د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
د مینـــی حــــج
      baahmadi2010
      11.01.2011
    
ستـــا د تصویر می طوافــونه وکــړه <*****> په یوه شپـــه می څو حجـونه وکړه
بیــــا می احـــــرام د لوپټــــی وتاړه <*****> په مخ کعبـه می څو مونځونه وکړه
بیا دی خولی پوری څواوښـکی راغلی <*****> لکــــه زمزم می تری ګوټونه وکړه
ستـــا د کوڅی نه تر زمونږ د کوڅـی <*****>  ما د صفـــا و مروا رسمونه وکړه
د شیطــــانانو ویشتل هم فـــرض وؤ <*****>  نو په رقیب می ګــــوزارونه وکړه
جـانانه وایه حـــج قبـــول شو کـه نهُ <*****>  که دا می هســی کــوششونه وکړه
"احمدی"