د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حضرت

شهاب الدین
13.01.2011

حضرت

http://www.dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=1218
حقپال

آيا کله مو په دې اړه فکر کړى چي دحضرت معنى څۀ ده؟ دا دحضرت، عليا حضرت او اعلى حضرت القاب د چا له لوري اختراع شوي؟ آيا له ادبي پلوه دا القاب کارول صحيح دي؟ آيا چا ته داسي القاب راوړل له شرعي پلوه جائز دي؟ په افغانستان کي دشاهي رژيم په دور کي دپاچا لپاره اعلى حضرت، دملکې لپاره حضرت، دشاهي کورنۍ دنورو غړو لپاره والا حضرت او دشاهي رژيم حامي پيرانو ته دحضرت القاب په رسمي توگه کارېدل، دپيغمبر عليه السلام او صحابه وو لپاره هم ددې القابو کارول رسمي بڼه درلوده!! او ددې معنى داده چي ددوى له نظره تر ټولو لوړ حضرت پاچا وو، بيا ستره حضرته ملکه وه، بيا په درېيمه درجه کي ستر ستر حضرات شهزادگان او شهزادگۍ ول، او واړه حضرتان پيران، صحابه او پيغمبر عليه السلام!!!
حضرت عربي کلمه ده، چي موږ يې دحاضر په بڼه کي په پښتو او دري کي دسوب، تيار، شته په معنى کاروو، اصلي معنى ئې همدا ده، دعربو په اوسني ادب کي دې کلمې يوه بله نوې معنى هم غوره کړه، له هغه مفهوم سره مترادف چي موږ يې دعصري او متمدن په نامه کاروو، خو شيعه او بريولويان دا په بله معني اخلي، په هرځاى او هر وخت کي دحاضر په معنى، دا دواه فرقې له دې پلوه سره يو ډول دي چي پيغمبران او اولياء الله عالم بالغيب گڼي، شيعه امام زمان په هرځاى کي حاضر بولي او بريولويان پيغمبر عليه السلام او خپل پيران!! دا دواړه دالقابو په اړه هم سخته غلو کوي، او دا هغه کار دئ چي اسلام ترې کرکه لري، اسلام وايي، مه ځان ستايئ او مه دبل په ستايني کي غلو کوئ، که دچا توصيف ته اړ شوئ او هغه مو ضروري او مفيد گڼلو نو دهغه دکار ستاينه وکړئ، نه دده دذات، بايد ووايئ: لانزکي على الله احدا: هيڅوک دالله تعالى په وړاندي نه تزکيه کوو، قرآن دمنافقينو په اړه وايي چي دپيغمبرعليه السلام په وړاندي به يې دهغه داسي ستايني کولې او په داسي صفتونو او نومونو به ئې ياداوو چي الله تعالى نه دئ پرې ستايلى، قرآن پيغمبر عليه السلام دعبدالله او رسول الله په نامه يادوي، ددې خبري په کولو ئې په وار وار گماري چي خلکو ته ووايي: نه دځان لپاره دگټي او تاوان څښتن يم اونه ستاسو لپاره، ما او تاسو ته يوازي هغه گټه او تاوان را رسي چي الله تعالى راته ليکلي، په غيب نه پوهېږم، نه پوهېږم چي الله تعالى به له ماسره څه کوي اوله تاسو سره
څه !!
اسلام دشخصيتونو په ستايني کي غلو دشرک پيلامه بولي، لوى لوى او اوږده اوږده القاب کارول له اسلامي ادب سره اړخ نه لگوي، داعلى حضرت، عليا حضرت، والا حضرت، حضرت آيت الله العظمى، حضرت حجة الاسلام والمسلمين، غوث الاعظم دستگير، شمس العارفين، گنجبخش، قاضي القضات، شنهشاه او دې ته ورته القاب کارول دجاهلي ادب او اخلاق پاتې شوني دي، هغه چي اسلام ئې ټغر ورټول کړ خو په غرض او مرض مبتلا کړيو بېر ته رائج کړل. راځئ چي په دې اړه هم د اسلام ښکلى ادب او ښکلى اخلاق غوره کړو، صفا، ساده، دحقيقت مطابق، له تملق ، غلو او افراط لري، له رښتيني محبت او اخلاص راولاړ شوى،نه دچا له ښېگڼو سترگي پټي کړو چي دا نا شکري او بې انصافي ده او نه دچا بې ځايه ستاينه وکړو چي دا تملق دئ. ځيني کمعقله داسي دي چي که څوک دچا کومه ښېگڼه ياده کړي او په ښکلي نوم ئې وستايي، دې ته هم دتملق نوم ورکوي، که ووايي: فلان مجاهد ته دي الله تعالى اجر ورکړي چي شپه ورځ په سنگر کي پروت دئ، دفلان مجاهد مبلغ او اغېز من داعي درجې دي الله تعالى لوړي کړي چي دحق په ويلو کي له الله تعالى پرته نه له بل چا طمعه لري اونه وېره، فلان شتمن ته دې الله تعالى لا زيات حلال مال ورکړي چي له حلالو لارو يې ترلاسه کوي او د الله تعالى په لار يې لگوي ... نو دې ته هم دتملق نوم ورکوي، دا په داسي حال کي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم تل خپل ملگري په ډېرو ښکلو ښکلو نومونو ياد کړي، او د دوى وړو وړو کارونو ته ئې هم په درنه سترگه کتلي، هغه چي نه په خپله دنېکو کارونو همت لري او نه د بل دنېکو کارونو ستاينه او تاييد کوى ډېر کنجوس دئ.


حذيفه
13.01.2011

محترم حقیارصاحب سلامونه اونیکې هیلي !
تاچي کومه لیکنه نقل کړې رښتیاهم ښاغلي لیکوال ښې موضوع ته پکښي اشاره کړې ده اودشریعت له نظره هم دستاینې لپاره حدودټاکل سوې چي درانه لیکوال حقپال صاحب دلیکنې په محتواکي ترډېره حده په واضحوټکووړاندي کړي دي الله جل جلاله دي وکړي چي موږپه هرڅه کي الهي حدودمرعات کړو.


رښتینی
13.01.2011

ښاغلی حذیفه صیب مننه ښکلی لیکنه مو راخیستی ده
داد بیځایه ستاینو ، تملق اوچاپلوسی ناروغی په موږ کی
ډیره ده اوګومان کوم دا ستونزه به موږ ته له هندوپاک نه
راغلی وی .
هوری دیوه بل بیځایه ستاینی او د دروغژنو القابو لړۍ په
خرپ روانی وی او له نه سړی نه یی بلا جوړه کړی وی اوپه
شریعت کی دا د دروغو په خانه کی شمیرل کیږی

نسئل الله العافیه والسلامه


وزیري
16.01.2011

حقیار صاحب، ریښتیا چی ښی خبری ته مو اشاره کړیده.
دومره غلو ته ضرورت نشته دی. ساده پټان اوسیږی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more