د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

يوه پوښتنه

لقمان
11.01.2011

نن مې په يو ويبسايټ كې د قرآن كريم د هغو ايتونو تفسير لوست چې د موسى عليه السلام د پيدايښت، ماشوموالي او ترپيغمبرۍ پورې او د فرعون سره د هغه د ټول ژوند كيسه راخلي، په دې ايتونو او تفسير كې د لږ سوچ او فكر څخه وروسته هرلوستونكى بې شميره ايماني او عقيدوي درسونه استخراجولى شي.

ددې کيسې د لوستلو څخه وروسته ماته څو پوښتنې ذهن ته راغلې چې د اوس لپاره يوه ترينه ليكم او نورې به بل ځل مطرح كړم، خو ځواب يې له تاسې غواړم.

پوښتنه دا ده چې په يو حديث كې راغلي چې نبي كريم (صلى الله عليه وسلم) فرمايي چې د هرې زمانې لپاره خپل فرعون وي. پدې کې خو هيڅ شک نه شته چې د پيغمبر عليه الصلاة والسلام په خبره كې دذرې هومره دروغو ګنجايش نه وي، نو د پورتني حديث شريف له مخې به زموږ په اوسنۍ زمانه کې هم يو فرعون وي چې په مقابل كې به ورته خامخا الله جل جلاله موسى پيدا كړى وي، نو زما پوښتنه دا ده چې زموږ د عصر او موجوده زمانې موسى او فرعون څوک څوک كيداى شي؟؟؟؟؟؟؟
ګورئ دروغ به نه وايئ په ايماندارۍ به ځواب راكوئ خداى مو په زړونو شاهد دى چې ددې پوښتنې د لوستو سره سمدستي مو ددې عصر د موسى او فرعون په توګه د چا-چا نومونه ذهن ته درغلل؟؟؟؟؟

خامخا يې ځواب وليكئ.


و.افغان
11.01.2011

محترم لقمان صاحب:
اړينه نه ده، چې په یوه وخت کې يواځې يو فرعون وي؛ او يو يې موسی وي.
بلکه داسې هم کېدلی شي؛ چې ډېر فراعنة وي، او د هر يوه په مقابل کې جلا جلا
موسی وي.
ستاد پوښتنې په اړه به ستاسې د زړه ځواب درکړم:
د ننۍ زمانې لوی فرعون امريکا ده، او افغانستان يې موسی دی.
يا په بل عبارت، د ننۍ نړۍ فرعون تورخامار اوبامه دی، او موسی يې مشر ملا صاحب
دی.
محترم او معزز مولانا حليمي صاحب به هم خپل نظر وړاندې کړي؛ خو که ستاسې د
نظر مخالف وو؛ نو موډ به نه پرې خرابوې. :lol:

په درنښت


pattang
11.01.2011

په قلم دې برکت شه !
دغه غدار ، قاتل ، په جناياتو مرتکب فرعون مونږ نه منو !

[quote:589cde0698="وهاج ساپی"]محترم لقمان صاحب:
اړينه نه ده، چې په یوه وخت کې يواځې يو فرعون وي؛ او يو يې موسی وي.
بلکه داسې هم کېدلی شي؛ چې ډېر فراعنة وي، او د هر يوه په مقابل کې جلا جلا
موسی وي.
ستاد پوښتنې په اړه به ستاسې د زړه ځواب درکړم:
د ننۍ زمانې لوی فرعون امريکا ده، او افغانستان يې موسی دی.
يا په بل عبارت، د ننۍ نړۍ فرعون تورخامار اوبامه دی، او موسی يې مشر ملا صاحب دی.
محترم او معزز مولانا حليمي صاحب به هم خپل نظر وړاندې کړي؛ خو که ستاسې د
نظر مخالف وو؛ نو موډ به نه پرې خرابوې. :lol:

په درنښت[/quote:589cde0698]


هر فرعون ته موسی وی

chaparharay
12.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله
لقمان صاحب ښه پوښتنه دی کړی ده او تاسی لیکلی چی لوستونکی دی ځواب راکړی نو زه هم یو لوستونکی یم خپله رایه به ظاهره کړم
دنن فرعون اباما او موسی یی ملا صاحب ملامحمد عمرمجاهد دی
نحسبه کذالک والله حسیبه ولانزکي علی الله احدا


Erfan Wahdat
12.01.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

زه به هم خپل نظر څرګند کړمه.

