د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

لکه چرګان چه تره ،،ناوه،،ناست وی٠

tandar
08.01.2011

وطمنل صاحب بعضو ته مسئولیت ورپه غاړه کړی ،هغوی ځان هم پری نه پوهوی اوله لری نه ورته ګوری،لکه چرګان چه تره ،،ناوه،،ناست وی :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: ٠
تربیا


پښتون.
08.01.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهااهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاههاهاهاهاها
مارکونډې ماما ډیر چرګان او چرګې درلودې چې چرګان به ېې جنګ ته ساتل ،خو کوم وخت به چې چرګ د جنګ میدان وبایللو په هغه به یې چاړه راتیروله ،
او مزه داره ښوروا به يې د وریجو د خوړلو لپاره پرې جوړوله ،او همداشان یې چرګئ د هګیو د کولو لپاره ساتلې،خو کومي چرګئ به چې هګې نه کولې په هغې به یې هم چاړه راتیروله او د پیازو،تورو مرچو ډکه یخنې به یې پرې جوړوله .په مارکونډې ماما خپل چرګان،او چرګئ دومره ګران وو چې په نیږدې ملګرې فهیم خان باندې یې هم د چرګ نوم کیښود.داچې فهیم خان مارکونډې ماما ته ډیر احترام درلود نو همدا وجه وه چې د چرګ په نامه به صرف په موسکا شو او بس،خو د وخت په تیریدو سره په فهیم خان باندې د مارکونډې ماماکیښودل شوي نوم چرګ دومره مشهور شو چې هر چابه فهیم خان ولیدو نو ورته ویل به یې چې چرګا څنګه يې،چرګا څه کوي ،چرګا چیرې ځې، اوداسې نور .فهیم خان د یوي مودې وروسته دچرګ د نامې تر ستونئ راغې ،او یوه ورځ يي په لوی مجلس کې د مارکونډې په شمول ټولو ته په ډیر قهرخبردارې ورکړ ،او ورته وایې ویل چې د هر هغه چاسره به د نن څخه وروسته ډیر بد عمل ،او بد چلند وکړې که څوګ د چرګ نوم ورته واخلې.په همدې وخت کې مارکونډې ماما هم دریږې او د خبرو په دوام کې داسې وايي:دوستانو ملګرو زه هم په خپل وارسره تاسې ټولو ته دا خبردارې درکووم چې که هر چا زما چرګوټې ته د چرګ نوم واخیستو نو زه به هم ډیر بد عمل اوبد چلند ورسره وکړم :wink: :wink: :wink: :wink: :wink: :wink: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
08.01.2011

یاره بلا سړی ې دا دکور او کلی قیصی ډیری خوږی وی٠
زمونږ په کلی کی دچرسیانو ډله وه په دوی کی یوسړی ډیر نری او جیګه ونه لرله او چه چیرته به تلو نو یو ملخی سرپوښ ټوپک به هم ورسره و٠ او محمدشاه خان نومیده٠
په ده باندی خلکو یابو نوم ایښی و ځکه چه اوږده اوږده قدمونه به ې اخیستل او په لاره کی په ده پسی څوک نه نشو رسیدلی٠
یوه ورځ په ژمی کی دکلی ټول خلک دکلی په مخ کی دچوتری په سر ناست وه او دکلی څخه بعضی ښځو په ټوکریو کی سره ډیرانو ته راباسله٠
نو دیو چرسی چه ګل حسن نومیده د سلطانپور نه ،،سرخرود،، یو میلمه ورته راغلی و،دی هم په دی ډله کی ناست دی٠
دچرسو چلم ډک شواو وڅکول شو،په دی وخت کی ګل حسن چه سرخرودی میلمه و ،خپل میلمه ته مخ راواړو،ماما تاسو خو په سرخرود کی دباغوانی کار اوبارلپاره یابوګانو ته تل ضرورت لری ،که دی خوښه وی زمونږ په کلی کی یو ډیر تکړه او ځوان یابو دی تیار راغلی ې که ې واخلی بده به نه وی٠
نورو خلکو خولی له خندا نه په څادرو کی پټی کړی، ځکه چه هغوی په راز پوهیدل چه دګل حسن څوک مطلب دی٠
او دا سړی چه نوم ې یابو دی ورته شین او سور او رډ رډ ګوری٠
ګل حسن چه دیابو نور صفت هم دی میلمه ته وکړو،نو میلمه بیچاره چه بی خبره و او په ارامه ې ګل حسن ته وویل چه داسی وی نو دایابو به له نژدی څخه وګورو٠
وه پوښتونه وروره یابونومی سړی په دی سرخرودی خوله راخلاصه کړه چه دوسه نن راغلی ې خو چه بیادی په دی کلی نه وینم او که نه په خوله کی به دی خوټی درننه باسم
بس سړی ې دسپی له کونی وایستو ،او ټول خلک چه دکلی په مخ کی ناست وه له خندا نه مړه وه٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
اخر سرخرودی ورته عذر کولو چه وروره زه څه خبر وم چه تاته یابو واې او په ما دی خرڅوی :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


