د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ای خدايه

pashton
01.06.2004

ای خدايه
ای د پښتنو خدايه ته څه له قهار شوی ئې
اورې نه پښتون اواز په څه ترې خفه شوی ئې
وګوره دنيا ته څه ئې موږ پسې راخستي دي
چنګيزيان خو پريږده سقاوان ئې هم راوستي دي
ګوري نه تاريخ ته د پښتون نوم ته هيڅ پام نکړي
سترګې ئې سپينې شوي خپل د مشر احترام نکړي
خدايه ګوره تاته وايم ولې اورې مې کوکارې نه
ستونې مې کښيناسته ولې غوږ کوې چغارې نه
کور د زمرو وران شو خړګيدړ پکې اوس شپې کوي
ځاله د بازانو ړنګ کارغان پکې مزې کوي
ته څه شي ته ناست ئې تابه څه کړم ته په کار څه ئې
اوښکې مې خو خلاصې نور د اوښکو په ديدار څه ئې
سر مې شين شو، پښې بې دمه نورې څومره سجدې وکړم
عذر کړم سوالونه کړم اخ ووايه تر څو پورې توبې وکړم
يو ځل خو دا زما د سوري زړه آواز ته پام وکړه
زړه راباندې وسوه دا زما د زړه درمان وکړه
خدايه مهربان شه ته غفور ئې ته غفار ئې هم
بس دی قهر بس دی ئې قادر ورکړه پښتون ته دم
دومره دم چې هر ځای کې دا خپله ژبه وګړي
خپل د پښتون ورور ملا په ميړانې سره وتړي `
پسرلی پښتون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more