د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د شمالي اتلاف سره د کرزي ژمنه

نقاد
31.05.2004

درنو لوستونکو ،
ولسمشر کرزي له ټولټاکنو څخه مخکې د شمال د ټلوالې اود مجاهدينو ټوپک سالارانوسره ژمنه وکړه،چې که دوی د نوموړي په پلوۍ له مخالف کانديد څخه تير شي، د راتلونکي حکومت په دوره کې به لږ تر لږه د ولسمشر د دواړو مرستيالانو څوکۍ دوی ته ورکړي او همدارنګه به د ملي شورا د رياست مقام ملا رباني ته وسپاري .
تاسو دې ډول جوړ جاړي ت په کومه سترګه ګورۍ ، او آ يا هغه د ديموکراسۍ د اصولو سره سم ، او که له هغې يې يوه سرغړونه بولئ. ستاسې دانګېرنو د څرګندولو په هيله.


said
31.05.2004

وروڼو سلام عليکم!
پښتانه که دومره دهوښيارۍ او ميلې توب خاوند وای نو ولی به په افغانستان کی داسی حالت ر اغلای وای ،پښتانه خپل خيال پلاوونه وهي او ناست چه نور يې وګټي اودۍ يې تيار وخورې٠ کر زاي د يو خوا نه دائتلافی حکومت مخالف او د بل خوانه د هغو قاتلانو سره چه ﻻسونه يی دملت په وينو ککړ دی د پردی تر شا د راتلونکی حکومت غړئ ټاکی،نور بايد د پښتون په نامه باندی څوک سر جګ ونکړې،پدي خاطر چه د کرزای په شمول په استسنا د څو مشهور و خلکو نه،نور ټول رهبران خائن ،مرتد او وطن فروشان وو او هم به ئې٠
په در ناوي٠


