ادبي ټوکې ټکالې
دکافرانو واده
م
12.01.2011
دوستانو سلامونه
ټوکي نه یم هسې دټیم پاسي لپاره مې نن دافورم راخلاص کړ ، ترڅو ګوندې داخپل ډک زړه یوڅه په کې سپک کړم .
یارانو همدااوس مې په غوږو کې داسې دربی دی ، چې لیکنه لاسمه نه شم کولای ،دپاکستان په وخت دشپې ۳ بجې او ۱۲ دقیقې دي ،زه له وطن څخه دعلاج لپاره دلته دپاکستان کراچۍ ښار ته راغلی یم ، دلته مې دیوه نږدې ملګري کره شپه ده ، زما دملګري ګاونډیان چې دی ورته پړوسیان وایي ټول مال دخدای ده عیسایان دي ، دلته ورته کریسچن وایي ټوله ورځ لغړ لړلي په نالیو او ګډرو کې ښکته وي ، او صفایي کوي ، مطلب تردوی نجس مخلوق مې تراوسه نده لیدلی ، مازدیګر چې زه او ملګری له منظرې راتلو ،دملګري دکور دمخې په لویه کوڅه کې همدا خلک (عیسایان) لګیا وه یولوی تجیر یې دراوه دغه رقم یې څوکي ، سټیج ، بسترې او دلوډسپیکرو وایرنګ سره برابراوه ، ماویل داڅه دي ، ملګري مې ویل دا بیګا ته دعیسایانو واده دی ، ما هغه مهال معمولي خبره وبلله ،مګر زور یې هغه مهال راته معلوم شو ، چې دماخوستن له جمعې راغبرګ شوو ،دې ظالمانو دومره ستر ډېګونه راوړی چې غږیې دیوالونه لړزوی ، ددې ډیګونو یویي زما دملګري دمیلمنو دخونې په دروازه کې رالګولی ، او غږ همداسې مستقیم زمونږ په خواراځي ،دشپې تریولس بجو خو مې کوربه ملګری هم راسره ناست وه اوپه انټرنیټ او مجلس مصروف وه ،وروسته دی لوړ خپل کور ته وخوت او ماته یې وویل چې ته ستومانه یې ویده شه ،مګر په دې درب او خرپ کې خوب له کومه شي ،همدا ګنګوړه هندي بدلې دي ، چې یوه فیته نه وي ختمه بله ورخیر کړي ،دادی شپه سهاریدونکې ده چې سترګه مې پټه نه کړه ، خدای دې داکافران تباه کړي ، چې واده یې هم ترنورو بېل دی .
اوس چې نور بیخي مې خلق تنګ شو یوځل بیا مې کمپیوتر چالو کړ، او بحث فورم مې وکوت ، ما اوریدلي وه چې غم څوک له چاسره شریک کړي نو تریوه حده سپکیږي ،ماهم په همدې پار خپل دا شوګیر حالت دلته ولیکه ماویل که زړه مې لږ په ارام شو ،رښتیا یوبله نادره داده چې په کراچۍ کې په دې ژمي غوماشي هم ښه پریمانه دي ، نن یې داسې چیچلی یم چې پښې مې مټاکې مټاکې ولاړې دي .
خدای دې زما دنن شپې دانسانی او حشروي دښمنان دواړه تباه اوبرباد کړي یارانو تاسو ووایئ امین .
دکافرانو واده
chaparharay
13.01.2011
السلام علیک ملا صاحب
مادرته ویل چی کراچۍ ته مه ځه
خدای خبر چا کړی له نظره یاره
محترمه الله جل جلاله نه در ته روغ صحت غواړو الله دی روغ کړه لاباءس طهور ان شاءالله
تاسی د کافرانو نه شکایت کړی چی ډیر بی سلیقی واده یی وه نو وروره همداخو ځمونږ او هغو فرق دی کنه
چی د مسلمانانو غوندی دود ودستور یی شی بیا خو مسلمانان دی خو خفه کیږه مه نن سبا ډیر مسلمانان هم داسی کوی که چیری کابل ته یا پیښور ته د کابلیانو ورونو یا هغه خلکو چی نوی یی ډیری بی خرته پیسی پیدا کړی وی د کرزی په حکومت کی کومه دنده لری یا دکوم خارجی موءسسی سره کار کوی دهغوی واده وګوری ته به ووایی چی هماغه عیسایان راغلی او دا پروګرام یی جوړ کړیدی الله دی ځمونږ هغه ورونه چی د کافرانو تهذیب خوښوی اصلاح کړی چی اسلامی او افغانی دود و دستور خپل کړی آمین
عنوان
tandar
13.01.2011
چپلیاری صاحب سلامونه داچه دافغانانو ودونه او دهغوی جامی ،لباس، په غرب کی وګوری،حتی خپله غربیان ورته ګوتی په غاښ کوی،نو بیا به نور هم حیران پاتی شی٠
مننه٠
پښتون.
