د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يواځی وهابیان او غیر مقلدین دی ځواب راکړی

Erfan Wahdat
06.01.2011

د غیر مقلدینو او وهابیانو لپاره اسلام صرف صرف صرف او صرف کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم دی. اجماع او قیاس نه منی

هر هغه څوک چی اجماع او قیاس نه منی لکه وهابیان او غیر مقلدین، هغوی دی د کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د لاندی پوښتنو جوابونه وړاندی کړی. غیر له کتاب الله او سنت نه نور د هر کتاب حواله باندی رد ده. ځکه چی دوی یی نه منی نو د سختی په وخت کی د هم رجوع نه ورته کوی:

اول:
ټول مسلمانان وایی چی اصح الکتاب بعد له کتاب الله نه صحیح البخاری ده. په کوم آیت او حدیث کی دا ثابته ده چی صحیح البخاری د حدیثو اصح کتاب دی؟ مونږه یی که وایو خو اجماع منو. تاسی غیر مقلدین او وهابیان یی په څه شی وایی؟

دوهم:
په اصول حدیث کی، حدیث متواتر، خبر واحد، مشهور، غریب، ضعیف او وغیره اصطلاحات له آیت او حدیث نه ثابت کړی.

دریم:
د مسجد منار او محراب له حدیث نه ثابت کړی. که نه وی ولی دا بدعت کوی. آیا داسی داسی یو جماعت لری چی محراب او منار ونه لری؟

څلورم:
اوسنی مروجه مدارس او ترتیب د دروسو له کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ثابت کړی.

پنځم:
غیر له خطبه مسنونه نه د جمعی د ورځی تقریر کول په پشتو، فارسی، اردو، ازبکی له آیت او حدیث نه ثابت کړی.

والسلام


و.افغان
06.01.2011

محترم او دروند ورور ښاغلی عرفان وحدت صاحب:
السلام عليکم.
د دې لپاره چې د مقابل عکس العمل مخه مې نيولي وي، او بحث مو په سالمه فضا
کې غځولی وي؛ تر څو ټولو لوستونکو ته ګټورې پايلې ولري؛ نو تاسو بايد دا واضحه کړئ؛ چې وهابيان څوک دي؟
له کومه وخته راهيسې پيل شوي دي؟
مشران علماء او پېشوايان يې څوک دي؟
ولې دا پوښتنې؟
ځکه چې تاسې په اسانه وکړی شئ، په اثبات ورسوئ چې د وهابيانو دغه علماء دي،
دعلماوو يې دا عقيده او اقوال دي، او دا يې بطلان دی. او دا يې د اهل السنت
والجماعت سره مخالفت دی.

په دې سره به بحث هم ګټور تمام شي، او خلکو ته بلکه مخالفينو ته به هم ستاسې
خبرې منل آسانه تمام شي.
سوچ کوم چې ستاسې موخه د هدايت په لور بلنه وي؛ نه انتقام جويي او يواځې قيام حجت.
آيا همداسې نه ده؟
په درنښت


Erfan Wahdat
06.01.2011

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:

ساپی صاحب تاسی پوښتنه کړیده چی وهابیان څوک دی، له کومه وخته راهيسې پيل شوي دي؟
مشران علماء او پېشوايان يې څوک دي؟

دا به ان شاء الله تاته بهتره معلومه وی چی وهابیان څوک دی او مشران یی څوک دی خو لکه څنګه چی ما په پاسنی لیکنه کی ورته اشاره کړیده چی وهابیان هغه چاته وایی چی غیر له آیت او حدیث نه نور هیڅ هم نه منی. له هیڅ نه می مطلب اجماع امت او قیاس ده. دا زما تهمت نه ده چی په دوی یی لګوم. په بین المللی صفحو کی وګوره:
http://en.wikipedia.org/wiki/Wahhabi

بیا دی ویلی دی چی ولې دا پوښتنې؟
د ولی په جواب کی باید دا ووایم چی داسی ډیر کسان می په دی بحثفورم کی ولیدل چی ورته عقیده یی درلودله نو په دی خاطر می دا پوښتنی ترینه مطرح کړی چی الله مو انصاف روزی کړه بغیر له اجماع او قیاس نه ډیر زیات مشکلات پیداکیږی. د اسلام دشمنانو ته په زوره دا موقع مه ورکوی چی په دین کی درته نقص را وباسی.

لکه: که یو شخص قیاس ونه منی نو بیا د میښی د غوښی خوراک دی له آیت او حدیث نه ثابت کړی.

