اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
انسان ته سجده
shokoor
10.01.2011
تاسې دې خرافاتو ته ځیر شی
http://www.youtube.com/watch?v=b9mHaA2rMoQ&feature=player_embedded
Re: انسان ته سجده
pattang
10.01.2011
دا په اسلام پورې څه اړه لري !
په اسلام کې داسې تقدس منع د ی٠
[quote:cb03f5b08e="shokoor"]تاسې دې خرافاتو ته ځیر شی
http://www.youtube.com/watch?v=b9mHaA2rMoQ&feature=player_embedded[/quote:cb03f5b08e]
M Tahir
12.01.2011
دا او داسې نورې پېښې چې وينو ، ذهن ته مو څو پوښتنې راځي .
1) ايا ومره زيات تقديس جايز دی ؟ که جايز نۀ وي د اسلامي نړي يو لوی اکثريت (اهلسنت مسلک يا هم برېلويان) يې ولي ملاتړ کوي؟
2) کله چې کوم کافر له خپل کفر څخه توبه کوي او د اسلام پۀ سپېڅلې حلقه کې خپل دنيوي او اخروي سعادت غواړي، د ډېرو مسلکونو پۀ شتون کې کوم يو د ځان لپاره غوره بللای شي؟ که د لږ ساعت لپاره ځان د هغه کافر پر ځای محسوس کړو چې نوی نوی مسلمان کېږي ، ايا له بې کچه ذهني ګډوډۍ سره به مخ نۀ شو؟ او پۀ داسې يو حالت کې به زموږ تصميم نيونه څومره له کاره لوېدلې وي ؟ او ايا دغه حالت به مو خدای مه کړه بېرته پخواني کفر ته ټېل نه وهي؟
3) مسلکي اختلاف چې اوس پۀ سخت نظرياتي اختلاف بدل شوی دی، حل يې څۀ دی؟
زموږ پۀ اند د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم دسپېڅلي ژوند اطاعت کول او د سپېڅليو اصحابانو د لارې تعقيبول ........................ او له دې پرته د بل هر دود او عقيدې پرېښودل، دغه راز د هر مسلک داختلافي Literature سوزول يې حل بلل کېږي. خو ايا د دېوبندي، بريلوي او اهلحديث، مماتي او حياتي پۀ نومونو د وېشل شوو مسلمانانو ديني مشران او مفتيان کرام د مسلمانانو د ديني يووالي او اعتقادي وحدت چې د ټولې اسلامي نړۍ د سياسي او اقتصادي يووالي زېری راکوي، پۀ خاطر د خپلو مسلکونو قرباني ورکولای شي؟
پۀ مينه
ستاسو طاهر
حذيفه
14.01.2011
ټولودرنولوستونکوته نیکې هیلي اوسلامونه وړاندي کوم .
محترم محمدطاهرصاحب په مسلمانانوکي دداسي غیرشرعي اوغیراسلامي عقیدو،کړنواوافعالوترشاګڼ کورني اوبهرني لاملونه شتون لري .په دنیاکي هره نامسلمانه ټولنه هڅه کوي چي په یونه یوډول وتوانېږي څوخپل هرڅه اسلامي ټولنې ته داخل کړي،که تاسي پراسلامي ټولنه دپردیودفکري یرغل تاریخ مطالعه کړئ نودرته جوته به سي چي مسلمانان دومره ویده اوغافل دي چي که همداسي پاتي سي نوپه لږموده کي به داسلامي نړۍ په ډېروسیموکي سپڅلې اسلامي عقیده داسي ورکه سي چي په اړه به یې خبرې کول دهغې سیمې دخلکوپه اندله اسلامه وتل وي . همدااوس موږوینوچي که کوم څوک دشرکي عقیدو،خرافاتواوبدعاتوپرضد مبارزه کوي نوپه ټولنه کي سمدستي ددیني عالمانواویاتش په نوم روحانینوله خوا دوهابي ټاپه پري وهل کېږي چي وروسته هیڅوک بیادهغه خبرې ته غوږنه نیسي وايي داوهابي دی مه ورسره کښېنه اړوي دي . یعني همدااوس موږپه داسي حالت کي قرارلروچي دسوچه اسلامي عقیدې اونبوي ثابتوسننوپه وړاندي دخلکو غبرګون دادی چي دوهابیت دټاپي په لګولویې مخنیوی کوي . که حالت همداسي دوام وکړي نوزماپه اندیوه لسیزه وروسته به دکفري نړۍ یرغل تردې ځایه ورسېږي چي دقرآن یوازي هغه تفسیربه مني چي دټولنې له رواج،دکفري نړۍله غوښتنواودده له دنیوي کاروبارسره برابروي . دنبوي احادیثوحالت خواوس هم دې اندازي ته رارسېدلی چي دحکمتیارپه څېرکسان یې په بېخ کندنه بوخت دي اوپه تفسیرکي هم داسي نظریات وړاندي کوي چي په سلوکي اتیادډارون دنظریې ملاتړ کوي . بل لورته هغه اخوندان چي نه په دین خبردي نه په دنیاهغوئ بیاداسي لیکنې کوي :
وهابي څوك دى؟........ لومړي برخه
13.01.2011 10:54
ليكوال: مولوى محمد قاسم (انقيادى)
اياوهابيان پيژني؟؟؟
په اسلامي امت كي خامخا داسي خلك پيداكيږي چي دټول امت څخه په جلا لاره روان وي او ورو ورو يوه غټه ډله ورڅخه جوړه سي ځكه چي حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي:
زما امت به پر ۷۳ ډلو باندي وويشل سي او ټول به په دوږخ كي وي خو يوه ډله به په جنت كي وي اوهغه (ناجيه) ډله ده چي دْرسول اكرم (ص) سنت پرځآي كوي اوټول يو جماعت وي.
