نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د(وهابي څوک دی؟) په ځواب کي
حذيفه
15.01.2011
د (وهابي څوک دی؟) په ځواب کي
دپښتوانټرنيټي نړۍ په مختلفوپاڼوکي دګرزېدوپرمهال مي دټول افغان ویب سایټ دویبلاګونوپه برخه کي پریوه لیکنه سترګې ولګېدې چي سرلیک یې وو: (( وهابي څوك دى؟........ لومړۍ برخه )) نوسمدستې مي پرهمدې سرلیک ماوس کلیک کړڅودلیکنې محتواوګورم کله چي پاڼه خلاصه شوه دښاغلي مولوي محمدقاسم انقیادي په نوم یوه سړي لیکلې وه اومنځ پانګې یې له علمي پلوه دومره رکاکتونه اوخامۍ درلودې چي اصلا لیکنه نه وه بلکي دیونابالغ ماشوم په شان یې څوګډې وډې لیکلې وې . اوس به راشودده لیکنې ته :
((وهابي څوك دى؟........ لومړي برخه 13.01.2011 10:54 ))
ليكوال: مولوى محمد قاسم (انقيادى)
اياوهابيان پيژني؟؟؟
((په اسلامي امت كي خامخا داسي خلك پيداكيږي چي دټول امت څخه په جلا لاره روان وي او وروورو يوه غټه ډله ورڅخه جوړه سي ځكه چي حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي :
زما امت به پر ۷۳ ډلو باندي وويشل سي او ټول به په دوږخ كي وي خو يوه ډله به په جنت كي وي اوهغه (ناجيه) ډله ده چي دْرسول اكرم (ص) سنت پرځآي كوي اوټول يو جماعت وي.))
ښه محترم انقادي صاحب! داته چي کوم چاته وهابیان وايې،هغوئ څه کوي،څه عقائدلري اوکوم داسي څه یې تر سره کړي چي له امته یې لاره بېله کړې ده؟ مهرباني وکړه لږموپه پوه کړه اوګوره چي کله دهرچاپه اړه نظرنقلوې بایددقیق اومستندوي فتاوي خبرې اوهسي اوازې مه رانقلوه .
محترم مولوي صاحاب بیالیکي :
((څرنګه چي دوهابيانو ډله له ډيرْي پخوازماني د ديني عالمانو په جامه كي ځانونه ښكاره كوي اوډيرْۍ هغه كسان چي نه ديني او نه عصري زده كړي لري له خپلي لاري څخه بي لاري كوي ، په اصل كي دغه ډله خلك دابليس دنماينده ګانو په صفت دخلكو په منځ كي دګمراهي تخم پاشي اوخلكوته دغلطي لاري ښوونه كوي ،))
ښه محترم مولوي صاحب ستاتردې تونده ژبه ځارسم دیني علوم څه شي دي اوته دخپل شخصي برداشت له مخې څه شي ته دیني علم وايي چي داخواران یې نه لري؟ اوته څوک پېژنې چي دوئ بې لاره کړي خودهغوئ بې چاره ګانوهیڅ نه ووزده نه په دین پوهېدل اونه په دنیا؟ همدارنګه هغه کومې خبرې وې چي دوی خلکوته کړې ده مګر په اسلام کي ځای نه لري،نه قرآني دلیل لري اونه حدیثي؟ هو! که یې ته عقائداوافعال راته وړاندي کړې موږبه یې دشریعت په رڼاکي مطالعه کړوکه یې رښتیاهم دقرآن اوصحيح سنت خلاف شیان په خلکوکي خپرول نوموږبه یې هم هرومرودشیطان نمائندګان وبولواوخلکوته به ووایوچي که کوم څوک داسي عقائدلري هغه ګمراه دی دلائل مودادي . خومحترم مولوي صاحب ته مهرباني وکړه له یوباوري اوکره مدرکه دهغوئ عقائداوافعال راته بیان کړه هسي په تاویل ماویل کیسه نه حل کېږي،ځکه پریوچاحکم هغه وخت کېدای شي چي نظریات یې مطالعه کړو.
محترم مولوي صاحب بیاهم داسي مهرباني کوي :
((دداسي عالمانو په هكله حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي چي :زه دهغه ليوه له خربۍ څخه چي په بي چوپانه رمه ګډسي دومره نه بيريږم لكه د يوه بدعالم څخه چي زما په امت كي پيداسي .))
محترم مولوي صاحب!زه به په علمي بحث کي دااصل هم دروښیم چي کله یوآیت،یاحدیث اویادکوم کتاب عبارت نقلوې نوحواله یې بایدپوره وي . یعني دسورت نوم،دآیت نمبر،دحدیثودکتاب نوم،باب اوکه دحدیثو نمبرووهغه هم ولیکې،خوکه له یوکتاب څخه عبارت نقلوې هغه کتاب چي په هره ژبه وې لومړی دهغه خپل عبارت نقل کړه بیایې ژباړه وړاندي کړه وروسته خپله تبصره ورسره ملګرې کړه . خوله آيت اوحدیث سره به ډېر احتیاط کوې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي :
من کذب علیّ متعمدافلیتبوأمقعده من النار.(متفق علیه)
یعني چاچي پرماپه قصددروغ وویل هغه دي خپل ځای په اورکي جوړکړي .
همدارنګه وايي :
من حدث عني حدیثاویری انه کذب فهواحدالکاذبین .(متفق علیه )
یعني چاچي له ماحدیث نقل کړاوپه دې پوهېدی چي درواغ دی نودی هم یودروغجن دی .
په حدیث کي داحتیاط په اړه حدیثونه خوراډېردي هسي هم دروغ ویل ناروادي اوپه دین کي په ځانګړي ډول پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ خوبېخي ناروادي .
پورته چي تارسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوم قول منسوب کړی لومړی خویې له سندسره عربي الفاظ نقل کړه اوبیادکتاب حواله هم ورکړه چي دحدیثوپه کوم کتاب کي نقل شوی دی؟څووروسته پرې وږغېږوچي ایاحدیث صحیح دی که حسن،یاضعیف اوموضوعي؟
بیاداسي مهرباني کوي :
((څنګه چي دلته دوهابيانو دوهابيت اوددوي دتبليغ په اړه بحث كيږي نوغواړم چي ددوي دتاريخ اوعقايدو په اړه څه درته وړاندي كړم.دغه ډله چي دتيميه محمد بن عبدالوهاب مقلدين دي دهجرت په ۷۰۰ كال كي خلكو ته خپل ځانونه ښكاره كړل خوزموږ ګران هيواد افغانستان ته په ۱۳۸۵ كال كي پوره لاره پيداكړه ، سره له دي چي ديني عالمانو خپلو عواموته ددي ډلي دعقايدو په اړه معلومات وركړل خوبيا هم دغه ډله وتوانيدل چي يو څو دګوتو په شمار خلك خپل كړي او په خپله عقيده باندي يي په بشپړه توګه وپوهوي.))