په ټول افغان کی یوه نوی لړۍ شروع شوی چی په نامه د (د وهابیانو او غیر مقلدینو د ګمراهانه عقایدو لړۍ) ده.

په دی لړۍ کی ۱۳مه لیکنی ته مراجعه وکړی چی هلته محترم د قدر وړ ښاغلی جناب علیحضرت بحار الانوار فصیح الزبان مولانا همدر صاحب اطال الله عمره په دی باره کی په ډیر فصاحت سره د نن زمانی فرعون او حضرت موسی علیه السلام توضیح کړیدی.
الله جل جلاله دی ورته د خپل کوشش نعم البدل ورکړی.

:lol:


لقمان
12.01.2011

د ټولو نه مننه.
خو زه به خپل نظر اوس نه، بلكه د ټولو ځوابونو په اخير كې وړاندې كوم.
ساپی صيب په دنيا كې هيڅكله د ټولو نظرونه يوشان نه وي، نو زه هم د پاتې ملګرو نظر اوريدو ته سترګې په لار يم. :wink:
[quote:0d3311d427]محترم او معزز مولانا حليمي صاحب به هم خپل نظر وړاندې کړي؛ خو که ستاسې د
نظر مخالف وو؛ نو موډ به نه پرې خرابوې. [/quote:0d3311d427]
ياره خو ساپى صيب سړی څه درته ووايي. :lol: :lol: :lol: :lol:


عادل عادل
12.01.2011

سلامونه

وایي چې له پوښتنې نه پوښتنه پیدا کیژي:-

د ښاغلي وهاج صیب د خبرې په بنا چې وایي ممکنه ده چې په ورته وخت کې ډیر فراعنه او د هر یو لپاره بیل بیل موسی شتون ولري، نو زما پوښتنه دا ده چې:-

په بحثفورمونو کې به څوک یا کوم ټولی خدای مکړه فرعون یا فراعنه وي او څوک یا کوم ټولی هم موسی موسی؟؟


كريم كامران
12.01.2011

دا خو لکه د لمر په شان روښانه ده چې مشرملاصاحب ددې عصر موسی، او تور اوباما یې فرعون دی.
خو زما هم د حلیمي صاحب نظر ته د وهاج صاحب په شان ډیره تلوسه ده.

خو زه ډاریږم چې لرغونی لاروی صاحب اوس ونه وايي چې د هغې زمانې موسی هم د خپل فرعون پښه وه، دا څنګه امکان لري چې فرعون خپل دښمن پخپله په خپل کور کې رالوی کړي؟ که موسی علیه السلام د فرعون پښه نه وی ولي فرعون د بني اسرائیلو ټول نارینه بچیان وژل او موسی یې ژوندی پریښود؟..... څنګه ممکنه ده چې د موسی مور خپل تي خور بچی په صندوق کې بند او سیند کې یې خوشې کړي؟.... او څنګه دا صندوق په بله خوا نه ځي او سیده د فرعون په کور ورننوځي؟.... انډیواله دا ټول زرګري جنګ دي..... فرعون غواړي په دې طریقه د بني اسرائیلو بیخ وبکر وباسي...


