د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

زما ړنګه شوې لیکنه: دلته یې راوړم

لقمان
06.01.2011

ګرانو! لاندې زما یوه لیکنه وه چې حلیمي د نامعلومو دلایلو پربنا ړنګه کړې څرنګه چې ماسره یې یوه کاپي پرته وه دلته یې بیا خوندي کوم، د لوستلو څخه وروسته دې پوښتنو پخپله ځواب ووایئ چې د دې لیکنې د ړنګولو باعث څه وه؟؟ او داسې لیکنې ړنګول د حلیمي صیب په څه شي دلالت کوي؟؟؟؟


لقمان
06.01.2011

د الله (جل جلاله) اسماء اوصفات ددې لپاره دي چې موږ پرې ایمان ولرو، که په دنیوي ژوند کې کومه سخته راباندې راشي دالله (جل جلاله) لویوالی، عظمت، او نورو ورته صفاتو په رایادولو سره دستونزو سره مقابله وکړو، که دښمنان مو له هرلوري راباندې راشي، من فوقکم ومن اسفل منکم، اوزړونه مودډیرې ویرې اوډار څخه ستوني ته راشي باید دالله جل جلاله په هغو اسماوو اوصفاتو خپله تسلي وکړو چې حلیمي صیب یې سلسله واره تشریح پیل کړې ده. هرکله چې موږ خپل رب وپیژانده بیابه هیڅکله دکفارو په جاه او دبدبه او مادي وسائلو ونه غولیږو، که ددنیا ټول کفار د خپلو هرډوله په عصري تخنیک سنبالو وسلو سره راجمع شي اوزموږ دله منځه وړلو لپاره لاسونه سره یو کړي، دمسلمان په موقف کې باید دیوې ذرې هومره تغیر رانشي ځکه چې مسلمان دالله جل جلاله ذاتي جلالي قدرتي علمي صفات پیژني اوهغه څوک چې الله جل جلاله پیژني او دهغه جل جلاله صفات ورمعلوم وي هیڅکله باید ددښمنانو په مادي قوت باندې ونه غولیږي.
ښاغلي حلیمي صیب په پورتنیو لیکنو کې لاندې مبارک ایت ذکر کړی:
[color=blue:9e44e8f62f]غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ
سورة غافر / ایه ۳ [/color:9e44e8f62f]
که ددې ایت پسې متصل راتلونکی ایت ته فکر وکړو، وینو چې الله جل جلاله فرمايي:
مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ
سورة غافر آیت (۴)
ګورئ چې الله جل جلاله د سورت د سر نه لومړی خپل صفات ذکر کوي چې:
العزیز، العلیم، غافر الذنب، قابل التوب، شدید العقاب، ذی الطول، لا اله الا هو، الیه المصیر.
سمدستي په راتلونکي ایت کې خپل پیغمبر ته فرمايي چې: په دنیا کې د کفارو دبدبه او ددوی ښکته پورته کیدل دې تا ونه غولوي!!!!!!!!!!!!!!
راځئ لږ ددواړو ایتونو ترمینځ په تړاو او ارتباط ځانونه پوه کړو:
لکه مخکې چې مې وویل الله جل جلاله خپل صفات موږ ته ددې لپاره راپیژني چې دژوندانه په هرې لویې او کوچنۍ چارې کې خپل رب ته رجوع وکړو او په دنیا کې که د هرڅومره لوی مشکل سره مخامخ شو په دې باندې عقیده ولرو چې یواځینی مشکل کشا (الله جل جلاله) دی، هیڅکله باید د الله جل جلاله دمرستې اونصرت څخه ناامیده نشو، وګورئ الله جل جلاله دخپلو صفاتو دبیانولو څخه وروسته سمدستي خپل پیغمبر مخاطبوي: باید دکفارو په دبدبه باندې ونه غولیږې ځکه چې ستا رب عزیز دی، علیم دی، غافر الذنب دی، قابل التوب دی، شدید العقاب دی، ذی الطول دی...
دکفارو په دنیوي جاه وجلال باندې باید هغه څوک وغولیږي چې دالله جل جلاله په پورتنیو صفاتو ایمان نلري، نو ای پیغمبره ته چې د الله جل جلاله په دې صفاتو ایمان لرې، په دې هم پوه شه چې غلبه د کفارو سره د شته مادیاتو په لاس کې نده، بلکه د الله (جل جلاله) په لاس کې ده، د الله جل جلاله دمرستې او نصرت په ملتیا کولای شې سترستر قدرتونه په تش لاس راوپرځوې خو که دالله جل جلاله مرسته درسره نه وي که ددنیا ټول انسانان ستا په مقابل کې راجمع شي هیڅکله به دې مغلوب نکړي. نو مسلمان باید د کفارو په دنیوي قدرت او دبدبې ونه غولیږي.

