د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

قرار-اندړ يو غزل

Jalazai
29.05.2004

----------------غزل-----------------------
هسې هم خلكه زمونږ مينه په نظر نه ورځي
ښه ده چې ښكلې ته زمونږ دحال خبر نه ورځي
څه بدې كړې وي چې سترګې درپسې دي د چا
په بې غرضو پسې كلې ته عسكر نه ورځي
زما باور دى زورور دې دى د امړاوى نظر
كمزوري خلك داسې جنګ ته په ټټر نه ورځي
دا ستا نظر مې زړه ته څومره نېغ په نېغه راشي
دلته به ډېر داسې ولاړوي چې نمبر نه ورځي
تاته د لارې راحصار شي زړه مې تاته راشي
د د ډېرو نورو به مېلمه وي خو مګر نه ورځي
سترګې مې ستا سترګو بڼو شونډو ته نشي كتاى
مريدان كله دپيرانو په ټبر نه ورځي
كله جومات جارو كوې كله جامونه څټې
قراره ستا خو هم ددوو خبرو سر نه ورځي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more