نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ملي انقلاب مادي اقتصادي اساسات !
07.01.2011
[color=blue:73bf8eb6b0]له لومړي مخ څخه :[/color:73bf8eb6b0]
· · · · ټول افغان جمعه د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومې ١٧tolafghan.com
.
د ملي انقلاب مادي اقتصادي اساسات !
ډاکټر اباسین
07.01.2011 21:58
په اروپاکې ملي انقلابونه د ملي ټولنو د جوړولو پيلامه هم ګڼل کيږي خو په دريمه نړۍ کې ملي انقلابونه د ملي ټولنو د جوړولو پيلامه نه،
بلکې يوه اړينه مقدمه پاتې شوې، بې له دې چې د ملي ټولنو جوړول راپيل کړي . دلته ملي انقلابونه بې ثمرې او شنډ پاتې شوي دي!
داځکه چې ملي ټولنې يواځې د آزادۍ په پاڅون نه جوړيږي، بلکې مادي اقتصادي او ټولنيزو عواملو پورې اړه لري . زمونږ هيواد
چې په ټوله کې ١٦٧ کاله آزاد پاتې شوی تر نن ورځې پورې د ملي ټولنې د مادي -اقتصادي ټزلنيز تلسټ په رامنځته کولو
يې برلاسی نه دی موندلی . په دې توګه د ملي انقلاب له بشپړېدو بې برخې پاتې شوی دی !دا په داسې حال کې ده چې ترکيه
ايران او پاکستان په دې برخه کې تر مونږ ډير وړاندې تللی اوافغانان ورته لکه شوده ګان تش ګوته په غاښ پاتې دي !
دا ولې او ددې علت څشی دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په داسې حال کې چې ترکيې د اتاتورک په مشرۍ ملي -برژوازيکي انقلاب بري ته ورساوه او له همغه راهيسې يې د لويديځ مرستې جلب کړې،
ايران او پاکستان د بغداد د تړون پورې چې وروسته د سنتو په تړون بدل شو کوم پرمختګ نه و کړی، خو د بغداد دتړون او سنتو او سياتو
د پيمانو په غړيتوب سره يې د ملي ټولنې د ټولنيز مادي اقتصادي تلسټ جوړول پيل شول .
داود خان هم د بغداد پکت ته هسې سر ورښکاره کړ، خو د شوروي په لمسونه او د پښتونستان د ملي داعيې راپورته کولوته د تياري نيولو
له امله له دغه پکت څخه تر داخلېدو مخکې بيرته راووت او افغانستان د شوروي د اقمارو په شان دملي ټولنې له ټولنيز مادي اقتصادي
اساساتو څخه تر نن ورځې پورې بې برخې پاتي شو !
بايد ووايو چې ترکيې ايران او پاکستان ته د انقلابي ودې او پرمختګ دغه چانس څنګه او له کومه منځته راغی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددوهمې نړيوالې جګړې په پای کې د کمونستي بلاک په رامنځته کېدو سره د وارسا د تړون ګاونډي هيوادونو د امريکا له پاره
خاص ارزښت وموند، چې د هغوی له ډلې څخه د افغانستان ارزښت تر نورو کم نه و ، ولې دافغانستان مړتت واکمن ظاهرخان او ځواکمن
خو سرتنبه سياستوال صدراعظم محمد داود خان دافغانستان چانس هډو درک هم نکړ ای شو !
چانس دشوروي پر ضد امريکاته د پوځي اډو ورکول وو، چې په مقابل کې يې په ملياردونو مرستې ترلاسه او اقتصادي ،
سوداګريز ې ، پوځي او او تخنيک متقابلې اړيکې يې ورسره عيارې کړې ! خو افغانستان د وروسته پاتېوالي په کڅوړه کې
سر ننويست او تر نن ورځې پورې د بدبختيو کوربه پاتې شو !