وروڼو په همدې بحثفورمونو کې مې یو چیرته د حلیمي صیب په یوه لیکنه کې ولوستل چې لیکلي یې وه چې د کابل حکومت چپه کیدونکی ندی، دا چې نوموړی څه دلیل لري؟، دا تاسې او دا محترم حلیمي صیب (چې نوروزخان صیب یې مخاطب دی):

[quote:9e44e8f62f]چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي ، په دلیل د دېٖ چه
د ډاکتر نجیب حکومت چا نشولای چپه کولای ، نو ته به دا حکومت چپه کویٖ
چه ټول جهان سیاسي او اقتصادي کمک ورسره کوي ،[/quote:9e44e8f62f]
قدرمنو وروڼو، دلته وینو چې محترم استاذ مولانا حلیمي صیب چې دومره په ډاډه زړه او مطمئنانه لهجه دا خبره کوي چې دکابل حکومت به په اوه زره کاله کې هم چپه نشي، دلیل یې دادی چې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي مرستو څخه برخمن دی، زه په دې اړه نور وضاحت ته اړتیا نه وینم او همدارنګه د ټولې لیکنې د ړنګیدو له ویرې هم نه غواړم دحلیمي صیب په لیکنې باندې رڼا واچوم او تاسې ته یې روښانه کړم، خو څرنګه چې خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) راته وايي چې:
الدین النصیحة، قلنا لمن یارسول الله؟ قال: لله ولکتابه ولرسول ولآئمة المسلمین وعامتهم.
دهمدې حدیث له مخې زه درانه استاذ حلیمي صیب ته مشوره ورکوم چې پخپلې پورتنۍ نظریې کې (د الله جل جلاله اسماوو او صفاتو ته په جدي توجه سره) یو ځل بیاکتنه او تجدید النظر وکړي، که داسې نشي ډاریږم چې خدای مکړه د حلیمي صیب دا خواري (چې موږ ته دالله جل جلاله اسماء او صفات تشریح کوي) یواځې د دنیا ستړیا شي او د اخرت پیټی به یې پرځای ددې چې سپک شي، لاپسې دروند شي.
ألا هل بلغت.. اللهم فاشهد