څرنګه چي دوهابيانو ډله له ډيرْي پخوازماني د ديني عالمانو په جامه كي ځانونه ښكاره كوي اوډيرْۍ هغه كسان چي نه ديني او نه عصري زده كړي لري له خپلي لاري څخه بي لاري كوي ، په اصل كي دغه ډله خلك دابليس دنماينده ګانو په صفت دخلكو په منځ كي دګمراهي تخم پاشي اوخلكوته دغلطي لاري ښوونه كوي ، دداسي عالمانو په هكله حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي چي:
زه دهغه ليوه له خربۍ څخه چي په بي چوپانه رمه ګډسي دومره نه بيريږم لكه د يوه بدعالم څخه چي زما په امت كي پيداسي.
څنګه چي دلته دوهابيانو دوهابيت اوددوي دتبليغ په اړه بحث كيږي نوغواړم چي ددوي دتاريخ اوعقايدو په اړه څه درته وړاندي كړم.
دغه ډله چي دتيميه محمد بن عبدالوهاب مقلدين دي دهجرت په ۷۰۰ كال كي خلكو ته خپل ځانونه ښكاره كړل خوزموږ ګران هيواد افغانستان ته په ۱۳۸۵ كال كي پوره لاره پيداكړه ، سره له دي چي ديني عالمانو خپلو عواموته ددي ډلي دعقايدو په اړه معلومات وركړل خوبيا هم دغه ډله وتوانيدل چي يو څو دګوتو په شمار خلك خپل كړي او په خپله عقيده باندي يي په بشپړه توګه وپوهوي.
له دي ډلي خلكو سره په ډيرو مجالسو كي زموږ ديني عالمانو پحثونه وكړل ، يودبل په مقابل كي يي دلايل سره وړاندي كړل چي بالاخره دغه منافقه ډله ملامت كړل سول او وعده يي وكړه چي بيا به موږ تبليغ نه كووخوپر خپله وعده يي وفا ونه كړه او څو وخت وروسته يي بيا هم خپلو تبليغاتو ته ادامه وركړه چي داهم دمنافقت ستره علامه بلل كيږي.
ددوي دمنافقت يوه بله علامه داده چي هر وخت خپل ځانونه په جلا جلا نومونو خلكوته ورپيژني لكه: اهل حديث ، اهل سنت ، غيرمقلدين ، موحدين اوكله بيا دحنيفيت او حنبليت جامه په تن كوي خودوي په دغه نومونو كي هم درواغجن دي اوپه دغه ټولو كي ديوه عقيده هم نلري اونه يي مني.
۱- رسول اكرم (ص) په يوه حديث شريف كي فرمايلي دي : هرڅوك چي په هره جامه كي مړ سي نو د اخرت په ورځ كي به په هغه جامه كي راپورته سي.
اهل حديث ددې حديث ترجمه داسي كوي:
هرڅوك چي په هر ډول كالو كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډول كالو كي راپورته كيږي.
اهل سنت اوالجماعت ددي حديث شريف ترجمه داسي كوي:
هرڅوك چي په هره ډله كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډله كي راپورته كيږي. په پورته حديث شريف كي داهل حديث اواهل سنت والجماعت ترمنځ ډير لږ توپير سته اوهغه د (تاويل) موضوع ده.
اهل حديث دحديث شريف ظاهرته ګوري خواهل سنت والجماعت په حديث شريف كي تاويل كوي.
داچي وهابيان وايي چي موږ اهل حديث يا اهل سنت والجماعت يو نو درواغ وايي ځكه ددې دوو ډلو څخه ديوي ډلي څخه هم نه دي.
۲- غيرمقلدين : داچي وهابيان خپل ځانونه غيرمقلدين خلكوته ورپيژني دادليل وړاندي كوي چي موږ يواځي په قران كريم اوحديث شريف باندي عمل كوو، خوداخبره يي هم غلطه ده ځكه چي دوي د تيميه او محمد بن عبدالوهاب كلك تقليد كوي.
۳- موحدين: همدارنګه دوي ځانونه دموحدينو ډله بولي چي ددي نامه معنى داده چي ز موږ څخه پرته نورټول درسول اكرم (ص) امت مشركان دي ، كه فكر وسي نوداخبره هيڅ امكان نلري چي ټول امت دي مشركان سي اويوازي دتيميه اومحمد بن عبدالوهاب ډله دي كلك مسلمانان وي.