اوس څه ناڅه پنځه نيمې لسيزې وروسته هغه چانس بيا افغانستان ته پلاس راغلی دی، په داسې حال کې چې د وارسا پاکت هم نشته
او د متقابلو پوځي پيمانونو خطر له منځه تللی ، يواځې افغانستان دی چې دغسې يو سوله ييز امکان بيا په لاس ورغلی او امريکا ته
يې سخت ارزښت موندلی ، چې دلته څلور پوځي اډې جوړې کړي او پخپله له افغانستان څخه پښې سپکې کړي !
دا يو داسې چانس دی چې که ملاعمر هم د واک په ګدۍ ناست وي ، د سعودي عربستان غوندي به د فلسطين د ستونزې سره سره ترې ګټه پورته کړي !
دا هغه چانس دی چې له اقتصادي اجتماعي تخنيکي او پوځي ځواکمنتيا سربېره به پرې افغانستان ته د ګاونډيو هيوادونو دګواښ مټ مات شي،
د ايران به پرې دچا خبره کونه وسوځي، د پاکستان به پرې زړه ودريږي ، د روسيې به پرې کولمې تاوې شي ، د چين به پرې تَندی خوَله خوَله شي .
او هند پرې لږ تر لږه يوه معنی داره مسکا خپله کړي !
افغانستان لکه څنګه چې د معدني زيرمو له پلوه له نوي ژوند سره مخامخ دی د ملي پرمختګ د رنسانس خاوند به هم وګرځي !
خو آيا زمونږ ملي واکمني به په خطر کې ولويږي ؟
دا پوښتنه به د سعودي عرب، پاکستان، ترکيې او د ايران د شاهي دورې له مخې په نۀ ځواب کړو ،بلکې آن داچې د سعودي عربستان
ملي امنيت د عراق له ګواښ څخه مصؤن پاتې شو، پاکستان د هند په وړاندې خپله ويره پرې ختمه کړه، د ايران شاه خو هم د شوروي
د خطر څخه ځان وژغورۀ او هم پرې د سيمې او منطقي شاهنشاهۍ ته ورسيد ، ترکيې پرې نه يواځې د شوروي په وړاندې
خپله آزادي وساتله، بلکې ترکي قبرس( نیکوسیه) يې هم پرې په داسې حال کې له يونان څخه آزاد ه کړه چې يونان هم له امريکا سره
د ناتو په عين پکت کې د ترکيې پشان غړيتوب درلود !!!!
او بالاخره ويتنام چې هغه وخت يې د پوځي اډو د ورکولو چانس د شوروي له لاسه بايلود اوس هم لکه مچ لاسونه مروړي چې دامو څه وکړل،
خو سهيلي کوريا، جاپان او جرمني د امريکا په هراړخيزو مرستو مخ په وړاندې لاړل . د هند اوچين اوسنی اقتصادي پرمختګ هم
د لوېديځوالو په مرسته او کارملنې د پانګوالۍ له لارې ممکن شوی دی !
فلهذا نتيجه يوه ده :
د پوځي اډو په ورکولو سره ملي آزادي نه محدوديږي، بلکې په واقعي مادي اقتصادي او اجتماعي معنی پلې او بشپړيږي !
د سعودي عربستان او پاکستان او ترکيې مثالونه دا هم ثبوتوي چې اسلام او ديني معتقداتو ته هم کوم ګواښ نه پيښوي ( دترکيې
سيکولريستي حکومت اتاترک رامنځته کړی و نه امريکې !) نو پدې توګه به مونږ هم دا واک او صلاحیت ترلاسه کړو چې د لویدځوالو
دوستانو سره د پاکستان په وړاندې تر آباسينه پورې د لوی افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع په جدي توګه مطرح کړو. و من الله التوفيق !
pattang
08.01.2011
يوه خبره پاته ده !
که داسې بې ناموسي وشي ، مکتبيان، هېواد مليان او فرهنګيان
به نوره هم غلا وکړي او خپل جيبونه به نور هم ډک کړي اوله افغانستان به تايلنډ
او يا جميکا جوړ شي ! نو ستا پښتوبه بيا چېرې وي ?