06.01.2011

لقمام صيب ښه راغلاست !
له سلام او درناوي وروسته :
که دا ليکنه ټيک همغه ليکنه وي چې حليمي صيب ړنګه کړې، نو ښکاره خبره ده چې د اسلام په خونه کې په سياسي ډلو بحث نه کيږي حال
داچې موضوع يې د حکومت په چپه کولو څرخي . ددې له پاره مو اوس ښه مناسب فوروم ته را انتقال کړې او فکر کوم دلته يې حليمي صيب هم مخالف نه دی .
داچې وايئ د کفارو په زور وسله او طاقت مه غوليږئ دعا په اخلاص ولوله او پرې ورځه ، نو اول خو افغان حکومت کافر نه دی او حتی ډير کسان به يې
په پوځ کې هم وي چې لومړی دعا ګاني لولي او بيا ټوپک اخلي .
دوهم داچې ددعا تاثير هم د الله تعالی د خوښې او رضا پورې تړاو لري چې قبلوي يې او که نه، هغه وخت چې امريکايي بمونه په طالب حکومت ورېدل
د طالبانو دعا هم قبوله نشوه او الله تعالی ته ددوی ماتې خوړل منظور شو او
په درې ورځو کې مات شول . دا څوک نشي ويلی چې د امريکايانو دعا قبوله شوه، خو دا ويلی شو چې د طالب ماته خدای ته منظوره شوې وه،
که نه نو ماته يې نشوه خوړلی . ايا تر هغه وروسته طالبانو خپله ګناه وموندله ؟
توبه يې وويستله ؟؟؟؟
که يې موندلې وي او توبه يې ويستلي وي ، نو هغه څه ګناه وه؟؟؟؟
بايد له ټول مسلمان ملت ته يې ښکاره کړي څو هغوی هم توبه وباسي او بيا د طالبانو ملاتړ وکړي .
او که وايې طالبانو کې هېڅ ګناه نه وه ، نو بيا يې ولې ماته وخوړله ؟؟؟
آيا هېڅ دعا يې په خوله نه راتلله (؟) الله يې هير کړی و؟ که له اسماالحسنی څخه يې يو نوم هم زده نه و ؟؟؟؟؟ يايې په خدای توکل نه درلود ؟؟؟؟؟ مغرور وو ؟؟؟ که مغرور وو په څه مغرور ووو ؟؟؟؟؟؟؟؟ او آيا غرور ځان غولونې ته نه وايي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما په اند خو هم د طالب قدرت د ړنګيدو ، هم يې تر اوسه په تيرو ٩کالو کې د نه بريالي کېدو عامل او هم د اوسني رژيم د بحران عامل (نۀ لامل)
د مسلمان ملت د زړونو نه درلودل وو ، دی او وي به . څومره چې د ګوډاګي حکومت په لاره او کړو وړو کې
تغير او بدلون اړين دی هومره د طالبانو ورونو په چلند کې هم يو ژور بدلون ته اړتيا شته څو د مسلمان افغان ملت زړونه لاسته راوړي ،
نو هله بيا الله (ج) ددوی دعا هم مني او دعا ګانې يې تآثير غورځوي !