محترم مولوي صاحب دلته دې بیاپښه ډېره بده ښویدلې ده . محترمه شیخ الاسلام أحمد تقي الدين أبو العباس بن عبد الحليم بن عبد السلام بن عبد الله بن أبي القاسم الخضربن محمدبن الخضربن علي بن عبدالله بن تيمية الحراني رحمه الله یوستردیني عالم،وتلی محدث،تکړه فقیه اولوی مجاهدددی چي په د۶۶۱هـ ق دربیع الاول پر لسمه یادولسمه ددوشنبې په ورځ دسوریې په حران نومي سیمه کي وزېږېداوددین په لاره کي یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي چي دلته یې بیان شونی نه دی خوبالاخره د۷۲۸هـ ق دذوالقعدې پر۲۰ددوشنبې په شپه د۶۹ کالوپه عمرددمشق په کلاکي چي هلته دوخت دجابرانوله خوابندي ووومړ. رحمه الله!
پاتي سومحمدبن عبدالوهاب رحمه الله نوهغه بېل شخصیت دی ابن تیمیه اومحمدبن عبدالوهاب دوه کسان دي مګرتادواړه یوبللي دي اوبیادي دمحمددپلارنوم له شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله سره یوځای کړی دی حال داچي دشیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله اومحمدبن عبدالوهاب رحمه الله ترمنځ ډېر زماني واټن دی . ښاغلې!شيخ محمد بن عبد الوهاب بن سليمان بن على بن محمد بن أحمد بن راشد التميمي په ۱۱۱۵ هــ ق کي چي له ۱۷۰۳میلادي سره سمون خورې داوسني سعودي دپلازمینې ریاض په شمال کي واقع ښار عیینه کي زېږېدلی اوپه ۱۲۰۶هـ ق کي چي له ۱۷۹۱میلادي سره سمون خوري دسعودي پایتخت ریاض ته نژدې په عیینه کي وفات سوی دی . ده هم داسلامي امت دسمون اوله هره پلوه په دین کي دورننوتو خرافاتوپرضددژوندله پیله ترپایه نه هېرېدونکي مبارزه وکړه . الله دي پرې ورحمېږي . اوس خوبه دي سرخلاص سوی وي چي دادواړه له زماني،مکاني اونسلي پلوه سره بېل شخصیتونه دي . که مووخت پیداکړان شاء الله ددوئ ژوندلیک اوخدمات به په یوه مستقله لیکنه کي درنولوستونکوته وړاندي کړو.
جناب انقیادي صاحب بیاوايي :
((له دي ډلي خلكو سره په ډيرو مجالسو كي زموږ ديني عالمانو پحثونه وكړل ، يودبل په مقابل كي يي دلايل سره وړاندي كړل چي بالاخره دغه منافقه ډله ملامت كړل سول او وعده يي وكړه چي بيا به موږ تبليغ نه كووخوپر خپله وعده يي وفا ونه كړه او څو وخت وروسته يي بيا هم خپلو تبليغاتو ته ادامه وركړه چي داهم دمنافقت ستره علامه بلل كيږي.))
ښه محترمه!تاسوله هغوسره چيري،پرڅه شي اوڅرنګه بحث وکړ؟ هغوئ ته موڅرنګه ماتي ورکړه اوپرکومه موضوع سره وږغېداست؟ کوم څوک چي ځان مسلمان بولي هغه په لیکنه،بحث اوویناکي سپکي سپوري اوپوچ وپاش نه وايي . پراړونده موضوع ددلائلواومنطق په رڼاکي اصولي بحث کوي . خوستالیکنه یوازي له کنځلواو دروغوډکه ده . په اصل کي ستالیکنه په ځواب نه ارزي ځکه ماشوم هم دهغې په رکاکت،بې علمۍ اواشدضعف ښه پوهېږي خوددې لپاره مي یې ځواب درکړچي نورخلک په شک اوترددکي واقع نه سي .
صاحب بیاوايي :
((ددوي دمنافقت يوه بله علامه داده چي هر وخت خپل ځانونه په جلا جلا نومونو خلكوته ورپيژني لكه: اهل حديث ، اهل سنت ، غيرمقلدين ، موحدين اوكله بيا دحنيفيت او حنبليت جامه په تن كوي خودوي په دغه نومونو كي هم درواغجن دي اوپه دغه ټولو كي ديوه عقيده هم نلري اونه يي مني.))
بیاهم نه استدلال سته اونه منطق ښکنځل دي اوبس . محترمه! ته نه مذهب پېژني،نه یې معنی اومقتضیات او همدارنګه په یوه مذهب کي دننه په بېلابېلوفکرونواواندونوهم خبرنه یې له همدې وجې که دهرمذهب سړی ستا دخېټي دخبرومخالفت کوي ته اوستاپلویان پرهغودوهابیت ټاپه لګوئ! په اوس وخت کي دسنت اوسوچه اسلامي عقیدې دمخنیوي په لارکي دوهابیت ټاپه خوراموثره ده مګرلله الحمددډېروخلګواوس سرخلاص سوی نورستاسوپه افسانواوبطن البیان نه غولېږي .
بیابه هم ده ته غوږسو:
((۱- رسول اكرم (ص) په يوه حديث شريف كي فرمايلي دي : هرڅوك چي په هره جامه كي مړ سي نو د اخرت په ورځ كي به په هغه جامه كي راپورته سي.))
محترمه!اول خوددې حدیث عربي متن اوسندذکرکړه وروسته دکتاب،صفحې اوهغه بحث حواله ورکړه چي دا حدیث پکښي روایت سوی دی .دحدیث پرمفهوم به هغه وخت خبرې وکړوچي یوځل په خپله حدیث ثابت سي .
بیاوايي :
((اهل حديث ددې حديث ترجمه داسي كوي:هرڅوك چي په هر ډول كالو كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډول كالو كي راپورته كيږي .))
ددواړوترجموترمنځ بایدګرامري اودحکم دمرتب کېدواختلاف په ګوته اوبیاپرهغه تحلیل سم علمي ردوکړې چي تاته غلط ښکاري اوس خودې دیوادعايي حدیث ترجمه په یودوه ځایه کي په لږفرق نقل کړې نه دحدیث اوسنددرک سته اونه دتحلیل وعلمي نقد.
بیاهم دی اورو:
((اهل سنت اوالجماعت ددي حديث شريف ترجمه داسي كوي :هرڅوك چي په هره ډله كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډله كي راپورته كيږي. په پورته حديث شريف كي داهل حديث اواهل سنت والجماعت ترمنځ ډير لږ توپير سته اوهغه د (تاويل) موضوع ده .اهل حديث دحديث شريف ظاهرته ګوري خواهل سنت والجماعت په حديث شريف كي تاويل كوي .))
