د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

څو مختصرې ټوکې

زيارمل
04.01.2011

سلامونه او ښې چارې
ګرانو ملګرو ستاسې ټوکې ما ولوستې اکثره یې زما د سویې نه اوچتې دي ځکه نو زه هم پکې ځان شریکول نه غواړم. البته ما درته د امام الشعبي څو طرائف رانقل کړي په امید ددې چې خوښ مو شي.

امام الشعبي چې اصلي نوم عامر بن شراحیل دی یو مشهور تابعي او فقیه تیر شوی. د بې عقلو پوښتنو په ښه ځوابولو کې ډير شهرت لري. لاندې یې څو مثالونه ولولئ:
----------------------------------------------
یوه ورځ ترې یو سړي پوښتنه وکړه چې که ماته د روژې په اوله ورځ یو سړی ښکنځل وکړي آیا ددې اجر شته؟
هغه ځواب ورکړ: که ووايي چې ای احمقه، نو هو اجر یې شته.
----------------------------------------------
یو بل سړي ترې پوښتنه وکړه چې آیا د حج په مراسمو کې د محرم لپاره جواز لري چې د بدن هغه ځای چې خارښ ورته کوي وګروي؟
هغه وویل: هو
سړی بیا پوښتنه وکړه: د څومره اندازې ګرولو جواز شته؟
امام الشعبي ځواب ورکړ: چې کله یې هډوکی راښکاره شي.
----------------------------------------------
یوه ورځ یو سړي غوښتل چې د کومې مسئلې پوښتنه ترې وکړي ګوري چې امام الشعبي د یوې میرمن سره ولاړ دی او د هغې پوښتنې ته ځواب وايي. سړي ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې په تاسو کې امام الشعبي څوک دی؟
امام الشعبي چې د هغه بیعقلتوب ولید نو ښځې ته یې ګوته ونیوه چې دا ده.
----------------------------------------------
یو بل سړي ترې پوښتنه وکړه چې د ابلیس د ښځې نوم څه شی دی؟
امام الشعبي وویل: په دی واده کې زه نه وم.
----------------------------------------------
یو سړي ترې د ږیرې د مسحې د کیفیت په اړه وپوښتل. امام الشعبي وویل: د لاسو د ګوتو په واسطه یې خلالوه. سړي وویل: زه ویریږم چې داسې به صحیح لمده نشي؟!
نو امام الشعبي ځواب ورکړل: نو بیا یې د ماسخوتن نه د اوبو په لوښي کې ږده.
----------------------------------------------
یو سړي دا موضوعي حدیث اوریدلی وه چې (تاسو پیشنمی وکړئ که څه هم ګوته په خاورو ککړه کړئ او په خوله کې کیږدئ)، نو ددې پرځای چې ددې حدیث د صحت په باره کې پوښتنه وکړي پوښتنه یې ترې وکړه: کومه ګوته به په خاورو ککړوي او په خوله کې به یې ږدي؟
امام الشعبي خپله پښه راجیګه کړه د پښې په غټه ګوته یې خوله ولګوله او ورته یې وویل: دا ګوته.


عنوان

tandar
04.01.2011

زیارمل صاحب لیکنی مو ډیری ښکلی دی خو خبره مو داسی ځوابوم چه ټول انسانان له موره په یوه رنګ او خواصو نه دی پیدا شوی ،ټول عالمان ،ملایان ،انجنران ،داکتران،تاریخ دانان او لیکوال نه دی او دهر انسان ذوق او استعداد هم مختلف دی٠ تاسو به دامام الشعبی صاحب په هکله معلومات راغونډ کړی وی او زیاته علاقه به مو ورسره ښکاره کړیوی او یو بل به دملانصرالدین دټوکو دکتابو سره زیاته علاقه ښکاره کړی وی ،زما له نظره یو هم پر بل ترجیع نه لری دواړه انسانان دی او دواړو دنورو انسانانو دبهبود او خوښی لپاره یو څه وړاندی کړی وی٠
یو څوک چه دچا په هکله دمعلوماتو علاقه نه لری نو دا خبر ه ،،چه زما له سویه څخه پورته دی ،،یو تعرض ښکاره کیږی٠
ټولی ټوکی دجامعی له کلتور ،رسم او رواج سره ارتباط لری ،په دی کی ساده اوغلیضی ټوکی وی اوشته ٠
مګر مونږه خپل کلتور او رواجونه ،ناسته ولاړه ددیرومجلوسنه ټوکی ټکالی او داسی نور چه دنیکونو او پلارنو څخه راپاتی دی دبل هیڅ قوم حتی تر عربو پوری قربانی کولی نشو اوباید ونه شی٠
زه خپله په ١٩٧٦ کال په شام شریف کی ومه هغه شیان چه ما په خپلو سترګو هغلته لیدلی دلته دقیصی وړ نه دی ،درحالیکه چه اکثره پیغمبران ،اصحابان هم دهمدغو منطقو څخه وه اما نن ې ملت دهغوی داعمالو په لاره نه دی روان ولی؟
یو نفر به طلاوت ناست وی یو نفر به خپل ستار منګی ته ناست وی٠
دهر سړی خپل کار دی ،دهیچا سویه راته لوړه او کمه نه ښکاری٠
دغه سړی چه عبادت کوی دځان لپاره ې کوی او هغه بل سړی خپله روحی معالجه په دستار په تارونو کی لټوی٠
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more