حق سره باطل مه ګډوډوی

chaparharay
07.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د قدر وړ ښاغلی حق ویونکی بی پروا لیکوال(نه ډاریدونکی)او عزتمند ورور پتوال صاحب لکه دنوروښاغلیو ورونو وهاج ساپی صاحب لقمان صاحب مومن مهاجر صاحب حامد صاحب زیارمل صاحب اوداسی ډیرو حق ویونکولیکوالانو پشان ستاسی دلیکلو نه هم ښه متاثر یم ډریری ښی لیکنی کوی خو وروره که خفه کیږی نه نو لږڅه به زه هم ووایم اوس می ګوت تښڼیږی څه وکړم
هغه دا چی لقمان صاحب خو ځما په فکر داسی کومه بده خبره نده کړی چی څوک دی پری رد وکړی که هسی درسره بل ټاپیک نه وو او یو څه لیکل مو غوښتل نو د رد په ځای مو باید تاید کړی وای ستاسی د ګوتو ښارښ به هم قرار شوی وو او رښتیارښتیا به هم ویل شوی وو
بعضی خلک داسی هم وی تاسی دی جملی نه نه حسابوم چی حتما دهر چا او د هری خبری سره مخالفت ښای ځما یو ملګری هم داسی دی ښه پوخ تبلیغی دی خوچی تبلیغی ورونه وګوری دارد پری کوی پخوانی د حزب اسلامی غړی دی خو همیشه پری ردونه کوی ډیر ښه اهل حدیث دی چی ورسره داعی هم دی خو چی ورسره مخ شی سمه په جنګ وی ورسره ملګرو ورباندی د برښنا لوڅ تار نوم ایخودی دی ډیره منافعه بښونکی دی خو چی ورنه لیری یی چی ورنژدی شی شوک در کوی
نو مطلب می دادی چی د هری خبری خو خامخا باید مخالفت ونه شی چی حق وی باید تایدشی او داد هم ورکړ شی ښه حوصله افزایی یی وشی
ستا دخبرو سره پدی کی موافق یم چی طالبانوکی څه غلطۍ وی او څه ناڅه غرور پکی هم پیدا شوی وو یوڅه خلک پکی هم ورننوتی و چی ښه نه وو محض د خپلو شخصی ګټو په خاطر ورسره چی پدی اوسنی جهاد کی ښه تصفیه شو او خالص مجاهدین پاتی شول کوم چی اوس هم د کافرو مقابل کی ښه په مړانه کنګیږی او تاسی لیکلی چی د کرزی حکومت کافر ندی نو که داسی وی بیا خو دنیا کی هڅ کافر وجود نه لری (مړه دومره خوسترګی مه پټوی کنه )دی کی شک نشته چی د کرزی حکومت بالکل شته نه داخو د امریکا پوځی یرغل دی او بلی خواته مجاهد اولس دی جهاد کوی حکومت کوم دی دی ته څوک حکومت ویلی شی او کرزی ته حاکم ؟
که رښتیانشی ویلی اوسه غلی
دروغ خو مه وایه که ځان ګڼی ښاغلی
آس یی مه بوله ټټوورته مه وایه
بی لکۍ خرته که خر نشی ویلی