محترمه لومړی داراته ووایه چي تاویل څه شی دی،څه وخت اړتیاورته پیداکېږي اوستاله ادعاسره سم په پورتني حدیث کي تاسي ولي تاویل کوئ اواهل الحدیث يي ولي نه کوي؟
بیاوايي :
((داچي وهابيان وايي چي موږ اهل حديث يا اهل سنت والجماعت يو نو درواغ وايي ځكه ددې دوو ډلو څخه ديوي ډلي څخه هم نه دي .))
ولي صاحب!په څه وجه درواغ وايي؟ ته لومړی داهل سنت والجماعت عقیده وړاندي کړه بیادوهابیانووروسته به معلومه سي چي دوئ رښتیاهم اهل الحدیث اویااهل سنت والجماعت دي که نه؟ تش په دعوونه پرچاددروغواو نه درښتیاحکم کیدای سی .
بیاوايي :
((۲- غيرمقلدين : داچي وهابيان خپل ځانونه غيرمقلدين خلكوته ورپيژني دادليل وړاندي كوي چي موږ يواځي په قران كريم اوحديث شريف باندي عمل كوو، خوداخبره يي هم غلطه ده ځكه چي دوي د تيميه او محمد بن عبدالوهاب كلك تقليد كوي.))
هغوی په څه شي کي دابن تیمیه اومحمدبن عبدالوهاب تقلیدکړی؟ اوته داراته ووایه چي تقلیدڅه معنی،حکم یې څه دی اوکه یې څوک ونه کړي هغه څرنګه دی؟
ورپسي وايي :
((۳- موحدين : همدارنګه دوي ځانونه دموحدينو ډله بولي چي ددي نامه معنى داده چي ز موږ څخه پرته نورټول درسول اكرم (ص) امت مشركان دي ، كه فكر وسي نوداخبره هيڅ امكان نلري چي ټول امت دي مشركان سي اويوازي دتيميه اومحمد بن عبدالوهاب ډله دي كلك مسلمانان وي.))
بیاهم هسي په اوازواوفتاوي خبروپسي روان یې شرک اوتوحیدپه اسلام کي اصول اوضوابط لري که یوڅوک پر یوکاردشرک حکم کوي نولازمه ده چي دهغواصولوپه رڼاکي یې وکړي . دشرک ټاپه لګول هسي هوايي پټاکۍ نه دي چي ایله دي کړه نورهیڅ مسؤلیت نه لري لکه څرنګه چي شرک په خپل ذات کي یوه مهکله اوایمان وړونکي ناروغي ده همدارنګه یې حکم هم ډېرسخت دی اوبېخي ډېردقت غواړي .
عادل عادل
15.01.2011
سلامونه
که په لاندې ډول وهابیت تعریف شي څنګه به وي:-
د اربعه مذاهبو څخه د هغو خرافاتو او غیراسلامي کلتور او دودونو چڼ وهلو ته چې د څلورو امامانو رحمه الله علیهم د زمانې نه وروسته یې د همدغو مذاهبو په تسلسل کې د مذهب تر سپیڅلي نوم لاندې ځالې کړې دي، وهابیت ویل کیژي.
که څوک د وهابیت له مجازي بلا څخه په ویره کې وي، نو ددې پر ځای چې پر ضد یې اسمان ته غونډاري وولي، د خپل مربوطه مذهب اصیلې بڼې ته دې رجوع وکړي، کیدای شي ډیر ژر به وویني چې یوه ورځ پخپله د خرافاتو او غیراسلامي فرهنګ څخه متاثره شوو امي مسلمانانو لخوا د ورته یاد شوي مجازي تور سره مخ شي.
ابن عبد الوهاب ته خو خدای د وخت حاکم په خدمت کې ورکړ نو ځکه خو یې په دعوت کې د حکمتونو کارولو ته اړ تیا پاته نه شوه، خو د نن سبا داعيانو اساسي خطاګانې په دې کښې دي چې په عین یادشوي اسلوب سره چې د نني عصر د مقتضیاتو په رڼا کې جارحانه دي، تر ټولو مخکې د طرف په جهل او کفر حکم کوي، تیر عبادت یې عبث نوموي، په قبرونو پسې یې راخیستې وي، او ټول ترکیز یې د مثال په توګه په صف کې د اوږو پر ځای په پوندو حساب کول وي.
یوه ورځ یوه ورور راته د شیخ باز رحمه الله یو کتاب چې د سوال او ځواب په بڼه وو، وښود، ډیر په زړه پورې او ګټور مسایل یې څیړلي او روښانه کړي وو، د کتاب اکثره مسایل په زیارتونو، قبرونو، هدیرو، په هدیره مسجد جوړول، یا په مسجد کښې مړی خښول او داسې نورو ټکو باندې څرخیدل.
پورته کتاب ته په اشارې سره د کال په 365 ورځو کې کیدای شي مونږ او تاسو ایله یوه ورځ د مړي، هدیرې او زیارتونو له مسایلو سره مخ شو، نو زما ملاحظه په اسلامي دعوتګر باندې دا ده چې وروره تاسو زما د یوې ورځې په مسایلو پسې لګیدلي یاست، په داسې حال کې چې د پاته 364 ورځو کې بې شمیره نور عبادتي، اخلاقي، عقیدتي، ټولنیز، کاروباري او سیاسي مسایل دي چې باید یوشان رسیدګي ورته وکړل شي.
په بل عبارت که خبره د خرافاتو وي نو خرافات خو د انساني ژوند په هره ناحیه کې اسلامي ټولنه تهدیدوي، نو د داعي لپاره د خرافاتو په وړاندې د مبارزې سنګر هم داسې وي چې د انساني ژوند هرې ناحیې ته شامل وي، نه دا چې د قبرونو په څیر په داسې شیانو ترکیز وکړي چې د مسلمان سروکار ورسره په یوکال دوه کې یو ځل هم نه پیښیژي.
و.افغان
15.01.2011
محترمو وروڼو!
زه خو دېته حيران يم، چې تر څو به نفعه پرسته خلک د مادي نفعو په خاطر باندې په ډېر
بېشرمانه ډول په تاريخي حقائقو سترګې پټوي.
او اهل حديث به محمد بن عبد الوهاب ته منسوبوي، يا چې ډېر زور ووهي، نو اوه سوه
کاله مخکې وفات شيخ الاسلام ابن تيمية ته يې منسوبوي.
درحاليکه حديثي متجدده مدرسه چې د اهل الحديثو د مدرسې په نوم د تاريخ په اوږدو
کې ياده شوې ده، په اسلامي تاريخ کې د صحابه کرامو تر وخت اوږدې ريښې لري.