اور- بل
12.01.2011

دروند ورور کريم خان ليکي :
[quote:16feaec984]نبي كريم (صلى الله عليه وسلم) فرمايي چې د هرې زمانې لپاره خپل فرعون وي[/quote:16feaec984]

لومړی خو دلته  په دې حديث کې د موسی نوم  نه دی ياد شوی ، ايا د هرزمانې له پاره يو موسی ستاسو خپل استنباط نه دی ؟
که بيايې  ذکر وي نو مطلب يې له موسی نه د  مظلوم مقاومت دی ، نه ارو مرو  يو پيغمبر  او نه ارو مرو  يو ديني  يا اسلامي مقاومت ٠
دامريکا پر ضد  قوي  نړيوال مقاومت شوروي کولو او  په ملي کچه کمونستي ويتنام ، چې مذهبي مقاومت هډو وۀ نه ، خو
 د امريکا د فرعوني امپرياليزم پر ضد جنګېدل او بريالي هم شول ، خو ايا هغوی ته څوک د موسی پاڅون ويلی شي ؟ 
موسی (ع) خو دخپلې زمانې پيغمبر و او موخه يې ستاسې په قول  دفرعورعپرځول و، مشر ملا صيب خو ددې زمانې پيغمبر  نه دی 
او  د اوبا پر ځای د کرزي رژيم دراپر ځولو پسې اخته  دی ، نو ايا بيا دا مقايسه لږ افرط نه دی  ؟؟؟ 

 

 


هر فرعون ته موسی وی

chaparharay
13.01.2011

السلام علی من اتبع الهدی
هرفرعون ته موسی وی یوه داسی موضوع ده چی په حدیث شریف ثابته ده خو حدیث دچا لپاره وی حدیث د مسلمان لپاره وی نه د کمونست یا کوم دهری لپاره که څوک حدیث نه منی نو هغوی ته هم دلایل شته چی قناعت پری ورکړو خو که څوک ځان مسلمان بولی نو او خو د حدیث په معنی ځان پوه کړی چی څه ورڅخه مراد دی او بیا دی ورباندی تبصره کوی
کریم کامران صاحب ښه خبره لیکلی او یو مجهول الهیءت شخص چی دی نر خو دځان لپاره د نر نوم یی ندی خوښ نه پوهیږو چی ولی خو همداسی ده

نو غوټۍ وروره اول خو دا نوم بدل کړه باور وکړه چی نوم ستا دی او شرم پری مونږ محسوسو دا نه چی ګوندی ښځی کوم بد صنف دی نه هڅکله نه ځمونږ مورګانی خورګانو او لورګانیټولی دهمدی صنف نه اعنی ښځی دی خو که همدا ښځی د ځان لپاره نارینه نوم غوره کړی نو هم ښه به یی نه وی کړی او اوس چی تاسی د ځان لپاره دا ښځینه نوم خوښ کړی باور وکړه چی د کوم نرښځی نه علاوه بل هڅوک به هم پری خوښ نه وی
بله خبره ستا د انتقاد وه نو دا انتقاد دی بیځایه دی ځکه چی که ورته لږ ځیر شی نو دا بحث د نن ورځ لپاره دی چی په ویتنام نه صادقیږی بل تاسی لیکلی چی د امریکا پر ضد نړیوال مقاومت شوروی کولو
نو غوټۍ خانه ! شوروی ددی لپاره مقاومت ندی کړی چی ګنی امریکا ظالم دی او شوروی دی د هغه مخه ونیسی خو د هغه ورسره خپل رقابت وو او ل که دوه لوټماران خپلو کی سره پدی وران وو چی دا ټوله دنیازه لوټوم او هغه بل ویل چی نه دا ټوله زه لوټم نور یی نوڅه فرق وو؟
پاتی شوه د امریکا او ملاصاحب محمد عمر مجاهد صاحب خبره نو دا پدی موضوع ښه صادقیږی ځکه یو طرف ته کافر ظالم چی امریکا یا اوباما دی اوبل خوا ته مسلمان مظلوم اولس دملا صاحب په امارت
او چی تاسی دویتنام خبره کوی نو داخبره تاسی هسی دچانه اوریدلی نور پری نه پوهیږی ځکه خو غلط قاس کوی فرعون په خپل وخت کی په بنی اسرایلو برسیره په نورو هم ظلم کاوه او دموسی علیه السلام سره نور بنی اسرایل هم وو خودا ونه ویل شو چی بنی اسرایلو مقاومت وکړ ټولی دنیا سره وجنګیده خو چا ورته موسی او فرعون جنګ ونه ویل دموسی او فرعون جګړه یوازی یو طرف ظالم چی ورسره کافر هم وی او بل لوری ته مظلوم چی مسلمان وی او الله په امر جنګ کوی نه د خپل شخصی ګټی یا څوکی ساتلو لپاره یا لکه ستاسی غوندی د روس کافر نظام په اسلامی خاوره کی د پلی کولو لپاره
یاد خرزی غلام د لوټمار حکومت لپاره
هیله لرم یو څه به پوه شوی یی


