د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

يو څو غزلونه

Jalazai
02.06.2004

Yaw ghazal

څومره ورته ستا نظر دى د نشې
زه خو وايم چې جوهر دى د نشې
په لاسو كې مې تسبيح دى د شيخۍ
په مغزو كې مې چكر دى د نشې
ته خو اوس لا د زړه غوټې خلاصوې
ته خو صبر لا خو سر دى د نشې
مړاوې سترګې، مړاوې شونډې مړه مسكا
مخامخ راته ټبر دى د نشې
چې پرون دې د سپوږمۍ مخ ته كتل
لا تر اوسه پرې اثر دى د نشې
كه په سترګو مې تياره ده لكه شپه
په دماغ مې سپين سحر دى د نشې
شيخ به خاندي چې قرار او عبادت!؟
عبادت خو يو وزر دى د نشې!
14-5-2005-قرار اندړ،اسلام آباد
---------------------- غزل
څوك چې د حسن په درګاه كې التماس ونه كړي
هغه به كله هم د لوړ غرور احساس ونه كړي
ملا به مې ماته كړي دامينه ليونى به مې كړي
كه مې جانان په دغه ګرانه كار كې لاس و نه كړي
د ايمان خوند به په خله ورنشي هغو خلكوته
څوك چې په يوه ايمان كې زر ځله وسواس ونه كړي
پرېږدۍ چې تږى خيال مې غاړه د جانان ښكلوي
تږى به څرنګه هوس ددې ګيلاس و نه كړي
زه به زړګى د جانان هيځ هنداره و نه بولم
كه مې د زړه دا آينه پرې انعكاس ونه كړي
دلته خمارې سترګې راوړه د سر سترګې موشه
زمونږ تر مينځ بدې څوك قدر د لباس و نه كړي
<<<<<<<<<<<<>>>>>>>>>>>>> قرار اندړ

------------------غزل
په ګل كې حسن وي په شمع كې رڼا وي ژوندون
په مونږ كې مينه وي په ستورو كې ځلا وي ژوندون
كه ژوند صفا غواړې كاسه دزړه صفا كړه ورته
لكه اوبه په صفا لوښي كې صفا وي ژوندون
وجود خو مړي هم لري په وجود مه نازېږه
وجود خو مړى دى په اصل كې معنى وي ژوندون
هغه كمزور نه يم چې ژوند مې بې مهاره ګرزي
هغه ساده نه يم چې ګرو مې په ملا وي ژوندون
خندا د نور په هغو مختورو بد لګې
چې خندولى يې د نورو په ژړاوي ژوندون
ژوندون خو ښكلى دى دناز دى لكه ښكلى ماشوم
پروا يې نشته چې د چا وي كه د چا وي ژوندون
يو خو دا مينه ده چې ژوند ته د ژوند سا وركوي
چې تر دې واوړي بيا د ميندو په دوعا وي ژوندون
------------------------------------- قرار اندړ-اسلام آباد، ۲۰۰۵-۵-

----------غزل
د هرچا دې خپل جانان وي
د هرچا دې مل جانان وي
د رقيب به يو په لس وي
زما به يو پ سل جانان وي
هر درېيم دې تل رسوا وي
هر دووهم دې تل جانان وي
د هغه جزا جنت وي
چې د چا عمل جانان وي
د هغه انجام جنت وي
چې د چا ازل جانان وي
چې د زړونو لارې يو شي
د بورا دې ګل جانان وي
هغه ورځ سلګۍ سلګۍ يم
چې بدل بدل جانان وي
هغه ورځ ساده ساده يم
چې په چل او ول جانان وي
هغه ورځ ټكر ټكر يم
چې په خله د بل جانان وي
په پيره به زړه ساتمه
چې مې داسې غل جانان وي

------------------------------------قرار اندړ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more