نن شپه زه په يوه حديثي څېرنه کې بوخت وم، کومپيوټر مې مخې ته خلاص وو،
په کومپيوټر کې يو لوی الکتروني اسلامي کتابتون لرم، چې الشاملة نوميږي، کوم
چې الحمد لله د نړۍ به ګوډ ګوډ کې خپور دی.
زړه کې مې راوګرځېدل چې راځه د (أهل الحديث) کلمه په بحث (سرچ) کې ورکړه،
چې څومره نتيجې درته راباسي.
د سرچ يا بحث توکمه مې کېکاږله، او نور په خپل کار مشغول شوم، لږ ساعت
وروسته ګورم، چې په دغو اسلامي کتابونو کې د سلفو کرامو د قديمه کتابونو نيولې
تر اوسنيو کتابونو پورې د اهل حديث کلمه 36217 شپږ دېرش زره دوه سوه
اولس کرته تکرار شوې ده، سره دې چې ریسرچ لا په ټولو کتابونو کې پوره شوی وو،
پروګرام هنګ شوی وو.
نتيجه د انځور په شکل کې ستاسې مخې ته ږدم.
http://www.facebook.com/photo.php?pid=31254101&l=8c1f5f4d22&id=1209171848
او ورسره د شرح العقيدة الطحاوية هغه متن راخلم، چې د اهل الحديث کلمه په کې
راغلې ده، او د شرح العقيدة الطحاوية مؤلف ابن أبي العز الحنفي پرې تبصره کړېده،
پاتې دې نه وي، چې العقيدة الطحاوية د علامه الحافظ المحدث المتقن الامام
أبو جعفر الطحاوي کتاب دی، کوم چې د لويو حديثي کتابونو مؤلف هم شمېرل کيږي،
دی حنفي مذهبه دی، خو متعصب نه دی، د ده اعلی ترين کتاب په حديث او فقهه کې
شرح معاني الآثار نن سبا د الجامعة الاسلامية په پوهنتون د دکتورا په 18 علمي
رسالو کې تر تحقيق او توثيق لاندې دی.
د العقيدة الطحاويې شارح هم يو لوی حنفي مذهبه عالم دی، چې په ابن أبی العز الحنفي
باندې مشهور دی، د طحاويې ډېرې شرحې شوي دي؛ خو يوې شرحې هم تر اوسه دغې
ښکلې شرحې ته نه رسيږي.
دا چې متأخرينو ځينو کم علمه فقهاوو په مذهبونو کې له آخوا دېخوا پيرانو او
خليفګانو او منطقيانو څخه غلطې عقيدې خپلې کړې، او د خپلو اسلافو لارې يې
پرېښودې، او بيا ظلما وزورا وبهتانا دغه غلط عقائد او ناسمې مفکورې خپلو اسلافو
ته منسوبوي، نو دا يواځې د همدوې په ګمراهۍ او له حق او حقيقت څخه په لريوالي
دلالت کوي؛ البته خپلو اسلافو ته هيڅ ډول ضرر نشي رسولی.
او مونږ به تر خپلې وسعې پورې د دغو ټولو مذهبونو د اسلافو وتابعيهم باحسان له
تګلارې څخه په کلکه دفاع کوو، او د هغوی له پاکې لارې ټول هغه څه لرې کوو، چې
ظلما وزورا وبهتانا په هغوی تپل شوي وي، او د هغوی لپاره به مغفرت غواړو. عملا بقول الله عز وجل.
والذين جاؤوا من بعدهم، يقولون ربنا اغفر لنا ولاخواننا الذين سبقونا بالايمان، ولا
تجعل في قلوبنا غلا للذين آمنوا، ربنا انک رؤوف رحيم.
په درنښت
و.افغان
16.01.2011
http://www.gmrup.com/gmrup-live/gmrup12951350591.bmp
حذيفه
16.01.2011
محترم عادل صاحب لیکلي چي ابن الوهاب په دې کي فکرکوم شرعي غلطي سته ځکه الوهاب دالله جل جلاله صفت دی اوهغه زوی نه لري اودشیخ الاسلام محمد دپلارنوم عبدالوهاب دی نه وهاب هیله ده چي خپلې تېروتنې ته متوجې سې .
پاتي سوه په اوس وخت کي پرموضوعاتودقلم اوچتولوخبره نورښتیاهم باید هرڅوک دوخت اوځای له غوښتنوسره سم یوه موضوع په هغه ډول وڅېړي چي دحالاتوتقاضا وي . ابن بازرحمه الله چي پرقبرونواوزیارت کومه رساله لیکلې نوهغه دخپل وطن شرائطواومقتضاووته په پام لیکلې ده،ځکه هلته دقبراوزیارت کیسې په ورځ کي ترسواووځله هم ډېرې پیښیږي له همدې امله هلته ورته سخته اړتیاده . زمااوستاپه ټولنه کي لومړۍ اړتیاداده چي په خلګوکي دقرآن کریم اوصحیحونبوي سنتوعلم عام سی هغه که دعقیدې په اعتباروي،که دعباداتو،که دمعاملاتو،که دادابواو اخلاقو،که دسیاسي ژوندپه اعتباروي اوکه دفردي واجتماعي،سیاست وي که فرهنګ اویاښوونیزنظام په هرڅه کي بایدقرآني اونبوي سنت په پام کي ونیول سي له ځانه جوړسوي خرافات،بدعات اوچټیات نه باید ددرسي نظام برخه وي اونه دمنبر ولیکنې . په ټوله کي بایدهرعلمي فن دقرآن کریم اونبوي صحیح سنت تابع وي اودا دوه مصدره دمعیاراوملاک حثیت ولري نه دفرعې اودویم درجه مأخذ.
عادل عادل
16.01.2011
سلامونه
محترم حذیفه وروره ستاسو د لیکنې او پر ځای نیوکې څخه مننه کوم، ابن الوهاب مې ستاسو د ملاحظې سره سم ) ابن عبدالوهاب( اصلاح کړ، یو ځل بیا مننه.
و.افغان
16.01.2011
عادل عادل صاحب:
له امام ابن باز رحمه الله سره زياتی مه کوئ.
هغه به دغه د مذکورو مسائلو لپاره مخصص کړی وو.
راشه د دين په اخروي او دنيوي امورو کې يې موسوعه فتاوی وګوره چې په 27
مجلدو كې چاپ شوې ده، او هر مجلد يې نږدې 1000 پاڼې دی.
ابن باز هغه عالم دی، چې د قال الله تعالی ، وقال رسول الله صلی الله عليه وسلم،
مدرسه يې را ژوندی کړه، د هر ځواب سره به يې د قرآن او حديث دليل ضرور سوال
کوونکي او مستفتي ته وړاندې کاوه.
