اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
قران پوهنه
chaparharay
05.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترم الشیخ حذیفه صاحب دینی پوښتنو ته لیوال ښاغلی زیارمل صاحب او نورو د دینی علومو د موضوع غو ښتونکیوصاحبانو پاتی دی نه وی الوزیری صاحب په ښو کارونو کی مو موفقیت او کامیابی غواړم د صرف و نحو د سرلیک لاندی موضوع کی الوزیری صاحب د صرف و نحو د بحث غوښتنه کړی وه چی بیا ډ یرو صاحبانو خپلی نظریی وړاندی کړی چی یوه نظریه پکی د الشیخ حذیفه صاحب وه د علوم القران په باره کی نو پدی موضوع کی که پیل وکړو نو ښه به وی نه یی ځنډوو دا چی زه خو یو ملا نه یم بل اوس داسی ځای کی یم چی هڅ کتابونه نلرم او عادت می هم تل پوښتنی کول وی نو اوس به هم د معمول مطابق پوښتنه وکړم او تاسی به خپل نظرونه پری ورکړی زه
په رښتیا سره هم پدی پوښتنه نه پوهیږم دا ونه انګیرۍ چی سایل پری پوهیږی هسی ځمونږ وخت خرابوی نه هڅکله به داسی نه وی
پوښتنه داده چی د یو مولوی صاحب سره می پاکستان کی یو تفسیر ولیده مولوی صاحب افغان او دا تفسیر یو پاکستانی پنجابی عالم لیکلی وو لیکونک خپل نوم غزنوی ښودلی وو او د تفسیر نوم یی هم تفسیر غزنوی ایښودی وو په لنډه یی وایم پکی یی د دی ایات مبارک (یهدی من یشاء ویضل من یشاء)په تفسیر کی لیکلی و الله هغه چاته چی هدایت خوښوی هدایت کوی او هغه چاته چی ګمراهی خوښوی ګمراه کوی یی
دا ایت مبارک ما داسی تفسیر اوریدلی وو الله چی چاته یی خوښه وی ګمراه کوی یی او چی چاته یی
خوښه وشی هدایت وکړی هغه ته هدایت کوی
محترمو تاسی پکی څه وای همداسی دی زه خطا شوی یم او که څنګه ؟