كريم كامران
13.01.2011

د چپرهاري صاحب ځواب کافي او شافي بولم.


عادل عادل
13.01.2011

سلامونه

نن سبا د فرعون په رول کې یوازې اوباما نه بلکه بې شمیره فراعنه دي چې په مقابل کې یې یوازې یو موسی الله ج د غره په شان قایم او دایم درولی دی.

د کرکې وړ زما په نظر ښکاره دښمن او فراعنه نه دي بلکه دا مذبذبین بین ذلک دي چې د خدای نه ورته لومړی هدایت غواړم او که هدایت نه وي نو الله دې خپل عدل ورسره وکړي، آمین



ع کريم حليمي
19.01.2011

السلام علیکم و رحمة الله
[quote:c3ac241a2a] اقتباس:
نبي كريم (صلى الله عليه وسلم) فرمايي چې د هرې زمانې لپاره خپل فرعون وي

لومړی خو دلته په دې حديث کې د موسی نوم نه دی ياد شوی ، [/quote:c3ac241a2a]

ددېٖ له مخه چه خپل نظر ولیکم ، لمړی غواړم چه : کوم څوک د حدیث هغه عربي متن و موږ لوستونکو ته ولیکي ، نو بیا به خامخا څه ولیکم

او دغه ایت شریف تر نظارت لاندي او په فهمها الصحابة والسلف الصالح

بسم تعالی
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ ــــــ عَلَى أَنْفُسِكُمْ ـــ‌ أَوِ ــــ‌الْوَالِدَيْنِ ــــ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
درنښت


میوند ننګیال
19.01.2011

سلامونه ګرانو !
په رښتیا چی د فرعون او موسی شته او دا لړی به روانه وی خو ننی فرعونان دمره مضر نه راته ښکاری لکه څومره یی چی سپی دی



ع کريم حليمي
21.01.2011

درنو او مکرمو عزیزانو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

[quote:69fd5782c0]حترم او معزز مولانا حليمي صاحب به هم خپل نظر وړاندې کړي؛ خو که ستاسې د
نظر مخالف وو؛ نو موډ به نه پرې خرابوې. [/quote:69fd5782c0]

ډیر ګران او محترم استاد قاري صاحب ، د پاك خدای الجلاله څخه دي جوړ او روغ رمټ غواړم
معزز قاري صاحب ، ما تر یو حده احدیث لوستلي او زده کړي ، داراته معلومه وه چه د نبي د امة فرعون ( أَبُو جهل)

بخښنه غواړم چه جواب راڅخه وځنډېدلې ، په خاطر د دېٖ وځنډېدلې چه
هر څه په مي عقل سره راټول کړي چه قیاس وکړم خو دنبی کریم حدیث
مي تر سترګو کېدلی چه د دېٖ امت فرعون ابوجهل دی ، که موږ هره ورځ پر خلګو ټاپې ووهو چه فلان د امت فرعون دي ، دابه تر حد تېرئ وي که څنګه ؟
او اوباما به کافر به وي اما ....... ولله اعلم
ظالم او مظلوم ، حاکم او محکوم ، حق او باطل .......‌به هر وخت وي
تاسو فکر کوئ ؟ چه هره ورځ ځان ته فرعون او موسی لري ؟؟؟‌
زموږ خواږه نبي او موسي مشابهتونه درلوده او او ابو جهل د فرعون سره