[img]http://alnemr.com/attachment.php?attachmentid=14649&d=1204830829[/img]
http://alnemr.com/attachment.php?attachmentid=14649&d=1204830829
نور كتابونه چې امام ابن باز ليکلي دي:
حواشي المجموع على التحقيق والإيضاح
شرح بلوغ المرام كتاب الحج
التحقيق والايضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنة
تعلیق علی العقيدة الطحاوية.
تعليق علی فتح الباري شرح صحيح البخاري.
الفوائد الجلية في المباحث الفرضية. په ميراث کی دی.
[quote:a40357c508="عادل عادل"]سلامونه
که په لاندې ډول وهابیت تعریف شي څنګه به وي:-
د اربعه مذاهبو څخه د هغو خرافاتو او غیراسلامي کلتور او دودونو چڼ وهلو ته چې د څلورو امامانو رحمه الله علیهم د زمانې نه وروسته یې د همدغو مذاهبو په تسلسل کې د مذهب تر سپیڅلي نوم لاندې ځالې کړې دي، وهابیت ویل کیژي.
که څوک د وهابیت له مجازي بلا څخه په ویره کې وي، نو ددې پر ځای چې پر ضد یې اسمان ته غونډاري وولي، د خپل مربوطه مذهب اصیلې بڼې ته دې رجوع وکړي، کیدای شي ډیر ژر به وویني چې یوه ورځ پخپله د خرافاتو او غیراسلامي فرهنګ څخه متاثره شوو امي مسلمانانو لخوا د ورته یاد شوي مجازي تور سره مخ شي.
ابن عبد الوهاب ته خو خدای د وخت حاکم په خدمت کې ورکړ نو ځکه خو یې په دعوت کې د حکمتونو کارولو ته اړ تیا پاته نه شوه، خو د نن سبا داعيانو اساسي خطاګانې په دې کښې دي چې په عین یادشوي اسلوب سره چې د نني عصر د مقتضیاتو په رڼا کې جارحانه دي، تر ټولو مخکې د طرف په جهل او کفر حکم کوي، تیر عبادت یې عبث نوموي، په قبرونو پسې یې راخیستې وي، او ټول ترکیز یې د مثال په توګه په صف کې د اوږو پر ځای په پوندو حساب کول وي.
یوه ورځ یوه ورور راته د شیخ باز رحمه الله یو کتاب چې د سوال او ځواب په بڼه وو، وښود، ډیر په زړه پورې او ګټور مسایل یې څیړلي او روښانه کړي وو، د کتاب اکثره مسایل په زیارتونو، قبرونو، هدیرو، په هدیره مسجد جوړول، یا په مسجد کښې مړی خښول او داسې نورو ټکو باندې څرخیدل.
پورته کتاب ته په اشارې سره د کال په 365 ورځو کې کیدای شي مونږ او تاسو ایله یوه ورځ د مړي، هدیرې او زیارتونو له مسایلو سره مخ شو، نو زما ملاحظه په اسلامي دعوتګر باندې دا ده چې وروره تاسو زما د یوې ورځې په مسایلو پسې لګیدلي یاست، په داسې حال کې چې د پاته 364 ورځو کې بې شمیره نور عبادتي، اخلاقي، عقیدتي، ټولنیز، کاروباري او سیاسي مسایل دي چې باید یوشان رسیدګي ورته وکړل شي.
په بل عبارت که خبره د خرافاتو وي نو خرافات خو د انساني ژوند په هره ناحیه کې اسلامي ټولنه تهدیدوي، نو د داعي لپاره د خرافاتو په وړاندې د مبارزې سنګر هم داسې وي چې د انساني ژوند هرې ناحیې ته شامل وي، نه دا چې د قبرونو په څیر په داسې شیانو ترکیز وکړي چې د مسلمان سروکار ورسره په یوکال دوه کې یو ځل هم نه پیښیژي.[/quote:a40357c508]
عادل عادل
16.01.2011
سلامونه
دروند وهاج صیب
استغفرالله، زه هیڅکله د ابن باز رحمه الله د هیڅ یوه کتاب او خبرې مخالف نه یم، زما یې د هر کتاب هره مسله د زړه تل ته لویژي، ارمان کوم چې کاش نوموړي ګټور کتابونه پښتو ته ژباړل شوي وای.
زه شخصا د اهل حدیثو او وهابیانو په فرق او تاریخي شالید هومره چې ښایي نه پوهیژم، نو هیله ده چې زما د عامې ملاحظې نه بل ډول تاویل یا استنباط ونشي.
حذيفه
16.01.2011
د(وهابي څوک دی؟) په ځواب کي (دوهمه حصه)
دمولوي محمدقاسم انقیادي په نوم یوچادوهابي څوک دی ترعنوان لاندي یولیکنه کړې وه چي مخ کي یي اوله حصه نشرسوې وه اواوس یي دادئ دوهمه حصه هم پرلیکه کړې چي په دي حصه کي یي هم له افواهاتواواوازوپرته هیڅ نه دي وړاندي کړي . دی لیکي :
((دوهابيانو دغلطو عقايدو يوڅومثالونه : درسول الله (ص) پر ټوله امت باندي بد اولعنت وايي .))
لومړی خوجناب انقیادي صاحب ته په کاروه چي اول یي دده په خبره دوهابیانودپیدا کېدوتاریخ،دراټوکیدوسیمه،مؤسس اودهغوئ مشران خلګوته ورمعرفي کړي وای اوبیا یي په خپله دهمدوی له کتابوڅخه ددوی عقائداونظریات بیان کړي وای . هسي په هوايي خبروه خلګ نه غولیږي اونه خلګ دومره ساده دي چي په هوايي پټاکیوپسي ولاړسي دا چي ته وايي درسول الله صلی الله علیه وسلم پرټول امت لعنت وايي داهم سوچ دروغ دي ستاله ویناسره سم څوک چي ته وهابي بولي هغه په کوم کتاب کي پرټول محمدي امت لعنت اوبد ویلي دي؟ که دي کتاب ته حواله ورکوله نوکتاب بایدبشپړمعرفي کړې یعني چالیکلی څوټوکه دی،څه وخت چاپ سوی اوداخبره یې په کوم بحث اوکومه صفحه کي کړېده ؟.
بل ځای وايي :
((دڅلورو طريقو څخه انكار كوي)).
هو!هرڅوک چي رښتنی مسلمان وی اوپه قرآن کریم وصحیحواحادیثوکي معلومات ولري هغه به ضرورڅلورطریقې نه مني څوک چي یي مني هغوی یاخپله ګټه په همدې کي ویني اویاپه قرآن کریم اونبوي احادیثوکي سم معلومات نه لري .