زموږپه سیمه کي له اسلامي علومونه خبرتیااوپه بله وینادجهالت توروتیاروعوام داسي کړي چي په سلوکي نوي یې له دین سره چندان مینه نه لري . دیني پوهان شخصیت پالني،مسلک پرستۍ،ځان غوښتنې،شخصي ګټواودرباریتوب دومره بې حسه کړي چي په هیڅ ډول نه دعواموپه غم کي دي نه ددین . نوزماپه فکرراځي نوروته له کتواوله هغودڅه کولوله تمې پرته دخپل توان په اندازه لومړی قرآن اونبوي صحیح سنت مطالعه کړو،بیاله هماغوسره سم خپله عقیده،عبادات، معاملات،سیاست اوداخلي وبهرنی ژوندجوړکړوچي دفتنوپه دې زمانه کي دبریالیتوب رازیوازي په همداسي کولوکي پروت دی . په مینه ورورموحذیفه
و.افغان
14.01.2011
محترم او دروند حذيفه صاحب:
تاسې په خپله ليکنه کې ډېره مأيوسي ښکاره کړېده، خو زه ستاسې د نظر بر عکس سوچ
کوم چې د توحيد فطرتي عقيده له مخکې نه زيات د ډېرو په برخه شوې ده، او ورځ په ورځ
يې انصار زياتیږي.
د دې لامل دا دی ، چې د علم رڼا په ډېرې چټکۍ سره خپريږي، او له دغې رڼا سره ناممکنه
ده چې خلک دې په داسې خرافاتو، مزخرفاتو، بدعتونو، او بېځايه د نامعصومو
اشخاصو په تقديس کولو ايمان ولري.
دغه ځينې آخوا دېخوا ليکنې چې ګورئ، دا يواځې د دغو کږو خلکو وروستۍ سلګۍ
دي، چې باسي يې، ځکه چې پوهيږي، چې نور خلک پوهه دي، نو هغه د العزی بت
د منجاورې ښځې په شان چيغې باسي؛ ځکه چې نور به خلک د دوی عبادت نه کوي.
د انقيادي په نوم شخص
ليکنه يې ډېره ماشومانه ده، له تاريخي او علمي حقائقو نه ډېره په څنګ ده، ليکوال
يې سوچ کوي؛ چې يو همدا زه هوښيار يم، او نور په دې ټولو خلکو سترګې پټي دي.
بده به نه وي، چې ليکنه باندې يې علمي رد وشي، او مغالطات يې درنو مسلمانو
پښتنو بر ملا شي.
ځکه چې نور په دغه ټولنه کې د خلاصې کيداني، اسقاط او سرسايو ملايانو لپاره
ځای نشته، که ملا عزتمنده زندګي غواړي، نو ځان دې وخوځوي، کار دې وکړي،
د صحي شرعي علم په تحصيل سره دې د دې توان پيدا کړي، چې علمي مراکز وچلوي،
تدريس وکړي، او داسې نور.
اما د ذليلو لارو څخه دې د رزق ګټل، او د دغه ذليل رزق د حاصلولو لپاره دې په
حق سترګې نه پټوي، اونه دې د خلکو د تخلف او ګمراهيو په تيارو کې ساتي.
ځکه چې د دغو کارونو سره د دې امکان لرې نه دی، چې خلک په نوم ملايانو داسې
انقلابونه وکړي، لکه چې نصاراوو په خپلو کليساوو ترسره کړې.
دا مه هېروئ چې 21 پېړۍ ده.
په درنښت
حذيفه
15.01.2011
محترم وهاج ساپی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
هیله ده چي روغ رمټ اوددین ودنیاپه ټولوچاروکي به بریالی یاست .
ستادلیکنې ترلوستووړاندي مي دانقیادي پرلیکنه علمي نقدپیل کړی چي نورپوره دی یوازی لږکارغواړي ان شاء الله ډېرژربه په ډېروپښتوانټرنیټ پاڼواودټول افغان په بحث فورم کي دلوستونکومطالعې ته وړاندي شي .