عنوان

tandar
08.01.2011

پوښتونه دا اوس ې می وطنمل صاحب ان لاین ولیدو چه نوم ې په سور رنګ لیکل شوی و ماته د خلقیانو او پر چمیانو بیرغونه ر اپه یاد کړه :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
چه مونږ به هم دی رنګه پوری ورسیږو او که مړه به و :roll: :roll: :roll: :roll:
والا ډ یرسخت انقلابی رنګ دی :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


پښتون.
10.01.2011

د دوبي غرمه وه يو څو ساده ګانو غوښتل جومات د توت سيوري ته نيږدي کړي نو دوي ټولو په يوه وار د جومات ديوال ته زور ورکړه. چه هرڅه زور کوي جومات نه ټيله کيږي يویی و هغه بل ته وويل ورشه په جومات کښي دننه وګوره څوک پکښي دي چه نه ټيله کيږئ؟ هغه چه په جومات کښي دننه وکتل يو کس ويده دي او پښي يي د جومات ديول ته پورته کړيدي . ده ورته وويل ښه!! دا تا پښي ديوال ته ورکړيدي چه نه ټيله کيږي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
10.01.2011

پوښتونه دجان را بچ کن قیصه دی اوریدلی ،دا یو واقیعت تیر شوی٠
که غلط نشم په ١٣٢٤ کال کی دکونړ خلک یاغی شوی وه او دولت ې نه منلو٠
چه دساپیو په جنګ سره یادیږی٠
خیر دولت،خوګیاڼی،شینواری ،مهمند او دسرخرود خلک را ټول چه دساپیو سره جنګ وکړی تر څو رعیت شی٠
دوی چه کونړ ته ولاړل ،دمازدیګر وخت دی او ورو ورو تیاره کیږی ،دکنړیانو څخه داسی مرمی باران شروع شو چه چا سر نشی جیګولای ٠
په دی وخت کی یو سرخرودی و، او په بل سرخرودی ې غږ کړ، کاکی غلام جان چه ګپ است کجا هستی؟
هغه ورته په ځواب کی وویل ، امین جان بچیم پشت کپ نګرد، جای غیرت نیست ،سنګ کټه را بوپال،جانه بچ کن٠ :roll: :roll: :roll: :roll:
دلته هم له ډیرو سره دا مثال ښاې، جانه بچ کن، ، یعنی جان را بچ کن،،٠
تربیا٠


عادل عادل
10.01.2011

سلامونه

د یوه سړي ډیر پخوا چیرته په جومات کې خدای خبر رښتیا که دروغ باد مات شوی وو، او د بې انصافه کلیوالو له خوا په توپچي سره مشهور وو، کله چې طالبان راغلل نو کوم ټوقي کلیوال یې طالبانو ته جاسوسی کړې وه چې د فلاني کاکا سره د تنظیم توپ دی.

طالبان سبا د توپچي کلي ته راځي او د کلي په جومات کې یې کلیوال راټول کړل او ویې ویل چې مونږ ته راپور حاصل دی چې ستاسو په کلي کې د .... فلاني کاکا ... سره د تنظیم درنه سلاح ده، ټوکه نه وه بلکه یوه خطرناکه نخره وه چې چا له ویرې خندلی هم نشو .......


عنوان

tandar
11.01.2011

عادل صاحب ټوکه دی ډیر ښه وه ،مګر دا زړه خواله هم که له ټوکی نه زیات نه وی کم نه دی ، دتاسو هم یو ورستی ستوری خړ خړ ګوری لکه زما٠
زماخو باالکل دزړه په سر ولاړ دی :roll: :roll: :roll: :roll:
چددتاسو به څنګه وی؟
دلته اوس رشوت هم نه چلیږی چه غم مو ې خوړلی وی :roll: :roll: :roll: :roll:
مجبوریو چه له چاسره ناندری ووهو،هغه هم شاید فایده ونه کړی :roll: :roll: :roll: :roll: دکریبز مرض دانه ګرځیدلی دی :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


