د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اريانا سينما{ عکس }


طالب خان
29.05.2004

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!
هيله من يم دخپل لطف او لطيف اسلامي احساس او جذبى له مخي به دغه فلاش وگورۍ.دا دالجزيره دتلويزيوني كانال دپاكستاني كارتونيست شجاعت علي دهنرمندو گوتو كمال دى.
دافغانانو درد او غم يى څومره په معقوله او هنرمندانه توگه دكتونكو وړاندي ايښى؟؟؟
په ملت موڅه حال دى او دوخت فاسد حاكمان بيا څه ورسره كوي؟؟؟
هيله ده پدى اړه به خپل درانه نظرونه ونه سپموۍ.والسلام
[img:d4c0e212ad]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/5/28/1_227838_1_16.gif[/img:d4c0e212ad]


هو بلي


Kliwal
04.07.2004

قدرمن ورور طالب خان صيب په ګيډيو سلامونه مو ومنه، د خوشالۍ او سوكالۍ په هيله مو يو.
په ريښتيا چه دا فلاش د بېوزله او غريبو افغانانو توره ورځ او هغوی د غمخوارانو حالت ښه په ډاكه كوي.
مهربان خداي د زمونږ په حالت ورحمېږي، زمونږ بدو عملونو داسې ورځ راوستې چه تر بل هر چانه په لېوه زيات باور كوو (په لېوه رمه ساتو) د هر سليم عقل خاوند وايي چه استعمار د يو ملك د ساتلو لپاره نه بلكه د زبېښلو لپاره راځي،خو مونژ په ډېر افتخار سره وايو چه: ( نه مونږ د ساتلو لپاره رابللي).
بوش او ياران يې خپل ولس ته به ډاګه وايي چه مونږ په دغه جګرې سره تاسې ته : ( تېل، ګاز، او نورې خزانې راوړو، اوتاسې ته د خپلو توليداتو د خرڅولو لپاره بازارونه پيداكوو....) او مونږ وايو چه دوى د ثواب په نيت د يو ملك د ژغورلو لپاره راغلي.
او زمونږ مشران او حاكمان خو همغه نازولې ډله ده كومې چې:
......دكابل د ښكلي ښار د ورانولو تر څنګ يي 45000 زره مظلومان هم د مرګي ميلمانه كړل.
...........دا همغه د افغانستان وفادار ټولګى دي چه د امريكي توغنديو ته يې لبيك وايه، د آريانا په شركت او په افغانستان يې د بنديزونو غوښتنه كوله. له دوى نه خو د خير تمه كول خامخا ځكه ګناه ده جه د ( تجربه شوي بياتجربه كول ګناه ده)
ددوى د ټولو يارانو هغو مرستو ته هم لاس په دعا يوچه:
.... ړانده ته مو يې عينكي راوړي!!!! ( خو هغه ته اول د سترګو ضرورت دى)
...... او هغه چه دواړي پښې يې نشته هغه ته يې بوټان راوړي!!!!!
...... وږي، تږي او مريض ته ( د تلويزون، ټايپ، او سي ډي پلير كسټي تقديموي!!!! ( خو هغه ته د ډوډۍ او دوا ضرورت دى)
.......بس نو وروره زمونږ حالت ټول فلاش فلاش دى مهربان الله د ورحميږي
...........................................كليوال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more