والسلام


و.افغان
06.01.2011

محترم عرفان وحدت صاحب:
تاسې په دې ليکنه کې ځان تېر کړی دی.
زه تاسې سره بحث نه کوم، بحث ته مې زړه کيږي؛ خو ډېر سخت مشغول يم.
خو د دې فوروم د آډمين په صفت کوښښ کوم چې بحث سمې لارې ته برابر کړم، او
بيا دې ورونه ګډونوال سره راکاږي.

په انګريزي ژبې زما په شمول ډېر ګډونوال نه پوهيږي، که چېرې تاسې خپل بحث
په هغه چوکات کې روان کړئ، چې پورته ترسيم شوی دی، نو ضرور به مو بحث ګټور
محدد او دقيق وي.
يو غر او بل غر به په کې نه ويشتل کيږي.

تاسې ته يې په مثال کې زه واضح کړم.
د مثال په طور که چېرې تاسې دعوا وکړئ، چې محمد بن عبد الوهاب د وهابیانو
مشر دی، دا يې عقيدوي غلطۍ دي، دا يې فقهي غلطۍ دا پرې رد دی،
يا له محمد بن عبد الوهاب پرته نور څوک ياد کړئ، او په دغه طور يې عقيدوي او
فقهي غلطۍ واضحې او رد پرې وکړئ.
په داسې توګه به مو نورو ته وخت ورکړی وي؛ چې ستاسې محدد تنقيد يو يو وڅيړي.
او بحث څخه به زمونږ د کلي د پيندي خان کټ نه جوړيږي؛ چې يو اړخ ټينګوې نو
بل يې ځينه.

په خورا درنښت

[quote:85c1071ee7="Erfan Wahdat"]وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:

ساپی صاحب تاسی پوښتنه کړیده چی وهابیان څوک دی، له کومه وخته راهيسې پيل شوي دي؟
مشران علماء او پېشوايان يې څوک دي؟

دا به ان شاء الله تاته بهتره معلومه وی چی وهابیان څوک دی او مشران یی څوک دی خو لکه څنګه چی ما په پاسنی لیکنه کی ورته اشاره کړیده چی وهابیان هغه چاته وایی چی غیر له آیت او حدیث نه نور هیڅ هم نه منی. له هیڅ نه می مطلب اجماع امت او قیاس ده. دا زما تهمت نه ده چی په دوی یی لګوم. په بین المللی صفحو کی وګوره:
http://en.wikipedia.org/wiki/Wahhabi

بیا دی ویلی دی چی ولې دا پوښتنې؟
د ولی په جواب کی باید دا ووایم چی داسی ډیر کسان می په دی بحثفورم کی ولیدل چی ورته عقیده یی درلودله نو په دی خاطر می دا پوښتنی ترینه مطرح کړی چی الله مو انصاف روزی کړه بغیر له اجماع او قیاس نه ډیر زیات مشکلات پیداکیږی. د اسلام دشمنانو ته په زوره دا موقع مه ورکوی چی په دین کی درته نقص را وباسی.

لکه: که یو شخص قیاس ونه منی نو بیا د میښی د غوښی خوراک دی له آیت او حدیث نه ثابت کړی.

والسلام[/quote:85c1071ee7]


Erfan Wahdat
06.01.2011

السلام علیکم:

ساپی صاحب تاسو غواړی چی بحث صحی لاری ته راکش کړی خو په ډیره اوږده لاره، که بحث صحی لاری ته راوستل غواړی نو شارت کټ به استعمال کړو.

له دینه خو سترګی نه شی پټیدای چی وهابیان او غیرمقلدین یو (اسلامی) ګوند ده.
اوس که ته دا وایی چی وهابیان او غیر مقلدین هم اجماع منی او هم قیاس نو زه به بیا په دی اعتراف وکړم چی ما په صحی خلکو د غلطو ټاپه لګولی ده.

او که ته هم په دی اعتراف کوی چی وهابیان او غیرمقلدین اجماع او قیاس نه منی یواځی او یواځی کتاب الله او سنت منی نو بیا خو زما پورتنی پوښتنی هم له همدی قسم خلکو نه دی نو مهربانی وکړی د پوښتنو جوابو ته راشی او یو په یو یی را جواب کړی.
دا یی ډیره لنډه لاره ده چی بحث خلاص شی. که ستا د خبری په پیروۍ زه د وهاب الدین نجدی یا یو بل چا یوه عقیده بیان کړم او بیا رد پری وکړم نو حتما به ته هم یو څه لری چی صحی یی ثابته کړی او بیا به زه رد کوم، بیا به یی ته کی او همدا بابولالی به کوو. او داسی بابولالی سر نلری.

ښه به دا وی چی یا دا ولیکی چی وهابیان او غیرمقلدین هغه ګوند ده چی اجماع او قیاس منی او یا دا ولیکی چی وهابیان او غیر مقلدین هغه ګوند ده چی اجماع نه منی. د نه منلو په صورت کی به مستقیما سوالونو ته جواب وایی.