م
15.01.2011
السلام علیکم
[/quote]ځکه چې نور په دغه ټولنه کې د خلاصې کيداني، اسقاط او سرسايو ملايانو لپاره
ځای نشته، که ملا عزتمنده زندګي غواړي، نو ځان دې وخوځوي، کار دې وکړي،[quote]
باور وکړئ ، چې بحثونه خوند نه راکوي ، اونه د اوږده بحث شیمه او علم لرم ،خو دالوړه خبره که هرچا کړي ده ، زما خوا یې رابده کړه او کیدای شي داسې دنورو ډیرو طبیعتونه یې هم ورخراب کړي وي ، وروڼو داډول بي نزاکتي نه ده په کار ،خلاصې کیدانی څه ګناه کړې کومه خبره یې غلطه ده ، ورشئ په شرط دافغانستان ټول جوماتونه دڅوسوه کاله دهمدې کتاب به تدریس ودان دي ،په هره تاخچه کې یې شته ، او نږدې ټول افغانان یي شاګردان دي ، مګر تراوسه مې له هیچا داسې خبره وانه وریده ایا داټول علماء او پوهان جاهلان ،غوړمالان ،او حق پټوونکي وه ، که څنګه ؟؟؟؟
وروڼو وهابیانو زه شخصا هرمسلمان ته احترام لرم حتی شیعه ګان هم ځکه مسلمان بولم چې اهل قبله دي او محتاطه خبره همداده ، چې په اهل قبله وو دکفر جسارت ښه نه دی ، اختلاف دامت ترمنځ په جزیاتو کې یو منل شوی حقیقت دی ،چې ورکول یي ناشوني بریښي ، نوولې په داسې پیغورونو او بدوخبرو خلک خوابدي کړو ، که زه اوس تاسو ته سمسیره خواره او چونګښ خواره ووایم یا دهغې کوچنۍ پیښورۍ بدمرغې رسالې ( دغیرمقلدینو هوټل ) پیغورونه درته کتار کړم څومره بدبه بریښم ،نووهاج صیب هیله کوم بیا داسې متحدالمال پیغورونه مه راشړه ، داخبره یوازې دخلاصې په خاصر درته کووم چې زما لوستی کتاب دی او حق رباندې لري لومړني فرض واجبات نبوی سنن او مکروهات مې په همدې کې زده کړ ي دي
نورمو سرونه نه خوږوم او خدایزده که بیا دافورم راخلاص کړم په تاسو دې مبارک وي
و.افغان
15.01.2011
ملا بختوره وروره!
وروره: زه په خپلو تېرو خبرو کې کومه غلطه خبره نه وينم.
زمونږ ملايانو سياسي ميدان ته د راټوپ وهلو په وجه يوه څه عزت او قدر پيدا کړ،
هغه هم فکر کوم چې دغه ټوپ وهل د دوی خپل ابتکار نه وو.
نورو ډېرو په وظيفو، سرسايو، اسقاطونو او نورو ذليلو لارو څخه ترزق باندې
قناعت کاوه.
ما نه ټول ملايان ياد کړي، او نه يې يادوم، بلکه هغه ملايان مې ياد کړي دي، چې د دغه
صفت څخه برخمند دي، او د همدغه صفت له مجبوریته يې حق نه وايه.
خلاصه کيداني لومړنۍ کتاب دی، چې ما په فقه کې ويلی دی، چې يو تاريک الذهنه
جاهل تش په نامه ملا ليکلی دی، چې بايد د تعليمي نصاب څخه سره له ورته کتابونو
تر ابده ختم شي.
د مثال په توګه يې حديثو پسې يو پسخند راخلم.
په تشهد کې د شهادت په ګوته اشاره کول، سنت دي، په صحيحو احاديثو کې راغلی
دی، او دی د لمانځو په محرماتو کې دغه خبره راوړي:
والإشارة بالسبابة كأهل الحديث.
دا هغه پيل دی، چې دغه تاريک الذهنه خلک پرې خپل ماشومان تربيه کوي، که زه
پرې هغه وخت نه پوهېدم؛ نو له پوهېدو وروسته يې د فساد څخه سترګې
پټول په باطل ساکت پاتې کېدل دي.
تاسو خبر ياستئ چې د همدغه تاريک تربيت په وجهه په افغانستان د څومره خلکو
د شهادت ګوتې بوټي ماتې شوي دي؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!
[color=white:43360947a2]
زه حيران ستا انصاف ته يم، چې د يو معمولي تاريک الذهن تش په نامه ملا د يوه
کتاب په اړه تنقيد دومره وځورولې، او دفاع ته دې راودانګل، خو قرآن او سنت او د
اهل سنت والجماعت عقيدې څخه د دفاع لپاره دې بيا ملا ماته ده، د پير سيف الرحمن
د عقيدې د بطلان د بيان څخه ورو ورو شاته لاړې، سره له دې چې فوروم کې دې حضور
هم لرلو، او د پير او د هغه د خليفګانو په اړه ستاسې معلومات زما له معلومات څو
څو واره غني دي.
[/color:43360947a2]
پاتې د تکفير خبره؛ نو هغه بېله مسئله ده، زه له تاسو په سوونه واره زيات د تکفير
په مسئله کې محتاط يم، او تاسې او نورو لوستونکو به کېدای شي؛ دغه عقيده
زما له ليکنو احساس کړي وي، کومه چې زه د اهل سنت والجماعت عقيده بولم.
