اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په لمونځ کی د نیت طریقه
chaparharay
04.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ښاغلیو مولوی صاحبانو او لیکوالانو ته!
محترمینو زما د وترو پوښتنه ډیره ښه حل شوه اوس ماته هڅ کوم اشکال پاتی نشو خاصکر الوزیری صاحب ډیر ښه وضاحت وکړسر می پری خلاص شو خو اوس یو بله پوښتنه لرم هغه دا چی
په لمانځه کی د نیت کولو څه شکل دی ایا په خوله ویل ضروری دی که یوازی په زړه کی قصد کول دي لږمی سر پری را خلاص کړی الله دی ښه بدله درکړی
چپلیاری[/code]
زيارمل
04.01.2011
وعلیکم السلام
چپلیاری (چپرهاری) صاحبه تاسې ډیرې ښې پوښتنې کوئ خو پوښتنه مو یو کس ځوابوي او مننه د بل کس نه کوئ دې اړخ ته مو هم په آینده کې توجه غواړم.
د نیت کیسه داسې ده چې د ټولو علماوو په اتفاق سره نیت د لمانځه لپاره واجب دی. خو ته وایې چې تلفظ پرې وکړم که نه؟
د روژې لپاره په نیت تلفظ کوې؟
چې زکات ورکوې وایې چې نیت مې کړی د زړه له اخلاصه چې زکات ورکوم خاص خدایه ستا لپاره دې حاضر فقیر ته لاس کې مې پیسې نیولي هن واخله د خدای په پار مې درکړې؟
نه یې وایې.
خو په همدې باندې کفایت کوې چې په زړه کې دې دروګرځي چې روژه نیسم، یا زکات ورکوم.
نو په لمانځه کې ولې پرې تلفظ کوې؟
په کتابونو کې هم داسې ندي راغلي چې التلفظ بالنیة یا النطق بالنیة، داسې راغلي چې احضار النیة یا استحضار النیة.
دا تلفظ کول خلکو د ځانه جوړ کړي.
په لمانځه کی نیت طریقه
chaparharay
04.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زیارمل صاحب د نیت باره کی مو ښه ځواب ویلی زه ورسره موافق یم خو که نور یی را سره هم ومنی ستاسی ځواب نه مو مننه کړی خو تاسی نه روسته الوزیری صاحب هم ځوا کړی وو خو که انصاف وکړو نو الوزیری صاحب ځواب کی تفصیل بیان کړی وو او هم یی دلایل وړاندی کړی وو چی همدا ځما غوښتنه وه هسی خو مونږ ټول الحمد لله مسلمانان یو او زه هم ستاسی پشان مسلمان یم او لمونځونه کوم نو چی کوم یی خو پری پوهیږم هم خو ددی لپاره چی ډیر پوه شم او ځما په اند د ملا او امی باید همدومره فرق وی چی ملا ته مسله د دلیل سره معلومه وی او امی ته بغیر دلیل که ورته معلومه نه وی بیا دی پوښتنه وکړی خو ځان دی پوه کړی بله دا چی ما خو ویل چی تاسی نه بعد څوک ځواب راکړی نه یی ورسره منم خو بیا هغه بل لامل وو چی زما غلطفهمی وه نوځکه می ځواب کړ هیله لرم ناخوښ نشۍ
په ډیر درنښت
حذيفه
04.01.2011
چپلياري صاحب ! بياهم السلام عليکم
زيارمل صاحب ډیرښه ځواب درکړی دی خوزه نورڅه هم پری وراضافه کوم .
په نیت دخوله په رښتياهم نسته په يوه حديث کي ددی يادونه نه ده سوی اوکه څوک داسيی بولي هم هيڅ دليل نه لري زماله مطالعی سره سم ماپه يوه حديث کي دانه دي ليدلي چي تاسوکه لمونځ کاوی نوپه خوله به داالفاظ هرومرووایاست .
په دی اړه ديوشمیرعلماوونظرونه هم راسره سته چي بدعت یی بللی دی داړتياپر وخت به هغه هم سره وګورو.