والسلام


و.افغان
06.01.2011

محترم عرفان وحدت صاحب:
خبره چې د شارټکټ شوه، نو په لنډو به يې درته خلاصه کړم.

لومړی: د اهل حديثو مدرسه له سوونو کلونو راپدېخوا هم اجماع مني، او هم قياس مني، او هر هغه څوک چې اجماع نه مني؛ نو د اهل السنت والجماعت له دائرې وتلی
ګمراه دی، ولو که دغه کس زما پلار او نيکه هم وي؛ ولو که ځانته اهل حديث او سلفي
هم وايي.

او هر هغه څوک چې سالم شرعي قياس نه مني؛ نو هغه هم اسلام او
مسلمانانو ته د ګټې پر ځای هغوی ته تاوان وراړوي؛ د قياس نه منل د ظاهريانو مذهب دی، ظاهريان د اهل السنت والجماعت په اصطلاح کې داخليږي، خو په دغه قضيه
د غوڅ اکثريت او السواد الأعظم مخالفين دي، او مخالفت يې هم غلط دی.

د اهل حديثو مدرسه تر فقهي مدرسې زيات قدامت لري، او څوک يې چې محمد بن
عبد الوهاب ته منسوبوي؛ نو لويه غلطي کوي، ځکه چې محمد بن عبد الوهاب حنبلي
مذهبی وو، او تر مرګه پورې مذهبي پاتې شو، خو دغه سړی د پاکې عقيدې خاوند
وو، او د قرآن او سنت په لاره روان وو.

او دا خبره د پاکې صفا بې ورېځې ورځې د لمر په شان واضحه او څرګنده ده.

دويم: پاتې د پير سيپرامان د عقيدې په اړه، نو هغه د اهل الحديثو پرته د اهل السنت
والجماعت د نورو ټولو منل شوو طائفو او فقهي مذهبي ډلو دښمنه عقيده ده،
لنډه ده چې غير اسلامي، غير قرآني او غير نبوي تګلاره يې وه، د مسلمانان د ګمراهيت
بې لارېتوب، تخلف، کم عقل جوړولو، فاسق او فاجر کېدلو او فکري ګندګۍ يو لوی سبب وو.

الله جل جلاله دې د ده په لاره تلونکو کسانو ټغر هم ورټول کړي.
د پير سيپرامان عقيده
د امام صاحب د مذهب د علماوو مخالفه عقيده ده، د حنفي مذهب د علماوو د هغو
کوښښونو په اړه کوم يې چې د دغو ګمراه پيرانو د غلطو افکارو د ابطال لپاره کړيدي،
په لسګونه د دوکتورا علمي رسائل ليکل شي.

اوسمهال هم د دغو ګمراه پيرانو د ګمراه افکارو په وړاندې له اهل حديثو مخکې او له
اهل حديثو زيات مخالفت نورې مذهبي او اسلامي ډلې کوي.

زه له ټولو هغو وروڼو خواست کوم، چې د دغو منحرفينو د عقيدې د بطلان د بيان لپاره
د قرآني مبارکو آيتونو، او نبوي خوږو حديثونو وروسته يواځې يواځې د حنفي مذهب
د موحدينو علماوو اقوال رانقل او وړاندې کړي، د هغوی له کتابونو يې رانقل کړي،
تر څو له قرآن او حديث او امامانو له لارې څخه کږو خلکو باندې د تېښتې لاره بنده، او
او حجت پرې قائم کړي.

په درنښت


Erfan Wahdat
06.01.2011

ساپی صاحب سلامونه!

تاسی زما له هغو کرښو نه چی د حضرت پیر سیف الرحمن رحمه الله مثال می په کی لیکلی وه غلطه فایده اخیستی ده. دا انتقامی لیکنه نه ده، ما خو هغه صرف ددی لپاره مثال کړلو چی هغه چپلیاری د ړنګولو غوښتنه کړی وه او زما لیکنه یی بی آدبی بللی وه نو ما ولیکل که بی ادبه او ښکنځلی ړنګیږی نو هغه د پیر سیف الرحمن په باره کی چی لیکل شوی وه نو هغه دی بیا هم ړنګه شی.

هر هغه څوک چی سالمه اجماع امت او قیاس منی نو هغه بیا زمونږه وروڼه دی او کټر مسلمانان دی که هغه اهل حدیث وی او که وهابیان وی او که غیرمقلدین وی.
او که یی نه منی نو بیا یی په اسلام یک پوره شک ګنم.

خو په دی باندی ټول ښه سره پوهیږو چی ډیر داسی شته چی په کلی معنی یی نه منی او دا کسان اکثریت وهابیانو او غیرمقلدینو ته منسوب دی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more