[quote:43360947a2="ملا بختور"]السلام علیکم
[/quote:43360947a2]ځکه چې نور په دغه ټولنه کې د خلاصې کيداني، اسقاط او سرسايو ملايانو لپاره
ځای نشته، که ملا عزتمنده زندګي غواړي، نو ځان دې وخوځوي، کار دې وکړي،[quote:43360947a2]
باور وکړئ ، چې بحثونه خوند نه راکوي ، اونه د اوږده بحث شیمه او علم لرم ،خو دالوړه خبره که هرچا کړي ده ، زما خوا یې رابده کړه او کیدای شي داسې دنورو ډیرو طبیعتونه یې هم ورخراب کړي وي ، وروڼو داډول بي نزاکتي نه ده په کار ،خلاصې کیدانی څه ګناه کړې کومه خبره یې غلطه ده ، ورشئ په شرط دافغانستان ټول جوماتونه دڅوسوه کاله دهمدې کتاب به تدریس ودان دي ،په هره تاخچه کې یې شته ، او نږدې ټول افغانان یي شاګردان دي ، مګر تراوسه مې له هیچا داسې خبره وانه وریده ایا داټول علماء او پوهان جاهلان ،غوړمالان ،او حق پټوونکي وه ، که څنګه ؟؟؟؟
وروڼو وهابیانو زه شخصا هرمسلمان ته احترام لرم حتی شیعه ګان هم ځکه مسلمان بولم چې اهل قبله دي او محتاطه خبره همداده ، چې په اهل قبله وو دکفر جسارت ښه نه دی ، اختلاف دامت ترمنځ په جزیاتو کې یو منل شوی حقیقت دی ،چې ورکول یي ناشوني بریښي ، نوولې په داسې پیغورونو او بدوخبرو خلک خوابدي کړو ، که زه اوس تاسو ته سمسیره خواره او چونګښ خواره ووایم یا دهغې کوچنۍ پیښورۍ بدمرغې رسالې ( دغیرمقلدینو هوټل ) پیغورونه درته کتار کړم څومره بدبه بریښم ،نووهاج صیب هیله کوم بیا داسې متحدالمال پیغورونه مه راشړه ، داخبره یوازې دخلاصې په خاصر درته کووم چې زما لوستی کتاب دی او حق رباندې لري لومړني فرض واجبات نبوی سنن او مکروهات مې په همدې کې زده کړ ي دي
نورمو سرونه نه خوږوم او خدایزده که بیا دافورم راخلاص کړم په تاسو دې مبارک وي[/quote:43360947a2]
زيارمل
15.01.2011
زه د پورتنۍ لیکنې په اړه څه نشم ویلی چې ښه ده یا ښه نده، خو ستا دا خبره ډیره ماشومانه ده چې:
[quote:3d9bf8ceba]ځکه چې نور په دغه ټولنه کې د خلاصې کيداني، اسقاط او سرسايو ملايانو لپاره
ځای نشته، که ملا عزتمنده زندګي غواړي، نو ځان دې وخوځوي، کار دې وکړي،
د صحي شرعي علم په تحصيل سره دې د دې توان پيدا کړي، چې علمي مراکز وچلوي،
تدريس وکړي، او داسې نور.[/quote:3d9bf8ceba]
د ځواب لپاره دې ډیر څه لرم خو متاسفانه چې اوس دستي چیرته روان یم بیګ مې تړلی خو ستا پورتنۍ خبرې ته ځواب پرځان لازمي بولم.
زه پخپله د خلاصې ملا نه یم خلاصه کیداني مې لیدلې هم نده، خو دخلاصې ملایانو ته په سپکه کتل هیڅکله نشم زغملای. زما په فکر ستاسې قبله ګاه صیب هم د خلاصه کیداني ملا دی نو دا خو دهمدې خلاصې د ملا برکت دی چې په تا باندې یې د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې دکتوراه وکړه، ته څنګه دخلاصی ملا ته داسې توهین آمیزه لهجه کاروې؟؟
زه د مدرسو او مساجدو ملا نه یم، زه هم د هغو اسلامي پوهنتونو څخه فارغ یم چې تاسې ورته هروخت ګوته په غاښ یاست او علمي رتبه مې ستا ددکتوراه نه هم الحمدلله کمه نده، خو حقایق هیڅکله نشم پټولای، راشه په ساحه کې وګوره، واقع ته نظر واچوه، نن ورځ ستا دین د اسلامي پوهنتونو محصلینو درته ساتي او که دخلاصه کیدانی ملایان؟؟؟؟
نن ورځ دجهاد سنګرونه داسلامي جامعاتو په محصلینو تاوده دي او که دمساجدو او مدارسو (چې ته یې د خلاصې ملایان بولې) په طالبانو؟؟؟
زه د انقیادي صیب دلیکنې نه دفاع نه کوم، خو ستا داخبره چې همیشه یې تکراروې هیڅ خوښه نشوه.
ځواب به مې ډیر ګډوډ وي ځکه چې په بیړه مې لیکلی او دوهم ځل یې کتلو ته هم وخت نلرم خو خدای دې وکړي چې زما په مطلب پوه شوی وې.
نور بل وخت.....
و.افغان
15.01.2011
زيارمل صاحب:
تاسو زما په موخه پوه شوي نه ياستئ.
زما پلار هم خلاصه کيداني ويلې، ما هم لوستلې ده، بلکه مخکې مې وويل، چې
د فقهې د لوستلو ابتداء مې له همدغه کتاب وه، ځکه چې په نصاب کې و.