عنوان

tandar
11.01.2011

مبارکی راکړی عالمه
.........................داورستی ځړ ستوری راته وخندل مینه :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
اوس نو ورسره مناسب ټوکه لیکم٠
یو پلار او ځوی مجرد په کور کی ژوند کولو،یعنی ښځه زات ې په کور کی نه وه٠
دا ځوی ې ځلمی و،کله کله به ې کومه یوه ښځه ځانته پیداکوله ،مګر کورته به ې راوستله٠
پلار ې له یواځیتوبه سخت رنج وړلو٠
د پلار ې نور زړه تنګ شو او له ځویه ې پوښتنه وکړه ،چه داښځی له کومه او څنګه رازی کوی چه له تا سره دلته راځی او ستا زړه خوشحاله کوی؟
داچل ماته هم راوښیه؟
ځوی ې په ځواب کی ورته وویل چه،پلاره ،،چل مل نشته ،،دومره چه زه په ښځو پسی شله کیږم که دهغی په نیماې په تاپسی شله شم ،هم بیګاه ته دی غیمه :roll: :roll: :roll: :roll:
نو زه هم دی خړ ستوری پسی داسی شله وم ،چه اخر می ځانته رازی کړو :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


عنوان

tandar
11.01.2011

پوښتونه،قریشه،هوتکه بیګاه ته داټن شپه ده :roll: :roll: :roll: ،چیرته ې ،انشاالله چه په خپله دیره کی درته دستار او منګی غم هم خورمه٠
غربیان سالګری نیسی ،زمونږه همدغه سالګره ده٠ مونږ په سالګرو څه پوهیږړو :roll: :roll: :roll:
زمونږ په وطن کی چه دچا دعمر پوښتنه کوی ،نو ورته واې به چه ماما څوخولی دی زړی کړیدی :roll: :roll: :roll:
داټوکه نه ده٠
اوس ددی سوال پیدا کیږی چه پس له ستورو څه پییږی؟
تربیا


مبارک ۷ ستور مبارک

پښتون.
11.01.2011

سلامونه تندر صیب ،د مارشالی ستوری دی مبارک شه.چی له خیره سره دا ۷ستوری ډک شول بیا به د تندر۱ تندر۲ او همداسی به دا لړی مخکی غزوو ګنی د بعضو خو ۷ستوری شنه شوی او لیکنی یی بیا د زراو نه ډیری دی خو ستوری همغه ۷.
یو سړی د خپلی ښځی سره په یو موټر کی چیری تلل او تصادفاً د دی سړی ښځه د موټروان سره جوړه وه نو په لاره کی دا سړی خوب یووړو. موټروان یی ښځی ته وویل چی تر څو هغه را ویخیږی راځه چی سره دا مشغولتیا وکړو،نو دی دواړو په همدی که ښه په ګرمیدو شول او په حرکت کی یی مامله شروع کړه او یو واری موټروان د موټر کنټرول د لاسه ورکړ او موټر په بل مخ راواوخت،نو موټر چی چپه شو د ښځی میړه هم د خوبه راویښ شو چی ګوری د ډریور سامان یی د ښځی په سامان کی ننوتی نو ښځی ته یی وویل :چی دا څه کوی د ډرایور شی ستا په شی کی څه کوی،ښځی یی ورته وویل چی څه وخت موټر چپه شو نو دا د ډرایور شی هم زما په شی کی ننوته.
سړی ورته وویل :زه خیر دی، ښه اوشو چی په سترګه کی دی ندی ننوتی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عبد السلام
12.01.2011

ښاغلی تندر لیکي :
[code:1:bec11eb49a]یاره که تقاعدی ې راکړه ،سلام ته دی په بل نامه راځم ،که ژوند و،دا درسره دپوښتو لفظ کومه ،اوبل هغه ټوکه دپلار او ځوی څنګه وه ؟ مګر نرخځیان نه دی ځکه له شوقه ې معلومیږی
کله کله یو وار کوی مګر پوښ٠
مننه٠[/code:1:bec11eb49a]تندره ! تا دې خدای دتندر په شان تکړه لري ، راتګ دې دسترګو په لیمو ! خو که دا زما پتنک یار هم درسره را بې لارې کړې!!! ادرس درکوم .
تندره! په اشتها خو راته دپسه دکالپورو شوقی ښکارې ! په کوم ځای کې چې زه وسم دتازه پسه د هغو په موندلو کې به دروغجن شم ،خو د غرڅانو ښکار ته دې بیولای شم ، بیا ته پوه شه چې کبابوي اوکنه!!!

هغه دپلار اوزوی ټوکه راته داسې ښکاري چې د وردګو څخه راغلې وي ! دهیښ نه یې ولی پوښتنه نه کوي ؟؟؟ هغه ټوکه خو د لیکلي ده .