لقمان
07.01.2011

پتواله ته پربله خوا روان شوې. زما مطلب داندی چې طالبان دې بسم الله ووایي او پې ورځي دي ته زما په مطلب نه یې پوه شوې.
زه به تانه پوښتنه وکړم چې دڅه دپاره الله جل جلاله موږ ته په قران کریم کې باربار خپل اسماء او صفات بیانوي؟؟؟؟ یو ځواب خو یې معلوم دی چې من احصاها دخل الجنة.. پدې کې هیڅ شک نشته ټول درسره موافق دي. خو ایا قران موږ ته تنها ددې دپاره نازل شوی چې د تلاوت نه وروسته یې په سترګو وموښو او په تاخچه کې یې کیږدو؟؟؟ آیا همدا داخرالزمان پیغمبر ددې معجز کتاب د نازلیدو هدف اومقصد دی؟؟؟
نه، هیڅکله نه. د الله جل جلاله په اسماوو او صفاتو باندې عقیده او ایمان باید داسې زموږ په روزمره ژوندانه کې منعکس وي چې هر انسان له ورایه وپوهیږي چې فلانی د الله په اسماوو او صفاتو ایمان لري او فلانی یې د خپلې کمپنۍ (ځان) دمشهورتیا دپاره خلکو ته شرحه او تفسیر وړاندې کوي. دطالبانو د امارت سقوط دالله جل جلاله لخوا په دوی باندې امتحان او ازمیښت وه، او دنیا ټوله د امتحان او ابتلاء دپاره پیدا شوی ده، هر انسان دپیدایښت نه تر مرګه پورې د عروج او زوال په قسماقسم مراحلو تیریږي، دا انسان ددې دپاره په امتحان کې اچول کیږي چې د الله جل جلاله په اسماوو او صفاتو باندې یې د ایمان او عقیدې پوخوالی او کچه والی معلوم شي، تاسې وګورئ کله چې دټولې دنیا کفار راجمع شول، د ټولو سیاسي، اقتصادي، او پوځي قوت سره (لکه څنګه چې حلیمي صیب ویلي) په افغانستان راننوتل او لکه د الاحزاب د غزا په څیر طالبان په یو نوي الهي امتحان کې پریوتل، څومره په بریالیتوب سره ددغه سخت امتحان څخه تیر شول، هغه وخت چې د قوي قوي ایمانونو دعوه دارانو خپل ایمانونه او عقیدې د نړیوالو د سیاسي، اقتصادي او پوځي قوت دډار څخه دهغوی پښو ته کیښودل، دنړیوالو سیاسي او اقتصادي قوت یې سترګې داسې بریښولې چې د الله جل جلاله اسماء اوصفات یې هیر کړل او افغانستان یې تر اوه زره کالو پورې د امریکایانو ترستوني تېر وباله او د الله جل جلاله مرسته او نصرت هیچاته وریاد نه وه، د ایمانونو د امتحان په همدې سختو شیبو کې چې هرچا د الله جل جلاله اسماء او صفات هیر کړي وو عالیقدر امیرالمومنین لکه د تل په څیر نړیوالو او ضعیف الایمانه مسلمانانو ته دالله جل جلاله اسماء او صفات داسې ورپه یاد کړل چې: ((بوش موږ ته د ماتې او شکست ګواښونه کوي او رب العالمین موږ ته د فتح او نصرت ژمنه راکوي، موږ به ووینو چې د چا وعده پرځای کیږي؟!!!!))
دا دالله جل جلاله د اسماء الحسنی هغه معنی ده چې الله یې له موږ څخه په همداسې وختونو کې غواړي، په پنځلسمې پیړۍ کې، چې د ایمان او عقیدې معنی یواځې دکتابونو د پاڼو پورې محدوده کړل شوې ده، دنړۍ ولسونو ته دایمان او عقیدې دغه سترلارښود دا ونه ویل چې دافغانستان نه دراتلونکو اوه زره کالو دپاره لاسونه ووینځئ، لکه څنګه چې حلیمي صیب ارشاد فرمایلی، بلکې د هغه ذات قوت او عظمت ته یې زموږ پام ورواړاوه چې حلیمي صیب یې داسماوو او صفاتو په تشریح کولو سره دټول افغان پاڼو ته ښکلا ورکوي. که دحلیمي صیب دلیکنو څخه ټول دنیا ډکه شي زه یې دعالیقدر امیرالمومنین یواځې دهمدې پورتني موقف د زرمې برخې سره هم نه برابروم.
چې یوسړی ځان ته دالله په اسماوو او صفاتو باندې عالم هم وايي او دعمل په ډګر کې یې دالله په اسماوو او صفاتو ذره هومره اغیز نه ترسترګو کیږي، څومره دشرم او عیب خبره ده!!
الله دې زموږ ولس دداسې ضعیف الایمانه او ضعیف العقیدې عالمانو څخه ژر ترژر خلاص کړي. تاسې ووایئ آمین.