hotak
31.05.2004

[quote:2296a361a0]همدارنګه به د ملي شورا د رياست مقام ملا رباني ته وسپاري . [/quote:2296a361a0]
نقادصيب كوم ملا يادوى؟؟؟ هغه دطالبانو مشر ملارباني اخند خو ان څوكاله وړاندي په حق رسيدلى دى او ته لاخبر نه يى.ياره اول به دي يوڅه معلومات كول بيا دي په فورم كي داموضوع رامنځته كوله.
ځه خير دى ملامت نه يى.ټول وخت دي هغه دماميى انا په خبره په خارج كي تير كړيدى.هلته هسي هم چاته معلومات نه كيږي.ماته يوه امريكايي ويل چي دكوم ځاي يى ماورته ويل دارغنداب.ويل يى دا چيري دى ماورته ويل دا دكيوبا څنگ ته يو كوچنى هيواد دى چي ولس مشر يى حاجي ملخى هوتك نوميږى.لومړۍ وزيره يى بله نسته توړۍ نوميږي.دى راته وايى اوه يس!!! ستا څيره هسي هم كيوبايانو ته ورته ده.ما اول هم فكر كاوه ته به يا كيوبن يا ميكسيكن يى.دى غريب په دى څه خبروو چي دا دنړۍ ترټولو لمبر بدل انسان دى.
خو كه له ټوكي خبره ورهاخواشي نو اصل خبره داده چي په افغانستان كي اوس دلاندي شعر له مصداق سره سم دخلكو واكمني ده.
گربه مير وسگ وزير موش درباني كند
اين همه اعيان مملكت راويراني كند
كرزى څوك دى؟؟؟ دخليلزاد تړلى چرگ...... خليل زاد څوك دى؟؟؟ دبوش چپه ......ټه.... او بوش څوك دى؟؟؟ هغه دشيطان سكنى تربور خو په حراميتوب كي له شيطان نه هم دوه گزه مخكي دى.
نوچي يوځل څوك دخليلزاد دامر تابع شي نو دهغه دامر دمنونكو خداى وهلو رهبرانو به څه حيثيت وي.رهبران غريبانان هسي دخپل عمر شپى سبا كوي.دامريكا لنگر ته پراته دي او دچوب خت ډوډۍ خوري.
زه چي كابل ته تللى وم نو دلوگر يوه ملگري يوه ورځ دمولوي نبي محمدي دزوي احمد نبي دفتر ته بوتلم.هلته ټول خواريكښ لوگريان دغرمي ډوډۍ او بى وخته جواب چاي ته ځان وررسوي. زه چي هلته ورسره دخپل ذوق دپوره كولو لپاره ولاړم نو دمولوي نبي له زوي سره يى هم هغه دپيښوريانو په خبره ملاو كړم.خو ملگري مي هغه پوه كړى وو چي دغه هلك له خولى سورى دى پام ورسره كوه.كه خوله يى درباندي خلاصه شوه نو بيا به دي سم كړي.
نبي جان ځان خورا جدي نيولى وو.يو وار خو دي راته كوي چي ته په امريكا كي زموږدگوند نمايندگي قبوله كړه.ته هم ځوان يى او موږځوانانو ته اړتيا لرو.ماورته ويل چي ياره پلار مي راته نصيحت كړى چي ادى دي هم سياسي گوند جوړكړي نه به ورسره ځى. نو ته خو مي ادى ياني دپلارماندينه هم نه يى.له تاسره خو خداى نه يم وهلي چي منډه به مي اخستي وي.اوبيا زه چي يو وار دامريكايانو ترنظارت لاندي كاركوم نو بيا خو له تاپرته زه نوري ډيري لاري لرم.
سړى ددى ځواب په اوريدو سره داسي نيغ كيناست والله لكه سوټى چي ستوني ته شوى وي.
بيا راته وايى څنگه دفتر خوند دركړ.دامو دكرزي صيب له لطفه نوى جوړ كړى ماورته ويل هو خداي دي خير دركړي. دلوگريانو دغرمي دډوډۍ اوناوخته اودس ماتي لپاره مو دكابل په منځ كي خورامناسب ځاي جوړكړيدى.
خير داخبري خو تيري شوى.خو كله چي دډوډۍ وخت راغى نو دگوند دلوړپوړو چارواكو ناببره سره جگړه شوه.اول يى هم يوه بل ته ترك.....نه سره كتل خو دډوډۍ په منځ كي يى يوه بل ته له بوړه ډكي كاسى ورخير كړى.دهغوي غريبانانو په اته سوه ډالره سره جنگ وو.دواړو له خپل مشر نه په گډه پټي كړي وى خوخداى دلته دډوډۍ په سرسره رسوا كړل.
نو وروره داټول غريبانان دبل په پښو كي ناست دي.خپله اراده او تمثيل نلري.دوي چي هروخت هرڅه كوي دخليل زاد په امر به يى كوي.اوخليل زاد دبوش سكنى دي او بوش تاسي ښه پيژنۍ He is a keen friend of Satan.
Thanks
Naseer Ahmad Hotak



مجيب انګار
01.06.2004

ښاغلو !!!!!!
زه خوستاسې يونالوستی وروريم ډيرڅه خونه شم ليکلای خودومره به درته ووايم چې مه کوئ دخدای لپاره هرچاته مجاهدمه واېئ ،دمجاهدخپل ځانګړي صفات دي ولې هرټوپکي ته مجاهدوايئ؟ زماپه اندخوستاسې يوازنۍ موخه دمسلمان اومجاهدنوم ته سپکاوی دی اوبس


نقاد
01.06.2004

[quote:0c4a699534="مجيب الرحمن انګار"]ښاغلو !!!!!!
زه خوستاسې يونالوستی وروريم ډيرڅه خونه شم ليکلای خودومره به درته ووايم چې مه کوئ دخدای لپاره هرچاته مجاهدمه واېئ ،دمجاهدخپل ځانګړي صفات دي ولې هرټوپکي ته مجاهدوايئ؟ زماپه اندخوستاسې يوازنۍ موخه دمسلمان اومجاهدنوم ته سپکاوی دی اوبس[/quote:0c4a699534]