بیاوايي :
((دڅلورومذاهبو اومجتهدينو له تقليد څخه انكار كوي))
محترمه!ته یوځل ماته تقلیدتعریف اوتوضیح کړه وروسته به یي حکم بیان کړوچي په شریعت کي دتقلیدحکم څه دی؟ دیوشي دماهیت ترپیژندومخ ته پرهغه حکم نه سي کیدای .
بیاوايي :
((داولياء كرامو(رح) دكرامت څخه انكار كوي)).
محترمه!اول ولي معرفي کړه چي دشریعت له نظره ولي څوک دی؟ اوبیاکرامت هم تعریف کړه چي کرامت څه ته ویل کیږي خوګوره تشریحات بایدپه نصوصوثابت سي نه په ماویل اوتاویل .
بیاوايي :
((داولياؤ اوروحانينو (رح) څخه كومك غوښتل شرك بولي .))
ایاله اولیاوواوروحانینوڅخه په ژوندکي تراسبابولاندي کومک غوښتل شرک بولي؟ اوکه په ژوندکي هغه وخت چي ظاهري اسباب کارنه سي کولای اویاهغه مړوي یوسړی ورځي له هغه اولادغوړاي،دمشکلاتوپه حل کي يي راننګوي اوهیله لري چي دهغه په رابللوبه یې مشکل حل سي؟ که اول قسم وي نوداډول کومک خوهرسړی کولای سي ته کولای سي یوه سړي ته ووايي چي یوڅوروپۍ راکړه لاس مي تنګ دی اوهغه کومک درسره وکړي اوکه دوهم قسم وي یعني یوسړی ستاپه نزدښه شخصیت وي ته په ژوندکي ورسي ورته ووايي : اې فلانیه!ته دعاراته وکړه چي زماکارسم سي یاالله بخښنه راته وکړي نوداهم په شریعت کي ممنوع نه دی،خوکه ته ورسې ورته ووايي زماکارډیرخراب دی راسم یې کړه،فلانی ځای مي موټرچپه سوی دی راپورته یې کړه،پرماپام کوه که ته خبرسوې اوما ته کوم تکلیف رسیدی راڅخه منع کوه یې اویاهغه مړوي ته ورسې قبرته یي ودریږي دستونزوپه حل کي يي راننګوې،مرسته ورڅخه غواړي اوالله جل جلاله ته یي دسپارښت کوونکي په حیث پیشوي نوایاته اسلام ورته وايي؟ شرک یې نه بولې؟ نوبیادمکې کافران ولي مشرکین وو؟ هغوئ هم داسي ویل :
((وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ))
(یونس : ۱۸)
ترجمه : دوی له الله څخه پرته دهغه څه عبادت کوي چي نه تاوان ورته رسوي اونه نفع او دوی وايي دامودالله په حضورکي سپارښت کوونکي دي،ورته وویه ایاتاسوالله ته دهغه شي خبرورکوی چي ده ته نه په اسمانوکي معلوم دي اونه په ځمکه کي،الله له هغه څه چي دوی یې ورسره شریکوي پاک اولوړدی .
په دې آیت کي الله وویل چي کافرانوله دې وجې دصالحانواوښوخلګوعبادت کاوی چي ویل یي دامودالله په حضورکي سپارشیان دي هیڅکله هغوئ داسي نه دي ویلي چي ځمکه،اسمان،انسانان،غرونه اوکائنات ددوئ هغوبتانوپیداکړي چي دښواونیکوخلګو په نوم یي جوړکړي وو.
بیاوايي :
((دمړو لپاره خيرات وركول بدعت بولي .))
دمړولپاره خیرات ورکول څه معنی؟ ایادهغه په نوم نذرکول،یادهغوپه نوم ذبحه کول اوکه دهغوی دایصال ثواب لپاره خیرات کول؟ که اول شق وي نونه یوازي داچي بدعت دی بلکي شرک هم دی ځکه نذرعبادت دی اوعبادت له الله جل جلاله پرته هیچاته نه سي کیدای ددویم شق حکم هم داسي دی . اوکه دریم شق وي نودقرآن کریم اونبوي سنت له مخي جواز نه لري .
بیاوايي :
((درسول الله (ص) او نوروانبياؤ(ع) زيارت ته سفركول شرك اوحرام بولي . ))
په دې ځای کي دسړي نیت ته کتل کېږي که یوسړی ددې لپاره تللی وي چي له هغوی څخه دمشکلاتواومصائبوپه حل کي مرسته وغواړي،هغوئ ته فریادوکړي اوخپله استغاثة ورته ورسوي نوداخودهرهغه مسلمان په نزدشرک دی چي قرآن کریم اودرسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مني . اوکه په دې نیت ځي چي دنبي قبرته تګ ثواب لري او ددې لپاره یې مقصودي سفرکړی وي نوداکارشرک نه بلکي ناروادی . مقبرې یاهدیرې ته به سړی یوازي ددې لپاره ځي چي مرګ اواخرت ورپه یادسي څوپه ائنده کي ښه اعمال وکړي دقبرزیارت له دې پرته بله هیڅ غایه اوغرض نه لري .
بیاوايي :
((دانبياؤ(ع) او اولياؤ(ع) پرارواح باندي توسل حرام اوشرك بولي .))
هو!دقرآن کریم په ویناداکارمشرکانوکاوی چي دلیل یي ماپورته وړاندي کړته که دلیل لرې راته وړاندي یې کړه .
یوبل ځای په چټیاتوسرسوی اووايي :
((امكان سته چي خداي(ج) دي درواغ ووايي(نعوذباالله من ذالك).))
بیاهم ستاله ویناسره سم کوم څوک چي ته وهابي بولې نوهغه په کوم کتاب کي ویلي چي ممکن الله جل جلاله دروغ ووايي؟؟ بې ځایه په خلکوپسي دروغ مه وایه! له الله وویر یږه څوک چي تش په نوم مسلمان هم وي هغه داسي نه وايي . فکرکوم په دماغ اوذهن کي دي له افتراوواودروغ ویلوپرته بل هیڅ هم نه سته بي مدرکه فتاوي خبري دي په مخه راخیستي دي اولګیایې دیوې سلسلې په شکل یې خپروې که دي ادناشعورهم وی داسي دلېونیانواوماشومانوخبري به دي نه کولې هغه مشهورمتل دی چي له خې دخدایې اوله قافه دقابله رامعلوم سوې طالب ګله!دټول افغان درانه ویب سایټ ته نه دي په کارداډول یو لېوني ته هم دویبلاګ دپرانیستواجازه ورکړي اوکه داویبلاګ دبل چاوي نودسایټ اداره بایدهغه ته خبرداری ورکړي چي په راتلونکي کي داسي خرافات،ښکروردروغ اوچټیات خپاره نه کړي که نه ویبلاګ دي بندیږي .
بیاوايي :
((خداي پاك په يوه طرف يا يوه جهت كي نه ګڼل ګمراهي اوبدعت بولي .))