Lotfollah
07.01.2011

[quote:6cf6e4c132="لقمان"]چې یوسړی ځان ته دالله په اسماوو او صفاتو باندې عالم هم وايي او دعمل په ډګر کې یې دالله په اسماوو او صفاتو ذره هومره اغیز نه ترسترګو کیږي، څومره دشرم او عیب خبره ده!!
الله دې زموږ ولس دداسې ضعیف الایمانه او ضعیف العقیدې عالمانو څخه ژر ترژر خلاص کړي. تاسې ووایئ آمین.[/quote:6cf6e4c132]
لقمانه یاره ډېر جنجالی سړﺉ یې! زه خو دعا کوم چې پاک الله دې ټول افغان د تا له شره وساتي! آمین یا رب العالمین


عادل عادل
08.01.2011

سلامونه

ددې لپاره چې ناندری اسانه شي، له ښاغلي مشر حلیمی صیب څخه خواست کوم چې په خپلو معلنه 7000 کلونو کې د ملاحظې وړ تخفیف یانې ډیسکونټ ته حاضر شي کنه نو د لقمان صیب ړنګړته ورته برابره شوې ده. :lol:



09.01.2011

[quote:ee627e55ab]دطالبانو د امارت سقوط دالله جل جلاله لخوا په دوی باندې امتحان او ازمیښت وه، [/quote:ee627e55ab]
ګوره لقمان خانه، د الله تعالی په حکمت بنده نه پوهيږي او نه پرې خبريږي، نو له ځانه حکم کول چې د الله په هدف په دې کې
چې طالبان يې ولې او د څه له پاره راوپرځول ، خبرې کول دالله تعالی په کارونو کې تصرف کول بريښي ، ته څه پوه يې چې
الله تعالی طالبان خپلو کناهونو ته، که تيروتنو ته متوجه کول او که ددوی ايمان يې امتحانوۀ او که دالله بالکل کوم بل حکمت په کې و ؟؟؟
ته همدومره اجازه لرې چې ووايې په دې کې هم د الله تعالی حکمت و ، داچې کوم حکمت و مونږ انسانان پرې نه پوهيږو او نه پرې خبريږو .
دا سمه ده چې مسلمان بايد له حق څخه وانئوړي، خو که تيروتنې يې کړې وي هغه بايد وموندي څو تکرار يې نکړي، که غلط کار
په کلک ايمان هم تکراروي نوبيا به يې هم له سختيو او ناکاميو سره مخ کوي، ځکه په امارت کې غلطه لار نيول دظلم او تيري سبب ګرځي
او حقوقالعباد په کې تلف کيږي چې خدای يې نه بخښي! د ايمان د ټينګوالي اجرونه به خدای په بله دنيا ورکړي خو کېدای شي چې
د حقوقالباد دتآمين له پاره الله دوی راپرځولي وي اوکه بيا يې تلف کړي نو داځل يې لاسخت راوپرځوي، يواځې همدا چې دوی
په ٢١ پيړۍ کې هم دمسلمان افغان ولس د آزادو رايو(=بيعت) يعنې انتخاباتو له لارې قدرت نه خپلوي بلکې د زور له لارې ، نو د الله دقهر او ددوی د راپرځولوسبب ګرځېدلی وي(والله اعلم )، په هرصورت طالبان بايد خپله ګناه او نيمګړتيا وپيژني بيا توبې وباسي او ځان ته تغير ورکړي .


لقمان
09.01.2011

پتواله آیا دا دواړه خبرې سره په ټکر کې دي؟: چې د طالبانو په سقوط کې د الله کوم حکمت پروت وه، او د الله لخوا امتحان وه.؟؟؟؟؟

خو راځه ته پخپله قضاوت وکړه چې د الله په کارونو کې څوک تصرف کوي زه یې کوم او که ته؟؟؟؟؟

ما خو دحکمت خبره نده رد کړی دا خو هرچاته معلومه ده چې دالله هر کار بې حکمته نه وي، خو دا هم هیرول ندي پکار چې د دنیايي ژوند هر پل او قدم د الهي امتحان او ازمیښت یو پړاو دی.
ما د امتحان خبره کړې او تا دحکمت، په دې کې هیڅوک شک نلري چې د الله هر کار په بنده باندې امتحان دی، خو دا هیڅوک په قاطع ډول نشي ویلی چې کوم حکمت پکې پروت دی، لکه چې تاسې پخپله هم ویلي:
[quote:9aa5032bb5]د الله تعالی په حکمت بنده نه پوهيږي او نه پرې خبريږي، نو له ځانه حکم کول چې د الله په هدف په دې کې
چې طالبان يې ولې او د څه له پاره راوپرځول ، خبرې کول دالله تعالی په کارونو کې تصرف کول بريښي [/quote:9aa5032bb5]
نو بیا ولې د الله په کارونو کې تصرف کوې او وایې:
[quote:9aa5032bb5]په ٢١ پيړۍ کې هم دمسلمان افغان ولس د آزادو رايو(=بيعت) يعنې انتخاباتو له لارې قدرت نه خپلوي بلکې د زور له لارې ، نو د الله دقهر او ددوی د راپرځولوسبب ګرځېدلی وي[/quote:9aa5032bb5]
نو خواهش کوم چې دالله په کارونو کې زما پرځای خپل ځان متصرف وبوله.

خو که ستا ګومان دا وي چې زه به دطالبانو په صف کې په تیروتنو او نیمګړتیاوو سترګې پټوم، دا سوچ دې غلط دی، ترتا زه دطالبانو په تیروتنو باندې زیات اعتراف کوم او انسان دتیروتنو او نیمګړتیاوو څخه جوړ دی، خو هغه ښیګڼې یې هم دپامه نه غورځوم چې نیمګړتیاوې یې په مقابل یوه فیصدي هم نشي جوړولی. د احد په غزا کې هم صحابه وو د خپل قصور له لاسه په لومړي ځل شکست وخوړ خو هیڅ تاریخ لیکونکو دا قصور دومره ندی پړسولی چې د صحابه وو په پخوانیو او راتلونکو کارنامو باندې سترګې پټې کړي.
موږ ډیرې ښې انتقادي وړتیاوې لرو خو متاسفانه چې ددې وړتیاوو څخه د سالمې استفادې ظرفیت نلرو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more