اوباما او فرعون کوم مشابهتونه ؟ ملاصاحب او موسي کوم مشابهتونه ؟

او یوه ډېره مهمه خبره ! زه د دعوة الإصلاحي طرفداره یم ، (دین یسیر )
دا د ټاپو او مذهبي سخت دریځ‌ او ؟ هیڅ طرفداره نه یم
درنښت


لقمان
22.01.2011

که موږ د امریکا، او پخواني فرعون (چې ویل یې: انا ربکم الاعلی) سیرت مطالعه کړو، ډیر مشابهتونه او مشترکې نقطې به لاسته راوړو.
زه دا مشترک صفات فقط د اشارې په ډول لیکم، که څوک تفصیل غواړي هم تیار یم.
(إن فرعون علا في الأرض وجعل أهلها شيعاً يستضعف طائفة منهم يذبح أبنائهم ويستحي نسائهم انه كان من المفسدين).
لکه څرنګه چې فرعون په ځمکه دلویۍ دعوه کوله، دنن زمانې امریکا هم کټ مټ هماغه دعوه تکراروي، لکه څرنګه چې پخواني فرعون په ځمکه کې د اختلاف او تفرقې تخم شیندو، د نن زمانې فرعون (امریکا) خو د اختلاف او تفرقې په اچولو کې د استاذۍ مقام ته رسیدلی، د بې ګناه او ګنهګار دواړه ټاپې د امریکا سره دي، ماشومان، سپین ږیري، ښځې، حتی څاروي او حیوانات یې هم ژوندي پرې نښودل، مثالونه او بیلګې یې په اسلامي نړۍ پریمانه پیدا کولای شئ.
آیا د نن زمانې په فرعون باندې دا آیت نه تطبیقیږي چې: (انه كان من المفسدين)؟؟؟
آیا بیا هم څوک داسې پیدا کیږي چې د امریکا د فرعونیت په مثالونو سترګې پټې کړي؟؟؟
امریکا هغه هیواد دی چې فساد، ظلم، وحشت، او طغیان یې انتهاء ته رسیدلی، بوش وه چې ستر قاتل او ظالم (شارون) ته یې د (سوله خوښي) لقب ورکړ، او د ځان نه په دفاع کوونکو ډلو یې د دهشتګردو ټاپې ولګولې، افغانستان او عراق یې اشغال کړ، او دټولې اسلامي نړۍ، حتی غیر اسلامي ڼړۍ، امن ته ګواښ او خطر دی.
(واستكبر هو وجنوده في الأرض بغير الحق)
امریکا ته چا دا حق ورکړ چې په افغانستان حمله وکړي، عراق اشغال کړي، افغانستان اشغال کړي، د مسلمانانو وینې تویې کړي، کورونه یې ونړوي؟؟؟؟
(ما أريكم إلا ما أرى وما أهديكم إلا سبيل الرشاد)
آیا دا د فرعون او امریکا ترمنځ ترټولو ستره مشترکه نقطه نده؟؟؟؟ څوک شته په نړۍ کې چې د امریکا د سیاست او نظریې واقعي او عملي مخالف وکړي؟؟؟ ایا هرڅه چې امریکا وغواړي په خلکو کې یې نه تحمیلوي؟؟؟ آیا د امریکا د نظریې خلافورزي ورته د سمې لارې خلافورزي نه ښکاري؟؟؟ آیا هغه څوک چې دامریکا مخالفت وکړي تروریست، ترهګر.. نه بلل کیږي؟؟
زما ښه په یاد دي چې کله امریکا په افغانستان حمله کوله، طالبان یې په یوې کمزورې، ضعیفې، او ژر له منځه تلونکې ډلې باندې یادول، او ځان یې داسې ښوده چې کولای شي په یوه ورځ کې یې جرړې وباسي. ماته هماغه وخت د فرعون داخبره راپه یاد شوه چې:
إِنّ هَـَؤُلآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ وَإِنّهُمْ لَنَا لَغَآئِظُونَ
که د فرعون او امریکا مشابهتونه راواخلو ترسبا پورې به یې هم سرته ونه رسوو. خو د موسی علیه السلام او ملاصاحب د مشابهتونو په اړه به همدومره ووایم چې ته او خدای دې، په ګریوان کې سر ښکته کړه، چې امریکا فرعون شي، موسی به یې څوک وي؟؟
که بیا هم دچا په سترګو پردې غوړیدلی وي، زه تیار یم بل ځل د ملا صاحب او موسی علیه السلام ټول مشترک صفات او مشابهتونه ستاسې مخې ته کیږدم.
خو دهغه چا چې په زړه او غوږونو مهر لګیدلی وي، او په سترګو یې پردې غوړیدلې وي، هیڅکله حق نشي لیدلی، او نشي اوریدلی.
ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی ابصارهم غشاوة...



