وطن پال او نور ګټور شعرونه
د قرار اندړ ېوه منظومه
Jalazai
31.05.2004
---------------------هاچې وايي ټول به وژني،دهغې شپېلۍ اواز دى
-------------------- [size=14:202e4d49ee][color=darkred:202e4d49ee]په هغه شپې مې ويلى وو چې سپوږمۍ تندر نېولې وه[/color:202e4d49ee][/size:202e4d49ee]
--------------------------------------------قرار اندړ
اوس خو ډېرې تارېكيوې
زمونږ په زړونو كې دېره دي
بلا ډېرې دوړې ناستې
زمونږ د زړه په آينه دې
بس پدې خبره خوښ يو
چې دا زړونه راسره دي
سپوږمۍ هسې دې مخ تور كړ
اوس دې څوك په غم كې څه دي
((()))
اوس خو لا تياره په كار ده
اوس خو لوڅ لپړ ولاړ يو
هم سهار او هم ماښام مو
خپل ضمير ته خړ ولاړ يو
اوس د خپل وجدان په مخ كې
په ګناه ككړ ولاړ يو
اوس د خپل خالق به حضور ته
د رټلو وړ ولاړ يو
((()))
اوس هغه شپانه ډېر كم دي
چې بې ستا رڼا يې نشي
آكوچۍ چې ستا رڼآ ته
ماښام تېر مالونه لوشي
هاغه پلې مسافر چې
په سارا يې چېرته شپه شي
چې رڼا ته دې مخ وكړي
چې ښايست ته دې دمه شي
((()))
اوس په دښتو كې څوك نه ځي
بې له بلو څراغونو
هر محل دى رڼا كړى
سـلو ســــلو څراغونو
لويې لارې دي نيـــــولې
ډلــو ډلـــــو څراغونو
د هرچا لاره روښانه
ده په خپلو څراغونو
((()))
اوس دا ستا له رڼا پرته
محلــونه چــراغان دي
كه پاس وګورې كه ښكته
محلونه چراغان دي
ستا تروړانګو څو كرته
محلونه چراغان دي
د دماغ لــــه بركته
محلـــونه چراغان دي
((()))
دماغ ټول جهان رڼا كړ
خو دماغ خپله تياره دى
لكه غولى چې تر لاندې
د څراغ خپله تياره دى
چې رڼآ مو په زړه آيښى
هغه داغ خپله تياره دى
((()))
كه له خوبه راويښ شوى
دا د هغه په شور ندى
كه له غمه خبر شوى
دلته ورور هم د ورور ندى
كه د چا په خوښۍ دلته
د بل چا زړه سمسور ندى
كه د چا نېولى غونى
دلته چاته پيغور ندى
((()))
زمانه اوړي په بله
دا د نوي ژوند آغاز دى
داسې ژوند چې مرګ يې بوله دى
داسې ژوند چې مرګ يې راز دى
چې د ژوند په غم وايه شي
دا دهغې ساندې ساز دى
ها چې وايي، ټول به وژنې،
د هغې شپيلۍ اواز دى
۱۵\۵\۲۰۰۴