(ايضاح الحق،تصنيف مولوي اسمعيل ص۲۴-هيان الايمان،تصنيف شهود الحق ص۵.
هو!که څوک پوښتنه راڅخه وکړي چي الله چیري دی؟ نوځواب به موداوي چي په اسمان کي،ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې مینځې ته وویل : فقال لها أين الله قالت في السماء قال من أنا قالت أنت رسول الله قال أعتقها فإنها مؤمنة ) (رواه مسلم) .
یعني الله چيري دی؟ نوهغې وویل : په اسمان کي دی! بیایي ورته وویل : زه څوک یم ؟ دې ورته وویل : ته دالله رسول یي! خوپه اسمان کي کیدل یي په هغه ډول دي چي دالله له ذات سره مناسب وي . نورعلم یې له الله سره دی موږصرف په دې مکلف یو چي په قرآن کریم اوصحیحواحادیثوکي دالله جل جلاله کوم صفات راغلي وي هغه له څه تاویل،تشبیه، تعطیل اوتحریف پرته الله جل جلاله ته ثابت کړوهمداداهل السنة والجماعت اوڅلوروسره امامانوعقیده ده .
بیاوايي :
((دخداي پاك ذاتي صفات حادث يعني نوي بولي(اقامت البرهان ص۷))
څه بې موره اوبې پلاره کتابونه دي سره کتارکړي دي!بیاهم درته وایم چي دکتاب پوره تفصیلات وړاندي کړه!اوڅوک چي دالله صفات ذاتي نوي بولي دهغه داموقف غلط او ناسم دی .
بیاوايي :
((دځمكي اواسمانونوله پيدايښت څخه پخوا خداي (ج) په هواكي وو.(فتاواى محمديه) ))
نه پوهېږم چي فتاوامحمدیه چالیکلې ده؟ مصنف یې څوک اودڅه ډول فکرخاونددی؟ ته یوځل مهرباني وکړه دکتاب پوره تفصیلات راکړه دمصنف نوم یې ولیکه که يي په اړه معلومات لري هغه هم راسره شریک کړه اوداخبره یې دکتاب په کوم بحث اوکومه صفحه کي کړېده؟
بیاوايي :
((رسول الله (ص) دټولوانبياؤ(ع) خاتم نه بولي(جامع الشواهدص ۲-۱۲). ))
محترمه!ترکومه ځایه چي ماپه ګوګل کي تلاش وکړنودومره څرک مي معلوم کړچي دجامع الشواهدپه نوم کتاب ابن علي الرضامحمدباقرلیکلی چي یوځل په تهران اوبیا په هندکي چاپ سوی دی له نامه یې ښکاري چي لیکوال یي شیعه دی . نه ستاپه اصطلاح وهابي .
بیاوايي :
((ټول انبيا(ع) داحكامو په تبليغ كي معصوم نه بولي(جامع الشواهدص۱۲).))
پورتنی ځواب !
بیاوايي :
((رسول اكرم(ص) په قبر كي ژوندى نه بولي بلكي مړى يي بولي اووايي چي مړى خاوري دى(تقويه الايمان ص ۲۵).
هو!قرآن کریم اوصیحیح نبوي سنت همداسي وايي چي رسول الله وفات سوی دی الله جل جلاله وايي :
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ(30 الزمر)
یعني ته هم مري اودوی هم مړه کیږي . همدارنګه بل ځای وايي :
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ (آل عمران : ۱۴۴)
یعني محمدله رسول پرته بل هیڅ شی نه دی ترده مخ ته هم رسولان تیرسوي دي نوکه دی مړاویاووژل سي الخ
په دې داوړوایتونوکي الله جل جلاله محمدصلی الله وسلم په مرګ محکوم بللی دی او دده ودنوروبندګانوترمنځ یې هیڅ فرق نه دی کړی . رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سوی اوس برزخي ژوندلري اوبرزخي ژوندهرانسان لري هغه یوداسي ژونددی چي موږپرې نه پوهېږوپه قرآن کریم کي په واضحوټکودالله په لاره کي شهیدان ژوندي بلل سوي خوپه څنګ کي يي داهم ویلي چي تاسونه په پوهیږئ .
بیاوايي :
((خداي پاك پرعرش ناست دى او پښې يي كښته راځړولي دي او چوكۍ يي چغ چغ كوي.(وحيدالزمان دايت الكرسي شريفي په ترجمه كي ويلي دي) )
پرعرش استوادالله جل جلاله له صفاتوڅخه یوصفت دی په قرآن کریم کي څوځایه تکرارسوی اوموږیې له څه تعطیل،تشبیه،تاویل اوتحریف پرته الله ته ثابتووهمدادټولو اهل السنت والجماعت عقیده ده اوڅلورسره امامان رحمهم الله هم په دې نظردي . پاتي سوه دپښتودځړولواودچوکۍ دچغ چغ خبره نودادمجسمه وومسلک دی مګرپه وحیدالزمان زه نه یم خبرخوفرضاکه یې کړې وي نولویه ناروايي کړېده خوله تاحواله غواړم چي وحیدالزمان په کوم کتاب کي دآیت الکرسي له ژباړي سره داخبره کړېده؟
بیاوايي :
دانبياؤ(ع) او اولياؤ(رح) زيارتوته سفركول شرك بولي ځكه چي د دوى په انددا داسي معني لري لكه څوك چي بتانو ته ورځي (تقويه الايمان ص۹۴). ))
جنابه!تقویة الایمان دشاه اسماعیل شهیددشاه ولی الله صاحب دلمسي کتاب دی . خودامهال له ماسره نه سته په انټرنیټ کي مي هم سرچ وکړخوپیدامي نه کړپه هرصورت که هغه دانبیاوواواولیاووزیارت ته مطلق تلل شرک اودبتانوله تګ سره مساوي بللی وي نو دایي ستره غلطي کړیده اوکه یي ویلي وي چي دهغوی قبرونوته دکومک غوښتواویا سپارشي په توګه ورتګ شرک دی نوڅوک چي پرقران کریم اونبوي سنتوایمان اوعلم لري دهغه فیصله به همداوي .
بیاوايي :
((دخداي تعالى په ښوونه دعلم الغيب عقيده درسول الله (ص) په خوله بدكار بولي.(تقويه الايمان))).
صاحبه!دوحې په ذریعه که یوڅوک په مغیباتوخبرسي هغه ته غلم الغیب نه ویل کېږي علم الغیب دادی چي له هرډول وسیلې پرته یوڅوک په داسي شي خبرسي چي هغه له پنځو حواسوڅخه په شي هم په هیڅ ډول نه سي درک کیدای . اوانبیاء داډول علم نه لري که یې دمغیباتوپه اړه څه خبرې کړې وي هغه وحې ده اودوحې په واسطه پوهه علم الغیب نه دی .