ع کريم حليمي
01.02.2011

[quote:508fc8355e]که د فرعون او امریکا مشابهتونه راواخلو ترسبا پورې به یې هم سرته ونه رسوو. خو د موسی علیه السلام او ملاصاحب د مشابهتونو په اړه به همدومره ووایم چې ته او خدای دې، په ګریوان کې سر ښکته کړه، چې امریکا فرعون شي، موسی به یې څوک وي؟؟ [/quote:508fc8355e]

زما دی قسم وي که مي زړه ته لوېږي چه امریکا دي فرعون وي ،
نو داچه امریکا فرعون کیدلی نشي ، نو ملا صاحب موسیٰ کېدلی نشي !!!
د ډیر عقل او قیاس خاوند يي ، نو دومره راته ووایه چه د اصل او د فرعی تر منځ کومه رابط او حد وسط او يا حد مشترك څه شي دي ؟؟؟؟؟

دوېٖ نقطې له یاده مه باسه ، امریکا مرګ نه لري !!!!!، فرعون مړسو
ملا صاحب هم مرګ لري



ع کريم حليمي
08.02.2011

[quote:18ce5b5488]که بیا هم دچا په سترګو پردې غوړیدلی وي، زه تیار یم بل ځل د ملا صاحب او موسی علیه السلام ټول مشترک صفات او مشابهتونه ستاسې مخې ته کیږدم.
خو دهغه چا چې په زړه او غوږونو مهر لګیدلی وي، او په سترګو یې پردې غوړیدلې وي، هیڅکله حق نشي لیدلی، او نشي اوریدلی.
ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی ابصارهم غشاوة...[/quote:18ce5b5488]

پیغمبران پر نورو خلګو مه قیــــــــــــــــــاس کوئ ، ددېٖ خبري لپاره ګڼ دلائل سته ،
د پیغمبرانو له زوجات سره نکاح حرامه ده ، او داسي نور ګڼ دلائل
نور بحث ته ضرورت نه وینم ، که څنګه

زه ګمان کوم چه تاسو علمي بصيرت لری ، او پر سترګو ستاسو پردیٖ ندي غوړېدلي ، او نه مو زړه مهر شوی ، الله ښه پوهېږي او لیدونکي دی
درنښت


خالدمنصورهډا
29.03.2011

من وجـد الله فمـاذا فـقـد ...ومن فـقـد الله فمـاذا وجد


حذيفه
31.03.2011

محترموګډونوالوته نيکي هيلې ډالۍ کوم .
وروڼوبحث ته به بې ځايه زورنه سره ورکو،فراعنه خوسته همداشان الله تعالی يي په مقابله کي موسی هم پيداکوي .پاتې سوه داخبره چي څوک څوک دی اوڅوک څوک دی ودي ته څه اړتياده ؟بحث موهم دتودېدوپرلوردرومي زماپه فکرامريکا اومتحدينوکي يې فراعنه سته خوکېدای سي چي دمجاهدينوپه لورکي الله تعالی موسی پيداکړې وي اعني موسی په دي معنی چي دباطل مقابله کوي په دي معنی نه چي عين موسی به وي .زماهمدانظردی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more