زما تنقيد په هغه چا دی، چې يا يې پوهه خلاصه کيداني پورې منحصره وي، او بيا د
امت په مسئلو کې غږيږي.
او يا يې پوهه اوچته تللې وي؛ خو د خلاصه کيداني او ورته کتابونو په قيودونو او
ځولنو کې بند پاتې وي.
هيله ده چې اوس دې پرې سر خلاص شوی وي.
په درنښت
[quote:01c5691622="زيارمل"]
زه د پورتنۍ لیکنې په اړه څه نشم ویلی چې ښه ده یا ښه نده، خو ستا دا خبره ډیره ماشومانه ده چې:
[quote:01c5691622]ځکه چې نور په دغه ټولنه کې د خلاصې کيداني، اسقاط او سرسايو ملايانو لپاره
ځای نشته، که ملا عزتمنده زندګي غواړي، نو ځان دې وخوځوي، کار دې وکړي،
د صحي شرعي علم په تحصيل سره دې د دې توان پيدا کړي، چې علمي مراکز وچلوي،
تدريس وکړي، او داسې نور.[/quote:01c5691622]
د ځواب لپاره دې ډیر څه لرم خو متاسفانه چې اوس دستي چیرته روان یم بیګ مې تړلی خو ستا پورتنۍ خبرې ته ځواب پرځان لازمي بولم.
زه پخپله د خلاصې ملا نه یم خلاصه کیداني مې لیدلې هم نده، خو دخلاصې ملایانو ته په سپکه کتل هیڅکله نشم زغملای. زما په فکر ستاسې قبله ګاه صیب هم د خلاصه کیداني ملا دی نو دا خو دهمدې خلاصې د ملا برکت دی چې په تا باندې یې د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې دکتوراه وکړه، ته څنګه دخلاصی ملا ته داسې توهین آمیزه لهجه کاروې؟؟
زه د مدرسو او مساجدو ملا نه یم، زه هم د هغو اسلامي پوهنتونو څخه فارغ یم چې تاسې ورته هروخت ګوته په غاښ یاست او علمي رتبه مې ستا ددکتوراه نه هم الحمدلله کمه نده، خو حقایق هیڅکله نشم پټولای، راشه په ساحه کې وګوره، واقع ته نظر واچوه، نن ورځ ستا دین د اسلامي پوهنتونو محصلینو درته ساتي او که دخلاصه کیدانی ملایان؟؟؟؟
نن ورځ دجهاد سنګرونه داسلامي جامعاتو په محصلینو تاوده دي او که دمساجدو او مدارسو (چې ته یې د خلاصې ملایان بولې) په طالبانو؟؟؟
زه د انقیادي صیب دلیکنې نه دفاع نه کوم، خو ستا داخبره چې همیشه یې تکراروې هیڅ خوښه نشوه.
ځواب به مې ډیر ګډوډ وي ځکه چې په بیړه مې لیکلی او دوهم ځل یې کتلو ته هم وخت نلرم خو خدای دې وکړي چې زما په مطلب پوه شوی وې.
نور بل وخت.....[/quote:01c5691622]
انسان ته سجده
chaparharay
15.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله
ملا بختور صاحب ته هم ملا یی او وهاج ساپی صاحب هم ملا دی نو که تاسی یا وهاج ساپی صاحب هر یو پر بل کوم اعتراض لری یا مو په کوم خبره کی اشکال وی یا مسله صحیح وی خو سر مو پر نه وی خلاص سوی نود اسلامی ادب په چوکاټ کی هر یو پربل نوکه یا استفسار حق لری خو په شرط ددی چی حق ظاهرول اوبیا ورباندی عمل کول وی که داسی نه وی نو نن سبا هڅوک اوګار ندی چی هسی دی خلکو ته ایله ځوابونه ورکوی
او محترمه تاسی لیکلی دی چی خدای زده که بیا دا فورم خلاص کړم نو دا چی تاسی ملاصاحب یاست نو تاسی سره همدا فورم ښه ښکاری خو که هسی مزه نه درکوی هغه بیله خبره ده کنه نو وروره ستالپاره مناسب فورم همدادی
او دا چی مونږ د محمد الرسول الله امتیان یو نوبیابه هر ددین کار کی ده هغه صلی الله علیه وسلم منو هغه فرمایلی (ترکت فیکم امرین لن تضلوا ما تمسکتم بهما کتاب الله وسنتی)اوکما قال ماتاسی ته دوه شیان پریښودل هڅکله به بی لاری نه شی که دا دوه شیان مو راټینګ کړل چی یو دالله کتاب اوبل ځما طریقه ده نو راځی چی پدی مسایلو کی چی ځمونږ منځ کی کوم اختلاف راځی ن د الله کتاب او د نبی صلی الله علیه وسلم طریقه (حدیث)ته رجوع وکړو په ګرنټی در ته وایم چی دا اختلافونه به ټول حل شی کنه ناغه به درکړم وعده ده
اللهم اجعلنا من عبادک المتقین والتوابین آمین
عادل عادل
15.01.2011
سلامونه
دروند وهاج صیب
د خلاصې شریفې مثال مو داسې دی لکه چې سړی د 12 ټولګي په دوران کې د لومړي ټولګي استاد د جاهل په نوم یاد کړي، زما په نظر خو حتی په ذهن کې هم د داسې خیالاتو خطور ګناه او د تکبر نښه ده.