ګرانه ورور ه انګار جانه، خدای دې نيکمرغه او بريالی لره، د تودو سلامونو نه وروسته دې پام دې ته راګر ځوم چې که لږ لوستی، ډير لوستی او که نالوستی يې، زمونږ زړه ته نږ دې او زمونږ د سترګو تور يې ، تا دې خدای خفه نکړي، ما پوره ستاسو مطلب په پام کې نيولی چې مجاهدين نه بلکې د هغوی ځينې ټوپک سالاران مې ښودلي دي، او مجاهدين ورته نه ويل کيږي ، خو له مجاهدينو څخه يې ناوړه ګټه پورته کوله او د وطن، ملت ، اسلام او د وطن د مجاهدينو دسرنوشت سره يې لوبې کولې . خوښ شوم چې تاسو يې هم د مجاهدينو په جمله کې نه شميرئ، ولس يې نه شميري ، خو له کرزي صيب څخه همدا اوس هم د مجاهدينو په نامه په راتلونکي حکومت کې ستره ونډه غواړي، او دا کار هم تش د ټوپک سالارۍ په زور کوي ، او هغه هم د مجاهدينو د ټوپک سالارانو په توګه . هو دوی ځانونه د مجاهدينو مشران بولي خو نه زه ، نه ته او نه يې مجاهد اولس د مجاهدينو مشران بولي، ځکه چې دوی يو هم مجاهدينو په آزادانه ټاکنو کې دخپل مشرپه توګه نه دی ټاکلی، بلکې د سلاکوټونو د تحويلدارۍ ځخه يې ځانونه ټوپک سالارۍ ته رسولي دي او له هغې راهيسې ټول ملت ته، په تيره بيا پخپله جهاد او مجاهدينو ته غم اود سردرد ګرځيدلي دي. پوښتنه داده چې کرزي صاحب هم له دغسې سردردۍ له مله مجبور دی چې اتلاف ورسره کوي او که پخپله هم له هغوی څخه زيات نه دی او تر هغوی جلا د لوړ کيفيت يا د باور وړ شخصيت خاوند نشي بلل کيدای ؟ او که څنګه ؟ ددی اتلاف پايلې به څه او څنګه وي؟ که په دې برخه کې هم خپل نظر څرګند کړې ، ډير به خوښ شم . په مينه او درناوي. ستا يو ورور نقاد .


نقاد
01.06.2004

[quote:82e70e586f]نقادصيب كوم ملا يادوى؟؟؟ هغه دطالبانو مشر ملارباني اخند خو ان څوكاله وړاندي په حق رسيدلى دى او ته لاخبر نه يى.ياره اول به دي يوڅه معلومات كول بيا دي په فورم كي داموضوع رامنځته كوله.
ځه خير دى ملامت نه يى.ټول وخت دي هغه دماميى انا په خبره په خارج كي تير كړيدى.هلته هسي هم چاته معلومات نه كيږي[/quote:82e70e586f]

هوتک ورور ته دې خير وي، هلکه لکه چې نن په ښي ډډه راپاسيدلی يې، طبعه دې ښه غونډاري ولي، خو
خو مړه تاخو حقايق په ټوکو ټوکو کې خلاص کړل، د رښتياو په ځای کې به بيا څه وايې . خو يره ته به که خدای کول هيڅکله نه بنديږې ، که رښتيا نه وي هم، خو چې په شرعه روغ وي . او رښتيا، تا نه دي اوريدلي چي له شر زيږوونکو رښتياو څخه خير راوړونکي دروغ ښه ، او زيات ثواب لري ؟، که داسې وي نو بيا خو والله چې د ثوابونو او جنتونو ټيکه دار هم ته يې . يره هوتکه ، که ما پوښتې، نو څومره چې ما سوچ کړی کړی اود تاريخ سترې ارزښتمنې پيښې مې په تول تللي دي، نو دخير په ﻻره کې له رښتياو څخه دروغو لوی تاريخي خدمت کړی دی. رښتياو خو ايله اوس د ا سل کاله کيږي چې د علمي او تخنيکي انقلاب په شکل يې يو ستر رول لوبول پيل کړي دي مخکې خو يې هيڅ نه لرل . نو مهم اصلأ دروغ يا رښتيا نه، بلکې خير يا شر غوښتل دي . ورک دي شي شراو فساد غوښتونکي رښتيا ، جاري دې وي خير غوښتونکي دروغ، او بريالي دې وي تل خير پالونکي رښتيا، لکه تا چې دا رښتيا په ډاګه ويلي چې کرزی او خليلزاد څوک دي. منم دې، د خدای رحمت شه او ستا پر صورت شه! په مينه !