بیاوايي :
((انبياؤ او اولياؤ(رح) بيكاره خلك دي هيڅ كارنه لري(تقويه الايمان ص ۱۵))
فکرنه کوم چي دتقویة الایمان لیکوال دي داسي ګستاخانه اوایمان وړونکې خبره کړې وي،ځکه هغه دانګریزانوپرضدپه جهادکي سرقربان کړي اودهمدې دین لپاره ترژوندتیرسو چي پرنبي نازل سوی اوداولیاووپه مټ ترده رسېدلی دی . خوبالفرض والمحال که یي همداسي ویلي وي اوتوبه یي نه وي ایستلي نوددي سړي په ارتدادکي شک نه سته . مګرته بایدبل ځل ددې کتاب اصل عبارت هرومرونقل کړې څوموږپوه سوچي رښتیاهم داسي څه سته اوکه صرف افتراده اوکه کولای سي داکتاب ماته دانټرنیټ له لاره ایمیل کړه . زه به خپل ادرس درکړم . اوپه لوستونکوکي که څوک په کمپیوټرکي داکتاب لري اویاپه انټرنیټ کي ورته معلوم وي نودټول افغان دبحث فورم له لاري دي ماته ددې کتاب لینک راکړي .
بیاوايي :
((انبياؤ(ع) او اولياؤ(رح) هيڅ قدرت نه لري اونه څه خبره اوري(تقويه الايمان))).
هو!نوهغوی وفات سوي دي،ته څه وايي؟ ایاهغوی اوس هم په دنیاکي قدرت لري اودخلګوخبري اوري؟ که دې همداعقیده وي دلیل راوړه پرکومه بنادي داعقیده خپله کړیده؟
بیاوايي :
دمحمد (ص) په مثل بل نبي پيداكيدل ممكن بولي(تقويه الايمان)
زه خوداخبره په تقویة الایمان پسي افتراګڼم مګرله تانه هیله کوم چي په دې هکله شااومخ ته عبارت ټول نقل کړې څوموږپوه سوچي ایاداسي څه په دې تقویة الایمان کي سته اوکه هسي له ځانه خلګ پسي وايي؟ مګرکله چي حواله ورکوې عبارت اوصفحه دواړه نقلوه .
بیاوايي :
انبياؤ او اولياؤ(رح) شفاعت كوونكي ګڼل شرك بولي(تقويه الايمان ص ۶)
شفاعت یوداسي دی چي الله جل جلاله چاته اجازه ورکړي نوداخودانبیاووپه ګډون ځینوامتیانوته هم ثابت دی خوداسي شفاعت چي ستادعاوې،حاجات،غوښتنې او فریادونه ددوی په وسیله الله ته رسېږي نوداسي شفاعت په اسلام کي نه سته . کیدای سي دتقویة الایمان مصنف به هم دغه قسم شفاعت ردکړی وي . اوکه ته وايي چي داډول شفاعت هم سته نودلیل ته وړاندي کړه،ځکه چي ته مدعي یي ددلیل راوړل پرتادي .
بیاوايي :
داوسنۍ زمانې ټول خلك كافران بولي(تقويه الايمان ص ۴۵)
داهم افتراء ګڼم خوته بایداول داصل کتاب عبارت نقل کړې اووروسته يي ترجمه وکړې ځکه داصل عبارت له وجودبغیرڅوک باورنه سي کولای چي په دې کتاب کي دي داخبره وي .
بیاوايي :
((دفقهي دكتابونو په لوستلو سړى مشرك بولي او بايد وسوځول سي(غسلين) ))
نه پوهېږم دابیادکوم شیعه کتاب دی؟ لطفالږيي په اړه تفصیلات راکړه چي داکتاب دچادی،مصنف يي دڅه ډول فکرخاونددی اوکتاب چیري اوڅه وخت چاپ سوی دی؟
بیاوايي :
دانبياؤ او اولياؤ(رح)زيارتونه دبتانو په مثل بولي(هدايه الرسايل ص۲۰۸)
په دې اړه پورته تیرسوي تشریحات کافي بولم . اوهدایة الرسائل هم راته نه دی معلوم چي دچاکتاب دی؟ لطفاکتاب لږمعرفي کړه!
بیاوايي :
((لاندي خبري كفر،شرك اوبد عت بولي: - ديوه مذهب پيروي كول .))
هو!ځيني وختونه دیوه مذهب پیروي کفراوځیني وختونه بدعت ته رسېږي که يي تفصیل غواړې هیله وکړه زه به یي درته تشریح کړم .
بیاوايي :
((- دمولود شريف وظيفه كول (لوامع الانوار صـــ ۸۰) ))
په بدعت والي کي خويي شک نه سته مګرځيني وخت شرک ته هم رسيږي .
بیاوايي :
- دشيخ عبدالقادرجيلاني وظيفه كول(براهين قاطعيه صـــــ۴۸)
هو!داهم ډېربدبدعت اوان ډېرځله شرک وي . ته خوارکی یي لکه چي دین بولي اوثواب پرې غواړې،داخوډېرماتویې بېخي مي زړه درباندي وسوځیدنه پوهیږم لږحیواني شعورهم لري اوکه نه؟
بیاوايي :
((- دمړي اسقاط ګرځول))
هو!ډېرناوړه بدعت اوپه دین ومړي ملنډي وهل دي .
بیاوايي :
((درسول الله (ص) زيارت ته په تعظيم دريدل شرك بولي(تقويه الايمان ص۲۴) )
هو!ډېروخت موږخلګ وینوچي پرقبریاطواف کوي،یادمخ پرخواځني راوزي دا ټول شرکي کارونه دي چي داډول تعظیم هرومروشرک دی ته که یي ایمان بولي دلیل دي راوړه .
بیاوايي :
((دنقشبندي،قادري اوچشتي خاوندان ټول ګمراهان بولي(تذكيرالاخوان ص۷ ))
دتصوف ټولي طریقي بدعت هرومرودي مګرځیني وختونه شرک ته هم رسېږي .
خودتذکرة الاخوان په نوم کتاب نه پیژنم لطفايي راته معرفي کړه!
بیاوايي :
((دتعويذ په غاړه كول يا پر يوځاي غوټه كول شرك بولي(تذكيرالاخوان ص ۷)
دتعویذپه غاړه کول هغه وخت شرک دی چي شرکي کلمي په کښي لیکلي وي خوکه قرآن اویادحدیثودعاوي پکښي لیکلي وي نوبدعت دی .
Erfan Wahdat
17.01.2011
حذیفه وروره ډیر زیات وبښه.
دا لیکنه ما بیا له سره تغییر کړه، مخکی می یو څه لیکلی وه هغه لږ داسی بی تمیزه خبره وه.