13.01.2011
بختور صیب سلامونه!ستاسو دا د کاپرانو واده شپه می هماغه وخت ولوسته خو ډیر ستړی وم نوڅه می ونه لیکل خو اوس چی راغلم هغه ځوابونه چی ما غوښتل ویی لیکم نو له ما مخکی چپرهاری صیب او تندر صیب لیکلی دی.خو که تاسی په پاکستان کی وخت تیر کړی وی نو ما چی دیارلس څوارلس کاله او یا نور هم مخکی او تراوسه پوری هلته د مسلمانانو ودونه لیدلی دی بغیر د اهل حدیث پیروانو نه زیاتره یی همداسی ودونه دی چی د خلکو خوبونه خرابوی او د اروپا او کابل ودونه خووووووووووو!!!!!!!بیا بل رنګ بی شرمی ده.غاړه لوڅه ،تخرګونه لوڅ او حتی بربنډی خیټی او لوڅی پښی او نور به دی زړه بد کړی .
نن شپه درله ارامه خوب هیله کوم.
الله ج مو مل شه.
م
14.01.2011
پښتون ورورو او نوروټولو پښتنو وروڼو ته السلام علیکم
وروڼو له دلاسا مو مننه
ما کلونه وړاندې هنګواو اورکزو کې سبقان ویل دهغو خلکو عجب رواج وه دواده په شپه به یې د ډمانو په ځان نعت خوانان راوستل ، دکلي په جومات کې به نعتونه ویل کیدل ، سخت خوند به یې کاوه
کاشکې زمونږ په افغانستان کې هم دډمتوب او فحش په ځا ی روا نعت خواني رواج شي خوند خویې همدومره ده خو مطلب ګناه به نه وي
عنوان
tandar
14.01.2011
پوښتونه یاره غوږ کیږده٠
په هالینډ کی یو چا واده ته خبر کړم٠
داسی خلک په کی وه چه ما نه پیژندل او لباسونه په کومه سویه،چه هلو ورته ویلی شی٠
موزیک هم طاهر شباب و٠
کله چه موزیک دنڅا دپاره مست شو ،هغه ښځه تکړه وه چه په میدان کی دپښو لپاره ځای پیدا کړی وی٠
نو عجیبه په کی دا وه چه زما دمیز په څنګ کی یوه ډله ځوانی ناستی وی ،یوی بلی ته ویل،خوار جان خودم که به عروسی برم تا رقص نه کنم جانم را خارش میګرد :roll: :roll: :roll: ،وخودم هیچ وقت تنها به میدان رقص نرفتیم ،ومرا از دست بګیر ویک کمی کش هم کن وبه میدان رقص ببر :roll: :roll: :roll: :roll:
بیا ې خوارخواندی هم هغه کار وکړو ،مګر لمن تر کوم ځای پوری لنډه وه ،چه دسړی اودس ې ماتولو :roll: :roll: :roll:
تربیا٠
قريش
14.01.2011
زماپه فکر په ودونو کی اکثرا دتقلید نه کاراخیستل کیږی اعنی که په یوکلی کی یوسړی په واده کی لږزیات مصرف وکړی بل به یی هم کوی که یوپه هوټل کی واده وکړی دبل به هم زړه ورته کیږی خوچی وس یی نلری بیله خبره ده، که په یوواده کی ډمان راوستل شی بل یی هم راولی اعنی دواده طریقی ټولی په یوقسم سیالۍ روانی دی. همدارنګه که یوسړی په شرعی طریقه واده وکړی ډمان ډیګونه او داکیسی ونکړی دخوراک په مصرف کی داسراف نه کاروانخلی که بل کرت په کلی کی واده کیږی عین دهمدی واده پشان بی تکلفه اوپه شرعه برابر واده کوی دازما دسترګو لیدلی حال اوشخصی تجربه ده. مونږ هریو دا وس لرو چی په ډیری اسانۍ پخپل کلی دوادونو طریقه اسلامی کړو،دځینوولایاتو اوسیدونکی دزیات ولور نه شکایت کوی خوپخپله به دخپلی لوڼی په واده کی زیات ولوراخلی ته دومره جرئت وکړه چی ولوروانخلی بیابه وګوری چی ټول کلی درپسی اقتداکوی اوکه نه،اصل کی څوک شته نه دی چی دیوښه کار ډبره کیږدی خلکو ښه کارونه اوریدلی خولیدلی یی ندی، اومعلومداره خبره ده چی لیدل داوریدلو نه زیات تاثیرلری زه خوملانه یم خوملاصاحبان وایی چی: لیس الخبر کالمشاهدة.