوته
یاره قریشه ته چیری یې ناځوانه چه پته دی نسته:
پښتونه یاره خبره دی بیخی پرځای ده هر وخت چه دټوکو فورم ته راځی ځان به انلاین کوی دازموږ اوستاسی دټوکو لیکلو سزا ده؟ ماته یې نن غوسه راوسته توله ورځ می ځان ورته آنلاین پریښودو ماویل چه پدی آنلاین کی کومه ګټه دوی ته رسیږی داخوبه نن لږ ور ډیره کړو
قریش اوپښتونه یاره خپله دیره مه پریږدی موږاوتاسی ته هم دکرزی په واک كی دایو فورم راپاته دی دکلی په حجرو کی خو که ګپ کوی دستی به داشغالګرو لخوا چاپه درباندی وهل کیږی خدای ج خبر چه بیابه څه دراسره کیږی
اوس خو ټوکه نه لیکم بیابه که ژوند وو ګپ سره کوو
خوشحاله اوسی
قريش
17.01.2011
هوتکه ډیره موده بعد، شه راغلاست هرکله راسی. زه او پښتون درسره په دی ورځو کی ډیره ګوزاره کوو ځکه چی ستاوخت په دی میاشتوکی ډیر قیمتی دی نو نه دی مجبوروو چی فورم ته ځان راحاضرکړی.
خوزما په فکر داشغالګرو چاپی تنهاپه کورونو او دیرو باندی نه وی،دلته په فورم کی هم په اشغال ضد لیکنو اولیکوالانو باندی ډیری چاپی وهل کیږی همداوجه ده چی زه ګورم ډیرو لیکوالانو دفورم نه کډه کړی.
خو یاره هوتک صاحب زه نه پوهیږم چی ریشتیاهم داسی مصروف یی چی هرځل راځی اودبل وار دګپی وعده راکوی، او که موږته ځان مصروف راښیی. زما یوملګری وه موږدواړو یوچیری درس شروع کړی وه موږ په هغه ځای کی دځینو لاملونو دکبله له ورایه معلومیدو اودخلکوتوجه به زموږپرلور جلب وه چی کله به هغه ځای ته ورنږدی شوو ملګری به می راته ویل ځان جدی ونیسه چی مصروف ښکاره شو زه خو ددی شیانو په قصه کی نه وم خوملګری می نه غوښتل چاته ځان کم راولی نوکتابونه به یی هم په یو بل رقم په لاس کی ونیول اوګامونه به یی هم چټک کړل خپل مسیر ته به یی کتل اخوادیخوا یی نه کتل او نیغ به ددرس ځای ته ننوتو اودراوتلو په وخت کی به هم همدا عمل تکراریده هلته نه تم کیدو اودعجلی نه به مو کاراخیست تابه ویل چی ولا سړی ډیرزیات مصروف دی،خو چی لږبه دخلکو دسترګو نه پناه شوو بیابه نه پوهیدو اوس چیری لاړشو ځکه چی داسی به اوزګار وو. اوس هوتک هم چی هرځل راځی وایی اوس وخت کم دی بل واربه ګپی کوو یادی ته ورته نورشیان لیکلی چی موږ ته یی ځان ډیر مصروف معرفی کړی نه پوهیږم چی ریشتیا به هم مصروف وی او که زمادملګری پشان نه غواړی چاته ځان کم وښیی. :) :) :) :)
دورګو ورونو په اجازه
قريش
17.01.2011
په هرحال وایی چی دیو.... (مشهورولایت اوسیدونکی) نه چاپوشتنه وکړه چی باد (پسکۍ) څه ته وایی؟
هغه خپله دا یوه پښه جیګه کړه او زور یی کړو، په زور زور کی تری غټ کار خراب شو (غټ اودس ماتی تری وشو). ده ورته ویل: مادرڅخه دلغت دمعنی پوښتنه کړی وه او تا په جمله کی استعمال کړ؟. :shock: :shock: :shock: :shock:
:D :D :D :D :D :D