عادل عادل
12.01.2011

سلامونه

تندر صیب ستوري دې خدای همداسې ډیر او ځلانده لره

اوریدلي مې دي چې کله لغمانیان په خپل منځ کې ناست وي او د لمانځه وخت شي، نو یو بل ته وایي چې راځی یو چل وکړو، هغه بل پوښتنه وکړي څه چل؟ نو ځواب ورکړي چې لمونځ وکړو. :lol:

که مو یاد وي، ښاغلي پتوال صیب تاسو ته په بحثفورمونو کې د اوږدې سابقې په اړه لیکلي وو، چې د وطنمل صیب کمپیوټر د امتیاز پر وخت د بحث د ګډونوال سابقې ته ګوري نه د ستورو شمیر ته.

ستوري خو دې د پښتون ورور په ورورولی کې پوره شول، ددې سابقې د ډیریدو سره به د لغمانیانو په اصطلاح څه چل کوی؟؟ :lol:

پښتون ورور هم ډیرې ژورې کنایې غږوي، که خبره خدای مکړه تندر نمبر 1 او 2 ته ورسیژي نو کیدای شي چې هاغه د ملي اردو بوډی تصویر راکاپی کړي چې د ملي اردو تندر نمبر 2 فرقې افسره ده، ستوري یې شته خو اوږې یې کړوپې دي، یو ځل بیا به یې څوک د مخ ګونځې شمیري او څوک د نشت اوږو سور او ځنې به یې هم د ستورو او یونیفورم له مخې حرمت کوي ..... :lol:

عبدالسلامه وروره ته خو هم پکې یو څه ووایه کنه :lol:


tandar
12.01.2011

عادل صاحب سلامونه که واقیعت درته ووایم او خدای،ج، ته ورتګ دی ،د٢٥،٣،١٩٨١ څخه می راپه دی خوا خپله خاوره نه ده لیدلی نوداسی لیکم٠
که دزړه حال می درته وویل
...............................خندا به پریږدی په ژړا به شی مینه
داټوکی له مستی ولاکه وی،اوبل تاسو ټول ماته لکه خپل فامیل ښکاری اود وطن مینه په تاسو ماتوم٠
عبدالسلام ورور می ،پوښتون،قریش،هوتک اودانور چه له نژدی ونه وینم نو له دنیا نه به ارمانی لاړ شم٠
دوطن دازادی ستاسو او دټول ملت دخوښبختی په هیله ،چه یوه ورځ موپه خپلو دیرو کی دخپلو خلکو سره په خلاصه ټنډه دژوند ورستی ورځی په نصیب شی،امین وایم او له لوی خدایه غواړم ٠
تربیا٠


محمدزمان هوتک
12.01.2011

تندر،پښتون،قریش، او ټولوته سلامونه
تندراشنادا۷ ستوری دی مبارک شه ،
او دپښتون یار دی هم څلورم ستوری مبارک شی
قریشه یاره چیری یې چه نه معلومیږی داسی ورک یې چه ګرد سره پوښتنه نه کوی دجوړ اوناجوړ
او اوس ټوکه نلرم ډیر مصروفه یم یواری می هسی سر را ښکاره کړ چه سره هیر نکړو
مننه


عنوان

tandar
12.01.2011

هوتک یاره ټولو ته سلامونه ،پوښتونه مبارک ،مبارک،ستاښکلو لیکونو ته باید دوه ،دوه ستوری حواله شی، اوبل هغه سندره زما ځوی له شمشاد tv څخه په کور کی ثبت کړیوه٠ دی ته صورت،حنجره او اواز واې،که څنګه؟
تربیا٠


پښتون.
13.01.2011

سلامونه تندر صیب،هوتک ورور ،قریش او عبدالسلام خان صیب او پټ ټوکی منلی ورور غبرګ عادل صیب(صاحب)ته او تاسی ته هم چی اوس دا لولی د خوشحالی او ورورولی په شیبو کی وړاندی کوم.الله تعالی دی تاسی ټول راته روغ رمټ لری.
تندر صیب،د عادل صیب هم د صاحب نه صیب او د صیب نه ورته د ورور کلمه خوند ورکوی نو ورورسته له دی به یی لکه زمونږه د انځر ګل پشان بعضی وروڼه چی مونږه یی یادوو خو د هغوی هډو څرک نلږیږی او یا زمونږه د ملتیا څخه ستړی شوی دی نو وروستی ستوری به د عادل صیب په وروری کی ډکوو. :lol:
د عبدالسلام خان وړاندیز هم له هیره مه باسه چی تاسی ته یی د کلپوری په هکله کړی،یاره نصیب والا یی چی یواځی تاسو نه ،پتنګ صیب یی درسره غوښتی دی خو د پتنګ صیب د دی شوق نه زه خبر نه ووم. خدای دی وکړی چی عبدالسلام خان یواځنی کس نه اوسی چی د ښکار لایسنس لری. :wink:
تندر صیب هغه ښکلی سندره په هغه ښکلی آوازد هغی ښکلی لخوا چی یی وایی
،خوندوره سندره ده او کله کله یی اوره.
خوشحاله اوسی
تر بیا


