ټولنه او ټولنپوهنه
تاريخ او تاريخپوهنه
      Ghairat
      14.01.2011
    
ددې فوروم نوم ( تاريخ او تاريخپوهنه ) پخپله يوه په زړه پورې سکالو ده !
تاريخ  دتاريخپوهنې  موضوع ده، خو داچې تاريخ څوک جوړوي   اندنتوګې  په دې بيلابېلې دي . ځينې اندوال د تاريخ جوړول د خدای کار بولي او ځينې نور  شاهان او سلاطين  د تاريخ جوړونکي بللي .
د ١٨ پيړۍ الماني فيلسوف جورج هيګل  وايي د تاريخ  جوړونکی  پخپله  انسانان دي خو دوی يې په خپله اراده نه، بلکې د مطلقې 
 عيني ايديا ياعيني  مطلق تفکر   په اراده  تاريخ جوړوي .
دده په اند مطلق تفکر  د عيني هستۍ په توګه  په خودي  حالت موجود و، بيا دغه عيني هستي له ځان څخه بېګانه شوه او  نيستي يې 
رامنځته کړه  دا لومړۍ نفې وه، 
هستي او نيستې د يو تضاد  په بڼه مطرح  اود ضدينو يو پر بل اغيز  ددوی ترمنځ تغير او حرکت رامنځته کړ   دا دويمه نفې وه  چې دکېدلو بهير يې وزېږاوه . 
لومړۍ هستي  عيني معنی ده  او نيستي بيا ماده يا طبيعت دی، خو د هېګل په اند طبيعت تغير  او تکامل نه لري  نو تاريخ هم نه لري ، دی وايي  تغير او تکامل په بشري ټولنه کې شته او په دې تلسټ تاريخ لري .
دغه تکامل په عيني توګه  يا عيني ايديا په ډول له کورنۍ نه ټولنې او له ټولنې څخه  بيا دولت ته  مخ په لوه  پوړۍ وهي ! په ذهني ډول    له هنر څخه دين او مذهب او له دين او مذهب څخه  فلسفې او علم ته پرمختګ او تکامل موندي .   هنر د حسونو ، 
اديان د احساساتو او جذباتو او فلسفه او علم د مفاهيمو په سطحه  رامنځته شوي دي . خو فريدريښ  انګېلس بيا  دغه  تکامل  په مادي توګه انځوروي او  له خصوصي ملکيت يې طبقاتي ټولنې او بيا دولت  د رامنځته کېدو او  مړ کېدو تکامل بولي ! په هرصورت دې تکاملي لړۍ ته تاريخ يا د تاريخ موضوع او
دقيق  علمي انځور ته يې  بيا تاريخپوهنه وايي !
داچې ټولنه  پشپړيږي او تکامل لري نو  نو پوښتنه راپورته کيږي چې پشري ټولنې  څومره او خنګه تکامل موندلی دی او  څو تکاملي پوړۍ لري ؟؟؟
تر اوسه پورې  د بشري ټولنې  ٤ تکاملي  جوړښتونه  يا فورماسيونونه  منځته راغلي او پيژندل شوي دي :
لومړی ټولنيز تاريخي فورماسيون لومړنۍ اشتراکي ټولنه (لومړنۍ کمون) وه
دوهم ټولنيز تاريخي فورماسيون د مره يي ساتنې ( بردارۍ) ټولنه وه
دريم ټولنيز تاريخي فورماسيون فيډاله ټولنه ده
څلورم يا وروستتنی ټولنيز تاريخي فوورماسيون پانګواله يا سرمايداري ټولنه ده !
 يو پنځم تاريخي فورماييون نه تر اوسه رامنځته شوی او نه  په علمي  توګه  پيژندل شوی ، خو خيالي ،  نيمه خيالي  او غير علمي تصوارات يې د سوسياليزم 
په نامه  مطرح شوي ، په وروسته پاتې ټولنو کې يې د پلي کولو  ناکامه هڅې  شوي او په هر هيواد کې يې په  ميليونونو  انسانان يې  تر خارو لاندې کړي دي خو
  تحقق يې نه دی موندلی . لهذا  دبحث وړ هم  نه شميرل کيږي  !
نود ټولنې  تاريخ يواځې د پورتنيو څلورو  تاريخي ټولنيز فورماسينونو له پيژندنه او شننه ده  او بس !
 