د خلاصې شریفې د مولف علم که فرض کړو ډیر ناقص او محدود هم وي، نو د نن وخت په پرتله به وي، نه د هماغه وخت.
په بل عبارت ایا په نن وخت کې به څوک وکولای شي حتی د دکتورا د لرلو سره سره خلاصې شریفې ته ورته یو داسې کتاب ولیکي چې د لوست او استفادې له لحاظه د خلاصې درجه خپله کړای شي؟؟ که څوک د خلاصې شریفې مولف چلینج کوي نو له همدغې زاویې څخه دې خپل زور ووهي تر څو دین عام او مسلمانان د پرمختګ جوګه شي، نه دا چې جاهل یې وبولی او پسخند پرې وکړي او همدا دوهم حالت په تاسف سره د مسلمانانو د وروسته پاته والي اساسي عامل دی.
انسان ته سجده
chaparharay
15.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله
ورونو تاسي د وهاج صاحب په خبرو سر خلاص کړۍ نو بیا که د نیوکي وړ وه نر غوندي نیوکه پرې وکړۍ او کنه د خلاصي نوم واوری او تاسي باندي اور بل شي د خلاصي نه دفاع شروع کړۍ دا څه مو شروع کړي هغه صاحب وای چي مادتوهین په توګه دا خبره نده کړي بلکي ویلي می دی چی د چا علم کم وی اوپه درنوبحثونو کی خبری کوی چی د مستوی نه یی جګی وی دا ښه نه ده یا الله خو علم ورکړی وی خو بیاهم دخلاصی اقتدا په پټو سترګو کوی که څه غلط هم وی چی دا ړوند تقلید ښه نه دی نو دی کی اوس کوم حرج دی چی هسی پسی لګیدلی یاست اصلی موضوع چی د پیر سیف الرحمن دشاګرد او مرید سره بحث وو ورنه هیر او ورک مو کړ پریدی چی هغه ګټه وره موضوع وڅیړی
خو چی وی ویل چی خلاصی توهین می ندی کړی خو بس دی کنه نور څه تری جوړوی بس کړی نور
و.افغان
15.01.2011
[quote:0478bbf10b="عادل عادل"]سلامونه
دروند وهاج صیب
د خلاصې شریفې مثال مو داسې دی لکه چې سړی د 12 ټولګي په دوران کې د لومړي ټولګي استاد د جاهل په نوم یاد کړي، زما په نظر خو حتی په ذهن کې هم د داسې خیالاتو خطور ګناه او د تکبر نښه ده.
د خلاصې شریفې د مولف علم که فرض کړو ډیر ناقص او محدود هم وي، نو د نن وخت په پرتله به وي، نه د هماغه وخت.
په بل عبارت ایا په نن وخت کې به څوک وکولای شي حتی د دکتورا د لرلو سره سره خلاصې شریفې ته ورته یو داسې کتاب ولیکي چې د لوست او استفادې له لحاظه د خلاصې درجه خپله کړای شي؟؟ که څوک د خلاصې شریفې مولف چلینج کوي نو له همدغې زاویې څخه دې خپل زور ووهي تر څو دین عام او مسلمانان د پرمختګ جوګه شي، نه دا چې جاهل یې وبولی او پسخند پرې وکړي او همدا دوهم حالت په تاسف سره د مسلمانانو د وروسته پاته والي اساسي عامل دی.[/quote:0478bbf10b]
محترم، دروند او ګران ورور عادل صاحب:
ستاسې خبرې د سر په سترګو.
کيداني خپله خلاصه وليکله، هغه په کې فردي غلطي وکړه، خو په نصاب کې دغه کتاب
ماشومانوته د لومړي کتاب په توګه تدريسول او استمرار يې تر هغې غټه غلطي وه،
ما د بېلګې په توګه د خلاصې يوه متن ته ګوته ونيوه.
والاشارة بالسبابة حرام کأهل الحديث.
چې دغه عبارت په ماشومانو څومره بد اثر غورځوي، او څومره بد نتائج لرلی شي.
که کيداني کې دا سوچ نه وو، نو نورو خو به دا سوچ کړی وی، چې د ماشوم يې په دغه
مرحله کې د اختلافاتو سره څه.
بيا د شهادت په ګوته دغه اشاره خپله د امام صاحب په مذهب کې شته ده، په نورو
مذهبونو کې هم شته، خو ده ښاغلي له هغو ټولو پښه اړولې؛ جهلا يا علما، مګر بد
اثر يې دا وو، چې د همدغې تربيې په سبب د ډېرو مسلمانانو ګوتې بوټې ماتې شوي
دي، يا کم نه کم د مرګ يا د ګوتې ماتېدو تهديد ورکړ شوی دی.