عنوان

tandar
13.01.2011

عادل صاحب او ټولو وروڼو ته دقدر سلامونه٠
خدای شاهد دی چه منطقی بحثونه او لیکنی مو داسی راباندی لګیږی لکه ملهم مګر دبعضو وروڼو بعضی تعرضی کلمات می داسی خفه کوی چه حد نه لری،ما خو دیوه چا لیکنه باالکل ړنګه کړه ،دیو پوه انسان نه داسی کلمات هیڅ توقع نه کیږی٠
مونږ ټول یو افغان یو دیو او بل وروڼه یو ،شاید مختلف نظرونه ولرو مګر داداب معاشرت په مراعات کولو سره کولای شو په هره موضوع بحث،تبصره اوخپل نظر وړاندی کړو،او یو بل ته دقدر په سترګه وګورو٠
زما بدبختانه په کور کی او په فیرمه کی دوه دفتره او سر او کار می او اداره د روز ګار د همدی شیطان ماشین،،کمپیو ټر،، له خوا کیږی،نو په څنګ کی ې ټول افغان هم چالان دی او قسم خورم چه دخپلو کارو څخه ې ایستلی یم،دتیری میاشتی کارونه راته پنډ پراته دی،بس زړه می ورته تنګ دی،ماعبدالسلام ورور ته عرض کړی و،مګر هغه ټوکه وګڼله ،چه په دیره کی ناست وی لږ به می زړه هم په ډاډه و او دوطن مینه به می هم ماتیدلی ،چه سړی خپلی سترګی ووینی ،او کله کله مو سره دوطن په یاد چلم هم څکولی٠
زه پوهیږم چه ماته نژدی دی ،خدای دی ناڅاپه راولی٠
خبری زیاتیږی ،په ورځو او شپو غواړم چه تاسو سره مره کی وکړم ٠
مننه


عنوان

tandar
15.01.2011

یارانو هریو ګران قریشه او پوښتونه خدای مو راته ژوندی لره ،یره چه تاسو له نژدی ونه وینم ،نو سخت ارمان به می په زړه پاتی شی،او عبدالسلام ورور،ځکه چه دډیری پوهی او حوصیلی خاوند راته ښکاری،له لیکنو څخه سړی پوهیږی او ورته په دواړو لاسو سلام او احترام،او کله کله یوه ټوکه می لکه نرخځی ،داسی معنی لری ،لکه کشر چه په مشر ناز کوی٠
قریشه یاره چه په هر ځای کی که ما ته چا چوکیداری راکړه،تاته بالکل ٢٤ ساعته اجازه ده چه په کی خوسی وکړی٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
او خپله تنخوا،معاش، هم درسره نیمیاې کوم :roll: :roll: :roll:
او که خدای سره مخ کړو نو یو ساعت به سره حتمی په سترګو کی خاندو،چه خپلی لیکنی مخ ته ودرو٠
قریش لیکی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
اوپښتون ته خوزه متوجه یم دهغی ورځی نه چی tandar صیب دفورم مودیراتور ګرځیدلی،خولۍ یی په غوړوکی لویدلی په بحثفورمونوکی په هیچا بریک نه نیسی اوس یی مټ قوی دی خلکو ته دټولی لیکنی دړنګولو ګواښونه هم کوی فقط چی tandar صیب یوازی دده وی،
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خدای دی وطن ازاد کړی چه په خپلو دیرو کی سره کښینو او دسپین غره یخی اوبه او دخوګیاڼیو انار ،انځر او انګور،توتان در باندی وخورم ،او ستار او منګی به هم ورسره وی٠ دخپل قوم په مینځ کی سړی زر نه زړیږی٠
او بل هغه پوښتو مخ ته ورځی که نور څه نه لری یوه یوه لنډی په کی لیکی ،اوس زمونږ دیره ده چه ښاره نه شی او بل دستورو په زیاتیدو درسره مرسته کوی :roll: :roll: :roll: :roll: ګوری چه زه ستاسو په ښو روادار یم :idea: :oops: :oops:

تل مو خوښ غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more