له اباسينه به بيا هغې خواته تښتېدلي وي!٠
08.01.2011
مونږ چې وينو اوګورو ، نو له سعودي عرب څخه نه اسلام تللی او نه عربي ،
اوپه پاکستان کې هم هغه وخت چې امريکايي اډې په کې وې
کوم اسلامي او اخلاقي انحرافات نه ليدل کېدل، افغان جهادي تنظيمونه يې په اسلام او جهاد کې رهبري کول و حتی اوس تر هغه وخته هلته انحرافات زيات دي .
همدا رنګه په ترکيه کې هم داسلام په وړاندې
حال نه دی خراب شوی، همدا اوس يې لا اسلامي ګوند هم په حکومت کې ونډه لري . نو دا مونږ څۀ بلا وهلي يو چې پښتو دين او افغانيت
هرڅه به بايلو؟ او که يې بآيلو نو دا زمونږ خپله ګناه ده، زمونږ د بې اتفاقۍ او خپلمنځه دوښمنيو غچپالنو ګناه ده ، نۀ د بل چا .
که افغانان يو موټی کړو بيا دا خطر نشته، خو که همداسې پاتي يو چې دا يو او حکومت مولکه اوس د ايران په شمول د پرديو ګوډاګيتوب ته
ملا تړلې وي ، نو بيا خو هر پنجابی ، هر عرب او هر ايرانی زمونږ په کور او کار کې
لاسوهنه کوي ، امريکا، انګليس او روسيه به يې څنګه نه کوي ؟
لهذا دا ګناه ټوله زمونږ خپله ده او په بل چا به يې نه اړوو !
که مونږ افغان شموله طرحې وړاندې کړو، حکومت مو ملي وي، نفاق ورټو او ملي اسلامي وروري ټينګه شي او داسلام عدلي سيستم مو پياوړی
کړو اوعدلي چارې په محاکمو حل کړو نوبيا به انشا الله هېڅ اخلاقي ، اداري او ټولنيز فساد چانس تر لاسه نکړي چې سر راپورته کړي !
هو! دغه اصلاحات هغه وخت امکان موندي چې په قدرت کې طالبان هم بشپړه ونډه ولري ، نو که طالبان له جنګ پرته نور کوم معنوي
اسلامي ځواک هم لري نو دا يې ښه وخت دی چې نور ددوښمن په لمسه ونه غوليږي ، رامنځته شي او د ملي سولې نوښت او ابتکار
په خپل لاس کې واخلي او له دې لارې د يوې غښتلې ملي او اسلامي ټولنې په جوړولو کې خپل پور ادا کړي ! باور لرم چې ملت به يې دغه
سياسي ابتکار ښه استقبال کړي او په خپل بېدريغه ملاتړ سره به په ملي قدرت کې
ددوی په زړه پورې ونډه پر حکومت تحميل او تعميل کاندي !
ومن الله التوفيق !
لقمان
08.01.2011
ډیره مننه ښاغلی پتوال ښکلې لیکنه ده ، د پتنګ صيب پوښتنه زه هم تاييدوم خو تکراروم يې نه، ځکه چې هغه تاسو ځواب کړې، ولې دليکنې دې کوم بل ځواب له ماسره هم نشته .
--------------------
نوټ: پورتنی ځواب زما ندی، البته دا د فورم چلوونکو خپل نظر دی چې زما د نامه نه په استفادې یې لیکلی دی. کوم ځواب چې ما لیکلی وه هغه یې ړنګ کړی.
په هر حال ډیره مننه ترې کوم.
خو قدرمن لوستونکي باید متوجه وي که چیرته په راتلونکې کې زما په نامه کوم غیرمتوقع تبصره لیکل شوې وه زما ترراتګه پورې دې ترې ما بري وګڼي.
ټول افغان په دې ورځو کې وزرونه پیدا کړي، خدای ورته خیر پیښوي.
لقمان