نقاد
01.06.2004

[quote:65fffbfccc]نقادصيب كوم ملا يادوى؟؟؟ هغه دطالبانو مشر ملارباني اخند خو ان څوكاله وړاندي په حق رسيدلى دى او ته لاخبر نه يى.ياره اول به دي يوڅه معلومات كول بيا دي په فورم كي داموضوع رامنځته كوله.
ځه خير دى ملامت نه يى.ټول وخت دي هغه دماميى انا په خبره په خارج كي تير كړيدى.هلته هسي هم چاته معلومات نه كيږي[/quote:65fffbfccc]

هوتک ورور ته دې خير وي، هلکه لکه چې نن په ښي ډډه راپاسيدلی يې ،طبعه دې ښه غونډاري ولي،خو رښتيا وايې زه ډيروخت په خارج کې يم ، ولې دواړه سم نامه ملاربانيان سره بيلوم٠ ته دا راته ووايه چې تاخو حقايق په ټوکو ټوکو کې خلاص کړل، د رښتياو په ځای کې به بيا څه وايې . خو يره ته به که خدای کول هيڅکله نه بنديږې ، که رښتيا نه وي هم، خو چې په شرعه روغ او هدف يې خير وي . او رښتيا، تا نه دي اوريدلي چي له شر زيږوونکو رښتياو څخه خير راوړونکي دروغ ښه ، او زيات ثواب لري ؟، که داسې وي نو بيا خو والله چې د ثوابونو او جنتونو ټيکه دار هم ته يې . يره هوتکه ، که ما پوښتې، نو څومره چې ما سوچ کړی کړی اود تاريخ سترې ارزښتمنې پيښې مې په تول تللي ، نو د خير په ﻻره کې له رښتياو څخه دروغو لوی تاريخي دمت کړی دی. رښتيا خو ايله اوس د ا سل کاله کيږي چې د علمي او تخنيکي انقلاب په شکل يو ستر رول لوبولی او لوبوي يې، مخکې خو يې هيڅ نه لرل . نو مهم دروغ يا رښتيا نه، بلکې خير يا شر غوښتل دي . ورک دي شي شراو فساد غوښتونکي رښتيا ، جاري دې وي خير غوښتونکي دروغ، او بريالي دې وي تل خير پالونکي رښتيا، لکه تا چې دا رښتيا په
ډاګه ويلي چې کرزی او خليلزاد څوک دي. منم دې، د خدای رحمت شه او ستا پر صورت شه! نور خدای پامان
په مينه !


hotak
07.06.2004

نقادصيب سلامونه مي ومنه!
وروره خبره دي دريښتيا او درواغو وكړه.وروره په ژوند مي والله كه دقصده درواغ ويلي وي البته كه چيري په هيره رانه وتلي وي نو ياران مي دي وبښي.اوداڅه چي مي دلته ويلي دي په ديرش سيپارى قران كه يوه يوه هم درواغ وي.داټولي زما دژوند هغه تجربى دي چي ماورته دطنز رنګ وركړي او په كوميكه بڼه مي دلته وړاندي كړيدي.
په اصل كي داټول ژوند يوه تراژيدي ده.يوڅوك چي ورسره كمپرومايز وكړي هغه يى بيا په كوميديك انداز كي بابيزه تير كړي لكه هوتك.اوڅوك چي په نيمه لاره كي وارخطاشي هغه نو له واره په فلسفه پيل وكړي.
ژوند بايد بى خونده او بى رنګه نه وي لكه فلسفه. :idea: ژوند بايد خوندور او رنګين وي لكه كوميدي.
اوكه ستاسي دغه ډول ناروا تهمتونه پرماخوار وو نو بيا مي مه غواړۍ.ځان اوخپل عزت والله كه راباندي تاوان وي چي مفت په مفته دي په فورم كي په درواغژن ونومو ل شم.درواغجن دخداى مختورن وي او زه شكردى تورمخى نه يم.
او لږپرده خو مي وكړۍ سبا بله ورځ مي كه خير ووكوژدن ده :wink: :wink: :wink:
ادى مي وطن ته تللي ګوره چي چيري به مي په غوا ميښه باندي واړوي :wink: :lol: :wink: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more