استاذ ملا هم چې دغه ټکي ته راورسيږي، نو خپل کمکيو صفا ذهنه ماشومانو ته بمبار
پيل کړي، چې اهل حديث وهابيان دي، ښکته او پورته دي، خلک ګمراه کوي، دا کوي
او هغه کوي، او داسې د ماشوم زړه له کيني، نفرت او بغض څخه ډک کړي.
په درنښت
حذيفه
15.01.2011
محترم عادل عادل،ملابختوراوزیارمل صاحب!تاسودرسول الله په سنت دومره خوا نه ده بده کړې لکه دیوعادي ملادغلطۍ پرښکارولوایادالوی جسارت نه دی چي سړی په ګڼوصحیحواحادیثوثابت سنت حرام وبولي؟ اوهغه هم په داسي حال کي دده په مذهب کي هم سنت بلل سوی اوپه لویوحنفي علماووکي هیچاله اشارې سره مخالف نه دی کړی خوپه کیفیت کي یې لږاختلاف سته . تاسودهغه غلطي ولي نه تایدوی اودانه ویاست چي هو!په دې ځای کي دخلاصې ملاغلطي کړې ده؟
عادل عادل
15.01.2011
سلامونه
حذیفه وروره د کیداني، تاسو او هر عالم خیال ساتل د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره د مسلمان د مینې یو جز دی، ځکه چې ده مبارک صلی الله علیه و سلم علما کرام خپل وارثان نومولي، وارثان به خامخا د علمي کچې له مخې فرق کوي، خو دا فرق هیڅکله په دې مانا نه دی چې منفي رقابت او فتنه را منځ ته کړي، د رسول صلی الله علیه و سلم سره به هغه ډول مینه د خدای په نیز ډیره مقبوله وي چې د مسلمانانو د خپلمنځی مینې څخه راټوکیدلې وي، نه له خپلمنځي نفرت او نفاق او شقاق څخه ....
و.افغان
16.01.2011
محترم او ګران ورور عادل عادل صاحب:
ستاسې نصيحتونه ډېر ګرانبها او د ستايلو وړ دي.
خو يوه پوښتنه لرم، تاسې خو به هم ضرور خلاصه کيداني ويلي وي، نو کله دې چا ته د
دغې شر پسندې جملې په اړه څه وضاحت کړی دی او که نه؟
په درنښت
[quote:c18e9bfd1d="عادل عادل"]سلامونه
حذیفه وروره د کیداني، تاسو او هر عالم خیال ساتل د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره د مسلمان د مینې یو جز دی، ځکه چې ده مبارک صلی الله علیه و سلم علما کرام خپل وارثان نومولي، وارثان به خامخا د علمي کچې له مخې فرق کوي، خو دا فرق هیڅکله په دې مانا نه دی چې منفي رقابت او فتنه را منځ ته کړي، د رسول صلی الله علیه و سلم سره به هغه ډول مینه د خدای په نیز ډیره مقبوله وي چې د مسلمانانو د خپلمنځی مینې څخه راټوکیدلې وي، نه له خپلمنځي نفرت او نفاق او شقاق څخه ....[/quote:c18e9bfd1d]
عادل عادل
16.01.2011
سلامونه
دروند وهاج صیب
که زما د سترګو تور او د سر تاج درانه علما کرام په خپلو منځونو کې سره جوړ وي نو زما دې سترګې ووزي چې د دوی په وړاندې به حتی چې اُف هم وکړم.
ستاسو پوښتنې ته راځم.
خلاصه مې ویلې خو په داسې عمر کې چې د متن د کلمو سره جوخته معنی به مې په زوره سره یادوله، د حاشیو د مطالعې وړتیا مې اصلا نه درلوده، له بلې خوا دا کتابونه په داسې سختو عربي ادبیاتو سره تالیف شوي چې بې له استاده یې زده کړه سخته تمامیده، په هر حال د نورو امامانو د اقوالو په اړه خدای شته چې هیڅ ملاصیب ماته منفي فکر نه دی راکړی، او نه به هم د خلاصې د عمر طالب خدای خبر دومره اوچته فکري اخذه ولري چې جانبي مسایل یې وڅیړي او یا یې د عمر په اوږدو کې په ذهن کې پاته شي، که فکر کوی چې شر پسنده جملې پکې شته نو داسې یې فرض کړی چې ټولو به زما په څیر سرسري لوستې وي. ځوانو علماوو ته پکار دي چې پداسې کتابونو باندې پښتو شرح ولیکی او په ورته ځایونو کې خپل رغوونکي مدلل او سالم ملاحظات ورسره مل کړي.
په هر حال د خلاصې او بغدادي قاعدې مثال به زما، ستاسو او ډیرو نورو افغانو د علمي پانګې د زینو څخه یوه پله وي چې پورته پرې ختلي یو، یا په بل عبارت زمونږ د علمي ارتقا سبب شوي دي.